عقائد

متفرقات

دَ بنده دَ اختيار متعلق

بندګانو ته الله تعالیٰ پوهه او اراده ورکړي ده چې هغې سره هغوی دَ ګناه او ثواب کارونه پهٔ خپل اختیار سره کوی۔ خو بندګانو ته دَ څهٔ کار دَ پېدا کؤلو قدرت نشته ۔ دَ ګناه پهٔ کار الله تعالیٰ ناراضه کیږی او دَ ثواب پهٔ کار خوشحالیږی۔

دَ شريعت دَ حکمونو متعلق

الله تعالیٰ بندګانو ته دَ داسې کار حکم نهٔ دے ورکړے کوم چې بندګان کولے نشی۔

دَ اصحاب کرامو رضي الله تعالٰی عنهم باره کښې

زمونږ پېغمبر ﷺچې کومو کومو مسلمانانو لیدلے دے هغوی ته صحابی وائی۔ دَ هغوی ډیر صفتونه بیان شوی دی دَ هغوی ټولو سره مينه او ښهٔ ګمان ساتل پکار دی۔ که چرې دَ هغوی پهٔ خپلو کښی څهٔ جنګ جګړه واورﺉ نو هغه هیره اؤ خطا وګڼۍ هغوی ته هېڅ بَد مهٔ وائۍ۔ پهٔ هغوی ټولو کښی دَ ټولو نه اوچت څلور صحابهؓ دی۔ يو حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنهُ دے دَ حضورﷺ نه پس دَ هغوی پهٔ ځاېٔ کښیناستو او دَ دین بندوبست ئې وکړو۔ دې وجې نه دوې ته اول خلیفه ویلې کیږی۔ پهٔ ټول اُمت کښی دوی دَ ټولو نه بهتر دی۔ دَ دوی نه پس حضرت عمررضی الله تعالیٰ عنهُ ، دا دويم خلیفه دے۔ دَ دوی نه پس حضرت عثمان رضی الله تعالیٰ عنهُ، دا دريم خلیفه دے۔ دَ دوی نه پس حضرت علی رضی الله تعالیٰ عنه دے دا څلورم خلیفه دے۔ دَ صحابي رضی الله تعالیٰ عنه دومره لویه مرتبه ده چې دَ لوېٔ نه لوې ولی هم دَ ادنیٰ درجې صحابی مرتبې ته نشی رسیدے۔

دَ اهل بيتو باره کښې

دَ پېغمبر عیله السلام اولاد او بیبیانې ټول دَ تعظیم لائق دی اؤ پهٔ اولاد کښی ئې دَ ټولو نه لویه مرتبه دَ حضرت فاطمې رضی الله تعالیٰ عنهٰا ده۔ او پهٔ بیبیانو کښې دَ حضرت خدیجې رضی الله تعالیٰ عنها او حضرت عائشه رضی الله تعالیٰ عنهاٰ(مرتبه اوچته ده)۔

دَ ولي ولايت او کرامت متعلق

مسلمان چې کله ډیر عبادت کوی او دَ ګناهونو نه ځان ساتی او دَ پېغمبرعلیه السلام پهٔ هر شان پوره تابعداری کوی نو هغه دَ الله دوست او محبوب شی داسې کس ته ولی وائی۔ دَ داسے کس نه کله داسې خبرې څرګندیږی کومې چې دَ نورو خلقو نه نشی کیدے، دغه خبرو ته کرامت وائی۔ ولی کهٔ هر څومره لوۓ درجې ته ورسی خو دَ نبی سره برابرېدے نشی۔ کهٔ خداېٔ ته هر څومره ګران شی خو تر څو پورے چې هوش او حواس ئې باقی وی دَ شرعې پابند وسیدل پرې فرض دی۔ مونځ روژه او هېڅ عبادت ورته نهٔ معاف کیږی۔ کومې چې دَ ګناه خبرې دی هغه ورله جائزکېدے نشی۔ څوک چې دَ شریعت نه خلاف وی هغه ولي نشی کېدے ۔ کهٔ چرې دَ هغهٔ دَ لاس نه څهٔ نا اشنا کار وشی نو هغه کرامت نهٔ دے۔ یا خو هغه جادو دے یا نفسانی او شیطانی ټګي ده۔پهٔ هغې عقیده ساتل نهٔ دی پکار۔ ولیانو ته بعضې دَ راز خبرې پهٔ خوب کښی یا پهٔ ویښه معلومیږی۔ دې ته کشف او الهام وائی کهٔ چرې هغه دَ شرعې موافق وی نو قبولې دي او کهٔ چرې دَ شرعی نه خلاف وی نو رد دي۔

چا ته کافر وئيلو يا لعنت پرې کولو متعلق

چا خاص کس ته کافر ویل یا پرې لعنت کول لویه ګناه ده۔البته داسې ويلې شی چې پهٔ ظالمانو دې لعنت وی، پهٔ دروغژنو دې لعنت وی۔ البته کهٔ دَ چا متعلق چې رسول ﷺ دَ کفر خبر ورکړے دے او لعنت ئې ورباندې ويلې دے هغوی ته کافر، ملعون ویل جائز دی۔

دَ قبر حالاتو باره کښې

هر کله چې بنیادم مړ شی کهٔ چرې ښخ کړے شی نو دَ ښخولو نه پس، او کهٔ ښخ نهٔ کړے شی نو پهٔ کوم حال کښی چې وی هغهٔ له دوه فرښتې راځی چې یو ته مُنکر او بل ته نکیر وائی۔هغوی ترې تپوس کوی چې ستا رب څوک دے، ستا دین څهٔ دے او دَ حضرت محمدﷺ پهٔ باره کښې ترېنه تپوس کوی ۔ چې دا څوک دے کهٔ چرې مړے ایماندار وی نو صحیح جواب به ورکړی۔ بیا دَ هغهٔ د پاره هر قسمه ارام دے۔ دَ جنت طرف ته ورته کړکۍ بيرته کړی چې پهٔ هغې کښې یخه یخه هوا او خوشبوېٔ راځی او دے دَ مزې پروت وی اودهٔ وی۔ او کهٔ چرې مړے ایماندار نهٔ وی نو هغه دَ ټولو خبرو پهٔ جواب کښې هم دا وائی چې ما ته هېڅ پته نشته۔ بیا پهٔ هغهٔ باندې ډېره سختی او عذاب تر قیامته پورې وی۔ او بعضې کسان الله تعالیٰ دَدې امتحان نه معاف کړی۔ خو پهٔ دې ټولو خبرو باندې مړے پوهیږی۔ مونږه خلق ئې نهٔ وینو۔ لکه اودهٔ بنده پهٔ خوب کښې هر څه وینی او ویښ بنیادم دَ هغهٔ پهٔ خوا کښی بے خبره ناست وی۔ دَ مرګ نه پس هره ورځ سحراؤ ماښام مړی ته خپل ځاۓ ښودلے شي۔ جنتی ته پهٔ جنت ښودلو سره خوشخبری ورکوی او دوزخی ته دَ دوزخ پهٔ ښودلو سره نور هم افسوس وَروَلی۔

دَ ايصال ثواب باره کښې

مړی د پاره دعا کولو سره اؤ دَ څهٔ خیر خیرات وربخښلو سره هغهٔ ته ثواب رسی او دې سره هغهٔ ته ډیره فائده کیږی۔

دَ ګناهونو باره کښې

الله تعالیٰ ته اختیار دے چې پهٔ وړه ګناه سزا ورکړی یا لویه ګناه پهٔ خپلې مهربانیٔ سره معاف کړی او پهٔ هغې باندې بالکل سزا ورنه کړی۔ دَ شرک او کفر ګناه الله تعالیٰ چرې چاته نهٔ معاف کوی او دَ دے نه سِوا نور ګناهونه چاته چې وغواړی پهٔ خپلې مهربانیٔ سره به ئې معاف کړی۔

دَ اخری خاتمه متعلق

کهٔ ټول عمر څوک هر څومره نیک یا بد وی خو پهٔ کوم حالت چې ئې خاتمه وشی دَ هغې موافق ورته ښهٔ یا بده بدله ملاویږی۔

دَ توبې متعلق

بنیادم چې پهٔ ټول عمر کښی کله توبه وکړی یا مسلمان شی نو دَ الله پهٔ نزد قبلیږی۔ البته دَ مرګ وخت کښې کله چې ساه په وَتو شی او دَ عذاب فرښتې ورته ښکاره شی نو هغهٔ وخت نهٔ توبه قبلیږی او نهٔ ایمان۔