دَ سلسلې پيژندګلو

سلسلہ

دَ دې نه مراد دَ صحبت او اعتماد هغه سلسله ده کومه چې دَ موجوده شيخ نه حضورﷺ ته رسی۔ پهٔ هندوستان کښې څلور لوېٔ سلسلې چليږی۔ هغه چشتيه، نقشبنديه، قادريه او سهرورديه دی۔ دَ کوم شيخ نه چې يو کس بيعت شی نو بيعت سره هغه دَ هغهٔ پهٔ سلسله کښې داخل شی۔ ددې سلسلو مثال دَ فقهې څلورو طريقو حنفی، مالکی، شافعی او حنبلی يا دَ طب مختلفو طريقو يعنی ايلوپيتهی، هوميو پيتهی، اکوپنچر، او يونانی حکمت سره ورکولې شی۔دَ دې پهٔ اصولو کښې لږ لږ فرق دې خو دَ ټولو نتيجه هغه روحانی صحت يعنی نسبت حاصلول دی۔

دَ څلورو واړو سلسلو دَ مشرانو نومونه

دَ چشتيه سلسلې مشر حضرت خواجه معين الدين چشتی (رحمة الله عليه ) دې۔ دَ دې نه مخکښې بيا دوه څانګې دی۔دَ چشتيه صابريه مشر حضرت صابر کليری (رحمة الله عليه ) دې او دَ چشتيه نظاميه مشر حضرت خواجه نظام الدين اولياء (رحمة الله عليه ) دې۔ دَ سلسله قادريه مشر حضرت شيخ عبدالقادر جيلانی (رحمة الله عليه )، سلسله سهرورديه حضرت شيخ شهاب الدين سهروردی (رحمة الله عليه ) او دَ سلسله نقشبنديه حضرت شيخ بهاءالدين نقشبندی(رحمة الله عليه ) دې۔

شجره او دَ هغې اهميت

دَ حضورﷺ منصبونه کوم چې الله تعالیٰ پهٔ قران کښې بيان کړې دی هغه څلور دی۔ يعنی دَ قران تلاوت ښودل، دَ صحابه کرامو (رضی الله عنه) تزکيه کول، دَ کتاب تعليم ورکول او دَ حکمت تعليم ورکول۔ دَ قران دَ تلاوت دَ څانګې ذمه داری قاريانو حضراتو، دَ تزکئې ذمه داری صوفياء کرامو او دَ علم او حکمت ذمه داری علماء کرامو واخستله۔ علماء کرامو کښې محدثين کرامو دَ احاديث شريفو امت ته پهٔ محفوظ طريقې سره رسولو ذمه داری واخسته۔ دې مقصد دپاره هغوی دَ خپلو سندونو حفاظت کوی او خپل سندونه پهٔ داسې ترتيب سره روايت کوی پهٔ کوم ترتيب سره چې دوی ته رارسيدلې وی۔ هم پهٔ دې طريقه صوفياء کرام خپل نسبتونه بيانوی پهٔ کوم ترتيب چې دوی ته نسبت رارسيدلې وی۔ دَ نسبت دَ دې ترتيب بيان ته شجره وئیلې شی۔ بعضې حضراتو خپله شجره دَ نظم پهٔ انداز کښې چاپ کړې وی او دَ برکت حاصلولو دپاره دا لولی۔ دا دَ دعا پهٔ شکل کښې هم وی او مريدان دَ خپلې دعا دَ قبوليت دپاره دا نسبت دَ وسيلې پهٔ طور نيسی۔ زمونږ شجره دا ده ۔

دَ دې عاجز بنده نسبت

دې عاجز بنده ته دَ حضرت صوفي محمد اقبال مدنی (رحمة الله عليه) نه دَ حضرت شيخ الحديث مولانا محمد ذکريا (رحمة الله عليه) پهٔ واسطه څلورو واړو سلسلو کښې او هم دَ دوی نه دَ حضرت مولانا ابو الحسن ندوی (رحمة الله عليه) پهٔ واسطه طريقه قادريه راشديه کښې او دَ حضرت علی مرتضٰی (رحمة الله عليه) پهٔ واسطه سلسله نقشبنديه کښې، دَ حضرت سيد تنظيم الحق حليمی (رحمة الله عليه) نه دَ حضرت مولانا فقير محمد (رحمة الله عليه) پهٔ واسطه څلورو واړو سلسلو کښې او هم دَ دوی نه دَ حضرت سيف الرحمٰن ګل بادشاه المعروف ميخ بند باباجی (رحمة الله عليه) پهٔ واسطه سلسله قادريه، نقشبنديه معصوميه مجدديه کښې او حضرت ډاکټر فدا محمد صاحب مدظله نه دَ حضرت مولانا محمد اشرف (رحمة الله عليه) پهٔ واسطه څلورو واړو سلسلو کښې اجازت حاصل دې۔ الله تعالیٰ دې دَ دې بزرګانو ښهٔ ګمان دَ دې بنده پهٔ حق کښې قبول کړی او دا بنده دې پهٔ خپلې سوچه بندګۍ کښې قبول کړی۔امين