عقائد

دَ ايمان باره کښې

دَ مضمونونو فهرست

پرانزئ / بند کړئ

دَ ايمان باره کښې

ایمان هله درست کیږی چې الله او رسولﷺ پهٔ ټولو خبرو کښې رښتینې وګڼی ، پهٔ هېڅ يو خبره کښې ئې شک يا انکار نهٔ وي۔ دَ الله او رسول پهٔ څهٔ خبره کښې شک کول یا ورته دروغ وئیل یا پهٔ هغې کښې عېب راوېستل یا هغې سره ټوقې کول، دَدے ټولو خبرو سره ایمان ځی۔

ايمان ختمونکې بعضې غلطې نظريے

دَ قرآن او حدیث واضحه اوڅرګند مطلب نهٔ منل او دَ ځان نه اړو پېچ خبرې جوړول دَ بد دینۍ خبره ده۔ دَګناه کار حلال ګڼلو سره ایمان خرابيږي۔ ګناه کهٔ هر څومره لویه وی تر څو پورے چې هغه بده ګڼی ایمان ورسره نهٔ ځی البته کمزورے کیږی۔ دَ الله تعالیٰ نه بې ویرې کیدل یا نا اُمیده کیدل کفر دے۔ دَ چا نه دَ غېب دَخبرو تپوس کول او پهٔ هغې باندے یقین کول کفر دے۔ دَ غیبو حال باندې سوا دَ الله تعالیٰ نه نور هېڅوک نهٔ پوهیږی۔ البته پېغمبرانو ته پهٔ وحی سره او ولیانو ته پهٔ کشف او الهام سره او عامو خلقو ته پهٔ نخښو سره بعضې خبرې معلومې هم شی۔