فقه

تقليد اؤ عدم تقليد

حضرت امام ابو حنيفه

لنډه خاکه

پیدائش 699ء / 80ھ کوفہ ، عراق

وفات 767ء / 150ھ بغداد ، عراق

اسلامی زمانه : عہد زریں

مکتبه فکر :اہل سنت – فقه حنفی

تخصص: فقه

افکار اؤ نظریات : د فقې مخ پهٔ وړاندې بوتلل

ليکلي کتابونه: کتاب الآثار ، فقہ الاکبر

اثر کونکی حضرات: امام محمد باقر ، امام جعفر صادق ، قتادہ ابن النعمان[1] ، القامه ابن قیس

امام ابو حنيفهؒ ډير غټ فقيه وو د هغوي د مشهوريدو وجه د قران اؤ احاديث رسول ﷺ نه مسایٔل راويستل دي۔ هغه خلق چې څوک پهٔ قران اؤ سنت باندې عمل کولو دپاره پهٔ امام صيب باندې اعتماد کوي هغوي حنفيان دي۔

د امام اعظم ابو حنیفہ رحمہ اﷲ شجرہ نسب

د امام صاحب نوسی د امام صاحب شجره داسې بيان کړې ده۔ " اسماعیل بن حماد بن نعمان بن ثابت بن المر زبان "هغوي د فارسی نسل نه تعلق لرلو۔

د امام صيب پيدایٔش اؤ استوګنه

د دوي پيدایٔش پهٔ کوفه کښې ۸۰ هجرۍ کښې شوے وو اؤ وفات پهٔ ۱۵۰ هجرۍ کښې پهٔ بغداد کښې شوے وو۔

کوفه ښار د امير المومنين حضرت عمر رضی الله عنه پهٔ حکم سره پهٔ ۱۷ هجرۍ کښې جوړ شوې وو۔ هغوي حضرت عمار بن ياسر رضی الله عنه د هغې ځاېٔ حاکم اؤ حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د هغه ځاېٔ دپاره مفتی پهٔ طور استولې وو۔ د هغوي پهٔ محنت څلور زره علماء اؤ محدثين پيدا شو حضرت علی رضی الله عنه چې کله کوفه ښار ته ورسيدو نو او ېٔ فرمائل چې ” الله پاک دې ابن مسعود رضی الله عنه سره ډير ښهٔ وکړي چې هغهٔ دا ښار د علم نه ډک کړو “۔ ابن عمر رضی الله عنه صاحب المغازی شعبی متعلق فرمایٔ چې ” زهٔ د نبی کريم ﷺ سره پهٔ غزاګانو کښې شريک ووم خو علم د هغوي سره زيات دے“۔ ابراہیم النخعی د خپل وخت هغه عالم وو چې څوک پهٔ اهل بصره ، شام اؤ پهٔ حجاز کښې ټولو کښې افضل ګڼلې شوې وو۔ حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه خپل شاګرد حضرت عمرو بن میمون رضی الله عنه د علم حاصلولو دپاره حضرت ابن مسعود رضی الله عنه ته کوفه ته استولې وو۔ علامه سیوطی رحمه الله د قول مطابق پهٔ مصر کښې را تللو واله صحابه کرام تعداد درې سوه دے۔ خو پهٔ کوفه کښې پينځلس سوه صحابه اباد وو۔ چې پهٔ کوم کښې اويا صحابه کرام بدری وو۔ حضرت علی رضی الله عنه د قاضی شريج باره کښې حکم فرمایٔلی وو چې پاڅه اؤ فيصله وکړه تهٔ پهٔ اهل عرب کښې ټولو کښې غټ قاضی ېٔ۔ د صحابه پهٔ موجودګۍ کښې دلته درې ديرش حضرات صاحب فتویٰ ګڼلے شوې وو۔ انس بن سرین رحمه اﷲ نقل فرمایٔ چې پهٔ کوفه کښې څلور سوه فقهاء اؤ څلور زره محدثين وو۔ امام بخاری رحمه اﷲ فرمایٔی چې زهٔ شمير نهٔ شم کولې چې د حديث اخستلو دپاره به زهٔ څومره ځله کوفه ته تلې يم۔ امام ترمذی رحمه اﷲ د فقه پهٔ هر باب کښې د اهل کوفه مذهب نقل کړے دے۔

نتيجه:۔ ”کهٔ مدينه د صاحبِ وحی استوګنه وا نو کوفه د فقهاء اؤ محدثين“

د امام صيب د تابعي کيدو دليل

د علامہ ابن خلکان مطابق امام صيب څلور صحابه کرام رضی الله عنہم ليدلي دي۔

پهٔ کوفه کښې حضرت انس بن مالک رضی الله عنه

پهٔ مدينه کښې ېٔ عبد الله بن ابی اوفی رضی الله عنه

حضرت سہل بن سعدی رضی الله عنه

اؤ پهٔ مکه کښې ېٔ ابو طفیل عامربن واثله رضی الله عنه

د ژوند شوروعات

د دوي نوم نعمان بن ثابت بن زوطا اؤ کنیت ېٔ ابو حنيفه وو۔ عموماً امام اعظم پهٔ لقب باندي ياديږي ۔ دوي د ټولو امامانو پهٔ مقابله کښې د ډير اوچت مقام اؤ مرتبې خاوند وو۔ اسلامی فقه کښې حضرت امام اعظم ابو حنیفه صيب مقام ډير اوچت دے۔ دوي د نسل نه عجمي وو۔ اؤ د دوي پيدايش کوفه کښې پهٔ ۸۰ هجري پهٔ مطابق ۶۹۹ء کښې شوې دے۔ د دوي سنِ وفات ۱۵۰ هجري دے۔ ابتدائی ذوق د دوي د والد صيب پهٔ اتباع کښې تجارت وو۔ خو الله پاک د دوي نه د ديڼ اخستلو پهٔ دي وجه باندي د تجارت شغل اختيار کولو نه مخکښې دوي خپل تعليم طرف ته متوجه شو۔ دوي د شلو کالو پهٔ عمر کښې د اعلیٰ علوم تحصيل ابتدا وکړه۔ دوي انتهایٔ ذهين اؤ قوي حافظې مالک وو۔ د دوي د زہد، تقویٰ، فہم و فراست اؤ حکمت و دانائی ډيره مشهوره ده۔ د دوي ژوند مبارک مختلف صورتونه دي۔ ایٔمه حديث ددوي ذکر کښې وائی چې دوي يو طرف ته خو د علم سمندر وو او دوئم طرف ته د زہد و تقویٰ او طہارت غر وو۔ امام صيب خوش مزاجه ، خوش لباسه، خوش مجلسه،کریم النفس ، شیرین ګفتار اؤ قادر الکلام وو۔ خوشبو به ئ ډيره استعمالوله ددي نقل د حضور ﷺ د حرکت اندازه خوشبو نه کيده۔

د دوي سفرونه

امام اعظمؒ د علم حديث د حاصلولو دپاره ډيرو ځايونو ته سفر پهٔ خاص طور کړے وو۔ دوي د عمل حديث اؤ د فقې دپاره ټولو کښې اول کوفے ته تلي وو ځکه چې د کوفې اوسيدونکې وو اؤ کوفه د علم حديث اؤ د فقه لوي مرکز وو ګويا دوي د علمِ حديث اؤ فقې پهٔ غيږ کښې پيدا شوې وو۔ هلته کښې لوستل وو اؤ کوفه کښې ټولو نه لوئ عالم د علم وارث امام اعظم صيبؒ خپله جوړ شو۔ دويم مقام حرمين شريفين وو۔ چرته نه چې هغوي احاديث شريف حاصل کړو اؤ دريم مقام بصره وو۔ امام ابو حنيفه صيب تقريباً د څلورو زرو استاذانو نه علم حاصل کړے دے۔

استاذان

دعلم الادب، دعلم الانساب اؤ دعلم الکلام تحصيل نه پس دَ علم فقه دپاره امام حماد دَ حلقه درس نه فيض ياب شو دوي دعلمِ فقه لوېٔ عالم وو۔ دَ دوي د مشایٔخو اؤ د استاذانو تعداد تقريباً څلور زره ياديږي۔ دَ چا نه چې دوي وخت پهٔ وخت د علم فيض حاصل کړے وو پهٔ هغوي کښې امام محمد باقر ؒ اؤ امام جعفر صادقؒ د شاګردۍ فخر هم دوي ته حاصل دے۔ دَ خليفه وخت پهٔ تپوس باندې امام صيب ؒ و فرمايل چې ما دَ عمر بن خطاب رضی الله عنه، علی بن ابی طالب رضی الله عنه ، عبد الله بن مسعود رضی اللّہ عنه ، عبد الله بن عباس رضی الله عنه اؤ دَ دوي شاګردانو نه علم حاصل کړے دے۔

درس و تدريس

دوي د علم حاصلولو نه پس د درس و تدريس سلسلې اغاز وکړو اؤ دَ دوي حلقه درس کښې به ډير زيات رش وو اؤ حاضرينو کښې کثرت به دَ دور لوېٔ صاحبانِ علم وو ۔ علامه کروری دَ دوي خاص شاګردانو تعداد تقريباً اتهٔ سوا فقہا ء ، محدثین اؤ صوفیا و مشائخ شمار کړي دي۔ دا دَ دغه زرګونو خلقو نه علاوه دي چې کوم به دَ دوي پهٔ حلقه درس کښې شامليدل۔ دوي دَ اسلام قانوني اؤ دستوري جامعيت يو لاجواب شهادت دَ فقه حنفيه پهٔ شکل کښې ورکړو اؤ پهٔ دي موده کښې چې کوم مسائل مدون شو ددي تعداد تقريباً دوو لکو اؤ اويا زره نه زيات دے۔ دَ دوي تاليف باندي اجماع ده اؤ صحابه نه ئ نقل روايت ثابت دے۔ دوي د شريعت يو ستنه وه۔

مورخ خطیب بغدادی د امام صيب نوسي اسماعيل نه روايت کړے دے چې زه اسماعیل بن حماد بن نعمان بن ثابت بن مرزبان يم اؤ مونږ خلق نسلاً فارسيان يو۔ اؤ امام صيب نيکهٔ ثابت پهٔ وړوکوالی کښې د حضرت علی رضی الله عنه پهٔ خدمت کښې حاضر شوې وو ۔ هغوي د خپل خاندان پهٔ حق کښې ورنه دعاے خير غوښتې وو۔ ما ته اميد دے چې هغه دعا بے اثره نهٔ ده تلے۔ تجارت دَدوي ذريعه معاش وو۔ تجارت نه ئ رزقِ حلال ګټلو اؤ دَ دولت ور سره کمے نه وو خو دَدي دولت و ثروت فایٔده به طالبانو اؤ حاجت مندو ته رسيده۔ خرڅون دپاره چې کومے کپړے به وي د هغي خوبۍ اؤ عوبونه دواڼه به ئ بيانول اؤ خرابي به ئ بالکل نه پټوله اؤ د خپل شاګردانو اکثر مالي امداد به ئ کولو.

شاګردان

حضرت امام ابو حنیفہ رحمة اﷲ علیه يو زر پورې شاګردان دي چې پهٔ کوم کښې څلويښت ډير جلیل المرتبت وو اؤ درجه اجتهاد ته رسيدلي وو اؤ دَدوي مشير خاص هم وو۔ پهٔ دي کښې څه نومونه دا دي:

امام ابو یوسف رحمة اﷲ علیه

امام محمد بن حسن شیبانی رحمة اﷲ علیه

امام حماد بن ابی حنیفہ رحمة اﷲ علیه

امام زفر بن ہذیل رحمة اﷲ علیه

امام عبد اﷲ بن مبارک رحمة اﷲ علیه

امام وکیع بن جراح رحمة اﷲ علیه

امام داؤد بن نصیر رحمة اﷲ علیه

اؤ دَدي نه علاوه قران حکيم نه پس صحیح ترین کتاب صحیح بخاری مؤلف امام محمد بن اسماعیل بخاری اؤ دغه شان نور غټ غټ محدثين رحمہم اﷲ دَدوي دَ شاګردانو شاګردان وو۔

اہم تصانیف

دَدوي اهم تصنيفات دا دي:

الفقه الأکبر

الفقه الأبسط

العالم والمتعلم

رسالة الإمام أبي حنيفة إلی عثمان البتی

وصية الامام أبي حنيفة

المقصود فی علم التصریف کتاب الوصیة لجمیع الامة الوصیة لعثمان السبتی کتاب الوصیة لابی یوسف الوصیة لاصحابہ الکبار الرسالہ الی نوح بن مریم دَدوي دَ احاديثو تصنيفونو تعداد تقريباً ۲۷ دے۔

فقه حنفی

امام اعظمؒ خپل طريق اجتهاد و استنباط طريقه داسې بيانوی:

” زهٔ ټولو کښې اول مسله دَکتاب الله نه راؤکاږم اؤ که هلته نه معلوم نهٔ شي نو بيا ئ سنت رسول الله ﷺ نه اخلم اؤ کهٔ هلته هم راته معلوم نهٔ شي نو بيا صحابہ کرام رضی اللہ عنھم اقوالو کښې دَ چا قول اخلم اؤ دَ بل چا دپاره دَ هغوي قول نهٔ پريږدم اؤ کله چې معامله ابراہیم شعبی، ابن سیرین اور عطاء باندي راشي نو دا خلق مجتهدان وو نو پهٔ دغه وخت کښې زهٔ هم دَ دویٔ پهٔ شان اجتهاد کومه۔“ دَدوي اجتہادی مسائل تقریبًا دولسو سؤ کالو نه پهٔ ټوله اسلامی نړۍ کښې خوارهٔ دی پهٔ دې وجه پهٔ لويو لويو اسلامی سلطنتونو کښې هم دَ دوی مسايل قانون سلطنت وو اؤ نن هم دَ اسلامی نړۍ زياته حصه دَ دوی دَ فقهې پيروکار ده۔

فقه حنفی اشاعت او خدمت ټولو کښې زيات دَدوي شاګردانو قاضي ابو يوسفؒ اؤ امام محمد بن حسن شیبانیؒ کړے ده۔ پهٔ دي پهٔ وجه فقه حنفي باندي عمل کولو تعداد ډير زيات دے۔

حق گوئی

تر څو پورې چې د ملکی سیاست تعلق دے نو دوي کله هم دَ خليفه خوشامندی یا ملازمت نهٔ دے کړے۔ همیشہ حق اور اہل حق سره ئ ملګيرتيا کړې ده۔ منصور دوي خپل يو خاص مشير جوړول غوښتهٔ خو دوي صفا انکار وکړو۔ وفرمائیل ېٔ چې ” کهٔ منصور راته ووائ چې د جماتونو دروازې و شميره نو دا هم ما ته ګرانه ده۔“ امام محمد نفس الزکیه اؤ دَ ابراہیم دَ خروج پهٔ موقع باندي دوي د ابراهيم تایٔيد کړے وو۔ منصور دوي راوغوښتو اؤ عہدہ قضا باندې ېٔ فایٔز کولو خو دَ دوي پهٔ مسلسل انکار کولو باندي هغوي اول دوي دَ بغداد دَ تعمير پهٔ موقع باندي دَ خښتو پهٔ شمير باندي ولګول اؤ بيا ئ ورستو پهٔ قيد خانه کښې واچول ۔

دَ ابوحنیفہ رحمة اﷲ علیه عظمت

يو ځل امام ابوحنیفہ رحمة اﷲ علیه اؤ امام شافعی رحمة اﷲ علیه شاګردانو پهٔ مينځ کښې جګره وشوه۔ هر يو فريق دَ خپل امام دَ فضيلت دعويدار وو ۔ حضرت امام ابو عبداﷲ رحمة اﷲ علیه دَ دوي پهٔ مينځ کښې فيصله وکړه اؤ اصحاب شافعی ته ېٔ وفرمايل چې اول تاسو د خپل امام استاذان او شميریٔ۔ چې ويشميرل نو اتيا وو ۔ بيا ئ احنافو ته ووې چې تاسو دَ خپل امام استاذان وشميریٔ ۔ هغوي چې کله وشميرل نو معلوم شول چې هغه څلور زره وو۔ دغه شان د استاذانو پهٔ تعداد باندې دَ دي جګړې فيصله وشوه۔ دوي دَ فقه اؤ حديث دواڼو ميدانونو کښې امام الائمه دي۔

د ابوحنیفہ رحمة اﷲ علیه باره کښې خورې شوې غلط فهميانې

تاريخ نه دا ثابته ده چې څومره اوچت مقام باندې څوک وي نو د هغوي مخالفين هم دومره سختۍ باندې د هغوي مخالفت کوي۔ امام ابوحنیفه رحمة اﷲ علیه صيب سره هم دغه شان معامله وه کهٔ پهٔ يو طرف ته دَ هغوي علم ، تقویٰ اؤ بصیرت يو دنيا قایٔله ده نو دوئم طرف ته څهٔ نادان اؤ پهٔ خپل ځان باندې ظلم کولو واله امام صيب پسې لګيدلې دي۔ امام صيب رحمة اﷲ علیه پهٔ باره کښې غلط فهميانې خوروی اؤ پهٔ دې کښې څهٔ لاندې شميريږي۔ دې غلط فهميانې لرې کولو دپاره ډير کوشش شوے دے خو هدايت چونکه د الله تعالیٰ پهٔ لاس کښې دے چا ته چې هدايت ورکول غواړي ورکړي اؤ چا ته چې نه ورکوي نو هغوي ته به نه ملاويږی۔ دَدې دپاره داسي کسانو ته دا درخواست دے چې دَ سورة فاتحه اخری دوه ايتونه دَ دعا پهٔ نيت سره وائ اؤ دغي جواباتو ته دې وګوري انشاء الله تعالیٰ چې الله تعالیٰ به ورته هدايت نصيب کړي اؤ دَ ولی الله پهٔ مخالفت کښې به خپل عاقبت دَ خرابولو نه انشاء الله واپس شي۔

نوټ : دا ويب پاڼه جوړيګي لوستونکي دې دعا کوي چې الله تعاليٰ ېٔ زر سر ته ورسوي او دا دَ خپلې رضا ذريعه جوړه کړي