څلورم فصل
دَ حضورﷺ دَ نور مبارک څهٔ آثار چې دَ هغوی والد اؤ نیکهٔ کښې څرګند وو .
اول روایت: حافظ ابو سعید نیشاپوری دَ ابوبکر بن مریم نه اؤ هغه دَ سعید بن عمرو انصاری نه اؤ هغه دَ خپل پلار نه اؤ هغه دَ کعب احبار نه روایت کړے دے چې دَ رسول اللهﷺ نور چې عبد المطلب ته منتقل شو اؤ هغه ځوان شو نو یوه ورځ حطیم کښې وودهٔ وهٔ چې سترګې ېٔ وغړؤلې نو وېٔ لیدهٔ چې سترګو کښې رانجهٔ اچؤلی شوی دی اؤ سر کښې ېٔ تیل لګیدلی دی۔ اؤ ښائسته صفا جامې ېٔ اغوښتې دی۔ سخت حیران شو چې دا چا کړی دی۔ پلار دلاسه ونیوهٔ اؤ دَ قریشو کاهن ته ېٔ بوتلو۔ هغهٔ ورته ووېٔ چې داسې معلومیږی چې رَبِّ السمٰوٰت دهٔ ته دَ نکاح کؤلو حکم ورکړو۔ دهٔ ته اوس دَ وادهٔ انتظام وکړه۔ نو هغهٔ وړومبے قیله نومې جینۍ وادهٔ کړه۔ دَ هغې دَ وفات نه پس ېٔ بیا فاطمه پهٔ نکاح واخسته دَ هغې نه دَ حضورﷺ والد حضرت عبدالله پیدا شو۔
دَ حضرت عبد المطلب دَ بدن نه به دَ مشکو خوشبوئی تلله۔ اؤ دَ رسول اللهﷺ نور به ېٔ پهٔ تندی کښې ځلېدو۔ کله چې به پهٔ قریشو خشک سالی راغله۔ ډېره موده به باران ونهٔ شو نو هغوی به حضرت عبد المطلب صاحب جَبَلِ ثبیر ته بوتلو۔ دَ هغهٔ پهٔ واسطه به ېٔ الله نه دَ باران سوال وکړو۔ نو دَ نورِ محمدی پهٔ برکت به ورباندې باران وشو۔
دویٔم روایت: ابو نعیم اؤ خرائطی اؤ ابن عساکر دَ عطا اؤ هغهٔ دَ ابن عباسؓ نه روایت کړے دے کله چې عبد المطلب صاحب خپل ځوئے حضرت عبد الله صاحب دَ نکاح کؤلو پهٔ غرض (مدینې منورې ته) روان کړے وهٔ ۔ پهٔ لار کښې دَ یو کاهنې دېره وه۔ اؤ هغه یهودی شوے وه اؤ دَ تورات عالمه وه۔ فاطمه خثیمه نوم ېٔ وهٔ ۔ هغې چې دَ حضرت عبدالله پهٔ تندی کښې دَ حضورﷺ نور ولیدو۔ نو حضرت عبدالله ېٔ ځانته راؤبللو (چې ما پهٔ نکاح واخله) خو هغهٔ انکار وکړو۔ دا دَ مواهب روایت دے۔
دریٔم روایت: کله چې ابرهه پهٔ مکه مکرمه باندې دَ هاتهیانو دَ لښکر سره بیت الله شریف ورانؤلو دپاره حمله وکړه۔ نو حضرت عبدالمطلب صاحب دَ قریشو یو څو سرداران ځان سره کړل۔ جبلِ ثبیر ته وختو هغه وخت دَ حضورﷺ نور دَ عبدالمطلب صاحب پهٔ تندی کښې لکه دَ څوارلسمې دَ سپوږمۍ پهٔ شان داسې ځلېدو چې رڼا ېٔ پهٔ بیت الله پرېوته۔ عبدالمطلب صاحب ملګریو ته ووې چې راځیٔ چې ځو۔ دا نور چې داسې وځلېدو دَ دې مطلب دا دے چې مونږ به غالب شو۔
اؤ دَ عبد المطلب صاحب اوښان دَ ابرهه لښکر نیولی وو نو عبدالمطلب صاحب دَ هغې دَ را خلاصؤلو دپاره ابرهه ته ورغلو۔ نو کله چې دَ ابرهه نظر دَ هغوی دَ تندی پهٔ نور پرېوتو نو هیبت پرې واغلو۔ ژر دَ تخت نه واکوز شو۔ دَ عبدالمطلب صاحب ېٔ ډېر قدر اؤ عزت وکړو۔ اؤ ځان سره ېٔ پهٔ تخت کښېنؤلو۔ دَ حضورﷺ دَ نور مبارک دومره عظمت وهٔ۔ چې پهٔ بادشاهانو به هیبت راغلو۔ دا واقعه پهٔ تاریخ حبیب اِلٰه کښې لیکلے ده کوم چې مولانا عنایت احمد لیکلے ده۔
وَ مِنَ الرَّوۡضِ
دَ الروض النظیف اشعار دی
۱ ۔ مَا فِیۡہِ اِلَّا ھُمَامٌ قَدۡ سَمَا عِظَمًا اَوۡ سَیِّدٌ نَحۡوَ فِعۡلِ الۡخَیۡرِ مُبۡتَدِرُ
۲ ۔ حَتّٰی بَدَا مُشۡرِقًا مِّنۡ وَالِدَیۡہِ وَقَدۡ تَجَمَّلَتۡ بِحُلَاہُ الشَّمۡسُ الۡقَمَرٗ
۳ ۔ یَا رَبِّ صَلِّ وَ سَلِّمۡ دَائِمًا اَبَدًا عَلٰی حَبِیۡبِکَ مِنۡ زَانَتۡ بِہِ الۡعُصُرٗ
۱۔ دَ حضورﷺ پهٔ نسب کښې ټول لوی لوی سرداران وو چې پهٔ عظمت کښې ډېر وچت وو۔ اؤ داسې سرداران وو چې دَ خیر پهٔ کار کښې به یو بل نه مخکښې کېدل۔
۲۔ تر دې چې دَ هغوی نورانی بدن والدېنونه ظاهری دنیا ته راغلو۔ پهٔ داسې حال کښې چې نمر اؤ سپوږمۍ دَ هغوی پهٔ نور روښانه شو۔
۳۔ يا الله خپل خاص رحمت اؤ سلامتیا نازل کړې همېشه همېشه دپاره پهٔ خپل هغه حبیب چې ټولې زمانې پرې ښائسته شوی دی۔