پنځم فصل

پنځم فصل

(دَ حضورﷺ پهٔ هغه برکاتو کښې چې حضورﷺ دَ حمل پهٔ شکل کښې دَ مور پهٔ ګېډه کښې قرار ونیوهٔ)

اول روایت: پهٔ سیرت ابن هشام کښې دَ حضورﷺ دَ والدې حضرت آمنه بنت وهب نه روایت کړے دے چې کله دَ حضورﷺ حمل قرار ونیوهٔ۔ نو ماته پهٔ خوب کښې خوشخبری راکړې شوه چې تهٔ دَ دې اُمت پهٔ سردار حامله شوے ي۔ اؤ کله چې دې پیدا شی نو اول دا دعا وغواړه۔ اُعِیۡذُہٗ بِللۡوَاحِدِ مِنۡ شَرِّ کُلِّ حَاسِدٍ۔ (زهٔ دې دَ هر حاسد دَ شر نه دَ یو الله پهٔ پناه کښې ورکؤم) اؤ نوم ېٔ محمد کېږده۔

دویٔم روایت: پهٔ سیرت ابن هشام کښې دَ حضورﷺ والدې نه روایت دے چې هغې دَ حضورﷺ دَ حمل پهٔ حالت کښې راتلو پهٔ وخت کښې یوه داسې رڼا ولیده چې دَ بصرې ښار اؤ دَ شام محلونه ېٔ ولیدل۔

ف: دا نور لیدل دَ ولادت پهٔ وخت کښې نور لیدو نه علاوه دے (یعنی دَ استقرارِ حمل پهٔ وخت کښې ېٔ هم داسې نور لیدلے وهٔ۔ اؤ دَ ولادت پهٔ وخت کښې هم)

دریٔم روایت: پهٔ سیرت ابن هشام کښې دَ حضورﷺ دَ والدې صاحبې نه روایت دے۔ هغه فرمائی ما دَ هېچا حمل دَ حضورﷺ دَ حمل نه زیات سپک اؤ بې تکلیفه نهٔ دے لیدلې۔

ف: دې سره دَ مساوات نفی هم وشوه۔ (یعنی دَ دې برابر سپک هم نهٔ وهٔ) دَ سپک مطلب دا دے چې دروند والے ېٔ هم نهٔ محسوسېدو اؤ بې تکلیفه مطلب دا دے چې څنګه اکثر دَ حمل پهٔ ابتداء کښې زړهٔ خرابیږی الټۍ راځی اؤ خوراک نشی کؤلے۔ دَ حضورﷺ پهٔ حمل کښې دا تکلیف نهٔ وهٔ۔

اؤ دَ شمامې پهٔ ځنو روایاتو کښې دی چې داسې ثقالت راباندې راغلو۔ چې نورو ښځو سره مې دَ دې ذکر وکړو۔

(حضرت تهانویؒ فرمائی) دا ثقالت دَ هغوی دَ عظمت وهٔ ۔ لکه دَ وحې پهٔ حالت کښې چې به پهٔ حضورﷺ ثقالت راتلو۔ دې سره طبعی نشاط نهٔ ختمیږی۔ نو دواړو روایاتو کښې تعارض نشته بهرحال دا حمل دَ عامو حملونو پهٔ شان نهٔ وهٔ۔

وَ مِنَ الرَّوۡضِ

۱ ۔ ھٰذَا وَقَدۡ حَمَلَتۡ اُمُّ الۡحَبِیۡبِ بِہٖ وَلَیۡسَ فِیۡ حَمۡلِھَا کَرۡبٌ وَّلَا ضَرَرٗ

۲ ۔ یَا رَبِّ صَلِّ وَ سَلِّمۡ دَائِمًا اَبَدًا عَلٰی حَبِیۡبِکَ مِنۡ زَانَتۡ بِہِ الۡعُصُرٗ

۱۔ دا حالات وو چې دَ حضورﷺ والده پهٔ هغوی باندې حامله شوه۔ پهٔ دې حمل کښې هېڅ درد اؤ تکلیف نهٔ وهٔ۔

۲۔ یا الله تهٔ خپل خاص رحمت اؤ سلامتیا نازل کړې۔ پهٔ خپل هغې حبیب چې ټولې زمانې پرې روښانه شوی دی۔