خانقاه رحمکاریه امدادیه

تر سرپرستۍ لاندې

حضرت شیخ سید شبیر احمد کاکاخیل صاحب

دامت برکاتهم

حدیث جبرائیل علیه السلام

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَارِزًا يَوْمًا لِلنَّاسِ، فَأَتَاهُ رَجُلٌ فَقَالَ: مَا الْإِيمَانُ؟ قَالَ: الْإِيمَانُ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَبِلِقَائِهِ وَرُسُلِهِ، وَتُؤْمِنَ بِالْبَعْثِ. قَالَ: مَا الْإِسْلَامُ؟ قَالَ: الْإِسْلَامُ أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ وَلَا تُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤَدِّيَ الزَّكَاةَ الْمَفْرُوضَةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ. قَالَ: مَا الْإِحْسَانُ؟ قَالَ: أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ.

(صحیح بخاری)

حضرت ابوهریرة رضی الله تعالیٰ عنه فرمائي چې یوه ورځ نبي کریم ﷺ دَ خلقو مخامخ ناست وو. ناګهانه دَ حضور ﷺ مخې ته یو سړی راغے او هغهٔ (دَ نبي ﷺ نه) تپوس وکړو چې ایمان څهٔ څیز دے؟ حضور ﷺ وفرمائیل: ایمان دا دے چې تهٔ پهٔ الله باندې او دَ هغهٔ پهٔ فرښتو باندې او دَ هغهٔ پهٔ کتابونو باندې او (پهٔ اخرت کښې) الله سره ملاویدو باندې او دَ الله پهٔ پیغمبرانو باندې ایمان راوړې او دَ قیامت یقین وکړې. (بیا) هغې کس ووې اسلام څهٔ څیز دے؟ نبي ﷺ وفرمائیل: اسلام دا دے چې تهٔ دَ الله عبادت کوې او هغهٔ سره شرک ونهٔ کړې او مونځ کوې او فرض زکاة ورکوې او دَ رمضان دَ میاشتې روژې نیسې. دې کس تپوس وکړو احسان څهٔ څیز دے؟ حضور ﷺ وفرمائیل: تهٔ دَ الله تعالیٰ عبادت (داسې خشوع او خضوع سره) وکړې لکه چې تهٔ هغه وینې، او که (دا حالت) نهٔ (وي حاصل) چې تهٔ هغه وینې نو خیال وکړه چې هغه تا وینې.

الإيمان

ایمان څهٔ دې؟

دَ دې پهٔ جواب کښې دَ عقیدو څانګه پهٔ وجود کښې راغله.

عقائد
الإسلام

اسلام څهٔ دے؟

دَ دې پهٔ جواب کښې دَ فقهې څانګه پهٔ وجود کښې راغله.

فقه
الإحسان

احسان څهٔ دې؟

دَ دې پهٔ جواب کښې دَ تصوف څانګه پهٔ وجود کښې راغله.

تصوف

پس تزکیې (دَ ظاهر او باطن پاکۍ) دپاره سوچه عقیدې، ښهٔ اعمال، پاک زړهٔ او منونکے نفس ضروري دے. پهٔ دې وجه پهٔ دې دریو واړو څانګو پوهیدل ضروري دي. دې مقصد دپاره دَ دې ویب پاڼې خدمتونه حاضر دي. دَ دې دپاره دَ خپلې خوښې څانګه خپله کړئ.