دریم فصل

دریٔم فصل

(دَ حضورﷺ دَ نسبی شرافت پهٔ بیان کښې)

اول روایت: مشکوة کښې دَ ترمذی نه دَ حضرت عباسؓ روایت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې زهٔ محمدﷺ یم دَ عبد الله ځوئے اؤ دَ عبدالمطلب نمسے۔ الله تعالیٰ چې څومره مخلوق پیدا کړے دے۔ پهٔ هغې ټولو کښې ېٔ زهٔ پهٔ ښهٔ مخلوق کښې پیدا کړم۔ یعنی بنیادمو کښې دَ بنیادمو هم بیا دوه ډلې دی۔ عرب اؤ عجم۔ زهٔ ېٔ پهٔ ښهٔ ډله عربو کښې پیدا کړم۔ بیا پهٔ عربو کښې هم ډېرې قبیلې دی۔ زهٔ ېٔ پهٔ ښهٔ قبیله قریشو کښې پیدا کړم۔ پهٔ قریشو کښې ډېر خاندانونه دی۔ زهٔ ېٔ پهٔ ښهٔ خاندان بنی هاشمو کښې پیدا کړم۔ نو زهٔ ذاتی طور هم ټولو نه ښهٔ یم اؤ خاندان مې هم ټولو نه ښهٔ دے۔

دویٔم روایت: پهٔ مواهب کښې دَ طبرانی ، ابو نعیم اؤ ابن عساکر نه دَ حضرت علیؓ روایت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی۔ زهٔ دَ نکاح نه پیدا شوے یم سفاح یعنی بدکاریٔ نه نهٔ یم پیدا شوے دَ آدمؑ نه زما تر والدینو پورې دَ سفاح داغ پهٔ ما نهٔ دے لګېدلے یعنی دَ جاهلیت پهٔ زمانه کښې چې به کومه بې احتیاطی کېده دَ آدمؑ زمانې نه زما تر والدینو زما نسب دَ دې داغ نه پاک دے۔

دریٔم روایت: ابو نعیم دَ حضرت عباسؓ نه روایت کړے دے مرفوعًا چې حضورﷺ فرمائیلی دی چې زما پهٔ نسب کښې هېچرې یو سړے اؤ ښځه دَ سفاح پهٔ طریقه نهٔ دی یوځائې شوی۔ دَ دې مطلب دا دے چې دَ حضورﷺ څهٔ تعلق ورسره نهٔ وی هم۔ اؤ حمل ترې شوی وی که نه دَ حضورﷺ دَ نسب نر و ښځو هېچرې غلط کار نهٔ دے کړے۔ ټول همېشه راسې پاک صاف راغلی دی۔ الله تعالیٰ زهٔ دَ پاکو اصلابو نه پاکو رحمتونو ته منتقل کړے یم همېشه۔ اؤ چې کله دَ بنیادمو دوه شاخونه شوی دی۔ لکه عرب و عجم۔ قریش اؤ غیر قریش وغېره زهٔ ېٔ همېشه پهٔ بهترین شاخ کښې راغلے یم۔ (دا روایت دَ مواهب دے)

څلورم روایت: ابو نعیم پهٔ دلائل کښې دَ حضرت عائشېؓ نه روایت کړے دے۔ چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې جبرئیلؑ وئیلی دی چې زهٔ پهٔ مشرق و مغرب و شمال و جنوب ( یعنی ټوله دنیا کښې وګرځېدم۔ دَ محمدﷺ نه بهتر انسان اؤ دَ قریشو نه بهتره قبیله اؤ دَ بنی هاشمو نه بهتر خاندان مې ونهٔ لیدو۔ (دا دَ مواهب روایت دے) پهٔ دې شعر کښې ګویا دَ دې حدیث شریف ترجمه شوے ده۔

ع ۔ آفاقھا گریدہ ام مھر تبان ورزیدہ ام بسیار خوبان دیدہ ام لیکن تو چیزے دیگری

( پهٔ ملکونو ګرځیدلے یم دَ محبوبانو نازو اداء مې لیدلی دی۔ ډېر ښائسته مې لیدلی دی خو تهٔ بیل شے ي دَ تا پهٔ شان هېڅ څوک نشته)

پنځم روایت: پهٔ مشکوة کښې دَ مسلم نه واثله بن اسقع روایت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی فرمائیل ېٔ الله تعالیٰ دَ اسماعیلؑ پهٔ اولاد کښې کنانه غوره کړو دَ کنانه پهٔ اولاد کښې قریش اؤ پهٔ قریش کښې ېٔ بنی هاشم غوره کړهٔ۔ اؤ پهٔ بنی هاشمو کښې ېٔ زهٔ غوره کړم پهٔ ترمذی کښې دا هم دی۔ دَ ابراهیمؑ پهٔ اولاد کښې ېٔ اسماعیلؑ غوره کړو۔ (ورپسې نور هم دَ مخکښې روایت پهٔ شان دے)

مِنَ الرَّوۡضِ

دَ روض النظیف اشعار دی

۱ ۔ اَکۡرِمۡ بِہٖ نَسَبًا طَابَتۡ عَنَاصِرُہٗ اَصۡلًا وَّ فَرۡعًا وَّ قَدۡ سَادَتۡ بِہِ الۡبَشَرٗ

۲ ۔ مُطَھَّرٌ مِّنۡ سَفَاحِ الۡجَاھِلِیَّتِہ لَا یَشُوۡبُہٗ قَطٌّ لَا نَقۡصٌ وَّلَا کَدَرٗ

۳ ۔ یَا رَبِّ صَلِّ وَ سَلِّمۡ دَائِمًا اَبَدَاً عَلٰی حَبِیۡبِکَ خیۡرِ الۡخَلۡقِ کُلِّھِمٖ

۱۔ څهٔ عجیبه عزت واله نسب ېٔ دے چې ټول مواد ېٔ پاکیزه دی۔ دَ اصل نه هم اؤ دَ فرع نه هم۔ ټولو بنیادمو ته دَ دوی پهٔ برکت عزت حاصل شو۔

۲۔ پاک دے دَ جاهلیت دَ بدکاریٔ دَ داغ نه ۔ پهٔ نسب کښې ېٔ هېڅ قسم نقصان اؤ خیرې نهٔ دے ګډ شوے۔

۳۔ یا الله خپل خاص رحمت اؤ سلامتیا نازل کړې همېشه همېشه دپاره پهٔ خپل حبیب چې ټولو خلقو کښې ټولو نه بهتر دے۔