شپږم فصل

شپږم فصل

(دَ ولادت شریف دَ وخت څهٔ حالات اؤ واقعات)

اول روایت: پهٔ مواهب کښې محمد بن سعدؒ دَ عطاؒ اؤ ابن عباسؓ نه اؤ نورو ګڼو کسانو نه روایت کوی چې دَ حضورﷺ والدې صاحبې فرمائیلی دی کله چې حضورﷺ زما دَ بدن نه جدا شو نو دې جُدا کېدو سره داسې رڼا شوه چې مشرق نه تر مغربه ټول ملک روښانه شو۔ حضورﷺ چې زمکې ته راغلو نو دواړه لاسونه ېٔ ولګؤل یو موټې خاورې ېٔ را واخستے اؤ سر ېٔ آسمان طرف ته اوچت کړو۔

ف: دَ دې رڼا ذکر پهٔ بل حدیث شریف کښې داسې دے چې پهٔ دې رڼا کښې ما دَ شام محلونه ولیدل۔ حضورﷺ دَ دې واقعې متعلق خپله فرمائیلی دی۔ وَ رُؤۡیَا اُمِّیَ الَّتِیۡ رَأَتۡ (زهٔ دَ خپلې والدې هغه نور یم چې هغې لیدلے وهٔ ۔ ) اؤ دَ دې سره ېٔ دا هم فرمائیلی دی۔ وَکَذٰلِکَ اُمَّھَاتُ الۡاَنۡبِیٰاءِ یُرِیۡنَ (هم دغه شان دَ پېغمبرانو میاندې نُور وینی) دا روایت احمد اؤ طبرانی اؤ بزاز اؤ حاکم اؤ بیهقی اؤ عرباض بن ساریهؓ پهٔ روایت بیان کړے دے۔ حافظ ابن حجر لیکلی دی چې ابن حیان اؤ حاکم دې روایت ته صحیح وئیلی دی۔

دویٔم روایت: عثمان بن ابی العاص دَ خپلې مور اُمّ عثمان ثقفیه نه روایت کوی ۔ دَ هغې نوم فاطمه بنت عبد الله وهٔ ۔ هغه وائی چې زما مور وئیلی دی چې دَ حضورﷺ دَ ولادت پهٔ وخت کښې ما خانه کعبه ولیدو چې دَ نُور نه ډکه شوه۔ اؤ ستوری مې ولیدهٔ چې زمکې ته داسې نژدے ښکارېدل چې ما وئیل پهٔ ما راپرېوځی۔ دا بیهقی روایت کړے دے۔

دریٔم روایت: ابو نعیم دَ عبد الرحمٰن بن عوفؓ نه روایت کوی اؤ هغه دَ خپلې مور شفا نه روایت کوی هغه وائی کله چې حضورﷺ دنیا ته تشریف راؤړو۔ نو زما پهٔ لاسونو کښې راغلو۔ اؤ دَ وړو دَ عام عادت موافق ېٔ دَ خلې نه آواز ووتو۔ نو ما یو آواز واؤرېدو۔ ووئیلی شو رَحَمِکَ اللہ (پهٔ تا دې دَ الله رحمت وی) شفا وائی چې دَ هغوی دَ پیدائش سره دَ مشرق نه تر مغربه ملک داسې روښانه شو چې ما دَ روم محلونه ولیدل بیا ما پئی ورکړل (یعنی خپل نه بلکې دَ بی بی آمنې سینې ته مې واچؤلو۔ ځکه چې دَ حضورﷺ دَ پیو میاندو کښې دَ شفؔا نوم چا نهٔ دے لیکلے۔ بیا مې ودهٔ کړو۔ چې لږ ساعت تېر شو پهٔ ما ډېر هیبت راغلو اؤ پهٔ سترګو مې داسې تیارهٔ شوه چې هېڅ مې نهٔ لیدل۔ حضورﷺ مې هم نهٔ لیدو۔ بیا مې آواز واورېدو۔ ووئیلی شو۔ هغه ېٔ چرته بوتلو۔ ځواب ورکړے شو مشرق طرف ته ۔ هغه وائی دَ دې واقعې هیبت زما پهٔ زړهٔ تر هغې وهٔ چې حضورﷺ ته رسالت ورکړې شو۔ نو زهٔ پهٔ اول اسلام قبلوونکیو کښې شوم۔

څلورم روایت: دَ حضورﷺ دَ ولادت پهٔ عجائباتو کښې دا هم وئیلی شوی دی چې دَ کسرٰی پهٔ محل زلزله راغله څوارلس کنګرے ېٔ پرېوتې۔ اؤ دَ طبریه بحریه وچه شوه اؤ دَ فارس آتشکده چې زر کالو راسې پکښې اور بلېدو یکدم سړه شوه اور ېٔ مړ شو۔ دا بیهقی اؤ ابو نعیم اؤ خوائطی اؤ ابن عساکر رویت کړے دے۔ (مواهب)

ف: دا واقعات اشاره کوی دَ فارس اؤ شام دَ بادشاهیو زوال ته۔ اللهُ اعلم

پنځم روایت: فتح الباری دَ سیرت واقدی نه نقل کړے دے چې حضورﷺ دَ ولادت پهٔ ابتداء کښې خبرې کړے وې (مواهب) مخکښې ېٔ دَ حضورﷺ دَ ولادت متعلق دَ اهلِ کتابو خبرونه نقل کړی دی۔ اؤ دَ کاهنانو اؤ نجومیانو خبرونه مې پهٔ دې وجه ترک کړهٔ۔ چې دَ دې دواړو پهٔ شریعت کښې څهٔ اعتبار نشته۔ اؤ دَ سابقه کتابونو (تورات اؤ انجیل) خبرونه فی نفسه معتبر دی کهٔ تحریف پکښې نهٔ وی شوے۔

شپږم روایت: بیهقی اؤ ابو نعیم دَ حضرت حسان ابن ثابتؓ نه روایت کوی هغه وائی چې زهٔ دَ ووهٔ(۷) یا اتو(۸) کالو ووم پهٔ لیدلی اؤ اوریدلی خبره ښهٔ پوهېدم۔ یوه ورځ سحر وختی یو یهودی چغې وهلې اے یهودیانو راجمع شیٔ ۔ چې خلق راجمع شو ۔ ورته ېٔ ووېٔ پهٔ تا څهٔ وشو چې چغې وهې هغهٔ ورته ووې چې هغه ستورے دَ کوم ښکاره کېدو پهٔ وخت چې پهٔ احمدﷺ پیدا کېدو۔ هغه ستورې بیګاه ښکاره شوے دے (موهب) اؤ پهٔ سیرت ابن هشام کښې دَ محمد بن اسحاق صاحبِ اکسیر نه روایت دے هغه وائی چې ما دَ سعید بن عبد الرحمٰن بن حسان بن ثابتؓ نه تپوس وکړو چې رسول اللهﷺ چې مدینې منورې ته تشریف راړو نو دَ حسان بن ثابتؓ عمر څومره وهٔ هغه ووېٔ شپیتهٔ (۶۰) کاله ۔ پهٔ دې وخت کښې دَ حضورﷺ عمر دری پنځوس(۵۳) کاله وهٔ ۔ پهٔ دې حساب دَ حضورﷺ دَ ولادت پهٔ وخت دَ هغهٔ عمر ووهٔ کاله وهٔ۔ چې دَ یهودی دا خبره ېٔ واؤرېده۔

وؤم روایت: دَ حضرت عائشېؓ نه روایت دے۔ چې یو یهودی مکې ته راغلے وهٔ۔ پهٔ کومه شپه چې دَ حضورﷺ ولادت وشو۔ هغهٔ ووېٔ اے قریشو پهٔ تاسو کښې بېګاه دَ چا بچې پیدا شوے دے؟ هغوی ورته ووېٔ مونږ نهٔ یو خبر۔ هغهٔ ورته ووېٔ تپوس وکړیٔ بیګاه دَ دې امت نبی پیدا شوے دے۔ دَ هغهٔ دَ دواړو ولو ترمینځه یوه نخښه ده۔ (دَ دې نوم مهرِ نبوت دے) قریشو تحقیق وکړو۔ نو پته ولګېده چې نن دَ عبدالله بن عبدالمطلب کره بچے پیدا شوے دے۔ هغه یهودی دَ عبدالله کورته ورغلو نو خلقو ورته هغه بچے راواستو۔ یهودی چې ېٔ مهر نبوت ولیدو نو بې هوشه پرېوتو۔ اؤ وېٔ وئیل دَ بنی اسرائیلو نه نبوت رخصت شو۔ اے قریشو واورئ والله دا بچې به پهٔ تاسو غلبه مومی۔ اؤ داسې شهرت به حاصلوی چې دَ مشرق نه تر مغربه به ېٔ شهرت وشی۔ فتح الباری کښې لیکلی دی چې دا روایت یعقوب بن سفیان کړے دے۔ اسناد ېٔ حسن دے (مواهب)

مِنَ الۡقَصِیۡدَہَ

دَ قصیدهٔ برده اشعار دی

۱ ۔ اَبَانَ مَوۡلِدُہٗ عَنۡ طَیۡبِ عُنۡصُرِہٖ یَا طَیۡبَ مُبۡتَدَءٍ مِّنۡہُ وَ مُخۡتَتَمٖ

۲ ۔ یَوۡمًا تَفَرَّسَ فِیۡہِ الۡفُرۡسُ اَنَّہُمۡ قَدۡاُنۡذِرُوۡا بِخُلُوۡلِ الۡبُؤۡسِ وَالنِّقَمٖ

۳ ۔ وَ بَاتَ اَیۡوَانُ کِسۡریٰ وَ ہُوَ مُنۡصَدِعٌ کَشَمْلِ اَصۡحَابِ کِسۡریٰ غَیۡرَ مُلۡتَئِمٖ

۴ ۔ وَ النَّارُ خَامِدَۃُ الۡاَنۡفَاسِ مِنۡ اَسَفٍ عَلَیۡہِ وَ النَّہۡرُ سَاہِیَ الۡعَیۡنِ مِنۡ سَدَمٖ

۵ ۔ وَ سَاعَ سَاوَۃُ اَنۡ غَاضَتۡ بُحَیۡرَ تُہٰا وَ رُدَّ وَارِدُہَا بِالۡغَیۡظِ حِیۡنَ ظُمٖی

۶ ۔ کَاَنَّ بِالنَّارِ مَا بِالۡمَآءِ مِنۡ بَلَلٍ حُزۡنًا وَّ بِالۡمَآءِ مَا بِالنَّارِ مِنۡ ضَرَمٖ

۷ ۔ وَالۡجِنُّ تَہۡتِفُ وَالۡاَنۡوَارُ سَاطِعَۃٌ وَالۡحَقُّ یَظۡہَرُ مِنۡ مَّعۡنًی وَّ مِنۡ کَلِمٖ

۸ ۔ عَمُوۡا وَ صَمُّوۡا فَاعِلَانُ الۡبَشَائِرِ لَمۡ تُسۡمَعۡ وَ بَارِقَۃُ الۡاِنۡذَارِ لَمۡ تُشَمٖ

۹ ۔ مِنۡ بِعۡدِ مَا اَخۡبَرَ الۡاَقۡوَامَ کَاہِنُہُمۡ بِاَنَّ دِیۡنَہُمُ الۡمُعۡوَجَّ لَمۡ یَقُمٖ

۱۰ ۔ وَ بَعۡدَ مَا عَایَنُوۡا فِی الۡاُفۡقِ مِنۡ شُہُبٍ مُنۡقَضَّۃٍ وَّ فۡقَ مَا فِی الۡاَرۡضِ مِنۡ صَنَمٖ

۱۱۔ یَا رَبِّ صَلِّ وَ سَلِّمۡ دَائِمًا اَبَدًا عَلٰی حَبِیۡبِکَ خَیۡرِ الۡخَلۡقِ کُلِّہِمٖ

۱۔ دَ حضورﷺ دَ ولادت زمانې دَ عجیبه واقعاتو دَ ظهور پهٔ وجه خپل لطافت اؤ دَ خپل اصل مبارک پاکی اؤ لوړوالې څرګند کړو۔

اے خلقو راشیٔ دا بهترینه ابتداء اؤ دا بهترینه خاتمه وګوریٔ۔

۲۔ دا مبارکه ورځ هغه ورځ ده چې اهلِ فارس پهٔ خپله پوهه معلومه کړه ۔ چې هغوی باندې دَ ویرې اؤ دَ بادشاهیٔ دَ تباهیٔ اؤ دَ مصیبتونو وخت راغلو۔

۳۔ اؤ دَ کسریٰ پهٔ ایوان زلزله راغله مات ګوډ شو۔ لکه دَ کسریٰ لښکر چې ګډ وډ شکست وخوړو بیا راجمع نهٔ شو۔

۴۔ اؤ دَ فارس آتشکده (چې زر کاله راسې پکښې اور بلېدو) یخه شوه۔ دَ افسوس پهٔ وجه اؤ دَ فرات نهر دَ حیرانتیا پهٔ وجه خپل بهېدل پرېښو۔

۵۔ اؤ دَ سؔاوه خلق دې خبرې خفه کړهٔ چې دَ هغوی سمندر اوچ شو۔ خلق ترې تږی را واپس شو پهٔ غصه کښې۔

۶۔ ګویا دَ اور پهٔ لوندوالی کښې هغه حالت شو کوم چې دَ اوبو وی۔ اؤ پهٔ تاؤ اؤ ګرمیٔ کښې دَ اوبو هغه حالت شو کوم چې دَ اور وی۔ یعنی آتشکده یخه شوه اؤ سمندر وچ شو۔

۷۔ اؤ پیریانو دَ حضورﷺ دَ ظهور اعلان کؤلو۔ اؤ دَ حضورﷺ انوار څرګندېدل۔

۸۔ اؤ حق ظاهر شو پهٔ پټو خبرو هم (لکه انوار) اؤ پهٔ څرګندو خبرو هم۔ لکه دَ هاتف آواز۔

مشرکان ړاندهٔ کاڼه شو نو دَ خوشخبریٔ اعلان ېٔ وانهٔ ورېدو۔ اؤ دا انذار پړقا ېٔ ونهٔ لیده۔

۹۔ سره دَ دې چې کاهنانو خپل قوم ته خبر ورکړے وهٔ چې ستاسو کوږ دین نور نهٔ شی پاتې کېدے۔

۱۰۔ اؤ پس دَ دې نه چې دویٔ ولیدو چې آسمان دَ شهابِ ثاقب ټوټې داسې راغورزیږی لکه پهٔ زمکه چې به دَ دویٔ بتان ټوټې کیږی۔

۱۱۔ یا الله خپل خاص رحمت اؤ سلامتیا همېشه همېشه دپاره پهٔ خپل حبیب نازل کړې۔ چې پهٔ ټول مخلوق کښې ټولو نه بهتر دے۔