وؤم فصل
دَ ولادت شریف ورځ ، میاشت ، سن ، وخت اؤ مکان
پهٔ ورځ دَ ټولو اتفاق دے چې دَ ګل (پیر) ورځ وه ۔ پهٔ تاریخ کښې اختلاف دے چا اتم (۸) لیکلے دے اؤ چا دولسم(۱۲) (کذا فی الشمامه) پهٔ میاشت دَ ټولو اتفاق دے چې دَ ربیع الاول میاشت وه۔ پهٔ سنه هم دَ ټولو اتفاق دے۔ چې عام الفیل وهٔ ۔ یعنی پهٔ کوم کال چې ابرهه دَ هاتهیانو دَ فوج سره پهٔ مکه مکرمه حمله کړے وه۔ پهٔ قول دَ علامه سهیلی دَ دې واقعې نه پنځوس ورځې پس اؤ پهٔ قول دَ میاطی پنځهٔ پنځوس ورځې پس ولادت مبارک شوے وهٔ۔ (کذا فی الشمامه)
وخت: چا دَ ګل شپه لیکلې ده اؤ چا دَ ګل ورځ۔ اؤ چا دَ طلوع فجر وخت لیکلې دے۔ (کذا فی الشمامه)
مکان: چا مکه مکرمه لیکې (ف۱ ) دے۔ چا شعبِ ابی طالب اؤ چا ردم (ف۲) اؤ چا عسفان لیکلې دے (کذا فی الشمامه)
ف۱: وړومبے قول یعنی مکه مکرمه مشهور دے۔ اؤ نور اقوال ضعیف دی یا ېٔ مناسب تاویل کېدے شی۔
ف۲: دا مکې مکرمې سره یو ځائې دے۔ (کذا فی القاموس)
مِنَ الرَّوۡضِ
دا دَ الروض النظیف شعر دے
وَ کَانَ مَوۡلَدُہٗ اَیۡضًا وَ نَقۡلَتُہٗ لِیَوۡمِ الۡاِثۡنَیۡنِ ہٰذَا لۡاَمۡرُ مُعۡتَبَرٌ
دَ هغوی پیدائش اؤ وفات دواړه دَ ګل پهٔ ورځ وو۔ دا خبره صحیح ده۔