سریزه
له
مُصنّف رحمة الله علیه
بِسۡمِ اللہِ الرَّحۡمٰنِ الرَّحِیۡمؕ
اَلۡحَمۡدُ لِلہِ رَبِّ الۡعٰالَمِیۡنَ الَّذِیۡ مَّنَّ عَلَی الۡمُؤۡمِنِیۡنَ اِذۡ بَعَثَ فِیۡھِمۡ رَسُوۡلًا مِّنۡ اَنۡفُسِھِمۡ یَتۡلُوۡا عَلَیۡھِمۡ آیٰا تِہٖ وَ یُزَکِّیۡھِمۡ وَ یُعَلِّمُھُمُ الۡکِتَابَ وَالۡحِکۡمَۃَ وَ اِنۡ کَانُوۡا مِنۡ قَبۡلُ لَفِیۡ ضَلَالٍ مُّبِیۡنٍ
امابعد دا دَ بخښونکی الله دَ رحمت وږې اؤ دَ سیّد الابرار صَلّی الله علیه وسلم دَ شفاعت تږې ، دَ نبی مختار دَ عاشقانو اؤ دَ الله پهٔ محبوب میٔنو پهٔ خدمت کښې عرض کوی چې څهٔ مودې راسې دَ ډېرو دوستانو فرمائش وهٔ چې دَ حضورﷺ څهٔ حالات دَ نبوت نه مخکښې اؤ نبوت نه پس دَ صحیح روایاتو نه ولیکلی شی۔ چې کهٔ څوک دَ رسول اللهﷺ دَ سنت تابعدر چې دَ بدعت پهٔ لاره نهٔ ځی دَ مینې زیاتؤلو دپاره دَ ذکر مبارک سره شوق اؤ مینه لری۔ نو هغه دا مجموعه پهٔ اطمعنان ولوستلې شی۔
بیا اتفاقًا پهٔ مخه دَ یو څو دیندارو دوستانو خطونه هم پهٔ دې طلب کښې راغلهٔ۔ پهٔ هغې ټولو خطونو کښې دا غوښتنه شوے وه چې دَ دې ذکر مبارک نه دَ برکتونو حاصلؤلو دپاره چې دې احقر څهٔ شرائط پهٔ ځنو رسالو کښې لیکلی دی ۔ دا حالات پهٔ هغه طریقه ولوستې شی مثلًا دَ جمعې پهٔ ورځ چې څهٔ نمونځ ګوزار راجمعه شی دا حالات ورته واورؤلې شی۔ یا یو کور کښې ښځې راجمعه شوی وی۔ هغوی ته واورؤلې شی۔ دغه شان دَ نورو شرائطو لحاظ هم وساتلې شی داسې موقعو دپاره یو رساله ولیکلې شی۔
دَ دې تصریح نه پس پهٔ دې امید چې دا مجموعه به دَ سنّت دَ رعایت پهٔ طریقه دَ محبت زیاتؤلو یوه ذریعه شی دا مناسب معلومه شوه چې داسې یو رساله لیکل پکار دی۔
بیا پهٔ دې خطونو کښې یو خواهش دا هم ظاهر شوے وهٔ چې ځائې پهٔ ځائې پکښې مناسب وعظ اؤ نصیحت هم زیات شی پهٔ دې طریقه به ترې دَ فائدې نور امید هم پیدا شی۔ دَ دې دواړو مصلحتونو سره سره یوه وجه ېٔ دا هم شوه چې نن صبا دَ ظاهری فتنو لکه طاعون ، زلزلې ، ګرانیٔ اؤ نور مختلفو حوادثو دَ وجهې نه اؤ دَ باطنی فتنو لکه بدعات اؤ الحاد اؤ فسق و فجور پهٔ وجه خلق ډېر پرېشان دی۔ دَ داسې فتنو اؤ آفتونو پهٔ ورځو کښې دَ اُمت عالمان همېشه دَ رسول کریمﷺ دَ روایاتو تالیف اؤ تلاوت اؤ دَ معجزاتو اؤ مدحیه نظمونو اؤ صلوة و سلام کثرت ځانته وسیله کوی۔ چنانچې دَ بخاری شریف ختم اؤ دَ حصن حصین تالیف اؤ دَ قصیدې دَ تفنیف وجه مشهوره ده۔ زما پهٔ زړهٔ کښې هم دا خیال راغلو چې دې رساله کښې به دَ حضورﷺ حالات هم وی۔ ځائې پهٔ ځائې به پکښې درود شریف هم وی۔ لوستونکی اؤ اورېدونکی به ېٔ کثرت سره وائی اؤ اوری۔ نو څهٔ عجیبه به نهٔ وی کهٔ الله تعالیٰ دَ دې پهٔ برکت مونږ دَ دې پرېشانو نه خلاص کړی۔ پهٔ دې وجه زهٔ نن صبا دَ درود شریف کثرت ته پهٔ نورو اورادو اؤ وظائفو ترجیح ورکؤم۔ اؤ پهٔ دواړو جهانو کښې دَ کامیابیٔ ذریعه ېٔ ګڼم۔ اؤ دَ دې متعلق یو عظیم علم چې تر اوسه پټ وهٔ اوس راته ذوقی طور ظاهر شوے دے۔ اَلۡحَمۡدُ لِلہِ عَلٰی ذَالِکَ ۔
ف: پهٔ دې رساله کښې چې کوم حالات بیانیږی۔ دَ هغې پهٔ وجه به معرفت اؤ دَ معرفت پهٔ وجه محبت اؤ دَ محبت پهٔ وجه پهٔ قیامت کښې دَ شفاعت اؤ معیت غوندې غټو مقصدونو دَ حاصلېدو امید کېدے شی۔ غرض دا چې دَ دې رسالې نه دَ هر قسم فائدو توقع کېدے شی۔
ف: دَ دې کتاب پهٔ آخر کښې دَ درود شریف فضائل لیکلی شوی دی۔ هغې کښې دَ دې پټ عظیم علم بیان هم شوے دے۔ پهٔ دې وجوهاتو مې دَ الله پهٔ نوم نن چې دَ ګل ورځ اؤ دَ ربیع الاول اوله عشره ده دَ دې رسالې پهٔ لیکلو شروع وکړه ۔ الله تعالیٰ دې پهٔ خیر سر ته ورسوی۔ اؤ مقبول اؤ مفید اؤ دَ نجات ذریعه دې کړی۔ آمین
ف: ما هم دَ ګل پهٔ ورځ دَ ربیع الاول ۱۴۱۰ھ پهٔ وړومبنیٔ عشره کښې د، الله تعالیٰ پهٔ نوم دَ دې کتاب دَ پښتو ترجمه شروع کړه۔ (تسنیم)
دا رساله دَ مضامینو دَ ضرورت مناسب پهٔ یو مقدمه یو څلوېښت (۴۱) فصلونو اؤ یو خاتمه تقسیم شوی ده۔
پهٔ مقدمه کښې دَ دې رسالې دَ لیکلو طرز اؤ دَ کومو کتابونو نه چې دَ دې مضامین اخستے شوی دی۔ دَ هغې کتابونو نومونه دی پهٔ فصلونو کښې مختلف مضامین اؤ پهٔ خاتمه کښې دَ دې مضامینو متعلق ضروری خبرې دی۔ وَ بِاللہِ التَّوۡفِیۡقُ وَ ھُوَ نِعۡمَ الۡمَوۡلٰی وَ نِعۡمَ الرَّفِیۡقُ۔
مقدمه کښې درے مضامین دی:
اول مضمون: دَ دې رسالې دَ لیکلو پهٔ وخت کښې دا کتانونه زما پهٔ نظر کښې وو۔ (۱) مشکوة شریف ، (۲) صحاحِ سته اؤ (۳) شمائل ترمذی۔ (۴) مَوَاھِبِ لَدُنِیَه ، (۵) زاد المعاد دَ ابن قیم ، (۶) سیرة ابن هشام الشمامة العنبریه ، (۷) فی مولد خیر البریه کوم چې مولوی صدیق حسن خان صاحب قنوجی دَ امام شیخ شبلنجیؒ دَ کتاب نور الابصار اختصار کړے دے۔ (۸) تاریخ حبیب الٰهه ، (۹) قصیده برده ، (۱۰) الروض النظیف دا دواړه پهٔ نظم کښې دی۔
دویٔم مضمون: مخکښې لیکلی شوی دی چې پهٔ فرمائشی خطونو کښې یو خط کښې دا فرمائش هم وهٔ چې ځائې په ځائې پکښې وعظ نصیحت هم ولیکلی شی۔ اؤ یو کس دا فرمائش هم کړے وهٔ چې ځائې پهٔ ځائې پکښې مناسب لطائف اؤ نکات هم ولیکلی شی۔ اؤ دَ سیرت اؤ حالاتو خواهش خو دَ ټولو مشترک وهٔ ۔ پهٔ دې وجه ما اول دا خیال کړے وهٔ چې دا رساله به پهٔ درے بابونو تقسیم کړم ۔ اول باب کښې به سیرت اؤ حالات وی۔ اؤ دَ دې نوم به باب الاخبار وی۔ دویم باب کښې به وعظ نصیحت وی۔ اؤ دَ دې نوم به باب الانوار وی۔ اؤ دریم باب کښې به علمی نکات اؤ لطائف وی۔ اؤ نوم به ېٔ باب الاسرار وی۔ چې کهٔ چرې وخت کم وی اؤ مجمع داسې وی چې دَ هغوی صرف دَ حالاتو اورېدو شوق وی اؤ دا ورته زیات مفید ښکاری نو صرف باب الاخبار به اؤرؤلے شی۔ اؤ کهٔ چرته دَ وعظ و نصیحت زیات ضرورت وهٔ نو صرف باب الانوار به واؤرؤلے شی۔ اؤ کهٔ چرته دَ عالمانو اجتماع وه نو صرف باب الاسرار به واؤرولے شی۔
لېکن خپله دَ روایاتو اؤ اخبارو حصه زما دَ اندازې نه زیاته شوه نو کهٔ نور دوه بابونه مې هم دغه شان لیکلے نو کتاب به ډېر غټ شوے وهٔ۔ نو عامو خلقو به ترې فائده نشوه اخستے ځکه مې دا تجویز پرېښو۔ روایات مې متن کړو۔ اؤ لطائف اؤ نصائح مې ځائې پهٔ ځائې پهٔ حاشیه ولیکل چې دَ چا سره وخت وی نو حاشیه به هم وګوری۔ اؤ کهٔ وخت کم وی نو صرف پهٔ متن به اکتفا وکړی۔
دَ رسالے یو څو فصلونه مې لیکلی وو چې دَ ځنو مجبورو پهٔ وجه تقریبًا دوه دوه نیم کاله ورباندې کار بند شو۔ بیا ناڅاپه دوه خبرې داسې وشوې چې دَ دې رسالې دَ پوره کؤلو ذریعه شوې۔ (۱) یو دا چې اتفاقی مې دَ مفتی الٰهی بخش صاحب کاندهلوی رساله ”شِیَمُ الۡحَبِیْب“ یو ځائې کښې ولیده۔ دَ هغې بلاغت اؤ اختصار چې مې ولیدو۔ نو زړهٔ مې وغوښته چې خپله رساله کښې بس هم دَ دې ترجمه وکړم۔ څهٔ چې دَ دې نه زیات لیکل غواړم هغه به ورته پهٔ حاشیه ولیکم۔ اؤ خپل کتاب پهٔ دې طرز ولیکم چې دَ صفحې دوه حصې وی یو طرف ته اصل رساله وی اؤ بل طرف ته ېٔ ترجمه وی۔
(۲) دویٔم دا چې مولوی فتح محمد خان صاحب بستوی خط را واستؤلو اؤ دَ رسالې دَ تکمیل ډېر شوق ېٔ ښکاره کړو۔ اؤ دا چې تکمیل نه پس ېٔ چهاپ کؤلو دپاره ماته را واستوه۔ نو هغهٔ سره مې وعده وکړه۔ اؤ دَ الله پهٔ نوم مې بیا ورباندې کار شروع کړو۔ پهٔ رمضان ۱۳۲۸ھ کښې۔
دریٔم مضمون: پهٔ دې رساله کښې مې ځائې پهٔ ځائې اشعار لیکلی دی۔ کهٔ دَ زنانؤ اجتماع وی نو اشعار دې ترک کړے شی۔