اول فصل


اول فصل

دَ نور محمّدیﷺ پهٔ بیان کښې

اول روایت: عبد الرزاق پهٔ خپل سند سره دَ حضرت جابر بن عبد الله انصاریؓ نه روایت کړے دے چې ما عرض وکړو یا رسول اللهﷺ زما مور پلار تا نه قربان ماته ووایه چې الله تعالیٰ پهٔ ټولو مخلوقاتو کښې وړومبے کوم شے پیدا کړے دے؟ حضورﷺ وفرمائیل۔ اے جابر الله تعالیٰ دَ هر څهٔ نه مخکښې دَ ستا دَ نبی نور دَ خپل نور نه پیدا کړو۔ (نهٔ پهٔ دې معنٰی چې نور الٰهی دَ هغې دپاره ماده ده۔ بلکې پهٔ دې معنٰی چې الله تعالیٰ دَ خپل نور پهٔ فیض نورِ محمدی پیدا کړو) بیا هغه نور دَ الله پهٔ قدرت تر کومې چې الله تعالیٰ ته منظوره وه وګرزېدو۔ پهٔ دې وخت کښې نهٔ لوح و قلم وو ۔ نهٔ جنت دوزخ وو ۔ اؤ نهٔ نمر سپوږمۍ نهٔ پېریان اؤ بنیادم۔ بیا چې کله الله تعالیٰ مخلوق پیدا کؤل وغوښتل نو دا نُور ېٔ څلور حصّې کړو ۔ دَ یوې حصې نه ېٔ لوح پیدا کړو دویٔمې نه ېٔ قلم دریٔمې نه ېٔ عرش (نور حدیث وږد دے)

ف: دې حدیث شریف نه ثابته شوه چې نورِ محمدی پهٔ اولیتِ حقیقی سره دَ ټول مخلوق نه اول پیدا شوے دے۔ ځکه چې دَ کومو څیزونو دَ اولیت ذکر چې پهٔ نورو روایاتو کښې راغلے دے۔ دَ هغې څیزونو دَ نورِ محمدی نه وروستو پیدا کېدل پهٔ دې حدیث شریف واضح بیان شوی دی۔

دویٔم روایت: حضرت عرباض بن ساریهؓ نه روایت دے چې نبی کریمﷺ فرمائیلی دی چې بېشکه دَ الله پهٔ نزد زهٔ خاتم النبیین ووم اؤ آدمؑ یا دَ خپلې خټې پهٔ خمیر کښې وهٔ ۔ یعنی دَ خټې نه دَ هغهٔ بدن تیار شوے وهٔ ۔ خو روح پکښې لا نهٔ وهٔ اچؤلے شوے ۔ دا روایت دَ احمد او بیهقی دے اؤ حاکم ېٔ سند ته صحیح وئیلی دی۔ (۱)

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

(۱): پهٔ دې وخت کښې ظاهره ده چې دَ هغوی بدن لا جوړ شوے نهٔ وهٔ نو دَ نبوت صفت دَ هغوی روح ته ورکړې شوے دے۔ نورِ محمدی دَ روحِ محمدی نوم دے کهٔ دَ چا شک وی چې نبوت خو دَ څلوېښتو کالو پهٔ عمر کښې ورکړې شوے دے اؤ چونکې هغوی دَ ټولو نه وروستو راغلی دی ځکه ورته دَ ختمِ نبوت مرتبه ورکړې شوه ۔ دَ دې ځواب دا دے چې تأخر پهٔ مرتبهٔ ظهور کښې دے ۔ پهٔ مرتبهٔ ثبوت کښې نهٔ دے۔ لکه نن یو کس دَ تحصیلداریٔ پهٔ پوسټ واخستې شی تنخواه به ېٔ دَ نن نه ولګی۔ خو ظهور به ېٔ هله کیږی (حکم به ېٔ هله چلیږی چې خپل ځائې کښې چارج واخلی) نو روحِ محمدی ته نبوت هغه وخت ورکړې شوے وهٔ۔ خو ظهور ېٔ هله وشو چې دنیا تهٔ ېٔ تشریف راؤړو۔

دریٔم روایت: حضرت ابو هریرهؓ نه روایت دے۔ چې اصحابوؓ تپوس وکړو چې یا رسول اللهﷺ تاسو ته نبوت کله درکړې شوے وهٔ۔ هغویﷺ وفرمائیل هغه وخت چې دَ آدمؑ پهٔ بدن کښې لا روح نهٔ وهٔ اچؤلے شوے۔ دا روایت ترمذی کړے دے اؤ حدیث حسن ېٔ ورته وئیلی دی۔

څلورم روایت: شعبیؒ نه روایت دے چې یو صحابیؓ عرض وکړو یا رسول اللهﷺ تاسو ته نبوت کله درکړې شوے وهٔ۔ هغویﷺ وفرمائیل چې آدمؑ لا دَ روح اؤ بدن ترمینځه وهٔ (یعنی بدن کښې ېٔ روح نهٔ وهٔ اچؤلے شوے) چې ما نه دَ نبوت میثاق واخستې شو۔ لکه چې دَ قرآن کریم ارشاد دے

وَ اِذۡ اَخَذۡنَا مِنَ النَّبِیِّنَ مِیۡثَاقَھُمۡ وَ مِنۡکَ وَ مِنۡ نُوۡحٍ

(اؤ یاد کړه هغه وخت چې مونږ میثاق واخستو دَ نبیانو نه اؤ دَ تا نه اؤ دَ نوح نه)

دا روایت دے دَ ابن سعدیؒ دَ جابر جعفی نه دَ ابنِ رجب دَ روایت موافق۔

پنځم روایت: احکامِ ابن القاطان کښې چې دَ ابن مرزوق نه کوم روایات دی پهٔ هغو کښې یو دا هم دے چې حضرت علی بن الحسینؓ یعنی امام زین العابدین روایت کوی دَ خپل پلار امام حسینؓ اؤ هغه روایت کوی دَ خپل پلار حضرت علیؓ نه چې نبی کریمﷺ فرمائیلی دی چې زهٔ دَ آدمؑ دَ پیدا کېدو نه څوارلس زره کاله مخکښې دَ خپل پروردګار پهٔ حضور کښې یو نُور ووم۔

ف: دَ دې خاص عدد نه دَ کمی نفی ده دَ زیاتی نفی نشته نو کهٔ ځنو روایاتو کښې دَ دې نه زیات راغلے وی څهٔ حرج ېٔ نشته۔

پاتې شو دَ دې خاص عدد ذکر نو کېدے شی چې هغه وخت سره څهٔ مقامی ضرورت ېٔ وهٔ۔

شپږم روایت: دَ ابی سهل قطان پهٔ امالیو کښې دَ سهل ابن صالح نه روایت دے۔ وائی چې ما دَ ابو جعفر محمد بن علیؓ یعنی امام محمد باقرؒ نه تپوس وکړو چې رسول اللهﷺ دَ ټولو انبیاؤ نه مقدم څنګه دے چې راغلے دَ ټولو نه آخر کښې دے۔ هغهٔ ځواب راکړو۔ چې کله الله تعالیٰ دَ آدمؑ دَ پشت نه پهٔ عالمِ میثاق کښې دَ هغهٔ ټول اولاد پیدا کړو اؤ ورته ېٔ ووېٔ اَلَسۡتُ بِرَبِّکُمۡ (آیا زهٔٔ ستاسو دَ ټولو رب نهٔ یم) نو پهٔ ځواب کښې ټولو نه اول رسول اللهﷺ ”بَلٰی“ ووې یعنی ولې نه تهٔ یقینًا زمونږ دَ ټولو رب ېٔ۔ پهٔ دې وجه هغه پهٔ ټولو انبیاؤ مقدم شو۔ اګرچې پهٔ وجود کښې مؤخر دے۔

ف: ( کهٔ پهٔ میثاق کښې ارواحو ته بدن هم ورکړې شوے وهٔ۔ بیا هم احکام دَ روح غالب دی۔ ځکه مونږ دا روایت دَ نُور پهٔ کیفیاتو کښې راوړو۔ مخکښې دَ شعبی پهٔ روایت کښې دَ هغوی دَ روح نه دَ میثاق اخستو ذکر شوے دے۔ دَ ظاهری روایاتو نه دا معلومیږی چې دا میثاق دَ آدمؑ دَ پیدا کېدو نه پس اخستے شوے دے۔ نو ممکنه ده چې هغه میثاق دَ نبوت هغوی نه ځانته یواځی اخستے شوے وی۔ اؤ دَ هغې حدیث شریف دَ الفاظو نه هم داسې معلومیږی چې هغه دَ دې عام میثاق اَلَسۡت نه جدا وهٔ۔

ووم روایت: کله چې حضورﷺ دَ تبوک دَ غزا نه مدینې منورې ته واپس تشریف راؤړو۔ نو حضرت عباسؓ عرض وکړو۔ که اجازت وی چې زهٔ ستاسو پهٔ مدح کښې یو څو اشعار عرض کړم۔

حضورﷺ اجازت ورکړو نو هغهٔ دا اشعار ووېٔ۔

۱ ۔ مِنۡ قَبۡلِھَا طِبۡتَ فِیۡ ظِلَالٍ وَّ فِیۡ مُسۡتَوۡدَعٍ حَیۡثُ یَخۡصِفُ الۡوَرَق ،

۲ ۔ ثُمَّ ھَبَطۡتَّ الۡبِلَادَ لَا بَشَرٌ اَنۡتَ وَلَا مُضۡغَۃٌ وَّلَا عَلَق ،

۳ ۔ بَلۡ نُطۡفَۃٌ تَرۡکَبۡ السَّفِیۡنَ وَ قَدۡ اَلۡجَمَ نَسۡرًا وَّ اَھۡلَہُ الۡغَرَق ،

۴ ۔ تَنۡقُلُ مِنۡ صَالِبِ اِلٰی رَحِمٍ اِذَا مَضٰی عَالَمٌ بَدَا طَبَق ،

۵ ۔ وَرَدۡتَّ نَارَالۡخَلِیۡلِ مُکۡتَتِمًا فِیۡ صَلۡبِہِ اَنۡتَ کَیۡفَ یَحۡتَرِق ،

۶ ۔ حَتَّی اِحۡتَویٰ بَیۡتُکَ الۡمُھَیۡمِنُ مِنۡ خَنۡدَفٍ عُلۡیٰاءَ تَحۡتَھَا النُّطَق ،

۷ ۔ وَ اَنۡتَ لَمَّا وُلِدۡتَّ اَشۡرَقَتِ الۡاَرۡضُ وَ ضَاءَتۡ بِنُوۡرِکَ الۡاُفُق ،

۸ ۔ فَتَحۡنُ فِیۡ ذٰلِکَ الضِّیَاءِ وَ فِیۡ النُّوۡرِ سُبۡلَ الرَّشَادِ نَخۡتَرِق ،

ترجمه: (۱) زمکې ته راتلو نه مخکښې تهٔ دَ جنت پهٔ سېوری پهٔ خوشحالو کښې وې اؤ پهٔ ودیعت ګاه کښې (یعنی دَ آدمؑ پهٔ صلب کښې وې) کله چې هغه دَ ونو پاڼې ځان نه چاپېره کؤلے ( یعنی کله چې آدمؑ هغه ممنوع بوټې وخوړو۔ دَ جنت جامې ترې ووتې نو ستر پټؤلو دپاره ېٔ دَ ونو پاڼې ځان نه چاپېره کؤلے هغه وخت کښې تهٔ دَ آدمؑ پهٔ صلب کښې وې۔

(۲) دې نه پس تهٔ دنیا ته راغلې پهٔ داسې حال کښې چې نهٔ بشر وې نهٔ مضغه وې اؤ نهٔ علق ( دا حالتونه دَ جنین دی پهٔ رحم کښې) نو دَ هغوی دا نزول زمکې ته پهٔ صلب دَ آدمؑ کښې وهٔ۔ (رحم ته لا منتقل شوے نهٔ وهٔ)

(۳) بلکې یا دَ نطفې پهٔ شکل کښې وې۔ دَ نوحؑ پهٔ صلب کښې۔ نوحؑ سره پهٔ کشتۍ کښې سور شوے پهٔ داسې حال کښې چې نَسَرۡ بت ته سجده کوونکی ټول پهٔ طوفان کښې غرق شو۔ اؤ پهٔ کشتۍ کښې سوارهٔ کسان دَ تا دَ نُور پهٔ برکت طوفان نه بچ پاتی شو۔ مولانا جامی هم دې مضمون ته اشاره کړے ده وائی:

وجودش گرنگشتی راہ مفتوح بجودی کے رسیدے کشتیِ نوح

(کهٔ ستا پهٔ برکت ورته لار نهٔ وې ازاده شوے۔ دَ نوحؑ کشتۍ به جودی غر ته کله رسېدلے وه)

(۴) دغه شان دا ماده واسطه در واسطه دَ یو صلب نه رحم ته اؤ بیا بل صلب ته منتقل کېده چې یو طبقه به ختم شوه نو بله طبقه به شروع شوه۔

(۵) دا سلسله دغه شان جاری وه چې تهٔ دَ ابراهیم خلیل اللهؑ پهٔ صلب کښې هغهٔ سره اور ته کوز شوې۔ چې تهٔ دَ هغهٔ پهٔ صلب کښې پټ وې نو هغه اور کله سوزلے شو۔ (یعنی حضرت ابراهیمؑ دَ تا پهٔ برکت پهٔ اور کښې سولو نه بچ شو۔

(۶) دغه شان دا ماده منتقل کېده۔ تر دې چې دَ خندف پهٔ اولاد کښې ټولو نه وچتې کورنۍ ته ورسېده ۔ چې دَ هغې دَ لاندې نورې کورنۍ هم وې خو هغه ټولو کښې وچته کورنۍ وه۔

(خندف دَ نبی کریمﷺ دَ مشر نیکهٔ مدرکه بن الیاس دَ مور نوم دے) یعنی دَ هغوی پهٔ اولاد کښې دَ حضور اکرمﷺ دَ خاندان اؤ دَ نورو خاندانونو نسبت داسې دے لکه دَ غر دَ ټولو نه وچتې سوکې اؤ دَ نورو وړو وړو غونډیو۔

(۷) کله چې تهٔ دنیا ته راغلې زمکه ټوله روښانه شوه ۔ ټول آسمانونه هم روښانه شو ۔

(۸) نو مونږ پهٔ دې نُور اؤ پهٔ دې رڼا کښې دَ نیک بختۍ پهٔ لار روان یو۔

وَ مِنَ الۡقَصِیۡدَۃِ

(اؤ دَ قصیدې بردې اشعار دی)

۱ ۔ وَ کُلُّ اَیٍ اَتّٰی الرُّسُلُ الۡکِرَامُ بِھٰا فَاِنَّمَا اتَّصَلَتۡ مِنۡ نُوۡرِہٖ بِھِمٖ

۲۔ فَاِنَّہٗ شَمۡسُ فَضۡلٍ ھُمۡ کَوَاکِبُھَا یُظۡھِرۡنَ اَنۡوَارَھَا لِلنَّاسِ فِی الظُّلَمٖ

۳۔ یَا رَبِّ صَلِّ وَ سَلِّمۡ دَائِمًا اَبَدَاً عَلٰی حَبِیۡبِکَ خَیۡرِ الۡخَلۡقِ کُلِّھِمٖ

ترجمه: (۱) اؤ څومره معجزې چې انبیاءِ کراموؑ راؤړی دی۔ یقینًا دا ټولې دَ حضورﷺ دَ نور پهٔ برکت هغوی ته رسیدلی دی۔

(۲) ځکه چې هغهﷺ دَ فضائلو نمر دے اؤ نور نبیان ییٔ ستوری دی۔ چې خلقو ته خپله رڼا پهٔ تیارهٔ کښې رسوی۔

(۳) یا الله خپل خاص رحمت اؤ سلامتیا نازله کړې همېشه همېشه دپاره پهٔ خپل حبیب باندې چې ټولو خلقو کښې بهتر دے۔