بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
عرضِ ناشر
دَ پاک پروردګار دا لوئے احسان اؤ کرم دے۔ چې ماته ېٔ دا موقع راکړه چې دَ یو داسې برګزیده اؤ پاکې هستۍ دَ سیرت کتاب پهٔ چاپ کؤلو کښې برخه واخلم۔ دَ چا دَ مخه چې الله تعالیٰ دا ویړ کائنات پیدا کړے دے۔ دَ انبیاؤؑ سردار اؤ خاتم النَّبِیّٖن اؤ شفیع المذنبین دے صَلّی الله علیه وآله وسلّم
کهٔ صورت دَ محمّدﷺ نهٔ وې پیدا
پیدا کړے به خدائې نهٔ وه دا دنیا
خدائې ېٔ مهٔ ګڼه بېشکه چې بنده دۓ
نور ېٔ کل واړه صفات دی پهٔ رښتیا
(رحمٰن بابا)
الله تبارک و تعالیٰ پخپله دَ دویﷺ صفت کړے دے۔ پهٔ یٰسؔ اؤ طٰؔهٰ کښې ېٔ ستائیلے دے اؤ دَ خلق عظیم پهٔ خطاب ېٔ نمانځلې دے۔ اؤ لا دپاسه پرې دا فضیلت اؤ خصوصی شان چې لکه قرآن پاک کښې ارشاد خداوندی دے۔ اِنَّ اللہَ وَ مَلٰۤئِکَتَهٗ یُصَلُّوۡنَ عَلَی النَّبِیِّ ؕ یٰۤاَیُّهَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا صَلُّوۡا عَلَیۡهِ وَ سَلِّمُوۡا تَسۡلِیۡمًا ؕ (یعنی بېشکه الله پاک اؤ دَ هغهٔ فرښتې پهٔ نبی کریمﷺ باندې درود وائی۔ اے مؤمنانو تاسو هم پهٔ دهٔ باندې درود اؤ سلام ولېږیٔ)
دَ سرورِ کونین ، سید المُرسلینﷺ پهٔ سیرت مبارک تر دې وخته تقریبًا دَ نړۍ پهٔ هره ژبه کښې بې شمېره کتابونه لیکلی شوی دی۔ اؤ مؤرخینو پهٔ دې لړ کښې ترخپله وسه پوره زحمت زغملې اؤ بې مثاله زیار ېٔ یستلے دے۔ ولې دا یو داسې ښکاره حقیقت دے چې کهٔ پهٔ سیرت پاک هر څومره لیکل وشی۔ کم به وی۔ اؤ دَ داسې اولو العزم هستۍ پهٔ سیرت قلم پورته کؤل څهٔ آسان کار نهٔ دے۔ دَ دویﷺ سیرت تمام عالم اسلام اؤ کلهم انسانیت دپاره پهٔ هر وخت اؤ هره زمانه کښې دَ ژوند پهٔ هر ډګر اؤ هر اړخ دَ رهنماییٔ روښانه مثال دے ۔
دَ حُبِّ رسولﷺ اؤ اتباعِ رسولﷺ نه بغېر څوک مؤمن کېدے نهٔ شی۔ دَ رسول کریمﷺ اتباع پهٔ کامل ډول هله کېدے شی چې دَ سیرت پاک نه ځان خبر کړې شی۔
ؔپاک دے محمّدﷺ پاک دے سبحان دَ محمّدﷺ
دَ خدائې عرفان مې وشو په عرفان دَ محمّدﷺ
(خوشحال بابا)
هم دغه وجه ده چې دَ صحابه کراموؓ دَ دور نه را واخله عن تر دې وخته دَ دین پوهانو ، عالمانو اؤ مشائخ عظامو دا پوره پوره کوشش کړے دے چې اُمتِ مسلمه دې دَ تاریخ اسلام اؤ دَ سیرة النَّبِیﷺ نه خبر کړی۔
زمونږ دَ مرشد شیخ المشائخ مرشد کامل عالم و فاضل الحاج مولوی فقیر محمّد صاحب رحمة الله علیه پیر و مرشد حکیم الامت مجدد ملت حضرت شاه اشرف علی تهانوی قدّس سره تعالیٰ دَ محمّد رسول اللهﷺ پهٔ سیرت مبارک دا زیرِ نظر کتاب لیکلے دے۔ دَ کتاب نوم نشر الطیب ذکر النّبیﷺ دے۔ حضرت تهانوی رحمة الله علیه نه الله پاک دَ دین ډېر زیات کار اخستې دے۔ الله پاک دې قبول کړے دے ۔ دوی کهٔ یو خوا دَ قرآن پاک تفسیر (بیان القرآن اردو) لیکلے دے نو بل خوا ېٔ څهٔ کم و زیات دولس سوه (۱۲۰۰) مذهبی کتابونه پهٔ عربۍ ، فارسۍ اؤ اردو ژبو کښې تصنیف کړی دی۔ دَ دوی تصانیف اؤ تالیفات وقف دی۔ دَ یو تصنیف یا تالیف پهٔ چاپ کؤلو ېٔ هم څهٔ پابندی نهٔ ده لګؤلې۔ هر څوک ېٔ چاپ کؤلے شی۔ دَ دوی کتابونه دَ پښتو نه علاوه پهٔ نورو ګڼو ژبو کښې ترجمه شوی هم دی۔ اؤ هم دغه وجه ده چې ډېر مخلوق ترې فیض یاب شوی دی۔ اؤ فیضیاب کیږی۔ الله پاک دې دا فیض ترقیامته جاری اؤ ساری ولری۔ اؤ دَ دوی درجات دې بلند کړی۔
دَ مجدّد ملّت، حکیم الامت رحمةالله علیه دَ دې تصنیف یعنی ” نشر الطیب“ پښتو ترجمه دَ صوبه سرحد (خیبر پښتون خوا) دَ سیمې یو مجاهد ، یادګار سلف صالحین ، عالم باعمل اؤ یو صاحبِ نسبت بزرګ حضرت مولوی سیّد تسنیم الحق کاکاخیل فاضل دیوبند کړے ده۔ الله پاک دې اجرِ عظیم ورکړی۔ آمین۔
سیّد صاحب دَ حضرت تهانوی رحمة الله علیه دَ تصانیفو اؤ مواعظو سره بې انتها مینه لری۔ دوی دَ خپل عشق پهٔ بناء دَ قرآن پاک دَ ترجمه کؤلو نه پس ډېر زیات مذهبی کتابونه په پښتو ژبه کښې ترجمه کړی دی۔ اؤ دَ پښتو ادب پنګه ېٔ پهٔ دې ملغلرو سیوا کړے ده۔ دَ دوی دَ علمی مهارت اؤ فن صفت کؤل زما دَ وس کار نهٔ دے۔ ځکه چې حقیقت لکه دَ نمر پهٔ شان ښکاره وی۔ زما دَ دې عرض لیکلو مقصد صرف دا وهٔ۔ چې پښتانهٔ وروڼه خبر شی چې دې مردِ مجاهد څومره لویه مذهبی اؤ علمی پنګه پښتو ژبې ته را واړؤله۔ زما دا پوخ یقین دے۔ اؤ لُستونکی دې هم پهٔ دې کلک باور وساتی چې ښاغلی سیّد صاحب دَ ترجمې دا خدمت بیخی اؤ صرف دَ الله پاک دَ رضا اؤ خوشنودیٔ حاصلؤلو دپاره کړے دے۔ دوی پهٔ دې کښې دَ هېڅ قسمه څهٔ غرض اؤ لالچ نهٔ دے ساتلې۔ اؤ نهٔ ېٔ کړے دے۔ دَ دین اؤ مذهب دَ روزنې دا سپېځلې جذبه دَ ډېرې ستائنې وړه اؤ دَ آفرین قابله ده ۔ اؤ رحمٰن بابا دَ دین پهٔ داسې خدمتګارو څو سوه کاله پخوا آفرین وئیلے دے ۔
ؔپهٔ دنیا کښې کهٔ څهٔ کار دے خو دَ دین دے
دَ دې کار پهٔ کُنندؤ آفرین دے
دَ ښاغلې سیّد صاحب عمر تقریبًا ۷۵ کاله دے۔ اؤ فالج وهلې رنځور پهٔ کټ کښې پروت دے۔ لېکن پهٔ دې حال کښې ېٔ هم قلم دَ لاسه نهٔ دے پرېوتې۔ اؤ پهٔ ونځوره څټه هم دَ دین خدمت کوی۔ رښتیا دی چې
ؔاین سعادت بزورِ بازو نیست
تانہ بخشد خدائے بخشندہ
جناب میاں صاحب مونږ سره پهٔ دې اتفاق نهٔ کوؤ چې دَ هغوی دَ دې خدمت اؤ دَ پښتو ژبې دَ ودې اؤ روزنې پهٔ حقله څهٔ داسې لیکنه پهٔ دې کتاب کښې شامل کړې شی۔ خو مونږ پهٔ ډېر زاریٔ اؤ منت هغوی رضا کړل۔ چې دَ دوی دَ سعی اؤ کوشش نه دَ پښتنو وروڼو خبرېدل به دَ خوشحالیٔ باعث وی۔ چې کهٔ یو خوا هغوی ته به دَ دین فائده ورسی نو بل خوا به دَ جناب سیّد تسنیم الحق صاحب دپاره دَ دروغ صورت اؤ دواړو جهانو دَ خوشحالیٔ دعا وغواړی۔ الله پاک دې دَ دوی نه نور هم دَ دین کار واخلی اؤ پهٔ خپل دربار دې ېٔ قبول کړی۔
دَ حضرت شیخ رحمکار المعروف پهٔ حضرت کاکا صاحب رحمة الله علیه پهٔ اولاد کښې ډېرې لوئے لوئے هستیٔ شته اؤ تیرې شوی دی۔ سیّد تسنیم الحق صاحب هم پهٔ دغه ځلانده ستوریو کښې شمېر دے۔ دَ دوی نیکهٔ یو مادر زاد ولی تېر شوے دے۔ اؤ فیض ېٔ تر اوسه جاری دے۔
دَ سیّد صاحب ترجمه شوی کتابونو تفصیل څهٔ داسې دے۔
تفسیر: تفسیر عثمانی
حدیث: ریاض الصالحین
فقه: بهشتی زیور ”جنتی کالے“ مجدد ملّت حکیم الامت ”شاه اشرف علی تهانوی رحمة الله علیه“
سلوک: ”تعلیم الدین“ مجدد ملت حکیم الامت شاه اشرف علی تهانویؒ ، ”حیات المسلمین“ مجدد ملت حکیم الامت شاه اشرف علی تهانویؒ ، ”تسهیل قصد السبیل“ مجدد ملت الامت شاه اشرف علی تهانویؒ، ”مواعظ اشرفیه“ نهه جلده مجدد ملت حکیم الامت شاه اشرف علی تهانویؒ، ”نشر الطیب“ مجدد ملت حکیم الامت شاه اشرف علی تهانویؒ
”القول الجمیل“: شاه ولی الله صاحبؒ
مواعظ هفت اختر: ووهٔ وعظه
الحزب الاعظم: مسنون دعاګانې مشهور محدّث حضرت ملا علی قاریؒ
پهٔ آخر کښې زهٔ ټولو لوستونکیو ته خواست کوم چې هغوی دې دَ ټول اُمّتِ مسلمه دپاره اؤ خصوصًا زمونږ مرشد کامل شیخ المشائخ مولوی فقیر محمّد صاحب پهٔ حق کښې دعا وغواړی چې الله پاک دَ هغوی درجات بلند کړی اؤ خانقاه امدادیه اشرفیه نه فیض جاری وساتی۔
زهٔ دا کتاب دَ خپل پاک الله دَ رضا دپاره وقف کوم۔ اؤ دَ دې ثواب خپل مرشد اؤ خپل مور پلار ته وربخښم۔ الله تعالیٰ دې ېٔ قبول کړی اؤ زمونږ دپاره دې دَ نجات ذریعه وګرځوی۔ آمین
حاجی اقبال الدین عفی عنه
۹۲\۴\۱۸