دویٔم فصل
پهٔ نورو پېغمبرانو باندې دَ حضورﷺ دَ فضیلت اظهار
اول روایت: حاکم پهٔ خپل صحیح کښې روایت کړے دے چې حضرت آدمؑ دَ رسول اللهﷺ نوم مبارک پهٔ عرش لیکلے ولیدو۔ اؤ الله تعالیٰ آدمؑ ته ووېٔ۔ کهٔ محمدﷺ نهٔ وې نو تهٔ به مې نهٔ وې پیدا کړے۔
ف: دې نه پهٔ آدمؑ دَ حضورﷺ فضیلت ثابت شو۔
دویٔم روایت: حضرت عمر بن خطابؓ نه روایت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی۔ کله چې دَ آدمؑ (ف: دا روایت ټول دَ مواهب دی) نه غلطی وشوه۔ (هغه ممنوع بوتې ېٔ وخوړو) نو دَ الله تعالیٰ پهٔ دربار کښې ېٔ سوال وکړو۔ چې یا الله دَ محمدﷺ پهٔ واسطه زما غلطې معاف کړې۔ الله تعالیٰ ورته وفرمائیل: اے آدم تا محمدﷺ څنګه وپېژندو حالانکې هغه لا ما پیدا کړے نهٔ دے۔ عرض ېٔ وکړو یا الله ما داسې وپېژندو چې کله تا زهٔ پیدا کړم۔ اؤ عزت دې راکړو۔ اؤ روح دې راکښې واچؤلو۔ چې ما سر وچت کړو بره مې وکتل نو پهٔ عرش باندې مې دې تا دَ نوم سره دَ محمدﷺ نوم ولیدو۔ دَ عرش پهٔ برجیٔ لَا اِلٰہَ اَلَّا اللہُ مُحَمَّدُ رَّسُوۡلُ اللہِ مې لیکلی ولیدو۔ نو زهٔ پوه شوم چې دا مبارک نوم دَ تا پهٔ نزد پهٔ ټولو مخلوق کښې تا ته زیات نژدے دے۔ اؤ دَ تا زیات خوښ دے۔ الله تعالیٰ وفرمائیل۔ اے آدمؑ رښتیا دے ووېٔ۔ دې پهٔ ټول مخلوق کښې زما زیات خوښ دے۔ چې دَ دهٔ پهٔ واسطه دې معافی وغوښته نو معاف مې کړې۔ اؤ کهٔ محمدﷺ نهٔ وې نو تهٔ به مې هم نهٔ وې پیدا کړے۔ دا بیهقی روایت کړے دے دَ عبد الرحمٰن بن زید سلمیؓ نه اؤ وائی چې دې سره عبد الرحمٰن منفرد دے اؤ حاکم اؤ طبرانی هم روایت کړے دے۔ اؤ طبرانی ورسره دا زیات کړے دے۔ چې الله تعالیٰ وفرمائیل هغه دَ تا پهٔ اولاد کښې ټولو نه آخری نبی دے۔
دریٔم روایت: ابن جوزی پهٔ خپل کتاب سلوة الاخرین کښې لیکلی دی چې آدمؑ چې حوا ابۍ سره دَ نژدیکت اراده وکړه۔ نو هغې ورنه مهر وغوښتو۔ آدمؑ دعا وغوښته۔ یا الله زهٔ پهٔ مهر کښې څهٔ ورکړم (ما سره خو هیڅ نشته) حکم ورته وشو۔ زما پهٔ حبیب شل ځله درود ووایه۔ دا ېٔ مهر شو۔ هغهٔ هم داسې وکړهٔ۔
څلورم روایت: احمد او بزاز اؤ طبرانی اؤ حاکم اؤ بیهقی دَ عرباضؓ بن ساریه نه روایت کړے دے چې حضورﷺ فرمائیلی دی زهٔ دَ ابراهیمؑ دَ دعا اؤ دَ عیسٰیؑ دَ بشارت مصداق یم ۔
(دَ دې حدیث شریف اوله حصه دَ اول فصل پهٔ دویٔم روایت کښې ده ۔ مینځ حصه ېٔ دا ده۔ اؤ آخری حصه ېٔ دا ده۔ چې زهٔ دَ خپلې مور دَ خوبونو مصداق یم) پهٔ دې کښې دوؤ آیتونو ته اشاره ده۔ اول دَ ابراهیمؑ دعا ده۔
دَ قرآن کریم ارشاد دے:
رَبَّنَا وَاجۡعَلۡنَا مُسۡلِمَیۡنِ لَکَ (تر دې قول) وَ مِنۡ ذُرِّیَّتِنَا اُمَّۃً مُسۡلِمَۃً لَّکَ رَبَّنَا وَابۡعَثۡ فِیۡھِمۡ رَسُوۡلًا مِّنۡھُمۡ الاؔیه۔
دویٔم آیت دَ عیسٰیؑ بشارت دے۔ ارشاد دے:
یَا بَنِیۡ اِسۡرَائِیۡلَ اِنِّیۡ رَسُوۡلُ اللہِ اِلَیۡکُمۡ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیۡنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوۡرَاۃِ وَ مُبَشِّرًا بِرَسُوۡلٍ یَّاۡتِیۡ مِنۡ بَعۡدِ اسۡمُہٗ اَحۡمَدۡؕ
پهٔ اول آیت کښې دَ ابراهیمؑ اؤ اسماعیلؑ دعا ده۔ چې یا الله مونږ دواړه ستا تابعدار کړې۔ اؤ زمونږ پهٔ اولاد کښې یوه ډله ستا تابعداره کړې اؤ پهٔ هغوی کښې هم دَ هغوی نه یو رسول را واستوې ۔ (چې هغوی ته ستا آیتونه اوروی اؤ تزکیه ېٔ کوی اؤ دَ کتاب الله اؤ حکمت تعلیم ورکوی)
بل دَ عیسٰی علیه السلام بشارت دے (اے بنی اسرائیلو زهٔ تاسو دپاره دَ الله رسول یم ۔ تصدیق کؤم دَ هغې کتاب چې ما نه مخکښې نازل شوے دے یعنی تورات ۔ ) (اؤ تاسو ته خوشخبری درکؤم دَ یو رسول چې ما نه پس به راځی نوم ېٔ احمد دے)
پنځم روایت: پهٔ مشکوٰة شریف کښې دَ عبد الله بن عمرو بن العاس روایت دے چې پهٔ تورات کښې دَ رسول اللهﷺ پهٔ صفت کښې لیکلی دی ۔ اے پېغمبره مونږ تهٔ واستؤلے دَ اُمت پهٔ حال ګواه بشارت ورکؤنکے اؤ ویرؤنکے اؤ دَ امیانو دَ ډلې پناه ګاه۔ امیانو نه مراد امت محمدیﷺ دے۔ (لکه حضورﷺ خپله فرمائیلی دی مونږ اُمَيّ قوم یُو)
تهٔ زما بنده ېٔ زما پېغمبر ېٔ اؤ ما دَ تا نوم متوکل یٔښې دے۔ تهٔ نهٔ بد خویه ي نهٔ سخت مزاجه ي نهٔ بازارونو کښې شور کؤنکے ي۔ اؤ دَ بدئی پهٔ بدله کښې بدی نهٔ کوې بلکې معافی ورکوې اؤ بخښې ېٔ۔ تا به الله نهٔ وفات کوی تر هغې چې ستا پهٔ برکت دَ کفر اؤ ګمراهیٔ کږې لارې دَ ایمان پهٔ نېغه لار بدلې شی اؤ خلق کلمه طیبه ووائی چې دَ دې پهٔ برکت ړاندهٔ بینا شی اؤ کاڼهٔ اورېدونکی شی اؤ بند زړونه آزاد شی (یعنی چې حق دین اسلام پهٔ دنیا کښې ښهٔ خور شی نو تهٔ به هله وفات شې)
شپږم روایت: پهٔ مشکوة کښې دَ مصابیح اؤ دارمی نه دَ حضرت کعبؓ روایت دے۔ هغه وائی چې پهٔ تورات کښې لیکلی دی چې حضرت محمدﷺ زما غوره بنده دے هغه دَ بدیٔ بدله پهٔ بدیٔ نهٔ ورکوی بلکې معاف کوی اؤ بخښی ېٔ۔ مکه مکرمه دَ هغهٔ دَ پیدائش ځائې دے۔ اؤ مدینه منوره ېٔ دَ هجرت ځائې دے اؤ دَ (ف) شام ملک ېٔ دَ بادشاهیٔ مرکز دے۔
ف: دَ خلفائے راشدینو پهٔ زمانه شام دَ اسلامی سلطنت مرکز شو۔ اؤ دې ځائې نه دَ اسلام اشاعت ښهٔ ډېر وشو۔
وؤم روایت: پهٔ مشکوة کښې دَ ترمذی نه دَ عبد الله بن سلامؓ روایت دے۔ چې پهٔ تورات کښې دَ حضورﷺ پهٔ صفت کښې لیکلی دی چې عیسٰیؑ به هغهٔ سره خښیږی۔
ف: دَ آخری درے روایتونو راویان دَ تورات عالمان وو۔ اول اؤ آخر صحابه وو۔ اؤ درمیانه تابعی دی۔
ځنی آیتونه هم دَ دې روایتونو ہُمۡ معنٰی دی دوه آیتونه مخکښې بیان شوی دی۔
دریٔم آیت: پهٔ سورتِ اعراف کښې ارشاد دے۔ هغه خلق چې پیروی کوی دَ نبی اُمی دَ چا ذکر چې دوی لیکلے مومی پهٔ تورات کښې اؤ انجیل کښې هغه دے خلقو ته ښهٔ کارونه ښیٔ۔ اؤ دَ ناکاره کارونو نه ېٔ منع کوی اؤ پاک څیزونه به هغوی ته حلال کړی اؤ ګنده څیزونه به ورباندې حرام کړی اؤ کوم احکام چې سخت وو هغه به موقوف کړی۔
څلورم آیت: پهٔ سورت فتح کښې ارشاد دے۔ محمدﷺ دَ الله رسول دے۔ اؤ کوم خلق چې هغهٔ سره دی (یعنی اصحاب) هغه دَ داسې داسې اوصافو خاوندان دی۔ دَ دوی دا اوصاف پهٔ تورات اؤ انجیل کښې دغه شان موجود دی۔
پنځم آیت: پهٔ سورت بقره کښې ارشاد دے کله چې اهلِ کتابو سره دَ هغوی دَ علومو تصدیق کؤنکے کتاب راغلو (یعنی قرآن مجید) اؤ دوی به دَ دې دَ راتلو نه مخکښې (یعنی دَ حضورﷺ دَ بعثت نه مخکښې) دَ مشرکانو پهٔ مقابله کښې دَ هغوی پهٔ وسیله دَ فتحې دعا غوښته۔ اؤ دَ هغوی دَ بعثت خبر به ېٔ ورکؤلو۔ بیا کله چې دوی ته هغه معلوم شے (یعنی قرآن اؤ صاحبِ قرآن) را ورسېدو نو دوی ورنه انکار وکړو۔
ف: دا علم دوی ته دَ خپلو کتابونو تورات اؤ انجیل نه حاصل شوے وهٔ۔ نو ثابته شوه چې پهٔ سابقه آسمانی کتابونو کښې دَ حضورﷺ دَ رسالت ذکر وهٔ۔ اؤ دَ هغوی داسې اوصاف بیان شوی وو۔ چې دَ هغې پهٔ وجه دوی رسول اللهﷺ ښهٔ پېژندو چې هم دا دَ الله هغه رسول دے دَ چا اوصاف چې زمونږ پهٔ کتابونو کښې ذکر دی۔ اؤ دا پېژندل دَ سورت بقره پهٔ یو آیت کښې پهٔ دې الفاظو بیان شوی دی۔
یَعۡرِفُوۡنَہٗ کَمَا یَعۡرِفُوۡنَ اَبۡنَاءَھُمۡ ۔ دوی رسول کریمﷺ داسې یقینی پېژنی لکه خپل ځامن چې پیژنی۔ خو دَ بغض اؤ عناد پهٔ وجه انکار کوی۔
ومن القصیده
(اؤ دَ قصیده بردې اشعار دی)
۱ ۔ فَاقَ النَّبِّیۡنَ فِیۡ خُلۡقٍ وَّ فِیۡ خُلُقٍ وَ لَمۡ یُدَا نُوۡہُ فِیۡ عِلۡمٍ وَّلَا کَرَمِ
۲ ۔ وَ کُلَّھُمۡ مِنۡ رَسُوۡلِ اللہِ مُلۡتَمِسٌ غُرۡفًا مِّنَ الۡبَحۡرِ اَوۡ رَشۡقًا مِّنَ الدِّیَمِ
۳ ۔وَ دَاقِفُوۡنَ لَدَیۡہِ عِنۡدَ حَدِّھِمِ مِنۡ نُقۡطَۃِ الۡعِلۡمِ اَوۡ مِنۡ شَکۡلَۃِ الۡحِکَمِ
۴ ۔ یَا رَبِّ صَلِّ وَ سَلِّمۡ دَائِمًا اَبَدَاً عَلٰی حَبِیۡبِکَ خَیۡرِ الۡخَلۡقِ کُلِّھِمِ
۱۔ حضورﷺ پهٔ حسنِ صورت اؤ حسنِ سیرت کښې دَ ټولو نبیانو نه زیات دے۔ یو نبی هم پهٔ علم اؤ پهٔ عزت کښې هغوی سره برابر نهٔ دے۔
۲۔ اؤ ټول نبیان دَ رسول اللهﷺ نه طلب کوی دَ هغوی دَ علم دَ دریاب نه یو چونګ یا یوہ قطره۔
۳۔ اؤ ټول نبیان دَ هغوی پهٔ دربار کښې دَ خپلې مرتبې پهٔ لحاظ پهٔ خپل حد ولاړ دی۔ اؤ دَ هغوی علم دَ حضورﷺ دَ علم پهٔ مقابله کښې دَ یوې نقطې برابر دے۔ یا دَ هغوی دَ حکمت پهٔ مقابله کښې دَ یو اعراب برابر۔
۴۔ یا الله خپل خاص رحمت اؤ سلامتیا نازله کړې همېشه همېشه دپاره پهٔ خپل حبیب چې پهٔ ټول مخلوق کښې ټولو نه بهتر دے۔