يوؤلسم روح
دَ نمانځهٔ پابندی
پهٔ دې باب کښې يو څو آيتونه اؤ زيات حديثونه نقل کوو ۔
قال الله تعالیٰ يُقِيمُونَ الصَّلوٰةَ(سورة بقره)” الله تعالیٰ د متقيانو په صفاتو کښې فرمائی او دا خلق نمونځ پوره پوره پابندیٔ سره کوی ،
ف: دَ اقامت پهٔ لفظ کښې پهٔ وخت ادا کؤل ، هميشه ادا کؤل اؤ پهٔ ښهٔ طريقه ادا کؤل ټول راځی ۔”قال الله تعالیٰ وَاَقِيمُوا الصَّلوٰةُ ط دَ الله تعالیٰ فرمان دے اؤ نمونځ پوره پابندیٔ سره ادا کویٔ ۔
ف: پهٔ داسې الفاظو ( يعنی دَ اقامت پهٔ لفظ) دَ نمانځهٔ حکم قرآن مجيد کښې ډېر زيات شوے دے ۔ ( لکه څنګه چې ”ف۱“ کښې بيان شو ۔ دَ دې وسيعه معنیٰ ده ۔ بله ژبه کښې دَ دې ټولې معنیٰ دپاره يو جامع لفظ نشته ۔ نو هر ځائې کښې ترې پوره معنیٰ اخستل پکار دی)”يٰآيُهَّاالَّذِينَ اٰمَنُو استَعِينُو ا بِالصَّبرِ وَالصَّلوٰة ”اے ايماندارو( طبيعت نه دَ غم بار سپکؤلو دپاره) دَ صبر اؤ نمانځهٔ نه مدد واخلیٔ ۔
ف: پهٔ دې کښې دَ نمانځهٔ يو خاص صفت بيان شوے دے ۔ (چې اطمينان اؤ سکون پری حاصليږی ) دَ دې هر چاته هر وخت ضرورت دے ۔ ”حَافِظُوا عَلَی الصَّلَوَاتِ( وفيه بعده فَاِن خِفتُم فَرِجَالًا اَو رُکبَانًا(سيقول)
دَ ټولو نمونځونو خيال ساتیٔ ۔ ( دَ دې آيت پهٔ آخر کښې دی) بيا کهٔ تاسو پهٔ ولاړه يا پهٔ سورلۍ روان يیٔ ( څنګه چې ممکن وی مخ قبلې ته برابر وی کهٔ نهٔ وی اؤ کهٔ رکوع سجده پهٔ اشاره کویٔ) هم نمونځ ادا کویٔ ۔ ( پهٔ داسې سخته کښې ېٔ حفاظت کویٔ اؤ ترک کویٔ ېٔ مه)
ف: سوچ وکړیٔ دَ نمانځهٔ څومره تاکيد دے چې پهٔ داسې سخته کښې هم دَ قضا کؤلو اجازت نشته ۔
وَاِذَا کُنتَ فِيهِم فَاَقَمتَ لَهُمُ الصَّلوٰةَ فَلتَقُم طَآئِفة مِّنهُم مَعَکَ ( و بعده) فَاِذَا سَجَدُوا فَليَکُونُوا مِن وَّرَآئِکُم وَلتَاتِ طَآئِفَة اُخریٰ لَم يُصَلُّوا فَليُصَلُّوا مَعَکَ( سورة النساء) کهٔ دشمن سره دَ مقابلې پهٔ وخت کښې خطره وی چې کهٔ ټول پهٔ نمانځهٔ ودريږی نو دشمن به ورباندې ناڅاپی حمله وکړی ۔ نو پهٔ داسې حالت کښې پکار دی چې دَ جمعې دَ نمانځه دپاره ټول دوه ډلې شیٔ ۔ چې يوه ډله خو دَ امام سره پهٔ نمانځه ودريږی اؤ بله ډله دې څوکۍ کوی اؤ دَ دښمن مقابلې ته دی ودريږی ۔ بيا چې دا ډله سجده وکړی يعنې يو رکعت پوره کړی نو دا ډله دی څوکۍ دپاره وروستو شی اؤ دَ دوی پهٔ ځاېٔ دې هغه څوکيداره ډله دَ امام سره ودريږی پاتې يو رکعت دې وکړی ۔ دا خو دَ دواړو ډلو يو يو رکعت شو ۔ بل رکعت به داسې کوی چې امام دوه رکعته پوره کړی سلام وګرځوی نو دا دواړه ډلې به يو يو رکعت ځانته وکړی ۔ ( دا خو پهٔ هغه وخت کښې ده چې ټول مسافر وی قصر کوی يا نمونځ دوه رکعتی وی ۔ کهٔ امام مقيم وی څلور رکعته کوی نو هرې ډلې ته به دوه دوه رکعته وکړی ۔ اؤ کهٔ دَ نماښام نمونځ وی نو وړومبیٔ ډلې ته دوه رکعته اؤ وروستیٔ ته به يو رکعت وکړی ۔
ف: سوچ وکړیٔ نمونځ څومره ضروری کار دے چې دَ داسې پريشانیٔ پهٔ وخت کښې هم دَ قضا کؤلو اجازت نشته لېکن زمونږ دَ آسانیٔ دپاره ېٔ ورته طريقه کښې تبديلی رواسته ۔
يٰآَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا اِذَا قُمتُم اِلَی الصَّلوٰة( و بعده) اِن کُنتُم مَّرضٰی ( الی ان قال) فَتَيَمَّمُوا صَعِيداً طَيِّبًا ۱۲(سورة مائده)
اے ايماندارو کله چې تاسو نمانځهٔ ته پاڅیٔ ( مخکښې دَ اودس اؤ غسل حکم دے اؤ بيا ارشاد دے) کهٔ تاسو ناروغه يیٔ ( اوبه درته ضرر رسوی اؤ دَ نورو عذرونو بيان دے چې يو پکښې دَ اوبو نهٔ موندو حالت هم دے) نو پهٔ دې ټولو حالتونو کښې تاسو پهٔ پاکه خاوره تيمم کویٔ ۔ ( مائدہ)
ف: وګوریٔ دَ ناروغتيا اؤ اوبو نهٔ موندو پهٔ حالت کښې دَ اودس اؤ غسل پهٔ ځائې دَ تيمم اجازت وشو ۔ اؤ الله تعالیٰ راته نمونځ دومره آسان کړو چې کهٔ ودرېدې نهٔ شی نو پهٔ ناستی اؤ کهٔ ناستی هم ګران وی نو پهٔ پروته هم جائز دے ۔ خو معاف کيږی نه ۔ ”وَيَصُدَّکُم عَن ذِکرِ الله وَعَنِ الصَّلوٰة ۱۲( واِذا سمعوا) ( دَ شرابو اؤ جواریٔ دَ حرمت پهٔ وجه کښې ارشاد دے) اؤ شيطان دا غواړی چې تاسو دَ شرابو اؤ جواریٔ پهٔ ذريعه دَ الله دَ يادو اؤ نمانځهٔ نه (چې دَ الله دَ يادو ټولو نه بهتره طريقه ده) منع کړی ۔
ف: وګوریٔ دَ نمانځهٔ څومره لوئے شان دے ۔ چې کوم څيز پهٔ دې کښې رکاوټ اچوی هغه حرام شو ۔ چې نمانځهٔ کښې خلل رانهٔ شی ۔”فَاِن تَابُوا وَ اَقَامُوا الصَّلوٰة وَ اٰتُوا الزَّکوٰةَ فَاِخوَانُکُم فِی الدِّينِ ط( براة) ( دَ يو داسې څيز پهٔ حق کښې چې دَ هر قسم نه ضرر ېٔ اسلام اؤ اهل اسلامو ته رسولو( ارشاد دے) کهٔ دا خلق دَ کفر نه توبه ګار شی(يعنې مسلمانان شی) اؤ دا خپل اسلام څرګند هم کړی ۔ مثلاً نمونځ کوی ، زکوٰة ورکوی اؤ ستاسو دينی وروڼه شی نو دوی ته به تېر ګناهونه ټول معاف شی ۔ ( براة)
ف: پهٔ دې آيت کښې نمونځ دَ اسلام علامه ګرځؤلے شوے ده ۔ تر دې چې کهٔ دَ يو کافر دَ خلې چا کلمه نهٔ وی اورېدلې خو پهٔ نمانځهٔ ليدلې شوی وی نو دَ ټولو عالمانو فتویٰ ده چې مسلمان به ګڼلی شی ۔ اؤ دَ زکوٰة څهٔ خاص شکل نشته پهٔ دې وجه داسې څرګنده علامه نهٔ ده ۔
فَخَلَفَ مِنم بَعدِ خَلف اَضَاعُوا الصَّلوٰةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوفَ يَلقَونَ غَيًّا ط(مريم)”دَ نبيانوؑ دَ يوې ډلې دَ ذکر نه پس دَ هغوی دَ نالائقه وروستنيو ذکر کيږی چې) دَ دوی نه پس نالائقه پيدا شو چې نمونځونه ېٔ برباد کړهٔ (دې نه لږ وروستو فرمائی) دا خلق به ډېر ژر (پهٔ آخرت کښې) خپله تباهی ووينی ۔ (يعنې عذاب)
ف: وګوریٔ دَ نمونځ بربادؤلو څومره عذاب واورؤلې شو ۔
وَامُر اَهلَکَ بالصَّلوٰةِ وَاصطَبِر عَلَيهَا ۱۲(طٰهٰ)”اؤ خپلو متعلقينو ته دَ نمانځهٔ حکم وکړه اؤ پخپله ېٔ هم پابند شه ۔
ف: دا حکم رسول اللهﷺ ته چې نور خلق ېٔ هم واؤری اؤ پهٔ دې پوهه شی چې حضورﷺ ته داسې سخت تاکيد دے نو بل څوک به څنګه معاف شی ۔ دغه شان دا هم معلومه شوه چې څنګه دَ نمانځهٔ پابندی ضروری ده دغسې ېٔ خپل بال بچ ته هم تاکيد پکار دے ۔”دغه شان نور هم ډېر آيتونه دی خو فی الحال دا کافی دی ۔
احاديث”عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ ارايتم لو ان نهرا بباب احدکم يغتسل فيه کل يوم خمساهل يبقی من دونه شیٔ قالوا لا يبقی من دونه شیٔ قال فذلک مثل الصلوٰة الخمس يخنو الله بهن الخطايا ۱۲(ص۵۷)
دَ حضرت ابو هريرةؓ نه روايت دے چې رسول اکرم ﷺ فرمائیلی دی کهٔ دَ چا ( دَ کور) دروازې سره ( جخت)يو نهر وی اؤ پهٔ هغې کښې څوک هره ورځ پنځهٔ ځله لامبی نو آيا دَ هغهٔ پهٔ بدن به چرته خيرې پاتې شی ۔ خلقو عرض وکړو نه حضورﷺ وفرمائیل دغه حال دَ پنځو نمونځونو دے ۔ چې الله تعالیٰ ورباندې ګناهونه معاف کوی ۔ (بخاری و مسلم)
ف: دَ دې نه دَ نمانځهٔ څومره فضيلت معلوم شو اؤ دَ مسؔلم پهٔ يو حديث کښې ورسره دَ کبيره ګناهونو نه بچ کېدو شرط لګيدلې دے ۔ خو بيا هم غټه خزانه ده ۔
عن جابرؓ قال قال رسول اللهﷺ بين العبد و بين الکفر ترک الصلوٰة ۱۲(ص۵۸) ”دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چې دَ بنده اؤ دَ کفر تر مينځه بس دَ نمانځهٔ پرېښو کسر دے ۔ ( چې دا کسر لرې شو يعنې بنده نمونځ پرېښو نو کفر ورته رانژدے شی بهرحال لرې والې ېٔ ختم شی) ۔ (مسلم شريف)
ف: سوچ وکړیٔ پهٔ نمونځ پرېښو څومره سخت وعيد دے چې بنده کفر ته نژدے کوی ۔
عن عبدالله بن عمرو بن العاص عن النبیﷺ انه ذکر الصلوٰة يو ما فقال من حافظ عليها کانت له نورا وبرهانا ونجاة يوم القيٰمة و من لم يحافظ عليها لم تکن له نورا ولانجاة و کان يوم القيٰمة مع قارون و فرعون و هامان و ابی ابن خلف ۱۲(ص۵۸)” دَ حضرت عبدالله بن عمرو بن العاصؓ نه روايت دے چې نبی کريمﷺ يوه ورځ دَ نمانځهٔ بيان کؤلو نو وېٔ فرمائیل چې څوک چې دَ نمانځهٔ حفاظت وکړی نو دا به دَ هغهٔ دپاره دَ قيامت پهٔ ورځ رڼا اؤ دَ نجات ( خلاصی) يو سند وی اؤ څوک چې دَ نمانځهٔ حفاظت ونه کړی نو دَ قيامت پهٔ ورځ به هغهٔ دپاره هېڅ رڼا نهٔ وی اؤ نهٔ به ېٔ دَ خلاصی څهٔ ذريعه وی اؤ دا سړے به پهٔ دغه ورځ دَ قارون ، فرعون، هامان، ( غوندې غټو کافرانو ) اؤ اُبیٔ بن خلف( دَ منافقانو مشر) سره ملګرے وی ۔ ( يعنې پهٔ دوزخ کښې به دَ دوی سره وی اګرچې هغوی به همېشه دپاره وی اؤ دې به همېشه دپاره نهٔ وی بيا هم دَ دوزخ يو ساعت هم ډېر سخت دے ۔ الله دې ټول مسلمانان پهٔ امان کړی) ۔ (احمد،دارمی،بيهقی، شعب الايمان)
عن بريدةؓ قال قال رسول اللهﷺ العهد الذی بيننا و بينهم الصلوٰة فمن ترکها فقد کفر(ص۵۸)
دَ حضرت بريدهؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دې زمونږ اؤ دَ خلقو تر مينځه چې دَ وعدې يو څيز دے(يعنې دَ وعدې سبب) هغه نمونځ دے نو چا چې نمونځ پرېښو هغه کافر شو ۔ ( يعنې مونږ به ورسره دَ کافرو پهٔ شان سلوک کوو ۔ ځکه چې دَ اسلام ظاهری نښه ورکښې پاتې نهٔ شوه ځکه چې جامه اؤ ژبه دَ کافرو سره يو شان ده نو مونږ به ېٔ کافر ګڼو)۔(احمد،ترمذی،نسائی،ابن ماجه)
ف: دې نه ثابته شوه چې نمونځ ترک کؤل دَ کفر علامه ده اګرچې دَ اسلام دَ نورو علامو پهٔ وجه ورباندې دَ کفر حکم ونهٔ شی بيا هم يو مسلمان ته دَ کفر خاصه علامه اختيارؤل څهٔ وړه خبره نهٔ ده ۔ (غټ جرم دے)
عن عمرو بن شعيبؓ عن ابيه عن جده قال قال رسول اللهﷺ مروا اولادکم بالصلوٰة و عم ابناء سبع سنين و اضربو هم عليها و هم ابناء عشر سنين ۱۲(ص۵۸)
حضرت عمر بن شعيبؓ دَ خپل پلار نه اؤ هغه ېٔ دَ نيکهٔ نه روايت کوی چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی خپل اولاد ته دَ نمانځهٔ حکم کویٔ چې دَ ووهٔ کالو شی اؤ ورباندې ېٔ وهئ ( کهٔ نهٔ کوی) چې دَ لسو کالو شی( ابو داؤد) ( دا ټول حديثونه دَ مشکوٰة دی)
عن ابی هريرة ؓ قال کان رجلان من بنی خضاعة اسلما مع رسول اللهﷺ فاستشهد احدهما واخر الاٰخر سنته قال طلحة بن عبيدالله فرأيت المؤخر منهما ادخل الجنة قبل الشهيد فتعجبت لذلک فاصبح ت فذکرت ذلک النبیﷺ فقال رسول اللهﷺ اليس قد صام بعده رمضان وصلی ستة آلاف رکعة وکذا وکذا رکعة صلوٰة حبان فی اٰخره فلما بينهما ابعد مما بين السماء والارض ۱۲
دَ حضرت ابوهريرهؓ نه روايت دے چې دَ خزاعه قبيلې دوه سړی دَ نبی کريمﷺ پهٔ خدمت کښې دَ مسلمانېدو دپاره حاضر شو پهٔ هغو کښې بيا يو شهيد شو اؤ بل يو کال پس پهٔ خپل مرګ مړ شو ۔ حضرت طلحه بن عبيد الله وائی چې ما دا وروستے مړ شوے پهٔ خوب کښې وليدو چې دَ هغې شهيد نه اول جنت ته لاړو ۔ زهٔ ډېر حيران شوم دَ نبی کريمﷺ نه مې تپوس وکړو نو هغوی وفرمائیل ولې دهٔ دَ هغهٔ شهيد نه پس دَ رمضان روژې نهٔ وې نيولې؟ اؤ يو کال ېٔ زرګونه نمونځونه نهٔ وو کړی ۔ ( کهٔ تش فرض، واجب اؤ سنت مؤکد وشميرلې شی هم پهٔ کال کښې تقريبًا لس ذره رکعته جوړيږی يعنې دَ روژو اؤ نمونځونو پهٔ برکت دَ دهٔ ثواب دَ شهيد نه زيات شو ۔ (احمد،ابن ماجه،ابن حبان، بيهقی)
ف: دَ ابن حبان اؤ ابن ماجه پهٔ روايت کښې ورسره دا هم زيات دی چې حضورﷺ وفرمائیل دَ دې دواړو پهٔ درجو کښې دَ زمکې اؤ آسمان تر مينځه فاصلې نه هم زياته فاصله ده اؤ ظاهره ده چې دې زياتی کښې دخل دَ نمانځهٔ دے ۔ ځکه پکښې حضورﷺ دَ نمانځهٔ دَ کثرت خاص ذکر فرمائیلې دے ۔ نو نمونځ داسې برکتی شےدے چې دَ دې په برکت دَ شهيد نه هم زياته مرتبه حاصلېدے شی ۔
عن جابر بن عبداللهؓ عن النبیﷺ قال مفتاح الجنة الصلوٰة ۱۲(ص۸۰)
دَ حضرت جابر بن عبدالله نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ جنت کُنجې نمونځ دے( دارمی)
ف: خاص دَ نمانځهٔ نوم اخستلو نه دا صفا معلوميږی چې پهٔ ټولو عبادتونو کښې نمونځ زيات جنت ته بوتلونکے دے ۔
عن عبدالله بن قرطؓ قال قال رسول اللهﷺ اول ما يحاسب به العيد يوم القيٰمة الصلوٰة ينظر فی الصلوٰة فان صلحت فقد افلح و ان فسدت خاب و خسر۱۲
دَ حضرت عبدالله بن قرطؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې قيامت کښې دَ ټولو نه اول چې دَ بنده سره به دَ کوم څيز حساب کيږی هغه نمونځ دے کهٔ هغه صحيح وختو نو ټول حساب ېٔ صحيح دے ( کامياب شو) اؤ کهٔ دا ګډوډ وهٔ نو ټول حساب ېٔ خراب شو اؤ تاوانی شو۔
ف: معلومه شوه چې دَ نمانځهٔ برکت پهٔ ټولو عبادتونو کښې اثر کوی ۔ دَ دې نه زيات دليل به بل څهٔ وی دَ فضيلت دپاره
عن ابن عمرؓ قال قال رسول اللهﷺ (فی حديث) او لا دين لمن لا صلوٰة له انما موضع الصلوٰة من الدين کموضع الرأس من الجسد ۱۲
دَ حضرت ابن عمر ؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چا سره چې نمونځ نهٔ وی (يعنې څوک چې نمونځ نهٔ کوی) هغهٔ سره دين نشته ۔ دَ نمانځهٔ اؤ دَ دين داسې نسبت دے لکه دَ سر اؤ نور بدن کهٔ سر نهٔ وی نو نور بدن بې روحه سړے دے ۔ دغه شان کهٔ نمونځ ورسره نهٔ وی نو نور عملونه ېٔ بې روحه دی ۔ ( طبرانی، اوسط و صغير)
عن حنظله الکاتب رضی الله عنه قال سمعت رسول اللهﷺ من حافظ علی الصلوٰة الخمس رکوعهن و سجودهن و موقيقهن وعلم انهن حق من عندالله دخل الجنة او قال و جبت له لجنة او قال حرم علی النار ۱۲(تر غيب کلها علی ص۸۰) دَ حضرت حنظلهؓ کاتب نه روايت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چا چې دَ پنځو نمونځونو حفاظت وکړو يعنې دَ هغې رکوع سجدې اؤ وخت ېٔ پوره پوره خيال وساتلو ۔ ( څهٔ کمے ېٔ پکښې ونه کړو) اؤ دا ېٔ عقيده وه چې ټول نمونځونه دَ الله تعالیٰ دَ طرفه حق دی نو هغه به جنت ته ځی يا ېٔ دا وفرمائیل دَ هغهٔ دپاره جنت مقرّر دے يا دا چې دوزخ پرې حرام دے ۔ (دَ دې ټولو الفاظو مطلب يو دی) (الحمد)
دا حديثونه دَ ترغيب دی ۔ دا لس آيتونه اؤ لس حديثونه ۔ نو اے مسلمانانو اوس به هم دَ نمانځهٔ پابندی نه کویٔ ۔