لسم روح
دَ خپل ځان حقونه ادا کؤل
اصل خبره دا ده چې زمونږ ځان هم ( روح و بدن دواړه) دَ الله تعالیٰ ملکيت دے ۔ زمونږ سره دَ امانت پهٔ طور پروت دے ۔ نو ځکه دَ الله تعالیٰ دَ حکم موافق دَ ځان حفاظت کؤل پهٔ مونږ لازم دی اؤ حفاظت ېٔ دا دے (۱) چې دَ صحت خيال وساتلی شی ۔ (۲) چې دَ طاقت حفاظت ېٔ وشی ۔ (۳) دَ اطمينان اؤ تسکين ېٔ خیال وساتلې شی يعنې پخپله څهٔ داسې کار ونه کړی چې دَ پريشانیٔ سبب وی ځکه چې پهٔ دې کارونو کښې نقصان راتلو پهٔ وجه (۱) دَ دين کارونو کښې سستی راځی ۔ (۲) دَ چا حاجت مند امداد نه شی کېدے ۔ (۳) اؤ کله کله دَ ناشکریٔ اؤ بې صبریٔ پهٔ وجه ايمان ته هم نقصان ورسی ۔ دَ دې متعلق يو څو حديثونه اؤ آيتونه ليکو
الله تعالیٰ دَ ابراهيمؑ پهٔ قول کښې دَ نعمتونو پهٔ شماره کښې فرمائیلی دی
وَاِذَا مَرِضتُ فَهُوَ يَشفِينِ ط (الشعراء) اؤ چې زهٔ ناجوړه شم نو هغه شفا راکوی ۔ ( سورة شعراء)
ف: دَ دې نه معلومه شوه چې دَ بدن صحت مطلوب اؤ لوئے نعمت دے ۔
قال الله تعالیٰ وَ اعدُّوا لَهُم مَااستطَعتُم(سورهٔ انفال) الله تعالیٰ فرمائی اؤ دَ دې دشمنانو دپاره تاسو نه چې څومره کېدے شی خپل طاقت تيار ساتیٔ ۔
ف: پهٔ دې آيت کښې دَ طاقت محفوظ کؤلو صفا حکم دے ۔ دَ مسلم بن عقبه بن عامرؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ دَ دې تفسير پهٔ تير اندازیٔ ( غشی ويشتو) کښې مهارت پيدا کؤلو سره کړے دے اؤ دې ته قوت ځکه ووئیلی شو ۔ چې دَ دين حفاظت کښې به دې زړهٔ ته مضبوطيا حاصلیږی اؤ پهٔ دې کښې چې کوم کوشش اؤ محنت کيږی هغې سره هم بدن کښې طاقت راځی ۔ غشے دَ هغې زمانې يوه عامه اعتباری وسله وه ۔ په دې زمانه کښې دَ موجوده نوؤ وسلو چلؤلو طريقې زده کؤل هم پهٔ دې کښې راځی اؤ پهٔ مسلمان ېٔ چل زده کؤل ضروری دی ۔ دَ دې نور مضمون پهٔ حديث نمبر۱۳ کښې راځی ”قال الله تعالیٰ وَ لا تُبَذِّر تَبذِيرًا ( شعراء)
الله تعالیٰ فرمائی اؤ مال بې موقعې ( يعنې بې ځايه مهٔ لګویٔ مهٔ الوزویٔ) ۔
ف: دَ مال پهٔ کمی زړهٔ پريشان کيږی دَ دې پرېشانیٔ نه بچ کېدو حکم شوے دے اؤ پهٔ کومو کارونو چې دَ دې نه هم زياته پریشانی راځی دَ هغې نه بچ کېدل خو نور هم ضروری شو ۔ دَ دې نه معلومه شوه چې دَ زړهٔ اطمينان اؤ سکون حاصلؤل هم ضروری دی ۔
عن عبدالله بن عمرو بن العاصؓ قال قال رسول اللهﷺ ان الجسدک عليک حقا و ان العينک عليک حقا( مشکوٰة ص ۱۷۹)
دَ حضرت عبدالله بن عمرو بن العاصؓ نه روايت دے چې رسول اکرم ﷺ پهٔ عبادت شپې روڼؤلو اؤ ډېرې زياتې روژې نيؤلو اؤ ډېرو نفلونو کؤلو نه منع کړے ده ۔ فرمائیلی ېٔ دی دَ ستا دَ بدن هم پهٔ تا حق دے اؤ دَ ستا دَ سترګو هم پهٔ تا حق دے ۔ ( بخاری ومسلم)
ف: مطلب دا چې پهٔ زيات محنت اؤ پهٔ زياتو شوګيرو صحت خرابيږی اؤ سترګې خوږيږی ۔
عن ابی عباسؓ قال قال رسول اللهﷺ نعمتان فيهما کثير من الناس الصحة و الفراغ ۱۲
دَ حضرت ابن عباس ؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چې دوه نعمتونه داسې دی چې پهٔ هغې کښې اکثر خلق تاوان کښې وی ۔ ( يعنې کار ترې نهٔ اخلی اؤ څهٔ دينی فائدہ ترې نهٔ پوره کوی) يو صحت اؤ دويم فراغت ۔ ( بې فکری) ۔ (بخاری)
ف: دَ دې نه معلومه شوه چې صحت اؤ فراغت ( يعنې دَ رزق دَ غمه بې فکری) دوه داسې غټ نعمتونه دی چې غټه دينی فائدہ ترې اخستے شی اؤ فراغت هله راځی چې ډېر مال ورسره وی( دَ ژوند ضروريات پوره کؤلو کښې ورته پريشانی نهٔ وی) نو دَ دې نه معلومه شوه چې دَ افلاس اؤ پریشانيو نه بچ کېدل هم مطلوب دی ۔
عن عمرو بن ميمون الاودیؓ قال قال رسول اللهﷺ لرجل وهو يعظه اغتنم خمسًا قبل خمس شبايک قبل هر مک و صحتک قبل سقمک و غناک قبل فقرک و فراغک قبل شغلک و حيوٰتک قبل موتک۱۲
دَ حضرت عمرو بن ميمون اودیؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ يو سړی ته پهٔ نصيحت کښې وفرمائیل پنځهٔ څيزونه دَ پنځو څيزونو دَ راتلو نه مخکښې غنيمت وګڼه اؤ پهٔ دين کښې ترې فائدہ واخله ۔ (۱) ځوانی دَ بوډا والی نه مخکښې ( غنيمت وګڼه) ۔ (۲) اؤ صحت دَ بيماریٔ نه مخکښې ۔ (۳) مالداری دَ افلاس نه مخکښې ۔ (۴) اؤ بې فکری دَ پريشانیٔ نه مخکښې ۔ (۵) اؤ ژوند دَ مرګ نه مخکښې ۔ (ترمذی)
ف: معلومه شوه چې په ځوانیٔ کښې چې کوم صحت اؤ طاقت وی اؤ پهٔ مالدارۍ کښې چې کوم فراغت اؤ پريشانيو نه بې فکری وی دا دواړه غټ نعمتونه دی ۔ ( دَ دې حفاظت اؤ پهٔ دين کښې ترې کار اخستل ضروری وی)
عن عبيدالله بن محصنؓ قال قال رسول اللهﷺ امن اصبح منکم اٰمنا فی سربه معافی فی جسده عنده قوت قوم فکانما حيزت له الدنيا بجذافيرها ۱۲ (ص۲۴۲)
دَ حضرت عبيدالله بن محصنؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پهٔ تاسو کښې چا باندې چې پهٔ دې حال کښې سبا شو چې خپل زړهٔ ېٔ دَ پريشانو نه پهٔ امن وی اؤ بدن ېٔ دَ بيماریٔ نه بچ وی اؤ ورسره دَ يوې ورځې خوراک وی ۔ پهٔ دغه ورځ دَ لوږې نه پهٔ امان وی نو داسې وګڼئ چې دې سړی ته غونډه دنيا ورکړې شوے ده ۔ ( ترمذی)
ف: دَ دې نه هم دَ صحت اؤ امن و عافيت مطلوب دی ۔
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ من طلب الدنيا حلالا استعفافا عن المسٔلة و سعيا علی اهله و تعطفا علی جاره لقی الله تعالیٰ يوم القيٰمة و وجهه مثل القدر ليلة البدر۱۲( ص۴۴۴)
دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائی څوک چې دَ حلال مال طلب دې دپاره کوی چې دَ سوال نه بچ شی اؤ دَ خپل بال بچ حقونو ادا کؤلو دپاره څهٔ ګټه وکړی اؤ دَ خپل ګوانډی حق ادا کړی نو الله تعالیٰ به ېٔ دَ قيامت پهٔ ورځ پهٔ داسې شان پاڅوی چې مخ به ېٔ دَ څوارلسمې دَ سپوږمۍ پهٔ شان روښانه وی ۔ ( بيهقی و ابو نعيم)
ف: معلومه شوه چې دَ ضروری حقونو ادا کؤلو ، خپل دين بچ کؤلو دپاره دَ ضرورت پهٔ اندازه حلال مال ګټل غټ فضيلت لری ۔ پهٔ دې هغه اطمينان حاصليږی کوم چې مطلوب دے ۔
عن ابی ذرؓ عن النبیﷺ قال الزهادة فی الدنيا ليست تحريم الحلال و اضاعة المال ۱۲ ( ص۴۵۳)
دَ حضرت ابو ذر غفاریؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی دَ دنيا سره بې تعلقی ( دَ کومې چې حکم شوے دے) نهٔ دَ حلال شی پهٔ ځان حرامؤلو ده اؤ نهٔ پهٔ مال بربادؤلو ده ۔( ترمذی و ابن ماجه)
پهٔ دې کښې مال بربادؤلو ته صفا بد وئیلی شوی دی چې دې سره اطمينان برباديږی اؤ پريشانی راځی۔
عن ابی الدرداءؓ قال قال رسول اللهﷺ ان الله انزل الداء والدواء وجعل لکل داء دواءً فتداو دا دلا تد او وابحرام ۱۲(ص۳۵۸)
دَ حضرت ابو درداءؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چې مرض اؤ دارو دواړه الله تعالیٰ راستولی دی اؤ دَ هر مرض دپاره ېٔ دارو هم پيدا کړی دی ۔ نو تاسو علاج کویٔ خو پهٔ حرام څيز علاج مهٔ کویٔ ۔
(ابو داؤد)
ف: پهٔ دې کښې صفا دَ صحت دَ حاصلؤلو حکم شوے دے ۔
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ خوض البدن والعروق اليها واردة فاذا صحت المعدة ډررت العرق بالصحة و اذا فسدت المعرة صدرت العروق بالسقم ۱۲(ص۳۹۰)
دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چې معده دَ بدن حوض دے اؤ رګونه ورنه غذا حاصلوی نو کهٔ معده روغه وه خو رګونه به ترې صحت يوسی او کهٔ خرابه وه نو رګونه ترې بيماری وړی ۔ ( اؤ پهٔ ټول بدن کښې ېٔ ترې نه خوروی) ۔ ( شعب الايمان و بيهقی)
ف: پهٔ دې کښې دَ صحت دپاره دَ معدې خاص خيال ساتلو حکم دے ۔
عن ام المنذرؓ قالت قال رسول اللهﷺ لعلیٍ يا علی فانک ناقه قالت فجعلتم لهم سلقا و شعيرا فقال النّبیﷺ يا علی من هذا فاصب فانه او فق لک ۱۲(ص۳۳۶)
دَ ام امنذرؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ پهٔ يوه موقع حضرت علیؓ ته وفرمائیل کجورې مهٔ خوره تهٔ کمزرے ېٔ بيا ما چقندر اؤ وربشې تيارې کړې نو حضورﷺ وفرمائیل اے علیؓ دَ دې نه وخوره دا درته ښهٔ دی ۔ (احمد ، ترمذی،ابن ماجه)
ف: پهٔ دې حديث شريف کښې دَ بد پرهيزیٔ نه منع شوے ده چې صحت خرابوی ۔
عن ابی هريرةؓ ان رسول الله ﷺ کان يقول اللهم انی اعوذبک من الجوع فانه بئس الضبحيع الخ ص۲۱۷
دَ حضرت ابوهريرهؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ به دا دعا غوښته اے الله زهٔ دَ لوږې نه ستا پناه غواړم چې دا لوږه خراب ملګرے دے دَ شپې۔
ف: پهٔ مرقات کښې ېٔ دَ دې پناه غوښتو سبب دا ليکلې دے چې پهٔ لوږه بدن کمزورے کيږی اؤ ذهن پريشانه کيږی نو دَ دې نه دَ صحت ، قوت ، اؤ جمعيت و اطمينان مطلوب کېدل ( يعنې چې حاصلؤل ېٔ ضروری وی) ثابت شو ځکه چې پهٔ ډيره لوږه کښې دا درے واړه نعمتونه برباديږی) اؤ دَ لوږې کوم فضيلت چې راغلے دے نو هغه داسې دے چې لکه دَ بيماریٔ چې راغلے دے ۔ ( نو دَ دې نه ېٔ مطلوب کېدل نهٔ ثابتيږی) ( خامخا ځان وږې ساتل مفيد نهٔ دی چې کمزورتيا پرې راځی اؤ عبادت کښې کمی کيږی) ( پهٔ دومره اندازه ښهٔ ده چې بنده ورکښې الله پاک ته رجوع شی اؤ دَ ګناهونو نه توبه ګار شی)
عن عقبة بن عامرؓ قال سمعت رسول اللهﷺ ان الله تعالیٰ يدخل (ص۲۳۷)
دَ حضرت عقبه بن عامرؓ نه روايت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی چې تير اندازی هم کویٔ اؤ دَ اَس سورلی هم ۔ (ترمذی، ابن ماجه، ابوداؤد، داری)
ف: دَ اَس سورلی هم يو ورزش دے صحت پرې ښهٔ کيږی اؤ طاقت زياتيږی ۔
وعنه قال سمعت رسول اللهﷺ يقول من علم الرمی ثم ترکه فليس منا او قد عصی ۱۲( مشکوٰة ص۳۴۶)
هم دَ حضرت عقبهؓ نه روايت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی چا چې تير اندازی زده کړه بيا ېٔ پرېښوه هغه زمونږ نه نهٔ دے يا ېٔ وفرمائیل هغهٔ نافرمانی وکړه ۔ (مسلم)
ف: دَ دې نه دَ طاقت اؤ قوت پيدا کؤلو څومره پهٔ سختیٔ سره تاکيد معلوميږی لکه پهٔ آيت نمبر۲ کښې چې حکم شوے دے ۔ باقی تفصيل ېٔ پهٔ نورو حديثونو کښې راځی ۔
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ المؤمن القوی خير واجب الی الله من المؤمن الضعيف و فی کل خير
(۱۲ ص۴۵۲) دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی طاقتور مسلمان دَ الله پهٔ نزد دَ کمزوری مسلمان نه ډېر بهتر دے اؤ زيات غوره دے هسې ټول ښهٔ دی ۔ (مسلم)
ف: هر کله چې دَ مسلمان طاقت اؤ قوت الله تعالیٰ ته داسې خوږ دے نو دَ هغې باقی ساتل بلکې زياتؤل اؤ پهٔ کومو څيزونو چې دا کميږی دَ هغې نه پرهيز کؤل مطلوب شو ۔ نو پهٔ دې څيزونو کښې( کوم چې طاقت کموی) خوراک ډېر کمؤل اؤ خوب ډېر کمؤل اؤ دَ طاقت دَ اندازې نه زيات کور والې کؤل اؤ داسې څيزونه خوړل کوم چې بيماری پيدا کوی يا ورباندې بيماری وږديږی، بد پرهيزی کؤل، دا ټول پهٔ دې حکم کښې راغلهٔ نو دَ دې ټولو خبرو نه ځان بچ کؤل پکار دی اؤ پهٔ طاقت زياتؤلو کښې ورزش کؤل ، منډې ترړې وهل پياده ګرځېدل، دَ قانونی اجازت دننه دَ وسلې استعمال زده کؤل اؤ مشق ېٔ کؤل دا ټول داخل دی لېکن دَ شريعت دَ حد اؤ قانون دَ حد نه بهر وتل نهٔ دی پکار ۔ ځکه چې پهٔ دې هغه اطمينان ، جمعيت اؤ راحت ختميږی کوم چې شرعًا مطلوب دے ۔
عن عمرو بن شعيبؓ عن ابيه عن جده ان رسول اللهﷺ قال الراکب شيطان والراکبان شيطانان والثلثة رکب ۱۲
حضرت عمرو بن شعيبؓ دَ خپل پلار نه اؤ هغه ېٔ دَ نيکه نه روايت کوی چې رسول اللهﷺ فرمائیلی چې يواځې سور شيطان دے اؤ دوه سوارهٔ دوه شيطانان دی اؤ درے سواره قافله ده ۔ ( مالک، ترمذی، ابوداؤد)
ف: دا دَ هغې وخت خبره ده چې يو دوه کسانو ته به پهٔ لار کښې دَ دشمنانو ډاکوانو خطره وه ۔ دَ دې نه معلومه شوه چې دَ ځان دَ حفاظت انتظام ضروری دے ۔
عن ابی ثعلبة الخشنی قال کان الناس اذا تزلوا منزلا تفرقوا فی الشعاب والاودية انما ذلکم من الشيطان فلم ينزلوا بعد ذلک منزلاً الا انضم بعضهم الی بعضٍ حتی يقال لو يهبط عليهم ثوب بعمهم ۱۲
دَ حضرت ابو ثعلبه خشنیؓ نه روايت دے چې خلق به چې پهٔ پړاؤ ديره شو نو پهٔ کندو اؤ ميدانونو کښې به خوارهٔ وارهٔ شو ۔ نو رسول اللهﷺ وفرمائیل ستاسو دا خواره وارهٔ کېدل دَ شيطانی کار دے ۔ ( ځکه چې که څهٔ مصيبت پېښ شی نو دَ يو بل نه به خبر هم نهٔ شیٔ) دَ دې نه پس چې کله به پړاؤ پرېوتو نو دَ يو بل سره به داسې جوخت ناست وو چې دا وئیلی شوه کهٔ چا څادر غوړؤلے وی نو پهٔ ټولو به خور شوے وهٔ ۔ ( ابو داؤد)
ف: دَ دې نه هم دَ ځان پهٔ حفاظت د احتياط کؤلو تاکيد ثابتيږی ۔
عن ابی السائب عن ابی سعيد الخدریؓ ( فی الحديث الطويل) فکان ذلک الغنی يستاذن رسول اللهﷺ بانصاف انهار قير جع الیٰ اهله فاستاذنه يوماً فقال له رسول اللهﷺ خذعليک سلاحک فانی اخشی عليک قريظة فاخذالرجل سلاحه ثم رجع ( مشکوٰة ص۳۶۰)
ابو السائبؓ دَ حضرت ابو سعيد خدریؓ نه روايت کوی چې يو صحابیؓ دَ رسول اللهﷺ نه ( کورته دَ) تلو اجازت وغوښتو ۔ هغوی ورته وفرمائیل وسله درسره واخله دَ بنی قريظه نه( چې يهوديان اؤ دشمنان وو) خطره ده ۔ نو هغهٔ ځان سره وسله واخسته اؤ کور ته لاړو د ايو وږد حديث دے ۔ ( مسلم)
ف: دَ دې نه ثابته شوه چې دَ خطرې پهٔ موقع مسلمان ته دَ خپل ځان دَ حفاظت دپاره ځان سره جائز وسله ګرځؤل ضروری دی ۔
عن عبدالله بن مسعودؓ قال کنا يوم بدر کل تلثة علی بعير فکان ابو لبابهؓ و علیؓ بن ابی طالب زميلی رسول اللهﷺ قال فکانت اذا جاءت عقبة رسول اللهﷺ قالا نحن نمشی عنک قال ما انتما باقوی منی وما انا باغنی عن الاجر منکما ۱۲ (ص۳۳۹)
دَ حضرت عبدالله ابن مسعودؓ نه روايت دے چې مونږ خلق دَ بدر (غزا) پهٔ ورځ درے درے کسان پهٔ يو يو اوښ سوارهٔ وو اؤ ابو لبابهؓ اؤ حضرت علیؓ دَ رسول اللهﷺ سره شريک سوارهٔ وو ۔ وار پهٔ وار به څوک پياده تلو څوک به سوارهٔ وو ۔ چې دَ رسول اللهﷺ دَ پياده تلو وار به راغلو نو هغوی به عرض وکړو ستاسو پهٔ ځائې به مونږ پياده لاړ شو ۔ حضورﷺ به وفرمائیل تاسو زمانه زيات تکړه نهٔ يیٔ اؤ زهٔ تاسو نه دَ ثواب نه بې پرواه نهٔ يم ۔ ( يعنې پياده تلو کښې چې کوم ثواب دے هغې ته زما هم حاجت دے) ۔ ( شرح السنة)
ف: دې نه ثابت شوه چې دَ پياده تلو عادت ساتل هم پکار دے زياته آرام طلبی ښهٔ نهٔ ده ۔
عن عبدالله بن بريدهؓ قال قال جل بفضالة بن عبيد مالی اراک شعثا قال ان رسول اللهﷺ تها ناعن کثير من الار فاه قال مالی لا اری عليک حذاء قال کان رسول اللهﷺ يأمرنا ان نحتفی احيانا ۱۲( ص۳۸۲)
دَ حضرت فضاله بن عبيد رضی الله عنه نه روايت دے چې رسول اللهﷺ به مونږ دَ ډېرې آرام طلبیٔ نه منع کؤلو اؤ راته به ېٔ حکم کؤلو چې کله کله پښې ابله( بې پيزاره ) هم ګرځئ ۔
عن ابی حدادؓ قال قال رسول اللهﷺ اخشوا شنوا وامشو احفاة ۱۲( مجمع ص۳۸ ج ۱)
دَ حضرت ابن ابی احدادؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کلک شیٔ تنګه ګذاره کویٔ دَ سختئ سره ځان عادت کړیٔ اؤ پښې ابله ګرځیٔ ۔ ( جمع الفوائد از کثير)
ف: پهٔ دې کښې ډېرې فائدې دی ۔ مضبوطی ، جفاکشی اؤ آزادی ۔
عن حذيفهؓ قال قال رسول اللهﷺ لا ينبغی للمؤمن ان يذل نفسه قالوا و کيف يذل نفسه قال يتعرض من البلاء لما لا يليق الخ ۱۲(ترمذی ص۵۴ ج ۲)
دَ حضرت حذيفه ؓ نه روايت دے چې نبی کريمﷺ فرمائیلی دی چې مسلمان ته نهٔ ښئی چې خپل ځان ذليل( سپک) کړی ۔ چا عرض وکړو يا رسول اللهﷺ دَ دې مطلب څهٔ دے ۔ حضورﷺ وفرمائیل ځان سپکؤل دا دی چې دَ کوم مصيبت برداشت کؤلو طاقت نهٔ لری هغې ته ورمخکښې شی ۔(ترمذی)
ف: وجه ېٔ څرګنده ده چې پهٔ داسې کؤلو پریشانی زياتيږی ۔ پهٔ دې کښې هغه ټول کارونه راځی چې ېٔ دَ قابو نه بهر وی ۔ بلکې کهٔ دَ چا مخالف دَ لاسه دَ تکليف خطره وی نو دَ حاکمِ وخت پهٔ ذريعه دَ هغې دفع کؤل پکار دی ۔ حاکم ېٔ خپله انتظام کوی اؤ کهٔ تاسو ته دَ بدلې اخستو اجازت درکوی اؤ کهٔ خپله دَ حاکمانو دَ طرف نه څهٔ دَ خفګان خبره پېښه شی نو پهٔ تهذيب سره دَ خپل تکليف اطلاع ورکؤل پکار دی ۔ کهٔ بيا ېٔ هم هغوی دَ دفع کؤلو څهٔ انتظام ونه کړو نو مقابله ورسره مهٔ کویٔ ۔ نهٔ پهٔ عمل ، نهٔ پهٔ ژبه ، نهٔ پهٔ قلم، صبر کویٔ اؤ دَ الله تعالیٰ نه سوال کویٔ چې دا پرېشانی ختم کړی ۔ دا درے آيتونه اؤ شل حديثونه دی چې پهٔ آخری ووهٔ نه علاوه ټول دَ مشکوٰة نه اخستې شوی دی ۔
نوټ: (۱) دَ دې آيتونو اؤ حديثونو نه صفا ثابتيږی چې صحت ، قوت اؤ جمعيت ( اطمينان) امن و امان اؤ راحت مطلوب دے ۔ (۲) نو کوم کارونه چې پهٔ دې مقصدونو کښې خلل اچوی نو قانون دا دے کهٔ دغه مقصد حاصلؤل واجب وی اؤ دا خلل سخت اؤ يقينې وی نو پهٔ داسې کار عمل کؤل حرام دی اؤ کهٔ خلل يقينې نهٔ وی نو مکروه دے ۔ (۳) کهٔ بغير دَ بنده دَ اختيار اؤ ارادې نه خالص دَ الله دَ طرفه داسې څهٔ واقعه پېښه شی چې پهٔ هغې دا درے مقصده صحت، قوت، جمعيت، برباد شی نو پهٔ داسې مصيبت دَ الله دَ طرف نه اجر اؤ ثواب ورکېدے شی اؤ پهٔ غيبی امداد سره ېٔ پرېشانی ختميږی ۔ نو پهٔ داسې مصيبتونو صبر پکار دے اؤ خوشحاليدل پکار دی ځکه چې داسې واقعات ټولو نبيانو عليهم السلامو اؤ وليانو اؤ دَ الله نيکو بنديانو ته پيښ شوی دی ۔ قرآن، احاديث اؤ تواريخ دَ داسې واقعاتو نه ډک پراتهٔ دی ۔