دولسم روح
جماعت جوړؤل اؤ دَ هغې حقونه ادا کؤل ۔
پهٔ دې کښې جماعت جوړؤلو کښې دَ مالې يا بدنې امداد کؤل ، زمکه ورکؤل (مات ګوډ مرمت کؤل اؤ دا ټول داخل دی) (پهٔ حقونو کښې دا ټولې خبرې راځی ۔ (۱) پهٔ جماعت کښې دَ جمعې نمونځ کؤل ۔ (۲) جماعت پاک ستره ساتل ۔ (۳) دَ جماعت ادب عزت کؤل ۔ (۴) دَ هغې خدمت کؤل ۔ (۵) اؤ پکښې ډېره ډېره حاضری ورکؤل ۔ دَ دې متعلق يو څو آيتونه اؤ يو څو حديثونه ليکو ۔ ”قال الله تعالیٰ وَمَن اَظلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مسٰجدَ اللهِ اَن يُّذکَرَ فِيهَااسمُهُ وَ و سَعٰی فِی خَرَابِهَا ۱۲(سوره بقره)” الله تعالیٰ فرمائیلی دی اؤ دَ هغه سړی نه زيات ظالم به څوک وی چې دَ الله تعالیٰ پهٔ جماعتونو کښې دَ ذکر و عبادت بنديز کوی اؤ دَ هغې ورانؤلو کښې کوشش کوی ۔
اِنَّمَا يَعمُرُ مَسٰجِدَاللهِ مَن اٰمَنَ بِاللهِ وَاليَومِ الاخِرِ وَاقَامَ الصَّلوٰة وَ اٰتی الزَّکوٰةَ وَلَم يَخشَ اِلاَّ اللهَ فَعَسٰیَ اُولٰؔئِکَ اَن يَّکُونُوا مِن المُهتَدِينَ ط”سور توبه“ ”دَ الله تعالیٰ جماعتونه( پهٔ رښتيا) آبادؤل دَ هغه چا کار دے څوک چې پهٔ الله تعالیٰ اؤ دَ قيامت پهٔ ورځ ايمان لری اؤ دَ نمانځهٔ پابندی کوی اؤ زکوٰة ورکوی اؤ بې دَ الله نه نور دَ هېچا نه نهٔ ويريږی نو داسې خلق دې طمع لری ( وعده ده) چې خپل مقصود ( جنت ،نجات) ته به ورسی ۔ ( توبه)
ف: پهٔ دې آيت کښې جماعت آبادونکی ته زيرې دے دَ ايمان اؤ جنت لکه دَ حضرت ابو سعيد خدریؓ نه روايت دے چې نبی کريمﷺ فرمائیلی دی تاسو چې ووينئ چې يو سړے دَ جماعت خيال ساتی ۔ ( يعنی دَ جماعت خدمت کوی اؤ جمعې ته حاضريږی) نو تاسو پهٔ ايماندارئ ګواهی ورکویٔ ځکه چې الله تعالیٰ فرمائیلی دی ”اِنَّمَا يَعمُرُ مَسٰجِدَ الله( الايه) آيت دے چې اوس ېٔ ترجمه تيره شوه ۔ (ترمذی)
فِی بُيُوتٍ اِذِنَ اللهُ اَن تُرفَعَ وَ يُذکَرَ فِيهَااسمَه ۱۲(اهل هدايت) پهٔ داسې کورونو کښې عبادت کوی دَ کومو پهٔ باره کښې چې الله تعالیٰ حکم کړے چې ادب دې ېٔ وکړې شی اؤ ذکر دې پکښې کيږی ۔
ف: دَ دې کورونو نه مراد جماعتونه دی اؤ دَ دې ادب دا دے کوم چې پهٔ مخکښې حديثونو کښې راځی ۔
عن عثمان بن عفانؓ قال عرض قول للناس فيه حين بنی مسجد رسول اللهﷺ وانی سمعت رسول اللهﷺ يقول من بنی مسجد ايبتغی به وجه الله بنی الله له بيتا و فی رواية بنی الله له مثله فی الجنة ۔ ” دَ حضرت عثمان بن عفانؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې يو جماعت جوړ کړی اؤ غرض ېٔ دَ الله تعالیٰ رضا اؤ خوشحالی وی ( بل څهٔ خراب غرض ېٔ نهٔ وی) الله تعالیٰ به هغهٔ دپاره دغه شان کور پهٔ جنت کښې جوړ کړی ۔ ”بخاری و مسلم“
ف: دَ دې حديث شريف نه دَ نيت دَ صفايئ تاکيد هم معلوم شو ۔ کهٔ نوے جماعت نهٔ وی دَ زوړ جماعت چا مرمت وکړو هم دغه ثواب ېٔ دے ۔ ځکه چې حضرت عثمانؓ دا حديث دَ مسجد نبویﷺ دَ مرمت پهٔ وخت بيان کړے وهٔ ۔ دَ نورو حديثونو نه هم دغه شان معلوميږی ۔
عن جابر بن عبدالله ان رسول اللهﷺ قال من بنی مسجد الفحص قطاة او اصغر بنی الله بيتا فی الجنة۱۲(ترغيب ص۶۵)” دَ حضرت جابر بن عبداللهؓ نه روايت دے څوک چې يو جماعت جوړ کړی کهٔ هغه دَ قطاؔت ( غوندې وړې) مرغۍ دَ جالې برابر يا دَ دې نه هم وړوکے وی ۔ الله تعالیٰ به هغهٔ ته پهٔ جنت کښې کور جوړ کړی ۔ ( جوړؤلو کښې مالې امداد اؤ خالی خدمت دواړه راځی)
رُزينؓ عن ابی سعيدؓ فکان ﷺ يحمل اللبن معهم ۱۲( جمع الفوائد ج ۱ ص۶۷)
رُزينؓ نه دَ حضرت ابو سعيدؓ روايت دے چې نبی کريمﷺ دَ مسجد نبوی جوړؤلو پهٔ وخت خپله کچه خښتې راچلؤلے ۔ (ابن حزيمه و ابن ماجه)
ف: دَ دې حديث نه دَ جماعت پهٔ جوړېدو کښې دَ چندې ورکؤلو فضيلت هم معلوم شو ۔ ځکه چې دَ جالې برابر جوړېدو مطلب هم دغه کېدے شی ۔ چې پوره جماعت ېٔ نهٔ وی جوړ کړے ۔ پهٔ جوړؤلو کښې ېٔ دومره قدرې شرکت کړی وی چې پهٔ هغې رقم دَ جالې برابر ځائې جوړېدې شی اؤ پورتنی حديث کښې چې راغلی دی چې دغه شان کور به ورته پهٔ جنت کښې جوړ کړی شی نو دَ هغې دا مطلب نهٔ دے چې دَ جالې هومره وړوکے کور به ورته پهٔ جنت کښې جوړ شی تشبيھ پهٔ وړوکوالې کښې نهٔ ده بلکې تشبيھ پهٔ اخلاص کښې ده ۔ څنګه چې دَ هغه سړی اخلاص وی هغه هومره به پهٔ کور کښې فراخی وی ۔
عن عبدالله بن عمرؓ قال قال رسول اللهﷺ من بنی الله مسجدا بنی الله بيتا او سع منه ”عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې حضورﷺ فرمائیلی دی چا چې دَ الله دپاره جماعت جوړ کړو ۔ الله به ورته پهٔ جنت کښې دَ هغې نه ډېر فراخ کور جوړ کړی ۔ ( احمد)
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ من بنی بيتا يعبدالله فيه من مال حلال بنی الله له بيتا فی الجنة من درّو يا قوت ۱۲( کلهما علی ص۶۵)” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ عبادت دپاره پهٔ حلال مال څهٔ آبادی وکړی ۔ ( يعنې جماعت جوړ کړی) الله تعالیٰ به هغهٔ ته پهٔ جنت کښې دَ ياقوتو اؤ ملغلرو کور جوړ کړی ۔(طبرانی، اوسط)
ف: دا هم دَ جماعت پهٔ آدابو کښې دی ۔ چې حرام مال دې پکښې نهٔ لګوی حرامه پيسه وی کهٔ ملبه کهٔ زمکه، لکه ځنی خلق چې پهٔ شوق کښې پردیٔ زمکه باندې دَ مالک نه بې اجازته جماعت جوړ کړی اؤ بيا کهٔ ېٔ څوک منع کوی نو جنګ ته تيار وی اؤ دا پهٔ اسلام غيرت اؤ دَ دين خدمت ګڼی ۔ بيا خاص پهٔ هغه وخت کهٔ دَ زمکې مالک غير مسلم وی خو دَ کفر اؤ اسلام مقابله ترې جوړه شی ۔ ښهٔ پوههٔ شیٔ چې داسې جماعت دَ شريعت پهٔ حکم هډو جماعت نهٔ دے تر څو چې مالک پهٔ خپله رضا زمکه جماعت ته وقف نهٔ کړی ۔
عن ابی سعيدؓ قال کانت سوداء تقم المسجد فتوفيت ليلا فلما اصبح رسول اللهﷺ اخبر بها فقال الا آذنتمونی فخرج باصحابه فوقف قبرها فکبر عليها والناس خلفه و دعا لها ثم انصرف۱۲ ”دَ حضرت ابو سعيدؓ نه روايت دے چې يوه توره ښځه وه ( شايد حبشنه وه) چې جماعت به ېٔ جارو کؤلو ۔ يوه شپه هغه مړه شوه چې سحر شو نو نبی کريمﷺ خبر کړې شو هغوی وفرمائیل تاسو زهٔ ولې خبر نه کړم ۔ بيا دَ اصحابوؓ سره لاړو دَ هغې قبر ته ودرېدو تکبير ېٔ وکړو بيا ېٔ دعا وکړه اؤ واپس شو ۔ ( دَ جنازې نمونځ ېٔ وکړو)”ابن ماجه و ابن خزيمه“
وفی رواية ثم قال اے العمل وجدت افضل قالوا يا رسول الله اتسمع قال ما انتم باسمع منها فذکر انها اجابته قم المسجد۱۲ ۔ ”اؤ پهٔ يو روايت کښې دی تپوس ېٔ ترې نه وکړو چې تا خپل کوم عمل زيات افضل ومندو هغې ځواب ورکړو جماعت جارو کؤل ۔”ابو الشيخ اصفهانی“
ف: وګوریٔ دَ جماعت جارو کؤلو پهٔ برکت رسول اللهﷺ دَ يو ګمنامې ښځې څومره ډېر قدر وکړو چې دَ هغې دَ وفات خبر نهٔ ورکؤلو ېٔ دَ اصحابوؓ نه ګيله وکړه ۔ بيا ېٔ دَ هغې پهٔ قبر دَ جنازې نمونځ وکړو ۔ بيا دَ حضورﷺ پهٔ پښتنه هغې خپله دَ جماعت جارو کؤلو فضيلت بيان کړو ۔ افسوس دے چې نن سبا خلق جماعت جارو کؤل سپک کار ګڼی۔
عن ابی قرصافةؓ انه سمع النبیﷺ قال واخراج القمامة من المسجد مهور الحور العين۱۲ ”ترغيب کلها علی ص۶۶“
دَ ابو قرصافهؓ نه پهٔ وږد حديث کښې روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ جماعت صفائی کؤل دَ ښائسته غټو سترګو والا حورو مهر دے ۔”طبرانی کبير“ ”عن ابی سعيد الخدریؓ قال قال رسول اللهﷺ من اخرج اذی من المسجد بنی الله له بيتا فی الجنة” دَ حضرت ابو سعيد خدریؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چا چې دَ جماعت نه داسې شے لرې کړو چې خلقو ته ترې تکليف وهٔ لکه اغزی يا ډکې يا کاڼی شګې وغيره ۔ الله تعالیٰ به ورته پهٔ جنت کښې کور جوړ کړی ۔ ”ابن ماجه“ ” و عن عائشهؓ قالت امرنا رسول اللهﷺ بيتًا المسٰجد فی الدود وان تنظف و تطيب ۔ ” دَ حضرت عائشې ابۍ رضی الله تعالیٰ عنها نه روايت دے چې مونږ ته رسول اللهﷺ پهٔ هره محله کښې دَ خپل جماعت جوړؤلو حکم راکړے دے اؤ دَ هغې دَ پاک اؤ صفا ساتلو حکم ېٔ هم کړے دے ۔ ” احمد، ترمذی،ابوداؤد،ابن ماجه، ابن خزيمه“
ف: پاک ساتل داسې چې ناپاک بنده ناپاکه جامه، بدبويه تيل وغيره دی پکښې نهٔ وی اؤ صفا داسې چې خيچن دې نهٔ وی ۔” عن وائله بن الاسقع ان النبی ﷺ قال ( فی الحديث الطويل) جَمِّرُها فی الجمع۱۲ کلاهما علی ص۶۷ ۔ ” دَ حضرت وائله بن الاسقعؓ پهٔ يو لوی حديث کښې روايت کوی چې نبی کريمﷺ مونږ ته فرمائیلی دی چې پهٔ جماعتونو کښې هره جمعه دَ خوشبويئ لوګے کویٔ ( لکه عود اګربتی وغيره)”ابن ماجه، کبير، طبرانی“
ف: دَ جمعې ورځ خامخا ضروری نهٔ ده خو دا پهٔ دې مصلحت ياده شوے ده چې پهٔ دې ورځ جماعتوتو کښې ګڼه ګوڼه ډېره وی ۔ هر قسم خلق پکښې راغلی وی ۔ چې پهٔ دغه ورځ خوشبوئی لوګے شوے وی نو چاته به تکليف نهٔ وی ۔” عن ابی هريرةؓ ان رسول اللهﷺ اذا رأيتم من بيع او يبتاع فی المسد فقولو الا اربح الله تجارتک اذا رأيتم من ينشد ضالة فقولوا لارد الله عليک و فی رواية قبلها فان المساجد لم تبن لهذا ۱۲ ”مسلم وغيره ترغيب ص۶۸“ ” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چا چې څوک پهٔ جماعت کښې پهٔ سود سودا وليدو نو ورته ووايئ الله دې پکښې فائدہ در نهٔ کړی ۔ اؤ چې څوک ووينئ چې دَ خپل ورک څيز تلاش کؤلو دپاره جماعت کښې چغې وهی نو ورته ووايئ ېٔ هېچرې دې ېٔ در نهٔ کړی ۔ ”ترمذی،نسائی،ابن خزيمه“ اؤ پهٔ يو روايت کښې ورسره دا الفاظ هم دی چې ” جماعتونه دَ کارونو دپاره نهٔ وی جوړ ۔ “ ”مسلم،ابوداؤد، ابن ماجه“
ف: مطلب دَ هغه ورک څيز تلاش دے کوم چې بهر ورک شوی وی اؤ دې دپاره پهٔ جماعت کښې آوازونه کوی ۔ چې دلته دَ هر ځاېٔ خلق جمع دی ۔ څوک به ېٔ پته را کړی ۔ دا خبره دَ تنبيه دپاره ده ۔ ” چې بيا داسې کار نهٔ کوی“ اؤ کهٔ دَ جنګ جګړې خطره وی پکښې نو بيا دغه وينا دې پهٔ زوره نهٔ کوی زړهٔ کښې دې ووائی پهٔ دې حديث کښې دَ جماعت دَ باطنې ادب خيال ساتلو حکم دے ۔ چې جماعت دَ الله تعالیٰ دَ ذکر و عبادت دپاره خاص دے دلته دَ دنيا کارونه ” دَ دنيا خبرې“ مهٔ کویٔ۔
عن ابن عمرؓ ان النبیﷺ قال خصال الاينبغين فی المسجد لا يتخذ طريقا ولا يشهر فيه صلاح ولا ينهض فيه بقوس ولا ينشر فيه نيل ولا يمر فيه بلحم نی ولا يقرب فيه حد ولايقص فيه من احد ولايتخذ سوقًا
دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې نبی کريمﷺ فرمائیلی دی يو څو کارونه دی چې پهٔ جماعت کښې ېٔ کؤل ښهٔ نهٔ دی ۔ پهٔ جماعت کښې لارې مهٔ جوړویٔ لکه ځنی خلق چې دَ لوی چکر نه بچ کېدو دپاره پهٔ جماعت کښې بل طرف ته وځی اؤ پهٔ جماعت کښې تورې مهٔ مږیٔ ۔ اؤ ليندې پکښې مهٔ راکاږیٔ اؤ غشی پکښې مهٔ خورویٔ اؤ اومه غوښه ورته مهٔ راننه باسیٔ ۔ مهٔ ورکښې چاته سزا ورکویٔ اؤ مهٔ ورکښې دَ چانه بدله اخلیٔ ” يعنې شرعی حدود و قصاص دې هم پهٔ جماعت کښې نهٔ شی اخستے اؤ مهٔ ترې بازار جوړویٔ” سود سودا پهٔ کښې مهٔ کویٔ“ ۔ ( ابن ماجه)
ف: دا ټولې خبرې دَ جماعت دَ ادب نه خلافې دی ۔
عن عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ سيکون فی اٰخر الزمان قوم يکون حديثهم فی مساجد هم ليس الله فيهم حاجة ۱۲ ۔
دَ حضرت عبدالله ابن مسعودؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ۔ ډېر ژر به پهٔ آخره زمانه کښې داسې خلق پيدا شی چې خپلې دَ دنيا خبرې به پهٔ جماعتونو کښې کوی ۔ نو الله تعالیٰ به دَ داسې خلقو هېڅ پرواه نهٔ لری ۔ (يعنې خوشحاله به ترې نهٔ وی) ”ابن حبان“
ف: پهٔ جماعت کښې دَ دنيا خبرې کؤل بې ادبی ده ۔
عن عبدالله بن عمرؓ قال قال رسول اللهﷺ۔۔۔۔۔۔۔ الخ ۔
دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ جمعې نمانځهٔ دپاره جماعت ته ځی نو هغهٔ ته به پهٔ يو قدم يو ګناه معاف کيږی اؤ پهٔ بل قدم به يو نيکی ليکلې شی ۔ پهٔ تلو کښې هم اؤ واپس راتلو کښې هم ۔ (احمد،طبرانی،ابن حبان)
ف: دَ الله تعالیٰ څومره لوے رحمت دے چې جماعت ته پهٔ تلو کښې هم ثواب دے اؤ بيا واپس کورته راتلو کښې هم هغه شان ثواب دے ۔
عن ابی الدرداء رضی الله عنه عن النبیﷺ قال من مشی فی ظلمة الليل الی المسجد لقی الله عزوجل بنوريوم القيٰمة ص۷۲ ۔
دَ حضرت ابو درداءؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ شپې پهٔ تيارهٔ کښې جماعت ته ځی دَ قيامت پهٔ ورځ به الله تعالیٰ سره پهٔ ”نُور“ کښې ملاقات کوی ۔
عن ابی هريرة رضی الله عنه قال سمعت رسول اللهﷺ يقول سبعة يظلم الله فی ظله يوم الاضل الاظله الامام العادل وشاب نشأ فی عبادة الله عزوجل و رجل قلبه معلق بالمسجد الخ ۱۲
دَ حضرت ابوهريرؓ نه روايت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی چې ووهٔ ”۷“ کسانو ته به الله تعالیٰ پهٔ خپل سېوری کښې ځائې ورکړی چې هغه ورځ ”قيامت“ چې بې دَ الله تعالیٰ دَ سېوری نه به بل سېورے نهٔ وی ۔ پهٔ دې ووهٔ ”۷“ کښې يو هغه سړے هم دے چې زړهٔ ېٔ جماعت سره تړلې وی ۔ ”بخاری و مسلم“
(يعنې جماعت کښې دَ يو نمونځ کؤلو نه پس دَ بل نمانځهٔ پهٔ انتظار وی چې بيا به جماعت ته ځم) ګويا زړهٔ ېٔ پهٔ جماعت کښې دے اؤ دَ ضرورت پهٔ وجه بهرته راوتې دے)
عن انسؓ قال قال رسول اللهﷺ اياکم وهذه البقلتين المنثنتين ان تاکلو هما و تدخلوا مساجدنا فان کنتم لا بدأ کلو هما فاقتلو هما بالنار قتلا ۱۲
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دا دوه”۲“ بدبويه ترکاریٔ مو خوړلې وی (پياز اؤ اوږه لکه نورو حديثونو کښې چې راځی ، نو جماعت ته تلو نه ځان ساتئ اؤ کهٔ خامخا دَ دې دَ خوړلو ضرورت وی نو (دَ دې بدبوئی) پهٔ اور وژنئ يعنې پخې ېٔ خوریٔ کچه مهٔ خوریٔ ۔ ”طبرانی“
عن ابی امامة عن النبیﷺ قال من عندا الی المسجد لا يريد الا ان يتعلم خيرا او يعلم کان له کاجر حاج تاما حجته ۱۲ ”ترغيب ص ۳۵“۔
” دَ حضرت ابو امامهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې جماعت ته خالص پهٔ دې نيت ځی چې دَ دين خبره زده کړی يا ېٔ بل ته وښئی ۔ نو هغهٔ ته به دَ حج کؤلو هومره ثواب ورکېدے شی ۔ ”طبرانی“
ف: دَ دې نه معلومه شوه چې جماعت څنګه چې مونږ دپاره دَ عبادت ځائې دے دغه شان دَ دين زده کؤلو ځائې هم دے ۔ نو پهٔ جماعت کښې داسې سړی له وسېدل پکار دی څوک چې خلقو ته دَ دين خبرې ښئی دا ټول حديثونه دَ ”ترغيب“ نه اخستے شوی دی ۔ بې دَ دوؤ حديثونو نه چې هغې سره مشکوٰة اؤ جمع الفوائد ليکلې دی ۔
دستور العمل: (دَ کار طريقه” کوم چې دَ دې آيتونو اؤ حديثونو نه ثابتيږی دا دی ۔ (۱) پهٔ هر يو وړوکی کار کښې دَ هغې دَ ضرورياتو مناسب جماعت جوړؤل ضروری دی ۔ (۲) لېکن دا جماعت پهٔ حلال مال اؤ پهٔ حلاله زمکه جوړؤل پکار دی ۔ (۳) دَ جماعت ادب کؤل ضروری دی يعنې پاک ستره ساتل، جارو کؤل اؤ نور ضروری خدمت دَ بدبويه څيزونو نه بچ کؤل ۔ دَ دنيا خبرې پکښې نهٔ کؤل ۔ (۴) دَ کلی ټولو سړيو ته پکار دی چې دَ جمعې نمانځهٔ ته راځی اؤ بې دَ خاص عذر نه دې دَ جمعې نمونځ نهٔ قضا کوی ۔ پهٔ دې کښې يوه فائدہ دا هم ده چې خپلو کښې تعلق زياتيږی ۔ دَ يو بل دَ غم درد نه خبريږی ۔ دَ مالکؓ دَ حديث نه دا هم ثابتيږی چې يوه ورځ حضرت عمرؓ دَ سحر پهٔ نمانځهٔ کښې سليمان بن ابی حشمهؓ ونهٔ ليدو چې بازار ته تلو دَ سليمانؓ کور پهٔ لاره کښې وهٔ ۔ دَ هغهٔ دَ مور نهٔ ېٔ تپوس وکړو چې نن سليمانؓ دَ سحر نمانځهٔ کښې نهٔ وهٔ ۔ الخ (۵) پهٔ جماعت کښې ښهٔ عالم ساتل پکار دی چې دَ کلی خلقو ته دَ دين خبرې ښئی ۔ (۶) کله چې وزګار يئ نو جماعت کښې کښېنیٔ خو دَ دنيا خبرې مهٔ کویٔ ۔ څهٔ دَ دين کار عبادت، ذکر، يا دَ دين خبرې کویٔ ۔ کهٔ ټول خلق دَ دې پابندی وکړی نو دَ ثواب نه علاوه دَ جماعت جمع به هم درنه شی اؤ دَ کلی اتفاق اؤ طاقت به هم زيات شی ۔
تنبيه: پهٔ حديثونو کښې صفا راغلی دی چې زنانه دپاره کور کښې دَ نمانځهٔ ثواب دَ جماعت نه زيات دے ۔