يوويشتم روح
دنيا پورې زړهٔ نهٔ تړل اؤ دَ آخرت غم کؤل
پهٔ دې باندې دين کښې پوخوالې اؤ زړهٔ کښې مضبوطيا راځی اؤ دا خبره داسې پيدا کېدے شی چې بنده همېشه دا سوچ کوی چې دا دنيا يو ډېر معمولی اؤ ژر ختمېدونکے شے دے ۔ خاص کر خپل عمر خو به ډېر ژر پوره شی اؤ آخرت يو ډېر شاندار شے اؤ يقينی راتلونکے دے ۔ اوله پوړۍ ېٔ مرګ دے چې ډېر ژر راتلونکے دے اؤ بيا پله پسې دا واقعات شی ۔ دَ قبر سوال ځواب اؤ ثواب اؤ عذاب ، دَ قيامت حساب کتاب، دَ جنت اؤ دوزخ جزا يا سزا پهٔ دې مضمون کښې يو څو آيتونه اؤ حديثونه ليکو ۔
آيات(۱): زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهوَاتِ مِنَ النِّسآءِ وَالَبَنِين وَالقَنَاطِيرِ المُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهبِ وَ الفِضَّةِ وَالخَيلِ المُسَوَّمَةِ وَالاَنعَامِ وَالحَرثِ ط ذٰلِکَ مَتَاعُ الحَيٰوةِ الدُّنيا وَاللهُ عِندَهُ حُسنُ المَاٰب قُل اَؤنَبِئُکُم بِخَيرٍ مِّن ذٰلِکُم لِلَّذِينَ اتَّقَوا عِندَ رَبِّهِم جَنّٰت تَجرِی مِن تَحتِهَا الانهٰرُ خٰلِدِينَ فِيهٰا وَاَزوَاج مُّطَهَّرَة وَّرِضوَان مِّنَ اللهِ( آل عمران)
الله تعالیٰ فرمائی ښائسته ښکاری( اکثر) خلقو ته مينه دَ ښائسته څيزونو لکه ښځې اؤ ځامن ، اسونه اؤ نور څاروی اؤ پټی ، ( لېکن) دا ټول پهٔ ژوند کښې دَ استعمال څيزونه دی اؤ دَ آخرت دَ انجام بهتری ( څيز) دَ الله سره ده ۔ کوم چې دَ مرګ نه پس پکار راځی اؤ دَ کوم دَ خبر ورکؤلو حکم چې مخکښې راځی ۔ يعنې تهٔ ( دې خلقو ته) دا ووايه چې آيا زهٔ تاسو ته داسې شے وښيم چې هغه دَ دې( دومره) څيزونو نه ډېر بهتر دے ( نو واوریٔ) داسې خلقو دپاره څوک چې دَ الله تعالیٰ نه ويريږی دَ هغې مالک( حقيقی) سره داسې باغونه دی ”جنت“ چې پکښې نهرونه بهيږی ۔ دوی به پهٔ دې جنت کښې همېشه همېشه وسی، اؤ دوی دپاره پهٔ دې کښې داسې بيبيانې دی چې ( هر قسم نه) پاکې ستره دی ،( اؤ دوی دپاره) دَ الله پاک رضا ده ۔ ( آل عمران)
مَا عِندَکُم ينفَدُ وَ مَا عِندَاللهِ بَاقٍ ط (سوره نحل)” الله تعالیٰ فرمائی څهٔ چې پهٔ دنيا کښې تاسو سره دی هغه يوه ورځ ختميدونکے دی( دَ زائل کېدو پهٔ وجه دی اؤ کهٔ دَ مرګ) اؤ څهٔ چې دَ الله تعالیٰ سره دی هغه به همېشه وی ۔ ( نحل) ” اَلمَالُ وَالبَنُونَ زِينَةُ الحَيٰوةِ الدُّنيا وَالبٰقِيٰتُه الصّٰلِحٰتُ خَير عِندَ رَبِّکَ ثَوَابًا وَّخَير اَمَلاً ط(سوره کهف)
الله تعالیٰ فرمائی مال اؤ اولاد دَ دنياوی ژوند يو رونق دے اؤ کوم نيک عملونه چې همېشه همېشه دپاره باقی پاتې کيدونکی دی هغه دَ رب پهٔ نزد يعنې پهٔ آخرت کښې دَ ثواب پهٔ اعتبار هم ډېر بهتر دی اؤ دَ طمعې پهٔ اعتبار هم ډېر بهتر دی ۔ ( يعنې دَ نيکو عملونو سره چې کوم اميدونه تړلی شی هغه به پهٔ آخرت کښې ضرور پوره کيږی بلکې دَ هغې نه به زيات ورکؤلے شی) پهٔ خلاف دَ دنياوی سامان چې دَ هغې نه چې پهٔ دنيا کښې کومه طمع وی هغه هم اکثر نهٔ پوره کيږی ۔ پهٔ آخرت کښې خو ترې هډو څهٔ طمع نشته ۔ ( کهف)
اِعلَمُوآ اِنَّمَاالحَيٰوةُ الدُّنيا لَعِب وَّلَهو وَّزِينَة وَّ تَفَاخَر بَينَکُم وَتَکَلمُّو فِی الاَموَالِ وَالاَولَادِ ط کَمَثلِ غَيثٍ اَعجَبَ الکُفَّارَ نَبَاتُه ثُمَّ يَهِيجُ فَتَزَکٰهُه مُصفَرًّا ثُمَّ يَکُونُ حُطَامًا ط وَ فِی الاخِرَةِ عَذَاب شَدِيد وَّمَغفِرَة مِّنَ اللهِ وَرِضوَان ط
(سورة حديد)” الله تعالیٰ فرمائی پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې ( دَ آخرت پهٔ مقابله کښې ) دَ دنيا ژوند هرګز دَ توجه قابل نهٔ دے ( ځکه) چې دا فضول لوبې اؤ يو ( ظاهری ) ښائست اؤ پهٔ يو بل باندې فخر کؤل ، ( پهٔ طاقت، ښائست، اؤ هنر و کمال کښې) اؤ پهٔ مال اؤ اولاد کښې پهٔ يو زياتی ښکاره کؤل دی ۔ ( مخکښې دَ دنيا زوال يو مثال بيانؤلو نه پس فرمائی ( اؤ دَ ) آخرت ( کيفيت دا دے چې پهٔ دې) کښې ( دَ کفارو دپاره) سخت عذاب دے اؤ ( ايماندارو دپاره) دَ خدائې پاک دَ طرف نه بخشش اؤ رضا ده ۔ ( حديد)
بَل تُؤثِرُونَ الحَيٰوةَ الدُّنيا ط وَالاخِرَةُ خَير وَّاَبقٰی ط” الله تعالیٰ فرمائی بلکې تاسو دنياوی ژوند ته ترجيح ( غوره والے) ورکویٔ اؤ حال دا دے چې آخرت ( دَ دنيا نه) ډېر زيات بهتر اؤ پائیدار دے ۔ (سوره اعلی)
احاديث: ”عن المستور بن شداد قال سمعت رسول اللهﷺ يقول وما الدنيا فی الاخرة الامثل ما يجعل احدکم اصبعه فی اليم قلينتظر بم يرجع( مشکوٰة ص۴۳۹)“ دَ حضرت مستور بن شداد نه روايت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی هغوی فرمائیل زما دې قسم پهٔ خدائې وی دَ آخرت پهٔ مقابله کښې دَ دنيا نسبت داسې دے لکه يو سړے چې پهٔ درياب کښې ګوته ډوبه کړی بيا ېٔ راوباسی پس ودې ګوری چې څومره اوبه ورپورې نښتی دی نو دَ دې اوبو چې دَ درياب دَ اوبو سره څهٔ نسبت دے دغه شان نسبت دَ دنيا دَ آخرت سره دے ۔ (مسلم) ” عن جابرؓ ان رسول اللهﷺ مربحيری ميت قال ايکم يحب ان هذا له بدرهم فقالوا ماتحب انه لنا بشی و قالا ما تحب انه لنا بشی و قال فوالله الدنيا اهون علی الله من هذا عليکم(مسلم ص۴۳۹)
دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ دَ بيزې پهٔ يو غوږ پرېکړی مړ بچې تېر شو وې وئیل تاسو کښې څوک دا خوښوی چې دَ بيزې دا مړ بچے پهٔ يوه روپۍ واخلی ۔ خلقو عرض وکړو يا رسول اللهﷺ روپۍ خو ډېر شے دے دا خو به څوک پهٔ ډېر معمولی شی هم اخستل خوښ نهٔ کړی ۔ حضورﷺ وفرمائیل قسم پهٔ الله چې دُنيا دَ الله تعالیٰ پهٔ نزد دَ دې نه هم سپکه اؤ ذليله ده ۔ ( مسلم)
عن سهل بن سعدؓ قال قال رسول اللهﷺ لو کانت الدنيا تعدل عندالله جناح بعومنه ماسقٰی کافرًا منها شربة ۱۲ ( رواه احمد و ترمذی ص۴۴۱)” دَ حضرت سهل بن سعدؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کهٔ دَ دنيا ( قدر) الله پاک سره دَ ماشی دَ وزر برابر هم وی نو کافر ته به ېٔ ترې يو ګوټ هم نهٔ وې ورکړے ۔ ( احمد،ترمذ،ابن ماجه)” عن ابی موسٰیؓ قال قال رسول اللهﷺ من احب دنياه اضر بآخرته و من احب آخرته اضر بدنياه فاثروا ما يبقی علی يفنی( رواه احمد والبيهقی م ص۴۴۱)” دَ حضرت ابی موسٰیؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ خپلې دنيا سره محبت کوی هغه به خپل آخرت ته نقصان رسوی اؤ څوک چې خپل آخرت سره محبت کوی هغه به ضرور خپلې دنيا ته نقصان رسوی ۔ نو تاسو ته پکار دی چې همېشه باقی پاتی کيدونکی څيز( يعنې آخرت) ته پهٔ فنا کېدونکی څيز( يعنې دنيا) ترجيح ورکړیٔ ۔ (احمدو بيهقی) ” عن کعب بن مالکؓ عن ابيه قال قال رسول اللهﷺ ما ذئبان جائعان اُرسلا فی فنم بافسد لها من حرص المرء علی المال والشرف لدينه ( م ص۴۴۱)” دَ حضرت کعب بن مالکؓ نه روايت دی چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کهٔ دوه وږی پړانګان دَ بيزو پهٔ کنډک کښې پرېښوې شی نو هغه به دومره بيزې تباه نهٔ کړی څومره چې دَ مال محبت اؤ دَ لويئ محبت دَ بنده دين تباه کوی ۔ ( ترمذی و دارمی)
آيت: ” تِلکَ الدَّارُ الاخِرَةُ تَجعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِی الاَرضِ وَلَا فَسَادًا( قصص)“ الله تعالیٰ فرمائی دا عالمِ آخرت مونږه هغې خلقو ته خاص کړے دے څوک چې پهٔ دنيا کښې نهٔ دَ ځان لويی غواړی اؤ نهٔ فساد ( يعنې ګناه اؤ ظلم کوی) البته کهٔ بې غوښتې الله تعالیٰ چاته لویی ورکړی اؤ هغه دَ دې لويیٔ نه دَ دين کار واخلی نو دا دَ الله تعالیٰ دَ طرفه يو غټ انعام دے ۔ لکه چې دَ حضرت ابوهريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی الله تعالیٰ به بنده ته دَ قيامت پهٔ ورځ وفرمائی آيا ما تا ته پهٔ دنيا کښې سرداری نهٔ وه درکړے ۔ ( مسلم) دَ دې نه دَ لويیٔ نعمت کېدل معلوم شو ۔ لکه چې موسٰی عليه السلام ته ېٔ دَ وجاهت والا فرمائیلی دی ( الاحرَّاب) او لکه چې عيسٰی عليه السلام ته ېٔ پهٔ دنيا اؤ آخرت کښې وجاهت والا فرمائیلی دی ۔ ( آل عمران) تر دې چې څهٔ نبيانوؑ ته ېٔ بادشاهی هم ورکړے ده ۔ لکه داؤد عليه السلام اؤ سليمان عليه السلام بادشاهان وو۔ بلکې دَ دين دَ خدمت دپاره دَ سرداریٔ خواهش کؤل هم بد نهٔ دی ۔ لکه يوسف عليه السلام چې دَ مصر دَ خزانو اختيار اخستو خواهش کړے وهٔ ۔ ( سورة يوسف) لېکن سره دَ نعمت اؤ جائز کېدو بيا هم خپله دَ سرداریٔ خواهش کؤلو خطره ضرور شته لکه ” قال قال رسول اللهﷺ ما من اجل ولی عشرة الاجاء يوم القيٰمة مغلولة يده لی عنقه يقضی بيه و بينهم ۱۲“ دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې پهٔ لسو کسانو هم حکومت لری هغه به دَ قيامت پهٔ ورځ لاس تړلې راوستلې شی تر دې چې يا خو به ېٔ انصاف (کوم چې دهٔ پهٔ دنيا کښې کړے وی) دوه بندونه پرانزی اؤ يا به ېٔ بې انصافی ( کومه چې ېٔ دنيا کښې کړے وی) تباه وبرباد کړی ۔ ( دارمی)
ف: دغه ېٔ هغه خطره ده ( کهٔ پهٔ سرداریٔ کښې پوره پوره انصاف ونه کړې شی نو تباه به شی)
عن ابن مسعودؓ ان رسول اللهﷺ نام علی حصير فقال وقد اشرفی جسده فقال ابن مسعودؓ يا رسول اللهﷺ لو امرتنا ان نبسط لک و نعمل فقال ما لی وللدنيا وما انا والدنيا الا کراکب استطل تحت شجرة ثم راح و نزکه۱۲( رواه احمد والترمذی و ابن ماجه م ص۴۴۲)” دَ حضرت ابن مسعودؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ پهٔ يو انډېری باندې ودهٔ وهٔ چې راپاڅېدو نو پهٔ بدن مبارک ېٔ دَ انډيری نښې وې ۔ ابن مسعودؓ عرض وکړو يا رسول اللهﷺ تاسو مونږ ته اجازت راکړیٔ چې تاسو دپاره يوه نرمه بستره جوړه کړو ۔ حضورﷺ وفرمائیل زما دَ دنيا سره څهٔ دی زما اؤ دنيا خو داسې مثال دے لکه يو مسافر چې پهٔ لار ځی دَ يوې ونې سېوری ته دمې دپاره کښېنی بيا پهٔ مخه روان شی ۔ ( احمد، ترمذی، ابن ماجه)
و عن عائشهؓ عن رسول اللهﷺ قال الدنيا دارمن لار دار له و مال من لا مال له ولها يجمع من لا عقل له ۱۲( رواه احمد والبيهقی ص۴۴۲)” حضرت عائشه ابۍ رضی الله عنها دَ رسول اللهﷺ نه روايت کوی چې حضورﷺ وفرمائیل دنيا دَ هغه چا کور دے دَ چا چې کور نهٔ وی اؤ دَ هغه چا مال دے دَ چا سره چې مال نهٔ وی ۔ ( اؤ دَ ضرورت نه زيات ېٔ) هغه سړے جمع کوی دَ چا چې عقل نهٔ وی ۔ ( احمد وبيهقی)
عن حذيفه فی حديث طويل قال سمعت رسول اللهﷺ حب الدنيا رأس کل خطيئة ۱۲(رزين، بيهقی م ص۴۴۴)
دَ حضرت حذيفهؓ نه روايت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی پهٔ خطبه کښې ېٔ فرمائیلی وو چې دَ دنيا محبت دَ ټولو ګناهونو جړه ( بنياد) ده ۔ (رزين وبيهقی عن الحسن مرسلا)” عن جابرؓ فی حديث طويل قال قال رسول اللهﷺ وهذه الدنيا مرتحلة ذاهبة ولکل واحدة منهما بنون فان استطعتم ان لا تکونوا من بنی الدنيا فافعلوا فانکم اليوم فی دارالعمل و لا حساب وانتم غدا فی دار الاخرة ولا عمل ۱۲( رواه البيهقی)” دَ حضرت جابرؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دا دنيا ده چې پهٔ مخه سفر کوی روانه ده اؤ دا آخرت دے چې راروان دے اؤ پهٔ دواړو کښې دَ هر يو ځامن دی نو کهٔ دَ تاسو نه دا کيږی چې دَ دنيا ځامن نه شیٔ نو داسې وکړیٔ ځکه چې نن دَ عمل وخت دے اؤ دلته حساب نشته اؤ سبا به پهٔ آخرت کښې يیٔ هلته به عمل نهٔ وی ۔ ( دَ دې عمل حساب به درسره کيږی) ۔ (بيهقی) ” عن ابن مسعودؓ قال تلا رسول اللهﷺ فمن يردِ الله ان يهديه يشرح صَدره للاسلام ط فقال رسول اللهﷺ ان النور اذا دخل الصدر اففتح فقيل يا رسول الله هل لتلک من علمٍ يعرف به قال نعم التجا فی من دار الغرور والا نابة الی دارالخلود والا ستعداد للموت قبل نزوله۱۲
دَ حضرت ابن مسعودؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ دا آيت ولوستو ( چې ترجمه ېٔ ده) چاته چې الله تعالیٰ هدايت کؤل غواړی دَ هغهٔ سينه اسلام دپاره پرانزی ( آزاده کړی) بيا حضورﷺ وفرمائیل چې سينه کښې نُور ننوزی نو سينه فراخه شی خلقو عرض وکړو يا رسول اللهﷺ دَ دې علامه څهٔ ده چې دا نُور پرې وپېژندے شی ۔ حضورﷺ وفرمائیل دَ دهوکې دَ کور نه (يعنې دنيا نه) کناره کشی اؤ دَ همېشه وسېدو کور طرف ( يعنې آخرت) ته توجه اؤ مرګ دپاره دَ هغې دَ راتلو نه وړاندې تياری کؤل ۔ (بيهقی) تر دې پهٔ دنيا پورې دَ زړهٔ نهٔ تړلو بيان وهٔ مخکښې دَ آخرت دَ غم کؤ لو بيان دے۔ ” قال قال رسول اللهﷺ اکثر دا ذکرها ذم اللذات الموت( ترمذی) دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ډېر ډېر ياد ویٔ دَ مزو ( لذتونو ) ختمونکے شے يعنې مرګ ۔ ( ترمذی، نسائی، ابن ماجه)” عن عبدالله بن عمرؓ قال قال رسول اللهﷺ تحفة المؤمن الموت۱۲(رواه البيهقی م ص۱۴۰)” دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی مرګ دَ مسلمان تحفه ده ۔ (بيهقی)
ف: نو پهٔ تحفه خوشحالیٔ پکار دی اؤ کهٔ څوک دَ عذاب نه ويريږی نو دَ هغې نه دَ بچ کېدو ورته څهٔ فکر پکار دے ۔ يعنې دَ الله دَ رسولﷺ حکمونه دې منی اؤ نافرمانی دې نهٔ کوی ۔ کهٔ څهٔ غلطی ترې وشی دَ هغې دې پهٔ توبه معافی غواړی۔” عن عبدالله بن عمرؓ قال اخذ رسول اللهﷺ بمنکی فقال کن فلا تنتظر الصباح و اذا صبحت فلا تنتظر المساء(م ص۲۳۹)” دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ زهٔ دَ دواړو وږو نه ونيولم راته ېٔ ووئیل پهٔ دنيا کښې داسې وسه لکه مسافر ( چې پهٔ يو ځائې کښې عارضی دېره شی نو زړهٔ ورپورې نهٔ تړی) بلکې داسې مسافر چې پهٔ لار روان وی ۔ (يعنې عارضی ېٔ نهٔ وی نيولې) اؤ حضرت ابن عمرؓ به فرمائیل چې نماښام شی نو دَ سبا انتظار مهٔ کویٔ اؤ چې سبا شی درباندې نو دَ نماښام انتظار مهٔ کویٔ ۔ ( يعنې دا طمع مهٔ کوی چې تر نماښامه به ژوندے يم هر وخت مرګ ياد ساتیٔ ۔ ( بخاری)
عن جنامع النبیﷺ فی جنازة رجل من الانصار فانه هينا الی القبر ولما باحد فجلس رسول اللهﷺ و جلسنا حوله کان علی رؤسنا الطير و فی يد دعو دينکت به فی الارض فرفع رأسه فقال استعذوا بالله من عذاب القبر مرتين او ثلثا ثم قال ان العبد المؤمن اذا کان فی انقطاع من الدنيا واقبال من الاخرة نزل اليه ملائکة من السماء بيض الرجوه کان وجو ههم الشمس معهم کفن من الکفان الجنة وحنوط الجنة حتی يجلسوا منه مدالبصر ثم يحيٰی ملک الموت عليه السلام حی ملک الموت حتی يجلس عند رأسه فيقول ايتها النفس الطيبة اخر جی الی مغفرة من الله و رضوان قال فتخرج تسيل کما تسيل القطرة من السقافبا حذها فاذا اخزهالم يدعوها فی يده طرفة عين حتی يا خذوها فيجعلوها فی ذلک الکفن و فی ذلک الحنوط ي يخرج منها کاطيب نفحة مسک وجدت علی وجه الارض قال فيصعدون بها فلا يمرون يعنی ملأ من للٰئِکه الا قالوا ما هذا الروح الطيب فيقولون فلان بن فلان باحسن السمائه التی کاننو يسموله بها فی الدنيا فيستفتحون فيفتح لهم فيشيعه من کل سماء مقربوها الی السماء التی تليها حتی ينتهی به الی السماء والسابعة فيقول الله عزوجل اکتيوا کتاب عبدی فی عليين واعيدوه الی الارض فانی منها خلقهم و فيها اعيدهم و منها اخرجهم تارة اخری قال فيعاد روحه فی جده فياتيه ملکان فيجلسانه فيقولان له ما دينک فيقول دين الاسلام فيقولان له ما هډا الرجل الذی بعث فيکم فيقولو هو رسول اللهﷺ فيقولان له وما علمک فيقول قرأت کتاب الله فآمنت به و صدقته فينادی مناد من السماء ان صدق عبدی فافرشوه من الجنة والبسوه من الجنة وافتحواله بابا الی الجنة قال فياتيه من روحها وطيبها ۱۲”دَ حضرت براء بن غازبؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی مسلمان چې دَ دنيا نه آخرت ته روان شی نو هغه ته دوه سپينې فرښتې راشی ۔ چې ورسره دَ جنت کفن اؤ دَ جنت خوشبويی وی بيا ملک الموت راشی ورته ووائی اے پاکه روحه دَ الله بخشش اؤ رضا طرف ته لاړ شه بيا چې هغه روح ( دَ بدن نه) راوباسی نو فرشتې ېٔ دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې نهٔ پرېږدی دَ جنت پهٔ هغه کفن اؤ دَ مشکو پهٔ شان خوشبويیٔ کښې ېٔ ونغاړی اؤ پهٔ بره ېٔ خېژوی دَ زمکې دَ فرشتو پهٔ ډله چې تيريږی نو هغوی تپوس کوی چې دا پاک روح دَ چا دے ۔ هغه فرشتې ورته پهٔ ښو ښو القابو دَ هغه مسلمان نوم واخلی چې فلانے دَ فلانی ځوئے دے ۔ بيا ېٔ دَ دنيا آسمان ته ورسوی دَ آسمان دروازه ورته پرانستې شی اؤ دَ هر مسلمان مقربې فرشتې ورسره تر بل آسمانه جلب کښې روانی شی ۔ تر دې چې ووم آسمان ته وخيژی ۔ حق تعالی وفرمائی زما دَ بنده عمل نامه پهٔ عليين کښې وليکیٔ اؤ دې سوال ځواب دپاره زمکې ته واپس بوځیٔ ۔ نو دَ هغه روح بدن ته واپس بوځی نو دَ هغهٔ روح ته واپس کړې شی ( خو دَ دنيا پهٔ شان نه بلکې دَ عالمِ برزخ مناسب اؤ دَ دې حقيقت پته پهٔ ليدو لګی) بيا هغهٔ ته دوه فرشتې راشی ورنه تپوس کوی ستا رب څوک دے؟ هغه وائی رب مې اللہ دے ۔ بیا ورته وائی ستا دين کوم دے هغه وائی دين اسلام دے ۔ بيا ورته وائی دا سړے څوک دے چې تاسو ته دراستؤلے شوے دے هغه وائی دا دَ الله پېغمبر دے ۔ يو آواز کؤنکے دَ الله دَ طرفه دَ آسمان نه آواز وکړی ۔ زما بنده صحيح صحيح ځواب درکړو دهٔ ته دَ جنت نه فرش وغوړویٔ دَ جنت جامې ورکړیٔ اؤ دَ جنت طرف نه ورته کړکیٔ پرانزیٔ چې دَ جنت يخه اؤ خوشبويه هوا ورته راځی ۔ ( دې نه پس دې حديث کښې دَ کافر دَ مرګ حال بيان شوے دے چې بالکل دَ دې اپوټه دے) ۔ ( احمد)
دا خو دَ عالم برزخ حال وهٔ
ف: دې نه پس به دا واقعات پېښيږی ۔ (۱) اسرافيل عليه السلام به شپېلۍ وهی ۔ (۲) ټول مړی به ژوندی شی ۔ (۳) دَحشر پهٔ ميدان کښې به راغونډ شی ۔ (۴) دا به سخته دَ تکليف ورځ وی حساب کتاب به کيږی ۔ (۵) عملونه به تللې شی کهٔ دَ چا حق پهٔ چا پاتی وی دَ هغې بدله کښې به دَ هغهٔ نيکیٔ ورکؤلے شی ۔ (۶) پلِ صراط باندې به تېرېدل وی ۔ (۷) ځنی ګناهګار به دَ سزا دپاره دوزخ ته استؤلے شی ۔ (۸)دَ ايماندارو به شفاعت کيږی ۔ (۹) جنتيان به جنت ته لاړ شی هلته به دَ خپل رب ديدار کوی ۔ دا ټول واقعات اکثرو مسلمانانو ډېر ځله اورېدلی دی ۔ چا چې نهٔ وی اورېدلې شاه رفيع الدين صاحب رحمة الله عليه په ارودو کښې قيامت نامه ليکلے ده ۔ هغې کښې پوره تفصيلې حالات دی ۔ پهٔ دې ټولو خبرو سوچ پکار دے ۔ کهٔ څوک دَ ورځې ناوزګاره وی نو دَ شپې چې کټ کښې چې پرېوځی نو دا سوچ دې کوی چې مرګ راروان اؤ دَ قيامت دَ سختیو نه دَ بچ کېدو دپاره دَ نيک عمل ضرورت دے ۔ دا ټول حديثونه دَ مشکوٰة شريف دی ۔