دوه ویشتم روح

دوه ويشتم روح

ګناهونو نه بچ کېدل

ګناه داسې شے دے چې کهٔ دې باندې دَ سزا ويره نهٔ وې نو بيا هم ترې پهٔ دې خيال بچ کېدل پکار وو چې الله پرې ناراضه کيږی ۔ پهٔ دې دنيا کښې چې څوک چا سره لږ غوندې احسان کوی دَ هغهٔ پهٔ ناراضه کؤلو هم دَ چا زړهٔ نهٔ کيږی ۔ نو دَ الله تعالیٰ خو پهٔ بنديانو بې شماره احسانونه دی دَ هغهٔ دَ ناراضه کؤلو همت به څوک څنګه وکړی اؤ اوس خو ورکښې دَ سزا خطره هم شته پهٔ دنيا اؤ آخرت دواړو کښې به سزا ورکړې شی ۔ کهٔ يواځې پهٔ آخرت کښې ورکړې شی لکه پهٔ دنيا کښې يو قسم سزا دا هم ده کومه چې څرګنده ليدلې شی چې دَ داسې سړی دنيا سره مينه وی اؤ دَ آخرت نه ېٔ وخشت وی ۔ دَ دې اثر دا وشی چې دَ هغهٔ دَ زړهٔ مضبوطيا اؤ دَ دين پوخوالې ختم شی لکه دَ يوويشتم روح دَ شروع مضمون نه چې صفا معلوميږی ۔ نو پهٔ داسې حالت کښې خو ګناه ته نژدے کېدل هم نهٔ دی پکار ۔ دَ زړهٔ ګناه وی اؤ کهٔ دَ لاسو پښو اؤ کهٔ دَ ژبې بيا هغه دَ الله پاک حقونه دی کهٔ دَ الله دَ بنديانو دا سزا خو پهٔ ټولو ګناهونو کښې شريکه ده اؤ پهٔ ځنی ګناهونو خاصې خاصې سزاګانې هم راغلی دی ۔ دَ دې متعلق يو څو حديثونه ليکو”عن ابی هريرهؓ عن رسول اللهﷺ قال ان العبد اذا خطأ حطيئةً تکتب فی قلبه نکتة سوداء فاذا هو نزع واستغفروتاب سقل قلبه و ان عاد زيد فيها حتی يعلوا قلبه و هو الوان الذی ذکرالله کَلَّا بَل رَانَ عَلٰی قُلُوبِهِم مَّا کَانُوا يَکسِبُونَ ط(ترمذی ج ۲ ص۱۲۸)” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی مسلمان چې ګناه وکړی پهٔ زړهٔ ېٔ يو تور داغ ولګی بيا کهٔ توبه استغفار وکړی نو دا داغ صفا شی ۔ او کهٔ بله ګناه وکړی نو بل داغ وشی اؤ دغه شان دا توروالې زياتيږی دا هم هغه رنګ دے دَ کوم ذکر چې الله تعالیٰ پهٔ دې آيت کښې کړے دے ۔ ( ترجمه ېٔ دا ده چې) هرګز داسې نهٔ ده ( څنګه چې دَ دوی خيال دے) بلکې دَ دوی پهٔ زړونو دَ دوی دَ (بدو) عملونو رنګ ختلې دے ۔ ( احمد،ترمذی، ابن ماجه)” دَ حضرت معاذؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ځان دَ ګناه نه بچ کوه ځکه چې دَ ګناه پهٔ وجه دَ الله تعالیٰ غضب نازليږی ۔ ( احمد)”دَ حضرت انس بن مالکؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی آيا زهٔ تاسو ته ستاسو بيماری اؤ دَ هغې علاج وښیم؟ واوریٔ ستاسو بيماری ګناهونه دی اؤ دَ هغې علاج استغفار دے ۔ ( ترغيب، از بيهقی)“

دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پهٔ زړونو هم يو قسم زنګ خيژی( يعنې دَ ګناهونو) اؤ دَ هغې صفائی استغفار دے ۔ (ترغيب، از بيهقی) “ رسول اللهﷺ فرمائیلی دی بنيادم دَ رزق نه محروميږی دَ هغهٔ دَ ګناه پهٔ وجه چې دې ېٔ پهٔ خپل اختيار کوی ۔ ( جزاء الاعمال)

ف: کله کله پهٔ څرګنده هم دَ رزق نه محروم شی اؤ دَ رزق دَ برکت نه محروم کېدل خو ېٔ همېشه وی“

دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې مونږ لس کسان دَ رسول اللهﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر وو هغویﷺ مونږ ته متوجه شو وې فرمائیل پنځهٔ څيزونه دی چې زهٔ دَ الله پناه غواړم چې تاسو پکښې مبتلا شیٔ ۔ (۱) پهٔ کوم قوم کښې چې پهٔ څرګنده دَ بې حيايیٔ کارونه شروع شی هغه دَ طاعون وبا کښې ګېر شی ۔ اؤ داسې داسې مرضونه پکښې پيدا شی چې دَ مشرانو پهٔ وخت کښې نهٔ وی ۔ (۲) اؤ کوم قوم چې پهٔ ناپ تول کښې کمے کوی ۔ قحطیٔ ، تنګسيا اؤ ظالمانو حاکمانو کښې راګېر شی ۔ (۳) کوم قوم چې زکوٰة ورکؤل بند کړی الله تعالیٰ پرې دَ رحمت باران بند کړی ۔ کهٔ څاروی نهٔ وې نو هېچرې به پرې باران نهٔ وهٔ شوے ۔ (۴) اؤ کوم قوم چې بې لوظې کوی الله تعالیٰ ورباندې دَ غير قوم دشمن مسلط کړی ۔ چې مالونه ترې پهٔ زور اخلی ۔ ( جزاء الاعمال از ابن ماجه)“ دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے کله چې پهٔ يو قوم کښې خيانت ډېر شی الله تعالیٰ ېٔ پهٔ زړونو رعب واچوی (بُزدل) شی اؤ کوم قوم چې پهٔ ناحقه فيصلې کوی دشمن پرې مسلط شی ۔ ( مالک)

دَ حضرت ثوبانؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی داسې وخت ژر راتلونکے دے چې دَ کفارو ډلې به دَ تاسو مقابلې ته يو بل داسې رابلې لکه پهٔ يو دسترخوان روټۍ خوړو ته چې څوک راجمع کيږی ۔ (يعنې مسلمانانو ته به يوه ډله شی) چا عرض وکړو آيا زمونږ تعداد به دغه ورځو کښې کم وی؟ حضورﷺ وفرمائیل نه ستاسو شمار به ډېر وی لېکن تاسو به دَ ګنګخړو پهٔ شان يیٔ ۔ ( لکه بارانی سيلاب کښې چې ګنګخړی راجمع شی) ( يعنې بې کاره به يیٔ ) اؤ الله تعالیٰ به دَ دښمنانو دَ زړونو نه ستاسو هيبت لرې کړی اؤ ستاسو زړونه به کمزوری کړی ۔ چا عرض وکړو دا کمزوری به ولې راشی ۔ (يعنې سبب به ېٔ څهٔ وی) حضورﷺ وفرمائیل دَ دنيا محبت اؤ دَ مرګ نه ويره ۔ ( ابو داؤد، بيهقی)“ رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کله چې الله تعالیٰ دَ بنديانو نه دَ ګناهونو بدله اخلی(يعنې سزا ورکوی) نو واړهٔ ډېر مړهٔ کيږی اؤ ښځې شنډې شی ( يعنې واړهٔ پيدا کيږی کم اؤ مړهٔ کيږی ډېر ۔ نو قوم کمزورے اؤ کم شمېره شی) ۔ (جزاء الاعمال از ابن ابی الدنيا)

دَ حضرت ابو درداءؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ فرمائیلی دی” زهٔ دَ بادشاهانو مالک يم دَ بادشاهانو زړونه زما لاس کښې دی ۔ کله چې بنديان زما نافرمانی کوی نو زهٔ دَ هغوی دَ بادشاهانو دَ زړونو نه رحم اؤ شفقت لرې کړم اؤ چې بنديان زما نافرمانی کوی نو زهٔ دَ هغوی دَ بادشاهانو زړونه دَ قهر اؤ غضب نه ډک کړم ۔ بيا هغوی ته سخت سخت تکلی فونه رسی۔ ( ابو نعيم)“ وهب وئیلی دی چې الله تعالیٰ بنی اسرائیلو ته فرمائیلی څوک چې زما تابعدار وی زهٔ ترې راضی شم اؤ چې زهٔ راضی شم برکت ورکړم اؤ دَ ما دَ برکت څهٔ انتها نشته اؤ څوک چې زما نافرمانی کوی زهٔ ورته پهٔ غضب شم اؤ پهٔ لعنت ېٔ کړم ۔ زما دَ لعنت اثرات ووهٔ پيړيو پورې وی ۔ ( جزاء الاعمال از احمد)

ف: دَ دې دا مطلب نهٔ دے چې ووهٔ پيړيو پورې پهٔ لعنت وی بلکې مطلب ېٔ دا دے کهٔ دوی نيکان نهٔ وی نو پهٔ اولاد به ېٔ چې کوم برکت وهٔ هغه به نهٔ ور رسی ۔ ” دَ حضرت وکيعؓ نه روايت دے چې حضرت عائشې ؓ ابۍ فرمائیلی دی کله چې بنده دَ الله تعالیٰ نافرمانی کوی نو صفت کونکے ېٔ بې اختياره بد شروع کړی ۔ ( جزاء الاعمال از احمد)

ف: پهٔ دې حديثونو کښې زيات دَ مطلق ګناه خرابئ ذکر شوی دی ۔ اوس دَ ځنو خاصو ګناهونو خاصې خرابئ لیکلے شی۔ ” عن جابرؓ قال قال رسول اللهﷺ ان اعظم الذنوب عندالله ان يلقاه بها لعد الکبائر التی نهی عنها ان يموت رجل و عليه دين لا يدع له قضاءً۱۲“ دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ کبيره ګناهونو نه پس غټه ګناه دا ده چې بنده قرضدارې مړ شی ۔ (يعنې دَ چا مالی حق پرې پاتې وی) اؤ دومره څهٔ ېٔ پاتې نهٔ وی چې هغه حق پرې ادا شی ۔ ( احمد و ابو داؤد)” قال قال رسول اللهﷺ الا لا تظلموا الا لا يحل مال امرءٍ الا بطيب نفس منه۱۲” حضرت ابی حره رقاشیؓ دَ خپل ترهٔ نه روايت کوی چې رسول اللهﷺ فرمائیلی خبردار ظلم مهٔ کویٔ ۔ واؤریٔ دَ هېچا مال حلال نهٔ دے بغير دَ هغهٔ دَ خوشدلیٔ نه ۔ (بيهقی،دارقطنی)

ف: پهٔ دې کښې څنګه دا راغلهٔ چې دَ چا نه مال پهٔ زور قبضه کړی يا دَ چا نه قرض يا دَ ميراث برخه لاندې کړی ۔ دغه شان پکښې هغه چنده هم راځی کوم چې پهٔ څهٔ دباؤ يا شرم دَ لحاظ واخستې شی ۔ دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ پهٔ سود خور لعنت وئیلې دے ۔ (يعنې پهٔ اخستونکی اؤ پهٔ ورکونکی هم) اؤ دَ سودی حساب پهٔ ليکونکی اؤ دَ دې پهٔ ګواهانو ۔ ( اؤ فرمائیلی ېٔ دی چې دا ټول برابر دی) ۔ (مسلم)

قال رسول اللهﷺ من اخذ شبراً من الارض ظلماً فانه يطوقه يوم القيٰمة من سبع ارضين( م ص۲۵۲)” حضرت سالمؓ دَ خپل پلار نه روايت کوی چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ چا نه لږه غوندې زمکه ناحقه قبضه کړی ( پهٔ يو روايت کښې يو ليشت راغلے ده) هغه ټوټه به دَ قيامت پهٔ ورځ تر وومې زمکې پورې دهٔ ته غاړه کښې اچؤلې شی ۔ (بخاری)”عن عبدالله بن عمرؓ قال لعن رسول اللهﷺ الراشی والمرتشی” دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ لعنت وئیلې دے پهٔ رشوت ورکونکی اؤ پهٔ رشوت اخستونکی ۔ ( ابو داؤد، ابن ماجه، ترمذی) اؤ دَ حضرت ثوبانؓ پهٔ يو روايت کښې دا زيات دی اؤ پهٔ هغه سړی هم څوک چې دَ دې دواړو ترمينځه معامله جوړه وی ۔ ( احمد و بيهقی)

ف: البته چرته چې بې رشوته دَ ظالم دَ ظلم نه بچ کېدلے نهٔ شی هلته (دَ ظلم نه ځان بچ کؤلو دپاره) رشوت ورکؤل جائز دی ۔ لېکن اخستل بهرحال حرام دی۔” عن عبدالله بن عمرؓ ان النبیﷺ نهی عن الخمر والميسر۱۲(م ص۳۱۸)”دَحضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ دَ شرابو اؤ جواریٔ نه منع کړے ده ۔ ( ابو داؤد)

ف: پهٔ شرابو کښې ټول دَ نشې څيزونه راغلهٔ اؤ پهٔ جواریٔ کښې لاټری ، بيمه وغېره ټول شامل دی ۔ ” عن امِّ سلمهؓ قالت نهی رسول اللهﷺ عن کل مکرو مفتر۱۲(م ص۳۱۸) “ دَ حضرت ام سلمهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ دَ داسې ټولو څيزونو نه منع کړے ده کوم چې نشه راولی ۔ ( يعنې چې عقل کښې فرق راولی يا پهٔ حواسو کښې فرق راولی) ۔ ( ابو داؤد)

ف: پهٔ دې کښې بنګ، چرس، افيم، هم راغلهٔ اؤ ځنې هغه چيلم هم کوم چې دماغ يا لاس ښپې بېکاره کوی ۔

قال النبیﷺ العينان زنا هما النظر والاذنان زناهما الاستماع واللسان زناه الکلام واليد زناها البطش والرجن زناها الخطی والقلب يهوی ويتمنی و يمصدق ذلک الفرج ويکذبه۱۲” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ دواړو سترګو زنا ( دَ شهوت) پهٔ نظر کتل دی اؤ دَ دواړو غوږونو زنا ( پهٔ شهوت) خبرې اورېدل دی اؤ دَ ژبې زنا ( دَ شهوت) خبرې کؤل دی اؤ دَ لاسو زنا( پهٔ شهوت) دَ چا نيؤل دی اؤ دَ ښپو زنا ( پهٔ شهوت) قدم پورته کؤل دی اؤ دَ زړهٔ زنا دا ده چې هغه خواهش اؤ تمّنا کوی ۔ (مسلم)

ف: اؤ دَ هلکانو سره دَ شهوت خبرې يا کور کؤل دَ دې نه هم سخته ګناه ده ۔ دَ دې حديث سره چې دا وروستے حديث شريف ملګرے شی ۔ وګوریٔ چې دَ ناچ ګانو پهٔ مجلسونو کښې څومره ګناهونه راجمع کيږی ۔ دَ حضرت ابو امامهؓ نه (پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ماته خپل رب حکم راکړے دے دَ باجو دَ ورهٔ کؤلو ۔ کومې چې پهٔ لاسو يا پهٔ خ لهٔ وهلې شی۔ ( احمد)” عن عبدالله بن عمرؓ قال قال رسول اللهﷺ الکبائر الا شراک بالله و عقوق الوالدين و قتل النفس واليمين الغموس۱۲“ دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی غټ غټ ګناهونه دا دی الله تعالیٰ سره شريک جوړؤل ، دَ مور پلار نافرمانی کؤل ، مور پلار ته تکليف رسؤل ، بې ګناه مرګ کؤل اؤ دَ دروغه قَسم خوړل ۔ ( بخاری)

فی رواية انسؓ بدل اليمين الغموس۱۲” دَ حضرت انسؓ نه پهٔ دغه حديث کښې دَ قَسم پهٔ ځائې پهٔ دروغه ګواهی کؤل دی ۔ ” عن ابی هريرهؓ قال قال النبی ﷺ اجتنبوا السبع المؤمنات قالوا يا رسول الله مهن قال الشرن مالله والمحر وقتل النفس التی حم الله الابالحق واکل الربو واکل مال اليتيم والتولی يوم الزحف و قذف المؤمنات الفا فلات۱۲( م ص۱۱۷)“ دَ حضرت ابو هريرهؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې پهٔ غټو ګناهونو کښې) دا هم دی ۔ دَ يتيم مال خوړل ، دَ کافرو سره پهٔ جنګ کښې ، اؤ پهٔ پاکدامنو ښځو ( چې هغوی دَ داسې کار نه خبر هم نهٔ وی) ناکاره تهمت لګؤل ، ( بخاری و مسلم) دَ حضرت ابو هريرهؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے اؤ ( پهٔ غټو ګناهونو کښې) دا کارونه هم دی زنا کؤل، غلا اؤ ډاکه کؤل ۔ ( بخاری و مسلم)

عن عبدالله بن عمرؓ قال قال رسول اللهﷺ اربع من کن فيه کان منفقا خالصاً و من کانت فيه خصلة منهن کانت فيه خصلت من النفاق حتی يدعها اذا اؤ تمن خان و اذا احدث کذب واذا عاهد غدر و اذا خاههم فجر ۱۲“ دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څلور خويونه دی پهٔ چا کښې چې دا څلور واړه وی نو پوره منافق دے اؤ پهٔ چا کښې چې دَ دې څلورو نه يو خوی وی نو پهٔ هغهٔ کښې دَ نفاق خوی دے ۔ تر څو چې ېٔ پرې نه ږدی ۔ چې هغهٔ سره امانت کښېښوې شی(مال وی کهٔ خبره) نو خيانت پکښې کوی ، چې خبره کوی نو دروغ پکښې وائی ، چې وعده وکړی ماته ېٔ کړی ، چې چاسره پهٔ جنګ شی نو کنځلې کوی ۔ ( بخاری و مسلم) اؤ دَ حضرت ابوهريرهؓ پهٔ روايت کښې دا الفاظ دی چې وعده وکړی دَ هغې خلاف کوی۔ ( مطلب دَ دواړو يو دے)” عن صفوان ابن عسالؓ قال قال رسول اللهﷺ فی حديث طويل ولا تمشوا ببریٔ الی ذی سلطان ليقتله ولا تسحروا ۱۲( م ص۱۷)” دَ حضرت صفوان بن عسالؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې ) روايت دے چې رسول اللهﷺ يو څو حکمونه کړی وو چې هغې کښې يو دا وهٔ هېڅوک بې قصوره حاکم ته مهٔ پیش کویٔ ( يعنې پهٔ چا بې ګناه مقدمه مهٔ جوړویٔ) چې هغه ېٔ قتل کړی يا پرې څهٔ ظلم وکړی ۔ ( قيد يا سزا) اؤ جادو مهٔ کویٔ ۔ ( ترمذی، ابوداؤد، نسائی)” اؤ پهٔ دې ګناهونو دَ عذاب وعيد راغلے دے ۔ (۱) پهٔ چا پورې دَ سپکاوی دپاره خندل ۔ (۲) چاته پېغورونه ورکؤل ۔ (۳) څوک پهٔ خراب نوم يادؤل ۔ (۴) بدګمانی کؤل ۔ (۵) دَ چا عيبونه لټؤل ۔ (۶) دَ چا غيبت کؤل ۔ (۷) بې قصوره چاته بد رد وئیل ۔ (۸) چغلی خوړل۔ (۹) درغله کېدل (يعنې يو ته مخامخ يو شان خبره کؤل اؤ بل ته مخامخ بل شان کېدل )۔(۱۰) پهٔ چا تهمت لګؤل ۔ (۱۱) دهوکه ورکؤل ۔ (۱۲) دَ بل پهٔ نقصان خوشحالېدل ۔ (۱۳) کبر غرور کؤل ۔ (۱۴) ظلم کؤل ۔ (۱۵) دَ ضرورت پهٔ وخت کښې سره دَ وسه دَ حاجتمند امداد نه کؤل ۔ (۱۶) چاته مالی تاوان رسؤل ۔ (۱۷) دَ چا عزت خرابؤل ۔ (۱۸) پهٔ وړو رحم نهٔ کؤل ۔ (۱۹) دَ مشرانو عزت نهٔ کؤل ۔ (۲۰) دَ اوږی ، بربنډ تر خپله وسه خدمت نهٔ کؤل ۔ (۲۱) دَ مسلمان سره پهٔ څهٔ دينوی خبره تعلقات پرېښودل ۔ (۲۲) دَ ژوندی څيز تصوير جوړؤل ۔ (۲۳) پهٔ زمکه دَ مورثی کېدو دعویٰ کؤل ۔ (۲۴) بې معذوریٔ سوال کؤل ۔ دَ دې خبرو متعلق آيتونه اؤ حديثونه پهٔ روح نمبر۹، نمبر۱۹ کښې تېر شوی دی ۔ (۲۵) ږيره کلؤل يا قينچې کؤل ۔ (۲۶) دَ کافرانو يا فاسقانو پهٔ شان جامې اچؤل ۔ (۲۷) دَ سړيو دپاره دَ ښځو پهٔ طرز اؤ ښځو دپاره دَ سړيو پهٔ طرز جامه پيزار اچؤل ۔ دَ دې تفصيل به پهٔ روح نمبر۲۵ کښې راشی ۔ انشاءالله ۔ نور ګناهونه هم ډېر دی دا يو څو دَ نمونې په طور وليکلېی شو ۔ دې ټولو ګناهونو نه ځان ساتل پکار دی ۔ کهٔ دَ چا نه څهٔ شوی وی دَ هغې نه توبه ويستل پکار دی چې پهٔ توبه ګناه معاف کيږی لکه پهٔ حديث کښې راځی ۔ ”عن عبدالله بن مسعودؓ قال قال رسول اللهﷺ التائب من الذنب کم لاذنب له( م ص۲۶۴)” دَ حضرت عبدالله بن مسعودؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ ګناه نه توبه ويستونکے داسې دے لکه چې ګناه ېٔ هډو کړی نهٔ وی ۔ ( بيهقی) البته پهٔ حقوق العباد کښې دَ توبې قبلېدو دپاره دا هم ضروری ده چې اهلِ حق ېٔ معاف کړی ۔ ” عن ابی هريرهؓ قال قال رسول اللهﷺ من کانت عنده مظمة لاخيه من عرضه او شیٔ منه فليحلله منه اليوم من ان الايکون دينار ولا درهم۱۲ ” وعن ايضًا ان کان له عمل صالح اخذ منه يقدر مظلمة وان لم يکن له حسنات اخذ من سيئات صاحبه فحمل عليه۱۲” دَ حضرت ابو هريره ؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ چا پهٔ ذمه چې دَ چا مسلمان څهٔ حق وی دَ مال وی کهٔ دَ عزت کهٔ دَ بل څهٔ ۔ نو هغهٔ ته پکار دی چې نن ېٔ ورباندې معاف کړی وړومبے دَ دې نه چې نهٔ به اشرفۍ پکاريږی اؤ نهٔ روپۍ ۔ (يعنې دَ قيامت پهٔ ورځ) دَ قيامت پهٔ ورځ کهٔ دَ دې سړی سره نيک عمل وی نو دَ دې حق پهٔ اندازه به ترې واخستې شی ۔ صاحبِ حق ته به ورکړې شی اؤ کهٔ څهٔ نيک عمل ورسره نهٔ وی نو دَ هغهٔ ګناهونه به ( دَ هغې حق پهٔ اندازه ) پهٔ دهٔ بار کړې شی ۔ ( جمع الفوائد از مسلم و ترمذی) دا ټول حديثونه دَ مشکوٰة دی ۔ کوم چې دَ بل کتاب دی هغې سره نوم ليکلے شوے دے ۔