شلم روح
نکاح کؤل اؤ نسل زياتؤل
يعنی کوم نر يا ښځه چې دَ څهٔ عذر پهٔ وجه دَ نکاح نه معذور نهٔ وی نو دَ هغوی دپاره کله دَ مصلحت پهٔ درجه کښې اؤ کله دَ ضرورت پهٔ درجه کښې دا حکم دے چې نکاح دې کوی ۔
عن ابن نجيحؓ قال قال رسول اللهﷺ مسکين مسکين رجل ليست له امرأة قالوا او ان کان کثير المال قال وان کان کثير المال مسکينة مسکينة امرأة ليست لها زوج قالواق او ان کانت کثير المال قال و ان کانت کثير المال ۱۲(رزين)” دَ حضرت نجيحؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی محتاج دے محتاج دے هغه سړے چې ښځه ېٔ نه وی ۔ خلقو عرض وکړو يا رسول اللهﷺ اګرچې ډېر مالدار وی حضورﷺ وفرمائیل اؤ اګر کهٔ ډېر مالدار وی ۔ بيا ېٔ وفرمائیل محتاجه ده محتاجه ده هغه ښځه چې خاوند ېٔ نهٔ وی خلقو عرض وکړو اګر کهٔ ډېره مالداره وی حضورﷺ وفرمائیل اؤ اګر کهٔ ډېره مالداره وی ۔ ( رزين)
ف: ځکه چې دَ مال نه چې کوم مقصود دے راحت اؤ بې فکری ۔ نهٔ دَ هغه سړی نصيب کېدے شی چې ښځه ېٔ نهٔ وی اؤ نهٔ دَ هغې ښځې نصيب کېدے شی چې خاوند ېٔ نهٔ وی ۔ دا څرګنده ليدلې شی چې پهٔ نکاح کښې نورې هم ډېرې ډېرې فائدې وی دَ دين هم اؤ دَ دنيا هم لکه چې” عن عبدالله بن مسعودؓ قال قال رسول اللهﷺ يا معشر الشباب من استطاع منکم الباءة فليتزوج فانه اغض للبصر و احصن للفرج( سته الامالک)
دَ حضرت عبدالله بن مسعودؓ نه روايت دے چې مونږ ته رسول اللهﷺ وفرمائیل اے دَ ځلمو ډلې پهٔ تاسو کښې چې څوک دَ کور دَ بوجھ پورته کؤلو همت لری ( يعنې دَ ښځې حقوق پوره ادا کؤلے شی) هغهٔ ته ضرور نکاح کؤل پکار دی ۔ ځکه چې نکاح نظر ښکته کوونکے اؤ دَ ستر حفاظت کؤنکے ده ۔ ( يعنې دَ حرام نظر اؤ دَ حرام کار نه پرې بنده بچ کيږی)
ف: دا دينی فائدہ خو ېٔ څرګنده ده اؤ دنياوی يو خو پهٔ حديث نمبر۱ کښې تېره شوه چې راحت اؤ سکون پرې حاصليږی اؤ نورې فائدې مخکښې حديثونو کښې راځی ۔ ” عن عائشهؓ قالت قال رسول اللهﷺ تزوَّجو النسآء يا تينکم بالاموال۱۲( البزاز)” دَ حضرت عائشې ابۍؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی تاسو ودونه کویٔ ښځې به مو مالدار کړی ۔ ( بزاز)
ف: دا خبره هغه وخت کښې ده چې ښځه خاوند دواړه عاقل اؤ پوهه اؤ دَ يو بل خير خواه وی نو سړے خو به دَ ذمه واریٔ دَ احساس پهٔ وجه زيات محنت کوی نو زيات مال به ګټی اؤ ښځه به ېٔ داسې پهٔ انتظام خرڅ کوی چې سړے ېٔ نهٔ شی کؤلے ۔ دغه شان به دَ دواړو ژوند پهٔ راحت و سکون تیريږی اؤ دَ مال هم دغه فائدہ ده ۔ نو دَ مالدار کؤلو دغه مطلب دے چې ژوند به مو پهٔ آرام شی ۔ (دا نهٔ دی چې ګنی دَ پلار دَ کوره به ځان سره ډېر مال راوړی)” قيل الرسول اللهﷺ ای النساء خير قال التی تسره اذا نظر تطيعه اذا امرلا تخالفه فی نفسها ولا مالها يما يکره۱۲( نسائی ص۲۶۲)” دَ حضرت ابوهريرهؓ نه روايت دے چې دَ رسول اللهﷺ نه تپوس وشو چې کومه ښځه پهٔ ټولو کښې ښهٔ ده ۔ ( يعنې دَ کومو اوصافو ښځه) حضورﷺ وفرمائیل (۱) چې داسې وی چې خاوند ورته وګوری نو زړهٔ ېٔ خوشحال شی۔ ( يعنې پهٔ رنګ هم ښائسته وی) (۲) اؤ چې دَ څهٔ کار ورته ووائی نو هغه ېٔ فورًا وکړی ۔ (يعنی تابعداره وی) ۔ (۳) اؤ (۴) اؤ چې خپل ذات اؤ دَ خاوند دَ مال پهٔ باره کښې دَ هغهٔ دَ طبيعت خلاف څهٔ کار نهٔ کوی۔ (يعنې وفاداره، پاکدامنه اؤ امانتګره وی) ۔ نسائی“
ف: خوشحالی ، فرمانبرداری اؤ دَ طبيعت موافقت څومره غټې فائدې دی ۔ ”عن علیؓ قال لا بن عبدالاحد ثک عنی وعن فاطمهؓ قلت بلی قال انها جرت بالر حاحتی اثرنی يدها و استيقت بالقربة حتی اثرت لی نحرهاو کنت البيت حتی اغيرت ثيابها فاتی النبیﷺ فقلت لواتيت اباک فسألته خادما فامّة نوجدت عنده خدا ما فرجعت فاتاها من الغد فقال ما کان حاجتک وسلکتت فقلت انا احدثک يا رسول اللهﷺ جرت بالرلرحاحتی اثرت فی يدها وحمک بالقربة حتی اثرت فی يدهاو حملت بالقربة حتی اثرت فی نحرها فلما ان جأ الخدم امرتها ان تاتيک فتستخدمک خادما يقيها حرما هی فيه فقال اتقی الله يا فاطمةؓ وادی فريضة بک وا عملی لا هلک ۱۲” دَ حضرت علیؓ نه (پهٔ يو وږد حديث کښې ) روايت دے چې دَ حضرت فاطمې بی بی ؓ پهٔ لاسونو دَ ميچنې وړيو اؤ پهٔ سينه دَ اوبو دَ مشک راوړلو نښې شوے وې ۔ دَ جارو دوړې اؤ دَ انغری لوګو ېٔ جامې خيرينې کړے وې ۔ پهٔ يو غزا کښې دَ چرته نه خدمتګارې راغلے وې نو هغې دَ رسول اللهﷺ نه يوه خدمتګاره وغوښته حضورﷺ ورته وفرمائیل دَ الله نه ويرېږه اؤ دَ خپل رب فرض ادا کوه اؤ دَ خپل کور کار کوه ۔ ( بخاری و مسلم و ابو داؤد و ترمذی)
ف: دَ حضرت فاطمې بی بیؓ نه لويه څوک ده چې دَ خپل کور کار به نهٔ کوی۔ ” عن معقل بن يسار قال قال رسول اللهﷺ الودود الودود فانی متکاثر بکم الامم ۱۲(رواه ابو داؤد)”دَ حضرت معقل بن يسار نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی داسې ښځې سره نکاح کویٔ چې مينه ناکه وی اؤ اولاد راوړونکے وی ۔ ( کهٔ کونډه وی نو وړومبیٔ نکاح نه ېٔ اندازه لګېدے شی اؤ کهٔ جينۍ وی نو دَ هغې دَ صحت اوؤنور خاندان دَ وادهٔ شویو جينکيو دَ حالت نه ېٔ اندازه لګېدے شی) ځکه چې زهٔ به دَ ستاسو پهٔ ډېر والې پهٔ نورو امتونو فخر کؤم ۔ ( چې زما اُمت دومره ډېر دے)
ف: اولاد پيدا کېدل هم څومره غټه فائدہ ده ۔ پهٔ ژوند کښې هم چې اولاد دَ ټولو نه زيات خدمتګار ، تابعدار اؤ خير خواه وی اؤ مرګ نه پس هم چې دعا ورته کوی۔ ( مشکوٰة باب العلم از مسلم) اؤ کهٔ مخکښې ېٔ نيک فعل وچلېدو اؤ دَ دين پهٔ لار روان وو ( نو هغوی چې څومره نيک کارونه کوی دهٔ ته هم پهٔ ثواب کښې برخه رسی ( روح دويم نمبر۵ ) اؤ پهٔ قيامت کښې هم که دَ چا نابالغه اولاد مړ وی نو هغوی به ېٔ پهٔ الله تعالیٰ بخښی اؤ کوم بالغ اولاد چې ېٔ نيکان وی هغوی به ېٔ هم سفارش کوی (روح دريم نمبر۶، ۷ ) اؤ دَ ټولو نه غټه خبره دا ده چې دَ مسلمانانو شمار زيات شی نو دنيا کښې هم پرې دَ اسلام طاقت زياتيږی اؤ دَ قيامت پهٔ ورځ به پرې نبی کريمﷺ خوشحاليږی اؤ فخر به پرې کوی ۔ نو وادهٔ نهٔ کؤل دومره غټې فائدې بربادؤل دی اؤ کهٔ پهٔ يو ملک کښې دَ شرعی قانون موافق وينځې پيدا کيږی نو دَ هغې نه هم دَ نکاح فائدې اخستے شی نو بغير دَ څهٔ خاص عذر نه بې وادهٔ وسېدل ښهٔ کار نهٔ دے ۔ لکه دَ دې حديثونو نه چې ثابتيږی ۔ ”عن ابی ذرؓ دخل عکاف بن بشر التميمی علی النبیﷺ فقال له يا عکاف هل لک من زوجة قال لا قال ولا حارية قال ولا حارية قال ولا حارية قال ولا حارية قال ولا انت موسر بخير قال وانا موسو بخير قال انت اذًا من احوان الشياطين لو کنت من النصاری کنت من رهبانهم ان سنتنا النکاح شرارکم عزايکم واراذل موتاکم عزابکم باشيطان تمرون مانلشيطان سلاح ابلغ من الصالحين من النساء الا المتزوجون اولؔئِک المطهرون المبرؤن من الخنساء الخ(جمع الفوائد ص۲۱۶)
دَ حضرت ابو ذرؓ نه روايت دے چې عکاف بشر تميمی دَ نبی کريمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضر شو حضورﷺ ورنه تپوس وکړو ستا ښځه شته؟ هغه عرض وکړو نه حضورﷺ وفرمائیل اؤ دَ خيره سره تهٔ مالداره هم ېٔ ۔ هغه عرض وکړو اؤ دَ خيره سره مالداره خو يم ۔ حضورﷺ وفرمائیل بيا خو تهٔ دَ شيطان ورور ېٔ کهٔ عيسائی وې خو دَ هغوی پهٔ راهبانو کښې به حساب شوے وې زمونږ (يعنې اهلِ اسلامو) طريقه خو وادهٔ کؤ ل دی۔ ( يا شرعی وينځه ساتل) پهٔ تاسو کښې ټولو نه ناکاره خلق جره کسان دی ۔ دَ شيطان سره پهٔ نيکانو خلقو پوره اثر اچؤلو دپاره دَ ښځو نه غټه وسله بله نشته لېکن څوک چې وادهٔ وکړی هغه دَ ګنده کارونو نه بچ شی ۔ (احمد)
ف: پهٔ هغه وخت کښې ده چې نفس کښې ېٔ دَ ښځو خواهش وی نو چې حلاله ښځه نهٔ وی نو دَ حرامې خطره څرګنده ده اؤ دَ وادهٔ کومې فائدې چې بيان شوې پوره پوره پهٔ هغه وخت کښې ښکاره کيږی ۔ چې دَ ښځې خاوند تر مېنځه مينه محبت وی اؤ دا هله پيدا کيږی چې دواړه دَ يو بل دَ حقونو خيال ساتی ، نو شريعت کښې دَ دې حقونو حکم شوے دے ۔ ځکه مونږ دَ ځنو غټو غټو حقونو بيان کوؤ ۔ باقی حقونه به دَ هغې نه خپله معلوم شی دَ ښځې څهٔ حقونه دا دی” عن ابی موسٰی الاشعری قال قال رسول اللهﷺ( فی الحديث الطويل) فی فضيلة رجل) کانت عنده امة فادبها فاحسن تايبها و علمها فاحسن تعليمها ۱۲ ( مشکوٰة من البخاری و مسلم)
دَ حضرت ابو موسٰی اشعریؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ يو دَ هغې سړی فضيلت بيان کړو چا سره چې يوه وينځه وی اؤ هغه ورته دينی علم اؤ ادب پهٔ ښه طريقه وښیٔ ۔ ( مشکوٰة از بخاری و مسلم)
ف: ظاهره ده دَ نکاح کړے ښځې حق دَ وينځې نه زيات دے ۔ نو هغې ته دينی علم اؤ ادب ښودلو فضيلت به دَ دې نه زيات وی (پهٔ روح دويم نمبر۴ کښې دا حکم دَ قرآن نه بيان شوے دے ۔ ” عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ استوصوا بالنساء خيرًا فاتهن خلقن من ضلعٍ وان اعوج شیٔ فی الضلع اعلاه فان ذهبت تقيمه کسرته و ان ترکته لم يزل اعوج فاستوصوا بالنساء متفق عليه۱۲( مشکوٰة ص۲۷۰)” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی زهٔ تاسو ته دَ ښځو پهٔ حق کښې دَ ښهٔ سلوک نصيحت کؤم دا قبول کړیٔ ۔ ځکه چې ښځه دَ کږې پښتۍ نه پيدا شوے ده نو کهٔ تاسو ېٔ سمؤل ( يعنې نيغؤل) غواړیٔ نو ماته به ېٔ کړیٔ ماتؤل ېٔ طلاق ورکؤل دی) اؤ کهٔ پهٔ خپل حال ېٔ پرېږدیٔ نو هم دغه شان به کږه وی نو دَ دوی پهٔ حق کښې دَ ښهٔ سلوک نصيحت قبول کړیٔ ۔ (بخاری ، مسلم، ترمذی)
ف: دَ سمؤلو مطلب ېٔ دا دے چې دوی نه يو کار هم دَ ستاسو طبيعت خلاف ونهٔ شی ۔ نو پهٔ دې کوشش کښې کاميابی ګرانه ده ۔ ( نتيجه به ېٔ دا وی چې تعلقات به نور هم خراب شی اؤ آخر سر به ېٔ جدائی، طلاق وی) نو پهٔ معمولی خبرو سره ېٔ مهٔ رټیٔ اؤ ډېره سختی ورسره مهٔ کویٔ ۔ پهٔ سختیٔ شيطان دَ ښځو پهٔ زړونو کښې دَ دين خلاف خبرې اچوی ۔ نو دَ دې نه ځان ساتیٔ ۔ ” وعن حکيم بن معاويهؓ الفشيریؓ عن ابيه قال قلت يا رسول اللهﷺ ما حق زوجة احدنا عليه قال ان تطعمها اذ طعمت و تکسوها اذا اکسبت ولا تضرب الوجه ولا تقبح ولا تهجر الا فی البيت(رواه احمد وابوداؤد)” حضرت حکيم بن معاويهؓ دَ خپل پلار نه روايت کوی چې ما عرض وکړهٔ يا رسول اللهﷺ دَ ښځو پهٔ مونږ باندی څهٔ حق دے ؟ حضورﷺ وفرمائیل چې تاسو خوراک خوریٔ هغوی ته هم ورکویٔ اؤ چې ځان ته جامې اخلیٔ نو هغوی ته هم اخلیٔ ۔ پهٔ مخ ېٔ مهٔ وهیٔ ۔ ( يعنې پهٔ څهٔ غلطیٔ ېٔ هم پهٔ مخ مهٔ وهیٔ ۔ بې ګناه وهل خو پهٔ هر ځائې بد دی) نو مهٔ ورته ګنده کنځلې کویٔ اؤ مهٔ ورنه جُدا کېږیٔ مګر دَ کور دننه ( يعنې چې ترېنه خفه وی نو دَ کور نه بهر مهٔ ودهٔ کيږیٔ کورته راځیٔ خو بيا بيل بيل ودهٔ کيږیٔ( ابو داؤد)” عن عبدالله بن زمعة قال قال رسول اللهﷺ لايجلد احدکم امرته جلد العبد ثم يجامعها فی آخر اليوم( بخاری و مسلم)” دَ حضرت عبدالله بن زمعهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی هېڅوک دی خپله ښځه دَ غلام پهٔ شان نهٔ وهی بيا شايد چې دَ ورځې پهٔ ختمېدو ( يعنې شپې ته) به ورسره يو ځائې کيږی ۔
ف: يعنې چې دَ ورځې مو داسې بده بده وهلې وی نو بيا به ورسره څنګه سترګې لګویٔ ۔
کنت عند رسول اللهﷺ و عنده ميمونة فا قبل ابن ام مکتوم و ذلک بعد ان امرنا بالحجاب فدخل علينا فقال احتجبا منه فقلنا يا رسول اللهﷺ اليس اعمی لا يبصرنا ولا يعرفنا قال افعمينو ان انتما الستما تبصرانه۱۲(للترمذی و ابو داؤد)” دَ حضرت اُمِّ سَلمهؓ نه روايت دے چې زهٔ اؤ ميمونهؓ دَ رسول اللهﷺ پهٔ خدمت کښې حاضرې وو پهٔ دې کښې ابنِ اُمِّ مکتومؓ(نابينا) دَ حضورﷺ ملاقات ته راغلو ( دا واقعه دَ پردې دَ حکم نه پس وه) نو رسول اللهﷺ مونږ ته وفرمائیل تاسو دواړه پناه شیٔ مونږ عرض وکړو چې هغه خو ړوند دے نهٔ مونږه وينی اؤ نهٔ مو پېژنی ۔ حضورﷺ وفرمائیل ولې تاسو هم ړندیٔ يئ نهٔ ېٔ وينیٔ اؤ نهٔ ېٔ پېژنئ ۔ (ترمذی، ابو داؤد)
ف: دا هم دَ ښځو يو حق دے چې دَ نامحرم نه ېٔ پهٔ پرده کښې ساتئ چې نهٔ ېٔ هغه وينی اؤ نهٔ ېٔ دوی وينی پهٔ دې کښې دَ ښځو دَ دين حفاظت دے ۔ چې دَ بې ستریٔ دَ نقصان نه بچ شی اؤ پهٔ دې کښې دَ دنيا هم حفاظت دے ۔ دا دَ تجربې خبره ده چې کوم شے چې څومره خاص وی دومره دَ هغې سره تعلق اؤ مينه زياته وی اؤ څومره چې عام شی نو تعلق به هم ورسره زياتيږی اؤ څومره چې ورسره دَ خاوند مينه وی نو دومره به ېٔ دَ حقونو زيات خيال ساتی ۔ نو سترمنو ښځو ته پهٔ دنيا کښې هم دَ ستر دا فائدہ ده ۔ مخکښې دَ خاوند حقونه بيانيږی ۔
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ لو کنت آمرا احدًا ان يسجد لا حد لامرت الزوجة ان يسجد زوجها( للترمذی و زادالبزاز) ” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کهٔ ما چاته دا اجازت ورکؤلے چې چاته سجده وکړیٔ نو ښځې ته به مې حکم کړے وهٔ چې خاوند ته سجده وکړیٔ ۔ ( ترمذی)
ف: دَ دې نه دَ سړی څومره غټ حق ثابت شو ۔ ” والذی نفس محمدﷺ بيده لا تؤدی المرأة حق ربها حتی تؤدی حق زوجها۱۲” دَ حضرت ابن ابی اوفیؓ نه روايت دی چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی زما دی قسم وی پهٔ هغه ذات چې پهٔ لاس کښې ېٔ زما روح دے ۔ ښځه دَ خپل پروردګار حق نهٔ شی ادا کؤلے تر څو چې ښځې دَ خپل خاوند حق نه وی ادا کړے ۔ ( ابن ماجه)
ف: يعنی تش پهٔ نمونځ روژه دې دا خيال نهٔ کوی چې دَ الله تعالیٰ حق مې پوره کړو ۔ چې دَ خاوند حق ېٔ نه وی پوره کړے دا هم نهٔ دی پوره ۔ ( يعنې الله پاک ترې نهٔ راضې کيږی تر څو چې ترې خاوند راضی نهٔ وی)
( ابن عمرؓ) رفعه اثنان لا تجاوز صلاتهما رؤسهما عبدآيق من مواليه حتی يرجع اليهم واموأة عصت زوجها حتی ترجع۱۲( للاوسط والصغير)” دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ هغې ښځې نمونځ دَ هغې دَ سر نه پهٔ بره نهٔ ځی ( يعنې قبليږی نه) کومه چې دَ خپل خاوند نافرمانی کوی ۔ تر څو چې ترې منع نهٔ شی ۔ ( اوسط و صغير و طبرانی)
تر دې پورې دَ نکاح دَ ضرورت اؤ دَ هغې دَ حقونو بيان وشو۔ البته کهٔ دَ نکاح نه دَ منع کؤلو څه قوی عذر وی نو بيا نه سړی دپاره وادهٔ ضروری دے او نهٔ ښځې دپاره مخکښې حديثونو کښې دَ ځنی عذرونو بيان کيږی ۔
اتی رجل بابنته الی النبّی ﷺ فقال ان البنتی هذه لبت ان تتزوج فقال لها اطيعی اباک قالت والذی بعثک بالحق لا اتزوج حتی تجيرنی ما حق الزوج علی زوجة قال حق الزوج علی زوجة لوکانت به قرحت ملحستها اوسال مسخراه صديدًا او دماثم ابتلعته ما ادت حقه قالت والذی بعثک بالحق لا اتزوج ابدا فقال ﷺ لا تنکحو هم الا باذنهن ۱۲( البزاز)” دَ حضرت ابو سعيدؓ نه روايت دے چې يو سړی خپله لور دَ نبی کريمﷺ پهٔ خدمت کښې حاضره کړه چې دا دَ وادهٔ نه انکاری ده ۔ حضورﷺ هغې جينۍ ته ووئیل دَ پلار خبره ومنه هغې عرض وکړو زما دې قسم پهٔ هغه ذات چې تهٔ ېٔ پهٔ حقه پېغمبرﷺ راستؤلے یی زهٔ نهٔ وديږم تر څو چې راته دا ونه ښيیٔ چې دَ ښځې پهٔ ذمه دَ خاوند څهٔ حقونه دی ۔ حضورﷺ( دا وږد حديث دے پکښې دَ خاوند ځنی ضروری حقونه بيان شوی دی) جينۍ چې دا واؤرېدل نو عرض ېٔ وکړو زما دې قسم وی پهٔ هغه ذات چې تهٔ ېٔ پهٔ حقه پېغمبرﷺ راستولے یی زهٔ به هېچرې خاوند ونه کړم ۔ حضورﷺ وفرمائیل دَ ښځو نکاح ( چې شرعًا بااختياره وی) بې دَ هغوی دَ اجازت نهٔ مهٔ تړی۔ ٔ(بزاز)
ف: دَ هغې دا خيال وهٔ چې زهٔ به دَ خاوند حقونه ادا نه کړې شم نو حضورﷺ هغه معذوره وګڼله اؤ مجبوره ېٔ نهٔ کړه ۔ ” دَ حضرت عوف بن مالک اشجعیؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې زهٔ اؤ هغه ښځه چې دَ محنت اؤ مشقت پهٔ وجه ېٔ مخ بدرنګ شوی وی دَ قيامت پهٔ ورځ به داسې سره يُو لکه دَ شهادت ګوته اؤ مينځه ګوته يعنې داسې ښځه چې کونډه واړهٔ بچې ورسره وی ۔ (او ځوانه وی چې بل خاوند کؤلے شی) خو هغه دَ بچو دَ خاطره بل خاوند ونه کړی ۔ خپل محنت مزدوری کوی اؤ دَ يتيمانو بچو خدمت کوی تر هغې چې ځلمی شی ترېنه جُدا شی يا مړه شی ۔ ( ابو داؤد)
ف: دا پهٔ هغه وخت کښې ده چې ښځې سره دا غم وی چې بل خاوند سره به مې بچې خراب شی ۔ دَ وړومبی حديث نه دَ وړومبی وادهٔ اؤ دَ دريم حديث نه دَ دوباره وادهٔ عذر معلوم شو ۔
دا خو دَ ښځې دپاره عذر شو مخکښې دَسړیو دَ عذر بيان دے ۔ ” دَ حضرت يحيیٰ بن واقدؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کله چې سن۱۸۰ شی يعنې دَ حضورﷺ دَ زمانې نه پس څهٔ کم دوه سوه کاله تېر شی ( اؤ په ځنو روايتونو کښې دوه سوه راغلی دی۔ ( هغوی دَ کمی خيال نهٔ دے ساتلې خو مطلب دَ دواړو يو دے) ( چې فتنې فسادونه زيات شی) نو پهٔ داسې وخت کښې زهٔ خپل اُمت ته دَ جره وسېدو ، تعلقاتو پرېښو اؤ دَ غرونو په وچتو څوکو ځانته وسېدو اجازت ورکؤم ۔ (رزين) دَ دې مطلب مخکښې حديث کښې راځی” دَ حضرت ابن مسعود او ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پهٔ خلقو به داسې وخت راشی چې سړے به دَ خپلې ښځې دلاسه اؤ مور پلار به دَ اولاد دلاسه تباه کيږی ۔ چې دوی به نادار سړی ته پېغورونه ورکوی اؤ داسې څيزونه به ترې غواړی چې دَ هغهٔ دَ وسه بهر وی ۔ نو هغه به پهٔ داسې کارونو ( لکه رشوت، دهوکه وغېره) مجبور شی چې آخرت به ېٔ خراب شی ۔ (خطابی و بيهقی)
ف: دَ دې عذر مطلب واضح دے چې هر کله دَ دين دَ خرابیٔ قوی خطره وی نو کهٔ بې وادهٔ پاتې شی نو خير دے اؤ ځنی خلق چې دَ بې همتیٔ پهٔ وجه دَ کور ذمه داريو نه ځان بچ کؤلو دپاره جره ګرځی دَ هغې حکم پهٔ دې حديث کښې راځی ” دَ حضرت عياضؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پنځهٔ کسان دوزخيان دی۔ ( پهٔ هغو کښې يو) هغه کم همته بې عقله دے چې پهٔ تاسو کښې زياتی ګړے (طفيلی) وسی نهٔ ېٔ بال بچ وی اؤ نهٔ مال ساتی ۔ ( مسلم) ( يعنې نه ېٔ وادهٔ کړے وی نهٔ کار کسب کوی پهٔ بل بار وی) دَ ښځو پهٔ شان دَ اولاد هم حقونه دی ۔ چې دَ هغو دَ ادا کؤلو حکم شوے دے اؤ دَ هغې دَ ادا کؤلو پهٔ وجه دا طمع کېدے شی چې اولاد به زيات تابعدار اؤ خدمت ګذار وی ۔ دَ اولاد دَ دينی حقونو څهٔ بيان پهٔ دويم روح نمبر۴، نمبر۶،نمبر۷ کښې بيان شوے دے اؤ څهٔ پهٔ دريم روح نمبر۶، نمبر۷ کښې اؤ دنيوی حقونه ېٔ دا دی چې پهٔ کومو کارونو دَ دنيا ژوند کښې فائدہ اؤ آرام رسی هغه ورته هم ښيئل پکار دی ۔ ( يعنې څهٔ کار کسب) ” دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی خپلو ځامنو ته دَ لامبو اؤ غشيو ويشتو چل ښيیٔ اؤ خپلو جينکيو ته پهٔ ( څرخه) تار غښتو چل ښیٔ ۔ ( مقاصد از بيهقی)
ف: دا درے خبرې هسی دَ مثال پهٔ طور دی ۔ مطلب دا دے چې دَ ژوند ضروری کارونه ورته ښايیٔ ، دا ټول حديثونه دَ جمع الفوائد نه اخستی شوی دی اؤ کوم چې دَ نورو کتابونو دی هغې سره نوم ليکلے شوے دے۔