څوارلسم روح
مالدارو ته دَ زکوٰة پابندی کؤل
زکوٰة هم دَ نمانځهٔ پهٔ شان دَ اسلام غټ رکن اؤ يو لازمی حکم دے ۔ پهٔ ډېرو آيتونو کښې دَ زکوٰة ورکؤلو حکم شوے دے ۔ دَ زکوٰة ورکؤلو غټ ثواب اؤ دَ نهٔ ورکؤلو غټ عذاب بيان شوے دے ۔ دا ټول آيتونه قرآن شريف کښې پهٔ آسانئ سره موندے شی ۔ کهٔ څوک پهٔ عربئ نهٔ پوهيږی نو دَ اردو ( يا پښتو) ترجمعې والا قرآن شريف کښې ېٔ کتے شی نو مونږ دلته صرف احاديث ليکو ۔
احاديث”عن ابی الدرداءؓ عن رسول اللهﷺ قال الزکوٰة تنطرة الاسلام۱۲ ۔
” دَ حضرت ابو درداءؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی زکوٰة دَ اسلام پل دے يا دَ اسلام وچته آبادی ده ۔ ( يعنی کهٔ څوک زکوٰة نهٔ ورکوی هغه دَ اسلام پهٔ پل نهٔ شی تېرېدے يا دَ اسلام وچتې درجې ته نهٔ شی رسيدې ۔ لاندې لاندې درجو کښې به پروت وی ۔
ف: دَ دې نه صفا معلوميږی چې دَ زکوٰة څومره وچته مرتبه ده اؤ پهٔ نهٔ ورکؤلو کښې ېٔ څومره غټ نقصان دے۔
عن جابرؓ قال قال رسول اللهﷺ من ادی زکوٰة ماله فقد ذهب عنه سره ۱۲( کلها علی ص ۱۵۲) ۔
” دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چا چې دَ خپل مال زکوٰة ورکړو هغهٔ ترې نه خرابے لرې کړو ۔ ( يعنې دَ زکوٰة نهٔ ورکؤلو پهٔ وجه چې ورکښې کومه بې برکتی اؤ خرابے راتلو هغه ترې لرې شو ۔ ( طبرانی،اوسط، ابن خزيمه)
ف: معلومه شوه چې دَ کوم مال زکوٰة ورنهٔ کړې شی هغې کښې برکت پاتې نهٔ شی ۔ دَ دې تفصيل پهٔ حديث نمبر۱۳ اؤ نمبر۱۴ کښې راځی ۔
عن ابن عمرؓ قال سمعت رسول اللهﷺ يقول من کان يؤمن بالله ورسوله فليؤد زکوٰة ماله ۱۲ ۔
” دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې دَ رسول اللهﷺ نه ما اورېدلی دی ۔ پهٔ تاسو کښې چې څوک پهٔ الله اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسولﷺ ايمان لری هغه دې خپل مال نه زکوٰة ضرور ورکوی ۔
ف: دې نه معلومه شوه چې دَ زکوٰة نهٔ ورکؤنکی پهٔ ايمان کښې کمزوری ده ۔
عن عبدالله بن معاويهؓ قال قال رسول اللهﷺ ثلث من کم فيه فقد ذاق طعم الايمان من عبدالله وحده و علم ان لا الٰه الا الله واعطی زکوٰة ماله طيبة نفسه وافده عليه کل عام۱۲ ( کليهما علی ص۱۵۷)
دَ حضرت عبدالله بن معاويهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ۔ درے کارونه داسې دی کوم سړے چې دا کوی دَ ايمان پهٔ خوږو به پوه شی ۔ (۱) چې خالص دَ الله عبادت کوی۔ (۲) اؤ دا ېٔ عقيده وی چې بې دَ الله نه بل هېڅوک دَ عبادت قابل نشته ۔ (۳) دَ خپل مال نه هر کال زکوٰة داسې ورکوی چې نفس ېٔ پرې خوشحال وی اؤ نفس ېٔ ورکؤلو ته تيار وی ۔ (منع کوی ېٔ نه)
ف: دَ زکوٰة مرتبه خو دې نه معلومه شوه چې توحيد سره سم ذکر شو اؤ اثر ېٔ دَ دې نه معلوم شو چې دَ ايمان خواږهٔ پرې زياتيږی ۔
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ ما من صاحب ذهب ولا فضة لا يؤدی منها حقها الا اذا کان يوم القيٰمة صفحت له صفائح من نار فاحمی عليه فی نار جهنم فيکوی بهاه جنبه و جبينه و ظهره کلما بردت اعيدت له فی يوم کان مقداره خمسين الف سنة( ترغيب ص ۱۵۸) ۔
” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ۔ هېڅوک دَسرو اؤ سپينو زرو ساتونکے داسې نشته چې هغه ېٔ حق نهٔ ورکوی ۔ ( يعنې زکوٰة نهٔ وباسی) مګر دَ هغهٔ به داسې حال وی دَ قيامت پهٔ ورځ چې دَ هغهٔ (عذاب) دپاره به دَ دغه سرو اؤ سپينو نه تختې جوړؤلې شی ۔ دغه تختې به دَ دوزخ پهٔ اور کښې سرې کؤلے شی بيا به هغهٔ ته پهٔ اړخونو ، تندی اؤ شا باندې داغونه ورکؤلے شی ۔ کله چې دا تختې يخيږی نو بيا به ګرمؤلے شی ۔ اؤ دا به هغه ورځ وی چې دَ پنځوس زره کالو پهٔ اندازه به وږده وی ۔ ( يعنې دَ قيامت دا دومره وږده ورځ به پرې ټوله پهٔ دې عذاب تيريږی)”بخاری و مسلم“
عن علیؓ قال قال رسول اللهﷺ ان الله فرض علی اغنياء المسلمين فی اموالهم بقدر الذی يسع فقراء هم ولن يجهد الفقراء اذا جاعوا و عروا الا بما يمنع اغنياء هم الا وان الله يحاسبهم حسابا شديدًا او يعذبهم عذابًا اليمًا و فی حديث بعده يقولون ربنا ظلمونا حقوقنا التی فرضت لنا عليهم فيقول الله عزوجل و عزتی و جلالی لاذنينکم ولا بعدنهم ۱۲ ۔
” دَ حضرت علیؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې پهٔ مال کښې دومره حق (زکوٰة) فرض کړے شوے دے چې دَ غريبانو مسلمانانو دپاره کافی دے اؤ غريبانو ته چې کله دَ خوراک يا جامې تکليف ور رسی ( چې دوی زکوٰة نهٔ ورکوی) نو ياد لریٔ چې الله تعالیٰ به درنه دَ دې سخت عذاب اخلی اؤ سخت عذاب به ورکوی ۔ (طبرانی، اوسط، صغير)
ف: پهٔ يو حديث کښې دا تفصيل هم راغلے دے چې غريبان به دَ قيامت پهٔ ورځ الله تعالیٰ ته دَ مالدارو شکايت وکړی ۔ چې زمونږ کوم حقونه چې تا پهٔ دویٔ فرض کړی وو دوی مونږ ته نهٔ دی را رسولې نو الله تعالیٰ به وفرمائی زما دې پهٔ خپل عزت اؤ جلال قسم وی چې زهٔ به تاسو مقرب( ځان ته نژدے) کړم اؤ دوی به لرې وشړم ۔
عن عبدالله بن مسعودؓ قال امرنا باقام الصلوٰة وايتاء الزکوٰة و من لم يزک فلا صلوٰة له۱۲(کلها علی ص۱۵۹)
دَ حضرت عبدالله بن مسعودؓ نه روايت دے چې مونږ ته دَ نمانځهٔ دَ پابندیٔ اؤ دَ زکوٰة ورکؤلو حکم شوے دے اؤ څوک چې زکوٰة نهٔ ورکوی دَ هغهٔ نمونځ هم نهٔ قبليږی ۔ ( طبرانی، اصبهانی)
وفی روايت قال من اقام الصلوٰة ولم يؤت الزکوٰة فليس المسلم ينفعه عمله۱۲ ۔
”اؤ پهٔ بل روايت کښې دا الفاظ دی څوک چې نمونځ کوی اؤ زکوٰة نهٔ ورکوی هغه( پوره) مسلمان نهٔ دے چې نيک عمل څهٔ فائدہ ورکړی ۔ (اصبهانی)
ف: دَ دې دا مطلب نه دے چې څوک زکوٰة نهٔ ورکوی هغه دې ورپسې نمونځ هم پرېږدی ۔ کهٔ داسې ېٔ وکړهٔ نو دَ دې عذاب پرې سيوا شو ۔ بلکې مطلب ېٔ دا دے چې زکوٰة دې هم ورکوی ( چې دَ عذاب نه خلاص شی)
عن ابی هريرةؓ عن النبیﷺ قال من اتاه مالا فلم يؤد زکوٰتہ مثل له يوم القيٰمة شجاعَا اقرع له زبيبتان يطوقه يوم القيٰمة ثم ياخذ بلهزميهِ يعنی شد فيه ثم يقول انا مالک انا کنزک ثم تلا هذه الاية ولا يحسبن الذين الخ۱۲
دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې نبی اکرمﷺ فرمائیلی دی چاته چې الله تعالیٰ مال ورکړے وی اؤ دې ېٔ زکوٰة نهٔ ورکوی نو دَ قيامت پهٔ ورځ به ېٔ دا مال دَ يو ګنجی مار پهٔ شکل شی ۔ پهٔ دواړو سترګو به ېٔ دوه ټاکی وی ۔ (دَ داسې مار ډېر زهری وی) اؤ دَ دهٔ په غاړهٔ کښې به دَ وږیٔ پهٔ شان واچؤلے شی ۔ هغهٔ به ېٔ پهٔ دواړو ژامو چکونه لګوی اؤ ورته به وائی زهٔ ستا هغه مال يم اؤ ستا هغه خزانه يم اؤ بيا ېٔ دا آيت تلاوت کړو ۔ ولا تحسبن الذين نجلوا (الاؔيه) پهٔ دې آيت کښې دا بيان دے چې دغه مال به ورته پهٔ غاړه کښې اچؤلے شی۔ ( بخاری و نسائی)
عن عمارة بن حزمؓ قال قال رسول اللهﷺ اربع فرضهن الله فی الاسلام فمن جاء بثلاث لم يغنين عنه شيئا حتی ياتی بهن جميعًا الصلوٰة والزکوٰة و صيام رمضان و حج البيت ( کليهما علی ص ۱۶۰)
دَ حضرت عماره بن حزمؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چې لا الٰه الاؔالله محمد رسول الله کلمې باندې ايمان راوړو نه علاوه الله تعالیٰ پهٔ اسلام کښې څلور څيزونه نور فرض کړی دی ۔ کهٔ څوک پهٔ هغو کښې درے کوی خو يو نهٔ کوی نو هغه ورته کافی نهٔ دی ۔ تر څو چې څلور واړه ونه کړی ۔ ( هغه څلور څيزونه دا دې) نمونځ، زکوٰة، دَ رمضان روژې اؤ دَ بيت الله حج
ف: دې نه معلومه شوه کهٔ څوک نمونځ روژه حج درے واړه کوی ۔ خو زکوٰة نهٔ ورکوی نو دا درے واړهٔ ېٔ دَ نجات دپاره کافی نهٔ دی ۔
عن انس بن مالکؓ قال قال رسول اللهﷺ مانع الزکوٰة يوم القيٰمة فی النار (ص۱۶۰)۔
” دَ حضرت انس بن مالکؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی زکوٰة نهٔ ورکوؤنکے به دَ قيامت پهٔ ورځ دوزخ ته ځی ۔( طبرانی، صغير)
عنابن عمرؓ قال قال رسول اللهﷺ ظهرت لهم الصلوٰة فقبلوها و خفيت لهم الزکوٰة فاکلوها اولٰئِک هم المنافقون ۱۲
دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی نمونځ چې ټولو ته څرګند شے دے نو هغه خو ېٔ قبول کړو اؤ زکوٰة چې پټ شے دے نو هغهٔ ېٔ خپله وخوړو ۔ ( حقدار ته ېٔ ورنه کړو ) داسې سړے منافق دے ۔ ( بزاز)
ف: يعنی ځنی خلق نمونځ ځکه کوی چې خلق ېٔ ووينی اؤ زکوٰة ځکه نهٔ ورکوی چې دَ هغې نه څوک نه خبريږی اؤ دا دَ منافق کار دے ګنی دَ الله حکم خو دَ دواړو کؤل دی ۔
عن بريدةؓ قال قال رسول اللهﷺ ما منع قوم الزکوٰة الا ابتلاهم الله بالسنين و فی رواية الاحبس الله عنهم المطر۱۲(ص۱۶۱) ۔
” دَ حضرت بريدهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کوم قوم چې زکوٰة ورکؤل بند کړی ۔ الله تعالیٰ ېٔ پهٔ قحطیٔ راګېر کړی اؤ يو روايت کښې داسې الفاظ دی الله تعالیٰ ورباندې بارانونه بند کړی ۔ ( طبرانی، حاکم، بيهقی)
عن عائشهؓ قالت قال رسول اللهﷺ ما خالطب الصدقة او قال الزکوٰة مالا الا افسدته ۱۲(ص۱۶۰)
دَ حضرت عائشې ابئؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کوم مال کښې چې زکوٰة ګډ وی هغه ېٔ تباه کوی ۔ (بزاز وبيهقی)
ف: دَ زکوٰة ګډېدو مطلب دا دے چې زکوٰة پرې فرض وی اؤ دَ مال نه ېٔ ونهٔ باسی حقدارو ته ېٔ ورنه کړی اؤ دَ تباه کؤلو مطلب دا دے چې دَ داسې مال نه برکت پورته شی لکه مخکښې بل حديث کښې چې راځی ۔
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ ما تلف مال فی برّ ولا بحر الابحبس الزکوٰة۱۲(ص۱۶۰)
دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی کوم مال چې پهٔ وچه يا پهٔ درياب کښې تباه کيږی دَ زکوٰة نهٔ ورکؤلو پهٔ وجه تباه کيږی ۔ ( طبرانی و اوسط)
ف: اؤ کهٔ سره دَ زکوٰة ورکؤلو کله کله يو مال پهٔ ظاهره تباه شی نو هغه پهٔ حقيقت کښې تباه نهٔ دے ۔ ځکه چې دَهغې پهٔ آخرت کښې اجر ورکېدے شی اؤ دَ زکوٰة نهٔ ورکؤلو پهٔ وجه چې تباه شی هغه سزا ده پهٔ هغې دَ اجر وعده نشته ۔
عن اسماءؓ بنت يزيد قالت دخلت انا وخالتی علی النبی ﷺ و علينا اسررة عن ذهب فقال لنا اتعطيان زکوٰة قالت فقلنا لا فقال اما تخافان ان يسور کما الله اسورة من نار اويا زکوٰة۱۲(ترغيب ص۱۶۲)
دَ حضرت اسماءؓ بنت يزيد نه روايت دے چې زهٔ اؤ زما ترور دَ نبی کريمﷺ پهٔ خدمت کښې داسې حالت کښې حاضرې شو چې زمونږ پهٔ لاسو کښې دَ سرو کنګڼ وو ۔ حضورﷺ تپوس وکړو چې تاسو دَ دې زکوٰة ورکړے دے ۔ مونږ عرض وکړو چې نه ۔ حضورﷺ وفرمائیل آيا تاسو سره دا ويره نشته چې الله تعالیٰ به درته دَ اور کنګڼ پهٔ لاسو کړی ۔ دَ دې زکوٰة ورکویٔ ۔ ( احمد)
( دا ټول روايتونه پهٔ ترغيب و ترهيب کښې دی)
ف: دَ دې حديثونو نه دا خبرې ثابتې شوې ۔ (۱) دَ زکوٰة فرض کېدل اؤ فضيلت ۔ (۲) دَ زکوٰة نهٔ ورکؤلو مصيبت اؤ عذاب ، پهٔ دنيا کښې دَ مال تباهی يا بې برکتی اؤ پهٔ آخرت کښې عذاب دَ دوزخ ۔ (۳) دَ زکوٰة نهٔ ورکؤنکی نمونځ روژهٔ نهٔ قبليږی ۔ (۴) دَ زکوٰة نهٔ ورکؤنکی حالت دَ منافق پهٔ شان دے کوم چې حديث نمبر۱۱ کښې تېر شوے دے ۔ (۵) زکوٰة دَ حقوق العباد پهٔ شان دَ بنديانو( غريب مسلمان) حق دے ۔ کوم چې حديث نمبر۶ کښې تېر شوے دے ۔ نو دَ دې تاکيد دَ نورو عبادتونو نه زيات دے ۔ اوس دَ زکوٰة پهٔ حقله يو څو نورې ضروری خبرې ليکو ۔ اوله خبره پهٔ کومو څيزونو کښې چې زکوٰة فرض دے هغه ګڼ څيزونه دی ۔
(۱) سرهٔ اؤ سپين زر” دَ اشرفۍ يا دَ روپۍ پهٔ شکل کښې وی کهٔ دَ نوټ پهٔ شکل کښې ۔ بيا پهٔ خپل لاس کښې وی کهٔ چا پورې قرض وی چې تا سره ېٔ ثبوت وی اؤ قرضدارې ېٔ دَ ورکړې نه انکاری نهٔ وی يا دَ سرو سپينو لوښی اؤ کالی وی يا سوچه ګوټ کنارۍ وی کهٔ خالی سپين زر وی يا دَ سپينو زرو جوړ شوی څيزونه وی سرهٔ زر يا نوره نغدی ورسره نهٔ وی نو چې دَ سپينو زرو وزن څلور پنځوس تولې اؤ شپږ ماسې وی نو زکوٰة پرې فرض دے اؤ کهٔ څه ورسره چاندې وی اؤ څهٔ سرهٔ نو دَ سرو به قيمت اچؤلے شی ۔ کهٔ دَ دغه قيمت چاندی دَ هغې سره ملګرے شی اؤ څلور پنځوس نيمې تولې ترې جوړيږی نو زکوٰة پرې فرض دے ۔ اؤ کهٔ کم وی نو نهٔ دے۔ دَ کومې ورځې چې دا بنده دَ دې څيزونو مالک شوے دے چې اسلامی کال ېٔ پوره شی نو څلويښتمه حصه زکوٰة پرې فرض شو ۔ احتياط پهٔ دې کښې چې دَ پنځوسو روپو برابر ماليت وی نو پنځه پاوه دې زکوٰة ورکړی۔
(۲) دويئم شے چې زکوٰة پکښې فرض دے دَ سوداګریٔ مال دے ۔ چې قيمت ېٔ پنځوس روپۍ وی ۔ دَ دې مقدار نه دا هم معلومه شوه چې نن سبا اکثر مسلمانان داسې وی چې دغه هومره مقدار کالی يا دَ سوداګریٔ مال نه تقريبًا يو کور هم خالی نهٔ دے ۔ لېکن اکثر پهٔ غفلت کښې دی ۔ ډېر کم زکوٰة وباسی نو دَ دې خيال ساتئ ۔ (۳) دريم شے څاروی دی ۔ ”اوښان،غوا، ميښې، ګډې، بيزې وغېره ۔ کومې چې دَ پيئو اؤ بچو دپاره ساتلې شوی وی اؤ پهٔ ځنګل کښې څری لکه عام شپانهٔ چې ساتی ۔ په ٔدې علاقه کښې دَ دې رواج کم دے نو هغه تعداد پهٔ کوم چې زکوٰة فرض کيږی اؤ پهٔ کومه طريقه چې ورکؤلے شی مونږ نهٔ ليکو چاته چې ضرورت وی دَ عالمانو نه دې ځان پوهه کړی۔ (۴) څلورم شے دَ عشری زمکې پيداوار دے ۔ دَ دې مسٔلې دَ عالمانو نه معلومول پکار دی ۔ پهٔ دې مختص غوندې کتاب کښې دَ تفصيل ګنجائش نشته ۔ (۵) پنځم شے صدقه فطر ده ( چې پښتانهٔ ورته سرسايه وائی کومه چې دَ واړهٔ اختر پهٔ ورځ پهٔ هغه چا واجب ده پهٔ چا چې زکوٰة فرض وی اؤ پهٔ ځنو حالت کښې پهٔ داسې کسانو هم واجب کيږی چې زکوٰة پرې فرض نهٔ وی ۔ دَ دې تفصيل هم دَ عالمانو نه معلوم کړیٔ ۔ صدقه دَ خپل ځان دَ طرفه اؤ دَ نابالغه اولاد دَ طرفه ورکؤل واجب دی ۔
دويمه خبره زکوٰة چا چا ته ورکؤل پکار دی ۔
(۱) دَ زکوٰة دَ ټولو نه زيات حقدار غريب رشته دار دے ۔ کلی کښې درسره وسی اؤ کهٔ بل کلی کښې ۔ (۲) ورپسې دَ خپل کلی غريبانان دی لېکن کهٔ پهٔ بل کلی کښې دَ دوی نه زيات غريبانان وی نو هغه زيات حقدار دی ۔ لېکن کوم غريب ته چې ورکؤلے شی هغه دې نهٔ سيّد وی اؤ دَ زکوٰة ورکؤنکی مور، پلار يا نيا، نيکهٔ دَ مور دَ طرفه يا دَ پلار دَ طرفه اؤ نهٔ دې خپل اولاد يا خپله ښځه وی۔ دَ مړی پهٔ کفن کښې يا دَ جماعت پهٔ کار کښې دَ زکوٰة رقم لګؤل جائز نهٔ دی ۔ البته دَ مړی دَ کور کسانو ته کهٔ ورکړې شی نو خير دے ۔ خو دا بيا دَ هغه کس اختيار دے چې پهٔ کفن دفن کښې ېٔ لګوی کهٔ نه ۔ ( ځکه چې اوس ېٔ هغه مالک شو) دغه شان هره مدرسه او ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ چې تاسو به دا رقم پهٔ څهٔ طريقه خرچ کویٔ بيا دَ چا عالم نه تپوس وکړیٔ چې آيا دا طريقه دَ زکوٰة دپاره صحيح ده کهٔ نه ۔
دريمه خبره
” نن سبا دَ مسلمانانو دَ ډېرو ظاهری اؤ باطنی پريشانو سبب افلاس دے اؤ زکوٰة دَ دې پريشانیٔ دَ ختمؤلو علاج دے ۔ کهٔ دَ مسلمانانو مالدار فضول خرچی نهٔ کوی اؤ روغ کسان خپل محنت مزدوری کوی اؤ دَ معذورو ، بوډاګانو اؤ بيمارانو امداد پهٔ زکوٰة سره کيږی ۔ نو يو مسلمان به هم وږې، بربنډ پاتې نهٔ شی ۔ پهٔ حديث نمبر۶ کښې خپله رسول اللهﷺ دا مضمون صفا بيان کړے دے ۔