پنځلسم روح

پنځلسم روح

دَ زکوٰة نه علاوه نورو ښو کارونو کښې خرچ کؤل اؤ همدردی کؤل ۔

(مالدار دې تش پهٔ زکوٰة ورکؤلو بې فکره کيږی نه ۔ چې اوس زمونږ پهٔ ذمه بل څهٔ کار پاتې نهٔ شو) زکوٰة خو يو تړلې حق دے ۔ دې نه علاوه هم ډېر داسې کارونه دی چې پکښې مال خرچ کؤل اؤ کهٔ چا سره مال نهٔ وی دَ لاسو پښو امداد کؤل ضروری دی ۔ باقی دا چې پهٔ کومه درجه کښې ضروری دی دا پهٔ موقع باندې دَ عالمانو نه تپوس پکار دے ۔ دَ دې اجمالی دليل دَ يو آيت اؤ يو حديث نه ليکو بيا به ېٔ لږ تفصيل بيان کړو۔

عن فاطمة بنت قيسؓ قالت قال رسول اللهﷺ ان فی المال لحقاسوی الزکوٰة ثم تلا ليس البر ان تو توا وجوهکم قبل المشرق والمغرب الخ ( مشکوٰة ص۱۶۹)۔

”دَ حضرت فاطمه بنت قيسؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی بېشکه پهٔ مال کښې دَ زکوٰة نه علاوه نور حقونه هم شته ۔ بيا ېٔ دَ هغې پهٔ تائید کښې دا آيت ولوستو ”لَيسَ البِرَّ اَ ن تُوَلُّوا وُجُوهَکُم“ الايه( دَدې آيت نه تائید داسې کيږی چې پهٔ دې کښې الله تعالیٰ دَ زکوٰة ذکر هم کړے دے اؤ پهٔ خاص خاص موقعو کښې ېٔ دَ مال خرچ کؤلو ذکر هم کړے دے ۔ نو ثابته شوه چې دَ خرچ دا موقعې دَ زکوٰة نه علاوه دی) ( ترمذی، ابن ماجه، دارمی)

ف: دا دعویٰ دَ آيتونو اؤ حديث دواړو نه ثابته شوه ۔ دَ طيؔبی اؤ مرقاؔه پهٔ حاشيه کښې دَ دې موقعو ځنی مثالونه ورکړی دی ۔ لکه سائل اؤ قرض خواه تش نهٔ پرېښؤل ۔ دَ عام استعمال څيزونه دَ چانه نهٔ منع کؤل، اوبهٔ، اور، واړهٔ واړهٔ څيزونه غوښتونکی ته هسې ورکؤل ۔ مخکښې دَ ځنی آيتونو اؤ حديثونو نه نور تفصيل معلوميږی۔

(اٰيات) قال الله تعالیٰ وَ اَنفِقُوا فِی سَبِيلِ اللهِ ط ”الله تعالیٰ فرمائی اؤ ستاسو دَ الله پهٔ لار کښې مال لګویٔ (سيقول قريب نصف)”مَن ذَالَّذِی يُقرِضُ اللهَ قَرضًا حَسَنًا ط۱۲ ۔

” څوک دے چې الله تعالیٰ ته قرض ورکوی پهٔ ښهٔ طريقه ( يعنې اخلاص سره ) قرض ورکؤل”لَن تَنَالُواالبِرَّ حَتّٰی تُنفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ ط وَمَا تُنفِقُوا مِن شَیءٍ فَاِنَّ اللهَ بِه عَلِيم ط”تاسو پوره بهتری نهٔ شیٔ حاصلؤلې تر څو چې دَ خپلې خوښې څيز خرچ نهٔ کړیٔ اؤ تاسو څهٔ خرچ کویٔ الله تعالیٰ پهٔ هغې ښهٔ خبر دے ۔ ( لن تنالوا شروع)” اُعِدَّت لِلمُتَّقِينَ لا الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِی السَّرَّؔاءِ وَالضَّرَّاؔءِ

”هغه (جنت) تيار شوے دے دَ الله نه ويرېدونکيو دپاره ۔ هغه ويرېدونکی چې خرچ کوی پهٔ فراخیٔ کښې اؤ په تنګسیا کښې ۔ ( لن تنالوا)” اِنَّ اللهَ اشتَوٰی مِنَ المُؤمِنِينَ اَنفُسَهُم وَ اَموَالَهُم بِاَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ ( يعتذرون ربع)” بېشکه الله تعالیٰ دَ مسلمانانو نه دَ هغوی مالونه اؤ ځانونه دَ دې خبرې پهٔ عوض اخستې دی چې هغوی ته به جنت ورکوی۔”وَلَا يُنفِقُونَ نَفقَةً صَغِيرَةً وَادِيًا اِلَّا کُتِبَ لَهُم لِيَجزِيَهُمُ اللهُ اَحسَنَ مَا کَانُوا يَعلَمُونَ ط” اؤ څومره وړوکے لوئے خرچ چې ېٔ کړی اؤ څومره سفرې چې ېٔ دَ الله تعالیٰ پهٔ لار کښې کړی دی ۔ دا ټول دَ هغوی پهٔ نوم ليکلې شوی دی ۔ چې الله تعالیٰ هغوی ته دَ ښو کارونو ډېره ښه بدله ورکړی ۔ ( يعتذرون ربع)”اٰتِ ذَالقُربٰی حَقَّه وَ المِسکِينَ وَابنَ السَّبِيلِ ط” اؤ خپلوانو ته دَ هغوی حق ورکویٔ اؤ محتاجو اؤ مسافرو ته هم ۔ ( سبحان الذی۔ربع)

وَمَا اَنفُقتُم مِن شَیءٍ فَهُوَ يُخلِفُه ط”اؤ دا خلق دَ الله پهٔ مينه غريبانو اؤ يتيمانو اؤ قيديانو ته خوراک ورکوی ۔

ف: نور هم ډېر آيتونه دی چې دَ زکوٰة دَ قید نه علاوه پکښې دَ مال خرچ کؤلو ذکر دے ۔ مخکښې حديثونه دی ۔

احاديث:عن ابی هريرهؓ قال قال رسول اللهﷺ قال الله تعالیٰ انفق يا ابن آدم انفق عليک۱۲ ۔

” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ فرمائی اے بنی آدمه تهٔ پهٔ نيک کار کښې خرچ کوه زهٔ به پهٔ تا خرچ کؤم ۔ ( بخاری و مسلم)

عن جابرؓ قال قال رسول الله ﷺ اتقوا الشح اهلک من کان قبلکم۱۲ ۔

” دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی دَ حرص( دَمال دَ محبت) نه ځان بچ کړیٔ دې حرص تاسو نه مخکښې ډېر قومونه برباد کړی دی ۔( مسلم)

عن ابی سعيد الخدریؓ قال قال رسول اللهﷺ لان يتصدق المرء فی حيواته بدرهم خيرله من ان يتصدق بمائة عندموته ۱۲(کلها فی المشکوٰة ص۱۶۴)۔

” دَ حضرت ابو سعيد خدریؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پهٔ خپل ژوند يوه روپۍ خيرات دَ مرګ نه پس دَ سلو روپو خيرات کؤلو نه بهتر دے ۔( ابو داؤد)

عن علیؓ قال قال رسول اللهﷺ بادروا بالصدقة فان البلاء لا تخطاها ۱۲ ۔

” دَ حضرت علیؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ خيرات پهٔ کار کښې څومره چې کېدے شی تلوار کویٔ ۔ ځکه چې آفت دَ خيرات نه مخکښې کېدے نه شی هغه ولاړ پاتې کيږی ۔ ( رزين)

ف: دَ ثواب نه علاوه ورکښې دا دَ دنيا فائدہ هم ده چې آفت نه پرې بچ کيږی ۔

عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ من تصدق تمرة من کسب طيب ولايقبل الله الا الطيب فان الله يتقبلها بيمينه ثم يربيها لصاحبها کما يربی احدکم فلوه حتی تکون مثل الجبل۱۲ ۔

” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې چرته دَ کهجورې دَ دانې برابر پاک مال خيرات کړی اؤ الله پاک څيزونه قبلوی نو الله تعالیٰ هغهٔ پهٔ خپل ښی لاس کښې واخلی ( دَ ښی لاس مطلب صرف الله ته معلوم دے) بيا هغه غټوی ، لکه څنګه چې تاسو دَ غوا بچے ساتئ اؤ غټویٔ ، تر دې چې دَ غر هومره غټه شی ۔ ( بخاری و مسلم)

وعنه قال قال رسول اللهﷺ ما نقصت صدقة من مال ۔

” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی خيرات ورکؤل مال کمېدو ته نهٔ پرېږدی( آمدنی زياته شی اؤ کهٔ برکت ېٔ زيات شی)”مسلم“

عن ابو ذرؓ قال قال رسول اللهﷺ لا تحقرن من المعروف شيئًا ولوان تلقی اخاک بوجه طليق۱۲۔

” دَ حضرت ابو ذرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی هېڅ قسم نيکی کمه مهٔ ګڼئ اګرکهٔ دومره قدر وی چې تهٔ دَ مسلمان ورور سره پهٔ روڼ تندی ملاؤ شوے وے ۔ ( مسلم)

عن ابی موسٰی الاشعریؓ قال قال رسول اللهﷺ کل مسلم صدقة قالوا فاِن لم يجد قال فليعمل بيديه فلينفح نفسه ي يتصدق قالوا فان لم يستامع ولم يفعل قال فليعن ذا الحاجة الملهوف قالوا فان لم يفعل قال فيامر بالخير قالوا فان لم يفعل قال فيمسک عن الشو فانه له صدقة ۱۲ ( کلها علی ص۱۶۷) ۔

” دَ حضرت ابو موسٰی اشعریؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی دَ هر مسلمان پهٔ ذمه څهٔ نه څهٔ صدقه ضروری ده ۔ چا عرض وکړو چې يا رسول اللهﷺ کهٔ چا سره مال نهٔ وی ۔ حضورﷺ وفرمائیل څهٔ دَ لاس محنت دې وکړی اؤ خپل ضرورت دی هم پوره کړی اؤ صدقه دې هم وکړی ۔ چا عرض وکړو کهٔ دَ معذوریٔ پهٔ وجه محنت نه شی کؤلے ۔ حضورﷺ وفرمائیل دَ چا پريشان حاجتمند حاجت پوره کؤلو کښې دې امداد وکړی ۔ کهٔ د اهم نه شی کؤلے ۔ حضورﷺ وفرمائیل چاته دې څهٔ خبره وښیٔ ۔ چا عرض وکړو کهٔ دا هم ونه کړې شی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چاته دې تکليف نه رسوی ۔ ( دَ هغهٔ دپاره دا هم صدقه ده) ( بخاری و مسلم)

ف: دې ټولو کارونو ته صدقه ځکه ووئیلی شوه ۔ چې څنګه پهٔ صدقه خلقو ته فائدہ رسی پهٔ دې کارونو هم مخلوق ته فائدہ رسی ۔ ګنی اصلی معنیٰ خو دَ الله دپاره څهٔ مال خرچ کؤل دی ۔ اؤ نقصان نهٔ رسؤل هم پهٔ نفع کښې شمېرل څومره غټ رحمت دے ۔

عن ابی هريرهؓ قال قال رسول اللهﷺ کل سلامی من الناس عليه صدقة کل يوم تطلع فيه الشمس يعدل بين الا ثنتين صدقة و يعين الرجل علی دابته فيحمل عليها متاعه صدقة والکلمة الطيبة صدقة وکل خطوة يخطوها الی الصلوٰة صدقة ويميط الاری عن الطريق صدقة۱۲ وفی رواية عن عائشهؓ قال رسول اللهﷺ حلق کل انسان من بی آدم علی ستين و ثلٰث مائة مفصل فمن کبر الله وحمدالله ( الی ان قال) وقد زحزح نفسه عن النار۱۲( ص۱۶۷)

دَ حضرت ابو هريره ؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ بنده پهٔ هر پيوند باندې هره ورځ يوه صدقه لازمی ده ۔ (۱) دَ دوؤ کسانو تر مينځه انصاف کؤل هم صدقه ده ۔ (۲) چا سره پهٔ څاروی سورېدو يا سامان تړلو کښې امداد کؤل هم صدقه ده ۔ (۳) څه ښهٔ خبره چې چاته ترې خير ورسی هم صدقه ده ۔ (۴) کوم قدم چې نمانځهٔ دپاره تلو کښې اخلی ۔ دا هم صدقه ده ۔ (۵) څهٔ تکلیف ورکؤنکے څيز ( لکه غنې کاڼی وغېره) دَ لارې نه لرې کؤل هم صدقه ده ۔ ( بخاری و مسلم)

ف: دَ مسلم پهٔ يو بل روايت کښې دَ دې تفصيل داسې راغلے دے ۔ چې دَ شمار قابل پيوندونه دَ بنيادم پهٔ بدن کښې درے سوه شپیتهٔ دی ۔ کوم بنده چې هره ورځ دغه هومره نيکیٔ وکړی هغهٔ خپل ځان دَ دوزخ دَ اوره خلاص کړو ۔

عن ابی هريرهؓ قال قال رسول اللهﷺ نعم الصدقة اللقحة الصفی منحة تغد ما باناء و تروح باخر۱۲ ۔

” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې ټولو کښې ښهٔ صدقه دا ده چې څوک چاته لنګه اوښه دَ پيئو دپاره سوالی ورکړی ۔ هم دغه شان غوا، میښه ، ګډه، بيزه، وغېره دَ پيئو دپاره سوالی ورکړی ۔ (تر څو چې پئ کوی هغه ترې نه پئ اخلی چې وچه شی خپل شے مالک ته واپس کړی ۔ ( بخاری)

عن انسؓ قال قال رسول اللهﷺ ما من مسلم و يغرس عرسا او يزرع زرعا فيا کل منه انسان او طيراو بهيمة الا کانت له صدقة ۱۲ وفی رواية المسلم عن حابرؓ وما سرق منه له صدقة ۱۲ (ص۱۶۸) ۔

” دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کوم مسلمان چې يوه وُنه وکری يا فصل وکری اؤ دَ هغې نه څاروی يا مرغۍ څهٔ خوراک وخوری ۔ دا هم دَ دهٔ دپاره صدقه ده ۔ ( بخاری و مسلم) اؤ دَ مسلم پهٔ يو روايت کښې ورسره دا هم دی کهٔ چا ترې څهٔ شے پټ کړو هغه هم صدقه ده ۔

ف: سره دَ دې چې پهٔ دې کښې مالک چاته دَ نفعې رسؤلو اراده نهٔ وی کړے ۔ بيا هم صدقه ده اؤ ثواب پرې ورکؤلے شی ۔ دا پهٔ مسلمان دَ الله تعالیٰ څومره لوئے رحمت دے۔

عن ابی هريرهؓ قال قال رسول اللهﷺ غفر لا مرأة مرمسةٍ مرت بکلب رأس رکی يلهب کا د يقتله العطش فيرعت جفها فاد نقته بخمارها فنزعت له من الماء فغفر لها بذلک قيل ان لنا فی البهائم اجرا قال فی کل ذات کيد رطب جز۱۲ ۔

” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی يوه بدکاره ښځه پهٔ دې خبره الله تعالیٰ وبخښله چې هغه يوه ورځ پهٔ لاره تېرېده دَ کوهی پهٔ غاړه يو سپے ناست وهٔ ۔ دَ تندې نه ېٔ ژبه راويستې وه پهٔ بد حال وهٔ ۔ پهٔ کوهی بوقه نهٔ وه ۔ هغې خپله مامۍ دَ پښې نه وويسته دَلوپټې پيسکه پورې ېٔ وتړله ۔ دَ کوهې نه ېٔ پکښې اوبهٔ راوخيژؤلې ۔ اؤ پهٔ سپی ېٔ وڅښؤلے ۔ ( پهٔ يو بې ژبانه ځناور ېٔ دومره ترس وخوړو، نو الله تعالیٰ ورباندې رحم وکړو) ګناهونه ېٔ ورته معاف کړل ۔ چا تپوس وکړو چې يا رسول اللهﷺ آيا دَ ځناورو پهٔ خدمت به هم مونږ ته ثواب راکؤلے شی؟ حضورﷺ وفرمائیل څومره ژوندی څيزونه چې دی ټولو کښې ثواب دے ۔( بخاری و مسلم)

ف: لېکن تکلېف رسؤنکی څيزونه لکه مار، لړم، مچۍ، وغېره دَ دې حکم نه بهر دی ۔ پهٔ نورو حديثونو کښې دَ داسې څيزونو دَ مرګ اجازت شوے دے ۔

عن عبدالله بن عمرؓ قال قال رسول اللهﷺ اعبدوا الرحمٰن والطعموا الطعام وافشواالسلام تدخلوا الجنة بسلام۱۲(کلها علی ص۱۶۸)

”دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی دَ رحمان (مهربانه الله) عبادت کویٔ، خوراک ورکویٔ اؤ سلام عام کړیٔ ۔ (پهٔ هر مسلمان پيژندګلو وی که ناشنا سلام اچویٔ) تاسو به جنت ته پهٔ آرام لاړ شیٔ ۔ ( ترمذی، ابن ماجه)

عن ابی ذرؓ قال قال رسول اللهﷺ بتمسک فی وجه اخيک صدقة وامرک بالمعروف و نهيک عن المنکر صدقة و ارشادک الرجل فی ارض الضلال لک صدقة و بصوک الرجل الرؤی البصر لک صدقة ۔

” دَ حضرت ابی ذرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ مسلمان ورور سره چې مخامخ شې نو پهٔ روڼ تندی ورسره ستړی مشی کوه ۔ ( پهٔ داسې طريقه چې هغه دا خيال وکړی چې تهٔ ېٔ پهٔ ليدو خوشحاله شوې) دا هم صدقه ( خيرات ) دے اؤ چاته ښهٔ کار ښيئل اؤ دَ بد کار نه منع کؤل هم صدقه ده اؤ دَ لارې خطا کېدو په ځائې کښې چاته لار سمؤل هم صدقه ده ۔ ( خيرات دے) کهٔ دَ چا نظر کمزورے وی دَ هغهٔ مدد کؤل اؤ دَ لارې نه غنې اؤ کاڼی شګې لرې کؤل هم صدقه ده اؤ دَ خپلې بوقې نه مسلمان ورور ته بوقه کښې اوبهٔ اچؤل ( يعنې) مسلمان ورور سره دَ کوهی نه اوبو ډکؤلو کښې امداد کؤل ) هم صدقه ده ۔ ( خيرات دے) ( ترمذی)

عن سعد بن عبادةؓ قال يا رسول اللهﷺ ان ام سعد ماتت فای صدقة افضل قال الماء فحضر بير او قال هذه لام سعد۱۲ ۔

” دَ حضرت سعد بن عبادهؓ نه روايت دے چې هغه دَ رسول اللهﷺ پهٔ خدمت کښې عرض وکړو چې اُمِّ سعد ( يعنې زما مور) مړه ده نو کوم خيرات زيات بهتر دے چې زهٔ ېٔ هغې پسې وکړم ۔ حضورﷺ وفرمائیل اوبهٔ ۔ نو حضرت سعدؓ يو کوهے وکنستو اؤ وېٔ وئیل چې دا ( يعنې دَ دې ثواب) دَ اُم سعدؓ شو ۔ ( ابوداؤد، نسائی)

عن ابی سعيدؓ قال قال رسول اللهﷺ ايما مسلم کسا مسلما ثوبا علی عری کساه الله من خضر الجنة و ايما مسلم اطعم مسلمًا علی جوع اطعمه الله من ثمار الجنة وايما مسلم سقی مسلما علی ظلماء سقاه الله من الرحيق المختوم۱۲( مشکوٰة ص۱۶۹ کلاهما)

” دَ حضرت ابو سعيدؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې يو مسلمان ورور ته دَ بربنډې پهٔ حالت کښې جامې ورکړی ۔ الله تعالیٰ به هغهٔ ته دَ جنت شنه جوړه ورکړی ۔ اؤ کوم مسلمان چې بل مسلمان ورور ته دَ لوږې پهٔ حالت کښې خوراک ورکړی ۔ الله تعالیٰ به ورته دَ جنت ميوې ورکړی اؤ کوم مسلمان چې بل مسلمان ورور باندې دَ تندې پهٔ حالت کښې اوبهٔ وڅښوی الله تعالیٰ به ورباندې دَ جنت مهر لګېدلې شراب وڅښوی ۔ ( ابو داؤد، ترمذی)

عن انس بن مالکؓ قال قال رسول اللهﷺ سبع تجری للعبد بعد موته وهو فی قبره من علم علما وکری نهرا او حضربير او غوس شجر او ورت مصحفا او ترک ولد ايستغفرله بعد موته۱۲( ترغيب ص۱۶۹) و ذکر ابن ماجه موضعهما الصدقة و بيت السبيل ۱۲( ترغيب ص۱۹۵)

” دَ حضرت انس بن مالکؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ووهٔ څيزونه دی چې ثواب ېٔ دَ بنده دَ مرګ نه پس هم جاری وی ۔ دې پهٔ قبر کښې پروت وی ۔ ( او ثواب ور رسی) (۱) چا چې بل ته دَ دين علم وښيئلو۔ (۲) يا ېٔ نهر وکنستو ۔ (۳) يا ېٔ کوهے وکنستو ۔ (۴) يا ېٔ وُنه ولګؤله ۔ (۵) يا ېٔ جماعت جوړ کړو ۔ (۶) يا ېٔ قرآن شريف پریښو ۔ ( چې څوک پکښې تلاوت کوی) (۷) يا ېٔ نيک اولاد پرېښو ۔ ( چې دَ مرګ نه پس ورته دَ بخشش دعا کوی) ۔ ( ترغيب از بزاز و ابو نعيم)

اؤ دَ ابن ماجه پهٔ روايت کښې دی يا ېٔ کوهے خيراتی کړو يا ېٔ خيراتی مسافر خانه جوړه کړه ۔

ف: دَ دې حديث نه دَ دينې مدرسو اؤ دَ عامې فائدې دَ کارونو فضيلت ثابت شو ۔

عن سعدؓ انه اعطی رسول اللهﷺ رهطًا فقلت مالک عن فلان قال انی لاعطی الرجل وغېره احب منه خشينه ان يکيب فی النار علی وجهه مختصرًا ۱۲ ( مسلم جلد اول ص۳۳۸)” دَ حضرت سعدؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ څهٔ مال( پهٔ خلقو) ويشلو نو ما عرض وکړو چې حضرت فلانې ته هم څه ورکړیٔ ( دَ حديث پهٔ آخر کښې دی چې رسول اللهﷺ هغهٔ ته هم څهٔ وکړهٔ) نو حضورﷺ وفرمائیل (کله کله زهٔ يو کس ته څهٔ شے ورکوم اؤ بل سړے زما دَ هغهٔ نه زيات خوښ وی، لېکن دا فکر راسره وی کهٔ دهٔ ته څهٔ ورنه کړې شی نو پهٔ اسلام به قائم پاتې نهٔ شی ۔ اؤ پهٔ دې وجه به ېٔ الله تعالیٰ دوزخ ته پړمخې وغورزوی) (ځکه چې ځنی نو مسلم پهٔ اول کښې مضبوط نهٔ وو تکلیف ېٔ نهٔ شو برداشت کؤلے نو دَ اسلام نه دَ واپس کېدو خطره ېٔ وه ۔ ځکه دَ هغوی سره امداد کؤل اؤ دَ تکليف نه بچ کؤ ل ضروری وو ۔ ( مسلم)

ف: دَ دې حديث شريف نه دَ نو مسلمو دَ امداد کؤلو اؤ آرام ور رسؤلو فضيلت ثابت شو ۔ ”۲۹“ دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی زما دې قسم وی پهٔ هغه ذات چې زهٔ ېٔ دَ رښتونے دين سره راستؤلے يم ۔ الله تعالیٰ به دَ قيامت پهٔ ورځ هغه بنده ته عذاب نهٔ ورکوی چا چې پهٔ يتيم رحم وکړو ۔ دَ يتيم سره ېٔ نرمی اؤ مينه وکړه اؤ دَ هغهٔ پهٔ لاچاریٔ اؤ بې اسرې ژوند ېٔ ترس راغلو ۔ ( ترغيب از طبرانی)

ف: دَ دې حديث شريف نه دَ يتيم سره دَ امداد کؤلو فضيلت ثابت شو ۔

خلاصه: دا لس آيتونه اؤ شل حديثونه دی ۔ حديث اکثر دَ مشکوٰة دی ۔ سوا دَ دوه دريو نه چې دَ هغې سره دَ کتاب نوم ليکلے شوے دے ۔ دَ دې نه مونږ ته ډېر داسې کارونه معلوم شو چې مخلوق ته پرې فائدہ رسی ۔ ( اؤ الله تعالیٰ پرې بنده ته اجر ورکوی) دَ دې نه علاوه نور ډېر کارونه دی چې ټول پهٔ دې يو آيت اؤ يو حديث کښې راجمع دی۔

آيت شريف: دَ ښېګړې اؤ تقویٰ پهٔ کارونو کښې دَ يو بل مدد کویٔ ۔ (مائدہ)

حديث شريف: رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ ته ټولو بنديانو کښې هغه کس زيات غوره دے څوک چې مخلوق ته زياته فائدہ رسوی ۔ (ترغيب از اصبهابی)

الله تعالیٰ دې مونږ ټولو ته دَ نيکیٔ توفيق راکړی ۔ ( آمين)