دیارلسم روح

ديارلسم روح

دَ الله تعالیٰ ذکر ډېر ډېر کؤل

يعنې څومره چې کېدے شی دَ الله تعالیٰ ذکر کؤل ۔ پهٔ قرآن اؤ حديث کښې دَ دې حکم هم دے اؤ فضيلت اؤ ثواب هم ۔ اؤ څهٔ ګران کار هم نهٔ دے نو پهٔ داسې آسان کار کښې ناراستی او بې پروائی کؤل نافرمانی اؤ غټ ثواب بربادؤل اؤ خپل غټ نقصان کؤل دی ۔ دا څومره بده خبره ده بيا پهٔ الله يادؤلو کښې نهٔ څهٔ دَ شمار پابندی شته ، نهٔ دَ وخت ، نهٔ دَ تسبو ساتلو ، نهٔ دَ چغو وهلو ، نهٔ دَ اودس پابندی شته ، نهٔ قبلې ته مخ کؤلو ، نهٔ دَ خاص ځائې کښېناستو ، نهٔ پهٔ يو ځائې کښېناستو ، هر قسم آزادی اؤ اختيار دے ۔ نو بيا ورکښې څهٔ شے ګران شو؟ البته کهٔ څوک پهٔ خپله خوښه تسبې ساتی دَ شمار ياد ساتلو دپاره يا دې دپاره چې تسبو سره ذکر ياديږی اؤ چې تسبې نهٔ وی نو غافل کيږی ۔ نو پهٔ دې خيال کهٔ څوک تسبې ساتی خير دے ۔ بلکې بهترې دی اؤ دا وهم دې نهٔ کوی چې تسبو ساتلو کښې ريا راځی ۔ ريا خو دَ نيت شے دے ۔ کهٔ څوک پهٔ دې خيال ذکر کوی چې خلقو ته ښهٔ سړے ښکاره شم نو بې تسبو هم ريا ده اؤ کهٔ زړهٔ کښې ېٔ دا خيال نهٔ وی نو پهٔ تسبو نهٔ ريا کيږی ۔ دَ ريا پهٔ وهم باندې ذکر پرېښودل دَ شيطان دهوکه ده ۔ پهٔ دې ټګۍ دې ذکر نهٔ پاتې کوی ۔ اؤ شيطان دا دهوکه هم ورکوی چې هر کله زړهٔ دې دَ دنيا پهٔ کارونو کښې نښتې دے نو پهٔ ژبه دَ الله نوم اخستو کښې څهٔ خير دے؟ پهٔ دې ښهٔ پوهه شیٔ چې دا دَ شيطان دهوکه ده ۔ څوک چې دَ ذکر شروع کؤلو پهٔ وخت زړهٔ کښې دا نيت وکړی چې خالص دَ الله دَ رضا اؤ ثواب دپاره دَ الله نوم اخلم نو کهٔ دَ ذکر پهٔ دوران کښې ېٔ خيال بل خوا لاړ شی خو نيت ېٔ نه وی بدل شوے نو هغهٔ ته برابر ثواب ورکېدے شی ۔ البته کوم وخت چې دَ نورو کارونو نه خالی وی پهٔ هغې کښې زړهٔ هم ذکر ته متوجه وساتی اؤ هسې فضول خيالات اؤ بربادې قصې زړهٔ ته نهٔ راولی ۔ نو زيات ثواب به ېٔ کيږی ۔ اوس مونږ دَ ذکر پهٔ باره کښې يو څو آيتونه اؤ حديثونه ليکو ۔

آیت (۱): قال الله فَاذ کُرُونِی اَذکُرکُم (سوره بقره) ”الله تعالیٰ فرمائی تاسو ما ياد ساتئ زهٔ به ( پهٔ خپل رحمت) تاسو ياد ساتم ۔ (بقره)

آیت (۲): ” اَلَّذِينَ يَذکُرُونَ الله قِيَامًا وَّ قُعُودًا وَّ عَلیٰ جُنُوبِهِم (آل عمران)” داسې خلق چې پهٔ هر حال کښې الله تعالیٰ ياد ساتی پهٔ ولاړه هم پهٔ ناسته هم پهٔ پروتی هم ۔ (آل عمران)

آیت (۳): ” وَاذکُر رَبَّکَٔ فِی نَفسِکَ تَضَرُّعًا وَّ خِيفَةً وَ دُونَ الجَهرِ مِنَ القَولِ بِالغُدوِّ وَالاصَالِ وَلَا تَکُن مِّن الغٰفِلِينَط (سوره اعراف) ۔ ” خپل رب ياد ساته پهٔ زړهٔ کښې ( پهٔ غلی آواز وی) عاجزیٔ سره اؤ ويرې سره ( اؤ کهٔ) پهٔ زوره آواز چغې نه کم (هم دغه شان پهٔ عاجزیٔ اؤ خوف سره) سحر اؤ نماښام ( يعنې همېشه) دَ همېشه ياد مطلب دا دے چې غافل اؤ بې پروا نهٔ وی ۔ (اعراف)

ف: ډېر پهٔ زوره ذکر کؤلو کښې څهٔ خاص ثواب نشته ۔ لېکن کهٔ دَ شريعت پابند يو بزرګ چاته دَ علاج پهٔ طور په زوره ذکر وښیٔ نو جائز دے اؤ هغه علاج دا دے چې دَ ځنو کسانو پهٔ زړهٔ باندې پهٔ زوره ذکر زيات اثر کوی ۔ لېکن دا خيال ساتل پکار دی چې پهٔ دې دَ بل چا عبادت يا پهٔ خوب کښې نقصان نهٔ راځی ۔(يعنې بل بنده ته ترې تکليف نهٔ وی) کهٔ بل بنده ته ترې تکليف رسی نو پهٔ زوره ذکر ثواب نهٔ دے ګناه ده ۔

آیت (۴): اَلَّذِينَ اٰمَنُوا وَ اتَطمِئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِکرِاللهِ اَلَا بِذِکرِ اللهِ تَطمِئِنّ القُلُوب ط ( سوره رعد)

” کؤم خلق چې الله تعالیٰ خپل ځان ته نژدے کوی) هغه خلق دی چې ايمان راوړی اؤ دَ الله پاک پهٔ ذکر ېٔ دَ زړونو تسلی کيږی ښهٔ پوهه شیٔ چې دَ الله پهٔ ذکر کښې ( دا خاصيت دے) چې زړونو ته پرې اطمينان اؤ سکون حاصليږی ۔ ( پهٔ دې طريقه پهٔ دې ذکر دَ بنده تعلق دَ الله پاک سره زيات شی اؤ دغه تعلق دَ اطمينان اؤ سکون بنياد دے۔)

آیت (۵): رِجال لَا تُلهِيهِم تِجَارَة وَّلَا بَيع عَن ذِکرِالله وَاِقَام الصَّلوٰةِ وَ اِيتَاءِالزَّکوٰةِ ۔ ( سوره نور)

” پهٔ جماعتونو کښې داسې خلق دَ الله تعالیٰ پاکی بيانوی چې نهٔ هغوی دَ څهٔ څيز اخستل غافل کوی اؤ نهٔ ېٔ دَ څهٔ څيز خرڅؤل دَالله دَ ذکر نه اؤ نمونځ کؤلو اؤ زکوٰة ورکؤلو نه غافل کوی ۔ ( نور)

آیت(۶): ” وَلَذِکرُاللهِ اَکبَرُ ط (سوره عنکبوت)” اؤ دَ الله تعالیٰ ذکر ډېر لوے شے دے ۔ ( يعنې پهٔ دې کښې ډېر فضيلت دے)

آیت(۷): ”يٰاؔيُّهَاالَّذِينَ اٰمَنُوا ذکُرُوا اللهَ ذِکرًا کَثِيرًا(سوره احزاب) اے ايماندارو دَ الله ذکر ډېر ډېر کویٔ ۔ (احزاب)

آیت(۸): ” يٰؔا يُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا لَا تُلهِکُم اَموَالُکُم وَلَا اَولَادُکُم عَن ذِکرِاللهِ ط” اے ايماندارو تاسو دَ ستاسو مالونه اؤ اولاد دَ الله دَ ياد نه غافل نهٔ کړی ۔ ( سوره منافقون)

آیت(۹): وَاذکُرِاسمَ رَبِّکَ وَ تَبَتَّل اِلَيهِ تُبتِيلًا ط( سوره مزمل) ” دَ خپل رب نوم اخله اؤ دَ ټولو نه جدا خالص دَ هغهٔ شه ۔ ( دَ جدا کېدو مطلب دا دے چې دَ الله تعالیٰ تعلق پهٔ نورو ټولو تعلقاتو غالب وی)

آیت(۱۰): قَداَفلَحَ مَن تَزَکّٰی ط وَ ذَکَرَاسمَ رَبِّه فَصَلّٰی ط ( اعلیٰ) ”کامياب شو هغه څوک چې ( دَ خرابو عقيدو نه اؤ خرابو اخلاقو نه ) پاک شو اؤ خپل رب يادوی ، دَ خپل رب ذکر کوی اؤ نمونځ کوی ۔ ( اعلیٰ)

حدیث(۱): عن ابی هريرهؓ و عن ابی سعيدؓ قال قال رسول اللهﷺ لا يقعد قوم يذکرون الله الا حفتهم الملٰئکة وَ غشيتهم الرحمة ونزعت عليهم السکينة و ذکر هم الله فيمن عنده ۱۲ ۔

” دَ حضرت ابوهريرهؓ اؤ حضرت ابوسعيد ؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ الله ذکر ته کښينی فرښتې ترې راچاپيره شی اؤ دَ الله پاک رحمت پرې وغوړيږی اؤ زړهٔ ته ېٔ سکون ورسی ۔ ( مسلم)” حدیث(۲): عن ابی موسٰیؓ قال قال رسول اللهﷺ مثل الذی يذکر ربه والذی الايذکر مثل الحی والميت۱۲ ۔

” دَ حضرت ابی موسٰیؓ اشعری نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ الله پاک ذکر کوی اؤ څوک چې نهٔ کوی دَ هغوی مثال دَژوندی اؤ مړی پهٔ شان دے ( يعنې ذکر کوؤنکے دَ ژوندی پهٔ مثال دے اؤ نهٔ کوونکے دَ مړی پهٔ مثال دے) ځکه چې دَ ژوند اصل روح دَ الله تعالیٰ ذکر دے چې دا نهٔ وی نو داسې ژوند دَ مړيو پهٔ مثال دے ۔ چې روح پکښې نشته ۔ ( بخاری و مسلم)

حدیث(۳): ” عن ابی هريرهؓ قال قال رسول اللهﷺ انا معه اذا ذکرنی فان ذکرنی فی نفسه ذکرته فی نفسه و ان ذکرنی فی ملاء ذکرته فی ملاء خير منهم ۱۲ ( کلها علی ص۱۹۶)۔

” دَ حضرت ابوهريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ فرمائی څوک چې زما ذکر کوی زهٔ دَ هغهٔ سره يم ۔ بيا کهٔ هغه زما ذکر پهٔ زړهٔ کښې کوی نو زهٔ ېٔ هم پهٔ زړهٔ کښې يادؤم اؤ کهٔ هغه زما ذکر پهٔ جمع کښې پهٔ زوره کوی ۔ نو زهٔ هغه پهٔ داسې جمع کښې يادؤم چې هغه دَ دې جمعې نه بهتره ده ۔ ( يعنې دَ فرشتو اؤ پيغمبرانوؑ پهٔ جمع کښې) ۔ ( بخاری و مسلم)

ف: الله تعالیٰ پهٔ زړهٔ کښې يادؤل داسې نهٔ وی لکه زمونږ پهٔ شان بلکې مطلب ېٔ دا دے چې بل څوک ترې خبر نهٔ شی ۔ ( صرف دَ الله اؤ بنده تر مينځه)۔ لکه پهٔ دويم حالت کښې چې ترې جمع خبر شی ۔ اؤ دَ هغې ډلې نه بهتر کېدو مطلب دا دے چې دَ هغې اکثريت پهٔ دې کښې دَ اکثرو نه بهتر وی ۔ دا ضروری نهٔ ده چې دَ هغې ډلې هر هر کس دَ دې ډلې دَ هر هر کس نه بهتر وی ۔ مثلاً کهٔ پهٔ دنيا کښې هغه دَ ذکر ډله داسې وی چې رسول اللهﷺ هم پکښې موجود وهٔ لکه دَ اصحابوؓ پهٔ زمانه کښې چې به وو ۔ نو دَ دې نه دا نهٔ ثابتيږی چې ګنی يوه فرشته يا يو پيغمبر دَ رسول اللهﷺ نه پهٔ مرتبه کښې زيات وو۔

حدیث(۴): ” عن انس قال قال رسول اللهﷺاذا مررتم برياض الجنة فارتعوا قالوا وما رياض الجنة قال حلق الذکر۱۲ ۔ دَ ذکر حلقې اؤ جمعې ( ترمذی)۔

” دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی تاسو چې دَ جنت پهٔ باغونو تيرېږیٔ نو دَ هغې مېوې پهٔ چټه خوریٔ ۔ خلقو عرض وکړو يا رسول اللهﷺ دَ جنت دَ باغونو مطلب څهٔ دے ۔ حضورﷺ وفرمائیل ( يعنې چې دَ ذکر پهٔ حلقو تيرېږیٔ نو تاسو هم پکښې شرکت کویٔ پهٔ مخه مهٔ ځیٔ)۔

حدیث(۵): عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ من قعد مقعد الم يذکر الله فيه کانت اصطجع مضجعا لا يذکر الله فيه کانت عليه من الله ترة ۱۲(کلها علی ص۱۹۸)

” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې په داسې ځائې کښې کښينی چرته چې دَ الله تعالیٰ ذکر نهٔ کيږی پهٔ هغهٔ به دَ الله تعالیٰ دَ طرفه تاوان وی ۔ اؤ څوک چې پهٔ داسې ځائې کښې ودهٔ کيږی چرته چې دَ الله تعالیٰ ذکر نهٔ کوی نو پهٔ هغهٔ به دَ الله تعالیٰ دَ طرفه تاوان وی ۔

ف: مطلب دا دے چې دَ مسلمان هېڅ ځائې اؤ هېڅ وخت دَ ذکر نهٔ خالی نهٔ دے پکار۔

عن عبدالله بن بسرؓ ان شرائع الاسلام کثرت علی فاخبرنی بشیٔ اتشبت به قال لايزال لسانک رطبا من ذکر الله۱۲

دَ عبدالله بن بسرؓ نه روايت دے چې يو سړی عرض وکړو يا رسول اللهﷺ دَ اسلام شرعی کارونه پهٔ ما ډېر شو( يعنی نفلی کارونه ، ځکه چې فرضی خو دومره ډېر نهٔ وی ۔ ماته ېٔ ياد ساتل اؤ عمل پرې کؤل ګران شو) نو تهٔ راته يو داسې کار وښيه چې زهٔ هغهٔ کوم اؤ دا ټول پکښې راشی ۔ حضورﷺ ورته وفرمائیل( پهٔ دې پابند شه) چې ستا ژبه همېشه دَ الله پاک پهٔ ذکر تر وی ۔ ( يعنی چليږی) ”ترمذی، ابن ماجه“

عن ابی سعيدؓ ان رسول اللهﷺ سئل ای العباد افضل و ارفع درجة عندالله يوم القيٰمة قال الذاکرون الله کثيرا والذاکرات قيل يا رسول الله و من الغازی فی سبيل الله قال الومزب بسيفه فی الکفار و المشرکين حتیٰ ينکرو يختصب دما فان الذاکر الله افضل منه درجة ۱۲ (کلاهما علی ص۱۹۸)۔

” رسول اللهﷺ نه تپوس وشو چې پهٔ بنديانو کښې دَ ټولو نه افضل اؤ دَ قيامت پهٔ ورځ الله تعالیٰ سره قرب کښې بريالے څوک دے ۔ حضورﷺ وفرمائیل کوم سړے چې دَ الله ذکر ډېر ډېر کوی اؤ کومې ښځې چې دَ الله ذکر ډېر ډېر کوی ۔ عرض وکړې شو يا رسول اللهﷺ اؤ څوک چې دَ الله دپاره جهاد وکړی؟ ( آيا هغه افضل نهٔ دے) حضورﷺ وفرمائیل څوک چې کافرانو اؤ مشرکانو سره داسې جنګ وکړی چې توره ېٔ ټوټې ټوټې شی اؤ بدن دَ زخمونه ېٔ پهٔ وينو سور پور شی ۔ دَ الله ذکر کوؤنکے پهٔ درجه کښې دَ دهٔ نه هم زيات دے ۔ (احمد،ترمذی)

ف: وجه ېٔ ظاهره ده چې جهاد خو دَ الله دَ ذکر جاری کؤلو دپاره فرض شوے دے ۔ دَسورة حج پهٔ آيت ”اَلَّذينَ اِن مَّکَّنّٰهُم فِی الاَرضِ الاؔيه“ کښې صفا بيان شوے دے نو دَ الله ذکر اصل شو۔ ( اؤ جهاد دَ هغې تابع) اؤ دَ اصل بهتر اؤ افضل کېدل ظاهروی ۔

عن عبدالله بن عمر عن النبیﷺ انه کان يقول الکل شیٔ صفالة و صقالة القلوب ذکر الله ۱۲ ۔

” دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی دَ هر شی دپاره يو صيقل وی اؤ دَ زړونو صيقل دَ الله ذکر دے ۔ ( يعنې دَ زړونو صفائی پهٔ ذکر کيږی)”بيهقی“

عن ابن عباسؓ قال قال رسول اللهﷺ الشيطان جاثم علی قلب ابن آدم فاذا ذکرالله جنس و اذا غفل وسوس ۱۲(کلاهما علی ص۱۹۹)۔

” دَ حضرت عباسؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی شيطان دَ بنده پهٔ زړهٔ پورې جخت ناست وی کله چې هغه دَ الله ذکر شروع کړی شيطان تری اخوا شی اؤ کله چې بنده غافل شی نو بيا ورته زړهٔ کښې وسوسې اچوی ۔ (بخاری)

عن ابن عمرؓقال قال رسول اللهﷺ لا تکثر وا الکلام بغير ذکر الله فان کثرة الکلام بغير ذکر الله قسوت للقلب و ان ابعد الناس من الله القلب القاسی ۱۲(مشکوٰة ص ۱۹۸) ۔

” دَ حضرت ابن عمرؓ روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ الله تعالیٰ دَ ذکر نه علاوه ډېرې خبرې مهٔ کویٔ ځکه چې دَ ذکر الله نه علاوه خبرې زړهٔ کښې سختی راولی اؤ پهٔ ټولو خلقو کښې دَ الله پاک نه ډېر لرې هغه زړهٔ دے چې سخت وی ۔”ترمذی“

ف: دَ آخری درے واړو حديثونو خلاصه دا ده چې پهٔ زړونو کښې اصل صفائی پهٔ ښهٔ کارونو راځی اؤ سختی پهٔ ناکاره کارونو اؤ دَ دواړو عملونو بنياد دَ زړهٔ اراده ده اؤ دَ ارادې بنياد خيال دے ۔ کله چې پهٔ فکر کښې راشی نو شيطان پهٔ زړهٔ کښې خراب خيالات راپيدا کړی ۔ چې دَ هغې نه ناکاره ارادو ته خبره ورسی ۔ اؤ ناکاره کارونه ډېر کيږی اؤ ښهٔ کارونه کم اؤ کله چې دَ ذکر کثرت وی نو شيطان پهٔ زړهٔ کښې خراب خيالونه نهٔ شی پيدا کؤلے ۔ دغه شان ناکاره اراده نهٔ وی نو دَ ګناه کارونه هم نه کيږی ۔ دَ نيکیٔ اراده مضبوطه شی نو نيک کارونه ډېر کيږی ۔ نو پهٔ زړونو کښې صفائی اؤ سختی پهٔ دې طريقه راځی ۔ لېکن دا خبرې خود بخود نهٔ کيږی ۔ پهٔ خوارو کيږی نو څوک کهٔ تش پهٔ خلهٔ ذکر کوی خو دَ ښو کارونو همت نهٔ کوی اؤ دَ ګناه نه دَ بچ کېدو کوشش نهٔ کوی نو هغه پهٔ دهوکه کښې پروت دے ۔ ( چې نيک عمل ورسره نهٔ وی تش ذکر څهٔ فائدہ نه شی ورکؤلے اؤ دَ زړهٔ صفائی پرې نهٔ راځی) تر دې پورې ټول حديثونه دَ مشکوٰة دی ۔

عن ابی سعيدؓ الخدریؓ ان رسول اللهﷺ قال ليذکرن الله اقوام فی الدنيا علی الفرش المهدة يدخلهم الدرجات العلٰی ۱۲ ۔

” دَ حضرت ابو سعيد خدریؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پهٔ دنيا کښې به ډېر خلق پهٔ نرمو بسترو کښې دَ الله ذکر کوی اؤ الله تعالیٰ به ورته پهٔ جنت وچتې درجې ورکړی ۔ ”ابن حبان“

ف: يعنی دا خيال دې څوک نهٔ کوی چې آرام و راحت پرېښو نه بغير ذکر فائدہ نهٔ ورکوی ۔

عنه ان رسول اللهﷺ قال اکثر ما ذکر الله حتی يقولوا مجنون

” هم دَ ابو سعيدؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ الله پاک ذکر دومره ډېر ډېر کویٔ چې خلق درته ليونے ووائی ۔ (احمد و ابو يعلی و ابن حبان)

و عن ابن عباسؓ قال قال رسول اللهﷺ اذکروا الله ذکرا يقول امنافقون انکم مراء ون ۱۲(کلها علی ص۲۹۵ ترغيب)

” دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دومره ( ډېر اؤ هر وخت) ذکر کویٔ چې منافقان ( يعنې بې دينه خلق) درته رياکار اؤ مکار ووائی ۔ (طبرانی)

عن معاذ بن جبلؓ قال قال رسول اللهﷺ ليس يتحسر اهل الجنة الا علی ساعة مرت بهم لم يذکرو الله تعالیٰ فيها (ص ۲۹۶) ۔

” دَ حضرت معاذ بن جبلؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ جنت والؤ به هېڅ ارمان نهٔ وی بې دَ دې نه چې کوم وخت ورباندې داسې تېر شوی وی چې ذکر ېٔ پکښې نهٔ وی کړے ۔ دَ دغې وخت ارمان به کوی ۔ ( چې کهٔ پهٔ دې کښې مو هم ذکر کړے وې) ۔ (طبرانی و بيهقی)

ف: لېکن پهٔ دې ارمان کښې به دَ دنيا غوندې تکلېف نهٔ وی ۔ نو دا شک پاتې نهٔ شو چې جنت کښې تکلیف څنګه پيدا شو ۔

عن عائشة بنت سعد بن ابن وقاص عن ابيها رضی الله عنه انه دخل رسول اللهﷺ علی مرأة و بين يميها نوی او حصی تسبيح به الخ ( ترغيب ص۳۱۰)” عائشهؓ بنت سعدؓ بن ابی وقاصؓ دَ خپل پلار نه روايت کوی چې هغه دَ رسول اللهﷺ سره دَ هغوی دَ يو بی بی کور ته لاړو ۔ دَ بی بی صاحبې مخې ته دَ کجورو هډوکی ( ګيټی) پراتهٔ وو ۔ په ٔهغې باندې ېٔ سبحان الله سبحان الله وئیل ۔ الخ( اؤ حضورﷺ هغه منع نهٔ کړه) ۔ (ابو داؤد، ترمذی، نسائی، ابن حبان، حاکم)

ف: پهٔ تسبو باندې دَ ذکر شمېر کؤلو دا بنياد دے ۔ ( لکه شامی چې تبوت منلې) ۔

دا پنځهٔ حديثونه دَ ترغيب دی ۔ تر اوسه پورې خو دَ علمِ ذکر بيان وهٔ ۔ اوس مونږ ځنی خاص ذکرونه ليکو چې ثواب ېٔ ډېر دے اؤ کؤل ېٔ آسان دی هغه دا دی۔ (۱) لا الٰه اِلاَّ الله صرف يا دَ مُحَمَّد رَّسُول الله ۔ سره پوره کلمه طيبه(۲) سبحان الله(۳) الحمدُ لِله(۴) اللهُ اکبر ۔ (۵) لاحول ولا قوة اِلاّ بالله العلی العظيم ۔ (۶) استغفرالله و اتوب اليه(۷) درود شريف پهٔ مختلفو الفاظو راغلے دے ۔ يو مختصر غوندې دا دے ۔ ” اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلیٰ مُحَمّدٍ وَ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّدٍ (نسائی عن زيد بن فارجه) ( اؤ بهتر دا دے ” اٰللّٰهُمَّ صَلِّ عَلیٰ سَيِّدِنَا وَ مَولانا محمدٍ و علیٰ اٰل سيدنا و مولانا محمد کما تحب و ترضٰی عدد ماتحب و ترضٰی ۔ ( مترجم)

خلاصه دا ده چې دَ ذکر نه غفلت نهٔ دے پکار څهٔ خاص ذکر وی اؤ کهٔ عام بيا څوک هر وخت هم يو ذکر کوی اؤ کهٔ کله يو اؤ کله بل بې شمار ېٔ کوی اؤ کهٔ پهٔ ګوتو يا تسبو ېٔ شميری اؤ ځنې دعاګانې دَ خاصو خاصو وختونو دپاره هم شته کهٔ دَ چا شوق وی ۔ دَ چا ديندار عالم نه دې تپوس وکړی ګنی مونږ چې دَ نمونې دپاره کومې شپږ جملې مخکښې ليکلی دی دا هم کافی دی ۔ الله تعالیٰ دې مونږ ټولو ته توفيق راکړی ۔