نولسم روح
دَ آمد و خرچ انتظام کؤل
يعنی پيداوار هم پهٔ صحيح کؤل چې څهٔ کار ورکښې دَ شريعت خلاف نهٔ وی اؤ دغه حلاله ګټه بيا پهٔ صحيح ځائې لګؤل چې دَ شريعت خلاف څهٔ کار پکښې نهٔ وی۔ ”عن ابن مسعودؓ عن النبی ﷺ قال لا تزول قدما ابن آدم يوم القيٰمة حتی يسأل عن خمس اومن الخمس و عن ماله اين اکتسبه و فيما انفقه ۱۲( مشکوٰة ص۴۴۳)
دَ حضرت ابن مسعودؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ قيامت پهٔ ورځ به دَ هېچا قدم دَ حساب دَ ځائې نه نهٔ خوزی ۔ تر څو چې ترې نه دَ پنځو څيزونو تپوس نهٔ وی شوے ۔ ( پهٔ هغې پنځو کښې دوه دا دی) دَ هغهٔ دَ مال متعلق به ترې تپوس کيږی چې پهٔ څهٔ طريقه ېٔ ګټلی وهٔ ۔( حلاله کهٔ حرامه) اؤ پهٔ څهٔ طريقه ېٔ خرچ کړے وهٔ ۔ ( ترمذی)
ف: مطلب دا چې مال ګټلو کښې دې هم څهٔ کار دَ شريعت خلاف نهٔ وی کهٔ سودی کاروبار رشوت اخستل، دَ بل حق لاندې کؤل ( لکه دَ چا زمکه پهٔ موروثيت وغېره قبضه کؤل بيا دَ چا قرض خوړل يا چاته پهٔ ميراث کښې برخه نهٔ ورکؤل لکه ځنی خلق چې لور، خور ته ميراث کښې برخه نهٔ ورکوی) يا مال ګټلو کښې داسې مشغولېدل چې دَ نمانځهٔ پروا ېٔ هم نهٔ وی ، زکوٰة نهٔ ورکوی ، حج نهٔ کوی آخرت ېٔ بالکل هېر کړے وی بس تشه دنيا ېٔ ياده وی، اؤ هم دغه شان پهٔ مال لګؤلو کښې هم دا خيال پکار دے چې بې ځايه ونه لګی دَ شريعت خلاف څهٔ کار پرې ونه شی لکه دَ مړی ژوندی پهٔ رواجی کارونو لګؤل صرف دَ نفس خوشالؤلو دپاره ، دَ ضرورت نه زيات خوراک ، جامه يا شانداره آبادیٔ باندی بې فائدې خرچ کؤل يا دَ مکان دَ ښائست پهٔ سامان يا پهٔ ښکار اؤ لوبو يا دَ وړو دَ لوبو پهٔ څيزونو ډېری پېسې لګؤل، دا ټول فضول کارونه دی ۔ په دی کښې ډېر احتياط پکار دے ۔ دَ دې ټولو پابنديو سره کهٔ څوک جائزہ ګټه کوی يا حلال مال جمع کړی نو څهٔ نقصان پکښې نشته بلکې ځنی حالتونو کښې بهتر اؤ ضروری دے لکه دَ بال بچ پهٔ نفقه خرچ کؤلو يا هغوی ته دَ دين تعليم ورکؤلو دَ رقم ضرورت دے ۔ دغه شان دَ علم دين مدرسو چلؤلو دَ مسلمانانو دَ خدمت ، دَ اسلامی تبليغ اؤ دَ دين دَ حفاظت دپاره دَ يتيم خانو اؤ جماعتونو دَ انتظام دپاره دَ مال لګؤلو ضرورت دے اؤ بيا خلق پهٔ داسې حالت کښې چې دشمنان دَ اسلام اؤ مسلمانانو ختمؤلو دپاره مال لګوی ۔ نو پهٔ داسې حالت کښې دَ مال مقابله پهٔ مال کېدے شی ۔ (کهٔ دينداره خلقو سره مال نهٔ وی نو داسې مقابله به څنګه کوی؟) لکه الله تعالیٰ چې دَ اسلام دَ دشمنانو دَ مقابلې دپاره دَ اَسونو اؤ نور سامان تيار ساتلو حکم کړے دے ( سورة توبه) اؤ رسول اللهﷺ دَ داسې اسونو ساتلو اؤ دَ هغوی پهٔ هر خدمت دَ خاصې درجې ثواب اؤ ډېرو ډېرو نيکيو وعده کړے ده ۔ ( مسلم) نو پهٔ داسې حالت کښې دَ دين دَ موجوده اؤ راتلونکی ضرورتونو پوره کؤلو دپاره رقم حاصلؤل عبادت دے ۔ پهٔ مخکښې حديثونو کښې هم دغه ذکر دے۔”عن عبدالله قال قال رسول اللهﷺ طلب کسب الحلال فريضة بعد الفريضة۱۲(مشکوٰة ص۲۴۲)” دَ حضرت عبدالله نه روايت دےچې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ حلالې ګټی تلاش فرض دے دَ فرض ( عبادت) نه پس( بيهقی)” عن ابی کبشةؓ الانماری انه سمع النبیﷺ يقول ( فی احديث الطويل) انما الدنيا لاربعة نفر عبد رزقه الله مالا وعلما فهو يتقی فيه ربه و يصل رحمه و يعمل الله فيه بحقه فهذا با فضل المنازل الخ( مشکوٰة ص۴۵۱)” دَ حضرت ابو کبشه انماریؓ نه روايت دے ( په يو وږد حديث کښې) چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دنيا څلور کسانو دپاره ده يو پکښې هغه بنده دے چې الله تعالیٰ مال هم ورکړے وی اؤ دَ دين پوهه هم ۔ پهٔ دې کښې دَ خپل رب نه ويريږی دَ خپلوانو سره ښېګړه کوی اؤ دَ الله تعالیٰ حق پکښې ادا کوی ۔ دا سړے پهٔ ټولو کښې بهتر اؤ پهٔ وچته مرتبه کښې دے ۔ ( ترمذی)
عن ابی سعيد الخدریؓ ان رسول اللهﷺ قال ( فی الحديث اطويل) ان هذا المال مخضرة حلوة فمن اخذه بحقه و وضعه فی حقه فنعم المعونته هو۱۲(ص۲۴۰)” دَ حضرت ابو سعيد خدریؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دا مال ډېر ښائسته اؤ مزيدار څيز دے نو څوک چې ېٔ پهٔ حقه ( دَ شريعت موافق) حاصل کړی اؤ پهٔ حقه ( جائز موقعو کښې ېٔ) خرچ کړی نو دا ډېر ښهٔ مددګار دے ۔ (بخاری و مسلم)
عن عمرو بن العاصؓ ( فی الحديث الطويل) قال قال رسول اللهﷺ نعم المال الصالح للرجل الصالح۱۲( مشکوٰة ص۳۲۶) دَ حضرت عمرو بن العاصؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې ښهٔ مال دَ ښهٔ سړی دپاره ښهٔ څيز دے ۔ (احمد)” عن ابی بکر بن ابی مريم قال مقدام بن معد يکربؓ سمعت رسول اللهﷺ يقول لياتين علی الناس زمان لا ينفع فيها الا الدنياء والدرهم۱۲( مشکوٰة)” دَ حضرت مقدامؓ بن معدی کرب ؓ نه روايت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی چې پهٔ خلقو به يو داسې وخت هم راشی چې صرف اشرفۍ اؤ روپۍ به پکښې کار ورکوی ۔ ( يعنې خپلوی اؤ نور تعلقات به نهٔ پکاريږی صرف مال به پکاريږی۔”عن سفيان الثوریؓ قال کان المال فيما مضی يکره فاما اليوم فهو ترس المؤمن و قال لولا هذه الدنانير لتمندل بنا هؤلآء الملوک و قال من کان فی يده من هذه شیٔ فليصلحه فانه زمان ان احتاج کان اول من يتذل دينه و قال الحلال لا يحتمل السرف ۱۲( مشکوٰة)” دَ حضرت سفيان ثوریؓ نه روايت دے چې مال پهٔ وړومبیٔ زمانه کښې (يعنې دَ اصحابو پهٔ وخت کښې) ښهٔ نهٔ شو ګڼلې (ځکه چې زړونه پهٔ دين کښې مضبوط وو ۔ دَ مال ضرورت ورته نهٔ وهٔ ۔ دَ دې پهٔ نقصان ېٔ نظر نهٔ وهٔ لری به تری تښتيدهٔ) لېکن پهٔ دې زمانه کښې مال دَ مسلمان دپاره ډال دے ۔ ( يعنې دَ بې دينیٔ نه ېٔ بچ کوی ځکه چې پهٔ زړونو کښې دَ ايمان قوت نشته پهٔ بې مالیٔ کښې پريشان کيږی اؤ پرېشانیٔ کښې ېٔ دين خرابيږی) اؤ دا به ېٔ هم وې کهٔ زمونږ سره دا اشرفیٔ نهٔ وې نو دې دنيادارو خلقو به ډېر سپک اؤ ذليل ګڼلو اؤ زمونږ دين ته به ېٔ نقصان رسؤلو ۔ اوس دَ مال پهٔ وجه زمونږ عزت کوی اؤ دَ عزت پهٔ وجه زمونږ دين محفوظ دے) اؤ دا به ېٔ هم وې دَ چا سره چې څهٔ روپۍ پېسې وی نو دَ هغې خيال دې ساتی يعنې دَ هغې دې پهٔ صحيح طريقه دَ زياتؤلو کوشش کوی ۔ ( برباده وی دی ېٔ نه) ځکه چې دا داسې وخت دے چې څوک پکښې غريب شی نو دَ هر څهٔ نه وړومبے خپل دين برباد کړی ۔ (لکه چې دَ ډال کېدو پهٔ مطلب کښې تېر شوی دی) اؤ دا بهٔ ېٔ هم وې چې حلال مال کښې فضول خرچی نهٔ شی کېدے ۔ ( يعنې حلال مال اکثر دومره ډېر نه وی چې بې ځايه دې الوزی اؤ بيا هم نهٔ ختميږی نو پکار ده چې پهٔ خيال ېٔ خرچ کوی ۔ چې دَ ختمېدو پهٔ وجه پرېشان نهٔ شی( شرح السنة) مخکښې بيا دَ حلال مال ګټلو فضيلت بيان شوے دے” عن ابی سعيد قال قال رسول اللهﷺ التاجر الصدوق الامين مع النّبين والصدّيقين۱۲ ( مشکوٰة) ” دَ حضرت ابو سعيدؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی رښتونے اؤ امانتګر تاجر به ( پهٔ قيامت کښې) دَ پيغبرانوؑ، وليانو او شهيدانو ملګرے وی( ترمذی، دارمی، دارقطنی)
ف: پهٔ دې کښې دَ حلال تجارت فضيلت دے” عن مقدام بن معدی کربؓ قال قال رسول اللهﷺ ما اکل احد طعامًا قسط خيرا من ان ياکل من عمل يديه وان نبی الله داؤدؑ کان ياکل من عمل يديه ۱۲ ( مشکوٰة ص۲۴۱)” دَ حضرت مقدام بن معدی کربؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی هېچا هېڅ خوراک نهٔ دے خوړلې بهتر دَ هغې خوراک نه کوم چې دَ خپل لاس دَ محنت پهٔ ګټه وخوړلی شی ۔ دَ الله تعالیٰ پېغمبر داؤد عليه السلام به دَ خپل لاس ګټه خوړه( بخاری) دَ هغهٔ دستکاری زغره جوړؤل وو ۔ لکه پهٔ قران مجيد کښې چې راغلی دی۔
ف: دَ دې نه دَ حلالې دستکاریٔ فضيلت ثابت شو ۔ البته حرامه دستکاری لکه دَ جاندارو تصويرونه جوړؤل يا باجې وغېره دَ سرود سامان جوړؤل ګناه ده ۔ ” عن ابی هريرةؓ عن النبیﷺ مابعث الله نبيا الارعی الغنم فقال اصحابه وانت فقال نعم کنت ارعی علی قيراط لاهل مکة۱۲( مشکوٰة ص ۲۵۸)” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی الله تعالی يو نبیﷺ داسې نهٔ دے راستؤلے چې هغهٔ بيزې نهٔ وی څرؤلې اصحابوؓ عرض وکړو يا رسول اللهﷺ تاسو هم څرولی دی ؟ حضورﷺ وفرمائیل اؤ ما دَ مکې دَ خلقو بيزې دَ يو څو آنو پهٔ عوض کښې څرؤ لې دی۔ ( بخاری)
ف: قيرؔاط دَ دينار څليريشتمه حصه ده اؤ دينار زمونږ دَ روپۍ پهٔ حساب پاؤکم درے جوړيږی نو قيراط څهٔ کم دوه آنے شوې ۔ شايد چې دَ هرې بيزې پهٔ داسې ضروری مقرّر شوے وه دَ دې نه دَ داسې مزدوریٔ فضيلت معلوم شو چې پکښې دَ ګڼو کسانو کار کؤ لے شی ۔ ”عن عتبة بن المنذر ( فی الحديث الطويل) قال قال رسول اللهﷺ ان موسٰی عليه السلام آجر نفسه ثمان سنين او عشرا ۱۲( ص۲۵۸) ” دَ حضرت عتبه بن منذرؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی حضرت موسٰی عليه السلام خپل ځان اتهٔ”۸“ يا لس”۱۰“ کالو دپاره نوکر کړے وهٔ ۔ ( حضرت شعيب عليه السلام بيزې ېٔ ساتلې) ( احمد و ابن ماجه)
ف: دا قصه پهٔ قران مجيد کښې هم شته ۔ دَ دې نه دَ داسې نوکریٔ فضيلت معلوم شو چې دَ يو کس کار کوی ۔
عن عبدالله بن مغفل قال زعم ثابت الضحاک ان رسول اللهﷺ منی عن المزارعة وامر بالمراجورة وقال لا باس بها (مشکوٰة ص۲۵۸)” دَ ثابت بن ضحاکؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ ( زمکه) پهٔ کرايه ورکؤلو اجازت ورکړے دے اؤ فرمائیلی ېٔ دی چې پهٔ دی کښې هېڅ حرج نشته ۔ ( مسلم)
ف: دَ دې نه دَ کرائے دَ جائز آمدنیٔ حکم معلوم شو ۔ ” عن انسؓ قال قال رسول اللهﷺ يغرس غرسا اويزرع زرعا فيا کل منه انسان او طير او بهيمة الاکانت له صدقة ۱۲( مشکوٰة ص۱۶۸)” دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی يو مسلمان هم داسې نشته چې هغه څهٔ ونې ولګوی يا فصل وکری بيا دَ هغې نه څوک بنيادم يا مرغۍ يا څاروی څهٔ شے وخوری لېکن هغه سړی دپاره هغه دَ خيرات پهٔ ځائې شی ۔ (يعنې الله تعالیٰ به دَ خيرات ثواب ورکړی) ( بخاری و مسلم)
ف: دَ دې نه دَ کَر کروندې اؤ باغونو لګؤلو فضيلت ثابت شو اؤ دا معلومه شوه چې دا کار دَ آمدنئ يوه غوره ذريعه ده ۔ ” عن انس ان رجلا من الانصار اتی النبی ﷺ يساله ثم قال ( بعد بيع اشياءه) اذهب فا حتطب و بع فقال رسول اللهﷺ هذا خير لک من ان نجيیٔ والمسٔله نکته فی وجهک يوم القيٰمة مختصرا ( مشکوٰة ص۱۶۳)
” دَ حضرت انسؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې دَ انصارو يو سړے رسول اللهﷺ لره څهٔ خواست دپاره راغلو حضورﷺ دَ هغهٔ دَ کور نه يو کمبل اؤ يو دَ اوبو څښکلو پياله راوغوښته ۔ نيلام ېٔ کړه اؤ پهٔ دغه پيسو ېٔ دغه سړی ته څهٔ غله اؤ يو تبر واخستو ۔ ورته ېٔ ووئیل چې ځه لاړ شه دَ ځنګل نه لرګی راوړه اؤ خرڅوه بيا ېٔ ورته وفرمائیل دا محنت ستا دپاره دَ دې نه بهتر دے چې دَ قيامت په ورځ دې پهٔ څهره دَ سوال دَ ذلت داغ ښکاره وی ۔ ( ابو داؤد ابن ماجه)
ف: دَ دې نه معلومه شوه چې حلاله مزدوری هر څومره چې پهٔ ظاهره سپکه وی ( لکه دَ ځنګل واښهٔ ريبل يا لرګی پرېکؤل) دَ سوال نه ډېره ښهٔ ده اګرچې دا سوال پهٔ شانداره طريقه وی ۔ (لکه نن سبا چې ځنو خلقو چنده جمع کؤل کسب کړے دے) چې ځان هم سپکه وی اؤ پهٔ بل هم بې ځايه بوج اچوی ۔ البته کهٔ يو دينی کار دپاره پهٔ عام وعظ کښې دَ چندې دَ ضرورت اظهار وشی نو څهٔ حرج ېٔ نشته ۔ ” عن ابن عمرؓ عن النبیﷺ قال ان الله يحب المؤمن المحترق۱۲( ترغيب ص۳۳۲)” دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ دَ حلال کسب هنرمند مسلمان سره محبت کوی ۔ ( ترغيب از طبرانی)
ف: پهٔ دې کښې هر حلال کسب و هنر راځی نو هېڅ جائز کسب ته سپک نهٔ دی کتل پکار ۔ مخکښې دا بيان راځی چې دَ خپل اطمينان دپاره دَ حلال مال نه څهٔ جمع کؤل هم ښهٔ دی ۔ ” عن عمرؓ ( فی الحديث الطويل) فکانت هذه خالصته لرسول اللهﷺ ينفق علی اهله نفقة سفتهم من هذا المال ثم ياخذ ما بقی فيجعله مجعل مال الله( بخاری ج ۲ ص۸۰)” دَ حضرت عمرؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې دَ يهودو دَ بنی نضير قبيلې جائداد کوم چې دَ مسلمانانو پهٔ قبضه کښې راغلے وهٔ دَ رسول اللهﷺ ( دَ خرڅ) دپاره خاص وهٔ حضورﷺ به دَ دې نه خپلو بيبيانو ته دَ يو کال خرڅ ورکؤلو اؤ دَ دې نه چې به څهٔ زيات شو هغه به ېٔ پهٔ وسله اؤ اسونو ( دَ جهاد پهٔ سامان) لګؤلو ۔ ( بخاری)” عن کعب بن مالک ( فی الحديث الطويل) قال قلت يا نبی الله ان من توبتی ان لا احدث الا صدقا و ان اتحلع عن مالی کله صدقة الی الله واله رسوله فقال النبیﷺ امسک عليک بعض مالک فهو خيرلک فقلت فانی امسک سهمی الذی بخيبر۱۲( ترمذی مجتبائی ج۲)” دَ حضرت کعب بن مالکؓ نه روايت دے چې ما عرض وکړو يا رسول اللهﷺ زما توبه دا ده چې زهٔ به همېشه رښتيا وايم، اؤ خپل ټول مال به الله او رسول اللهﷺ ته پېش کوم زهٔ ترې نه دست بردار کېږم ۔ حضورﷺ ورته وفرمائیل ټول مال مهٔ وقف کوه څهٔ ترېنه ځان دپاره وساته ۔ داسې ستا دپاره ښهٔ ده چې دَ ګذاری درسره وی نو پريشان کېږې به نه ما عرض وکړو چې ښهٔ ده نو زهٔ به ځان ته هغه حصه پرېږدم کومه چې ماته دَ خيبر( پهٔ مال غنيمت کښې ) راکړې شوے ده ۔ ( ترمذی)
ف: دَ وړومبی حديث نه خپله دَ رسول اللهﷺ پهٔ قدر حاجت دَ ضرورت خرڅ دپاره ذخيره کؤل ثابت شو اؤ پهٔ بل حديث کښې ېٔ صحابی ته دَ ضروری خرڅ دپاره جائیداد پرېښودو مشوره ورکړه ۔ ”عن ابن مسعودؓ انه قال انی لا اکره الرجل فارغًا لا فی عمل الدنيا ولا فی الاخرة۱۲(مقاصد ص۶۰)” دَ حضرت ابن مسعودؓ نه روايت دے داسې سړے زما نهٔ وی خوښ کوم چې بالکل بې کاره وی نهٔ دَ دنيا دَ څهٔ کار وی اؤ نهٔ دَ آخرت دَ کار ( مقاصد حسنه از سعيد بن منصور بن احمد و ابن مبارک) دَ دې حديث نه معلومه شوه چې دَ چا پهٔ ذمه څهٔ دينی کار نهٔ وی نو هغهٔ ته پکار دی چې دَ دنياوی ژوند څهٔ جائز کار کښې لګيا وی ۔ بې کاره نهٔ کښينی باقی پهٔ دينی کار کښې مشغول کسانو ذمه وار خپله الله تعالیٰ دے هغوی ته دَ دنيا دَ کارونو فکر نهٔ دے پکار تر دې پورې دَ آمدنئ ذکر وهٔ مخکښې دَ خرچ ذکر دے ۔ “ عن المغيره ( فی الحديث الطويل) قال قال رسول اللهﷺ کره لکم اضاعة المال۱۲(مشکوٰة ص۴۱۹)” دَ حضرت مغيرهؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی الله تعالیٰ ستاسو دپاره مال بربادؤ ل ناخوښه کړی دی۔ ( بخاری و مسلم)
ف: دَ بربادؤلو مطلب دے بې ځايه خرچ ( پهٔ غير شرعی کارونو کښې خرچ) چې دَ دې څهٔ تفصيل دَ حديث نمبر۱ پهٔ تشريح کښې تېر شوے دے ۔ ” عن انسؓ وغيره الاقتصاد نصف المعيشة وما حال امرأ فی اقتصاد ولا يبقی علی صرف کثير ۱۲(مقاصد ص۳۴)” دَ حضرت انسؓ و ابو امامهؓ و ابن عباسؓ اؤ علیؓ نه روايت دے چې درميانه چال ( يعنی نه کنجوسی اؤ نهٔ اسراف بلکې پهٔ سوچ اؤ پوهه سره پهٔ احتياط خرڅ کؤل) نيمه ګټه ده څوک چې پهٔ خرڅ کښې اعتدال ( درميانه حال) کوی هغه چرې نه محتاج کيږی اؤ پهٔ فضول خرچئ کښې مال نهٔ پاتې کيږی ۔ ( مقاصد از عسکری وديلمی)
ف: پهٔ دې کښې دَ خرچ دَ انتظام طريقه وښيئلې شوه اؤ دا خو څرګنده ليدلې شی چې اکثر پريشانئ اؤ بربادیٔ پهٔ دې وجه راځی چې خرچ بې انتظامه وی چې څهٔ پهٔ لاس کښې وی هغه بې ځايه لګی ۔ بيا پهٔ قرضونو شروع وکړی اؤ دَ دې خرابې نتيجې پهٔ دنيا کښې خو بې شماره ليدلې شی اؤ پهٔ آخرت کښې ېٔ هم نتيجه خرابه وی لکه دې حديث نه معلوميږی ۔ ” عن محمد بن عبدالله بن جحشؓ( فی الحديث الطويل) قال قال رسول اللهﷺ فی الدين والذی نفسی بيده لوقتل رجل فی سبيل الله ثم عاش ثم قتل وعليه دين ما دخل الجنة حتی يقضی دينه۱۲ ( ترغيب ص۳۵۱) ” دَ حضرت عبدالله بن جحش ؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ دَ قرض پهٔ باره کښې فرمائیلی دی( يعنې دَ چا پهٔ ذمه چې دَ بل مالی حق پاتی وی) زما دې قسم پهٔ هغه ذات وی دَ چا قبضه کښې چې زما روح دے کهٔ يو سړے پهٔ جهاد کښې شهيد شی بيا ژوندے شی اؤ دوباره شهيد شی بيا ژوندے شی اؤ پهٔ دريم ځل شهيد شی بيا هم کهٔ دَ هغهٔ پهٔ ذمه دَ چا قرض پاتی وی جنت ته به نهٔ ځی ۔ تر څو چې دا قرض ادا شوے نهٔ وی ۔ ( ترغيب از نسائی و طبرانی وحاکم)
ف: البته کوم قرض چې دَ څهٔ خاص ضرورت دپاره اخستے شوی وی اؤ هغه دَ شرعې پهٔ نزد هم ضرورت وی اؤ دې ېٔ دَ ادا کؤلو پهٔ کوشش کښې لګيا وی دَ هغې اجازت دے ۔
خلاصه: دَ دې ټولو حديثونو نه دا ثابته شوه چې دَ کوم مال آمدو خرچ چې پهٔ شرع برابر وی هغه دَ الله تعالیٰ نعمت دے هېڅ بدی پکښې نشته ۔ بدی دا ده چې آمد و خرچ کښې دَ شريعت خلاف څهٔ کار وشی لکه پهٔ احاديثو کښې چې دَ نکاح کؤلو اؤ اولاد پيدا کؤلو فضيلت هم بيان شوے دے اؤ بيا ښځې اؤ اولاد ته دښمن هم وئیلی شوی دی ۔ ( سورة تغابن) يعنې کله چې ېٔ دَ آخرت دَ کار نه وباسی نو دشمن دے ۔ ( جلالين) دغه حالت دَ مال هم دے ځکه چې فتنه کېدو کښې دَ اولاد سره ذکر شوے دے ۔ ” اِنَّمَا اَموَا لُکُم وَ اَولاَدُکُم فِتنَةَ( سورة تغابن) يعنې دا دواړه کهٔ ېٔ دَ آخرت دَ کار نه غافله کوی نو فتنه ده ۔ ( جلالين) اؤ کهٔ دَ آخرت نه ېٔ نه غافل کوی نو غټ نعمت دے ۔ نو دَ الله تعالیٰ دَ نعمتونو نه فائدہ واخلیٔ دَ يو غلام پهٔ شان نهٔ دَ باغی پهٔ شان دا ټول حديثونه دَ مشکوٰة دی ۔ ځنی چې دَ نورو کتابونو نه دی هغې سره دَ کتاب نوم ليکلے شوے دے ۔