شپاړسم روح
روژه
بابُ الرّيان( دَ جنت دروازه)
روژې نيؤل ، خاص کر دَ رمضان فرض روژې اؤ نورې واجب روژې
روژه نيؤل هم لکه دَ نمونځ اؤ زکوٰة دَ اسلام غټ رکن اؤ لازمې حکم دے لکه چې
آيت ”قال الله تعالیٰ يٰؔاَيُّهَاالَّذِينَ اٰمَنُوا کُتِبَ عَلَيکُمُ الصِّيَامِ” الله تعالیٰ فرمائی اے ايماندارو پهٔ تاسو روژې فرض کړې شوی دی”وقد مرهذا الحديث فی الروح الرابع عشرفی ص۹۵ فلتنظر ان شئت ۱۲” يعنې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کهٔ يو سړے نمونځ ، زکوٰة ، حج درے واړه کوی خو روژه نهٔ نيسی ۔ نو دا درے واړه څيزونه ېٔ دَ نجات دپاره کافی نهٔ دی۔ ( تر څو چې څلور واړه نهٔ پوره کوی کاميابېدې نهٔ شی) دا حديث پهٔ څوارلسم روح کښې”۹“ نمبر باندې تېر شوے دے ۔ پهٔ روژه کښې يو خاصه خبره داسې ده چې هغه پهٔ نورو عبادتونو کښې نشته هغه دا چې روژه پټ کار دے ۔ سوا دَ الله تعالیٰ نه ورباندې بل څوک نهٔ خبريږی ۔ نو دا به هغه بنده ساتی دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې دَ خپل رب سره مينه اؤ دَ هغهٔ ويره وی اؤ کهٔ فی الحال پهٔ دې تعلق کښې څهٔ کمے وی نو پهٔ تجربه ثابته شوے ده چې دَ محبت اؤ عظمت پهٔ کارونو کؤلو محبت اؤ عظمت پيدا کيږی ۔ نو پهٔ روژه نيؤلو دا کمے پوره کيږی اؤ ظاهره ده چې دَ چا په زړهٔ کښې دَ الله محبت اؤ عظمت وی ۔ دَ هغهٔ ايمان به ډېر مضبوط وی نو پهٔ روژه نيوؤ کښې دَ دين دَ مضبوطيا خاصيت ثابت شو ۔ مخکښې دوؤ حديثونو کښې دا خبره پهٔ دې طريقه صفا شوے ده ۔
عن ابی هريرهؓ قال قال رسول اللهﷺ قال الله عزوجل کل عمل ابن آدم له الا الصوم فانه لی ۱۲(ص۱۹۸)” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې الله پاک جل جلاله فرمائی دَ بنده ټول کارونه دَ هغهٔ دپاره وی خو روژهٔ خالص ما دپاره ده ۔ ( بخاری)
و فی رواية للبخاری يترک طعامه و شرابه و شهوته من اجل الصيام( بخاری)” اؤ په ٔيو بل روايت دَ الله پاک ارشاد دے چې روژهٔ دار خپل خوراک څښاک اؤ خپل نفسانی خواهشونه ( دَ کور والا سره تعلق) خالص ما دپاره پريږدی ۔ اؤ دَ دې حديث تفصيل پهٔ يو بل حديث کښې داسې راځی ۔
و فی اخری لابن خزيمه قال الله الا الصيام فهو لی وانا اجزی به يدع الطعام من اجلی ويدع الشراب من اجلی ويدع لذته من اجلی ويدع زوجته من اجلی۱۲( ترغيب ص۱۹۸)” رسول الله ﷺ فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ فرمائی بنده خوراک څښاک ما دپاره پریږدی خپله بی بی ما دپاره پريږدی ۔ ( يعنې خپل خواهش ترې نهٔ پوره کوی) (ابن خزيمه)
ف” دَدې ټولو حديثونو نه زمونږ دا خبره ثابته شوه ( چې روژهٔ خالصه دَ الله دَ محبت اؤ عظمت پهٔ وجه نيولې شی) نو ځکه ورته الله تعالیٰ خپل څيز وئیلې دے ۔ لکه حديث نمبر۳ کښې چې تېر شو اؤ دَ دغې خصوصيت پهٔ وجه دَ روژې سخت تاکيد شوے دے اؤ پهٔ ټولو عملونو کښې ورته بې نظيره وئیلی شوی دی لکه چې حديث شريف دے ۔
عن ابی امامةؓ قال قالت يا رسول اللهﷺ مرنی بعمل قال عليک بالصوم فانه لا عدل له قلت يا رسول الله مرنی بعمل قال عليک بالصوم فانه لا عدل له قلت يا رسول الله مرنی بعمل قال عليک بالصوم فانه لا عدل له ۱۲( ص۲۰۰)” دَ حضرت ابو امامهؓ نه روايت دے چې ما رسول اللهﷺ ته عرض وکړو ماته دَ يو غټ نيک عمل حکم وکړه ۔ حضورﷺ وفرمائیل روژه ټينګه کړه ۔ دَ دې برابر بل يو عمل نهٔ شی کېدے ۔ ما دوباره عرض وکړو يا رسول اللهﷺ ماته يو غټ نيک عمل وښيه حضورﷺ وفرمائیل روژه نيسه دَ دې پهٔ شان يو نيک عمل نشته ۔ ما دريم ځل بيا عرض وکړو چې ماته يو ډېر غټ نيک عمل وښيه حضورﷺ وفرمائیل روژه راټينګه کړه دَدې نه زيات بل عمل نشته ۔ ( نسائی، ابن خزيمه)
ف: يعنې روژه پهٔ ځنو خاصيتونو کښې بې مثله ده ۔ لکه پهٔ دې مياشت کښې چې روژه خالص دَ الله تعالیٰ دَ محبت اؤ خوف پهٔ وجه نيولې شی ۔ نو کهٔ روژهٔ دار دَ دې دوؤ خبرو خيال ساتی نو ضرور به دَ ګناهونو نه بچ کيږی ۔ ځکه چې ګناه دَ محبت اؤ خوف دَ کمی پهٔ وجه کيږی ۔ اؤ چې دَ ګناهونو نه بچ شو نو دَ دوزخ نه هم بچ شو اؤ پهٔ مخکښې حديث کښې هم دغه خبره ده ۔
روی عن النبیﷺ قال الصيام جنة و حصن حصين من النار۱۲(ترغيب ص۱۹۹)” دَ نبی کريمﷺ نه روايت دے چې حضورﷺ فرمائیلی دی روژه يو ډال دے اؤ يوه مضبوطه قلا ده دوزخ نه بچ کېدو دپاره ۔ (احمد،بيهقی)
کومه چې باطنی بيماری ده دغه شان دَ ځنی ظاهری بيماريو نه هم حفاظت کوی ۔ ځکه چې ډېرې بيماریٔ پهٔ خوراک څښاک کښې دَ بې اعتدالئ نه پيدا کيږی روژهٔ کښې خوراک څښاک کم شی نو بيماریٔ هم کمې شی ۔ مخکښې حديث کښې دې ته اشاره ده ۔
عن ابی هريرهؓ قال قال رسول اللهﷺ لکل شیٔ زکوٰة و زکوٰة الجدالصوم۱۲”دَحضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ هر يو څيز يو زکوٰة دے ( صفا کوؤنکے وی) اؤ دَ بدن زکوٰة (صفا کوؤنکے ) روژهٔ ده ۔( ابن ماجه)
ف: يعنې څنګه چې پهٔ زکوٰة دَ مال ښيرې لری کيږی اؤ مال پرې صفا کيږی ۔ دغه شان پهٔ روژه دَ بدن صفائی راځی اؤ کوم فاسد مواد چې بيماری پيدا کوی هغه پرې لرې کيږی ۔ پهٔ مخکښې حديث کښې دا مضمون ډېر صفا راغلے دے ۔
و عنه قال قال رسول اللهﷺ صوموا تصحوا ۱۲ (ص۱۹۹)” دَ حضرت ابوهريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی روژې نيسیٔ او روغ وسیٔ( طبرانی)
اؤ پهٔ روژهٔ څنګه چې ظاهری اؤ باطنی بيماریٔ لرې کيږی دغه شان پری ظاهری اؤ باطنی خوشحالئ هم حاصليږی ۔
عن ابی هريرهؓ ( فی الحديث الطويل) قال قال رسول اللهﷺ لصائم فرحنان يفرحهما اذا افطر فرح و اذا لقی ربه(ص۱۹۸)” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه پهٔ يو وږد حديث کښې روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې روژهٔ دار دپاره دوه خوشحالئ دی ۔ يوه دَ روژې ماتؤلو پهٔ وخت ( دا خو څرګنده ده) اؤ بل چې کله دَ خپل رب سره ملاقی شی ۔ ( پهٔ هغه وخت به دَ روژې پهٔ ثوابونو خوشحال شی) ( بخاری)
اؤ پهٔ رمضان شريف کښې يو عبادت بل هم مقرّر دے يعنې تراويح کښې قرآن شريف اورؤل اؤ اورېدل چې سنّت موکده دی ۔ پهٔ دې کښې هم ځنی کارونه دَ روژې پهٔ شان دی لکه خوب چې دَ خوراک څښاک پهٔ شان دَ نفس دَ آرام خوښ څيز دے ۔ دَ تراويح پهٔ وجه خوب کښې کمے راشی اؤ دَ خوب دَ کمی نه هم بل څوک پوره نهٔ شی خبرېدې لکه ډېر ځله بنده پهٔ نمانځهٔ کښې ودهٔ شی اؤ دَ نورو خلقو دا خيال وی چې ويښ دے اؤ کله کله بنده پهٔ سجده کښې پهٔ داسې حالت کښې دَ خوب جوټه وخوری چې دَ هغې حالت پهٔ وجه ېٔ اودس مات شی اؤ چې اودس پاتې نهٔ شی نو نمونځ هم پاتې نهٔ شی يا کهٔ داسې حالت نهٔ وهٔ چې اودس پرې ماتيږی بيا هم دَ نمانځهٔ څومره حصه چې دَ خوب پهٔ حالت کښې ادا شوه هغه صحيح نهٔ شوه ۔ نو پهٔ داسې حالت کښې دَ خوب غوندې خوږ څيز دَ ځان نه تښتؤل اودس بيا تازه کؤل اؤ دَ نمانځه دغه فوت شوے حصه جارويستل صرف هغه بنده کؤلے شی دَ چا په زړهٔ کښې چې دَ الله محبت اؤ خوف وی ۔ نو دَ روژې پهٔ شان پهٔ تراويحو کښې قرآن شريف اورېدو کښې هم ډېره ريا نهٔ شی کېدے ۔ پهٔ رمضان کښې الله تعالیٰ دَ يو شان دوه عبادتونه راجمع کړی دی ۔ يو دَ شپې اؤ بل دَ ورځې پهٔ مخکښې دوؤ حديثونو کښې دا بيانيږی ۔
و فی رواية قال ان الله فرض صيام رمضان و سنت لکم قيامه، فمن صامه، و قيامه، ايمانا واحتسابًا خرج من ذنوبه کيوم ولدته امه ۱۲( ص۲۰۶)۔
” دَ رسول اللهﷺ ارشاد دے چې الله تعالیٰ دَ رمضان روژې فرض کړی دی اؤ ما دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم دَ رمضان شب بيداری (پهٔ تراويحو کښې قرآن اورېدو دپاره) ضروری کړے ده ۔ ( سنّت مؤکده هم ضروری دی) څوک چې پهٔ ايمان سره اؤ دَ ثواب پهٔ عقيده دَ رمضان روژې ونيسی اؤ دَ رمضان شپې وروڼې کړی هغه به دَ ګناهونو نه داسې پاک شی لکه پهٔ کومه ورځ چې دَ مور نه پيدا شوے دے ۔ (نسائی)
عن عبدالله بن عمرؓ ان رسول اللهﷺ قال الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيٰمة يقول الصيام ای رب منعته الطعام والشهوة فشفعنی فيه و يقول القرآن منعته النوم بالليل فشفعنی فيه قال فيشفعان فيه ۱۲(ص۱۹۹)
دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې روژه اؤ قرآن دواړه به دَ قيامت پهٔ ورځ دَ بنده شفاعت ( دَ ګناهونو دَ بخشش سفارش) کوی روژهٔ به وائی ما دا بنده دَ خوراک څښاک اؤ نفسانی خواهشونو نه منع کړے وهٔ ۔ نو اے پروردګاره دَ دهٔ پهٔ حق کښې زما سفارش قبول کړې اؤ قرآن به وائی ما دا بنده دَ خواږهٔ خوب ويستی وو نو اے پروردګاره دَ دهٔ پهٔ حق کښې زما شفارش قبول کړې ۔ رسول اللهﷺ فرمائی نو دَ دې دواړو سفارش به قبول شی ۔ ( احمد،طبرانی،کبير، ابن ماجه، حاکم)
ف: دا دواړه حديثونه چې يو ځائې شی نو دَ روژې اؤ قيام دواړو مناسبت ( دَ کوم تفصيل چې مخکښې بيان شوے دے ) واضح دے ۔ تر دې پورې يو مسلسل مضمون وهٔ مخکښې څه متفرق خبرې ليکلې شی ۔
آیت” قال اللہ تعالیٰ ان المسلمین والمسلمات (الیٰ ان قال) والصائمين والصائمات(الیٰ ان قال) اعدالله لهم مغفرة واجراً عظيما ط(سوره احزاب) ۔ ”پهٔ يو وږد آيت کښې الله تعالیٰ فرمائی ”بېشکه مسلمانان سړی اؤ ښځې اؤ روژه نيونکی سړی اؤ روژه نيوونکی ښځې( دَ آيت پهٔ آخر کښې دی) الله تعالیٰ دَ دوی دپاره بخشش اؤ غټ ثواب تيار کړے دے ۔ (احزاب)
حديث” عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ والذی نفس محمدﷺ بيده لخلوف فم الصائم اطيب عندالله من ريح المسک ۱۲(ص۱۹۸)”دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ (پهٔ يو وږد حديث کښې) فرمائیلی دی زما دې قسم وی پهٔ هغه ذات چې قبضه کښې ېٔ زما روح دے دَ روژهٔ دار بوی( کوم چې دَ لوږې نه پيدا کيږی) دَ الله تعالیٰ پهٔ نزد دَ مشکو دَ خوشبويئ نه زيات خوشبويه دے۔ ( بخاری)
ف: دَ دې بوی اصلی وجه دَ معدې خالی کېدل دی ۔ نو دا پهٔ مسواک وهلو نهٔ ورکيږی البته کم شی ۔
عن ابن عمرؓ فی الحديث الطويل قال قال رسول اللهﷺ والصيام الله عزوجل لا يعلم ثواب عامله الا الله عزوجل ۱۲(ص۱۹۸)” دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ (پهٔ يو وږد حديث کښې چې دَ اعمالو دَ ثواب مختلفې اندازې پکښې ښیلی شوی دی) فرمائیلی دی چې روژه خالصه دَ الله دپاره ده نو دَ دې عمل ثواب هم بې اندازې دے ۔ بې دَ الله پاک نه ېٔ صحيح مقدار بل هېچا ته نهٔ دے معلوم ۔ ( طبرانی،اوسط،بيهقی)
عن ابی سعيد الخدریؓ قال قال رسول اللهﷺ اذا کان اول ليلة من رمضان فتحت ابواب السمآء فلا يغلق منها باب حتی يکون آخر ليلة فی رمضان وليس عيد مؤمن يصلی فی ليلة فيها الاکتب الله له الفاد خمس مائة حسنه بکله سجدة دبنی لہ له بيتا افی الجنة من ياقوت حصراء لها ستون الف باب لکل منها قصر من ذهب مو شح بياقوته حمراء فاذا صام اول يوم من رمضان غفوله ما تقدم من دنبه الی مثل ذلک اليوم من شهر رمضان واستغفر له کل يوم سبعون الف ملک من الصلوٰة الغداه الی ان تواری بالحجاب وکان له بکل سجدة يسجدها فی شهر رمضان بليل او نهار شجرة يسيرالراکب فی ظلها خمس مائة عام ۱۲(ترغيب ص۲۰۲)
دَ حضرت ابو سعيد خدریؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کله چې دَ رمضان ړومبیٔ شپه شی نو دَ آسمانونو دروازې پرانستې شی ۔ بيا يوه دروازه هم نهٔ بنديږی تر دې چې دَ رمضان آخری شپه راشی اؤ هېڅ يو ايماندار بنده داسې نشته چې پهٔ دې شپو کښې يوه شپه نمونځ کوی ۔ ( يعنې دَ تراويحو نمونځ) مګر الله تعالیٰ ورته پهٔ هره سجده يو نيم زر نيکیٔ ليکی، اؤ هغهٔ دپاره په جنت کښې دَ سرو ياقوتو يو داسې محل جوړ کړی چې دَ هغې (دَ قلعه) به شپيتهٔ زره دروازې وی ۔ هرې دروازې سره به يو محل وی اؤ سرو زرو نه جوړ اؤ سرو ياقوتو ښائسته شوے ۔ بيا چې دَ رمضان وړومبیٔ روژه ونيسی نو زاړهٔ ګناهونه ورته ټول معاف شی ۔ کوم چې ېٔ دَ تېر رمضان نه تر دې رمضانه کړی وی اؤ هر ورځ دَ سحر دَ نمانځهٔ نه تر نمر ډوبېدو پورې ورته اويا زره فرشتې دَ مغفرت دعا غواړی اؤ دې چې دَ رمضان پهٔ مياشت کښې څومره نمونځونه کوی دَ ورځې وی کهٔ دَ شپې دَ هرې سجدې پهٔ عوض کښې ورته دَ جنت پهٔ باغ کښې يوه داسې ونه ورکؤلے شی چې دَ هغې پهٔ سېوری کښې دَ اَس سور پنځهٔ سوه کاله مزل کؤلے شی ۔
عن سلمانؓ قال خطبنا رسول اللهﷺ فی آخر يوم من شعبان فقال ياايها الناس قد اظلکم شهر عظيم مبارک شهر فی ليلة خير من الف شهر جعل الله صيامه فريضة و قيام ليله قطوعا من تقرب فيه بخصلة کان کمن ادی فريضة فيما سواه و من ادی فريضة فيه کان کمن ادی سبعين فريضة فيما سواء ( وفيه بعده) من فطر صائما کان مغفرة لذنوبه و عشق رقبة من من النار و کان له مثل اجره من غير ان ينقص من اجره شیٔ قالوا يا رسول اللهﷺ ليس کلنا يجد ما يفطر الصائم فقال رسول اللهﷺ يعطی الله بدوله الثواب من فطر صائما علی تمرة او شربة ماء او مدقة لبن الخ ۱۲( ترغيب ص۲۰۲) ۔
” دَ حضرت سلمانؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ دَ شعبان پهٔ آخری جمعه کښې خطبه لوسته پکښې ېٔ وفرمائیل اے خلقو”پهٔ تاسو يوه ډېره دَ برکت مياشت راتلونکے ده ( يعنې رمضان) پهٔ دې مياشت کښې يوه شپه داسې ده چې پهٔ هغې عبادت کؤل ۔ دَ يو زر مياشتو دَ عبادت نه افضل دے ۔ الله تعالیٰ دَ دې مياشتې روژې پهٔ تاسو فرض کړی اؤ دَ شپې روڼؤل( شب بيداری ، تراويح کؤل) ېٔ دَ فرضو نه لږ کم کړے دے ۔ ( يعنې سنّت) څوک چې پهٔ دې مياشت کښې دَ ثواب پهٔ نيت يو داسې نيک کار وکړی ( کوم چې فرض نهٔ وی) هغه داسې دے( يعنې دومره ثواب ېٔ ورکؤلے شی) لکه چې بله مياشت کښې اويا فرض ادا کړی ۔ ( مخکښې ارشاد دے) څوک چې پهٔ دې مياشت کښې پهٔ روژه دار باندې روژه ماتې (افطاری) وخوروی دا به ېٔ دَ ګناهونو دَ بخشش اؤ دوزخ نه خلاصېدو ذريعه شی ۔ اؤ دهٔ ته به هم دَ روژه دار هومره ثواب ورکړې شی اؤ دَ هغهٔ پهٔ ثواب کښې به څهٔ کمے ونهٔ شی ۔ خلقو عرض وکړو يا رسول اللهﷺ پهٔ مونږ کښې دَ هر يو خو دومره طاقت نشته چې پهٔ روژه دارو افطاری وکړی ۔ ( دَ تپوس کوونکی دا خيال وهٔ چې دَ افطاری مطلب دَ روژه دار مړؤل دی) حضورﷺ وفرمائیل الله تعالیٰ به دا ثواب هغه بنده ته هم ورکوی څوک چې پهٔ روژه دار افطاری کښې يوه چواره وخوروی يا يو جام اوبهٔ يا لسی ورکړی ۔ اؤ پهٔ رمضان کښې يو دريم عبادت بل هم دے يعنې اعتکاؔف چې دَ رمضان پهٔ آخری لسو ورځو کښې هر مسلمان دپاره سنّت دے خو کهٔ پهٔ کلی کښې څو کسانو اعتکاف وکړو نو دَ ټول کلی غاړهٔ به خلاصه شی ۔ (اؤ کهٔ هېچا هم ونه کړو نو ټول به دَ سنّت پهٔ ترک ملامته وی۔ (مترجم) اعتکاف دې ته وائی چې پهٔ دې نيت دَ عبادت دپاره جماعت کښې دېره شی چې بې دَ ضروری حاجت نه به هېڅ کار دپاره جماعت نه بهر ته نهٔ ځی ۔ دَ روژې اؤ تراويحو پهٔ شان دې کښې هم دَ يو خوږ څيز نه ( يعنې دَ آزاد ګرځېدو نه) منع کيږی اؤ دغه شان پهٔ دې کښې هم ريا نهٔ شی راتلې ځکه چې څوک څهٔ خبريږی چې دې جماعت کښې پهٔ څهٔ نيت ناست دے ۔ مخکښې دَ اعتکاف فضائل بيانيږی ۔
عن علیؓ بن حسينؓ ابيه قال قال رسول اللهﷺ من اعتکف عشرافی رمضان کان کحجتين و عمرتين۱۲( ترغيب ص۲)” دَ حضرت علیؓ بن حسينؓ دَ خپل پلار نه روايت کوی چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ رمضان آخری لس ورځې اعتکاف وکړی ( نو) دَ دوؤ حجونو اؤ دوؤ عمرو هومره ثواب ېٔ وشی۔ (بيهقی)
عن ابن عباسؓ ان رسول اللهﷺ قال فی المعتکف هو بعتکف الذنوب يجزی له من الحسنات کسامل الحسنات کلها۱۲( مشکوٰة ص۱۸۳) ۔
” دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ دَ اعتکاف کوونکی پهٔ حق کښې فرمائیلی دی چې دَ ټولو ګناهونو نه بچ وی اؤ داسې ثواب ورکيږی لکه چې ټولې نيکیٔ کوی ۔ ( مشکوٰة از ابن ماجه)
په دې يو فضيلت دا هم دے چې هر وخت پهٔ جماعت کښې حاضر وی اؤ جماعت کښې حاضرېدو ثواب پهٔ لسم روح کښې تېر شوے دے ۔ البته ښځو له پکار دی چې دَ کور دننه دَ نمانځهٔ پهٔ ځائې کښې دَ اعتکاف پهٔ نيت کښينی اؤ دا درے واړه عبادتونه چې پهٔ کومه ورځ ختميږی ۔ (يعنې دَ واړهٔ اختر پهٔ ورځ دَ هغې ډېر فضيلت راغلے دے)
عن انسؓ فی الحديث الطويل قال قال رسول اللهﷺ فاذا کان عيدهم (الی بن قال) فان ملائکتی عبيدی و امایٔ قضوا فريفتی عليهم ثم خرجوا يعجون الی الدعاء و عزتی وجلالی وکرمی و علوی وارتفاع مکانی لاجيبنهم فيقول ارجعوا قد غفرت لکم و بدلت سيئا تکم حسنات قال فيرجعون مغفورًا راًلهم( مشکوٰة ص۱۸۲)
دَ حضرت انسؓ نه پهٔ يو وږد حديث کښې روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کله چې دَ اختر ورځ شی نو الله تعالیٰ خپلو فرشتو ته ووائی چې دې بنديانو زما حکم پوره کړو اوس دعا دپاره راوتی دی ۔ نو زما پهٔ خپل عزت اؤ جلال ، لوی کرم اؤ خپل لوړ شان قسم دے چې زهٔ به ضرور دَ دوی سوال قبلؤم ۔ بيا به وفرمائی ځیٔ کورونو ته واپس شیٔ ما وبخښلیٔ اؤ ستاسو بدیٔ مې پهٔ نيکیو بدلې کړې ۔ نو هغوی به بخښلی شوی واپس شی ۔ (مشکوٰة از بيهقی)
دا آخری دوه حديثونه دَ مشکوٰة دی نور ټول دَ ترغيب دی ۔