وولسم روح
چې نوم ېٔ بابُه الدَّيّان دے
حج کؤل
حج کؤل پهٔ مالدار مسلمان ( چې شرائطو باندې پوره وی فرض دے ۔ اؤ پهٔ نورو نفل اؤ حج هم دَ نمونځ زکوٰة اؤ روژې پهٔ شان دَ اسلام يو غټ رکن دے اؤ يو شاندار لازمی حکم لکه چې” قال الله تعالیٰ وَ لِلهِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ البَيتِ مَنِ استَطَاعَ اِلَيهِ سَبِيلاً ط و قد مرهذا الحديث فی نمبرة ۹ علی” الله تعالیٰ فرمائی” اؤ دَ الله دپاره پهٔ خلقو باندې دَ دې کور (بيت الله شريف) حج لازم دے ۔ ( يعنې دَ هغه چا پهٔ ذمه) چې طاقت لری تر هغې دَ تلو ۔ رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کهٔ څوک نمونځ روژهٔ زکوٰة درے واړهٔ ادا کوی لېکن فرض حج ادا نه کړی نو دا درے واړه ېٔ دَ نجات دپاره کافی نهٔ دی ۔ ( دا حديث پهٔ څوارلسم روح کښې نمبر۹ باندې تېر شوے دے) اؤ پهٔ حج کښې يوه خاصه خبره داسی ده چې پهٔ نورو عبادتونو کښې نشته هغه دا ده چې پهٔ نورو عبادتونو کښې خو ځنی کارونو کښې څهٔ عقلی مصلحتونه ( فائدې) هم شته ( بنده پرې پوهيږی) لېکن دَ حج کارونه ټول عاشقانه دی اؤ حج ( پهٔ صحيح طريقه) هغه بنده کؤلے شی چې پهٔ عقل ېٔ عشق غالب وی اؤ کهٔ پهٔ شروع کښې ورکښې څهٔ کمے هم وی ۔ بيا هم دا تجربه ده چې عاشقانه کارونو کؤلو سره عشق زياتيږی ۔ نو پهٔ حج کؤلو به ېٔ دا کمے پوره شی اؤ بيا خاص چې څوک دَ حج کارونه هم پهٔ دی خيال وکړی اؤ ظاهره ده چې دَ چا زړهٔ دَ الله دَ عشق نه ډک وی هغه به پهٔ دين کښې ډېر مضبوط وی ۔ نو پهٔ حج کؤلو کښې دَ دين دَ مضبوطؤلو خاصيت دے ۔ دَ مخکښې حديثونو نه دَ دې اندازه لګېدې شی،”عن عائشهؓ قالت قال رسول اللهﷺ انماجعل الطواف بالبيت وبين الصفا والمروة درمی الجمار لا قامة ذکر الله ( ابو داؤد جلدا ص۲۶۷)۔
” دَ حضرت عائشېؓ ابۍ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ بيت الله شريف نه چاپېره طواف ، دَ صفا مروه تر مينځه چکر لګؤل ، ( پهٔ جمراتو کاڼی ويشتل ۔ دا ټول کارونه دَ الله تعالیٰ دَ ياد قائم ساتلو دپاره مقرر شوے دی ۔ ( ابو داؤد باب الرمل)
ف: يعنې ظاهربين پهٔ دې حيران دی چې پهٔ دې طواف ، چکر، اؤ کاڼيو ويشتو کښې عقلی مصلحت څهٔ دے؟ لېکن تاسو عقلی مصلحتونه مهٔ لټویٔ ۔ دا سوچ وکړیٔ چې دا دَ الله تعالیٰ حکم دے اؤ دَ دې پهٔ کؤلو دَ الله پاک ياد تازه کيږی اؤ دَ الله سره تعلق زياتيږی اؤ دَ محبت امتحان دے ۔ چې کومه خبره پهٔ عقل کښې نهٔ راتله هغه ېٔ دَ الله دَ حکم پهٔ وجه وکړه ۔ دَ محبوب دَ کور نه ځار قربان کېدل اؤ دَ محبوب پهٔ کلیو کوڅو کښې منډې وهل څرګند عاشقانه کارونه دی ۔ ” عن زيد بن اسلمؓ عن ابيه قال سمعت عمرؓبن الخطاب يقول فيما الرملان والکشف عن المناکب وقد اطأالله الاسلام د نفی الکفر واهله ومع ذلک لاندع شيئا کنا نفعله علی عهد رسول اللهﷺ ۱۲( ابو داؤد، مجتبایٔ ص۲۶۷)” دَ حضرت زيد بن اسلمؓ دَ خپل پلار نه روايت کوی چې ما دَ حضرت عمرؓ نه اورېدلی دی وې ېٔ چې (اوس په طواف کښې) دَ وږې وهلو(رمل) اؤ څادر( اضطباع)دَ مټ لاندې راويستلو اؤ يوه وږه څرګندؤلو څهٔ سبب دے؟ حالانکې الله تعالیٰ اسلام ته پهٔ مکه کښې قوت ورکړو، مشرکان اؤ کافران ېٔ ذليل کړل ( اؤ دا کار شروع شوے دَ خپل طاقت ښکاره کؤلو دپاره وهٔ) لېکن( سره دَ دې چې اوس ورکښې هغه مصلحت پاتې نهٔ شو) بيا هم مونږ هغه کار نهٔ پرېږدو کوم چې مو دَ رسول اللهﷺ پهٔ وخت کؤلو دَ هغهٔ پهٔ اتباع کښې ځکه چې خپله هم رسول اللهﷺ دَ حج وداع پٔ موقعه پهٔ دی عمل کړے دے ۔ ( سره دَ دې چې پهٔ مکه کښې يو کافر هم نهٔ وهٔ پاتې) ۔ ( ابو داؤد باب الزل)
ف: کهٔ دَ حج پهٔ کارونو کښې دَ عاشقیٔ رنګ غالب نهٔ وې نو پهٔ عقلی مصلحت به ېٔ ختم شوے وهٔ ۔ هغه کار هم ختمېدل پکار وو۔
”عن عابسؓ بن ربيعه عن عمر انه جاء الی الحجر فقبله فقال انی اعلم انک حجر لا تنفع ولا تضر ولولا انی رأيت رسول الله ﷺ يقبلک ما قبلتک ( ابو داؤد ج ص۲۶۵)” دَ حضرت عباسؓ بن ربيعه نه روايت دے چې حضرت عمرؓ حجراسود ته ورغلو ښکل ېٔ کړو بيا ېٔ وفرمائیل زهٔ دې ښهٔ پيژنم چې يو کاڼې ېٔ نهٔ چاته څهٔ خير رسؤلے شې اؤ نهٔ نقصان ۔ کهٔ ما رسول اللهﷺ نه وې ليدلې چې تهٔ ېٔ ښکل کړے ېٔ نو ما به هېچرې نهٔ وې ښکل کړے ۔ ( ابو داؤد باب تقبيل الحجر)
ف: دَ محبوب دَ کور څهٔ شې ښکل کؤلو کښې دَ عشق نه علاوه بل څهٔ مصلحت کېدے شی ؟ حضرت عمرؓ پهٔ خپل دې قول دا خبره واضحه کړه چې مسلمان حجر اسود خپل معبود نهٔ ګڼی ۔ معبود خو هم هغه ذات دے کوم چې دَ نفع نقصان مالک دے ۔
عن ابن عمرؓ قال استقبل رسول اللهﷺ الحجر ثم وضع شفتيه عليه يبکی طويلا ثم التفت فاذا هو بعمر بن الخطاب يبکی فقال يا عمر ههنا تسکب العبرات ۱۲(ترغيب ص۲۳۳)۔
” دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ ( پهٔ طواف کښې) حجر اسود ته مخ کړو بيا ېٔ ورباندی دواړه شونډې مبارکې کښېښوې اؤ ډېر ساعت ېٔ ژړل چې سر مبارک ېٔ وچت کړو وې کتل چې حضرت عمرؓ هم ژړل ۔ حضورﷺ وفرمائیل اے عمره دا دَ اوښکو بيؤلو ځائې دے ۔ ( ابن ماجه، ابن خزيمه، بيهقی)
ف: دَ محبوب څهٔ نخښه پهٔ مينه ښکلؤل اؤ ژړل خالص پهٔ عشق کښې کيږی ۔ دَ ويرې نهٔ شی کېدے ۔ نور عاشقانه کارونه خو پخپله اراده کېدے شی لېکن ژړا داسې شے دے چې بې اختياره دَ عشق پهٔ جوش کښې راځی ۔ ( پهٔ خپله اراده هسې بې جوشه څوک ژړلې نهٔ شی) نو دَ حج دَ کارونو تعلق دَ عشق سره دے ۔ پهٔ دې حديث نور هم زيات مضبوط شو ۔
عن جابرؓ قال قال رسول اللهﷺ ( فی الحديث الطويل) اذا کان يوم عرفة فان الله تبارک وتعالیٰ يباهی بهم الملٰئِکة فيقول انظروا الی عبادی انونی شعثا غبرا صاحين من کل فج عميق اشهدکم انی قد غفرت لهم ۱۲(ترغيب ص۲۳۴)
” دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کله چې دَ عرفې ورځ شی (پهٔ کومه ورځ چې ټول حاجيان دَ عرفات ميدان کښې راغونډ وی) الله تعالیٰ فرښتو ته پهٔ فخر سره فرمائی ۔ زما بنديانو ته وګوریٔ څنګه دَ لرې لرې ملکونو نه ماته پهٔ داسې حالت کښې راغونډ شوی دی چې سرونه ېٔ ببر دی بدن ېٔ پهٔ دوړو لړلې، پهٔ سرو غرمو ېٔ مزلې کړی اؤ راغلی دی ۔ تاسو ګواه شیٔ چې ما دوی وبخښل ۔ ( بيهقی، ابن تيميه)
ف: (دا سر ببر اؤ ګردو غبار نه ډک بدن) ظاهره ده چې دَ عاشقانو شکل دے اؤ پهٔ فخر سره دَ دې ذکر کؤل دَ دې عاشقانو شکل دَ خوښ اؤ غوره کېدو ثبوت دے ۔ دا يو څو حديثونه پهٔ حج کښې دَ عاشقانو شان دَ تائید دپاره دَ نمونې پهٔ طور وليکلی شو ۔ ګنی دَ حج ټولو کارونو کښې عاشقانه رنګ ډېر واضح اؤ څرګند دے لکه دَ مزدلفې اؤ عرفات پهٔ غرونو کښې سرتور سر ګرځېدل اؤ لبيک لبيک چغې وهل پهٔ خپل ژوند دَ مړيو شکل جوړؤل لکه دَ کفن پهٔ شان دَ يو جامې لنګ اؤ يو څادر کښې سرتور سر ببر ويښتهٔ ، لوئے نوکونه پهٔ عشق کښې دَ ليونتوب درجه ظاهره وی ۔ نوکونه نهٔ پرېکؤل ، دَ بدن نه يو ويښتهٔ نهٔ کمؤل ، ځنګلی مرغان ، ځناور بلکې سپږه قدرې نهٔ وژل ، دَ حرم ونه ، بوټی ، واښهٔ نهٔ پرېکؤل، دَ محبوب دَ کوڅې ادب دے ۔ دا کارونه دَ هوښيارو دی کهٔ پهٔ عشق کښې دَ لېونو ۔ پهٔ دې کښې ځنی کارونه چې پهٔ ښځو حاجيانو باندې نشته دَ هغې خاصه وجه ده يعنې پرده ، دَ حج پهٔ کارونو کښې دَ بيت الله شريف طواف، صفا مروه تر مېنځه چکر حجر اسود ښکلؤل اؤ پهٔ زار زار ژړل سرتور سر، ببر ويښتهٔ، پهٔ دوړو لړلې، دَ کفن پهٔ شان جامې اغوستې عرفات ته حاضرېدل ۔ دَ پاسنو حديثونو نه معلومه شوه چې دا ټول عاشقانه کارونه دی اؤ څنګه چې پهٔ حج کښې دَ عشق و محبت رنګ دے ۔ دَ دې دَ ادا کؤلو مقام يعنې مکې معظمې اؤ ورسره نورو ځايونو کښې هم دَ محبت شان کښېښوې شوے دے ۔ چې پهٔ دې دَ حج عاشقانه رنګ نور هم تيزيږی ۔ لکه آيت شريف دے”رَبَّنَا اِنِّی اَسکَنتُ مِن ذُرِّيَّتِی بِوَادٍ غَيرِ ذِی زَرعٍ عِندَ بَيتِکَ المُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلوٰة فَاجعَل اَفئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهوِی اِلَيهِم”حضرت ابراهيمؑ دعا کړے ده چې اے زما ربه زهٔ خپل اولاد ستا دَ لوی کور پهٔ خوا کښې آبادؤم ته دَ ځنی خلقو زړونه دې خوا راوګرځوه چې دلته راغونډيږی ۔
ف: دَ دې دعا اثر بالکل څرګند ليدلې شی لکه چې ابن حاتمؓ دَ سدیؓ نه روايت کړے دے ۔
اخرج ابن حاتم عن السدیؓ ( فی الحديث الطويل) ليس من مؤمن الاد قلبه معلق بحب الکعبة قال ابن عباسؓ لو ان ابراهيم ؑ حين دعاء قال اجعل افئدة الناس تهوی اليهم لاز رحمت عليه اليهود والنصاریٰ ولٰکنه خص حين افئدہ من الناس فجعل ذلک افئدہ المؤمنين ۱۲(درمنثورج ۴ ص۸۷)۔
” حضرت ابن حاتمؓ دَ حضرت سدیؓ نه يو وږد حديث کښې روايت کړے دے ۔ يو مسلمان هم داسې نشته چې زړهٔ ېٔ دَ بيت الله شريف پهٔ مينه کښې ګېر نهٔ وی ۔ حضرت ابن عباسؓ فرمائی کهٔ ابراهيم ؑ پهٔ خپله دعا کښې ټول خلق ياد کړے وې ( اَفئِدَ ةَ النَّاسِ) ېٔ وئیلی وې نو دلته به دَ يهوديانو اؤ عيسايانو هم ډېره ګڼه وه ۔ خو هغهٔ خپله دعا صرف ايمان دارو دپاره کړے ده چې ( اَفئِدَةً مِّنَ النَّاسِ) ېٔ وئیلی دی ۔ (در منثور)
اؤ يو حديث دے
عن ابن عباسؓ قال قال رسول اللهﷺ لمکة ما اطيبک من بلد واحبک الی ولو لا ان قومی اخرجونی منک ما سکنت غيرک ۱۲(مشکوٰة ص۲۳۸)” دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ ( دَ هجرت پهٔ وخت مکې معظمې ته مخ کړو) وې فرمائیل تهٔ څنګه پاک سُتره ښار ېٔ اؤ زما څومره خوښ ېٔ کهٔ زهٔ خپل قوم دَ تانه نهٔ جُدا کؤ لے نو زهٔ به هېچرې بل خوا نهٔ وُم لاړ۔(مشکوٰة از ترمذی)
ف: اؤ هر کله چې دَ هر مسلمان زړهٔ دَ محبت نه ډک دے نو دَ هغهٔ دَ محبوب ښار سره به ېٔ هم ضرور مينه وی ۔ نو دَ مکې معظمې محبت دَ دوؤ پېغمبرانوؑ دَ دعا اثر دے ۔ دا خو دَ حج اؤ دَ هغه مقام دينی فضيلت کوم چې اصلی فضيلت دے بيان شو ۔ دَ دې نه علاوه ځنی دنياوی فائدې هم پکښې شته اګرچې پهٔ حج کښې دَ دې نيت نهٔ دے پکار ۔ لېکن هغه پخپله حاصليږی لکه پهٔ دې دوؤ آيتونو کښې دې طرف ته اشاره ده ۔
قال الله تعالیٰ جَعَلَ اللهُ الکَعبَةَ البَيتَ الحَرَامَ فِيمَا لِلنَّاسِ ۱۲” الله تعالیٰ فرمائی چې کعبه چې دَ عزت مقام دے الله تعالیٰ دَ خلقو دَ مصلحت قائم ساتلو دپاره برقرار ساتلې ده ۔
ف: مصلحت( فائدہ) يو عام لفظ دے نو دَ کعبې شريفې دينی فائدې خو څرګندې دی اؤ ځنی دنياوی فائدې ېٔ دا دی ۔ (۱) دَ امن ځائې کيدل ۔ (۲) هر کال ورکښې ګڼ خلق راجمع کېدل ۔ (۳) چې مالی ترقی اؤ قومی اتحاد پکښې پهٔ سهولت سره حاصلېدے شی۔ (۴) دَ دې تر باقی پاتې کېدو ۔ دَ دنيا باقی پاتې کېدل تر دې چې کله دَ کافرو دلاسه کعبه شريفه ورانه شی نو ډېر ژر به قيامت راشی اؤ دا دنيا به ورانه شی ۔ څنګه چې دَ احاديثو نه ثابته ده ۔ ( بيان القرآن) ”قال الله تعالیٰ فی سورة الحج لِيَشهَدُوا مَنَافِعَ لَهُم الخ” الله تعالیٰ ( حج ته دَ خلقو راتلو پهٔ حکمت کښې )فرمائی چې دَ خپلو دنيوی اؤ دينی فائدو دپاره حاضر شیٔ ۔ ( مثلاً دَ آخرت فائدې لکه دَ حج ثواب اؤ دَ الله رضا اؤ دنياوی فائدې لکه دَ قربانئ غوښه خوړل ، پهٔ تجارت کښې نفع کؤل وغیره) دا رنګ
اخرج ابن ابی حاتمؓ عن ابن عباسؓ انه قال فی لاٰية منافع فی الدنيا و منافع فی الاخرة اما منافع الاخرة فرضوا ان الله واما منافع الدنيا فما يصيبون من الحوم البدن فی ذلک اليوم والذبائح والتجارات ۱۲(ج ۱۷ ص۱۳۱)
ابن حاتمؓ دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت کړے دے اؤ دَ حج رنګ کښې يو عبادت بل هم دے يعنې عمره چې سنّت مؤکده ده ۔ چې حقېقت ېٔ دَ حج ځنی عاشقانه کارونه دی ۔ ځکه ورته حج اصغر هم وئیلی شی لکه چې ”عن ابن مسعود ابن عباسؓ قالا العمرة الحجة الصغری(دَ منثورج۱ ص۲۰۸ ص۲۰۹ کښې راغلی دی دَ عبدالله بن شداد اؤ مجاهد نه روايت دے (درمنثور عن ابی شيبه) لېکن دا عمره دَ حج پهٔ زمانه کښې هم کيږی ۔ پهٔ دی طريقه دَ يو شان دوه عبادتونه جمع شی اؤ پهٔ نورو ورځو کښې هم کيږی ۔ تر دې پورې يو مسلسل مضمون وهٔ مخکښې يو څو متفرقې خبرې ليکو۔
قال الله تعالیٰ فی سورة البقر وَ اَتِمُواالحجَّ وَالعُمرَةَ لِلهِ ط ” الله تعالیٰ فرمائی کله چې حج يا عمره کویٔ نو خالص دَ الله دَ رضا دپاره ېٔ پوره پوره ادا کویٔ ۔ ( يعنې ټول کارونه ېٔ پهٔ خپلو شرطونو پوره پوره کویٔ اؤ نيت هم خالص دَ ثواب کویٔ ۔ چې بل څهٔ دنياوی غرض ورسره ملګرے نهٔ وی) ( بيان القرآن)
عن ابی امامة قال قال رسول الله ﷺ من لم يمنعه من الحج حاجة ظاهرة او سلطان جائر او مرض فمات ولم يحج فليمت ان شآء يهوديا وان شآء” دَ حضرت ابو امامهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چاته چې څهٔ ظاهری مجبوری لکه ظالم حاکم يا معذور کوؤنکے بيماری دَ حج نه منع کوؤنکے نهٔ وی اؤ بيا هم ( سره دَ طاقته) بې حج کؤلو مړ شی ۔ نو هغهٔ ته اختيار دے چې يهودی مری اؤ کهٔ عيسائی مری ۔( مشکوٰة از دارمی)
ف: پهٔ فرض حج نهٔ ادا کؤلو دا څومره سخته زورنه ده ۔
عن ابن عباسؓ قال قال رسول اللهﷺ من ارادالحج فليعمل ۱۲” دَحضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ چا چې دَ حج اراده وی نو تلوار ورته پکار ده۔ (مشکوٰة از ابو داؤد و ترمذی)
عن ابن مسعودؓ قال قال رسول اللهﷺ تابعوا بين الحج والعمرة فانهما ينفيان الفقر و الذنوب کما ينفی الکير خبث الحديد والفضة وَ ليس للحجة للکبرورة ثواب الا الجنة۱۲(مشکوٰة کلها علی ص۲۲۲)”دَ حضرت ابن مسعودؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی حج اؤ عمره دواړه يو ځائې کویٔ( چې دَ حج زمانه وی)دا دواړه افلاس اؤ ګناهونه داسې لرې کوی لکه بهټۍ چې دَ وسپنی اؤ سرو سپينو خيرې لرې کوی ۔ ( پهٔ دې شرط چې بل څهٔ کار دَ دې مخالف موجود نهٔ وی) اؤ کوم حج چې پهٔ احتياط سره وشی( يعنې ټول ارکان ېٔ پوره پوره ادا کړې شی ) دَ هغې بدله بې دَ جنت نه بل هېڅ نشته ۔ ( مشکوٰة از ترمذی و نسائی)
ف: پهٔ دې حديث کښې دَ حج اؤ عمرې يو دينی فائدہ بيان شوے ده ۔ او يو دينوی فائدہ اؤ دَ ګناه نه مطلب حقوق الله دی ۔ ځکه چې حقوق العباد خو شهيد ته هم نهٔ معاف کيږی لکه پهٔ مشکوٰة کښې چې دَ مسلم حديث دے ټول ګناهونه شهيد ته معاف کيږی بې دَ قرض نه ۔ ( مراد ترې ټول حقوق العباد دی)
عن ابی هريرةؓ عن النبی ﷺ انه قال الحاج والعمار وعدالله ان دعوه اجابهم و ان استغفروه غفرلهم ۱۲( مشکوٰة ص۲۲۲)
” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې حج کؤنکے اؤ عمره کؤنکے دَ الله تعالیٰ ميلمانهٔ دی ۔ دوی کهٔ دعا غواړی نو الله تعالیٰ ېٔ قبلوی اؤ کهٔ دَ ګناهونو معافی ترې غواړی نو هغه ېٔ معاف کوی ۔ ( مشکوٰة از ابن ماجه)
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ من خرج حاجا او معتمرا او غازيا ثم مات فی طريقه کتب اللهله اجر الغازی و الحاج والمعتمر۱۲(مشکوٰة ص۲۲۳)
” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې حج دپاره يا عمرې دپاره يا جهاد دپاره روان شو( اؤ دَ دی کارونو کؤلو نه مخکښې) پهٔ لاره کښې وفات شو ۔ الله پاک هغهٔ دپاره دَ حاجی اؤ عمرې والا اؤ دَ غازی ثواب ليکی ۔ ( مشکوٰة از بيهقی) اؤ دَ حج متعلق يو دريم کار بل هم دے يعنې دَ رسول اللهﷺ دَ روضې مبارکې زيارت چې دَ اکثرو عالمانو پهٔ نزد مستحب دے اؤ څنګه چې حج کښې دَ عشق الٰهی شان دے ۔ دغه شان پهٔ دې زيارت کښې دَ عشقِ نبویﷺ شان دے ۔ دَ چا زړهٔ چې دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسول ﷺ دَ عشق نه عن ابن عمرؓ مرفوعا من حج فزار قبری بعد موتی کان لمن رائی فی حيوٰتی ۱۲(مشکوٰة ص۲۴۱)” دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی څوک چې حج وکړی او زما دَ وفات نه پس زما دَ قبر( شريف) زيارت ته راشی نو داسې ده لکه زما په ژوند چې زما زيارت وکړی(مشکوٰة از بيهقی)
ف: نبی کريمﷺ دواړه زيارتونه ( يعنې دَ وفات نه پس او په ژوند ، يو برابر کړی دی او هر کله چې دَ څهٔ خاصې خبرې تخصيص پکښې نشته نو په هر اثر کښې به سره برابر وی او ظاهره ده چې دَ حضورﷺ په ژوند زيارت شوے دے نو په زړهٔ کښې به دَ حضورﷺ څومره عشق پيدا کېدو دَ وفات نه پس زيارت به هم دغه اثر وی دا حديث خو مې دَدې دعوې په تائید کښې وليکلو ګنی په عشق نبویﷺ کښې په ترقئ دَدې زيارت اثر په سترګو ليدے شی۔ او څنګه چې دَ حج مقام يعنې دَ مکې معظمې ښار کښې دَ محبت شان ساتلے شوے دے دغه شان زيارت نبویﷺ په مقام مدينه منوره کښې هم دَ محبت شان ساتلے شوے دے لکه چې دې حديث نه معلوميږی”عن ابی هريرةؓ ( فی الحديث الطويل) وانه دعاک لمکة وافا ادعول للمدينة بمثل ما دعاک لمکة و مثله معه ۱۲” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه ( په يو وږد حديث کښې ) روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی اے الله ” حضرت ابراهيمؑ ستا نه دَ مکې دپاره سوال کړے وهٔ زهٔ ستا نه دَ مدينې دپاره سوال کومه هغه هم ( څهٔ چې ابراهيمؑ غوښتې وو او دَ هغې هومره نور هم) (يعنې دوچند برکت او شان)( مشکوٰة از مسلم)
ف: په نمبر۸ کښې تېر شوی دی چې حضرت ابراهيمؑ دَ مکې دپاره دَ محبوبيت دعا غوښتې وه نو دَ مدينې دپاره دَ دوچند محبوبيت دعا شوه۔” عن عائشهؓ قالت ( فی الحديث الطويل) قال رسول اللهﷺ اللّٰهم حبب الينا المدينة کحبنا مکة او اشد۱۲( کليهما علی ص۲۳۹)” دَ حضرت عائشی ابئؓ نه ( په يو وږد حديث کښې روايت دے چې رسول الله ﷺ فرمائیلی دی اے الله تهٔ مدينه زمونږه محبوبه( خوښه) کړې څنګه چې زمونږه دَ مکې وو لَادَ هغې نه زيات(مشکوٰة از بخاری و مسلم)” عن انسؓ ان النبیﷺ کان اذا قدم من سفر فنظرالی جدر ان المدينة او ضع راحلته وان کان علی دابة حرکها من حبها۱۲(ص۲۴۰)”دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې نبی کريمﷺ به دَ سفر نه راغلو دَ مدينې ديوالونه به ېٔ وليدل نو سورلې به ېٔ تېزه کړه دَ مدينې دَ محبت په وجه ( چې زر ورسی) ( مشکوٰة از بخاری)
ف: هر کله چې دَ محبوب هم محبوب وی او دَ رسول اللهﷺ سره دَ هر مسلمان مينه ده نو ضرور به دَ هغهﷺ دَ مينې څيز سره دَ هر مسلمان مينه وی” عن يحيیٰ بن سعيدؓ ( فی الحديث الطويل) قال رسول اللهﷺ ما علے الارض بقعة احب الی ان يکون قبری بها من ههنا ثلٰث مرات ۱۲( مشکوٰة ص۲۴۱)” دَ يحيیٰ بن سعيدؓ نه (په يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ زمکې په مخ داسې ځاېٔ نشته چې زما دَ خپل قبر دپاره هغه دَ مدينې نه زيات خوښ وی دا خبره ېٔ درے ځله وکړه( مشکوٰة از مالک)
ف: دې دپاره هم هغه فائدہ ده کومه چې په مخکښې حديث کښې ليکلې شوے ده په حج او زيات دَ الله او رسول اللهﷺ عشق زياتېدل او خپله دَ حج او زيارت او دَدې مقاماتو کوم محبت چې دَ مسلمانانو په زړهٔ کښې دے هغې دپاره دَ څهٔ دليل حاجت نشته او دَدې محبت چې په دين کوم اثر پريوځې هغه هم څرګند دے او مخکښې بيان شوے دے نو اے شتهٔ منو مسلمانانو دا لوېٔ نعمت مهٔ پريږدیٔ دا ټول احاديث دَ مختلفو کتابونو نه چوڼ او دَ هر يو سره دَ خپل کتاب حواله ليکلې شوے ده۔