شپږم روح

شپږم روح

دُعا غوښتل

يعنی دَ څهٔ شی چې حاجت وی دَ دين کار وی کهٔ دَ دنيا ۔ پهٔ خپل کوشش اؤ محنت حاصلېدے شی اؤ کهٔ دَ خپل وَس اؤ طاقت نه بهر وی هر څنګه حال چې وی هر څهٔ دَ الله تعالیٰ نه غواړیٔ ۔ خو دومره خيال ساتئ چې هغه کار دَ ګناه ( يعنې شريعت نه خلاف) نهٔ وی ۔ پهٔ دې کښې ټولې خبرې راغلې ۔ لکه يو سړے زميداری يا تجارت کوی ۔ نو محنت کوشش دې هم کوی اؤ دَ الله تعالیٰ نه دې سوال هم کوی ۔ چې يا الله زما پهٔ دې خواریٔ کښې برکت واچوې ، فائدہ راکړې اؤ دَ تاوان نه مې بچ کړې يا کهٔ چاته دَ دشمن خطره وی دَ دنيا دشمن وی اؤ کهٔ دَ دين دشمن وی ۔ نو دَ هغهٔ دَ شر نه بچ کېدو دپاره دې خپل تدبير هم کوی ۔ هغه تدبير ېٔ پهٔ خپل لاس کښې وی کهٔ دَ خپل وَس نه بهر وی ۔ دَ حاکم نه يا بل چا نه امداد اخستل غواړی نو دغه تدبير دې هم کوی ۔ خو ورسره دَ الله تعالیٰ نه دې دا سوال هم کوی چې يا الله زما دا کمزورے تدبير پهٔ خپل فضل کامياب کړې اؤ دا دښمن راته کمزورے کړې ۔ يا کهٔ مثلاً څوک ناجوړه وی نو هغهٔ له پکار دی چې مناسب علاج هم کوی اؤ ورسره دې دَ الله پاک نه دعا غواړی ۔ چې اے الله ماته دَ دې رنځ نه شفا راکړې ۔ يا کهٔ مثلاً دَ چا سره څهٔ مال وی نو پکار ده چې دَ هغه مال دَ حفاظت سامان پهٔ خپل وس پوره وکړی ۔ لکه محفوظ ځائې کښې پهٔ پوخ قفل کښې ېٔ بند کړی ۔ اؤ دَ کور کسانو يا نوکرانو پهٔ ذريعه ېٔ څوکۍ کوی ۔ اؤ ورسره دَ الله تعالیٰ نه سوال هم کوی ۔ چې اے الله تهٔ زما دا مال دَ غلو نه پهٔ امان کړې ۔ يا مثلاً پهٔ چا مقدمه جوړه شوے وی نو هغهٔ ته پکار دی چې دَ هغې دَ قانون پيرویٔ دپاره دَ وکيل اؤ ګواهانو انتظام هم وکړی اؤ ورسره دې دَ الله پاک نه دَ کاميابیٔ اؤ دَ دشمن دَ شر نه دَ بچ کېدو دعا هم غواړی ۔ يا مثلاً څوک دَ قرآن شريف يا علم دين حاصلؤلو کوشش کوی نو هغهٔ ته پکار دی چې ښهٔ دَ زړهٔ نه کوشش اؤ خپل محنت کوی اؤ ورسره دَ الله نه دا سوال هم کوی چې اے الله تهٔ ېٔ راته آسان کړې اؤ زما دا خواری پهٔ ځائې کړې ۔ اؤ زما ذهن صفا کړې ۔ يا مثلاً چا دَ يو سړی پهٔ وينا نمونځ روژه اؤ نور عبادتونه شروع کړل نو هغهٔ ته پکار دی چې دَ سستیٔ اؤ دَ نفس دَ حيلو اؤ بهانو مقابله ښهٔ پهٔ همت سره کوی اؤ دَ الله پاک نه دعا هم غواړی ۔ چې الله تهٔ همت راکړې اؤ تهٔ مې مددګار شې ، دَعبادت توفيق راکړې اؤ قبول ېٔ کړې۔ هسې دَ نمونې دپاره مونږ دا يو څو مثالونه پيش کړل مطلب دا دے چې هر کار کښې اؤ هر مصيبت کښې دَ خپله وسه پورې کوشش اؤ تدبير هم کویٔ اؤ ورسره دَ الله پاک نه ښهٔ عاجزیٔ ، توجه اؤ زارو سره سوال هم کویٔ اؤ کوم کار کښې چې دَ خپل تدبير اؤ کوشش څه دخل نهٔ وی هغې کښې خو ټوله توجه اؤ ټول کوشش پهٔ دعا کښې لګؤل پکار دی ۔ لکه باران ورېدل يا دَ اولاد ژوندی پاتې کېدل يا داسې بيماریٔ چې پهٔ علاج نهٔ ښهٔ کيږی يا دَ نفس شيطان دَ شر نه بچ کېدل ، يا دَ وبؔا طاعون پهٔ حفاظت، اؤ طاقتور ظالم دَ شر نه بچ کېدل ، داسې کارونه خو بې دَ الله پاک دَ امداد نه پهٔ هېڅ تدبير نهٔ شی کېدے ۔ نو چې پهٔ نورو کارونو کښې چې څومره محنت کوشش اؤ وخت دَ هغې پهٔ تدبير کښې لګی داسې کارونو کښې هغه ټول پهٔ دعا کښې لګؤل پکار دی اؤ دعا صرف دې ته نه وائی چې يو څو جملې يادې کړی اؤ پهٔ نمانځهٔ پسې ېٔ لکه دَ طوطې پهٔ شان پهٔ منډه منډه ووائی ۔ نو دا دعا نهٔ ده هسې دَ دعا نقل دے ۔ اصل دعا دَ الله تعالیٰ پهٔ دربار کښې پېش کؤل دی ۔ نو پهٔ دعا کښې کم از کم دومره خو کؤل پکار دی چې دَ درخواست پيش کؤلو پهٔ وخت سترګې اخوا وی ، زړهٔ هم اخوا متوجه وی اؤ شکل ېٔ هم دَ عاجزیٔ اؤ خواست جوړ کړے وی ۔ خضوع اؤ خشوع سره دعا غواړی لکه څنګه چې يو دنياوی حاکم ته څوک دَ څهٔ کار دپاره درخواست پيش کوی ۔ نو کهٔ زبانی خبره کوی څومره پهٔ ادب خبرې کوی اؤ دَ خپلې عرضیٔ منظورؤلو دپاره پوره کوشش کوی ۔ حاکم ته دَ دې يقين ور وستو پوره پوره کوشش کوی ۔ چې زما يقين دے چې تهٔ به زما پهٔ درخواست پوره همدردیٔ سره غور وکړې ۔ اؤ بيا هم کهٔ هغه درخواست دَ منشا موافق منظور نهٔ شی اؤ حاکم عرضی ورکوونکی ته دَ همدردیٔ پهٔ طور ووائی آفسوس دے ستا کار ونهٔ شو ۔ نو دې ورته ژر پهٔ ځواب کښې ووائی خير دے هېڅ خبره نه ده زه خفه نهٔ يم ۔ پهٔ قانون کښې ګنجائش نهٔ وهٔ يا به زما وکيل پوره پيروی نهٔ وی کړے ۔ تاسو خو پوره مهربانی وکړه زهٔ نااميده نهٔ يم ۔ بيا به درخواست وکړم اؤ قانونی کاروائی به پوره کړم اؤ اصل خبره خو دا ده چې ستاسو مهربانی پکار ده کار به هم وشی خو چې تاسو خفه نهٔ يیٔ ۔ نو اے مسلمانانو تاسو پهٔ خپل ګريوان کښې وګوریٔ آيا تاسو دَ الله تعالیٰ سره هم دغه طريقه چلویٔ سوچ وکړیٔ اؤ شرم وکړیٔ ۔ کهٔ دا طريقه مو نهٔ وی نو پهٔ کوم مخ به خپلې دعا ته درخواست وايئ ۔ پهٔ واقعه کښې خو کمیٔ ستاسو دَ طرف نه دی چې دعا درخواست نهٔ شو ۔ دَ هغې طرف نه خو دومره مهربانی اؤ رعايت دے چې دَ درخواست ورکؤلو هډو څهٔ وخت مقرّر نهٔ دے ۔ وخت بې وخته کله چې ضرورت وی درخواست ورکؤلے شیٔ ۔ دَ نمانځه نه پس وخت هم تاسو مقرّر کړے دے ۔ البته دا وخت زيات دَ برکت دے نو پهٔ دې وخت کښې دعا ډېره ډېره کؤل اؤ پهٔ نورو وختونو کښې ېٔ هم جاری ساتل پکار دی ۔ کوم وخت چې څهٔ ضرورت پيښ شی سمدستی پهٔ زړهٔ کښې يا پهٔ ژبه الله ته سوال کویٔ۔ اوس چې درته دَ دعا حقيقت معلوم شو ۔ ( چې دَ حقيقی بادشاه اؤ اصلی مالک پهٔ دربار کښې درخواست دے) نو دَ دې حقيقت مناسب دعا غواړیٔ بيا وګوریٔ چې څنګه برکت ېٔ دے ۔ دَ برکت مطلب دا نهٔ دے چې څهٔ غواړی هم هغه به درکؤلے شی ۔ کله خو هم هغه شے ورکړې شی لکه دَ آخرت متعلق کهٔ څهٔ سوال وی ( نو هم هغه قبليږی ځکه چې دَ آخرت شی کښې دَ بنده دپاره ټول خير خير دے) البته پهٔ دې کښې ايمان اؤ تابعداری شرط دے ۔ ځکه چې دَ هغه ځائې بهتری قانونًا صرف تابعدار بنده ته ورکېدے شی اؤ کله هغه شے ورنهٔ کړی شی لکه دَ دنيا څهٔ شے ېٔ غوښتې وی ځکه چې دَ دنيا څيز کښې کله بنده ته خير وی اؤ کله نهٔ وی ۔ نو هغه شے ورنهٔ کړی لکه پلار نه چې ځوے پيسه وغواړی نو کله ېٔ ورکړې اؤ کله ورنهٔ کړی ۔ کهٔ هغه پوهيږی چې دې ورباندې داسې شے اخلی چې دهٔ ته ښهٔ نهٔ دے ۔ حکيم ورنه منع کړے دے ۔ نو دَ دعا دَ برکت مطلب دا دے چې دَ الله تعالیٰ رحمت ورته متوجه شی ۔ نو کهٔ دَ څهٔ مصلحت پهٔ وجه ورته هم هغه غوښتې شے ورنهٔ کړی شی ۔ بيا هم دَ دعا برکت سره دَ بنده زړهٔ کښې طاقت ، تسلی،( صبر اؤ سکون) پيدا شی اؤ دَ پرېشانیٔ اؤ کمزوریٔ نه بچ شی ۔ دا اثر دَ الله تعالیٰ دَ هغې خاصې توجه وی کومه چې دَ دعا پهٔ برکت بنده باندې دَ حق دَ طرفه وشی اؤ هم دغه توجه دَ اجابت دَ دعا هغه يقينې درجه ده دَ کومې چې وعده شوے ده ۔ اؤ حاجت پوره کؤل ېٔ دويئمه برخه ده ۔ دَ کومې وعده چې بلا شرط نهٔ ده بلکې پهٔ دې شرط ده کهٔ دَ بنده دَ مصلحت خلاف نهٔ وی اؤ دغه هغه خاصه توجه ده ۔ دَ کومې پهٔ مقابله کښې چې دَ غټ نه غټ حاجت اؤ لوے دولت هېڅ شے نهٔ دے اؤ دغه خاصه توجه دَ بنده اصلی خزانه ده ۔ چې دَ دې پهٔ برکت دنيا کښې هم بنده ته حقيقی اؤ همېشه راحت نصيب کيږی اؤ پهٔ آخرت کښې هم دَ لامحمدود اؤ ابدی نعمتونو خواږهٔ ېٔ نصيب شی ۔ نو دَ دعا دَ دې برکتونو سره دعا کوونکی ته هېچرې دَ نقصان اؤ محرومیٔ خطره نشته ۔ اوس به يو څو حديثونه دَ دعا پهٔ فضيلت اؤ آدابو کښې ليکو۔

عن ابی هريرة رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ يستجاب للعبد مالم يدع باثم او قطيعة رحم مالم يستعجل قيل يا رسول ماالا استعجال قال يقول قد دعوت فلم او يستجاب لی فيستحسر عند ذلک ويدع الدعاء(رواه مسلم مشکوٰة ص۱۹۴)

دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ بنده دعا قبليږی تر هغه چې دَ څهٔ ګناه دَ کار يا دَ خپلوانو سره دَ بد سلوکۍ سوال نهٔ کوی اؤ چې تلوار ېٔ نهٔ وی جوړه کړے ۔ چا عرض وکړو يا رسول اللهﷺ دَ تلوار جوړؤلو څهٔ مطلب دے؟حضورﷺ وفرمائیل تلوار جوړؤل داسې چې ووائی ما خو ډېر سوالونه وکړل خو قبليږی نه نو پهٔ دعا ستومانه شی اؤ دعا پرېږدی۔ ( مسلم)

عن ابی هريرة ؓ قال قال رسول اللهﷺ ليس شیٔ اکرم علی الله من الدعاء(۱۲ مشکوٰة)

دَ حضرت ابو هريرةؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺفرمائیلی دی دَ الله تعالیٰ پهٔ نزد دَ دعا نه زيات دَ قدر شے بل نشته ۔ ( ترمذی و ابن ماجه)

عن ابن عمرؓ قال قال رسول اللهﷺ الدعاء ينفع مما نزل و ممالم ينزل فعليکم عبادالله بالدعاء( مشکوٰة)

دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دعا هر وخت فائدہ ورکوی ۔ پهٔ هغه مصيبت کښې هم کوم چې پيښ شوے وی اؤ پهٔ هغې کښې هم کوم چې راتلونکے وی ۔ نو اے دَ الله بنديانو دعا پهٔ ځان لازمه کړیٔ ۔

عن ابی هريرهؓ قال قال رسول اللهﷺ من لم يسأل الله يغضب عليه ۱۲(مشکوٰة ص۱۹۵)

دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ الله تعالیٰ نه دعا نهٔ غواړی الله تعالیٰ ته پهٔ هغهٔ غصه ورځی۔(ترمذی)

ف: البته څوک چې دَ الله پهٔ خيال اؤ تصور کښې داسې ډوب وی چې دَ هېڅ نه خبر نهٔ وی اؤ بل هېڅ شی ته وزګار نهٔ وی هغه په ٔدې کښې نهٔ راځی۔

عن ابی هريرهؓ قال قال رسول اللهﷺ و انتم موقنون بالا جابة واعلموا انّ الله لا يستجيب دعاءً من قلب غافل لاهٍ(۱۲ ص۱۹۵)

دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی تاسو دَ الله نه په دې شان سره سوال کویٔ چې دَ تاسو پهٔ قبلېدو يقين وی اؤ پهٔ دې پوه شیٔ چې الله تعالیٰ دَ غفلت نه دَ ډک زړهٔ دعا نهٔ قبلوی ۔ (ترمذی)

ف”نو دعا ښهٔ پوره پهٔ توجه سره کؤل پکار دی اؤ دَ اجابت چې کومې دوه درجې مخکښې بيان شوی دی هغه دَ قبلېدو هم دی ۔ ځکه چې دَ اجابت و قبول معنیٰ يوه ده اؤ يوه درجه عامه ده کومه چې مخکښې حديث شريف کښې راځی۔

عن ابی سعيدؓ الخدری ان النبیﷺ قال مامن مسد يه مو بدعوة ليس فيما اثم و لا قطيعة رحم الا اعطاه الله بها احدی ثلث اما ان يعجل له دعوته و اما ان يد خرها له فی الاخرة و اما ان يصرف عنه من السوء مثلها قالوا اذًا تکثر قال الله اکثر(۱۲ مشکوٰة ص۱۹۶)

دَ حضرت ابو سعيد خدریؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کوم مسلمان چې داسې څهٔ دعا وغواړی چې پکښې څهٔ ګناه يا دَ خپلوانو سره دَ بدسلوکۍ سوال نهٔ وی دَ هغې دعا پهٔ برکت الله تعالیٰ هغهٔ ته پهٔ دې دريو څيزونو کښې يو څيز ضرور ورکوی ۔ (۱) يا خو سمدستی هم هغه شے ورکړی چې غوښتې ېٔ وی ۔ (۲) يا ورته آخرت دپاره ېٔ توښه کړی ۔ (۳) يا ورنه څهٔ تکليف لرې کړی ۔ اصحابوؓ عرض وکړو چې داسې ده خو مونږ به ښې ډيرې دعاګانې غواړو ۔ حضورﷺ فرمائیلی دی دَ اللہ تعالیٰ بخشش دَ دې نه هم ډېر زيات دے۔(احمد)

ف: خلاصه دا ده چې دعا يوه هم خالی نهٔ ځی ۔ ( مونږ ته ېٔ اثر ښکاری اؤ کهٔ نه)

عن انسؓ قال قال رسول اللهﷺ ليأل احدکم ربه حاجته کلها حتی يسأل شسع نغله اذا انقطع زاد فی رواية عن ثابت البنائی وسلاحتی يسأله الملح و حتی يسأله شسعه اذا انقطع(۱۲ مشکوٰة ص۱۹۶)

دَ حضرت انس رضی الله عنه نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پهٔ تاسو کښې هر چاته دَ الله تعالیٰ نه خپل ټول حاجتونه غوښتل پکار دی ۔ (دَ حضرت ثابتؓ پهٔ روايت کښې دی) تر دې چې مالګه دې هم دَ الله تعالیٰ نه غواړی۔ دَ څپلۍ تسمه هم کهٔ وشليږی هغه دې هم دَ الله تعالیٰ نه غواړی ۔ (ترمذی)

ف: دا خيال دې څوک نه کوی چې دومره معمولی شے دې داسې لوی ذات نه وغواړو ۔ ځکه چې هغهٔ ته خو غټ شے هم وړوکے دے۔