ووم روح
دَ نيکانو سره کښېښناستل
چې دَ هغوی نه ښې خبرې واؤری اؤ ښهٔ خويونه زده کړی اؤ کوم نيکان چې تېر شوی دی دَ هغوی ښهٔ حالات پهٔ کتابونو کښې لوستل يا دَ بل نه اؤريدل ۔ ( کهٔ خپله نهٔ شی لوستې) چې دَ هغوی حالات معلومؤل هم داسې دی لکه دَ هغوی مجلس کښې چې کښينی دَ هغوی ښې خبرې واؤری يا ترې ښهٔ خويونه زده کړی۔
ف: پهٔ بنده کښې الله تعالیٰ دا خاصيت اچؤلے دے چې دَ بل بنده سره پهٔ کښېښناستو دَ هغهٔ خيالات اؤ حالات دَ څهٔ خاص کوشش اؤ محنت نه ورباندې اثر کوی ۔ ښهٔ اثر هم کيږی اؤ بد هم ۔ لېکن ښهٔ مجلس ډېر فائدہ من دے اؤ بد مجلس ډېر نقصانی ۔ ښهٔ مجلس دَ داسې سړی مجلس دے چې هغه دَ ضرورت مطابق دينی خبرو نه واقف وی اؤ عقيده ېٔ هم صفا وی ۔ دَ شرک، بدعت، اؤ دنياوی رسمونو نه بچ وی ۔ عمل ېٔ ښهٔ وی دَ نمونځ روژې اؤ نورو عبادتونو پابند وی ۔ معامله ېٔ هم ښهٔ وی ۔ پهٔ طبيعت کښې ېٔ عاجزی اؤ کسر نفسی وی ۔ چاته بې ضرورته تکليف نهٔ رسوی ۔ غريبان اؤ حاجتمند سپک نهٔ ګڼی ۔ باطنی اخلاق ېٔ هم ښهٔ وی پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دَ الله سره محبت اؤ دَ هغهٔ نه ويره وی ۔ دَ دنيا لالچ نهٔ کوی ۔ دَ دين پهٔ مقابله دَ مال، عزت اؤ راحت پروا نهٔ کوی ۔ دَ آخرت پهٔ مقابله کښې دنياوی ژوند غوره نهٔ ګڼی ۔ پهٔ هر حال صابره اؤ شاکره وی۔ پهٔ کوم سړی کښې چې دا خويونه وی دَ هغهٔ مجلس کېميا دے ۔ اؤ څوک چې خپله پهٔ دې خبرو نهٔ پوهيږی ۔ دَ هغهٔ دپاره دَ نيک سړی دَ پيژندو دا طريقه ده چې دَ خپلې زمانې عام نيکان ( څوک چې دَ اکثرو مسلمانانو پهٔ خيال نيک وی) چې کوم سړی ته نيک وائی ۔ لس اتهٔ ورځې هغهٔ سره کښېښناستو باندې دَ بنده زړهٔ دَ ناکارو نه اوړی اؤ ښو طرف ته راؤړی ۔ بس دغه سړے نيک ګڼیٔ اؤ دَ دهٔ مجلس غنيمت ګڼیٔ ۔ اؤ پهٔ کوم سړی کښې چې څهٔ بدې خبرې ووينیٔ بغير دَ څهٔ خاصې مجبوریٔ نه دَ هغهٔ مجلس ته مهٔ ځیٔ ۔ چې پهٔ دې دين تباه کيږی اؤ کله کله خو دَ دنيا نقصان هم کيږی ۔ کله دَ بدن چې څهٔ تکليف اؤ پریشانئ کښې ګېر شی اؤ کله دَ مال چې بې ځايه ولګی پهٔ څهٔ دهوکه يا دَ محبت پهٔ جوش کښې ېٔ چاته مفت ورکړی يا داسې قرض چې بيا وصول نهٔ شی ۔ اؤ کله دَ عزت چې دَ بدانو سره پهٔ ناسته دې هم بدنام اؤ بې عزته شی ۔ اؤ پهٔ کوم سړی کښې چې نهٔ دَ ښهٔ والی څهٔ ظاهری علامې وی اؤ نهٔ دَ بدیٔ نو پهٔ داسې سړی نيک ګومان پکار دے ۔ لېکن دَ مجلس ملګرتيا ېٔ مهٔ کویٔ ۔ غرض دا چې پهٔ تجربو ثابته شوے ده چې دَ نيکانو مجلس پهٔ دين ښهٔ کېدو اؤ زړهٔ مضبوطېدو اؤ صفا کېدو کښې خاص اثر لری اؤ دَ بدانو پهٔ مجلس کښې دين خرابيږی اؤ زړهٔ کمزورے کيږی ۔ اوس يو څو آيتونه اؤ حديثونه دَ نيک مجلس پهٔ ترغيب کښې اؤ دَ بد مجلس پهٔ بدیٔ کښې ليکو۔
قال الله تعالیٰ يٰآيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا تَّقُوا الله وَ کُونُوا مَعَ الصّٰدِقِينَ ط
دَ الله تعالیٰ فرمان دے اے ايماندارو دَ الله نه ويريږیٔ اؤ څوک چې پهٔ دين کښې پاخهٔ اؤ رښتونی دی دَ هغوی ملګری شیٔ۔
ف: پهٔ ملګرتيا کښې ظاهری مجلس کښې کښېښناستل هم راغلو اؤ دَ هغوی پهٔ لاره تلهٔ هم راغلهٔ ۔ (يعنې دَ هغوی پهٔ طريقه عمل کؤل)
قال الله تعالیٰ وَاِذَا رَأَيتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِی اٰيٰتِنَا فَاَعرِض عَنهُم حَتّٰی يَخُوضُوا فِی حَدِيثٍ غَيرِه ط وَاَمَّا يُنسِيَنَّکَ الشَّيطٰنُ فَلَا تَقعُد بَعدَ الذِّکرٰی مَعَ القَومِ الظّٰلِمِينَ ط وَ ذَرِ الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُم لَعِبًا وَّ لَهوًا ۱۲(سوره انعام)
الله تعالیٰ فرمائیلی دی اؤ (اے مخاطبه) کله چې تهٔ داسې کسان ووينې چې زمونږ پهٔ آيتونو ( اؤ احکامو) کښې عيبونه لټوی نو تهٔ دَ هغوی سره کښېښناستو نه ډډه وکړه ۔ تر دې چې هغوی څهٔ بله خبره شروع کړی اؤ کهٔ دَ تا نه شيطان هېر کړی ( يعنی داسې مجلس کښې کښېښناستو نه منع کېدل ورته ياد نهٔ شی) نو څهٔ وخت چې ورته ياد شی دَ يادېدو نه پس دَ داسې ظالمانو پهٔ مجلس کښې مهٔ کښېنه سمدستی را پاڅه ۔ ( اؤ دَ دې نه يو آيت پس بيا ارشاد دے) اؤ يواځې دَ تکذيب دَ مجلس تخصيص نشته) دَ داسې خلقو نه جدا شیٔ چا چې دَ خپل هغه دين نه ( دَ کوم منل چې پهٔ هغوی فرض دی يعنې اسلام) ټوقې مسخرې جوړې کړی دی ۔( انعام)
عن ابن عباسؓ قال قيل يا رسول اللهﷺ ای جلسائنا خير قال من ذکر کم الله رويته و زاد فی علمکم منطقه، و ذکر کم بالاخرة علمه(۱۲ ص۳۷)
دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے دَ رسول اللهﷺ نه تپوس وشو چې مونږ دَ کومو خلقو سره کښينو ۔ پهٔ ټولو کښې ښهٔ څوک دی( چې هغهٔ سره کښينو) حضورﷺ وفرمائیل داسې سړے بهتر دے دَ چا سره پهٔ کښېناستو چې تاسو ته الله ياديږی اؤ دَ چا پهٔ خبرو چې ستاسو دَ دين علم زياتيږی اؤ دَ هغهٔ عمل تاسو ته آخرت يادوی۔
ف: مخکښې چې مونږ دَ نيکانو کومې علامې ښيئلی دی ۔ پهٔ دې حديث شريف کښې دَ هغو نه ځنې غټې غټې علامې ذکر شوی دی۔
عن ابی امامهؓ قال قال رسول اللهﷺ ان لقمان قال لابنه يا بنی عليک بمجالسته العلماء واسمع کلام الحکماء فان الله ليحی القلب الميت بنور الحکمة کما يحی الارض الميتة بو ابل المطر ۱۲(ص۱۳۷)
دَ حضرت ابو امامهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی (اؤ کېدے شی چې دا دَ ابو امامهؓ قول وی بيا هم حديث دے) چې حضرت لقمانؓ خپل ځوی ته ووئیل اے ځويه دَ عالمانو سره کښېناستل پهٔ ځان لازم کړه اؤ دَ حکمت خبرې آوره ۔ ( حکمت دَ دين باريکو خبرو ته وئیلی شی لکه رښتونې درويشان چې دَ دين باريکې خبرې بيانوی )ځکه چې الله مړهٔ زړونه دَ حکمت پهٔ نور داسې ژوندې کوی لکه مړه مزکه چې پهٔ تېز باران ژوندیٔ شی ۔ ( طبرانی فی الکبير)
عن معاذ بن جبلؓ قال سمعت رسول اللهﷺ يقول قال الله تبارک و تعالیٰ وجلت محبتی التحابين فی وللمتجالسين فی الخ ص۴۴۵
دَ حضرت معاذ بن جبلؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ الله تعالیٰ ارشاد دے چې زما محبت داسې خلقو دپاره واجب دے ( يعنې ضروری دے) څوک چې ما دپاره خپلو کښې محبت کوی اؤ څوک چې ما دپاره يو بل سره کښينی ۔ (مالک ابن حبان)
ف: دا چې ېٔ فرمائیلی دی ما دپاره نو مطلب دا دے چې خالص دَ دين دپاره ۔ (چې دَ دنياوی فائدې څهٔ غرض پکښې نهٔ وی)
عن ابی موسٰی رضی الله عنه ان رسول اللهﷺقال انما مثل الجليس الصفالح و جليس السوء کحامل المسک او نافخ الکبير فحامل المسک اما ان بحذيک واما ان تبتاع منه و اما ان تجد منه ريحًا طيبةً و نافخ الکير اما ان يحرق ثبابک لما ان تجد منه ريحًا خبيثة ۱۲ و کليهما فی المشکوٰة علی ص۴۲۶
دَ حضرت ابو موسٰی اشعریؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ نيک مجلس اؤ دَ بد مجلس مثال داسې دے لکه يو سړی سره عطر وی ( دا دَ نيک مجلس مثال دے) اؤ بل سړے دَ لوهارانو بهټۍ ته بنیٔ وهی ۔ ( دا دَ بد مجلس مثال دے) نو عطر والا به يا تا ته دَ عطرو پنبه درکړی اؤ کهٔ پنبه درنه کړی هم خوشبوئی خو به ېٔ درشی اؤ بهټۍ والا به درته يا جامې وسوزوی (کهٔ بڅرې درغلو) ګنی دَ لوګی بدبوئی اؤ توروالې خو به ضرور درشی ۔ ( بخاری شريف)
ف: لکه کهٔ دَ نيک مجلس نه درته پوره فائدہ ونهٔ رسېده بيا هم څهٔ فائدہ خو به ضرور در ورسی ۔ اؤ دَ بدانو پهٔ مجلس کښې کهٔ پوره بد نهٔ شوې هم څهٔ نه څهٔ نقصان خو به درته ضرور در رسی ۔ ( دا ټول حديثونه پهٔ ترغيب کښې دی) دَ حضرت ابو سعيدؓ نه روايت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی ” چې بې دَ ايماندارو نه دَ هېچا دَ مجلس ملګرے کېږه مه ۔
ف: دَ دې دوه مطلبه کېدے شی ۔ يو خو دا چې دَ کافرانو پهٔ مجلس کښې مه کښېنه نو دَ ناستې قابل دَ ايماندارو مجلس دے اؤ پهٔ ايماندارو هم هغه چې کامل ايماندار وی يعنې دَ دين پوره پابند وی ۔
عن ابی رزينؓ انه قال رسول اللهﷺ الا ادلک علی ملاک هٰذا الامر الذی تصيب به خير الدنيا والاخرة عليک بمجالس اهل الذکر و اذا خلوت فحرک لسانک واجب فی الله و ابغض فی الله الخ( ۱۲ مشکوٰة)
دَ حضرت ابو رُزَينؓ نه روايت دے چې هغهٔ ته رسول اللهﷺ وفرمائیل آيا زهٔ تا ته داسې خبره ونهٔ ښئم پهٔ کومه چې دَ دې دين غټ دارو مدار دے ۔ پهٔ کومه چې تهٔ دَ دنيا اؤ آخرت دواړو بهتری ګټلې شې ۔ يو خو دَ اهلِ ذکر مجلس ټينګ کړه بل کله چې يواځې وې نو څومره چې ممکنه وی خپله ژبه دَ الله پهٔ ذکر جاری ساته دريم دا چې مينه هم خالصه دَ الله دپاره کوه اؤ کينه هم خالصه دَ الله دپاره کوه ۔ (بيهقی شعب الايمان)
ف: دا خبره پهٔ تجربه هم ثابته ده چې نيک مجلس دَ ټول دين جړه ده (بنياد دے) ۔ دَ دين دَ حقيقت ، دين دَ خوږو، دَ دين دَ طاقت څومره ذريعې چې وی نيک مجلس پهٔ دې ټولو کښې زيات مضبوط دے۔
عن ابی هريرةؓ قال کنت مع رسول اللهﷺ فقال رسول اللهﷺ ان فی الجنة لعمدًا من ياقوت عليها غرف من زبرجد لها ابواب مفتحة تضیٔ کما يضیٔ الکوکب الدّری فقالو يا رسول اللهﷺ من يسلتها قال المتجابون فی الله والمتجالسون فی الله والمتلافون فی الله ۱۲(مشکوٰة ص۴۲۷)
دَ حضرت ابو هريرةؓ نه روايت دے چې زهٔ دَ رسول اللهﷺ سره وُم پس حضورﷺ وفرمائیل پهٔ جنت کښې دَ ياقوتو ستنې دی ۔ ورباندی دَ زبرجدو بالاخانې دی ۔ پکښې پرانستې دروازې دی چې دَ تېزو ځلېدونکيو ستورو نه زياتې ځلانده دی ۔ خلقو عرض وکړو يا رسول اللهﷺ پهٔ دې بالاخانو کښې به څوک وسی؟ حضورﷺ وفرمائیل څوک چې دَ الله دپاره(يعنې الله دَ دين دپاره) خپلو کښې مينه کوی اؤ دَ الله دپاره يو بل سره کښينی اؤ څوک چې دَ الله دپاره خپلو کښې ملاقات کوی ۔ (”بيهقی شعب الايمان“ دا ټول حديثونه دَ مشکوٰة دی)
عن سمرةؓ قال قال رسول اللهﷺ لا تساکنوا المشرکين ولا تجامعو هم فمن ساکنهم او جامعهم فهو منهم( ۱۲ ج۲ص۱۴۹)
دَ حضرت سمرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ مشرکانو سره مهٔ استوګه کویٔ اؤ مهٔ دَ هغوی پهٔ مجلس کښې کښېنیٔ اؤ څوک چې ورسره وسی يا ېٔ مجلس کښې کښينی نو هغه پهٔ هغو کښې شمار دے۔
(ترمذی)
دا حديث دَ جمع الفوائد دے ۔ دَ دې ټولو آيتونو اؤ حديثونو نه زمونږ دَ مطلب يوه حصه ثابتيږی يعنې دَ نيکانو پهٔ مجلس کښې کښېناستل دَ هغوی نه ښې خبرې اؤرېدل اؤ ښهٔ اخلاق زده کؤل ۔ دَ مطلب دويمه حصه يعنې دَ تېرو نيکانو کتابونه کتل اؤ دَ هغوی حالات معلومؤل ، چې دَ دې نه هم دَ نيک مجلس غوندې فائدہ اخستے شی اوس دَ دې حصې بيان ليکو۔
قال الله تعالیٰ وَ کُلاً تَقُصُّ عَلَيَکَ مِن اَنبًآءِ الرُّسُلِ نُثَبِّتُ بِه فُؤادَکَ ( سوره هود آخری رکوع)
الله تعالیٰ فرمائیلی دی اؤ دَ پيغمبرانوؑ پهٔ قيصو کښې مونږ دا ټولې قصې( يعنې دَ حضرت نوحؑ قصه) اؤ دَ حضرت هودؑ اؤ دَ حضرت صالحؑ اؤ دَ حضرت ابراهيمؑ اؤ دَ حضرت لوطؑ اؤ دَ حضرت شعيبؑ اؤ دَ حضرت موسٰیؑ دا ټولې قصې مونږ تا ته بيانوؤ چې دَ دې پهٔ ذريعه مونږ ستا زړهٔ مضبوطوؤ ۔ ( سورة هود)
ف: دا دَنيکانو دَ قصو بيانؤلو يوه فائدہ ده چې پهٔ دې دَ زړهٔ مضبوطيا اؤ تسلې کيږی ۔ چې څنګه چې هغوی پهٔ حق ټينګ وو دغه شان مونږ ته هم مضبوطيا پکار ده اؤ څنګه چې دَ دې مضبوطيا پهٔ برکت الله تعالیٰ دَ هغوی امداد کړے دے ۔ دغه شان به زمونږ امداد هم وکړی ۔ څنګه چې الله تعالیٰ پهٔ بل آيت کښې فرمائیلی دی چې مونږ دَ پيغمبرانوؑ اؤ ايماندارو بنديانو(دلته) پهٔ دې دنيا کښې هم مدد کوو اؤ هلته آخرت کښې به ېٔ هم پهٔ هغه ورځ مدد کوو ۔ پهٔ کومه ورځ چې به ګواهی ورکوونکے فرشتې ولاړې وی۔ (يعنې دَ قيامت پهٔ ورځ) ( سوره مؤمن) اؤ هلته مدد څرګند دے چې تابعدار ايماندار به کامياب وی اؤ نافرمانه به ناکام و نامراد وی ۔ اؤ دلته خو کله هم دغه شان څرګنده کاميابی وی اؤ کله داسې وی چې اول نافرمانه پهٔ تابعدارو غالب شی بيا من جانب الله پهٔ څهٔ وخت کښې دَ هغوی نه بدله واخستې شی لکه چې تاريخ پهٔ دې ګواه دے ۔ (تفسير ابن کثير)
اؤ دَ دې قصو نه تسلې پهٔ دې طريقه هم کيږی چې څنګه پهٔ دين باندې مضبوط ودرېدونکے به پهٔ آخرت کښې پهٔ وچتو درجو کښې وی ۔ دَ کومو خبر چې دَ دې قصو پهٔ آخر کښې ورکړے شوے دے ۔ چې”اِنَّ العَاقِبَة لِلمُتَّقِينَ ط يقينًا بهتر انجام دَ متقيانو ( پرهيزګارو) دپاره دے ۔ دغه شان مونږ سره هم دَ وچتو درجو وعده ده”وَالَّذِينَ اتَّقُوا فَوقَهُم يَومَ القِيَامَةِ”اؤ څوک چې پرهيزګار وی هغه به دَ دې کفارو نه پهٔ ډېر بهتر حالت کښې وی دَ قيامت پهٔ ورځ ۔ ( سورة بقره)
عن ابن مسعودؓ قال من کان مستنا فليستن بمن قدمات فان العی يؤمن عليه الفتنة اولٰئِک اصحاب محمدﷺ و فی آخر الحديث و تمسکوا بما استطعتم من اخلاقهم و سيرهم( رزين جمع الفوائد ص۱۷ ج۱)
حضرت ابن مسعودؓ فرمائی څوک چې همېشه دپاره يوه طريقه غوره کړی ځکه چې پهٔ ژوندی باندې دَ خطا شک کېدے شی ۔ (دَ ژوندی طريقه تر هغه وخته اختيارېدې شی) تر څو چې هغه پهٔ صحيح لار روان وی) دا خلق ( يعنې دَ چا طريقه چې هميشه دپاره اختيارېدې شی) دَ رسول اللهﷺ اصحابؓ دی اؤ دَ دې حديث پهٔ آخر کښې دا هم دی چې تر څو پورې کېدے شی دَ هغوی اخلاق عادات راټينګ کړیٔ ۔ (رزين از جمع الفوائد)
ف: اؤ ظاهره ده چې دَ اصحابوؓ اخلاق اؤ عادات اختيارؤل هله ممکن دی چې مونږ ته دَ هغوی حالات اؤ واقعات معلوم شی نو داسې کتابونه لوستل يا دَ بل نه اورېدل ضروری شو ۔ پهٔ کومو کښې چې داسې حالات وی۔
څنګه چې قرآن کريم کښې دَ پيغمبرانو، عالمانو اؤ وليانو قصې دَ هغوی دَ تابعداریٔ کؤلو پهٔ غرض ذکر شوی دی ۔ ( دَ کوم چې پهٔ دې ارشاد کښې ذکر دے) فَبِهُدٰ هُمَ اقتَدِه ( نور دَ دوی پهٔ صحيح لاره روان شی) دغه شان پهٔ حديثونو کښې هم دَ پاکو خلقو قصې ډېرې بيان شوی دی لکه چې دَ حديثونو پهٔ کتابونو کښې دَ کتاب القصص يوه مستقله حصه وی ۔ دَ دې نه هم دَ داسې قصو فائدہ من کېدل ثابتيږی ۔ پهٔ دې وجه بزرګانو همېشه دَ داسې قصو کتابونه ليکلو ته ډېر اهميّت ورکړے دے ۔ اوس زهٔ تاسو ته دَ يو څو داسې کتابونو نومونه ښئم چې دَ هغې لوستل اؤ اورېدل فائدہ من دی ۔ کهٔ اورونکے عالم وی خو واه واه سبحان الله اؤ کهٔ نه هر څنګه چې بيا مومیٔ۔ (۱) تاريخ حبيب الله ، (۲) نشر الطيب ، (۳) مغازی رسول ، (۴) قصص الالنبياء ، (۵) مجموعه دَ فتوح الشام والمصر والعجم ، (۶) فتوحُ العراق ، (۷) فتوح بهنسا ، (۸) فردوس آسيه ، (۹) حکايات الصالحين ، (۱۰) تذکرة الاولياء ، (۱۱) انوار المحسنين ، (۱۲) نزهة البساتين ، (۱۳) امداد المشتاق ، (۱۴) نيک بيبياں
نوټ: پهٔ دې کتابونو کښې نمبر۱۱،نمبر۱۲،نمبر۱۳ کښې ځنی مضامين اؤ نمبر۱۴ کښې دَ ملفوظاتو څهٔ حصه تاسو دَدې نه خپل ذهن خالی کړیٔ ۔ ( يعنې ډېر سوچ پرې مهٔ کویٔ)