پنځم روح

پنځم روح

پهٔ تقدير عقيده اؤ پهٔ توکل عمل

يعنی تقدير باندی يقين لرل اؤ پهٔ الله تعالیٰ باندې اعتماد کؤل

پهٔ دې عقيده اؤ عمل کښې دا فائدې دی ۔ (۱) هر څنګه تکليف يا پریشانی چې وی چې زړهٔ مضبوط وی اؤ دا ېٔ خيال وی چې الله تعالیٰ ته به هم دغه شان منظوره وه دَ دې خلاف کېدے نهٔ شوه ۔ اؤ کله چې دَ هغهٔ رضا شوه دا مصيبت به ختم کړی۔ (۲) چې پهٔ دې پوهیږی نو پريشانیٔ لرې کېدو هر څومره وخت چې ولګی ۔ دَدهٔ زړهٔ کښې کمزوری نهٔ راځی اؤ نهٔ مايوسه کيږی۔ (۳) اؤ چې دا ېٔ عقيده وی نو دَ دې تکليف دفع کؤلو دپاره به داسې هېڅ تدبير نهٔ کوی پهٔ کوم چې الله تعالیٰ ناراضه کيږی ۔ ( کوم چې دَ شريعت خلاف وی) پهٔ دې پوه وی چې دا تکليف بې دَ الله تعالیٰ دَ رضا نه خو لرې کېدے نهٔ شی ۔ نو بيا الله تعالیٰ ولې ناراضه کړم؟ (۴) اؤ چې پهٔ دې پوهیږی نو دَ نورو تدبيرونو کؤلو سره سره به دا سړے پهٔ دعا کښې هم لګيا وی ځکه چې دَ هغهٔ دا يقين وی چې دا مصيبت دَ چا پهٔ رضا لرې کېدے شی نو دَ هغهٔ نه سوال کؤل زيات فائدہ من وی ۔ دَ دې دعا پهٔ برکت به ېٔ دَ الله تعالیٰ سره تعلق نور هم زيات شی ۔ کوم چې دَ هر قسم آرام و راحت بنياد دے ۔ (۵) اؤ چې پهٔ هر کار کښې ېٔ دا يقين وی چې دا کار صرف دَ الله تعالیٰ پهٔ رضا کيږی ۔ نو پهٔ هېڅ کاميابیٔ کښې پهٔ خپل تدبير، ظاهر اسبابو اؤ خپل عقل فکر فخر نهٔ کوی اؤ مغروره کيږی به نه ۔ دَدې ټولو فائدو حاصل دا دے چې داسې بنده به دَ کاميابیٔ پهٔ وخت دَ الله تعالیٰ ډېر شکر ګذار وی اؤ دَ ناکامیٔ پهٔ وخت به صبر کوی اؤ نا اميده کيږی به نه دَ دې مسٔلې هم هغه فائدې الله تعالیٰ پهٔ دې آيت کښې بيان کړی دی ۔ ”لَکَيلاَ تَاسَو عَلیٰ مَا فَاتَکُم وَلاَ تَفرَحُوا بِمَا اَتَاکُم ( سوره حديد) اؤ دَ دې عقيدې دا مطلب نهٔ دے چې بنده دَ تقدير پهٔ بهانه دَ شريعت موافق ضروری تدبيرونه هم پریږدی ۔ بلکې داسې بنده خو به معمولی تدبير هم نهٔ پریږدی ۔ پهٔ دې اميد چې الله تعالیٰ به پهٔ دې کښې اثر اچوی ۔ نو داسې بنده هېچرې بې همته کيږی نه ۔ لکه څنګه چې ځنی خلق دا غلطی کوی ۔ دين خو لوے څيز دے دَ دنيا پهٔ معمولی کارونو کښې هم داسې بې همتیٔ ته پهٔ حديث کښې بد وئیلی شوی دی ۔ لکه چې دَ حضرت عوف بن مالکؒ نه روايت دے چې نبی کريمﷺ يوه مقدمه فيصله کړه نو بائیلونکی سړی ووې ” حَسبِیَ اللهُ وَ نِعمَ الوَکِيل“( مطلب دا چې دَ الله رضا زما قسمت) حضور اکرم ﷺ وفرمائیل ” الله تعالیٰ بې همته بنده نهٔ خوښوی تهٔ ښهٔ پهٔ هوښيارتيا اؤ همت سره خپل پوره پوره کوشش پهٔ تدبير کښې کوه ۔ بيا هم کهٔ حالات دَ ستا دَ قابو نه بهر وو نو ووايه ”حَسبِیَ اللهُ و نِعمَ الوَکِيل“(ابو داؤد) دا مضمون خو دَ دې عقيدې دَ فائدو ښيئلو اؤ غلطيو نه بچ کېدو دپاره تر مينځه راغلو ۔ اوس مونږ هغه حديثونه ليکو کوم چې دَ تقدير پهٔ باره کښې راغلی دی۔

عن جابر رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ لا يؤمن احدکم حتی يؤمن بالقدر خيره و شره و حتی يعلم ان ما اصابه لم يکن ليخطئه و ان ما اخطاه لم يکن ليصيبه ( ترمذی ، مجمع ص۱۳۷ ج ۲)

حضرت جابر رضی الله عنه نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ۔ پهٔ تاسو کښې هېڅوک مسلمان کيدے نهٔ شی تر څو چې ېٔ پهٔ تقدير ايمان نهٔ وی راوړے دَ هغې پهٔ خير هم اؤ پهٔ شر هم تر دې چې پهٔ دې ېٔ پوخ يقين وی چې کوم کار چې کېدونکے دے هغه منع کېدے نهٔ شی اؤ کوم چې کېدونکے نهٔ دے هغه کېدے نهٔ شی۔ ( ترمذی)

عن ابن عباسؓ قال کنت خلف النبیﷺ فقال لی غلام انی اعلمک کلمات احفظ الله يحفظک احفظ الله تجده تجاهک اذا سالت فاسال الله و اذا استعنت فاستعن بالله واعلم ان الامة لو اجتمعت علی ان ينفعوک بشیٔ لم ينفعوک الا بشیٔ قد کتبه الله لک و ان اجتمعوا علی ان يضروک بشیء لم يضروک الا بشیء قد کتبه الله اليک نفعت الا قلام رجفت الصحت( ترمذی)

دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې زهٔ نبی کريمﷺ پسې شا ته ( پهٔ اوښه سور) وُوم نو حضورﷺ وفرمائیل اے هلکه زهٔ تا ته يو څو خبرې ښايم ، تهٔ دَ الله تعالیٰ خيال ساته نو هر وخت به ېٔ ځانته مخامخ( نژدے) بيا مومې ۔ کله چې تا ته دَ څهٔ شی حاجت وی نو دَ الله پاک نه غواړه اؤ کله چې امداد غواړې نو دَ الله مدد غواړه اؤ دا پوخ يقين ولره چې ټول خلق کهٔ پهٔ دې خبره راغونډ شی چې تاته څهٔ فائدہ در ورسوی نو نهٔ شی در رسؤلے تر څو چې الله تعالیٰ دا شے ليکلې نهٔ وی ۔ اؤ کهٔ ټول مخلوق پهٔ دې خبره متفق شی چې تا ته څهٔ نقصان در ورسوی نو هرګز ېٔ نهٔ شی در رسؤلے سوا دَ هغې نه چې کوم درته الله تعالیٰ ليکلې دے۔ ( ترمذی)

عن ابی الدرداء رضی الله عنه قال فرغ الله الی کل عبد من خمس من اجله و رزقه و عمله و مضجعه و شقی او سعيد

دَ حضرت ابو درداءؓ نه روايت دے چې الله تعالیٰ ټول بنديان دَ پنځو خبرو نه بې غمه کړې دی ۔ (۱) دَ هغهٔ عمر نه ، (۲) دَ رزق نه ، (۲) دَ هغهٔ دَ عمل نه ، (۴) دَ دفن کېدو ځائې نه ، (۵) اؤ چې آخره خاتمه به ښهٔ وی کهٔ خرابه (سعيد دے کهٔ شقی) ۔ ( احمد و بزاز د کبير و اوسط)

عن معاوية رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ لا تعجل علی شیٔ تظن انک ان استعجلت اليه انک مدرکه و ان کان الله لم يقدر ذلک ولا تستأخرن عن شیٔ تظن انک ان ستاخرت عنه مدفوع عنک و ان کان الله قد قدره عليک۔۱۲

دَ حضرت معاويهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی هېڅ داسې شی ته مهٔ ور مخکښې کیږه چې ستا دا خيال وی ”زهٔ به ېٔ پهٔ کوشش حاصل کړم پهٔ نصيب کښې مې وی اؤ کهٔ نه“ اؤ دَ هېڅ داسې څيز نه مهٔ وروستو کيږه چې دَ هغې متعلق ستا دا خيال وی چې”زه ترې پهٔ وروستو کېدو بچ شم اګرکهٔ الله تعالیٰ مې پهٔ تقدير کښې ليکلی وی“( کبير و اوسط)

ف: يعنې دا دواړه خياله غلط دی کوم څيز چې تقدير کښې نهٔ وی پهٔ کوشش حاصلېدے نهٔ شی ۔ نو کوشش کؤل بې فائدې دی اؤ کوم کار چې تقدير کښې ليکلی وی پهٔ هېڅ تدبير دَ هغې نه بچ کېدے نهٔ شی ۔ نو دا کوشش بې فائدې دے ۔

عن ابی هريرة رضی الله عنه قال قال رسول الهﷺ فی کل خير احرص علی ما ينفعک و استعن بالله ولا تعجزو ان اصابک شیٔ فلا تقل لو انی فعلت لکان کذا و کذا و لکن قل قدر الله وما شآء فعل(کل علی جمع الفوائد ص۱۳۹)

دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ خپلې فائدې پهٔ کار کښې ښهٔ کوشش کوه اؤ دَ الله تعالیٰ نه مدد غواړه اؤ بې همته کېږه مه اؤ کهٔ څهٔ سخته درباندې راغله نو داسې مهٔ وايه کهٔ داسې کار مې کړے وې نو داسې چل به شوے وهٔ ۔ ( بلکې داسې وخت کښې ) وايه چې الله تعالیٰ دغه مقرّر کړے وه چې څهٔ دَ هغهٔ رضا وه هغه وشوه ۔( مسلم)

تر دې پورې حديثونه دَ کتاب”جمع الفوائد “ نه نقل شوی دی ۔ پهٔ دې حديثونو کښې زيات بيان دَ تقدير وهٔ مخکښې چې کوم آيتونه اؤ حديثونه راځې پهٔ هغې کښې زيات بيان دَ توکل دے اؤ لږ لږ دَ تقدير دے۔

فَاِذَا عَزَمتَ فَتَوَکَّل عَلَی اللهِ اِنَّ اللهَ يُحِبُّ المُتَوَکِّلينَ ط( الآية)

الله تعالیٰ فرمائیلی دی بيا ( دَ صلاح کؤلو نه پس ) چې تهٔ دَ يو کار پوخ نيت وکړې نو پهٔ الله تعالیٰ اعتماد وکړه ( اؤ هغه کار وکړه) بېشکه داسې اعتماد کوونکے دَ الله خوښ دے ۔ ( آل عمران)

ف: دَ دې نه غټ دولت به بل څهٔ وی چې پهٔ الله تعالیٰ اعتماد کونکيو سره الله تعالیٰ مينه کوی اؤ دَ چا سره چې دَ الله مينه وی دَ هغهٔ پهٔ کاميابیٔ کښې څهٔ شک دے ۔ دَ دې آيت نه دا هم معلومه شوه چې دَ توکل سره سره دَ تدبير کؤلو هم حکم دے ۔ ځکه چې صلاح خو دَ تدبير دپاره کيږی ۔ البته پهٔ خپل تدبير باندې اعتماد نهٔ دے پکار ۔ اعتماد پهٔ يو الله پکار دے چې هم هغه به دا تدبير کاميابوی۔

اَلَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ اِنَّ النَّاسَ قَد جَمَعُوا لَکُم فَاخشَوهُم فَزَادَهُم اِيمَانًا وَّ قَالَوا حَسبُنَااللهُ وَنِعمَ الوَکِيل ط فَانقَلِبُوا بِنِعمَةٍ مِّنَ وَ فَضلٍ لَم يَمسَسهُم سُوؔء وَاتَّبَعُوا رِضوَان اللهِ وَاللهُ ذُو فَضلٍ عَظِيمٍ ط ( آل عمران)

الله تعالیٰ فرمائیلی دی دا داسې مخلصان کسان دی چې ځنی خلقو دوی ته ووئیل چې هغې خلقو ( دَ مکې کافرانو) ستاسو ( مقابلې ) دپاره ډېر سامان جمع کړے دے ۔ نو تاسو ترېنه وويرېږیٔ ۔ نو دې خبر دَ هغوی ( دَ) ايمان ( جوش) نور هم زيات کړو اؤ ( ډېر پهٔ مضبوطيا ېٔ) ځواب ورکړو ۔ چې زمونږ دپاره الله کافی دے اؤ زمونږ ټول کارونه هغهٔ ته سپارل بهتر دی ۔ ( دغه سپارل توکل دے) نو دا خلق دَ الله تعالیٰ دَ نعمتونو اؤ فضل نه( يعنې ثواب اؤ تجارت اؤ نفعې نه) ډک را واپس شو ۔ چې هېڅ تکليف ورته ونهٔ رسېدو اؤ دا خلق ( پهٔ دې واقعه کښې) دَ حق دَ رضا تابع پاتی شو ۔ ( پهٔ دې وجه هر قسم نعمتونه ورکړی شو) اؤ الله تعالیٰ دَ لوی فضل مالک دے۔

ف: پهٔ دې آيتونو کښې يو قصې ته اشاره ده چې پکښې اصحابوؓ ته دَ دين دنيا دواړو فائدہ رسېدلے وه ۔ الله تعالیٰ دا ښائی چې دا دواړه فائدې ورته دَ توکل پهٔ برکت رسېدلې دی۔

قُل لَّن يُّصِبنًا اِلَّا مَا کَتَبَ اللهُ لَنَا وَ هُوَ مَولٰنَا وَ عَلَی اللهِ فَليَتَوَکَّلِ المُؤمِنُونَ قُل هَل تَرَبَّصُونَ بِنَا اِلاَّ اِحدَی الحُسنَيينِ

( توبه)

الله تعالیٰ فرمائیلی دی تهٔ ورته ووايه پهٔ مونږ هېڅ تکليف نهٔ شی راتلې سوا دَ هغې نه کوم چې راته الله ليکلې دے ۔ هم هغه زمونږ مالک دے ۔ نو حقيقی مالک چې دَ چا دپاره کومه خبره خوښه کړی پهٔ هغې ورته راضی کېدل ضروری دی) ( اؤ يواځې مونږ څهٔ) ټولو مسلمانانو ته پکار دی چې خپل کارونه الله ته وسپاری ۔ ( بله ورته دا ووايه چې زمونږ دپاره څنګه چې ښهٔ حالت بهتر دے دغه شان دَ سختیٔ حالت هم دَ انجام پهٔ لحاظ بهتر دے) ۔ ( ځکه چې درجې پرې وچتيږی اؤ ګناهونه معاف کيږی) نو تاسو خو زمونږ دپاره پهٔ دوؤ بهتريو کښې دَ يوې انتظار کویٔ ۔ (توبه)

ف: دَ دې نه دا ثابته شوه چې دَ توکل اثر دا دے چې کهٔ سخته پرې راشی هم بنده پکښې پريشان نهٔ وی ۔ بلکې هغې کښې هم خپله بهتری ګڼی کهٔ پهٔ دنيا کښې ( دا بهتری) څرګنده نهٔ شی نو پهٔ آخرت خو به ضرور ښکاره کيږی ۔ (چې اجر به ورکؤلے شی) اؤ دغه زمونږ اصل کور دے اؤ دغه بهتری دَ همېشه دپاره ده ۔

قال الله تعالیٰ وَ قالَ مُوسٰی يٰقَومِ اِن کُنتُم اٰمَنتُم باللهِ فَعَلَيهِ تَوَکَّلُوا مُسلِمِينَ ط فَقَالُوا عَلَی اللهِ تَوَکَّلنَا رَبَّنَا لَا تَجعَلنَا فِتنَةً لِّلقَومِ الظّٰلِمِينَ وَ نَجِّنَا بِرَحمَتِکَ مِنَ القَومِ الکٰفِرِينَ ط

الله تعالیٰ فرمائیلی دی اؤ موسٰی عليه السلام چې ( خپل قوم بنی اسرائیل) دَ فرعون دَ ظلم نه پهٔ ويره وليدلو نو ( هغوی ته) ېٔ ووئیل اے زما قومه کهٔ تاسو ( رښتيا دَ زړهٔ نه) پهٔ الله تعالیٰ ايمان لریٔ ( نو سوچونه مهٔ کویٔ بلکې ( پهٔ الله اعتماد وکړیٔ کهٔ تاسو دَ هغهٔ تابعدار يئ ۔ هغوی ورته ( پهٔ ځواب کښې) ووئیل زمونږ پهٔ الله تعالیٰ اعتماد دے ( بيا موسٰی عليه السلام دعا وغوښته) چې اے پروردګاره مونږ دَ دې ظالم قوم په ٔلاس کښې مهٔ ورکوه اؤ پهٔ خپل خاص فضل مو دَ دې ظالم قوم نه خلاص کړې ۔ ( يعنې تر څو چې پهٔ مونږ دَ دوی حکومت مقرّر دے چې دوی راباندې ظلم ونه کړې شی اؤ بيا مو دَ دوی دَ حکومت نه خلاص کړې)

ف: دَ دې نه معلومه شوه چې دَ توکل سره دعا هم فائدہ منه ده ۔

قال الله تعالیٰ وَمَن يَّتَوَکَل عَلَی اللهِ فَهُوَ حَسبُه

څوک چې پهٔ الله تعالیٰ اعتماد وکړی نو الله پاک دَ هغهٔ ټولو کارونو سمؤلو دپاره کافی دے ۔ ( او دا کار سمؤل عام دی ظاهری هم وی اؤ کهٔ صرف باطنی وی)

ف: وګوریٔ چې دَ توکل ېٔ څومره عجيبه وعده وفرمائیله اؤ دَ باطنی اصلاح پته پهٔ دغه وخت نهٔ لګی خو وروستو ډېر ژر معلومه شی۔

عن سعد رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ من سعادة ابن اٰدم رضاه بما قضی الله له و من سقاوة ابن اٰدم ترکه استخارة الله ومن شقاوة ابن اٰدم سخطه بما قضی الله له ( ۱۲ مشکوٰة ص۴۵۳)

دَ حضرت سعدؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ بنيادم نيک بختی دا ده چې الله تعالیٰ ورته څهٔ مقرّر کړی وی پهٔ هغې راضی شی اؤ دَ بنيادم بدبختی دا ده چې الله نه دَ بهتریٔ سوال پرېږدی اؤ دا ېٔ هم بدبختی ده چې الله تعالیٰ ورته څهٔ مقدر کړی وی پهٔ هغې ناراضه وی ۔ ( احمد و ترمذی)

عن عمرو بن العاصؓ قال قال رسول اللهﷺ ان قلت ابن اٰدم بکل وادٍ شعبة فمن اتبع قلبه الشعب کلها لم يبال الله بای واد ( هلکه و من توکل علی الله کفاره الشعب( مشکوٰة ص۴۵۳)

دَ حضرت عمر بن العاصؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې ( دَ تعلقاتو) پهٔ ميدان کښې دَ بنيادم دَ زړهٔ ډېرې څانګې دی ۔ نو چا چې خپل زړهٔ پهٔ هره څانګه پسې ور واچؤلو الله تعالیٰ دا پرواه نهٔ لری چې دې پهٔ کومه کنده کښې هلاک شی اؤ چا چې پهٔ الله اعتماد وکړو الله به په ٔټولو څانګو کښې هغهٔ ته کافی شی۔ ( ابن ماجه)

ف: يعنې هغهٔ ته پرېشانیٔ اؤ مشکلات نهٔ پیښيږی ۔ ( دا دواړه حديثونه دَ مشکوٰة دی)

عن عمران بن حصين رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ من انقطع الی الله عزوجل کفا الله کل مؤدنته به ورزقه من حبث لا يحتسب و من اقطع الی الدنيا وکله الله اليها ( ترغيب ص۵۶۶)

دَ حضرت عمران بن حصينؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ خپل زړهٔ نه دَ الله تعالیٰ شی ۔ الله پاک دَ هغهٔ دَ ټولو ضرورتونو ذمه وار شی اؤ هغهٔ ته دَ داسې مخې نه رزق ور رسوی چې دَ هغهٔ پهٔ خيال کښې هم نهٔ وی اؤ څوک چې دَ دنيا شی الله تعالیٰ ېٔ دنيا ته حواله کړی۔ (ترغيب و ترهيب)

دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ يو بانډیسی ته وفرمائیل چې دَ اوښ ګوډه وتړه نو پهٔ الله ېٔ حواله کړه ۔ ( ترمذی)

ف: يعنې دَ توکل سره تدبير کؤل منع نهٔ دی ۔ تدبير کوه خو ټول اعتماد پهٔ خپل تدبير مهٔ کوه بلکې اصل اعتماد پهٔ الله تعالیٰ کوه ۔ ( چې هغه به دا تدبير کامياب کړی)

د ابو خزامهؓ نه روايت دے چې دَ رسول اللهﷺ نه چا تپوس وکړو آيا پهٔ دارو درملو اؤ دم تعويز تقدير بدلېدے شی؟ حضورﷺ ورته وفرمائیل دا هم پهٔ تقدير کښې دی ۔ ( ترمذی ابن ماجه)

ف: يعنې دا هم پهٔ تقدير کښې ليکلې دی چې فلانې دارو يا دم به ورته فائدہ کوی ۔ دا حديث پهٔ تخريج عراقی کښې دے ۔

نتيجه: اے مسلمانانو دَ دې حديثونو اؤ آيتونو نه سبق واخلیٔ اؤ هر څومره سخته کهٔ درباندې راشی زړهٔ مهٔ تنګویٔ اؤ دَ دين پهٔ کار کښې کمزوری مهٔ کویٔ ۔ الله به مو مددګار شی۔