څلورم روح
الله تعالیٰ اؤ دَ رسول اللهﷺ سره مينه
عن انس رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ ثلث من کن فيه وجد بهن حلاوة الايمان من کان الله و رسوله احب اليه مما سواهما و من احب عبدًا لا يحبه الا الله و من يکره يعود فی الکفر بعد ما انقذه الله منه کما يکره ان يلقی فی النار ( مشکوٰة ص۱۲)
حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی درے کاره داسې دی چې دا پهٔ کوم سړی کښې وی دَ هغهٔ به دَ ايمان خواږهٔ نصيب شی ۔ (۱) چاته چې الله اؤ دَ هغهٔ رسولﷺ دَ ما سوا ( يعنې دې دواړو نه علاوه) هر څهٔ نه زيات محبوب وی ۔ ( يعنې څومره محبت چې ېٔ دَ الله اؤ دَ الله دَ رسولﷺ سره وی دومره ېٔ دَ بل هېڅ شی سره نهٔ وی) (۲) دويم هغه سړے چې دَ يو بنده سره ېٔ خالص دَ الله دپاره مينه وی (يعنې څهٔ دنياوی غرض ېٔ پکښې نهٔ وی ۔ خالص دې دپاره ېٔ ورسره محبت وی چې دا الله والا دے) (۳) دريم هغه سړے چې الله تعالیٰ دَ کفر نه بچ کړے وی (دَ وخته بچ وی يا ېٔ دَ کفر نه توبه ويستې وی ۔ پهٔ اخلاص ېٔ ايمان راوړے وی) اؤ دَ دې بچ کېدو نه پس دې بيا کفر ته را اوړېدل دومره بد ګڼی لکه څوک چې ېٔ اور ته غورزوی ۔ ( بخاری و مسلم)
عن انسؓ قال قال رسول اللهﷺ لا يؤمن احد کم حتی اکون احب اليه من والده و ولده والناس اجمعين۔
(مشکوٰة ص۱۲)
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پهٔ تاسو کښې هېڅوک( پوره) ايماندار کېدے نهٔ شی تر څو چې ېٔ زما سره دومره مينه نهٔ وی چې دَ خپل پلار نه هم اؤ دَ اولاد نه هم اؤ دَ ټولو خلقو نه هم زياته ۔ ( بخاری و مسلم)
عن انس رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ لا يؤمن حتی اکون احب اليه من اهله و ماله والناس اجمعين( مسلم مجتبائی ص ۴۹ جٰ)
حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې يو بنده هم ايماندار کېدے نهٔ شی تر څو چې ېٔ زما سره دومره محبت نهٔ وی چې دَ خپل ټول بال بچ نه ، دَ مال دولت نه اؤ دَ ټول مخلوق نه زيات وی ۔ ( مسلم)
اؤ بخاری کښې پهٔ روايت دَ عبدالله بن هشامؓ ورسره دا هم شته چې حضرت عمرؓ عرض وکړو يا رسول اللهﷺ زما ستا سره دَ خپل ځان نه علاوه دَ ټولو څيزونو نه زيات محبت دے ۔ حضورﷺ وفرمائیل زما دې قسم وی پهٔ هغه ذات دَ چا پهٔ اختيار کښې چې زما روح دے ۔ ايماندار کېدے نهٔ شې تر څو چې دې زما سره دَ خپل ځان نه هم زياته مينه نه وی ۔ حضرت عمرؓ عرض وکړو اوس خو ستا محبت راته دَ خپل ځان سره محبت نه زيات ښکاری ۔ حضورﷺ وفرمائیل اوس پوره ايماندار شوې۔
ف: پهٔ دې خبره آسانئ دپاره داسې ځان پوه کړیٔ چې اول حضرت عمرؓ پوره غور نهٔ وهٔ کړے داسې ورته ښکارېده چې دَ خپل ځان تکليف چې پهٔ بنده څومره اثر کوی ۔ ځکه ورته خپل ځان خوږ معلوم شو بيا چې ېٔ سوچ وکړو نو ورته معلومه شوه چې کهٔ دَ سر ورکؤلو موقعه راشی نو رسول اللهﷺ ته دَ معمولې تکليف رسېدو پهٔ ځائې هر مسلمان خپل سر ورکؤلو اؤ ځان قربانؤلو ته تيار دے ۔ دغه شان دَ دين دَ حفاظت دپاره دَ سر ورکؤلو نه هېچرې مخ نه اړوی ۔ نو معلومه شوه دَ رسول اللهﷺ سره دَ مسلمان مينه دَ خپل ځان نه زياته ده( چې دَ هغهٔ پهٔ حکم ځان قربانوی) (۴) دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ الله تعالیٰ سره مينه لریٔ ځکه چې هغه تاسو ته رزق اؤ ډېر نعمتونه درکوی اؤ زما سره مينه لریٔ ځکه چې زهٔ دَ الله تعالیٰ محبوب يم ۔ ( ترمذی)
ف: دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې صرف دَ رزق اؤ نعمتونو پهٔ غرض دَ الله پاک سره مينه کویٔ ۔ بلکې مطلب دا دے چې دَ الله تعالیٰ کمالونه اؤ احسانونه خو بې شمېره دی لېکن کهٔ پهٔ دې څوک نهٔ پوهيږی ۔ نو دا دَ رزق احسان خو ېٔ دومره څرګند دے چې هېڅوک ترې انکار نهٔ شی کؤلے ۔ نو دَ دې احسان پهٔ بدل کښې ورسره محبت کویٔ ۔ ( دَ محسن سره محبت فطری شے دے)
عن انسؓ انه جاء اعرابی الی النبیﷺ فقال يا رسول الله متی الساعة قال ما اعدت لها فقال ما اعدت لها کثير صلوٰة ولا صيام الا انی احب الله ورسول فقال له رسول اللهﷺ المزر مع من احب قال انس فما رأيت المسلمين فرحوابشیٔ بعد الاسلام فرحهم بذلک ( حياء ص۱۸۲ ج۴)
دَ حضرت انسؓ روايت دے چې رسول اللهﷺ پهٔ خدمت کښې دَ بانډې يو سړے حاضر شو ۔ عرض ېٔ وکړو يا رسول اللهﷺ قيامت به کله وی؟ حضورﷺ ورته وفرمائیل تا ورته څه سامان تيار کړے دے ۔ ( چې داسې ورته شوق کښې ي) هغهٔ عرض وکړو ما نهٔ ډېر نمونځونه کړی دی اؤ نه مې ډېرې روژې نيولی دی ۔ خو دومره خبره ده چې زما دَ الله اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ سره ډېره مينه ده حضورﷺ وفرمائیل دَ قيامت پهٔ ورځ به هر سړے پهٔ هغه ډله کښې وی دَ چا سره چې ېٔ مينه وی ۔ (نو تهٔ به زما سره ي اؤ څوک چې دَ رسول الله سره شو نو هغه دَ الله سره شو) حضرت انسؓ فرمائی دَ اسلام راؤړو نه پس ما مسلمانان پهٔ يوه خبره دومره پهٔ خوشحالیٔ نهٔ وو ليدلی لکه پهٔ دې خبره چې ډېر خوشحاله شو ۔ (بخاری و مسلم) ( ځکه چې دَ ټولو اصحابوؓ دَ رسول اللهﷺ سره ډېره مينه لرله)۔
ف: پهٔ دې حديث پاک کښې څومره غټه خوشخبری ده کهٔ دَ چا سره دَ عبادت ذخيره ډېره نهٔ وی خو دَ الله اؤ دَ الله دَ رسولﷺ سره ډېره مينه لری نو هغهٔ ته دومره غټه کاميابی حاصلېدے شی ۔ (الاحياء اللعرافی)
عن ابی ذرؓ قال قال رسول اللهﷺ حتی اصبح بآية ولاية اِن تُعَذِّبُهُم فَاِنَّهُم عِبَادُک ط وَ اِن تَغفِر لَهُم فَاِنَّکَ اَنتَ العَزِيزُ الحَکِيمُ ط ( مشکوٰة ص۱۰۷)
دَ حضرت ابوذر غفاریؓ نه روايت دے چې يو ځل رسول اللهﷺ ( دَ تهجدو پهٔ نمانځهٔ) ټوله شپه تر سحره پهٔ دې يو آيت ( بيا بيا وئیلو) تېره کړه هغه آيت دا دے”اِن تُعَذِّبُهُم فَاِنَّهُم عِبَادُکَ وَ اِن تَغفِرلَهُم فَاِنَّکَ اَنتَ العَزِيزُالحَکِيمُ ط (ترجمه) اے الله کهٔ تهٔ دوی ( يعنې زما اُمت) ته سزا ورکوے نو ستا بنديان دی(تاته پوره پوره اختيار دے څهٔ چې ورسره کوے) اؤ کهٔ تهٔ ېٔ وبخښې ( نو درته هېڅ ګرانه نهٔ ده) ځکه چې تهٔ زبردست ي (غټ غټ کارونه کؤلے شې) اؤ دَ حکمت خاوند ي ( دَ ګنهګار بخشش به هم پهٔ حکمت وی) دا روايت پهٔ نسائی اؤ ابن ماجه کښې دی۔
ف: شيخ عبدالحق محدث دهلوی دَ مشکوٰة پهٔ حاشيه کښې ليکلی دی چې دَ دې آيت مضمون دَ حضرت عيسٰی عليه السلام قول دے دَ خپل اُمت پهٔ حق کښې اؤ غالبًا رسول اللهﷺ دَ خپل اُمت پهٔ حالت دَ الله تعالیٰ پهٔ دربار کښې دَ مغفرت دَ درخواست پهٔ طور پيش کړے دے ۔ ( شيخؒ لفظ ېٔ ”غالبًا“ دَ احتياط پهٔ طور استعمال کړے دے ۔ ګنی بل احتمال پکښې هډو شته نه ۔ وګوریٔ رسول اللهﷺ پهٔ خپل اُمت څومره مهربانه دے چې ټوله شپه ېٔ دَ خپل اُمت دپاره دَ بخشش پهٔ سفارش اؤ دعا ويښه تېره کړه ۔ څوک بدبخته به داسې بې حسه وی چې دَ دومره شفقت اؤ مهربانئ نه پس به پهٔ داسې رسول نهٔ عاشق کيږی۔
عن ابی هريرة رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ کمثل رجل استوقد نارًا فلما اضاءت ما حولها جعل الفراش و هذة الدّواب التی تقع فی النار يقعن فيها و جعل يحجز هن و يغلبنه فيتحمّن فيها فانااٰخذ محجز کم عن النار و انتم تقحمون فيها هذه (رواية البخاری مشکوٰة ص ۲۸)
حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی زما اؤ ستاسو دَ حالت مثال داسې دے لکه يو سړے چې اور بل کړی اؤ هغې ته پتنګان راغونډ شی ۔ هغه ېٔ ترېنه شړی اؤ هغوی پهٔ اور ورننوزی ځان پری ستی کوی ۔ دغه شان زهٔ هم تاسو دَ ملا نه نيسم دَ اور نه مو لرې غورزؤم( دوزخ ته بوتلونکيو کارونو نه مو منع کؤم) اؤ تاسو ییٔ چې بيا بيا ورمنډې کویٔ ۔ ( يعنې هغه کارونه کویٔ چې دوزخ ته مو بوځی) ( بخاری)
ف: وګوریٔ رسول اللهﷺ څومره کوشش کوی چې خپل اُمت دَ دوزخ دَ اور نه بچ کړی ۔ دا مينه نهٔ ده نو نور څهٔ دی؟ کهٔ مونږ دَ داسې مينه ناک رسولﷺ سره هم مينه نهٔ لرو نو ډېره دَ افسوس خبره ده۔
وعن عباس بن مرداسؓ ان رسول ﷺ دعالامة عشية عرفة بالمغفرفة فاجيب انی قد غفرت لهم ما خلا المظالم فانی آخذ للمظلوم نه قال اے رب ان شئت اعطيت المظلوم من الجنه و غفرت المظالم فلم يجب عشيته، فلما اصبح بالمزدلفة اعاد الدعاء فاجيب الی ما سأل قال فضحک رسول اللهﷺ او قال تبسم فقال له ابوبکر و عمر بابی انت وامی ان هذه لساعة ما کنت تضحک فيها فما الذی اضحک اضحک الله سنک قال ان عدوا الله ابليس لما علم ان الله عزوجل قد استجاب دعائی و غفر لامتی اخذ التواب فجعل يحثره علیٰ رأسه ويدعو بالويل و الثبور فاضحکنی مارأيت من جزعه۔ ( مشکوٰة ص۲۲۹)
دَ حضرت عباس بن مرداسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ دَ عرفې پهٔ نماښام دَ خپل اُمت دَ مغفرت دپاره دعا وغوښته ۔ ځواب ورکړې شو چې ما درته ټول ګناهونه معاف کړل ۔ بې دَ بنديانو دَ حقونو نه چې دَ ظالم نه به دَ مظلوم بدله ضرور اخلم اؤ بې سزا به ېٔ نهٔ پرېږدم ۔ حضورﷺ عرض وکړو اے پروردګاره کهٔ تهٔ وغواړې خو مظلوم ته دَ دې حق پهٔ بدله کښې دَ جنت نعمتونه ورکؤلے شې اؤ پهٔ دې پری ظالم معاف کؤلے شې ۔ لېکن پهٔ هغه نماښام دا دعا قبوله نهٔ شوه ۔ بيا پهٔ مزدلفه کښې سحر شو نو رسول اللهﷺ( ځان سره) وخندل دَ حضرت ابوبکرؓ اؤ حضرت عمرؓ په تپوس ېٔ وفرمائیل چې شيطان چې خبر شو چې الله تعالیٰ زما سوال قبول کړو اؤ زما اُمت ېٔ وبخښلو نو خاورې ېٔ پهٔ سر نوستې اؤ پهٔ شور غوغا شو ۔ ما ته دَ هغهٔ پهٔ دې پريشانئ خندا راغله۔
( ابن ماجه و بيهقی)
ف: دَ دې حديث مطلب دا نهٔ دے چې دَ بنديانو حقونه به ټول بې سزا معاف کيږی اؤ نهٔ ېٔ دا مطلب دے چې پهٔ حج کؤلو به بې سزا معاف شی ۔ بلکې دَ دې دعا دَ قبلېدو نه اول دوه احتماله وو يو خو دا چې دَ حقوق العباد پهٔ سزا کښې به همېشه پهٔ جهنم کښې وی ۔ بل دا چې همېشه خو به جهنم کښې نهٔ وی لېکن څهٔ سزا به خامخا خوری ۔ اوس دې دعا قبلېدو سره دوه وعدې شوې ۔ (۱) يو خو دا چې پهٔ سزا کښې به همېشه جهنم نهٔ خوری دَ سزا پوره کېدو نه پس به ترې خلاص شی ۔ (۲) بله دا چې کله کله به بې سزا معاف شی پهٔ دې طريقه چې مظلوم به الله تعالیٰ دَ جنت پهٔ نعمتونو راضی کړی اؤ دا ظالم به معاف کړی۔
ف: سوچ وکړیٔ دَ دې قانون منظوری رسول اللهﷺ څومره پهٔ محنت اؤ تکليف حاصله کړے ده اؤ څومره پرې خوشحاله شوے دے ۔ آيا اوس هم ستاسو پهٔ زړونو کښې دَ داسې مينه ناک رسولﷺ محبت جوش نهٔ وهی؟
عن عبدالله بن عمرو بن العاص ان النّبیﷺ تلا قول الله فی ابراهيم رب انهن اضللن کثيرًا من الناس فمن تبعنی فانه منی الاية و قال عيسٰی ابن مريم ان تعذبهم فانهم عبادک الخ فرفع بديه فقال اللّٰهم امتی امتی و بکر فقال الله يا جبريل اذهب الی محمد فضل انا سنرمنيک فی امتک ولا نسرک(۱۲ منثورج ص۳۵۰)
دَ حضرت عبدالله بن عمرو بن العاصؓ نه روايت دے دَ هغې خلاصه دا ده چې رسول اللهﷺ هغه آيتونه تلاوت کړل کومو کښې چې دَ ابراهيمؑ اؤ عيسٰیؑ دَ خپل امت پهٔ حق کښې دَ دعا ذکر دے اؤ دَ دعا دپاره ېٔ لاس پورته کړل اؤ الله تعالیٰ ته ېٔ سوال وکړو چې اے الله زما امت ، زما امت ۔ الله جبريل عليه السلام ته وفرمائیل چې تهٔ محمدﷺ ته لاړ شه ستا رب خو دَ هر څهٔ نه خبر دے خو تهٔ ترې تپوس وکړه چې تهٔ ولې ژاړې ۔ هغه راغلو دَ رسول اللهﷺ نه ېٔ تپوس وکړو بيا لاړو الله تعالیٰ ته ېٔ هغه ټول حال ووې څهٔ چې رسول اللهﷺ ورته وئیلی وو ۔ الله تعالیٰ ورته وفرمائیل چې بيا ورشه زما محبوب ته ووايه چې زهٔ به تا دَ خپل اُمت پهٔ حق کښې خوشحاله کړم خفه کيږې به نه ۔ ( مسلم)
ف: دَ ابن عباسؓ قول دے چې رسول اللهﷺ به هېچرې خوشحاله نهٔ شی کهٔ يو اُمتی ېٔ هم پهٔ دوزخ کښې پاتې شی ۔ ( در منثور عن الخطيب) اؤ الله تعالیٰ ورسره دَ خوشحالؤلو وعده کوی ۔ اؤ انشاءالله دَ حضورﷺ يو اُمتی به هم پهٔ دوزخ کښې نهٔ پاتې کيږی ۔ اے مسلمانانو دا خوشحالیٔ اؤ نعمتونه چې دَ کوم پاک ذات پهٔ برکت زمونږ نصيب کيږی چې دَ هغهٔ سره محبت نهٔ کوی نو دَ چا سره به ېٔ کوی۔
عن عمرؓ بن الخطاب ان رجلا اسمه عبدالله يلقب حمارًا کان يضحک النّبیﷺ وکان النّبیﷺ قد جلده فی الشراب فاتی به يومًا فامر به مجلد فقال رجل من القوم اللّٰهم العنه ما اکثر ما يؤتی به فقال النبی ﷺ لا تلعنوه فوالله ما علمت انه يحب الله ورسوله ( ۱۲ مشکوٰة ص ۲۱۶)
دَ حضرت عمرؓ نه روايت دے چې يو سړی چې نوم ېٔ عبدالله اؤ لقب ېٔ حمار وهٔ ۔ رسول اللهﷺ ورته دَ شرابو پهٔ جرم کښې سزا ورکړے وه ۔ يو ځل بيا پهٔ دغه جرم کښې راوستې شو ۔ دَ سزا حکم پرې وشو اؤ سزا ورکړې شوه ۔ يو سړی ووئیل اے الله پهٔ دهٔ دې لعنت وی څومره ډېر ځله راوستې شو ۔ رسول اللهﷺ وفرمائیل پهٔ دهٔ لعنت مهٔ وايئ والله ماته علم دے چې دې دَ الله اؤ دَ الله رسولﷺ سره محبت لری۔
ف: دَ الله تعالیٰ اؤ رسولﷺ دَ محبت څومره قدر وشو چې پهٔ دومره غټه ګناه هم ورباندې دَ لعنت اجازت ورنهٔ کړې شو ۔ اے مسلمانانو داسې دَ مفتو دولت چې نهٔ پکښې څه محنت شته اؤ نهٔ څهٔ خرڅ کوم ځائې موندے شی ۔ دا دولت دَ لاسه مهٔ وباسیٔ ۔ خپل رګ رګ دَ الله اؤ رسول اللهﷺ دَ محبت نه ډک کړیٔ اؤ رښتونی عاشقان شیٔ ( دا ټول حديثونه دَ مشکوٰة نه اخستې شوی دی يو پکښې دَ درمنثور دے ۔ ف۹)