اتم روح
دَ حضورﷺ پاک خويُونه
دَ رسول اللهﷺ پاکو خويونو اؤ عادتونو ته پهٔ زړهٔ کښې پوخ ځائې ورکؤل چې دَ حضرتﷺ سره ېٔ محبت زيات شی اؤ دَ دې محبت پهٔ وجه ېٔ دَ دغه خويونو اؤ عادتونو اختيارؤلو شوق پيدا شی ۔ پهٔ دې باره کښې يو څو حديثونه اؤ آيتونه ليکو۔
قال الله تعالیٰ اِنَّکَ لَعَلیٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ” الله تعالیٰ فرمائیلی دی بې شکه تهٔ(اے رسول) دَ ښو اخلاقو پهٔ وچته درجه باندې ي ۔ ( سورة نون)
قال الله تعالیٰ لَقَد جَآءَکُم رَسُول مِّن اَنفُسِکُم عَزِيز عَلَيهِ مَا عَنِتُم حَرِيص عَلَيکُم بالمُؤمِنِينَ رَءُوف رَّحِيم ط
(سورة توبه)
الله تعالیٰ فرمائیلی دی( اے خلقو) تاسو ته داسې پيغمبرﷺ تشريف راوړو کوم چې ستاسو دَ جنس نه (يعنې بشر) دے اؤ پهٔ چا چې ستاسو دَ تکليف خبره ډېره ګرانه لګی اؤ چې ستاسو پهٔ فائدہ ډېر خوشحاليږی ( خصوصًا) پهٔ ايماندارو ډېر شفيق اؤ ډېر مهربانه دے ۔
قال الله تعالیٰ انَِّ ذَالِکُم يُؤذِی النَّبِیَّ فَيَستَحی مِنکُم وَاللهُ لَا يَستَحی مِنَ الحَقِّ ط(سورة احزاب)
الله تعالیٰ فرمائیلی دی دا خبره دَ نبیﷺ خوښه نهٔ ده خو ستاسو لحاظ کوی ۔ ( اؤ پهٔ خُله درته دا نهٔ وائی چې پاڅیٔ لاړ شیٔ) اؤ الله تعالیٰ پهٔ صفا خبره کښې دَ هېچا لحاظ نهٔ کوی ۔ ( سورة احزاب)
ف: څومره لويه رواداری ده چې خپلو خادمانو ته هم دَ حيا نه داسې نهٔ وائی چې ځیٔ خپلو کورونو ته روان شیٔ ۔ خو دا لحاظ پهٔ ذاتی خبرو کښې وهٔ دَ دين پهٔ خبرو اؤ تبليغ پهٔ کارونو کښې نهٔ وهٔ ۔
دا وو آيتونه مخکښې حديثونه راځی
عن انس قال قال خدمت النبیﷺ عشر سنين فما قال لی اُف ولا لم صنعت ولا الا صنعت ۱۲(بخاری و مسلم)
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې ما لس کاله دَ رسول اکرمﷺ خدمت کړے دے خو هغوی ماته هېچرې زورنه نهٔ ده کړے نهٔ ېٔ راته دا وئیلی دی چې دا کار دې ولې وکړو نهٔ ېٔ راته دا وئیلی دی چې دا کار دی ولې ونه کړو ۔ ( بخاری و مسلم)
ف: پهٔ لس کاله کښې يو خادم ته پهٔ هېڅ خبره زورنه نهٔ ورکؤل معمولې کار نهٔ دے ۔ آيا پهٔ دې دومره موده کښې به هېڅ کار دَ هغوی دَ نازک مزاج خلاف نهٔ وی شوے ۔
و عنه قال کان رسول اللهﷺ من احسن الناس خلقا فارسلنی يومًا لحاجة فقلت والله لا اذهب وفی نفسی ان اذهب لما امرنی به رسول اللهﷺ فخرجت حتی امر علی صبيان وهم يلعبون فی السوق فاذا رسول اللهﷺ قد قبض بقفای من ورائی قال فطظرت اليه وهويضحک فقال يا انيس ذهبت حيچ امرتک قلت نعم انا اذهب يا رسول الله۱۲
هم دَ دغه انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ ډېر زيات خوش اخلاقه وهٔ ۔ يوه ورځ حضورﷺ زهٔ پهٔ څهٔ کار پسې استؤلم ما ورته ووئیل ”زهٔ خو نهٔ ځم“ خو زړهٔ کښې مې وو چې ځم به ۔ ( دا دَ وړوکوالی اثر وهٔ) زهٔ دَ هغې ځائې نه روان شوم ۔ نو بازار کښې وړو لوبې کؤلے ۔ هغو سره تيرېدم چې ناڅاپه دَ شا مخې رسول اللهﷺ دَ څټ نه ونيولم ۔ ما چې شاته وکتل نو رسول اللهﷺ راته پهٔ خندا خندا ووئیل تهٔ خو پهٔ هغې کار پسې روان ېٔ کنه ۔ ما وې جې هاں دا دې لاړم ۔ (مسلم)
و عنه قال کنت امشی مع رسول اللهﷺ برد النجرانی غليظ الی الحاشية فادکه اعرابی فجبذه بردائه جبذة الشديدة و رجع نبی الله ﷺ فی نحر الاعرابی حتی نظرت الی صفحة عاتق رسول اللهﷺ قد اثرت بها حاشية البرد من شدة جبذته ثم قال يا محمد مرلی مال الله الذی عندک قالتفت اليه رسول اللهﷺ ثم ضحک ثم امر له بعطاءِ
( ۱۲ مشکوٰة کلها علی ص۵۱۵)
هم دَ دوی نه روايت دے چې زهٔ يوه ورځ دَ رسول الله ﷺ سره روان وُم اؤ دَ حضورﷺ پهٔ سر دَ نجران جوړ دَ مضبوطې کنارې څادر وهٔ ۔ پهٔ دې کښې يو بدوی راغلو دَ حضورﷺ دَ څادر پيسکه ېٔ داسې پهٔ زور راښکله چې حضورﷺ نزدو دَ هغهٔ سينې سره جنګېدو ۔ بيا ېٔ حضورﷺ ته ووئیل زما دپاره هم دَ الله دَ هغه مال نه څهٔ حکم وکړه کوم چې تا سره دے ۔ حضورﷺ ورته وکتل وېٔ خندل اؤ دَ څهٔ بخشش حکم ېٔ ورته وکړو ۔
( بخاری ومسلم)
عن جابر قال ما سئل رسول اللهﷺ شيئا قط فقال لا (مشکوٰة ص۵۱۹)
”دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ نه هېچرې داسې شے نهٔ دے غوښتې شوے چې حضورﷺ فرمائیلی دی نهٔ ورکوم ۔ کهٔ وهٔ وربه ېٔ کړو کهٔ هغه وخت نه وهٔ نو عذر به ېٔ وکړو اؤ پهٔ بل وخت به ېٔ دَ ورکؤلو وعده وفرمائیله ۔ (بخاری و مسلم)
عن انسؓ رجلا سأل النبی ﷺ غنما بين جبلين فاعطاه اياه فانی قومه فقال ای قوم اسلموا فو الله ان محمدا يعطی عطاء ما يخاف الفقر ۱۲
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې يو سړی دَ نبی کريمﷺ نه بيزې وغوښتې ( کومې چې دَ حضرتﷺ خپلې وې) اؤ پهٔ يوه کنده کښې څرېدې ۔ حضرتﷺ هغه ټولې بيزې ورکړې ۔ هغه چې خپل قوم ته واپس لاړو نو ټولو ته ېٔ ووئیل اے زما قومه مسلمانان شیٔ والله حضرت محمدﷺ دومره سخې دے چې دَ تش لاس پاتې کېدو ورسره هېڅ فکر نشته ۔ (مسلم)
عن جابرؓ بن معطم بينما هو يسير مع رسول اللهﷺ مقفله من حنين فعلقت الاعراب يسئلو نه حتی الضطروه الی سمرة فخطفت ردائه فوقف النبی ﷺ فقال اعطرنی ردائی لوکان لی عدد هذه العضاة نعم لقسمته بينکم ثم لا تجدونی بخيلا ولا کذوبا ولا جبانًا ۱۲
دَ حضرت جابر بن معطمؓ نه روايت دے چې هغه دَ حضورﷺ سره روان وهٔ کوم وخت چې هغوی دَ حنين دَ غزا نه واپس راتلو ۔ چې مبدويان دَ حضورﷺ نه راچاپېره شو ۔ څيزونه ېٔ ترې غوښتل حضورﷺ ېٔ دومره تنګ کړو چې دَ کيکرو يو بوټی ته ېٔ پهٔ ډډه لګؤلو مجبور کړو اؤ دَ هغوی نه ېٔ څادر هم واخستو ۔ حضورﷺ هلته ودرېدو اؤ ورته ېٔ ووئیل زما څادر خو راکړیٔ ۔ اؤ کهٔ زما سره دَ دې کيکرو دَ بوټو پهٔ شمار اوښان وې ټول به مې پهٔ تاسو تقسيم کړی وو ۔ بيا به تاسو نهٔ زهٔ بخيل موندے وم نهٔ دروغژن اؤ نهٔ تنګ زړے ۔ (بخاری)
عن انسؓ قال کان رسول اللهﷺ اذا صلّی الغداة جاء خدم المدينة بآنيتهم فيها الماء فما ياتون بانا الا غمس ايده فيها فربها جاؤه بالغداة الباردة فيغمس يده فيها ۱۲
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ چې به دَ سحر نمونځ وکړو نو دَ مدينې دَ خلقو خادمانو به دَ اوبو لوښی راوړی وو ۔ هغویﷺ ته به ېٔ مخکښې کړل هغوی به دَ برکت دپاره پکښې خپل لاس مبارک ووهلو ۔ کله کله به سخته يخنی وه (اوبهٔ به ډېرې يخې وې) بيا به هم حضورﷺ لاس مبارک اوبو کښې وهلو(مسلم) دَ خپل تکليف ېٔ هېڅ خيال نه ساتلو)
عنه قال لم يکن رسول اللهﷺ فاحشا ولا لعانا ولا سبّابا کان يقول عند المعتبة ماله ترب جبينه
هم دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ سخت مزاجه نهٔ وهٔ نهٔ ېٔ بد رد اؤ ښيرې کؤلے کهٔ څهٔ خبره به دَ زورنې وه نو وبه ېٔ فرمائیل دَ فلانی تندے خړ شه پهٔ دهٔ څهٔ چل شوے وهٔ ۔ ( چې داسې کار ېٔ وکړو) ( پهٔ تندی خړېدو کښې خو هډو څهٔ تکليف نشته ۔ نو دا ښېره نهٔ ده) خصوصًا کهٔ پهٔ سجده خړ شی خو دعا ده ۔ دَ نمونځ ګذار کېدو اؤ پهٔ نمانځه کښې دا خاصيت دے چې بنده دَ بدو خبرو نه منع کوی نو دا دَ ښيرې پهٔ ځائې دَ اصلاح دعا شوه) ( بخاری)
عن ابی سعيدؓالخدری قال کان النبیﷺ اشد حياءً ام نالعذراء فی حذرها فاذا رأی شيئاً يکرهه عرفناه فی وجهه ۱۲
دَ حضرت ابو سعيد خدریؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ دومره حياناک وهٔ چې دَ پرده دارې پيغلې جينۍ نه زيات وهٔ ۔ کهٔ څهٔ خبره به ېٔ پهٔ طبيعت ښهٔ ونهٔ لګېده ۔ نو دَ حيا نه به ېٔ پهٔ خلهٔ غږ نهٔ کؤلو خو مونږ به ېٔ دَ ناخوښیٔ اثر پهٔ مخ مبارک وليدو ۔ ( بخاری و مسلم)
عن الاسودؓ قال سالت عائشة ما کان النبیﷺ يصنع فی بيته قالت کان يکون فی مهنته اهله تعنی خدمة اهله الخ ۱۲( مشکوٰة کلها علی ۵۱۹)
دَ حضرت اسودؓ نه روايت دے چې ما دَ حضرت عائشېؓ نه تپوس وکړو چې رسول اللهﷺ به کور کښې څهٔ کار کؤلو هغوی وفرمائیل هغوی به پهٔ کور کښې دَ کور خلقو سره پهٔ کار کښې شريک وو ۔ (دَ دې څو مثالونه مخکښې حديثونو کښې راځی)
عن عائشهؓ قالت کان رسول اللهﷺ يخصف نعله و يخيط ثوبه و يعمل فی بيته و قالت کان بشراً من البشر يغلی ثوبه و يحلب ثانه ويخدم نفسه ۱۲( مشکوٰة ص۵۲۰)
حضرت عائشهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ به خپل پيزار پخپله ګنډلو خپلې جامې به ېٔ هم پخپله ګنډلې اؤ پهٔ کور کښې به ېٔ داسې کار کؤلو لکه يو عام معمولی سړے چې خپل کور کښې څنګه کار کوی ۔ (يعنې پهٔ کور کښې مخدوم اؤ ممتاز نهٔ وهٔ يعنې دَ نورو نه جدا شان کښې نهٔ وسېدو) پهٔ خپلو جامو کښې به ېٔ سپږې خپله کتې ۔ ( چې شايد دَ چانه راختی وی ګنی حضورﷺ خپله دَ دې نه پاک وهٔ) دَ خپلې بيزې پئ به ېٔ خپله لوشل ۔ ( دا پهٔ کور کښې دَ کار کؤلو يو مثال دے څنګه چې يو عام سړے پهٔ کور کښې څهٔ کار کوی دَ کور عام کار کښې به هم شريکېدو اؤ خپل ذاتی کار به ېٔ هم کؤلو ۔ ( ترمذی)
عن عائشةؓ قالت ما ضرب رسول اللهﷺ لنفسه شيئاً قطبيده ولا امرأة ولا خادماً الا ان يجاهد فی سبيل الله وما قيل منه شیٔ قط فيثقهم من صاحبه الا ان يتهک شیٔ من محارم الله فينتقم الله ۱۲
دَ حضرت عائشې بی بیؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ هېچرې چاته ګذار نهٔ دے ورکړے ۔ نهٔ ښځې ته نهٔ خادم ته البته جهاد فی سبيل الله دَ دې بهتر دے ۔ ( مطلب پهٔ غصه کښې وهل دی لکه عام عادت چې دے) اؤ حضورﷺ ته هېچرې داسې تکليف نهٔ دے ورکړې شوے چې حضورﷺ دَ هغې بدله اخستې وی دَ تکليف ورکوؤنکی نه ۔ ( يعنې حضورﷺ هېچرې خپل ذاتی انتقام دَ هېچا نه نهٔ دے اخستې”مترجم“ البته کهٔ چا دَ الله پاک پهٔ منع کړی کارونو کښې څهٔ کار کړی وی نو دَ الله پاک دپاره به ېٔ ترې نه بدله اخستے وی ۔ ( يعنې سزا به ېٔ ورکړے وی ۔ (مسلم)
عن انسؓ قال خدمت رسول اللهﷺ و انا ابن ثمان حين خدمة عشر سنين فما لامتی علی شیٔ قطاتی فيه علی بدی فان لامتی لائم من اهله قال فانه لوقضی شیٔ کان هذا ۱۲
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې زهٔ دَ اتو کالو ووم چې دَ رسول اللهﷺ خدمت ته راغلم اؤ لس”۱۰“ کاله مې دَ حضورﷺ خدمت وکړو کهٔ ما به څهٔ غلطې وکړه نو حضورﷺ به راته چرې بد رد نهٔ وئیل ۔ کهٔ پهٔ کور کښې به بل چا راته څهٔ ملامته کؤله نو حضورﷺ به وفرمائیل پرېږدیٔ ېٔ ۔ دغه به مقدره وه ۔ کهٔ بل شان مقدره وې نو هغه شان به شوی وو ۔ ( مصابيح و بيهقی)
عن انس يخدث عن النبیﷺان کان يعود المريض و يتبعها الجنازة الخ ۱۲ (مشکوٰة کلها علی ص ۵۱۹)
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے هغهٔ دَ حضورﷺ حال بيانؤلو چې حضورﷺ به بيمار پرسی کؤله اؤ دَ جنازې سره به تلو ۔ (ابن ماجه و بيهقی)
عن انسؓ ان رسول اللهﷺ کان اذا صافحی رجل ينزع يده من يده وحتی يکون هو الذی ينزع يده ولا يصرف وجهه عن وجهه حتی يکون هوالذی يصرف يصرف وجهه عن وجهه ولم ير مقدمًا رکبتيه ۱۲( مشکوٰة)
دَ حضرت انسؓ نه روايت دی چې رسول اللهﷺ به دَ چا سره مصافحه کؤله نو خپل لاس به ېٔ دَ هغهٔ دَ لاس نه تر هغې نهٔ وېستو څو چې به هغهٔ خپل لاس نهٔ وهٔ وېستې اؤ نهٔ به ېٔ ترې مخ بل خوا اړؤلو څو چې به هغهٔ خپل مخ بل خوا نهٔ وهٔ اړؤلے ۔ اؤ هېچرې نه دے ليدلې شوے چې پهٔ ناستو خلقو کښې ېٔ خپل زنګون دَ نورو نه مخکښې کړی وی ۔ (بلکې پهٔ صف کښې به دَ نورو سره برابر ناست وهٔ اؤ دا مطلب ېٔ هم کېدے شی) چې زنګون مطلب پښه وی يعنې مجلس کښې به ېٔ چا طرف ته پښې نهٔ غزولې ۔ ( ترمذی)
”دَ شمائل ترمذی پهٔ باب تواضع کښې دوه وږدهٔ حديثونه دی دَ هغې نه يو څو ټوټې نقل کوم“
”۱۶“و ”۱۷“ عن علیؓ قال کان اذا آوی الی منزلة جزءًا دخوله ثلث اجزاءٍ جزءًا لله عزول و جزاءًا لاهله و جزءًا لنفسه ثم جزء جزاء دينه و بين الناس ذالک بالخاصة علی العامة وکان من سير ته فی اجزاء الامة ايثار اهل الفضل باذنه قسمه علی قدر فضلهم فی الدين فمنهم ذوالحاجة ومنهم ذوالحاجتين و منهم ذوالحوائج فيتشاغل بهم يشغلهم فيما يصلحهم والامة من مسٔلتهم عنه واخبارهم بالذی يبتغی لهم يدخلون رواوًا ولا يفتوقون الاعن ذواق و يخرجون ادلة يعنی علی الخير قال فسألته عن مخرجه و فی حديث اٰخرا فقال کان رسول اللهﷺ وائم البشر سهل الخلق لين الجانب ليس لفظ ولا غليظ لا يتنازعون عنده ولن نظم عندة السواله للفريب علی الجفوة فی منطقه و مسالته ولا يقطع علی احد حديثه يجور فيقطعه ينهی او قيام ۱۲ شمائل
حضرت حسينؓ دَ خپل والد حضرت علیؓ نه روايت کوی چې رسول اللهﷺ چې به کورته ننوتو نو خپل وخت به ېٔ درې”۳“ حصې کړو ۔ يوه حصه دَ عبادت دپاره ، يوه حصه دَ کور خلقو دَ حقونو ادا کؤلو دپاره اؤ يوه حصه خپل ذاتی کارونو دپاره ۔ خپله ذاتی حصه به ېٔ بيا داسې تقسيمؤ له چې دَ دې حصې برکتونه دَ خپلو خاصو اصحابوؓ پهٔ ذريعه عامو خلقو ته ورسی ۔ يعنې پهٔ دې وخت به خاصو کسانو ته دَ ملاقات اجازت وهٔ ۔ هغوی به بيا دغه فيض عامو خلقو ته رسؤلو اؤ دَ وخت پهٔ دې حصه کښې دَ هغوی عادت وهٔ چې خاص اهلِ فضل اؤ اهلِ علم حضراتو ته به ېٔ پهٔ اجازت کښې پهٔ نورو ترجيح ورکؤله اؤ دا وخت به ېٔ په دې خاصو کسانو هم دَ هغوی دَ ضرورت اؤ فضيلت( مرتبې) مناسب تقسيمؤلو ۔ چاته به دَ يوې خبرې دَ پوهې حاجت وهٔ چاته دَ دوؤ چاته دَ زيات ۔ نو پهٔ هغه مناسبت به ېٔ هغوی ته وخت ورکؤلو اؤ هغوی به ېٔ هم پهٔ داسې کار لګؤل چې دَ عام امت مصلحت اؤ فائدہ به وه ورکښې ۔ لکه دَ مسائلو پوښتنه دَ ضروری حالاتو اطلاع ورکؤل اؤ حضورﷺ سره چې به کوم خلق راتلل نو دَ خپله دَ علمی فائدې حاصلؤلو نه علاوه دَ خلقو دپاره به هم رهنما واپس کېدل ۔ (دا خو دَ خصوصی مجلس حال وهٔ) ۔ حضرت حسينؓ فرمائی بيا ما دَ والد صاحبؓ نه دَ هغویﷺ دَ کور نه بهر معمولاتو تپوس وکړو نو هغوی چې دَ دې کوم تفصيل بيان کړو هغه زهٔ (مولانا تهانویؒ) دَ دوی دويم حديث نه نقل کوم ۔ حضرت علیؓ وفرمائیل حضورﷺ هر وخت آزاد طبيعت نرم خويه ، نرم مزاجه وهٔ ۔ دَ هغوی مخکښې به خلقو خپلو کښې بحث نهٔ کؤلو اؤ هغوی ته چې به چا څهٔ خبره کؤله نو دَ هغهٔ تر غلې کېدو به هغوی پهٔ خاموشیٔ اورېده ۔ اؤ دَ نا اشنا سړی پهٔ خبرو کښې اؤ سوال ځواب کښې پهٔ ګستاخیٔ اؤ بې ادبیٔ به حضورﷺ ډېر تحمل اؤ صبر کؤلو اؤ دَ هغهٔ خبره به ېٔ پهٔ مينځ کښې نه پرېکؤله ۔ تر دې چې کهٔ هغهٔ به ډېر دَ حد نه ووتو نو بيا به ېٔ پرې خبره بنده کړه يا به ترې خپله پاڅېدو ( دا ېٔ دَ عام مجلس رنګ وهٔ) ۔ او دا ېٔ دَ خپلو متعلقينو سره سلوک وهٔ ۔ اؤ دَ مخالفينو سره چې کومه طريقه وه هغه مخکښې نورو حديثونو کښې راځی۔
عن ابی هريرةؓ قال قيل يا رسول اللهﷺ ادع علی المشرکين قال انی لم ابعث لعانا دائما بعثت رحمة ۱۲
(مشکوٰة ص۵۱۹)
دَ حضرت ابو هريرةؓ نه روايت دے چې يوه موقعه رسول اللهﷺ ته عرض وکړې شو چې مشرکانو ته بد دعا وکړیٔ حضورﷺ وفرمائیل زهٔ دَ ښېرو دپاره نهٔ يم راستؤلے شوے ۔ زهٔ خو صرف رحمت له راستؤلے شوے يم۔
ف: حضورﷺ بد دعا هېچرې نهٔ کؤله ۔ دشمنانو ته به ېٔ هم دعا کؤله کله کهٔ به ډېر تنګ شو خپل مالک ته به ېٔ سوال کؤلو نو وبه ېٔ وې يا الله”دوی ته هدايت وکړې اؤ ما دَ شر نه محفوظ کړې“۔
فاذا فيها جبريل فنادا فی الله قد سمع قول قومک وما ردوا عليک و قد ابعث اليک ملک الجبال لتامره بما شئت فيهم قال فنادا فی ملک الجبال فسلم علی ثم قال يا محمدﷺ ان الله قد سمع قول قومک و ملک الجبال و قد بعثنی ربک اليک لنا فی ما مرک ان شئت ان اطيق عليهم الا ولا خشبين فقالو رسول اللهﷺ بل ارجو ان يخرج الله من اصلابهم من يعبد الله وحده لا يشرک به شيئاً ۱۲ ( مشکوٰة ص۵۲۳)
دَ حضرت عائشې ؓ بی بی نه دَ طائف پهٔ واقعاتو يو وږد حديث کښې روايت دے چې پهٔ دې موقع رسول اکرمﷺ ته دَ کافرانو دلاسه دومره تکليف رسېدلے وهٔ چې دَ اُحد پهٔ جنګ کښې هم دومره نهٔ وهٔ ۔ پهٔ دې وخت جبريلؑ دَ غرونو فرشته دَ حضورﷺ پهٔ خدمت کښې حاضره کړه هغې سلام وکړو اؤ عرض ېٔ پيش کړو چې زهٔ دَ غرونو فرشته يم الله تعالیٰ تاته راستؤلے يم چې تهٔ څهٔ حکم کوے ۔ نو زهٔ به اوس دا دواړه وچت غرونه خپلو کښې وجنګؤم اؤ دا ټول کافران به ېٔ تر دا مينځه دَل شی ۔ حضورﷺ وفرمائیل”نه“ زما دا طمع ده چې الله تعالیٰ به دَ دوی پهٔ نسل کښې داسې خلق پيدا کړی چې هغوی به خالص دَ الله عبادت کوی اؤ بل څوک به ورسره نهٔ شريکوی ۔ ”بخاری و مسلم“
وګوریٔ پهٔ دې وخت کښې رسول اللهﷺ پهٔ لاسو دَ کافرانو نه بدل نهٔ شو اخستے نو ژبه خوزؤل خو آسان وو اؤ بيا داسې وخت کښې چې دَ ټولو تباه کېدل يقينې وو ۔ خو بيا هم هغوی دَ شفقت اؤ مهربانیٔ نه کار واخستو ۔ دا معامله وه دَ حضورﷺ دَ هغه مخالفينو سره چا چې بې اندازه تکليفونه ورسؤلی وو اؤ سخت مخالف ېٔ وو ۔ دا خو مقابل وو اؤ ځنی مخالفين ېٔ پهٔ خپل رعيت کښې وو چې هر وخت پهٔ قبضه کښې و۔و( لکه دَ مدينې يهود يا منافقين) دَ هغوی سره څنګه سلوک وهٔ دا مخکښې راځی۔
فقال رسول اللهﷺ منعنی ربی ان اظلم معاهدًا وغيره ترجل النهار قال اليهودی اشهد ان لا الٰه اِلا الله واشهد انک رسول الله ۱۲(مشکوٰة ص۵۲۱)
دَ حضرت علیؓ نه پهٔ يو وږد حديث کښې نقل دے چې يو يهودی دَ مسلمانانو تابع پهٔ مدينه منوره کښې وسېدو ۔ دَ هغهٔ پهٔ حضورﷺ باندې څهٔ قرض وهٔ يو ځل ېٔ رسول اللهﷺ دَ هغې پهٔ غوښتو دومره تنګ کړو چې دَ نمازپښين نه تر سبا سحره پورې ېٔ دَ جماعت نه کوره پورې ساتلو ته نهٔ پرېښو ۔ خلقو پهٔ دې يهودی ډېره ملامته کؤله نو حضورﷺ وفرمائیل زهٔ الله تعالیٰ پهٔ معاهد اؤ غير معاهد ټولو باندې ظلم کؤلو نه منع کړے يم ۔ هم پهٔ دغه قصه کښې دی چې کله غرمه شوه نو دغه يهودی ووئیل”اَشهَدُ اَن لَّا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَ اَشهَدُ انَّکَ رَسُولُ الله“ مسلمان شو اؤ بيا ېٔ ووئیل چې ما دا تنګؤل صرف دې امتحان دپاره کؤل چې ما پهٔ تورات کښې دَ خاتم النبينﷺ دا اوصاف ليدلی وو محمدﷺ دَ عبدالله ځوئے چې پيدائش به ېٔ پهٔ مکه کښې وی اؤ هجرت به يثرب ته کوی اؤ بادشاهت به ېٔ پهٔ شام وی ۔ (لکه چې وروستو وشو) هغه به نهٔ سخت خويه وی ، نهٔ سخت مزاجه، نهٔ به بازارونو کښې شور شغب کوی اؤ نهٔ به دَ بې حيائئ څهٔ کار يا خبره کوی ۔ نو ما دا معلومؤل چې دا هغه رسولﷺ دے اؤ کهٔ نه اوس مې يقين وشو چې هم هغه دے نو ايمان مې راوړو ۔ (بيهقی)
مشوره: کهٔ دغه لږ غوندې حديثونه هره ورځ لولیٔ يا ېٔ اوریٔ نو بيا به ګورو چې پهٔ څو ورځو کښې ستاسو اخلاق به څومره ښهٔ کيږی ۔