اتلسم روح
دَ قربانئ په باره کښې
چې نوم ېٔ عيش الحيان دے
په چا چې زکوٰة فرض دے په هغهٔ قربانی واجب ده او دا خبره چې زکوٰة په چا فرض دے دَ روح څوارلسم په آخره کښې بيان شوے دے او په ځنې داسې کسانو هم قربانی واجب ده چې زکوٰة پرې فرض نهٔ دے په دې دَ چا ديندار عالم نه ځان پوهه کړیٔ په چا چې قربانی واجب نهٔ ده هغه کهٔ دَ خپل ځان دپاره يا نابالغه وړو دپاره قربانی وکړی نو دَ ثواب کار دے او که دَ مړې دَ طرفه وکړی نو هغهٔ ته ېٔ هم ثواب رسی دَدې متعلق يو څو آيتونه او حديثونه ليکو”آيات“ قال الله تعالیٰ وَلِکُلِّ اُمَّةٍ جَعَلنَا مَنسَکًا لِيَذکُرهَااسمُ اللهِ عَلیٰ مَ رَزَقَهُم مِنم بَهِيمَةِ الاَنعَامِ(سورة حج) و فی سورة انعام” ثَمَانِيَةَ اَزوَاجٍ مِنَ الضَّانِ اثنَينِ وَ مِنَ المَغزِاثنَينِ وَ مِنَ الاِبِلِ اثنَينِ وَمِنَ البَقَرِ اثنَين الخ وفی سورة الحج بعد الآية السابقه وَالبُدنَ جَعَلَنٰهَا لَکُم مِن شَعَائِرَ اللهِ لکم خَيرَ وَبَعدَه وَلٰکِن تَنَالُهُ التَّقوٰی مِنکُم و فيه بعده وَيَشؔرِ المُحسِنِين ط”الله تعالیٰ فرمائی دَهر اُمت دپاره قربانی په دې غرض مقرّر شوے ده چې دوی خاص څاروی( اوښ، غوا، مېښه، ګډه، بيزه، وغېره) باندې دَ الله تعالیٰ نوم واخلې چې هغهٔ دا څيزونه ورکړی دی ( او دا هغه څاروی دی دَ کومو ذکر چې په بل آيت کښې دَ دوی دَ خوراک حلال کېدو سره داسې راغلے دے) چې ”اتهٔ نر او ښځې ګډ او ګډه، بيزه او چيلے، اوښ او اوښه غوا او غوے(دَ غوا سره مېښه هم شامله ده) (سوره انعام) بيا ارشاد دے او دَ قربانئ اوښ او غوا مونږ دَ الله دَ دين يو يادګار ګرځولے دے چې په دې قربانئ دَ الله تعالیٰ عظمت نه علاوه ستاسو دپاره په دې څاروو کښې نورې هم ډېرې فائدې دی(مثلاً دنياوی فائدہ خوړل او خورول او دَ آخرت فائدہ ثواب) ( بيا ارشاد دے) الله تعالیٰ ته نهٔ دَ قربانئ غوښه رسی نهٔ وينه لېکن هغهٔ ته ستاسو تقویٰ ( او اخلاص ) رسی۔
( بيا ارشاد دے) او مخلصانو ته خوشخبری واؤروه( سورة حج)
ف: دې نه معلومه شوه چې قربانی په نورو امتونو هم واجب ده ” اګر چې ګډ بېزه هم دَ قربانئ څاروی او دَ دين يادګار دی لېکن په آيت کښې خاص دَ اوښ او غوا ذکر دې دپاره وشو چې دَ دې قربانی دَ ګډ او بيزے نه بهتره ده که پوره اوښ يا غوا نهٔ وی بلکه اوومه حصه وی نو په هغې کښې دا تفصيل دےکه دا اوومه حصه دَ ګډ يا بېزے سره په قيمت او غوښه کښې برابر وی نو دَ کوم شی غوښه چې ښهٔ وی هغه بهتر دے او کهٔ په قيمت او غوښه کښې برابر نهٔ وی نو کوم چې زيات وی هغه افضل دے( شامی)
ف: په قربانئ کښې اخلاص دے چې په خالص دَ الله دپاره او ثواب په نيت وی” قال الله تعالیٰ فَصِّلِّ لِرَبِّکَ وَانحَر ط
الله تعالیٰ فرمائی(سورة کوثر کښې چې) تهٔ دَ خپل رب نمونځ کوه او قربانی کوه۔
ف: دا حکم رسول اللهﷺ ته دے چې په حضورﷺ دومره تاکيد شوے دے نو مونږ ته کله معاف کېدے شی څنګه چې دَ دې سره پهٔ حکم کښې ملګری شی نمونځ پهٔ اُمت هم فرض دے دغه شان قربانی هم ده۔
احاديث”عن عائشهؓ ان رسول اللهﷺ قال ما عمل آدمی من عمل يوم النحر احب الی الله من عراق الدم وانها لتاتی يوم القيٰمه بقرونها واسعارها و اظلافها وان الدم ليقع من الله بمکان قبل ان يقع من الارض فطيبوا بها۱۲( ترغيب ص۲۲۱)” دَ حضرت عائشے ابۍؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ قربانئ پهٔ ورځو کښې دَ بنده يو عمل هم دَ الله په نزد دَ قربانئ نه زيات غوره نهٔ دے اؤ دَ قربانئ څاروے به دَ قيامت په ورځ دَ خپلو ښکرونو ، ويښتو اؤ سُمونو(نوکونو) سره حاضريږی ( يعنې دَ دې ټولو څيزونو پهٔ بدله کښې به ثواب ورکېدے شی) اؤ دَ قربانئ وينه پهٔ زمکه توئېدو نه وړومبے به الله تعالیٰ سره يوې خاصې درجې ته رسی، نو تاسو دَ زړهٔ په خوښه قربانی کویٔ ( اؤ دَ زيات رقم په خرچ کېدو زړهٔ مهٔ تنګویٔ) ( ابن مانه، ترمذی، حاکم)
عن زيد بن ارقمؓ قال قال اصحاب رسول اللهﷺيا رسول اللهﷺ ما هذه الاضاحی قال سنة ابيکم ابراهيم قالوا فما لنا فيها يا رسول اللهﷺ قال بکل شعرة حسنة قالوا فالصوف قال شعرة من الصوف حسنة ۱۲( ترغيب)
دَ حضرت زيد بن ارقمؓ نه روايت دے چې اصحابوؓ تپوس وکړو يا رسول اللهﷺ دا قربانی څهٔ شے دے حضورﷺ وفرمائیل دا ستاسو ( دَ نسبی يا روحانی) نيکهٔ ابراهيمؑ طريقه ( يادګار) ده هغوی عرض وکړو مونږ ته پهٔ دی کښې څهٔ خير دے حضورﷺ وفرمائیل د ( قربانئ دَ څاروی) دَ هر وېښتهٔ پهٔ بدله کښې يو نيکی ۔ هغوی عرض وکړو کهٔ هغه دَ وړۍ والا څاروی وی ۔ حضورﷺ وفرمائیل دَ هرې وړۍ په بدله کښې يوه نيکی ( حاکم)” عن علیؓ ان رسول اللهﷺ قال يا فاطمة قومی فاستهدی اضحيک فان لک باول قطرة تقطر من دمها مغفرة لکل ذنب اما انه يجاء بدمها ولحمها فيوضع فی ميزانک سبعين ضعفًا فقال ابو سعيد يا رسول اللهﷺ هٰذ الآل محمّد خاصة فانهم اهل لما خصوا به من الخير اولآل محمدﷺ حاصة وللمسلمين عامة ۱۲( ترغيب کلهما علی ص۲۲۱)” دَ حضرت علیؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ وفرمائیل اے فاطمېؓ پاڅه اؤ ( دَ حلالې په وخت) دَ خپلې قربانئ سره ودريږه ځکه چې دَ قربانئ دَ وينې وړومبیٔ قطره چې زمکې ته رسی دَ هغې سره به ستا ټول ګناهونه معاف شی، اؤ ياد لره دَ قيامت پهٔ ورځ به دَ دې قربانئ وينه اؤ غوښه راوړې شی اؤ دَ ستا دَ عمل پهٔ تله کښې به دَ دې اويا چنده وزن کښېښوې شی اؤ دَ دې ټولو پهٔ بدله کښې به نيکیٔ درکړې شی ۔ ابو سعيدؓ عرض وکړو يا رسول اللهﷺ ” آيا دا ثواب خاص دَ اهلِ بيتو دپاره دے ځکه چې دوی دَ دې لائق دی پهٔ يو څيز کښې خاص کړی شی اؤ کهٔ دَ عامو مسلمانانو دپاره دے؟ حضورﷺ وفرمائیل دَ اهلِ بيتو دپاره يو قسم خاص هم دے اؤ دَ ټولو مسلمانانو دپاره يو قسم عام هم ۔
ف: دَ اهلِ بيتو دپاره دَ يو قسم خاص کېدو مطلب داسې معلوميږی لکه قرآن شريف کښې چې دَ رسول اللهﷺ دَ بيبيانو دپاره فرمائیلی شوی دی ۔ چې دَ نيک کار ثواب به هم دوچند ورکؤلے شی اؤ دَ بد کار سزا به هم دوچند وی ۔ نو دَ قران پاک دَ بيبيانو دپاره اؤ دَ دې حديث نه دَ اولاد دپاره خصوصيت ثابت شو ۔ دَ دې وجه زيات عزت اؤ بزرګی ده ۔” عن حسين بن علیؓ قال قال رسول اللهﷺ من ضعی طيبة نفسه محتسبا لا صحية کانت له حجابا من النار ۱۲” دَ حضرت حسين بن علیؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې داسې قربانی وکړی چې زړهٔ ېٔ پرې خوشحال وی اؤ نيت ېٔ دَ ثواب وی ۔ دا قربانی به دَ هغهٔ دپاره دَ دوزخ دَ اور نه يو رکاوټ شی ۔ ( طبرانی،کبير)” عن ابو هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ من وجد سعة لان يضحی فلم يضح فلا يحضر مصلانا ۱۲( ترغيب کلاهما علی ص۲۲۲)” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ قربانئ طاقت لری اؤ قربانی ونه کړی زمونږ عيدګاه ته دې نهٔ راځی ۔ ( حاکم)
ف: دَ دې جملې نه څومره خفګان ښکاره کيږی آيا يو مسلمان دَ رسول اللهﷺ داسې ناراضه کېدل برداشت کؤلے شی؟ دا خفګان دَ هغه چانه دے چې قربانی پرې واجب وی دَ چا چې طاقت نهٔ وی دَ هغوی نه نهٔ دے ( دا ټول حديثونه دَ ترغيب دی)” عن جابرؓ نحر رسول اللهﷺ عن نسائه فی حجة بقرة وراية نحر عن عائشةؓ بقرة يوم النحر ۱۲“ دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول پاکﷺ پهٔ خپل حج کښې دَ بيبيانو دَ طرفه دَ يو غوا قربانی وکړه اؤ پهٔ يو روايت کښې دی چې دَ لوی اختر پهٔ ورځ ېٔ دَ حضرت عائشې ابۍؓ دَ طرفه دَ يوې غوا قربانی وکړه ۔ ( مسلم)
ف: دا ضروری نهٔ ده چې يوه غوا ېٔ دَ ټولو نهو واړو بيبيانو دَ طرفه قربانی کړی وی اؤ سره دَ دې چې اوښان اؤ بېزې ډېری وې ۔ دَ غوا قربانئ ته ترجيح ورکؤل کهٔ يو اتفاقی خبره ونهٔ ګڼلی شی نو کېدے شی چې يهوديانو چې دَ سخی عبادت کړے وهٔ دَ هغې مشرکانه رسم ختمؤلو دپاره ېٔ دا اهتمام کړی وی اؤ پهٔ ځنی رواياتو کښې چې دَ غوا غوښې ته ضرری اؤ نقصانی وئیلی شوی دی دا شرعی حکم نهٔ دے ۔ بلکې دَ پرهيز پهٔ طور دے لکه څنګه چې لسم روح نمبر۹ کښې دَ حضرت علیؓ دَ کهجورو خوړو نه منع کؤلو خبره تېره شوے ده ۔ لکه چې حليؔمی وئیلی دی، حجاؔز خشک وطن دے اؤ دَ غوا غوښه هم خشکه ده اؤ مقاصد واله ليکلی دی چې دا حکم خاص دَ حجاز دَ خلقو دپاره دے اؤ دا خبره اکثرو عالمانو خوښه کړے ده ۔
عن حنشؓ قال رأيت ضعٰی بکبشين وقال احدهما عنی والاخر عن رسول اللهﷺ فقلت له قال امرنی به يعنی النبیّ ﷺ او قال او صانی به فلا ادعه ابدا( جمع الفوائد ج ص۲۰۳)” دَ حضرت حنشؓ نه روايت دے چې ما حضرت علیؓ وليدو چې دوه ګډان ېٔ قربانی کړل اؤ وېٔ وې دا يو زما دَ طرفه اؤ بل دَ رسول اللهﷺ دَ طرفه دے ما ورسره پهٔ دې کښې خبرې وکړے نو هغوی وفرمائیل ماته حضورﷺ حکم کړے دے ۔ ( چې ما دپاره قربانی کوه) نو زهٔ به دا هېچری نه پريږدم ۔ ( ابو داؤد، ترمذی)
ف: دَ نبی کريمﷺ پهٔ مونږ ډېر حقونه اؤ احسانونه دی کهٔ مونږ هر کال دَ هغوی دپاره هم قربانی وکړو نو څهٔ دومره ګران کار نهٔ دے”عن ابی طلحهؓ انه ﷺ قال فی ذبح الثانی هٰذا عمن اٰمن بی وصدقنی من امتی( جمع الفوائد ج ا ص۲۰۴) دَ حضرت ابو طلحهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ دَ قربانئ يو ګډ حلالؤلو پهٔ وخت ووئیل دا دَ ما دَ طرفه دے اؤ دَ بل ګډ حلالؤلو پهٔ وخت ېٔ ووې دا زما پهٔ اُمت کښې دَ هغه چا دَ طرفه دے چې پهٔ ما ېٔ ايمان راوړے اؤ زما تصديق ېٔ کړے دے ۔ ( موصلی ، کبير و اوسط)
ف: دَ نبی کريمﷺ مطلب خپل اُمت هم دَ قربانئ پهٔ ثواب کښې شريکؤل وو ۔ دَ دې مطلب دا نهٔ دے چې هغوی دې اُمت دَ طرفه قربانی وکړه نو ګنی اوس دَ اُمت پهٔ ذمه قربانی پاتی نهٔ شوه۔
ف: دَ غور خبره دا ده چې حضورﷺ خپل اُمت پهٔ قربانئ کښې ياد کړو نو دا ډېره دَ افسوس خبره ده چې اُمت هغوی ياد نه کړی اؤ دَ قربانئ يوه برخه هم دَ هغوی دپاره ونهٔ نيسی۔”عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ استسمنو صحاياکم فانها مطالياکم علی الصراط( کنز العمال ج ۲ ص۱۸)” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ قربانئ څاروی ښهٔ څربویٔ( ډېر خوراک ورکویٔ) ځکه چې دا پهٔ پلِ صراط دَ ستاسو سورلۍ دی۔
ف: عالمانو دَ سورلۍ دوه مطالبه بيان کړی دی(۱) چې هم دا څاروی به سورلۍ وی اؤ کهٔ ګڼ څاروی وی نو دَ هغې ټولو پهٔ بدله کښې به يوه ډېره ښهٔ سورلی ورکړی شی يا به يو يو پړاؤ پهٔ يو څاروی سوريږی ۔ (۲) دَ قربانئ پهٔ برکت به پهٔ پلِ صراط باندې پورې وتل آسان شی لکه چې پرې سور لاړ شی اؤ پهٔ کنزالعمال کښې دَ دې مضمون يا بل حديث داسې دے چې دَ ټولو نه بهتره قربانی هغه ده چې څاروے ښهٔ څورب اؤ غټ وی اؤ يو حديث داسې دے چې دَ الله پهٔ نزد غوره اؤ اعلیٰ قربانی هغه ده چې څاروے اعلیٰ اؤ بهتر وی۔
دَ قربانئ نه منع کؤلو مسٔله” ځنی ظالمان( هندوان) خلق دَ قربانئ نه اؤ خاص دَ غوا دَ قربانئ نه منع کوی اؤ کله عين دَ قربانئ پهٔ وخت پهٔ مسلمانانو حمله وکړی اؤ قربانی چې دَ هغوی جائز بلکې واجب حق دے پرېښو باندی مجبوروی دا سراسر دَ هغو زياتے دے اؤ چونکې پورته ذکر شوو آيتونو اؤ حديثونو کښې خاص دَ غوا حلالؤل اؤ ذکر اؤ دَ غوا دَ قربانئ فضيلت راغلے دے اؤ خپله حضورﷺ دَ غوا قربانی کړے ده نو مسلمانان په دې دَ چا دخل نهٔ شی برداشت کؤلے اؤ ځان پهٔ قربان کؤلو کښې بالکل بې وسه دی داسې واقعات ډېر پېښيږی ۔ نو پهٔ دی مسٔله ځان پوهه کؤل پکار دی ۔ څنګه چې پهٔ دې کلکېدل جائز دی دغه شان کهٔ چرته کلکېدل دَ مصلحت خلاف وی نو دا هم پهٔ شريعت کښې جائز ده چې پهٔ دغه موقعه دَ صبر نه کار واخلیٔ قربانی بنده کړیٔ، اؤ حکومت ته اطلاع ورکړیٔ ۔ امداد ترې وغواړیٔ کهٔ دَ قربانئ تر ورځو يعنی دولسم تاريخ پورې حکومت انتظام وکړی اؤ کهٔ تر دې ورځو انتظام ونهٔ شی نو پهٔ دی کال دې قربانی پريږدی اؤ هغه رقم دې پهٔ غريبانانو تقسيم کړی ۔ اؤ کهٔ دَ اول نه دا اندازه لګی چې پهٔ قربانئ به جنګ جګړه کيږی نو پهٔ داسې وخت کښې دَ اول نه هغه طريقه چلؤل پکار دی کومه چې مونږ پهٔ لسم”۱۰“ روح کښې ليکلې ده دَ هغې مطلب دا دے چې دَ حکومت پهٔ ذريعه دَ شر دفع کؤلو انتظام پکار دے ۔ کهٔ حکومت دَ طرفه څهٔ خرابی وی نو پهٔ تهذيب سره دَ خپل تکلیف اطلاع ورکړیٔ اؤ کهٔ بيا هم دَ منشا مطابق انتظام ونهٔ شو نو صبرکویٔ پهٔ عمل يا پهٔ ژبه يا پهٔ قلم سره دَ حکومت مقابله مهٔ کویٔ ۔ صبر کویٔ اؤ الله پاک نه سوال کویٔ چې دا تکلیف درنه لرې کړی، اؤ کهٔ بيا هم ظالمان مو پهٔ آرام نهٔ پريږدی اؤ خامخا درسره جنګ کوی نو مسلمان باندې بهرحال دَ کافرو پهٔ مقابله کښې مضبوطيا اؤ استقلال فرض دے ۔ کهٔ کمزورے وی هم خلاصه دا ده چې تر څو پورې شر اؤ فساد پهٔ روغه اؤ امن دفع کېدے شی نو جنګ نهٔ دے پکار اؤ کهٔ پهٔ هېڅ طريقه دَ روغې خبره نهٔ منی نو آخری حربه جنګ دے ۔ پهٔ مجبوریٔ لکه شيڅ سعدیؒ چې وئیلی دی
چو دست از ہمہ چلتے درگست حلال است بردن بہ شمشیر دست
اگر صلح خواہد عد و سر پیچ وگر جنگ جوید عنان برپیچ
ترجمه: چې ټول تدبيرونه دَ لاس نه وښوئیږی ( ناکام شی) نو تُورې ته لاس ور وُړل جائز دی کهٔ دشمن صلح کؤل غواړی نو انکار مهٔ کوه اؤ کهٔ خامخا جنګ غواړی نو مخ ترې مهٔ اړه وه ۔ ( بيا کلک وسه ميدان مهٔ پرېږده)