نهم روح
دَ مسلمان ورور دَ حقونو ادا کؤلو خيال ساتل
آيت قال الله تعالیٰ اِنَّمَا المُؤمِنُونَ اِخوَة ۱۲ يٰآيُّهَاالَّذِينَ اٰمَنُوا لَا يَسخَر قَوم مِن قَومٍ ۱۲ وَلاَ نِسَآءٍ مِّن نِّسَآءٍ الخ وَلَا تَلمِزُوا اَنفُسَکُم وَلَا تَنَابَزُوا بِالاَلقَابِ ط ۱۲ يٰآيُّهَاالَّذِينَ اٰمَنُوا الجتَنِبُوا کَثِيرًا مِّن الظَّنِّ اِنَّ بَعضَ الظَّنِّ اِثم وَّلَا تَجَسَّسُوا وَلَا بَغتَب بَعضُکُم بَعضًا ط
الله تعالیٰ فرمائی ايماندار ټول پهٔ خپلو کښې وروڼه دی ۔ اؤ فرمائی اے ايماندارو نهٔ دې سړی په نورو سړيو پورې خاندی، او نهٔ دې ښځې نورو ښځو پورې خاندی ۔ ( مخکښې فرمائی) اؤ مهٔ يو بل ته پيغورونه ورکویٔ اؤ مهٔ يو بل پهٔ خراب نوم يادویٔ ۔ اے ايماندارو دَ ډېرو ګومانونو نه ځان ساتیٔ ځکه چې ځنې ګمانونه ګناه ده اؤ دَ چا عيبونه مهٔ لټویٔ اؤ هېڅوک دې پهٔ تاسو کښې دَ بل غيبت نهٔ کوی ۔ (سورة حجرات)
عن عبدالله بن مسعودؓ قال قال رسول اللهﷺ سباب المؤمن فسوق و قتاله کفر ۱۲
دَ حضرت عبدالله بن مسعودؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې يو مسلمان ته (بې سببه) بد رد وئیل ګناه ده اؤ (بے سببه) ورسره جنګ کفر ( ته نزدے) ۔ (بخاری)
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ اذا قال الرجل هلک الناس فهوا هلکم
دَ حضرت ابو هريرةؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې يو سړے ( دَ خلقو عيبونو ته ګوری اؤ خپل عيبونه ترې پټ وی دَ شکايت پهٔ طور) داسې ووائی”خلق خو تباه شو“ نو دا سړے خپله دَ ټولو نه زيات تباه کيدونکے دے( چې مسلمانان ېٔ سپک وګڼل) ۔ ( مسلم)
عن حذيفهؓ قال سمعت رسول اللهﷺ يقول لا يدخل الجنة قتات ۱۲
دَ حضرت حذيفهؓ نه روايت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی چې فرمائیل ېٔ چغل خور به ( قانونًا بې سزا) جنت ته نهٔ ځی۔ (بخاری و مسلم)
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ تجدون شر النّاس يوم القيٰمة ذا لوجهين الذی يأتی هؤلاء بوجهه و هؤلاء بوجهه(مشکوٰة کلها علی ص۴۱۱)
دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ قيامت پهٔ ورځ به دَ ټولو نه بد حالت کښې دوه مخې سړے وی( يعنې چې يو سره مخامخ يو شان خبرې کوی اؤ بل سره مخامخ بل شان) بخاری ومسلم)
عن ابی هريرةؓ ان رسول اللهﷺ قال الاتذرون ما الغيبة قالوا الله ورسوله اعلم قال ذکرک اخاک بمايکره قيل افرٔيت ان کان فيه ماتقول فقد اغتبته وان لم يکن فيه تقول فقد بهته(مشکوٰة ص ۴۱۲)
دَ حضرت ابو هريرةؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی آيا تاسو ته پته ده چې غيبت څهٔ ته وائی اصحابوؓ عرض وکړو الله اؤ دَ هغهٔ رسولﷺ ښهٔ پوهیږی ۔ حضورﷺ وفرمائیل غيبت دا دے چې تهٔ پهٔ يو مسلمان ( ورپسې داسې خبره وکړې کهٔ هغهٔ ته ورسی نو خوښه به ېٔ نهٔ شی چا عرض وکړو چې کهٔ زما پهٔ ورور کښې هغه خبره وی کومه چې ما کړی وی(يعنې که ما رښتونی بدی بيان کړی وی) حضورﷺ وفرمائیل کهٔ هغهٔ کښې هغه خبره وی کومه چې تا کړی وی خو غيبت دې وکړو اؤ کهٔ پکښې نهٔ وی نو بهتان دې پرې وتړلو ۔ (اؤ دواړه کبيره ګناه ده نو مسلمان پسې پشی شا بد وئیل پهٔ هېڅ حال کښې ګناه نه خالی نهٔ وی)
عن سفيان بن اسد الحضرمیؓ قال سمعت رسول اللهﷺ يقول کبرت خيانة ان تحدث اخاک حديثا هولک به مصدق و انت به کاذب ۱۲(مشکوٰة ص۴۱۳)
دَ حضرت سفيان بن اسد حضرمیؓ نه روايت دے چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی هغوی فرمائیلی دی چې دا ډېر غټ خيانت دے چې تهٔ يو خپل مسلمان ورور ته داسې خبره وکړې چې هغه پکښې تا رښتونے ګڼی اؤ تا دروغ وئیلی وی ۔ ( ابو داؤد)
عن معاذؓ قال قال رسول اللهﷺ من غبرا خاه بذنب لم يمت حتی يعمله يعنی من ذنب قد تاب منه ۱۲
دَ حضرت معاذؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی کوم سړی چې پهٔ يو مسلمان ورور دَ يو ګناه عيب ولګؤلو دَ مرګ نه مخکښې به پخپله دغه ګناه باندې ککړ شی ۔ ( دَ عيب لګوونکی دا سزا کهٔ پهٔ څهٔ خاص سبب څرګنده نهٔ شی نو دا بيله خبره ده) کهٔ پهٔ خير خواهیٔ ورته نصيحت کوی نو خير دے ۔ (ترمذی)
عن واثلؓ قال قال رسول اللهﷺ لا تظهر الشمانة لا خيک فيرحمه الله ويبتليک ۱۲( مشکوٰة ص۴۱۴)
دَ حضرت واثلهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ يو مسلمان ورور پهٔ ( څهٔ دينی يا دينوی) خراب حالت باندې خوشحاليږه مه ۔ هسې نه چې الله تعالیٰ پهٔ هغهٔ رحم وکړی اؤ تا پکښې راګېر کړی ۔
( ترمذی)
عن عبدالرحمٰن بن غنمؓ واسماء بنت يزيدؓ ان النبیﷺ قال شرار عباد الله المشاؤن بالضميمة المفرقون بين الاحبة ۱۲(ص۴۱۵)
دَ حضرت عبدرالرحمٰن بن غنمؓ اؤ اسماء بنت يزيد نه روايت دے چې رسول اکرم ﷺ فرمائیلی دی چې دَ الله پهٔ بنديانو کښې ټولو نه ناکاره هغه خلق دی څوک چې چغلۍ رسوی اؤ پهٔ دوستانو کښې جدائی راولی ۔ (احمد و بيهقی)
عن ابن عباسؓ عن النبیﷺ قال لا تمارا خاک ولا تمارجة ولا تعده مواعدا فتخلفه ۱۲(ص۴۱۷)
دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چې دَ خپل مسلمان ورور سره مهٔ خو خامخا بحث کوه اؤ مهٔ ورسره داسې ټوقې کوه چې دَ هغهٔ نهٔ وی خوښې اؤ مهٔ ورسره داسې وعده کوه چې پوره کوې ېٔ نه ۔ (ترمذی)
عن زيد بن ارقمؓ عن النبیﷺ قال اذا وعده الرجل اخاه و من نيبّه ان يفی له فلم يف ولم يجیٔ الميعاد فلا اثم عليه (ص ۴۱۶)
دَ حضرت زيد بن ارقمؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی ۔ چې څوک دَ خپل مسلمان ورور سره يوه وعده وکړی اؤ بيا ېٔ پوره نه کړی شی يا ېٔ ورسره دَ راتلو وعده کړی وی اؤ بيا پهٔ وخت راونهٔ رسېدې شی ( يعنی دَ څهٔ عذر پهٔ وجه داسې ونهٔ شی) نو پهٔ هغهٔ هېڅ ګناه نشته ۔ ( ابو داؤد و ترمذی)
ف: يعنی کهٔ دَ عذر په وجه وعده پوره نه کړی شی نو هغه معذور دے لکه چې دې بره حديث شريف نه څرګنده ده۔
عن عياض المجاشعیؓ ان رسول اللهﷺ قال ان الله اوحی الی ان تواضعوا حتی لا يفخر احد علی احد۱۲(ص۴۱۷)
دَ حضرت عياض مجاشعیؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائی چې الله تعالیٰ ما باندې وحې راستولے ده چې ټول دې تواضع اختيار کړی ۔ تر دې چې هېڅوک دې پهٔ هېچا فخر نهٔ کوی اؤ هيڅوک دې پهٔ هېچا زياتے نهٔ کوی ۔ ( ځکه چې فخر اؤ ظلم دَ تکبرّ نه کيږی) (مسلم)
عن جرير بن عبدالله قال قال رسول اللهﷺ لا يرحم الله من لا يرحم الناس۱۲ (ص۴۲۱)
دَ حضرت جرير بن عبدالله نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ پهٔ داسې بنده رحم نهٔ کوی څوک چې پهٔ خلقو رحم نهٔ کوی ۔ (بخاری و مسلم)
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ الساعی علی الارسلة والمسکين کالساعی فی سبيل الله ۱۲
دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ کونډو اؤ غريبانانو پهٔ کار کښې کوشش کوی هغه (پهٔ ثواب کښې) دَ هغه سړی ملګرے دے څوک چې پهٔ جهاد کښې کوشش کوی ۔
(بخاری و مسلم)
عن سهل بن سعدؓ قال قال رسول اللهﷺ انا وکافل اليتيم له ولغيره فی الجنة هکذا داشار بالسبابة والوسطی و فرج بينهما شيئًا ۱۲
دَ حضرت سهل بن سعدؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ”زهٔ اؤ هغه سړے چې دَ يتيم ذمه واری واخلی (هغه يتيم ېٔ خپل وی کهٔ پردے) دواړه به پهٔ جنت کښې داسې سره يو اؤ خپلې دَ شهادت ګوتې اؤ مينځې ګوتې ته ېٔ اشاره وکړه اؤ دَ دواړو تر مينځه ېٔ معمولی فرق کړے وهٔ ۔ ( ځکه چې دَ نبی اؤ غير نبی تر مينځه خو څهٔ فرق ضروری دے) لېکن دَ حضورﷺ سره پهٔ جنت کښې ملګرے کېدل هم څهٔ معمولی خبره نهٔ ده۔ ”بخاری“
عن النعمان بن بشيرؓ قال قال رسول اللهﷺ تری المؤمنين فی تراحمهم و توادهم و تعاطفهم کمثل الجسد اذا اشتکی عضوا تداعی له سائر الجسد بالسهر والحمی ۱۲
دَ حضرت نعمان بن بشيرؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چې تاسو به مسلمانان خپلو کښې پهٔ همدردیٔ اؤ خپلو کښې په شفقت اؤ محبت کښې داسې وينیٔ لکه يو بدن ۔ چې کهٔ پهٔ يو اندام ېٔ څه تکليف وی نو پهٔ بې خوبیٔ اؤ بې آرامیٔ اؤ تکليف کښې ورسره ټول بدن ملګرے وی ۔ ”بخاری و مسلم“
عن ابی موسٰی رضی الله عنه عن النبیﷺ انه کان اذا اتاه السائل او صاحب الحاحة قال اشفعو فتوجرو يقصی الله علی لسان رسوله ماشاء ۱۲
حضرت ابو موسٰیؓ دَ نبی کريمﷺ نه روايت کوی چې کله به دَ حضورﷺ پهٔ خدمت کښې څوک سوالګرې يا دَ څهٔ حاجت خاوند حاضر شو نو حضورﷺ به اصحابوؓ ته فرمائیل چې تاسو ېٔ سفارش کویٔ تاسو ته به اجر درکېدے شی اؤ دَ الله تعالیٰ چې څهٔ خوښه وی دَ خپل رسولﷺ پهٔ خلهٔ به هغه حکم جاری کړی ۔ (يعنې زما پهٔ خلهٔ به هم هغه راځی څهٔ چې دَ الله رضا وی اؤ څهٔ چې هغه کؤل غواړی هغه به کيږی ۔ لېکن تاسو ته به دَ سفارش ثواب درکړې شی) اؤ دا حکم پهٔ هغه وخت کښې دے چې چاته سفارش کيږی هغه به تنګيږی نه لکه دلته چې حضورﷺ خپله اصحابوؓ ته دَ سفارش اجازت ورکړے دے ۔ (بخاری و مسلم)
عن انسؓ قال قال رسول اللهﷺ انصرا خاک ظالمًا او مظلومًا فقال رجل يا رسول اللهﷺ انصره ظالما قال تمنعه من الظلم فذاک نصرک اياه ۱۲ ( مشکوٰة کلها علی ص۴)
دَ حضرت انسؓ روايت دے چې رسول اکرمﷺ وفرمائیل دَ خپل مسلمان ورور امداد کویٔ ظالم وی اؤ کهٔ مظلوم وی ۔ يو سړی عرض وکړو يا رسول اللهﷺ دَ مظلوم امداد خو کؤلے شم لېکن دَ ظالم امداد به څنګه کوم؟ حضورﷺ وفرمائیل هغه دَ ظلم نه منع کړه دا دَ هغهٔ سره امداد دے ۔ (بخاری و مسلم)
عن ابن عمرؓ ان رسول اللهﷺ قال المسلم اخو المسلم لا يظلمه ولا يسلمه و من کان فی حاجته اخيه کان الله الی حاجته و من فرج عن مسلم کربة فرج الله عنه کربة من کربات يوم القيٰمه و من ستر مسلما ستره الله يوم القيٰمة ۱۲
حضرت عمرؓ نه روايت دے چې رسول اکرم ﷺ فرمائیلی دی چې يو مسلمان دَ بل مسلمان ورور دے ۔ نهٔ به پرې ظلم کوی اؤ نهٔ به ېٔ پهٔ تکليف کښې يوازې پرېږدی اؤ څوک چې دَ خپل مسلمان ورور پهٔ څهٔ حاجت پوره کؤلو کښې لګيا وی الله تعالیٰ دَ هغهٔ حاجت پوره کوی ۔ الله پاک به ترې دَ قيامت دَ سختو نه يوه سختی لرې کړی اؤ څوک چې دَ يو مسلمان ورور پرده پوشی وکړی ۔ الله تعالیٰ به دَ قيامت پهٔ ورځ دَ هغهٔ پرده پوشی وکړی ۔ ( بخاری و مسلم)
عن انسؓ قال قال رسول اللهﷺ والذی نفسی بيده لا يؤ من عبد حتی يحب لاخيه ما يحب لنفسه
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی زما دې قسم پهٔ هغه ذات وی چې زما روح ېٔ قبضه کښې دے هېڅوک ايماندار کېدے نهٔ شی تر څو چې خپل مسلمان ورور دپاره هغه خبره خوښه نهٔ کړی کومه چې خپل ځان دپاره خوښوی ۔ ( بخاری و مسلم)
و عنه قال قال رسول اللهﷺلا يدخل الجنة من لا يأمن جاره بوائقه ۱۲ (کلها علی ص۴۲۲)
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چې هغه سړے به جنت ته نهٔ ځی دَ چا دَ لاسه چې دَ هغهٔ ګوانډی پهٔ خطره کښې وی ۔ ( يعنې هغهٔ نه ورته دَ ضرر رسېدو خطره وی) ”مسلم“
عن ابن عباسؓ قال قال رسول اللهﷺ ليس منامن لم يرحم صغير نا ولم يوقر کبيرنا يامر بالمعروف وينه عن المنکر۱۲
دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی هغه سړے زمونږ دَ ډلې نه بهر دے څوک چې زمونږ پهٔ وړو رحم نهٔ کوی اؤ زمونږ دَ مشرانو عزت نهٔ کوی اؤ دَ نيک کار نصيحت اؤ بد کار نه منع نهٔ کوی ۔ (ځکه چې دا هم پهٔ مسلمان حق دے چې پهٔ موقعه دَ دين خبره بل ته وښیٔ خو پهٔ نرمیٔ اؤ طريقه ۔ (ترمذی)
عن انسؓ عن النبیﷺ قال من اغتيب عنده اخوه نصره فنصره نصره الله فی الدنيا ولاخرة فان لم ينصره و هو يقدر علی نصره و هو يقدر علی نصره ادرکه يقدر علی نصره ادرکه الله به فی الدنيا والاخرة ۱۲(کلها علی ص۴۲۳)
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ چا مخکښې چې دَ هغهٔ دَ مسلمان ورور غيبت کيږی اؤ دې دَ هغهٔ ( غائب) پهٔ مرسته قادر وی اؤ مرسته ېٔ وکړی ۔ نو الله تعالیٰ به پهٔ دنيا اؤ آخرت کښې دَ هغهٔ مرسته وکړی اؤ کهٔ مرسته ېٔ ونه کړه سره دَ دې چې قدرت ېٔ لرلو نو الله تعالیٰ به ېٔ پهٔ دې دنيا اؤ آخرت دواړو کښې رانيسی ۔ (شرح السنته)
عن عقبة بن عامرؓ قال قال رسول اللهﷺ من رأی عورة فسرّها کان کمن احيٰی موؤدة ۱۲
دَ عقبة بن عامرؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چا چې دَ بل مسلمان يو عيب وليدو اؤ پرده ېٔ پرې واچوله ( بل چاته ېٔ ښکاره نه کړه نو هغه( پهٔ ثواب کښې) داسې دے لکه چې ژوندۍ ښخه شوے جينۍ دَ مرګ نه بچ کړی ۔ ( يعنې دَ قبر نه ېٔ ژوندیٔ را وباسی ۔ ( احمد ترمذی)
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ ان احدکم مرأة اخيه فان رأی به ازی فليمط عنه۱۲
دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پهٔ تاسو کښې هر يو کس دَ بل دپاره آئینه ده کهٔ پهٔ هغه دور کښې څهٔ خرابه خبره ووينی نو داسې دې ترې نه ځان لرې کړی لکه آئینه چې دَ چا دَ مخ داغ لرې کوی ۔ ( يعنې لکه څنګه چې آئینه دَ مخ عيب صرف کتونکی ته ښیٔ بل څوک ېٔ نه وينی) دغه شان دې هم دَ هغې مسلمان ورور پټ پهٔ پټه اصلاح وکړی اؤ بل چاته دې حال نهٔ وائی ۔ ( ترمذی)
عن عائشهؓ ان النبی ﷺ قال انزلوا الناس منازلهم ۱۲(کلها علی ص۴۲۴)
دَ حضرت عائشېؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چې خلق پهٔ خپله خپله مرتبه ساتیٔ ( يعنې هر چا سره دَ هغهٔ دَ شان مناسب سلوک کویٔ) ټول پهٔ يو کوتک مهٔ شړیٔ ۔ ( ابو دادؤد)
عن ابن عباسؓ قال سمعت رسول اللهﷺ يقول ليس المؤمن يشبع و جاره جائع الی جنبه ۱۲(ص۴۲۴)
دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے هغه فرمائی چې ما دَ رسول اکرمﷺ نه اورېدلی دی فرمائیل ېٔ هغه سړے (پوره) ايماندار نهٔ دے څوک چې خپله ګېډه ډکه کړی اؤ ګوانډی ېٔ پهٔ خوا کښې هم داسې وږې پاتې شی ۔
( بيهقی)
عن ابی هريرةؓ ان رسول اللهﷺ قال المؤمن مالف ولا خير فيهن لا يالف ولا يولف ۱۲
دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اکرم ﷺ فرمائیلی دی مسلمان دَ محبت کور دے اؤ پهٔ هغه سړی کښې څهٔ خير نشته کوم چې نهٔ دَ چا سره محبت کوی اؤ نهٔ ورسره څوک محبت کوی ۔ ( يعنې تريو تريخ اؤ دَ ټولو نه لرې وسی ۔ ( هېچا سره ېٔ روح نهٔ ګډيږی ۔ باقی دَ خپل دين دَ حفاظت دپاره دَخلقو سره تعلقات کم يا نهٔ ساتل دې نه بهر دی ۔ ( احمد و بهيقی)
عن انسؓ قال قال رسول اللهﷺ من قضی لاحد من امتی حاجته يريد ان يسره بها فقد سرنی و من سرنی فقد سرالله و من سرالله اوخدالله الجنة ۱۲
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چا چې زما دَ يو اُمتی څهٔ حاجت پوره کړو پهٔ دې نيت چې دې خوشحاله شی ۔ نو هغهٔ زهٔ خوشحاله کړم اؤ چا چې زهٔ خوشحاله کړم الله پاک ېٔ خوشحاله کړو اؤ دَ چا نه چې الله پاک خوشحاله شو نو هغه به ېٔ جنت ته واستوی ۔ ( بيهقی)
قال قال رسول اللهﷺ من اغاث ملهو فاکتب الله له ثلثا و سبعين مغفرة واحدة فيها صلاح امره کله و ثنتان و سبعون درجات يوم القيٰمة ۱۲( مشکوٰة کلها علی ص ۴۲۵)
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چا چې دَ يو پريشان حال بنده امداد وکړو الله تعالیٰ به هغهٔ دپاره درے اوويا”۷۳“ بخششه وليکی پهٔ هغو کښې يو دوه دَ ټولو کارونو سمېدو دپاره کافی دی اؤ پهٔ باقی دوه اويا به ېٔ دَ قيامت پهٔ ورځ درجې بلندې شی ۔ ( بيهقی)
عن ابی هريرةؓ ان النبیﷺ قال اذا عاد المسلم اخاه اوزاده قال الله تعالیٰ ان طبت وطاب ممشاک و تبؤت من الجنة منزلًا ۱۲( ص۴۲۶)
دَ حضرت ابو هريره ؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ يو مسلمان دَ بل بيمار مسلمان تپوس ته ځی يا هسې دَ بل مسلمان ورور ملاقات ته ځی ۔ نو الله تعالیٰ فرمائی تهٔ هم پاک ي ستا تلهٔ هم پاک دی ۔ تا ځان ته جنت کښې ځائې جوړ کړو ۔ ( ترمذی)
عن ابی ايوب الانصاریؓ قال قال رسول اللهﷺ لا يحل للرجل ان بيجر اخاه فوق ثلث ليالٍ يلتقيان فيعرض هذا واعرض هذا و خير هما الذی يبدأ بالسلام ۱۲
دَ حضرت ابو ايوب انصاریؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی چې هېچا ته دا جائز نهٔ دی چې دَ خپل مسلمان ورور سره درے ورځو نه زيات داسې قطع تعلق وکړی چې کهٔ لار کښې مخامخ شی نو يو يو خوا مخ وګرځوی اؤ بل بل خوا اؤ پهٔ دې دواړو کښې بهتر هغه سړے دے څوک چې پهٔ سلام کښې وړومبے شی ۔ ( يعنې تعلقات بحال کؤلو کښې سبقت وکړی) ۔ ( بخاری و مسلم)
عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ اياکم و الظن فان الظن اکذب الحديث ولا تحسسوا ولا تجسسو ولا تنا جشوا ولا تحاسدوا ولا تباغضوا ولا تدابروا وکونو ا عباد الله اخوانا و فی رواية ولا تنانسوا ۱۲(کلها علی ص۴۲۷)
دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی بدګمانیٔ نه ځان ساتئ چې بدګمانی پهٔ ټولو کښې غټ دروغ دی اؤ دَ چا دَ پټ حال لټون مهٔ کویٔ ۔ نهٔ دَ ښهٔ حال اؤ نهٔ دَ بد حال اؤ مهٔ دَ ټګۍ دپاره دَ څهٔ شی قيمت زياتویٔ اؤ مهٔ خپلو کښې کينه اؤ بغض ساتئ اؤ مهٔ دَ چا پشی شا غيبت کویٔ اؤ اے دَ الله بنديانو ټول خپلو کښې دَ خپلو وروڼو پهٔ شان وسیٔ اؤ پهٔ يو روايت کښې دی مهٔ په ٔيو بل رشک کویٔ ۔
( بخاری و مسلم)
عن ابی هريرة ؓ قال قال رسول اللهﷺ حق المسلم علی المسلم ست قيل ما هن يا رسول اللهﷺ قال اذا لقيته فيسلم عليه و اذا دعاک فاجبه و اذا استنصحک فانصح له و اذا اعطش فحمد الله فشمته واذا مرض فعده و اذا مات فاتبعه ۱۲( مشکوٰة ص۱۳۳)
دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی دَ هر مسلمان پهٔ بل مسلمان ورور شپږ حقونه دی ۔ ( پهٔ دې وخت دَ دغه شپږو دَ ذکر موقع وه) چا عرض وکړو يا رسول اللهﷺ هغه کوم کوم دی ۔ حضورﷺ وفرمائیل (۱) چې درسره مخامخ شی سلام پری اچوه ۔ (۲) چې کله دې وبلی قبلوه ېٔ ۔ (۳) چې مشوره درنه وغواړی صحيح مشوره ورکوه ۔ (۴) چې انږے وکړی اؤ الحمدُ لله ووائی نو يَرحمک الله ورته وايه ۔ (۵) چې ناجوړه شی تپوس ته ورځه ۔ (۶) چې مړ شی جنازې سره ېٔ ځه ۔ ( مسلم)
عن ابی بکر الصديقؓ قال قال رسول اللهﷺ ملعون من ضار مؤمنا و مکر به ۱۲( مشکوٰة ص۴۲۸)
دَ حضرت صديق اکبرؓ نه روايت دے چې نبی کريم ﷺ فرمائیلی دی هغه سړے ملعون دے څوک چې مسلمان ته ضرر رسوی يا ورسره ټګی کوی ۔ ( ترمذی)
( دا ټول حديثونه دَ مشکوٰة نه اخستې شوی دی)
دا خو دَ عامو مسلمانانو عام حقونه دی چې ډېر پيښيږی اؤ پهٔ خاصو حالاتو کښې ېٔ خاص حقونه هم دی کوم چې ما پهٔ خپله رساله حقوق الاسلام کښې ليکلی دی ۔ دَ دې ټولو حقونو دَ پوره کؤلو پوره پوره کوشش کویٔ ۔ نن سبا دې کښې ډېره بې پروائی کيږی ۔