درویشتم روح

درويشتم روح

صبر اؤ شکر کؤل

پهٔ بنيادم چې څهٔ حالتونه راځې اختياری وی کهٔ غير اختياری هغه پهٔ دوه قسمه دی يا به هغه دَ طبيعت موافق وی داسې حالت دَ زړهٔ نه دَ الله پاک نعمت ګڼل، ورباندې خوشحالېدل، دَ خپل حيثيت نه زيات ګڼل، پهٔ ژبه دَ الله تعالیٰ ثنا وئیل اؤ دا نعمت دَ ګناه پهٔ کار کښې نهٔ استعمالؤل دَ نعمت شکر دے يا به هغه حالت دَ طبيعت خلاف وی پهٔ نفس به ګران اؤ ناخوښه وی ۔ پهٔ داسې حالت کښې دا ګڼل چې پهٔ دې کښې به دَ الله تعالیٰ دَ طرفه مصلحت اؤ زما څهٔ خير وی اؤ شکايت نهٔ کؤل ۔ کهٔ هغه څهٔ حکم وی نو پهٔ کلکه دَ هغې تعميل کؤل اؤ کهٔ څهٔ مصيبت وی نو پهٔ کلکه ېٔ برداشت کؤل اؤ نهٔ پرېشان کېدل دا صبر دے ۔ چونکې صبر ډېر ګران دے نو دَ دې بيان دَ شکر نه اول اؤ دَ هغې نه زيات کؤم ۔ اول دَ نمونې پهٔ طور دَ داسې موقعو کوم چې ډېرې پېښيږی يو څو مثالونه ليکم ۔ بيا به دَ هغې متعلق آيتونه اؤ حديثونه ليکم مثالونه دا دې”مثلاً نفس دَ دين پهٔ کارونو کښې تنګيږی اؤ ترېنه تښتی يا دَ ګناه دَ څهٔ کار تقاضا کوی هغه دَ نمونځ روژې نه پټېدل وی ۔ کهٔ دَ حرامې آمدنیٔ پرېښو يا دَ چا حق ادا کؤلو نه وروستو کېدل دی نو پهٔ داسې وخت کښې دَ شريعت پهٔ حکم عمل کؤلو اؤ دَ ګناه نه ځان ساتلو همت پکار دے ۔ اګرچې پهٔ دغه به لږ تکليف اؤ سخته برداشت کؤل وی ۔ لېکن ډېر ژر به دَ دې آرام اؤ مزه ووينی يا مثلاً پهٔ چا څهٔ مصيبت راشی دَ لوږې ، تندې ، بيماریٔ مرګ يا دَ دشمن دَ طرفه څهٔ سخته يا مالی تاوان ۔ پهٔ داسې وخت کښې دَ دې مصيبت مصلحت يادؤل پکار دی ۔ دَ ټولو نه غټ مصلحت خو ېٔ هغه ثواب دے دَ کوم چې وعده شوے ده ۔ اؤ بې ضرورته دَ دې تکلېف اظهار نهٔ دے پکار اؤ نهٔ ېٔ هر وخت سوچ پکار دے ۔ ( هېرؤلو) سره ېٔ پهٔ زړهٔ کښې يو خاص سکون اؤ اطمينان پيدا کيږی ۔ البته کهٔ دَ دې مصيبت دفع کؤلو څهٔ جائز تدبير وی لکه حلال مال حاصلؤل يا دَ بيماریٔ علاج کؤل يا دَ چا طاقت والا نه امداد حاصلؤل يا دَ شريعت دَ حکم مطابق بدله اخستل يا دعا کؤل نو دَ دې څهٔ حرج نشته ۔ تدبير کؤل پکار دی يا مثلاً کهٔ دَ دين پهٔ کار کښې څوک ظالم رکاوټ اچوی يا دَ دين توهين کوی نو پهٔ داسې کښې دَ دين پهٔ مرسته کښې دَ ځان پرواه نهٔ کؤل ( لېکن دَ عقلی اؤ شرعی قانونی حد دننه) دا دَ صبر ضروری مثالونه وو مخکښې دَ دې متعلق آيتونه اؤ حديثونه ليکلی شی ۔

آياتاِستَعِينوا بالصَّبرِ وَالصَّلوٰة ط(سيقول ع ۴)” الله تعالیٰ فرمائی اؤ کهٔ تاسو ته دَ مال وجاه دَ محبت پهٔ وجه ايمان راوړل ګران وی) نو تاسو دَ صبر اؤ نمانځهٔ نه مدد واخلیٔ ۔ (بقره)

ف: دلته دَ صبر مطلب خلافِ شرعې خواهشات ترک کؤل دی۔

وَلَنَبلُوَنَّکُم بِشَیءٍ مِّنَ الخَوفِ وَالجُوعٍ وَ نَقصٍ مِّنَ الاَموَالِ وَالاَنفُسِ وَ الثَّمَرَاتِ وَبِشِّرِ الصّٰبِرِينَ ط(پ ۲ ع ۳)

” الله تعالیٰ فرمائی اؤ مونږ به ستاستو ازمېښت کوؤ پهٔ څهٔ قدرې خوف( چې دَ دشمن پهٔ وجه يا دَ حوادثو پهٔ وجه راشی) اؤ لوږه اؤ څهٔ قدر دَ مال اؤ ځان اؤ مېوو پهٔ کمی( لکه څاروی يا بنيادم مړهٔ شی يا ناجوړه شی اؤ فصلونه خراب شی) اؤ تهٔ اے رسول اللهﷺ پهٔ داسې موقعو صبر کوؤنکيو ته زېرے ورکړه ۔ ( سورة بقره)

فَمَا وَهَنُوا لِمَا اَصَابَهُم فِی سَبِيلِ اللهِ وَمَا صَعُفُوا وَمَا ستَکَانُوا وَاللهُ يُحِبُّ الصّٰبِرِينَ ط”( دَ تېرو اُمتونو دَ مخلصانو ايماندارو پهٔ باره کښې الله تعالیٰ فرمائی) نو دوی بې همته نهٔ شو پهٔ هغه مصيبتونو کښې چې دَ الله پهٔ لار کښې دوی باندې راغلهٔ اؤ نهٔ ېٔ( دَ زړهٔ يا بدن) زور کم شو اؤ نهٔ ېٔ دشمن ته سر ټيټ کړو ۔ چې دَ کمزوریٔ يا خوشامندیٔ خبرې ېٔ ورته کړی وی ۔ ( کوم چې دَ دين پهٔ کار کښې مضبوط وی) ( آلِ عمران)

وَلَنَجزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُوا اَجرَهُم بِاَحسَنِ مَا کَانُوا يَعمَلُونَ ط( نحل)” الله تعالیٰ فرمائی” څوک چې دَ دين پهٔ کار کښې) صابر اؤ ثابت قدم وی مونږ دَ دوی دَ ښو کارونو پهٔ بدل کښې دوی ته اجر ضرور ورکوؤ ۔ ( نحل پ۱۴ ع۱۸)

اِنَّ المُسلِمِينَ وَالمُسلِمَاتِ وَالمُؤمِنِينَ وَالمُؤمِنَاتِ وَالقٰنِتِينَ وَالقٰنِتٰتِ وَ الصّٰدِقينَ وَالصّٰدِقٰتِ وَ الصّٰبِرِينَ وَالصّٰبِرٰتِ”پ۲۲“ ۔ ” الله تعالیٰ فرمائی (پهٔ يو وږد آيت کښې دَ نورو اعمالو سره دا هم) فرمائی اؤ صبر کونکی سړی اؤ صبر کونکی ښځې ( بيا پهٔ آخر کښې فرمائی) دَ دې ټولو دپاره الله تعالیٰ بخشش اؤ لوئے اجر تيار کړے دے ۔ ( احزاب)

ف: پهٔ دې کښې دَ صبر ټول قسمونه راغلی دی ۔ پهٔ عبادتونو صبر ، پهٔ مصيبتونو صبر اؤ دَ ګناهونو نه صبر ۔

احاديث: ” عن ابی هريرةؓ قال قال رسول اللهﷺ الا ادلکم علی ما يمحو الله به الخطايا وير فع بهء الدرجات قالوا يلیٰ يا رسول اللهﷺ قال اسباغ الوضوء علی المکاره و کثرة الخطا الی المساجد و انتظار الصلوة بعد الصلوة فذٰلکم الرباط و فی حديث مالک بن انسؓ فذالکم الرباط موتين۔ ”دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی آيا زهٔ تاسو ته داسې شے ونهٔ ښيم پهٔ کومو چې الله تعالیٰ ګناهونه معاف کوی اؤ درجې پرې زياتوی ۔ خلقو عرض وکړو ضرور راته وښيئ اے رسول اللهﷺ ۔ حضورﷺ وفرمائیل اودس مکمل کؤل پهٔ داسې وخت کښې چې اؤدس کؤل پهٔ طبيعت ګران وی ( خو دې بيا هم همت وکړی) اؤ جمات ته پهٔ تلو کښې ډېر قدمونه اخستل ( يعنې دَ لرې نه دَ جُمعې نمانځهٔ جماعت ته تلل يا ډېر ځله تلل) اؤ دَ يو نمونځ نه پس بل نمانځه ته انتظار کؤل ۔(رواه مسلم فی رواية الترمذی ثلث ص۲۸ مشکوٰة )

ف: پهٔ داسې وخت کښې چې طبيعت ېٔ نهٔ منی اودس پوره پوره کؤل دَ صبر يو مثال دے ۔ ” عن ابی الدرداءؓ قال اوصانی خليلی ان لا تشرک بالله شيئًا وان قتلت او حرقت۱۲ ۔ ” دَ حضرت ابو درداءؓ نه روايت دے چې زما دَ زړهٔ محبوبﷺ ماته وصيت کړے دے چې الله تعالیٰ سره هېڅوک مهٔ شريکوه اګر کهٔ درنه غوښی پرېکړې شی يا دې څوک پهٔ اور کښې واچوی ۔ ( ابن ماجه)

ف: پهٔ داسې وخت کښې توحيد باندې قائم وسېدل دَ صبر يو مثال دے ۔ لېکن دَ يو ظالم دَ سختیٔ پهٔ وخت څوک پهٔ مجبوریٔ دَ شرک خبره يا کار وکړی نو پهٔ شريعت کښې معاف دے ۔ پهٔ دې کافر کيږی نه ځکه چې زړهٔ ېٔ دَ ايمان نه ډک دے ۔ دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ پهٔ يو لښکر باندې ابو موسٰیؓ سردار مقرّر کړو اؤ دَ درياب پهٔ سفر ېٔ روان کړو ۔ هغوی هم پهٔ دغه حالت کښې پهٔ تيارهٔ شپه کښې هم دَ کشتۍ بادبانن پرانستی پريښې وو ۔ کشتۍ روانه وه ناڅاپه دَ پاس نه چا آواز وکړو کشتۍ والو ودريږیٔ زهٔ تاسو ته دَ الله تعالیٰ يو حکم اورؤم چې هغه پهٔ خپل ځان باندې لازم کړے دے ۔ ابو موسٰیؓ ورته ووئیل مونږ ته ضرور خبر راکړه ۔ هغهٔ ووئیل اے الله تعالیٰ پهٔ خپل ذات دا خبره لازمه کړے ده چې څوک پهٔ ګرمیٔ کښې روژه کښې روژه ونيسی دَ الله دپاره ځان تږې وساتی ۔ الله تعالیٰ به ېٔ دَ قيامت پهٔ ورځ ( پهٔ سخته تنده کښې) سيراب کړی۔

ف: دا هم دَ صبر يو مثال دے ” عن عائشهؓ قالت قال رسول اللهﷺوالذی يقرأ القرآن و يتعتع فيه وهو عليه شاق له اجران ۱۲( م ص۱۸۴)” دَ حضرت عائشې ابۍؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې قرآن لولی اؤ پکښې نښلی ، وئیل ورته ګران وی هغهٔ دپاره دوه ثوابونه دی ۔ ( بخاری و مسلم)

ف: دا هم دَ صبر يو مثال دے اؤ دا حديث پهٔ دريم روح نمبر۳ کښې تېر شوے دے ۔

عن عائشهؓ قالت قال رسول اللهﷺ احب الاعمال الی الله اددمها وان اقل ۱۲ ۔ ( بخاری و مسلم)

دَ حضرت عائشېؓ ابۍ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ ټولو نه بهتر عمل دَ الله پاک پهٔ نزد هغه( عمل) دے چې همېشه وی اګر کهٔ لږ وی۔ ( بخاری و مسلم)” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ دوزخ نه ګېر چاپېره نفسانی خواهشات وی اؤ دَ جنت نه ګېر چاپېره پهٔ نفس ګران څيزونه دی ۔ ( مسلم)

ف: کوم عبادتونه چې پهٔ نفس ګران وی اؤ دَ کومو ګناهونو نه چې بچ کېدل ګران دی دا ټول پکښې راغلهٔ ۔ ” عن ابی سعيد ؓ عن النبیﷺ قال ما يصيب المسلم من نصب ولا وصب ولا هم ولا حزن ولا اذی ولا غم حتی الشوکة يشاکها الا کفر الله بها من خطاياه( م ص۱۳۴)” دَ حضرت ابو هريرهؓ اؤ ابو سعيدؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی هېڅ يو مسلمان ته څهٔ مصيبت يا څهٔ مرض يا څهٔ غم فکر نهٔ رسی تر دې کهٔ پښه کښې ېٔ ازغے مات شی هم ۔ الله تعالیٰ ېٔ پهٔ دې څيزونو ګناهونه معاف کوی۔ ” عن عائشهؓ قالت اخبرنی رسول اللهﷺ ليس من احد يقع الطاعون فيمکث فی بلده صابرًا محتسبا يعلم فنه لا يصيبه الا ما کتب الله له الا کان له مثل اجر شهيد۱۲ ۔ ( مشکوٰة ص۱۲۵)” دَ حضرت عائشېؓ ابۍ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې ) روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی يو سړے هم داسې نشته چې دَ طاعون وبا خورېدو پهٔ وخت پهٔ خپل کور کښې پهٔ صبر اؤ دَ ثواب پهٔ نيت ایسار وی ۔ پهٔ دې عقيده چې څهٔ دَ الله دَ طرفه مقرّره وی هغه به رارسی مګر دې سړی ته به دَ شهيد برابر ثواب ورکؤلے شی۔ (بخاری) ( اګچې پهٔ دې وبا کښې مړ نهٔ شی کهٔ مړ شو خو دَ ډېرې وچتې درجې شهادت دے) مسلم

ف: لېکن کور بدلؤل يا بلې محلې ته تلل يا هم دَ دې ښار ځنګل ته وتل ، دَ اکثرو عالمانو پهٔ نزد جائز دی ۔ پهٔ دې شرط چې دَ بيمارانو اؤ مړيو حقونه ادا کوی۔ ( يعنې پهٔ ځنګل کښې ديره شی خو دَ بيمار تپوس اؤ مړی جنازې ته ځان رارسوی)” عن انسؓ قال سمعت النبیﷺ يقول قال الله تعالیٰ اذا ابتليت عبدی بسيئةٍ ثم منها الجنة يريد عينيه۱۲ ۔ ( م ص۱۳۵)” دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی دی چې الله تعالیٰ فرمائی زهٔ چې خپل يو بنده دَ دوؤ خوږو څيزونو پهٔ مصيبت کښې ګرفتار کړم ( مراد ترې دوه سترګې دی) ، لکه چې هم دې راوی ېٔ خپله پهٔ دې حديث کښې دغه تفسير کړے دے ، يعنې نظر ېٔ لاړ شی) بيا هغه ( پهٔ دې مصيبت) صبر وکړی ۔ نو زهٔ به دَ دې پهٔ بدله کښې جنت ورکړم ۔ ( بخاری)” دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ فرمائی زما دَ مؤمن بنده دپاره چې دې پهٔ دنيا کښې وسی اؤ زهٔ ترې دَ دهٔ يو خوږ روح واخلم بيا دې ورباندې دَ ثواب پهٔ نيت صبر وکړی نو داسې بنده ته زما سره دَ جنت نه سوا بله بدله نشته۔ ( بخاری)

ف: هغه خوږ روح دَ اولاد وی کهٔ دَ ښځې دَ خاوند وی کهٔ دوست يا مور پلا ر يا بل رشته دار ” عن ابی موسٰیؓ الاشعری قال اذامات ولدالعبد قال الله تعالیٰ للملآئکة قبضتم ولد عبدی فيقولون نعم فيقول قبضتم ثمرة فراده فيقولون نعم فيقول ماذا قال عبدی فيقولون حمدک واسترجع يستول الله ابتوا الحمدی بيتا فی الجنة و سموه بيت الحمد (مشکوٰة ص۱۵)” دَ حضرت ابو موسٰی اشعریؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کله چې دَ يو بنده وړوکے مړ شی ۔ الله تعالیٰ فرشتو ته وفرمائی تاسو دَ ما دَ بنده دَ بچی نه روح واخستو ۔ هغوی ووائی اؤ ۔ بيا ورته وفرمائی تاسو دَ هغهٔ خوږه مېوه واخسته ۔ هغوی عرض ورکړی اؤ زما ربه ۔ بيا به ورته وفرمائی نو زما بنده څهٔ ووئیل ۔ هغوی به عرض وکړی ستا بنده ستا ثنا صفت وکړو اؤ وې وئیل” اِنَّا لِلهِ وَ اِنَّا اِلَيهِ رَاجِعُونَ ” الله تعالیٰ به وفرمائی نو زما دې بنده دپاره جنت کښې يو کور جوړ کړیٔ اؤ دَ هغې نوم بيت الحمد کېږدیٔ ۔ ( احمد و ترمذی)” دَ حضرت ا بو درداءؓ نه( پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی درے کسان دی چې الله تعالیٰ ورسره مينه کوی اؤ چې هغوی ته وګوری نو خاندی ( څنګه چې دَ هغهٔ شان سره لائقه ده) اؤ دَ هغوی پهٔ حالت خوشحاليږی ( پهٔ هغه دريو کښې يو دا هم دے) چې دَ الله دپاره سر ورکؤلو ته تيار شی ۔ ( دَ شريعت دَ شرائطو موافق) بيا هغه شهيد شی اؤ کهٔ الله تعالیٰ غلبه ورکړی دَ هغهٔ حفاظت وکړی ۔ الله تعالیٰ ( فرشتو) ته فرمائی زما دې بنده ته وګوریٔ څنګه زما دپاره پهٔ روح ورکؤلو صابره دے ۔ ( ترغيب از طبرانی)

تر دې پورې دَ صبر بيان وشو ۔ اوس څهٔ لږ غوندې دَ شُکر بيان کوؤ اؤ دا شکر څنګه چې پهٔ خپله يو مستقل عبادت دے ۔ دغه شان دَ دې پهٔ ذريعه يو بل عبادت يعنې صبر هم آسانيږی ۔ ( دا هم دَ دې يو خاصيت دے) عقلی طور هم اؤ طبعی طور هم ۔ عقلې خو داسې چې هر کله بنده دَ الله تعالیٰ پهٔ نعمتونو سوچ کوی اؤ پهٔ دغه نعمتونو دَ خوشحالېدو عادت ېٔ ( کوم چې دَ شکر سره لازم دے) پوخ شی نو دَ سختې پهٔ وخت کښې هم دا سوچ کوی چې کوم پاک ذات چې پهٔ ما دومره احسانونه کړی دی دومره ډېر نعمتونه ېٔ راکړی دی نو کهٔ دَ هغهٔ دَ ډډې څه لږ غوندې تکليف راپېښ شی نو پهٔ دې کښې هم زمونږ فائدہ اؤ ثواب دے ۔ لکه پاس ذکر شويو حديثونو نه چې معلومه شوه چې مسلمان ته پهٔ معمولې تکليف هم اجرونه ورکؤلے شی) نو پهٔ دې وجه ورته دا تکليف برداشت کؤل آسان شی اؤ څنګه چې پهٔ دنيا کښې عامه قاعده ده چې دَ محسن له ډډې تکليف سره دَ انعام وعده هم وی اؤ طبعی طور پهٔ دې طريقه چې نعمتونو باندې سوچ کؤلو باندې الله تعالیٰ سره مينه زياتيږی اؤ دَ چا سره چې دَ چا مينه وی دَ هغهٔ له ډډې سخته ورباندې بده نهٔ لګی۔ بلکې عاشق له خو دَ معشوقې دَ ډډې سختی مزه ورکوی خوند ترې اخلی ۔ مخکښې دَ شکر متعلق يو څو آيتونه اؤ حديثونه ليکو۔

فَاذکُرُونِی اَذ کُرکُم وَ اَشکُرُوالِی وَلَا تَکفُرُونَ ط (پ۲ع۳)”الله تعالیٰ فرمائی تاسو ما ياد کړیٔ زهٔ به تاسو ياد کړم ( په رحمت سره) اؤ زما شکر کویٔ ناشکری مهٔ کویٔ(بقره)”وَسَنَجزِی الشَّاکِرِينَ ط(آل عمران)” الله تعالیٰ فرمائی مونږ به شکر کوونکيو ته ډېر ژر اجر ورکړو ۔ ”لَئِن شَکَرتُم لَاَزِيدَنَّکُم وَلَئِن کَفَرتُم اِنَّ عَذَابِی لَشَدِيد ط(پ۱۳سورة ابراهيم)” الله تعالیٰ فرمائی کهٔ تاسو زما پهٔ نعمتونو شکر کویٔ نو زهٔ به ېٔ درته نور زيات کړم ۔ ( پهٔ دنيا کښې هم يا صرف پهٔ آخرت کښې) اؤ که تاسو ناشکری وکړه (نو ياد لریٔ) زما عذاب ډېر سخت دے ۔

( پهٔ ناشکریٔ کښې دَ عذاب احتمال دے) ۔ ( ابراهيم)” دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څلور څيزونه داسې دی دا چې چاته ورکړې شی هغهٔ ته دَ دنيا اؤ آخرت ټولې نيکیٔ ورکړې شوې ۔ (۱) زړهٔ شکر کوونکے (۲) ژبه ذکر کوونکے (۳) بدن پهٔ مصيبت کښې صابره (۴) اؤ ښځه چې پهٔ خپل ځان اؤ خاوند پهٔ مال کښې خيانت نهٔ کوی ۔ ( بيهقی)

خلاصه: هېڅ وخت داسې نهٔ راځی چې پهٔ بنده څهٔ حالت نهٔ وی يا دَ طبيعت موافق يا دَ طبيعت مخالف پهٔ اول حالت کښې دَ شکر حکم دے اؤ پهٔ دويم کښې دَ صبر حکم دے ۔ نو صبر اؤ شکر داسې کارونه دی چې هر وخت دَ کؤلو دی ۔ اے مسلمانانو دا مهٔ هېرویٔ بيا وګوریٔ چې وخت مو څنګه پهٔ مزه اؤ پهٔ آرام تیريږی ۔ دا ټول حديثونه دَ مشکوٰة شريف دی ۔ کوم چې دَ نورو کتابونو دی هغې سره نوم ليکلے شوے دے ۔