څلیرشتم روح

څليريشتم روح

خپل کارونه پهٔ مشوره کؤل

پهٔ اهمو کارونو کښې ديانتداریٔ اؤ خير خواهیٔ سره دَ يو بل نه مشوره اخستل اؤ پهٔ خپلو کښې همدردی ، محبت اؤ اتفاق ساتل اؤ پهٔ معاملاتو يعنې لين دين کښې اؤ معاشرت يعنې يو بل سره تعلق ساتلو کښې دا خيال ساتل چې زما دَ لاسه چاته نقصان ونهٔ رسی ۔ يا زما پهٔ خبره څوک دوکه نهٔ شی ۔ دَ دې نوم دے دَ معاملې صفائی اؤ دا خيال ساتل چې زما پهٔ خبرو اترو اؤ سلوک کؤلو چاته ظاهری تکلیف يا باطنی تنګسيا ( دَ زړهٔ پرېشانی) ونهٔ شی ۔ دَ دې نوم دے حسن معاشرت( ښهٔ استوګه) نو دا درے خبرې شوې۔ ”مشوره، اتفاق، دَ معاملې صفائی اؤ حُسنِ معاشرت ، دا درے واړه څيزونه بيل بيل ځانته مستقل هم مطلوب دی اؤ شريعت کښې دَ دې حکم شوے دے ۔ لکه مخکښې راتلونکيو آيتونو اؤ حديثونو نه به واضحه شی اؤ دَ دې درے واړو يو بل سره خاص تعلق هم دے ۔ پهٔ مشوره اعتبار هله کېدے شی چې پهٔ زړونو کښې مينه اؤ اتفاق وی اؤ محبت اؤ اتفاق هله پيدا کيږی چې يو بل ته دَ چا نه نقصان اؤ ظاهری يا باطنې تکلیف نهٔ رسی ۔ دغه شان دَ بل طرف نه هم واخله چې بل دَ تکلیف نه بچ کؤلو خيال هله ساتلې شی چې خپلو کښې محبت همدردی اؤ اتفاق وی اؤ خپلو کښې همدردی اؤ اتفاق پوره هله پيدا کېدے شی چې غټ غټ کارونه خپلو کښې پهٔ صلاح مشوره سر ته رسؤلے شی ۔ نو دَ دې خاص تعلق پهٔ وجه دا درے واړه خبرې پهٔ يوه حسابيږی ۔ اوس مونږ پهٔ ترتيب سره دَ هرې يوې خبرې ځان ځان ته فائدہ بيان کوؤ ۔

مشوره: پهٔ دې کښې دَ دنيا هم فائدہ ده چې پهٔ کارونو کښې غلطیٔ کمې کيږی لکه ”دَ حضرت سهيل بن سعدؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پهٔ اطمينان اؤ تسلیٔ سره کار دَ الله تعالیٰ دَ طرفه دے ۔ (ترمذی)

ف: اؤ ظاهره ده چې مشوره کؤلو باندې جلد بازی ختميږی ۔ دا حکم پهٔ هغه کارونو کښې دے چې دَ تاخير ګنجائش پکښې وی اؤ دَ دين فائدہ هم ده ۔ چې پهٔ شريعت کښې دَ مشورې فضيلت راغلے دے ۔ ” آيت” وَ شَاوِرهُم فِی الاَمرِ فَاِذَا عَزَصتَ فَتَوَکَّل عَلَی اللهِ اِنَّ الله يُحِبُّ المُتَوَکِّلِينَ ط(آل عمران)” الله تعالیٰ فرمائی ( اے پېغمبرﷺ) اصحابو سره پهٔ خاصو خاصو کارونو کښې مشوره کوه ۔ بيا ( دَ مشورې نه پس) چې دَ يو کار پخه اراده وکړې ( دَ هغوی دَ مشورې موافق وی کهٔ مخالف) نو دَ الله پهٔ اعتماد ( هغه کار کوه) بېشکه الله تعالیٰ داسې اعتماد کوونکيو سره محبت کوی ۔

ف: دَ خاصو کارونو نه مطلب هغه کارونه دی کومو کښې چې دَ وحې حکم نهٔ وی راغلے اؤ کار هم څهٔ معمولی نهٔ وی څهٔ غټ کار وی ۔ ځکه چې وحې راتلو نه پس خو بيا دَ مشورې څهٔ ګنجائش نشته اؤ پهٔ عام معمولی کارونو کښې څوک مشوره نهٔ کوی ۔ ” لَاخَيرَ فِی کَثِيرٍ مِّن نَّجوٰهُم اِلَّا مَن اَمَرَ بِصَدَقَةٍ اَو مَعُروفٍ اَو اِصلَاحٍ بَينَ النَّاسِ(سورة نساء) ” الله تعالیٰ فرمائی دَ عامو خلقو پهٔ پټو خبرو کؤلو کښې څهٔ خير( ثواب اؤ برکت) نشته البته کهٔ هغه کسان داسې وی چې دَ څهٔ خير خيرات يا دَ ښېګړې دَ کار يا خلقو سره صلاح مصلحت کؤلو ترغيب ورکوی ۔ ( اؤ دَ دې ترغيب ترسره کؤلو اؤ څهٔ انتظام اؤ تدبير کؤلو دپاره مشورې کوی ۔ نو البته دا دَ خير و برکت خبره ده) ۔ (نساء)

ف: پهٔ مشوره مصلحت کؤلو ، دَ مؤمنانو صفت کؤلو ، دَ دې دَ ښهٔ والی څرګنده دليل دے ۔ ”دَ حضرت انسؓ نه ( پهٔ يو وږد حديث کښې روايت دے) چې رسول اللهﷺ ( بدر ته پهٔ تلو کښې اصحابو سره ) صلاح وکړه ۔ (مسلم) ۔ ” دَ حضرت ميمونه بن مهرانؓ نه روايت دے چې( پهٔ څهٔ واقعه کښې چې به حضرت ابوبکرؓ ته دَ قرآن اؤ حديث نه څهٔ حکم معلوم نهٔ شو) نو مشران اؤ نيکان کسان به ېٔ راجمع کړل ۔ دَ هغوی نه به ېٔ صلاح واخسته اؤ پهٔ اتفاق به ېٔ يوه فيصله وکړه ۔ ( حکمت بالغه از دارمی)

ف: پهٔ يو رائے اتفاق دَ عمل دپاره شرط نهٔ دے ۔ ( ځکه چې زکوٰة نهٔ ورکوونکيو سره دَ جنګ پهٔ حکم کښې دَ اصحابوؓ دَ رائے اختلاف وهٔ اؤ حضرت عمرؓ به دَ مشورې قابل پوهه کسانو نه صلاح اخسته ۔ مشران به وو کهٔ ځلمی ۔ (بخاری)

ف: دې آخری درے حديثونو نه معلومه شوه چې دَ رسول اللهﷺ اؤ حضرت ابوبکرؓ اؤ حضرت عمرؓ درے واړو پهٔ اهمو کارونو کښې دَ صلاح اخستلو عادت وهٔ ۔ ” دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی کله چې پهٔ تاسو کښې دَ چا نه يو مسلمان ورور څهٔ صلاح اخستل غواړی نو هغهٔ ته صلاح ورکویٔ ۔ ( ابن ماجه) اوس دَ مشورې يو څو آداب ذکر کوؤ ۔ ” دَ کعب بن مالکؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ به چې دَ څهٔ غټ کار اراده وکړه نو اکثر به ېٔ دَ بل چانه پهٔ پرده کښې کؤلو ۔ (بخاری)

ف: دَ دې نه معلومه شوه چې کوم کار څرګندؤلو کښې نقصان وی نو څرګندؤل ېٔ نهٔ دی پکار ۔ ” دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی مجلسونه پهٔ امانت سره دی ( يعنې پهٔ يو مجلس کښې چې دَ څهٔ کار متعلق خبرې وشی هغه بهر څرګندؤل نهٔ دی پکار) ( پهٔ دې کښې دَ مشورې مجلس هم راغلو) بې دَ درے مجلسونو نه ۔ ( ابو داؤد)“

ف: دَ دې درے مجلسونو خلاصه دا ده چې کوم مجلس کښې دَ چا سر يا مال يا عزت ته دَ نقصان رسؤلو خبره وشی نو دا خبره پټؤل جائز نهٔ دی اؤ چې دَ يو فرد دَ نقصان جائز نهٔ دی نو پهٔ کومه خبره کښې چې دَ عامو مسلمانانو نقصان وی دَ هغې پټؤل خو به غټه ګناه وی ۔ لکه چې دَ حضرت حاطب بن ابی بلتعه پهٔ بد نيتیٔ نه بلکې دَ غلط فهمیٔ پهٔ وجه دَ رسول اللهﷺ يوه دَ راز خبره دَ مکې کافرو ته رسؤلے وه ۔ پهٔ دې باندې دَ سورة ممتحنه پهٔ اولنو آيتونو کښې تنبيه شوے ده ۔ (در منثور) بلکې دَ کومې معاملې تعلق چې عامو مسلمانانو سره وی دَ هغې پهٔ څرګندؤلو کښې کهٔ پهٔ ظاهره څهٔ نقصان نهٔ ښکاری بيا هم دَ هغې څرګندؤل ( بې دَ هغې کسانو نه دَ چا پهٔ لاس کښې چې دَ شريعت اؤ عقل موافق دَ هغې کار معامله وی) نورو خلقو ته ېٔ څرګندؤل ښهٔ نهٔ دی ۔ کېدے شی چې پهٔ څرګندؤلو کښې ېٔ نقصان وی ۔ خو دَ دهٔ پهٔ خيال کښې نهٔ راځی ۔ ”وَاِذَا جَآءَهُم اَمر مِّنَ الاَمنِ اَوِالخَوفِ اَذَاغُوايهط وَلَورَدَّوهُ اِلَی الرَّسُولِ وَاِلیٰؔ اُولِی الاَمرِ مِنهُم لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَستَنبِطُونَه مِنهُمط ” الله تعالیٰ فرمائی اؤ چې دې خلقو ته څهٔ ( نوې) خبره ورسی هغه خبره د امن وی کهٔ دَ ويرې نو دوی ېٔ ژر خوره کړی ۔ (پهٔ دې کښې داسې اخبارونه اؤ داسې جلسې هم راغلې چې اکثر خو هغه خبرې غلطې وی اؤ کله ېٔ خورؤل دَ مصلحت خلاف وی) اؤ کهٔ دَ خپله خورؤلو پهٔ ځائې داسې خبره دَ رسول اللهﷺ يا دَ هغې مشرانو اصحابوؓ کوم چې پهٔ داسې کارونو پوهيږی پهٔ رائے پریښې وی ( اؤ خپله ېٔ پکښې دخل نهٔ کؤلے) نو هغوی به خبره پيژندلے وه اؤ تحقيق به ېٔ پهٔ کښې کړے وهٔ ۔ (بيا چې څنګه ورته دې پوهه کسانو وئیلی دی هغه شان کار به ېٔ کړے وهٔ ۔ ( سورة نساء)

ف: دَ دې آيت نه معلومه شوه چې اکثر اخبارونه دَ حدود نه بهر وی البته کوم اخبارونه چې پهٔ حدود کښې دننه وی دَ هغې مفيد کېدل دَ دې حديث نه معلوميږی ۔ ” (دَ ابن ابی هالهؓ نه پهٔ يو وږد حديث کښې) روايت دے چې رسول اللهﷺ به دَ خپلو اصحابوؓ دَ حالاتو نه ځان خبرؤلو اؤ دَ خاصو خاصو کسانو نه به ېٔ( دَ عامو خلقو) دَ حالاتو تپوس کؤلو ۔ ( شمائل ترمذی)

اتفاق” وَاعتَصِمُوا بِحَبلِ اللهِ جَمِيعًا وَّلَا تَفَرَّقُوا ” الله تعالیٰ فرمائی اؤ مضبوطه ټينګه کړیٔ دَ الله رسۍ ( يعنې دين) ټول پهٔ يو اتفاق اؤ خپلو کښې بې اتفاقه کيږیٔ مه ۔ ( آل عمران)”وَاَلَّفَ بَينَ قُلُوبِهِم( الانفال) الله تعالیٰ فرمائی اؤ پيدا ېٔ کړو دَ ( مسلمانانو) پهٔ زړونو کښې اتفاق ۔

ف: دَ احسان پهٔ موقعه ذکر کؤلو نه معلومه شوه چې اتفاق غټ نعمت دے ۔ ” وَاَطِيعُوا للهَ وَ رَسَولَه وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفشَلُوا وَ تَذهَبَ رِيحَکُم” الله تعالیٰ فرمائی اؤ پهٔ ټولو کارونو کښې دَ الله پاک اؤ دَ هغهٔ دَ رسول اللهﷺ دَ تابعداریٔ خيال ساتیٔ ( چې کار درنه دَ شريعت خلاف ونهٔ شی اؤ پهٔ خپلو کښې جنګ مهٔ کویٔ ګنی ( بې اتفاقئ پهٔ وجه به) بې همته شیٔ ( طاقت به مو منتشر شی اؤ پهٔ يو بل به مو اعتبار پاتې نهٔ شی اؤ يواځې سړے څهٔ کؤلے شی) اؤ ستاسو عزت به ختم شی ځکه چې دشمن چې خبر شی چې تاسو خپلو کښې بې اتفاقه يئ نو درباندې به زړهٔ ور شی اؤ ستاسو رعب به پاتې نهٔ شی ۔

ف: پهٔ دې کښې دَ بې اتفاقئ بد بيان شوے دے اؤ دا ښودلې شوی دی چې اصل شے دَ الله تعالیٰ اؤ رسول اللهﷺ فرمانبرداری ده يعنې دَ دين مضبوطيا ۔ ” دَ حضرت ابو درداءؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ وفرمائیل آيا زهٔ تاسو ته داسې شے ونهٔ ښيم چې ( دَ ځنو اثرونو پهٔ اعتبار ) دَ روژې، صدقې، ( زکوٰة) اؤ نمانځهٔ نه هم بهتر دے خلقو عرض وکړو يا رسول اللهﷺ ضرور ېٔ راته وښيیٔ حضورﷺ وفرمائیل پهٔ خپلو کښې تعلقات ښهٔ ساتل اؤ پهٔ خپلو کښې خراب تعلقات دين خرابؤنکے شے دے ۔ ( ابو داؤد و ترمذی) اؤ پهٔ کومو خبرو چې خپلو کښې تعلقات ښهٔ کيږی اؤ اتفاق مضبوطيږی يعنې يو بل دَ حقونو خيال ساتل اؤ پهٔ کومو کارونو چې تعلقات خرابيږی اؤ بې اتفاقی راځی دَ هغې بيان پهٔ نهم روح کښې تېر شوے دے ۔

دَ معاملې صفائی اؤ ښهٔ استوګه

څوک چې دَ بدن څهٔ لږ ډېر خيال ساتی هغوی دَ معاملو دَ صفايئ خيال هم ساتی ۔ اؤ دَ دين کار ېٔ ګڼی کهٔ دَ ناپوهیٔ پهٔ وجه ترې څه غلطی وشی دا بيله خبره ده ۔ دَ دې آسان علاج دا دے چې زما رساله”صفائی معاملات“ اؤ دَ بهشتی زيور پنځمه حصه وګوریٔ يا ېٔ واوریٔ يا چې کومه خبره درپېښيږی دَ نژدے عالم نه تپوس کویٔ ۔ چې دې کښې دَ شريعت څهٔ حکم دے اؤ کهٔ خپله مو خيال نهٔ وی نو بل فريق دَ چا چې حق دے هغه ترې تقاضا کؤلے شی اؤ دَ غفلت نه ېٔ بيدارؤلے شی ۔ خو دلته دَ دې متعلق دَ زيات وضاحت ضرورت نهٔ ګڼی اؤ دَ روغې خبرې يعنې حسن معاشرت متعلق ډېر ديندار خلق هم خيال نهٔ ساتی ۔ دا خالص دَ دنيا دَ انتظام يو کار ګڼی چې دين سره ېٔ څهٔ تعلق نشته نو خيال ېٔ نهٔ ساتی ۔ دَ دې متعلق څهٔ آيتونه اؤ حديثونه ليکو ( چې حسن معاشرت هم دَ شريعت حکم دے اؤ دَ دين کار دے)” يَآ اَيُّهَاالَّذِينَ اٰمَنُوا لَا تَدخُلُو بُيُوتًا غَيرَ بُيُوتِکُم حَتّٰی تَستَانِسُوا(النور)” الله تعالیٰ فرمائی اے ايماندارو تاسو دَ خپلې استوګې دَ کورونو ( پهٔ کومو کښې چې دَ بل چا دَ وسېدو احتمال نهٔ وی) نه علاوه نورو کورونو کښې(چې نور خلق پکښې وسی) سړی وی کهٔ زنانه اؤ خپلوان وی کهٔ پردی) مهٔ ننوځیٔ تر څو چې مو ترې نه اجازت نهٔ وی اخستې ۔ ( مخکښې فرمائی) اؤ کهٔ دَ اجازت اخستو پهٔ وخت درته ووئیلی چې واپس شیٔ نو واپس کېږیٔ ۔ ( دغه دَ واپس کېدو حکم دَ بخاری اؤ مسلم پهٔ حديث کښې هم دے کله چې پهٔ درے ځله تپوس څوک دَ ننوتو اجازت ورنه کړی) ۔ (سورة نور)

ف: دا دَ اجازت اخستو حکم زنانه اؤ مردانه ټولو کورونو کښې دے ، اؤ پهٔ دې کښې درے فائدې دی ۔ ” چې کور واله پهٔ داسې حالت کښې ونهٔ وينی چې هغه پهٔ هغې حالت کښې څوک ليدل نهٔ غواړی ۔ ”دَ کور والا دَ داسې کار نه خبر نهٔ شی چې هغه پرې څوک خبرؤل نهٔ خوښوی ۔ ” پهٔ ځنې وخت کښې څوک دَ چا سره ملاقات باندې خوښ نه وی ۔ څهٔ کار کښې ېٔ حرج راځی کهٔ آرام کښې ېٔ خلل راځی او کهٔ بل څهٔ وجه وی ۔ ” يٰآاَيُّهَاالَّذِينَ اٰمَنُوا اِذَا قِيلَ لَکُم تَفَسَّحُوا فِی المَجَالِسِ فَافَسَحُوا يَفسَحِ اللهُ لَکُم وَاِذَا قِيلَ انشَزُوا فَانشُزُوا ۱۲ ۔ ”الله تعالیٰ فرمائی اے ايماندارو چې تاسو ته ووئیلی شی ( يعنې دَ مجلس مشر درته ووائی) چې مجلس کښې ځائې فراخه کړیٔ (چې نورو راتلونکو ته هم ځائې وشی) نو تاسو ځائې فراخه کویٔ۔ ( نورو خلقو ته ځائې ورکویٔ) الله تعالیٰ به تاسو ته ( پهٔ جنت کښې) فراخی درکړی اؤ چې درته ووئیلی شی( چې دَ مجلس نه) پاڅیٔ نو پاڅیٔ( دَ تنهاییٔ دَ ضرورت دپاره مو پاڅوی اؤ کهٔ بل ځائې کؤلو دپاره) (سورة مجادله) ۔ دَ حضرت عائشېؓ ابۍ نه روايت دے چې يو ځل رسول اللهﷺ دَ ما وار پهٔ شپه اول بستره باندې پرېوتو دومره ساعت ېٔ انتظار وکړو چې دَ هغوی پهٔ خيال زهٔ وده شوی وم ۔ نو غلې غوندې ېٔ خپل څادر رواخستو ورو ورو ېٔ پېزار په ښپو کړو ورو غوندې ېٔ ور لرې کړو بهر ته ووتو بيا ېٔ غلې غوندې ور بند کړو ۔ ( اؤ دَ مدينې مقبرې بقيعې ته روان شو) خو ( بيا پهٔ واپسیٔ ېٔ دَ دې غلې غوندی تلو وجه دا وښيئله) چې تهٔ راوېښه نهٔ شې اؤ دا فکر وهٔ راسره چې کهٔ راوېښه شوې نو يواځې به پرېشانه شې ۔ ( مسلم)

ف: پهٔ حديث شريف کښې صفا ذکر دی چې حضورﷺ ټول کار داسې غلې غلې ځکه کؤلو چې عائشه بی بیؓ ته تکليف ونه رسی ۔ دَ خوب نه ويښېدو پهٔ وجه يا دَ يواځې والی نه دَ پرېشانئ پهٔ وجه ۔ ” دَ حضرت مقدادؓ نه پهٔ يو وږد حديث کښې روايت دے چې مونږ درے کسه دَ رسول اللهﷺ مېلمانهٔ وو دَ هغوی سره دېره وو نمازخفتن نمانځهٔ نه پس به راغلو ودهٔ به شو ۔ حضورﷺ به لږ وروستو تشريف راوړو دَ مېلمنو دَ ودهٔ اؤ دَ ويښ دواړه احتماله به وو نو سلام به ېٔ واچؤلو خو داسې ورو چې څوک ويښ وی چې وائې وری اؤ کهٔ څوک ودهٔ وی چې راويښ نهٔ شی ۔ ( مسلم) دَ حسن معاشرت مضمون مو دلته مختصر غوندې وليکلو دَ تفصيل دپاره رساله آداب المعاشرت اؤ دَ بهشتی زيور لسمه حصه دَ اول نه دَ کسبونو تر بيانه وګوریٔ ۔ دا ټول حديثونه دَ مشکوٰة دی کوم چې دَ نورو کتابونو نه دی هغې سره نوم ليکلے شوے دے ۔