دريم روح
دَ قرآن شريف لوستل اؤ لولول
عن عثمان رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ خير کم من تعلم القرآن و علمهٔ ( مشکوٰة ص۲۳)
دَ عثمانؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی پهٔ تاسو کښې دَ ټولو نه ښهٔ سړے هغه دے څوک چې قرآن زده کړی اؤ بل ته ېٔ وښئی۔ ( بخاری)
عن عقبة بن عامر فی الحديث الطويل قال افلا يغد واحد کم الی المسجد فيعلم او يقرأ اٰيتين من کتٰب الله خيرله من نافتين و ثلث خير له من ثلث و اربع خير له من اربع و من اعداد هن من الابل ( مشکوٰة ص ۱۸۳)
رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی پهٔ تاسو کښې چې څوک جمات ته لاړ شی دَ قرآن شريف دوه آيتونه زده کړی دا دَ هغهٔ دپاره دَ دوؤ اوښو( حاصلولو) نه ډېر ښهٔ دی ا درې آيتونه دَ دريو اوښو نه اؤ څلور دَ څلورو اوښو نه ډېر ښهٔ دی اؤ پهٔ شمار هر څومره اوښې چې وی دَ قرآن پاک آيتونه دَ هغې نه ډېر ښهٔ دی۔
ف”دَ بهتریٔ وجه ېٔ څرګنده ده اوښه دَ دنيا دَ کار شے دے اؤ آيتونه دنيا اؤ آخرت دواړو کښې دَ فائدې شے دے اؤ اوښې نوم هسې دَ مثال پهٔ طور اخستے شوے دے ۔ چې پهٔ هغه زمانه کښې پهٔ عربو کښې دَ اوښانو ډېر قدر وهٔ اؤ ډېر قيمتی شے ګڼلې شو ۔ ګنې دَ يو آيت پهٔ مقابله کښې دَ ټولې دنيا هم هېڅ حيثيت نشته(مرقات) اؤ دَ دې حديث نه دا هم معلومه شوه چې کهٔ چا پوره قرآن شريف نهٔ وی لوستې لږ ېٔ لوستې وی نو هغهٔ هم غټ نعمت حاصل کړے دے۔
عن عائشةؓ قالت قال رسول اللهﷺ بالقرآن مع السفرة الکرام البررة والذی يقرأ القرآن و يتنعنع فيه و هو عليه شاق له اجران ( مشکوٰة ص۱۸۴)
دَ حضرت عائشېؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې قرآن شريف کښې ښهٔ روان وی هغه به پهٔ درجه کښې دَ فرشتو برابر وی ۔ کومې چې دَ بنديانو عمل نامې ليکی ۔ پاکې اؤ عزتمنې دی ۔ اؤ څوک چې قرآن شريف کښې نښلی (روان نهٔ شی وئیلې) دَ هغهٔ دوه ثوابونه دی ( دوچند ثواب به ورکؤلے شی) ۔ (بخاری و مسلم)
ف: دوه ثوابونه داسې چې يو خو دَ قرآن دَ تلاوت ثواب دے اؤ بل ېٔ دَ محنت اؤ تکليف ثواب دے چې پهٔ آسانه ېٔ روان نهٔ شی وئیلې پهٔ خواریٔ خواریٔ ېٔ وائی پهٔ دې حديث کښې څومره غټه تسلی ده ۔ هغه چاته چې قرآن روان نهٔ شی وئیلې چې چرته دَ نا اميدیٔ پهٔ وجه ترې تلاوت پاتې نهٔ شی ۔ هسې نه چې ووائی ياديږی راته نه ۔ نو دَ داسې وينا څهٔ خير دے ۔ نو حضورﷺ خوشخبری ورکړه چې دَ داسې بنده دوچند ثواب دے ۔
عن ابن عباسؓ قال قال رسول اللہﷺ ان الدی لیس فی جوفہ شیٔ من القرآن کالبیت الحزب (مشکوٰة ص۱۸۶)
رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ چا سينه چې دَ قرآن نه خالی وی هغه داسې دے لکه وران کور ۔ (ترمذی و دارمی)
ف: پهٔ دې کښې تاکيد دے چې هر مسلمان ته څهٔ نه څهٔ قرآن ضرور ياد ساتل پکار دی ۔ ( يو آيت يا يو وړوکے سورت دې ولې نهٔ وی)
عن ابن مسعودؓ قال قال رسول اللهﷺ من قرأحرفاً من کتاب الله فله به حسنة والحسنة بشر امثالهالااقول الؔمّؔ حرف الف حرف و لام حرف ميم حرف (مشکوٰة ص ۱۸۶)
رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چا چې دَ کلام الله يو حرف ولوستو هغهٔ ته يوه نيکی ورکؤلے شی اؤ هره نيکی دَ لسو نيکيو برابره ده اؤ زهٔ دا نهٔ وايم چې الؔمّؔ يو حرف دے ۔ بلکې الؔف يو حرف دے ۔ لاؔم بل حرف دے اؤ ميمؔ بل حرف دے ۔ ( ترمذی و دارمی)
عن معاذ الجمنی قال رسول اللهﷺ من قرأ القرآن و عمل ما فيه البس والداه تاجا يوم القيٰمة ضوعه احسن عن ضوء الشمس فی بيوت الدنيا لو کانت فيکم فما ظنکم بالذی عمل بهذا ( مشکوٰة ص۱۸۶)
رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چا چې قرآن شريف ولوستو اؤ دَ هغې پهٔ احکامو ېٔ عمل وکړو دَ هغهٔ مور پلار ته به دَ قيامت پهٔ ورځ داسې تاج پسرؤلے شی چې دَ هغې رڼا به دَ نمر رڼا نه زياته اؤ ښائسته وی لکه نمر دَ ستاسو کورونو ته راکوز شی ۔ ( يعنې کهٔ نمر دومره نژدو وی چې دَ ستاسو پهٔ کورونو کښې راکوز شوے وی نو هغه وخت کښې چې ېٔ څومره زياته رڼا اؤ تيزې شغلې وی دغه به دَ دې نه زيات روښانه اؤ ښائسته وی) چې دَ مور پلار ېٔ ( دَ چا پهٔ تربيت چې ېٔ قرآن شريف زده کړے دے) دومره قدر دے نو دَ هغې بنده خپله مرتبه به څومره وچته اؤ دَ قدر وی؟( احمد و ابو داؤد)
ف: دَ دې حديث نه اولاد باندې دَ قرآن شريف لوستو څومره فضيلت بيان شوے دے ۔ نو ټولو مسلمانانو ته پکار دی چې خپل اولاد باندې قرآن شريف لوستو کښې ډېر کوشش وکړی کهٔ پوره ختم ونه کړې شی نو څومره حصه چې پهٔ آسانه کېدے شی ضرور پکار ده لکه چې دَ حديث (۲) نه معلومه شوے ده کهٔ اولاد باندې قران شريف يادؤلے شیٔ خو دَ دې ډېر ثواب دے لکه دې پسې حديث کښې چې راځې اؤ کهٔ دَ يادؤلو طاقت يا فرصت ورته نهٔ وی نو ناظره لوستل خو ډېر ضروری دی۔
و عن علیؓ قال قال رسول اللهﷺ من قرأ القرآن فاستظهره فاحل حلاله و حرم حرامه او خله الله الجنة و شفعه فی عشرة من اهل بيته کلهم قد و جبت له النار( مشکوٰة)
رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې قرآن زده کړی اؤ ياد ېٔ کړی بيا دَ هغې حلال حلال وګڼی اؤ حرام حرام وګڼی ( يعنې دَدې خلاف عقيده ېٔ نهٔ وی پهٔ وړومبی حديث کښې ورباندې عمل ذکر شوے وهٔ اؤ دې کښې دَ عقيدې ذکر دے) نو الله تعالیٰ به هغه سړے جنت ته واستوی اؤ دَ هغهٔ سفارش به دَ هغهٔ دَ خاندان دَ لسو کسانو پهٔ حق کښې قبول کړی ۔ داسې کسان چې دوزخ ورته مقرّر شوی وی۔(احمد، ترمذی، ابن ماجه، دارمی)
ف: پهٔ دې حديث کښې دَ قرآن شريف حفظ فضيلت دَ مخکښې حديث نه زيات واضح بيان شوے دے ۔ ظاهره ده چې پهٔ خاندان کښې زيات نژدے مور پلار دی ۔ نو دَ هغوی پهٔ حق کښې خو ېٔ سفارش يقينی شو ۔ دَ دې نه معلومه شوه چې خپل اولاد باندې دَ قرآن شريف حفظ کؤلو څومره غټ فضيلت دے۔
وعن ابن عمرؓ قال قال رسول اللهﷺ ان هذه القلوب تصداء کما بصداء الحديد اذا اصابه الماء قيل يا رسول الله وما جلاؤ ها کثرة ذکر الموت و تلاوة القرآن۔ ( مشکوٰة ص ۱۸۹)
رسول اللهﷺ فرمائیلی دی زړونه هم زنګ نيسی لکه وسپنه چې زنګ نيسی ۔ تپوس ترې وشو چې يا رسول اللهﷺ بيا دا زنګ نيؤلے زړونه پهٔ څهٔ صفا کيږی ۔ حضورﷺ وفرمائیل مرګ ډېر يادؤل اؤ دَ قرآن شريف تلاوت ( دَ زړهٔ زنګ لرې کوی) ۔ (بيهقی شعب الايمان)
و عن جابرؓ قال خرج علينا رسول اللهﷺ و نحن نقرأ القرآن و فينا الاعرابی والعجمی فقال اقرؤا فکل حسن (مشکوٰة ص۱۹۱)
دَ حضرت جابرؓ نه روايت دے چې يوه ورځ رسول اللهﷺ زمونږ خوا ته راغلو مونږ دَ قرآن پاک تلاوت کؤلو مونږ کښې څهٔ دَ بانډې خلق وو اؤ څهٔ غير عرب وو ( مطلب دا چې ځنی کسانو قرآن شريف ښهٔ نهٔ شو لوستې ۔ دَ بانډې خلق بې تعليمه وی اؤ چې عرب نه وی نو عربی صفا نهٔ شی وئیلې) ۔ حضورﷺ وفرمائیل لولئ لولئ ټول ښهٔ يئ ۔ ( يعنې کهٔ څوک ډېر صفا نهٔ شی وئیلې نو زړهٔ دې نهٔ تنګوی اؤ صفا لوستونکی دې ورته سپک نهٔ ګوری ځکه چې الله پاک زړونو ته ګوری) ۔
ف: دَ دې نه معلومه شوه چې څوک دې دا فکر نهٔ کوی چې زما ژبه صفا نهٔ ده . ښهٔ نهٔ شم لوستې يا مې عمر ډېر دے اوس نهٔ شم کؤلے نو ثواب به مې کم وی يا به مې غاړهٔ نيولې شی ۔ وګوریٔ رسول اللهﷺ ټولو ته څنګه تسلی ورکړه اؤ ټولو ته ېٔ دَ تلاوت جاری ساتلو حکم وکړو ۔ ( دا ټول حديثونه مشکوٰة کښې دی)
و عن ابی هريرة رضی الله عنه ان رسول اللهﷺ قال من استمع الیٰ اٰية من کتاب الله کتبت حسنة مضاعفة و من تلاما کانت له نورًا يوم القيٰمة (ترغيب ص۲۵۱)
رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ قرآن شريف يو آيت اورېدو ته غوږ کیږدی دَ هغهٔ دپاره داسې نيکی ليکلې شی کومه چې ( پهٔ مخه) زياتيږی ۔ ( دَ زياتی څهٔ حد نه دے ښيئلې شوے اؤ دَ الله تعالیٰ دَ بې پايانه رحمت نه اميد دے چې دا زياتی به بې انتها وی څهٔ حد به ېٔ نهٔ وی) اؤ څوک چې يو آيت ولولې دا آيت به دَ قيامت په ورځ دَ هغهٔ دپاره يو نور وی کوم چې دَ هغې نيکیٔ نه هم زيات وی ۔ ( احمد)
ف: الله اکبر قرآن پاک څومره لوے شے دے ۔ څوک چې خپله نهٔ شی لوستې هغه دَ بل نه پهٔ اورېدو هم بې حسابه ثوابونه ګټلې شی ۔ دَ الله بنديانو دا خو څهٔ دومره ګران کار نهٔ دے ۔
عن ابی امامة الباهلی رضی الله عنه قال سمعت رسول اللهﷺ يعقول قرأ القرآن فانه پاتی يوم القيٰمة شفيعا لا ص حضرت ابی امامهؓ نه روايت حابه (ترغيب ص۱۸)
دَحضرت ابی امامهؓ نه روايت دے وائی چې ما اورېدلې دی دَ رسول اللهﷺ نه ، هغوی فرمائیل چې دَ قرآن پاک تلاوت کویٔ ځکه چې قرآن شريف به دَ قيامت پهٔ ورځ دَ خپلو لوستونکيو سفارش کوی ۔ ( اؤ هغوی به پهٔ الله تعالیٰ بخښی) ۔ ( مسلم)
عن ابی هريرة رضی الله عنه ان رسول اللهﷺ قال يحيیٔ صاحب القرآن يوم القيٰمة فيقول القرآن يا رب حله فيلبس تاج الکرامة ثم يقول يا رب رده فيلبس حلة الکرامة ثم يا رب ارض عنه فيرمنی عنه فيقال له اقرأ و ارق و يزداد بکل آيه حسنة۔ ( ترغيب ص۲۸۲)
رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ قرآن تلاوت کوونکې به دَ قيامت پهٔ ورځ راشی نو قران به سوال وکړی الله ته اے پروردګاره دهٔ ته يوه جوړه واغونده وه ۔ نو هغهٔ ته به دَ عزت تاج پهٔ سر کړې شی ۔ بيا به ووائی اے الله دَ دې نه زيات څهٔ ورکړه ۔ نو الله پاک به ورته دَ عزت جوړه واغوندوی ۔ قرآن به بيا سوال وکړی اے الله تهٔ ترېنه راضی شه ۔ نو الله پاک به ترېنه راضی شی اؤ ورته به ووائی دَ قرآن تلاوت کوه اؤ پهٔ درجو وچت خيژه ۔ دَ هر آيت پهٔ بدل کښې به ورته يوه يوه نيکی زياتيږی ۔ (ابن خزيمه و حاکم)
ف: دَ دې تلاوت اؤ پهٔ درجو ختو تفصيل بل حديث کښې راغلے دے ۔ چې به ورته ووئیلی شی څنګه پهٔ مزه مزه چې دې دنيا کښې تلاوت کؤلو دغه شان تلاوت کوه اؤ پهٔ بره خيژه ۔ پهٔ کومه پوړۍ چې ستا تلاوت ختم شی هم هغه ځائې به ستا دَ وسېدو کور وی ۔ ( ترمذی، ابو داؤد، ابن حبان، دا حديثونه دَ ترغيب نه اخستې شوے دې) ۔
ف: مسلمانانو پهٔ دې حديث غور وکړیٔ اؤ دَ قرآن شريف پهٔ خپله زده کؤلو اؤ اولاد باندې زده کؤلو کښې پوره کوشش وکړیٔ ۔ کهٔ دَ ټول قرآن شريف يادؤلو همت يا فرصت نهٔ وی نو څومره چې کېدے شی هغه هومره همت پکار دے ۔ کهٔ ښهٔ نهٔ ياديږی يا صفا اؤ صحيح تلفظ نه شیٔ کؤلے نو وار خطا کيږیٔ مه اؤ لګيا وسیٔ خپل کوشش کویٔ څومره چې کېدے شی ۔ پهٔ دې کښې هم ثواب دے ۔ کهٔ يادؤل درته ګران وی نو پهٔ کتلو لوستلو ( ناظره) خو ېٔ زده کړیٔ ۔ اؤ پهٔ اولاد ېٔ هم زده کړیٔ کهٔ دَ قرآن پوره ختم کؤلو همت يا فرصت مو نهٔ وی نو چاته چې پوره ورزی دَ هغهٔ نه اوریٔ ۔ دَ اورېدو ثواب پهٔ مخکښې حديثونو کښې تېر شوے دے ۔ دا څرګنده خبره ده کوم کار چې دَ ثواب وی يا ضروری وی دَ هغې بندوبست اؤ انتظام کؤل هم ضروری اؤ دَ ثواب کار وی ۔ نو پهٔ دې قاعده دَ قرآن شريف دَ لوستو اؤ لولؤلو انتظام کؤل هم ضروری اؤ دَ ثواب کار دے ۔ اؤ دَ دې طريقه دغه ده چې هر ځائې کښې مسلمانان پهٔ جمع دَ داسې مدرسو اؤ مکتبونو انتظام وکړی ۔ چرته چې ماشومانو ته دَ قرآن شريف ښيئلو بندوبست وی اؤ لوې دې هم دَ خپلو کارونو نه لږ لږ وخت بچت کوی اؤ لږ لږ قرآن دې زده کوی ۔ چرته چې بې تنخواه مدرس نهٔ پيدا کيږی هلته دې ټول مسلمانان پهٔ شريکه دومره چنده راجمع کوی چې يو مدرس ته دَ ګذارې مناسب تنخواه ورکؤلے شی ۔ اؤ کوم ماشومان چې غريبان وی پهٔ دې وجه نور قرآن نهٔ شی وئیلې چې دَ هغوی دَ جامې خوراک انتظام هم وشی اؤ پهٔ آسانه قرآن مجيد ختم کړې شی ۔ کوم هلکان چې دلته سبق ووائی هغوی دې بيا کور کښې ښځو ته اؤ جينکيو ته هغه سبق ښیٔ ۔ پهٔ دې طريقه به دَ کورونو ښځې ټول قرآن شريف ولوستې شی کهٔ چا ته سيپاره کښې لوستل ګران وی هغه دې پهٔ يادو څو سورتونه ياد کړی ۔( دَ قرآن شريف يو څو حقونه نور هم دی)
(۱) يو خو دا چې څومره قرآن شريف چا زده کړے وی هغه دې همېشه لولی چې هېر ترې نه شی ۔
(۲) کهٔ دَ چا دَ قرآن شريف ترجمې زده کؤلو شوق وی ۔ نو ځان سره دې ترجمه نهٔ ګوری ۔ پهٔ دې طريقه دَ غلط پوهېدو خطره ده ۔ دَ چا عالم نه دې سبق زده کړی ۔
(۳) دَ قرآن شريف ډېر ادب پکار دے ۔ قرآن شريف ته شا کویٔ مه ۔ قرآن طرف ته پښې مهٔ غزه ویٔ ۔ دَ قران شريف نه وچت مهٔ کښېښنیٔ قرآن شريف پهٔ زمکه يا فرش مهٔ ږدیٔ ۔ پهٔ رحيل يا تکيه باندې ېٔ ږدیٔ ۔
(۴) قرآن شريف کهٔ زوړ شی وشليږی ۔ نو پهٔ څهٔ پاک زړوکی کښې ېٔ ونغاړیٔ اؤ داسې ځائې کښې غرق ښخ کړیٔ چې څوک پرې ګرځی نه ۔
(۵) کله چې دَ قرآن شريف تلاوت کویٔ نو پهٔ دې سوچ ېٔ کویٔ چې مونږ دَ الله تعالیٰ سره خبره کوؤ ۔ بيا وګوریٔ چې زړهٔ کښې څنګه نور پيدا کيږی۔