دویم روح

دويم روح

علمِ دين زده کؤل اؤ ښيئل

(يعنی خپله دَ دين علم زده کؤل اؤ بل ته ښيئل)

عن انس قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم طلب العلم فريضة علی کل مسلم(ترغيب مطبوعه فاروقی)

دَ انسؓ روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ علمِ دين طلب( يعنې دَ علم دين حاصلؤلو کوشش) پهٔ هر مسلمان فرض دے ( ابن ماجه)

ف” دَ دې حديث نه ثابته شوه چې پهٔ هر مسلمان نر وی کهٔ ښځه شهری وی کهٔ دَ بانډی ، امير وی کهٔ غريب دَ دين علم حاصلؤل فرض دی ۔ دَ علم مطلب دا نهٔ دے چې خامخا دې پهٔ عربۍ کښې زده کړی ۔ بلکې مطلب دا دے چې دَ دين خبرې زده کړی ۔ دَ عربۍ پهٔ کتاب کښې وی( کهٔ دَ بلې ژبې پهٔ معتبر کتاب کښې وی) کهٔ دَ پوھ عالمانو نه پهٔ پښتنه وی کهٔ دَ پوھو واعظانو پهٔ وعظ اورېدو وی ۔ کومې ښځې چې نهٔ خپله لوستې شی اؤ نهٔ دَ پردې پهٔ وجه دَ چا عالمانو نه تپوس کؤلے شی هغوی دې دَ خپلو سړيو پهٔ ذريعه دَ عالمانو نه پهٔ پښتنه زده کړی۔

و عن ابی ذرؓ قال قال رسول اللهﷺ يا ابا ذر لان تغدو فتعلم آية من کتٰب الله خير لک عن ان تصلی مائة رکعة و لان تغدو فتعلم باباً من من العلم عمل اولم يعمل به خيرلک من ان تصلی الف رکعة( ترغيب ص۲۲)

رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې اے ابوذرؓ( دا دَ يو صحابی نوم دے) چې تهٔ چرته لاړ شې دَ چا نه يو آيت زده کړې دا ستا دپاره دَ سل رکعته نفلو نه ډېر بهتر دے اؤ چې تهٔ چرته لاړ شې دَ علم دين يو مضمون زده کړې عمل دې پرې وی اؤ کهٔ نه دا ستا دپاره دَ زرو رکعتونو نفلونو نه بهتر دے۔( ابن ماجه)

ف: دَ دې حديث نه دَ دين دَ علم زده کؤلو غټ فضيلت ثابتيږی اؤ دا هم ترې معلومه شوه چې ځنی خلق چې دا وائی چې” عمل پرې نهٔ وی نو زده کؤلو اؤ تپوس کؤلو کښې څهٔ خير دے“ دا خبره غلطه ده ګوریٔ پهٔ حديث کښې واضحه وئیلی شوی دی چې عمل پرې وی اؤ کهٔ نه دَ زده کؤلو ثواب ېٔ شته۔ دَ دې درې وجې دی ۔ (۱) يو دا چې دَ دين خبره ورته معلومه شوه اؤ دَ ګمراهیٔ نه بچ شو دا هم غټ دولت دے ۔ (۲) دويم دا چې دَ دين خبره ورته معلومه شوه نو انشاءالله کله خو به پرې عمل هم وکړی ۔ (۳) دریم دا چې بل ته به ېٔ وښیٔ اؤ دا هم يو ضروری کار اؤ دَ ثواب خبره ده۔

عن ابی هريرة ان النّبیﷺ قال افضل الصدقة ان يتعلم المرء المسلم علمًا ثُمَّ يعلمه اخاة المسلم( رواه ابن ماجه ترغيب ص ۲۳)

رسول اللهﷺ فرمائیلی دی ” دَ ټولو نه بهتره صدقه ( خيرات) دا ده چې يو مسلمان بنده دَ علمِ دين څهٔ خبره زده کړی اؤ بيا ېٔ بل مسلمان ورور ته وښیٔ۔ ( ابن ماجه)

ف: دَ دې حديث نه ثابته شوه چې څوک دَ دين څهٔ خبره زده کړی هغه دې بل مسلمان ورور ته ښئی دَ دې ثواب دَ ټولو خيراتونو نه زيات دے ۔ سبحان الله دَ الله تعالیٰ څومره لوے رحمت دے چې هيله غوندې ژبه خوزؤلو باندې دَ زرګونو روپو دَ خيرات نه هم زيات ثواب ورکوی۔

قال الله تعالیٰ يٰاؔ ايُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا قُوا اَنفُسَکُم و اَهلِيکُم نَارًا ط (الاؔية)

و عن علی رضی الله عنه فی قوله تعالیٰ قوا اَنفُسَکُم واهليکم نارًا ط قال علموا اهليکم الخير۱۲(ترغيب ص۴۰)

الله تعالیٰ فرمائیلی دی” اے ايماندارو خپل ځانونه اؤ دَ خپل کور خلق دَ دوزخ نه بچ کړیٔ ۔ دَ دې پهٔ تفسير کښې حضرت علیؓ فرمائیلی دی چې دَ خپل کور خلقو ته دَ دين خبرې وښيئ پهٔ دې طريقه به هغوی دَ دوزخ نه بچ کړې شیٔ ( حاکم) دَ دې حديث نه معلومه شوه چې خپل بال بچ ته دَ دين خبرې ښودل فرض دی ګنی انجام ېٔ دوزخ دے۔(دا ټول حديثونه دَ احاديثو دَ کتاب” ترغيب“ نه اخستې شوي دی)

عن ابی هريرة رضی الله عنه قال قال رسول اللهﷺ ان مما يلحق المؤمن عن عمله و نشرو ولدًا صالحًا ترکه او مصحفا ورثه الی آخرة ( مشکوٰة ص۳۶ مجتبائی دهلی)

رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې دَ ايماندارو پهٔ عملونو اؤ نيکيو کښې چې دَ کومو څيزونو ثواب دَ مرګ نه پس هم بنده ته ور رسی پهٔ هغو کښې يو هغه علم دين هم دے چې بل ته ښيئلی شوی وی( يعنې چاته ېٔ لولولے وی يا ېٔ چا ته يو مسٔله ښودلې وی) اؤ خور کړی ېٔ وی ( يعنې دينی کتابونو نه ېٔ ليکلی وی يا ېٔ داسې کتابونه اخستې وی اؤ دينې ادارو ته ېٔ وقف کړی وی يا ېٔ دَ دين طالبانو ته ورکړی وی يا ېٔ دَ طالبانو سره دَ جامې ، خوراک امداد کړی وی چې دين خور کړی نو پهٔ دې طريقه دې هم ورسره پهٔ دين خورؤلو کښې شريک شو) بل نيک اولاد چې دَ چا نه پاتې شی اؤ نور ېٔ هم څو څيزونه ښيئلی وی( ابن ماجه و بيهقی)

عن ايوب بن موسی عن ابيه عن جده ان رسول اللهﷺ قال ما نحل وال ولده من نحل افضل من ادب حسن(مشکوٰة ص۴۳۳ مجتبائی)

رسول اکرمﷺ فرمائیلی دی هېڅ يو دَ اولاد خاوند خپل اولاد ته داسې ښهٔ شے نهٔ دے ورکړے کوم چې دَ علم دين نه بهتر وی ۔ ( ترمذی بيهقی)

عن ابن عباس رضی الله عنهما فی حديث طويل و من عال ثلث بنات او مثلهن من الاخوات فاد بهن و رحمهن حتی يغنيهن الله او حب الله له الجنته فقال رجل يا رسول الله او اثنتين قال او اثنتين حتی لو قالو او واحدة لقال واحدة( مشکوٰة) کذافی القاموس والصرح ۱۲ صنہ

رسول اللہﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ دريو لوڼو يا دريو خوياندو دَ پرورش ذمه واری واخلی اؤ دَ هغوی سره ښهٔ سلوک وکړی اؤ دَ دين خبرې ورته وښیٔ تر دې چې الله تعالیٰ ېٔ بې غمه کړی ۔ ( يعنې لوے شی وادهٔ شی دَ خپلو کورونو دَ سنبالؤلو شی اؤ دې ېٔ دَ پرورش دَ فکر نه بې غمه شی) الله تعالیٰ به دې سړی دپاره جنت مقرّر کړی يو سړی دَ دوؤ جينکيو متعلق تپوس وکړو ۔ چې کهٔ دَ چا پهٔ ذمه دَ دوؤ لوڼو يا دوؤ خوياندو تربيت وی نو حضورﷺ وفرمائیل دَ يوې هم دغه شان ثواب دے ۔ ( شرح السنته)

دا حديثو نه دَ مشکوٰة نه اخستې شوی دی۔

ف” دَ دې حديثونو اؤ دغه شان نورو ډېرو حديثونو نه دَ علم دين زده کؤلو اؤ ښيئلو ثواب ، دَ دې پهٔ هر مسلمان فرض کېدل ثابتيږی ۔ پوره زده کؤل يا ښيئل خو دا دی چې بنده دَ دين پوره عالم شی ۔ لېکن دَ هر چا نهٔ دومره همّت شته اؤ نهٔ ورته دومره فرصت شته چې پوره عالم شی ۔ نو زهٔ درته دَ دين زده کؤلو اؤ بل ته ښيئلو آسانې طريقې ښايم چې پهٔ دې طريقه عام خلق هم دا فرض ادا کؤلے شی اؤ دا ثواب ګټلې شی ۔ هغه طريقه دا ده ۔ (۱) څوک چې پهٔ اردو يا پښتو پوهيږی يا ېٔ پهٔ آسانه زده کؤلے شی نو هغوی دې پهٔ اردو پښتو ژبه کښې ليکلې شوی دَ دين معتبر کتابونه لکه بهشتی زيور، تعليم الدين، قصد السبيل اؤ تبليغ دين اؤ دَ تسهيل المواعظ دَ سلسلې وعظونه څومره چې موندې شی دَ چا ښهٔ عالم نه دې سبق سبق ووائی ۔ ( چې ښهٔ پرې پوھ شی) اؤ ورته ياد شی) يا ېٔ دَ ځان سره وګوری چې پهٔ کوم ځائې پوھ نهٔ شی ۔ پهٔ هغې دې نخښه ولګوی اؤ دَ چا ښهٔ عالم نه دې پرې ځان پوھ کړی بيا دې پهٔ خپله دېره کښې ، دَ محلې چوپال کښې يا دَ محلې جمات کښې نورو خلقو ته اوروی اؤ پهٔ خپل کور کښې ښځو ته اؤ وړو ته دې هم اوروی ۔ دغه شان څوک چې ېٔ پهٔ چوپال يا جمات کښې واوری هغه دې بيا پهٔ خپل کور کښې ښځو اؤ وړو ته اوروی پهٔ دې طريقه به دَ زده کړې اؤ ښيئلو دواړه ثوابونه وګټی ۔ اؤ دَ فرضو نه به ېٔ غاړه خلاصه شی ۔ (۲) څوک چې پخپله اردو يا پښتو هم نهٔ شی لوستے اؤ نهٔ ېٔ پهٔ آسانه زده کؤلے شی هغه دې څوک ښهٔ پوھ سړے خپل ځائې ته رابلی اؤ دَ هغهٔ نه دې داسې کتابونه اؤری اؤ دَ دين خبرې دې ترېنه پوښتی ۔ کهٔ داسې يو سړے مستقل مقرّر کړې شی چې هميشه دَ محلې خلقو ته دَ دين کتاب اوروی اؤ دَ دين خبرې ورته ښیٔ نو دا به ډېره بهتره وی ۔ ټول خلق چې لږه لږه چنده راجمع کړی نو يو ښهٔ تنخواه دار سړے ساتلې شی ۔ دَ دنيا دَ کارونو دپاره بې ضرورته پهٔ سوونو زرګونو روپۍ لګویٔ نو کهٔ دَ دين دَ کار دپاره معمولې رقم ولګویٔ نو څهٔ دومره ګران کار نهٔ دے ۔ لېکن داسې سړے کوم چې دَ دين کار دپاره مقرّر کوی اؤ کوم دَ دين کتابونه چې ترېنه اوری دا انتخاب پهٔ خپله خوښه مهٔ کویٔ بلکې دَ يو ښهٔ نيک پرهيزګار عالم پهٔ صلاح مشوره ېٔ خوښ کړیٔ ۔ (۳) يو دا خبره ياده لریٔ چې دَ دنيا يا دَ دين کوم داسې کار چې کؤل غواړیٔ دَ کوم ښهٔ والې يا بد والې چې درته دَ مخکښې نه معلوم نهٔ وی نو دا خيال ساتیٔ چې دَ يو نيک پرهيزګار عالم نه تپوس کویٔ اؤ هغه چې درته څهٔ وښیٔ پهٔ هغې ځان ښهٔ پوه کړیٔ خپله پرې عمل وکړیٔ اؤ نورو نر ښځو ته ېٔ وښیٔ ۔ کهٔ دَ داسې عالم سره دَ تلو موقع درسره نهٔ وی نو پهٔ خط ترې تپوس وکړیٔ اؤ دَ واپسیٔ ځواب دپاره پهٔ خط کښې خپله پته ليکیٔ ځوابی لفافه ضرور کيږدیٔ ۔ دې کښې هغهٔ ته ځواب ورکؤلو آسانی وی ځواب به ېٔ ژر راځی ۔ (۴) يوه دا خبره هم ياده لریٔ چې دَ الله تعالیٰ والا عالمانو پهٔ مجلس کښې ځنې وخت ضرور تيره ویٔ لکه پهٔ دې نيت ور روان شیٔ چې ډېره ښهٔ ده ۔ کهٔ دومره فرصت نه وی يا داسې عالم نژدے نهٔ وی لکه دَ بانډو خلق چې لرې لرې پراتهٔ دی ۔ نو هغه کهٔ چرې پهٔ خپل څهٔ کار پسې کلې ته لاړ شی چې هلته الله والا عالم موجود وی نو څهٔ وخت دپاره دَ هغهٔ مجلس ته ضرور ورتلهٔ پکار دی ۔ چې دَ دين خبرې ترې معلومې کړی۔ (۵) بل ضروری کار دا دے چې کله کله پهٔ مياشت دوه پس دَ چا ښهٔ عالم پهٔ صلاح يو ښهٔ واعظ خپل کلی يا محلې ته دَ وعظ دپاره راغواړیٔ ۔ چې دَ الله سره مينه اؤ دَ الله تعالیٰ ويره پهٔ زړهٔ کښې پيدا شی اؤ پهٔ دين باندې عمل کؤل آسان شی ۔ کهٔ دا طريقه مو پابندیٔ سره جاری وساتله نو دَ دين ضروری خبرې به درته بې محنته معلومې شی ۔ اؤ دَ دې سره دَ پرهيز پهٔ طور دوه خبرې نورې هم يادې وساتئ ۔ (۱) يو خو دا چې دَ کافرانو اؤ ګمراهانو جلسو ته مهٔ ځیٔ ۔ يو خو دَ کفر اؤ ګمراهیٔ خبرې اورېدل خپله پهٔ زړهٔ تيارهٔ راولی اؤ بل کله کله پهٔ غلطه خبره بنده ته قهر ورشی ۔ نو کهٔ صبر ونه کړې شی خو جنګ جګړه اؤ فساد ترې جوړ شی ۔ بلکې کله کله وهلو ټکؤلو اؤ مقدمه بازيو ته خبره ورسی وخت هم خراب شی اؤ پيسه هم برباده شی اؤ کهٔ صبر وکړی هم زړهٔ ېٔ خفه اؤ تنګ شی ۔ نو خامخا ځان ته غم جوړؤلو کښې څهٔ خير دے؟ (۲) دويمه ضروری خبره دا ده چې دَ چا سره پهٔ څهٔ خبره کښې بحث مباحثه اؤ مناظره مهٔ جوړویٔ دَ دې نه هم غټ خرابے جوړيږی ۔ دَ ټولو نه غټ خرابے خو ېٔ دا دے چې پهٔ داسې جلسو کښې يا بحثونو کښې دَ کفر يا دَ ګمراهیٔ داسې کږې خبرې غوږونو ته ورسی چې بنده خپله هم پهٔ شک کښې پرېوځی ۔ دومره علم خو ېٔ وی نه چې شک دَ زړهٔ نه وويستې شی ۔ نو بنده داسې کار ولې وکړی چې دَ دومره غټ نقصان خطره وی پهٔ کښې ۔ ( نو جلسې ته تلهٔ خو دَ خپل اختيار کار دے مهٔ ځیٔ) اؤ کهٔ سړے درسره پهٔ څهٔ خبره کښې بحث جوړؤل غواړی نو پهٔ کلکه ورته ووايئ چې ما سره بحث مهٔ کوه لاړ شه چا عالم سره بحث وکړه ۔ په دې تری ځان خلاصؤلے شیٔ کهٔ دَ دې ټولو خيال مو وساتلو دَ دارو سره مو پرهيز هم وکړو نو انشاءالله دينی صحت به مو هېچرې نه خرابيږی ۔ عاقبت به مو پهٔ خير وی اؤ دَ دين مرض به درباندی نه لګی الله تعالیٰ دې مونږ ټولو ته دَ نيکئ توفيق راکړی۔