پنځويشتم روح
قومی اِمتياز
يعنی خپله جامه پېزار، خپله وضع، دَ خبرو اترو طريقه اؤ خپل سلوک دَ غير مذهب قومونو نه ساتل ، دَ نورو قومونو طرز طريقه اؤ خويونه عادتونه بې ضرورته اختيارؤل شريعت منع کړی دی ۔ پهٔ دې کښې ځنی کارونه خو داسې دی چې کهٔ دَ بل قوم خصوصيت نهٔ وی هم هغه کارونه ګناه اؤ منع دی ۔ لکه ږيره کَلؤل يا ېٔ ډېره وړه کؤل يا داسې جنانګے اغوستل چې زنګون ترې ښکاری ناجائز دی ۔ اؤ دَ دې سره سره اسلامې وضع سپکه يا بده ګڼل نو خبره دَ ګناه نه کفر ته ورسی ، اؤ ځنی کارونه داسې دی چې کهٔ دَ بل قوم خصوصيت نهٔ وی نو څهٔ بدی پکښې نهٔ ده ۔ اؤ دَ خصوصيت پېژندګلی دا ده چې دَ دغه څيزونو پهٔ ليدو يو عام سړے ووائی چې دا خو دَ فلانی قوم تهذيب دے ۔ لکه کوټ پتلون اچؤل يا هيټ پهٔ سرؤل يا دهوتی( دَ هندوانو پهٔ شان لنګ) تړل يا ښځو دپاره ګګره اچؤل ۔ بيا پهٔ دې کښې ځنی څيزونه خو دَ هغې خلقو خالصةً قومې وضع وی لکه دَ (مغربی قومونو) کوټ پتلون او ځنی ېٔ هسې يو عام عادت وی لکه پهٔ ميز کرسۍ اؤ چاړهٔ کانټه باندې خوراک ، داسې کارونه خو دَ ګناه دی ۔ ځنو کښې ګناه کمه اؤ ځنو کښې زياته ۔ لېکن کوم کارونه چې دَ هغوی خالص قومی يا مذهبی وضع وی هغه اختيارؤل کفر دے ۔ لکه پهٔ سينه صليب اوېزاندؤل يا پهٔ سر چوټکه پرېښول يا غاړه کښې زنار اچؤل يا پهٔ تندی سندورو ټکۍ لګؤل(قشقه) اؤ کوم څيزونه چې دَ غير قومونو نه قومی نشان دے نهٔ مذهبی ، صرف دَ هغوی ايجاد کړی دَ عام ضرورت څيزونه دی لکه نوی سورلۍ ، ريل، موټر، لارۍ ، جهاز وغېره يا لکه ګهړۍ ، ټيلفون، ټيلګراف وغېره يا لکه نوے وسلې اؤ نوی ورزشونه چې دَ هغې بدل مونږ سره نشته دَ داسې څيزونو استعمال جائز دے ، نهٔ دَ موسيقیٔ نوی سامان لکه ګراموفون ، باجې يا هارمونيم وغېره مګر دا جائز اؤ ناجائز حکم پهٔ خپل عقل مهٔ کویٔ ۔ دَ عالمانو نه تپوس کویٔ اؤ پهٔ مسلمانانو کښې هم کوم چې فاسقان اؤ بدعتيان دی بدعت دَ دين پهٔ رنګ کښې وی کهٔ دَ دنيا پهٔ رنګ کښې دَ هغوی وضع اختيارؤل هم ګناه ده ۔ اګرچې دَ کافرو دَ وضع نه کمه وی بلکې سړيو ته دَ ښځو وضع اؤ ښځو ته دَ سړیو وضع جوړؤل هم ګناه ده ۔ بيا پهٔ دې ټولو شکلونو کښې کهٔ ېٔ هغه وضع پوره جوړه کړے وه چې خالص دَ هغوی پهٔ شان وو نو ډېره ګناه ده اؤ کهٔ نيمګړې وه نو کمه ګناه ده۔ اؤ دَ دې نه به پهٔ دې هم پوهه شوی يیٔ چې دا مسٔله څنګه چې شرعی ده دغه شان عقلی هم ده ۔ ځکه چې سړيو دپاره دَ ښځو شکل جوړؤل عقل هم بد ګڼی سره دَ دې چې دواړه نيک مسلمانان وی نو کوم ځائې چې دَ مسلمان اؤ کافر يا نيک اؤ فاسق فرق وی نو هلته به دَ کافر يا فاسق دَ وضع اختيارؤلو اجازت عقل څنګه ورکړی ۔ اوس دَ دې متعلق يو څو آياتونه اؤ حديثونه ليکو” وَلامُرَنَّهُم فَلَيُبتِّکُنّ اٰذَانَ الاَنعَامِ وَلَامُرَنَّهُم فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلَقَ اللهِ۱۲(سورة نساء)” الله تعالیٰ فرمائی اؤ شيطان ووئیل زهٔ به دوی ته نور هم داسې تعليم ورکؤم چې دَ الله تعالیٰ جوړ کړے شکل به ورانوی ( لکه ږيره کلؤل ، پهٔ بدن پوخ نقش کؤل) ۔ ( سورة نساء)
ف: ځنی تبديلیٔ خو شکل ورانؤل اؤ حرام دی ۔ ( لکه پورته چې مثال ورکړې شوے دے) اؤ ځنی تبديلې شکل سمؤل اؤ واجب دی ۔ ( لکه نوکونه پرېکؤل، سنت اخستل، دَ ترخ اؤ نامهٔ لاندې وېښتهٔ لرې کؤل) اؤ ځنی تبديلیٔ جائز وی لکه سړيو دپاره سَر کلؤل يا شين کؤل اؤ دَ موټې نه زياته ږيره پرېکؤل اؤ دا فيصله پهٔ شريعت کوی ۔ ( چې کوم کار جائز دے اؤ کوم ناجائز) نهٔ رواج ، ځکه چې رواج پهٔ هره زمانه بدليږی ۔ ” وَلَا تَرکَنُوا اِلَی الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّکُمُ النَّارُ۱۲(سورة هود)” الله تعالیٰ فرمائی دَ ظالمانو ( نافرمانو) غاړې تهٔ مهٔ اوړیٔ ( پهٔ دوستیٔ يا عمل اؤ حالت کښې يو شان کېدو پهٔ وجه) هسې نه چې دَ دوزخ اور درباندې ولګی ۔ ( هود)
ف: دا يقينې خبره ده چې خپله وضع اؤ طريقه پرېښؤل اؤ دَ بل طور طريقې غوره کؤل ، پهٔ خوشحالیٔ سره هله کيږی چې زړهٔ هغې غاړې ته واوړی، اؤ نافرمانو غاړې ته اوړېدو باندې دَ دوزخ وعيد دے ۔ دَ دې نه ثابته شوه چې داسې طور طريقې اختيارؤل ګناه ده ۔ ” دَ حضرت عبدالله بن عمرو بن العاصؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ پهٔ ما باندې دوه کپړې پهٔ کسم(زيړ رنګ) کښې رنګ شوے وليدې نو راته ېٔ وفرمائیل دا دَ کافرو جامې دی ۔ دا مهٔ اغونده ۔ ( مسلم)
ف: داسې رنګ جامه سړيو دپاره حرامه ده ۔ خو رسول اللهﷺ ېٔ وجه دا وښئله چې دا دَ کفارو سره مشابهت دے ۔ نو دا وجه چې کوم ځائې موندې شی دغه به ېٔ حکم وی۔ ( نور دَ کفارو سره مشابهت پهٔ هره خبره کښې چې وی ناجائز دے)” دَ حضرت رکانهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ ټوپئ ته دی پټکے زمونږ اؤ دَ مشرکانو تر مينځه فرق دے ۔ ” ( مشرکانو به پهٔ سرتوره پټکې وهلو نو مسلمانانو ته دا حکم وشو چې تاسو دَ ټوپئ دپاسه پټکے وهئ چې دَ مشرکانو سره دَ مشابهت نه بچ شی) ۔ ( مرقات)” دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ کوم قوم وضع( شکل شباهت) اختيار کړی، هغه دَ هغې قوم نه شمېرلې شی ۔ ( احمد و ابو داؤد)
ف: کهٔ دَ کافرانو اؤ فاسقانو وضع ېٔ اختيار کړه نو پهٔ ګناه کښې به ورسره شريک وی ۔ دَ ابو ريحانؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ مونږ دَ لسو څيزونو نه منع کړی يو( پهٔ هغو کښې يوه دا هم ده) چې يو سړے دَ خپلو جامو پهٔ لمنو ريښم وخيژوی لکه دَ عجميانو ۔ ( ابو داؤد و نسائی)
ف: دَ دې وجه هم هغه ده چې دَ بل قوم سره مشابهت راځی ، کوم چې نمبر۳ کښې تېره شوه ۔ ” دَ حضرت ابن عباسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی دَ الله تعالیٰ لعنت دے پهٔ هغه سړی چې دَ ښځو شکل شباهت جوړوی اؤ لعنت دے پهٔ هغه ښځې چې دَ سړيو شکل شباهت جوړوی ۔ ( بخاری شريف)“ دَ حضرت ابو هريرهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ لعنت وئیلې دے پهٔ هغه سړيو چې دَ ښځو پهٔ شان جامې اغوندی ۔ (ابو داؤد)” دَ ابن ابی مَلِيکهؓ نه روايت دے چې حضرت عائشېؓ ابۍ ته ووئیلی شو چې يوه ښځه دَ سړيو پهٔ شان پېزار پهٔ ښپو کوی هغې وفرمائیل رسول اللهﷺ پهٔ نارينه ښځو لعنت وئیلې دے ۔“
ف: نن سبا ښځو کښې دا مرض عام دے بلکې ځنی خو دَ انګريزانو پهٔ شان پېزار په ښپو کوی نو دې کښې دوه ګناه دی ۔ يو خو دَ مردانه وضعِ ګناه اؤ بله کافرانو سره دَ مشابهت ۔ ” دَ حضرت ابن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی الله تعالیٰ دی پهٔ لعنت کړی وېښتو کښې وېښتهٔ ګډؤلو والا اؤ ورباندې ګډؤنکے ( دَ دې غرض دوکه ده چې ليدونکيو ته وېښتهٔ وږدهٔ ښکاره شی) اؤ الله تعالیٰ دې پهٔ لعنت کړی چې پهٔ بدن پوخ نقش جوړؤنکی ۔ ( بخاری و مسلم)
ف: پوخ نقش خالونه وغېره دپاره بدن پهٔ ستنو وګَروی بيا ورکښې رانجهٔ يا نيل ډک کړی ۔ چې ورپاسه څرمن راشی نو دا رنګ بيا پهٔ وينځلو نهٔ ځی پوخ وی ۔ ” دَ حجاج بن حسانؓ نه روايت دے چې مونږ دَ حضرت انسؓ پهٔ خدمت کښې حاضر شو ( حجاج هغه وخت کښې وړوکے وهٔ) وائی چې ماته زما خور مغيره وئیلی چې تهٔ وړوکے وې اؤ ستا پهٔ سر دَ وېښتو دوه جوپې وې ۔ حضرت انسؓ ورته پهٔ سر لاس ووهلو دَ برکت دعا ېٔ وکړه اؤ وې فرمائیل چې دا وېښتهٔ لرې کړیٔ دا دَ يهوديانو پهٔ شان دی ۔ ( ابو داؤد)” حضرت عامرؓ بن سعدؓ دَ خپل پلار نه روايت کوی چې نبی کريمﷺ فرمائیلی دی دَ خپلو کورونو مخې صفا سُتره ساتئ دَ يهوديانو پهٔ شان مهٔ کيږیٔ ۔ (يهوديان به ګنده وسېدل)
ف: چې دَ کور نه بهر ميدان دَ يهودو پهٔ شان ساتل ناجائز دی ۔ نو دَ خپل بدن جامه به دَ يهودو پهٔ شان ساتل څنګه جائز شی ۔ ” دَ حضرت عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې (ناپوهه) بانډيڅيان دَ نماښام دَ نمانځه پهٔ نوم کښې پهٔ تاسو غالب نه شی ۔ بانډيڅيانو نماښام ته عشاؔ وې ۔ ( تاسو ورته عشاء مهٔ وايیٔ مغرب وايیٔ) اؤ دا به ېٔ هم فرمائیل چې ( ناپوهه) بانډيڅيان دَ نمازخفتن دَ نمانځهٔ پهٔ نوم کښې پهٔ تاسو غالب نه شی، ځکه چې کتابِ الله عِشَا دے ۔ ( اؤ هغوی ورته عَتَمه وې) ځکه چې عَتَمه ( تيارهٔ) کښې به دَ ووښو نه پئ لوشلې شو ۔ ( مسلم)
ف: دې نه معلومه شوه چې خبرو اترو کښې هم دَ هغوی سره مشابهت نهٔ دې پکار ۔ څوک چې دَ دين نه ناواقفه وی اؤ دَ غير قومونو محاورې اؤ اصطلاحات هم پهٔ خپلو خبرو کښې راوستل نهٔ دی پکار ۔ ” دَ حضرت علیؓ نه روايت دے چې دَ رسول اللهﷺ پهٔ لاس کښې عربی لينده وه هغوی يو سړے وليدو چې پهٔ لاس کښې ېٔ فارسی ( ايرانی) لينده وه ۔ حضورﷺ ورته وفرمائیل دا وغورزوه اؤ دا واخله ( عربی ليندې ته ېٔ اشاره وکړه) يا بله دَ دې پهٔ شان ۔ ( ابن ماجه)
ف: دَ ايرانیٔ ( غير ملکی) ليندې پهٔ مقابله کښې ( وطنی) عربی لينده وه ۔ نو دَ غير ملکې ليندې دَ استعمال نه ېٔ هغه منع کړو معلومه شوه چې دَ استعمال څيزونو کښې هم غير قومونو سره مشابهت نهٔ دے پکار ۔ لکه دَ پيتلو ( زيړو ) لوښې چې دَ يو غير قوم خصوصيت دے ( نو مسلمانانو ته دَ زيړو جوړ لوښې استعمالؤل نهٔ دی پکار ) ( مترجم) ۔ ” دَ حضرت حذيفهؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی قران پاک دَعربو پهٔ لهجه اؤ آواز وايیٔ (يعنې صحيح اؤ بې تکلّفه) اؤ خپل ځان دَ دواړو اهلِ کتابو دَ لهجې نه بچ کړیٔ ۔ ( بيهقی و رزين)
ف: دې نه معلومه شوه چې پهٔ لهجه کښې دَ غير قومونو اؤ غير شرعی خلقو دَ مشابهت نه ځان ساتل پکار دی ۔ ” دَ حضرت عبدالله بن عمرو بن العاصؓ نه روايت دے چې هغه دَ ابوجهل لور اُمِّ سعيد وليده چې لينده ېٔ وږې ته اچؤلے دَ سړيو پهٔ شان روانه وه ۔ عبدالله تپوس وکړو چې دا څوک ده ما ورته ووئیل چې دا ام سعيد دَ ابو جهل لور ده ۔ هغهٔ وفرمائیل چې ما دَ رسول اللهﷺ نه اورېدلی چې فرمائیل ېٔ داسې خلق زمونږ نه جُدا دی کوم سړے چې دَ ښځو مشابهت کوی اؤ کومه ښځه چې دَ سړيو مشابهت کوی ۔ ( ترغيب از احمد و طبرانی)
دَ حضرت انسؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ مونږ پهٔ شان نمونځ کوی اؤ زمونږ قبلې ته مخ کوی اؤ زمونږ حلاله خوری هغه مسلمان دے دَ هغهٔ دپاره دَ الله اؤ الله دَ رسول اللهﷺ ذمه واری ده نو تاسو دَ الله په ذمه واریٔ کښې خيانت مهٔ کویٔ ۔ ( يعنې دَ هغهٔ اسلامی حقونه مهٔ ضائع کویٔ) ۔ ( بخاری)
ف: دې نه معلومه شوه چې دَ خوراک کوم څيزونه چې مسلمانانو سره خاص تعلق لری دَ هغې خوړل هم دَ نمانځهٔ پهٔ شان دَ اسلام علامت دے ۔ نو څوک چې دَ غوا غوښه خوړل بې دَ څهٔ خاص عذر پرېږدی ۔ دا ښهٔ کار نهٔ دے اؤ دَ دې تائید دَ دې آيت دَ شانِ نزول نه هم کيږی ۔ الله تعالیٰ فرمائی” يَآاَيُّهَاالَّذِينَ اٰمَنُوا دخُلُوا فِی السِّلمِ کَافَّةً” اے ايماندارو ننوځیٔ پهٔ اسلام کښې پوره پوره ۔ ( غرض دا چې پهٔ هر کار کښې پوره پوره اسلامی طريقه باندې چلېدل پکار دی ۔ دَ دين پهٔ کارونو کښې هم اؤ دَ دنيا پهٔ کارونو کښې هم ۔ ” دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه پهٔ يو وږد حديث کښې روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی چې زما اُمت به پهٔ درے اويا (۷۳) ډلو کښې تقسميږی دا ټولې به دوزخ ته ځی بې دَ يوې ډلې نه ۔ خلقو عرض وکړو هغه يوه ډله کومه يوه ده چې دَ دوزخ نه به بچ وی ۔ حضورﷺ وفرمائیل څوک چې زما اؤ زما دَ اصحابوؓ پهٔ طريقه چليږی ۔ ( ترمذی)
ف: دَ طريقې نه مراد هغه واجب طريقه ده دَ کومې پهٔ خلاف چې دَ دوزخ وعيد دے اؤ حضورﷺ پهٔ دې طريقه دَ څهٔ شی تخصيص نهٔ دے کړے ۔ نو پهٔ دې کښې دَ دين ټولې خبرې هم راغلې اؤ دَ دنيا هم ۔ البته پهٔ يو کار کښې دَ رسول اللهﷺ اؤ دَ هغهٔ دَ اصحابوؓ طريقه اؤ دَ هغې واجب کېدل دَ هغوی دَ قول نه معلوميږی ۔ اؤ کله دَ هغوی دَ فعل ( کار) نه کله پهٔ عبادؔت النص يعنې صفا الفاظو اؤ کله پهٔ اشاؔرت النص چې صرف دَ عالمانو پهٔ اجتهاد( کوشش) سره معلومېدې شی اؤ عامو خلقو ته دَ عالمانو تابعداری ضروری ده بې دَ دې نه دين نهٔ شی محفوظ کېدے ۔
خاتمه کلام
دَ کومو اعمالو فهرست چې ديباچه کښې ورکړې شوے دے زهٔ چې څومره سوچ کوم هغه ټول اجمالاً يا تفصيلاً پهٔ دې پنځويشت بابونو کښ راغله ۔ نو پهٔ دا کتاب ختمؤل ، البته کهٔ دَ چا پهٔ فکر کښې بل څهٔ ضروری عمل داسې راغلو چې دې کښې نهٔ راځی يا څهٔ حصه ېٔ نور تفصيل غواړی ، نو هغه ورسره دَ ضميمې پهٔ طور لګېدے شی۔
شُکرِ انعام
دَ حضرت عبدالله بن عمرؓ نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی زما دَ طرفه ( اُمت ته) رسویٔ اګرچې يو آيت وی ۔ ( بخاری شريف) ” دَ حضرت ابو درداء نه روايت دے چې رسول اللهﷺ فرمائیلی دی څوک چې دَ دين پهٔ احکامو کښې څلويښت حديثونه محفوظ کړی زما اُمت ته ېٔ ورسوی ۔ نو الله تعالیٰ به هغه( دَ حشر پهٔ ورځ) فقهاؤ کښې پورته کړی اؤ زهٔ به ېٔ دَ قيامت پهٔ ورځ سفارشی اؤ ګواه يم ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
بَلِّغُوا عَنِّی وَلَو اٰيَةًط۱۲
اَلحَمدُلِله
په دې کتاب کښې دَ لس اتيا (۹۰) نه زيات آيتونه اؤ غير مکرّر درے سوه څلويښت(۳۴۰) حديثونه تبليغ شو څوک چې دا کتاب چاپ کړی اؤ تقسيم ېٔ کړی ۔ دا ثواب به هغهٔ ته هم ورسی ۔ (دا حديثونه ټول دَ مشکوٰة شريف دی بې دَ يو څو نه چې هغې سره نوم ليکلے شوے دے)
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
تَمَّت بِالخَيرِ ط
کتابت”ارشاد خان
پښتو اکيډمې پېښور يونيورسټی