اول روح
اسلام و ايمان
( دَ دواړو لفظونو مطلب سره نژدے نژدے دے)
اِنَّ الدِّينَ عِندَالله الِاسلَام ط وَمَن يَّبتَغِ غَيرَ الِاسلَامِ دِينًا فَلَن يُّقبَلُ مِنهُ وَ هُوَ فِی الاخِرَةِ مِنَ الخَاسِرِينَ ط
الله تعالیٰ فرمائیلی دی چې بېشکه رښتونے دين دَ الله تعالیٰ پهٔ نزد هم دغه اسلام دے ۔ الله تعالیٰ فرمائی چې څوک چې دَ اسلام نه غير بل دين ولټوی اؤ اختيار ېٔ کړی نو هغه دين به دَ دې سړی نه هر ګز قبول (اؤ منظور) نه کړې شی اؤ دې به پهٔ آخرت کښې تاوانی ( تباه ) وی۔
وَمَن يَّرتَدُّ مِنکُم عَن دِينِه فَيَمُت وَهُوَ کَافِر فَاُولٰؔئِکَ حَبِطَت اَعمَالُهُم فِی الدُّنيَا وَالاَخِرَةِ وَ اُولٰؔئِکَ اَصحٰبُ النَّارِ هُم فِيهَا خٰلِدُونَ ط
الله تعالیٰ فرمائی پهٔ تاسو کښې چې څوک دَ خپل دين نه وګرځی اؤ بيا هم دَ کفر پهٔ حالت کښې مړ شی نو دَ داسې سړی ټول نيک عملونه پهٔ دنيا اؤ آخرت دواړو کښې تباه شو اؤ داسې خلق دوزخيان دی همېشه به پهٔ دوزخ کښې وی۔
ف: پهٔ دنيا کښې دَ بد عمل تباهی دا ده چې دَ ښځې نکاح به ېٔ ماته شی اؤ کهٔ دَ چا مسلمان مړی دَ ميراث حقدار وهٔ نو دَ هغې حق نه به محروم شی۔ دَ مرګ نه پس به ېٔ دَ جنازې نمونځ نهٔ شی کؤلے اؤ دَ آخرت تباهی دا چې همېشه به پهٔ دوزخ کښې پروت وی۔
مسٔله: کهٔ دا سړے بيا دوباره مسلمان شی دَ کفر نه توبه وباسی نو کهٔ دَ ښځې ېٔ دَ بل چا سره نکاح شوے نهٔ وی نو دَ هغې پهٔ رضا ورسره دې بيا دوباره نکاح کؤلے شی اؤ کهٔ دَ ښځې خوښه نهٔ وه نو جبر پرې نشته اوس آزاده ده۔
يٰاؔ اَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا اٰمِنُوا بِاللهِ وَ رَسُولِه وَ الکِتٰبِ الَّذِی نَزَّلَ عَلیٰ رَسُولِه الکِتٰبِ الَّذِی اَنزَلَ مِن قَبلُ وَ مَن يَّکفُر بِالله وَ مَلٰؔئِکَتِه وَ کُتُبِه وَ رُسُلِه وَ اليَومِ الاخِرِ فَقَد ضَلَّ ضَلٰلاً بَعِيدً ط اِنَّ الَّذِينَ اٰمَنُوا ثُمَّ کَفَرُوا ثُمَّ اٰمَنُوا ثُمَّ کَفَرُوا ثُمَّ ازدَادُوا کُفرًا لَّم يَکُنِ اللهُ لِيَغفِر لَهُم وَلَا لِيَهدِيَهُم سَبِيلاً ط
الله تعالیٰ فرمائیلی دی ” اے ايماندارو ( ضروری عقيدو تفصيل واوریٔ هغه دا دی چې) ايمان راوړیٔ پهٔ الله تعالیٰ اؤ دَ هغهٔ پهٔ رسول محمدﷺ اؤ پهٔ هغه کتاب چې الله پهٔ دې رسولﷺ نازل کړے ( يعنې قرآن) اؤ پهٔ هغه کتابونو هم کوم چې پهٔ مخکښينو رسولانو نازل شوی دی( يعنې تورات، انجيل، اؤ زبور) اؤ چا چې انکار وکړو دَ الله نه اؤ دَ هغهٔ دَ فرشتو نه اؤ دَ هغهٔ دَ کتابونو نه اؤ دَ هغهٔ دَ رسولانو نه اؤ دَ قيامت دَ ورځې نه نو هغه پهٔ ګمراهیٔ کښې ډېر لرې ووتو ۔ بېشکه کوم خلق چې اول مسلمانان شو بيا کافر شو بيا ( دوباره) مسلمانان شو ( اؤ اوس هم پهٔ اسلام قائم پاتې نه شو ګنی وړومبے کفر به ورته معاف شوے وهٔ) بلکې بيا کافر شو ( اؤ بيا ېٔ هډو ايمان رانهٔ وړو ګنی بيا به ېٔ هم ايمان قبول شوے وهٔ) بلکې پهٔ کفر کښې مخ پهٔ وړاندې تلل ( تر دې چې دَ کفر پهٔ حالت کښې مړ شو) نو الله تعالیٰ داسې خلق نهٔ معاف کوی اؤ نهٔ ورته دَ جنت لار ښیٔ۔
اِنَّ الَّذِينَ کَفَرُوا بِاٰيٰتِنَا سَوفَ نُصلِيهِم نَارًا کُلَّمَا نَضِجَت جُلُودُهُم بَدَّلَّنٰهُم جُلُودًا غَيرَهَا لِيَذُوقُوا العَذَابَ اِنَّ اللهَ کَانَ عَزِيزًا حَکِيمًا ط وَالَّذِينَ اٰمَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُد خِلهُم جَنّٰتٍ تَجرِی مِن تَحتِهَا الاَنهٰرُ خٰلِدِينَ فِيهٰا اَبَدًا لَهُم فِيهَا اَزوَاج مُطَهَّرَة وَ نُدخِلَهُم ظِلاًّ ظَلِيلاً ط
الله تعالیٰ فرمائی بېشکه چا چې زما دَ آيتونو نه انکار وکړو( يعنې ايمان ېٔ پرې رانهٔ وړو) مونږ به هغوی ډېر پهٔ سخت اور کښې واچوؤ( اؤ هلته به ېٔ دا حالت وی) چې کله ېٔ څرمن پهٔ اور کښې وسوزی نو مونږ به ورته دَ هغې سوی څرمن پهٔ ځائې بله تازه څرمن ورکړو چې همېشه دغه شان سخت عذاب وی ۔ بيشکه الله زبردست ( اؤ) دَ حکمت خاوند دے ۔ اؤ چا چې ايمان راوړو اؤ نيک کارونه ېٔ وکړهٔ مونږ به ېٔ ډېر ژر داسې باغونو ته ننه باسو چې دَ هغې ( دَ ماڼيو) دَ لاندې به نهرونه جاری وی( اؤ) همېشه به وسيږی پهٔ دې کښې ۔ دوی دپاره به پهٔ دې کښې بيبيانې وی پاکې اؤ مونږ به ننه باسو دوی ګورو ګورو سېوریو ته۔
ف: پهٔ دې آيتونو کښې مسلمانانو دپاره دَ جنت دَ نعمتونو اؤ دَ اسلام نه انکار کوونکيو ته دَ دوزخ دَ تکليفونو لږ غوندې حال دے۔ پهٔ نورو آيتونو اؤ حديثونو کښې دَ جنت دَ نورو قسم قسم نعمتونو اؤ دَ دوزخ دَ نورو قسم قسم عذابونو حال ډېر پهٔ تفصيل سره بيان شوے دے ۔ اے مسلمانانو دَ دنيا ژوند ډېر لږ دے کهٔ پهٔ اسلام باندې قائم پاتې کېدو کښې څهٔ لږ غوندې تکليف هم درباندې راشی نو دَ مرګ نه پس به مو هغه همېشه ژوند داسې پهٔ آرام اؤ راحت وی چې دا تکليف به مو بالکل هېر شی ۔ اؤ کهٔ دَ څهٔ لالچ دپاره څهٔ معمولی تکليف نه بچ کېدو پهٔ غرض ( الله دې نه کړی) کهٔ کوم مسلمان دَ اسلام دَ لارې نه واوړېدو نو ياد لریٔ چې مرګ نه پس به دائمی اؤ نهٔ ختميدونکے ژوند داسې سخت پهٔ مصيبت اؤ پهٔ تکليف وی چې دَ دنيا دا خوشحالی به ورنه هېره شی ۔ اؤ بيا به مو دَ هغې تکليف نه هېچرې پهٔ هېڅ شان خلاصې نهٔ وی ۔ نو پهٔ چا کښې چې څهٔ لږ غوندی عقل وی هغه به دَ ټولې دنيا بادشاهیٔ پهٔ لالچ کښې هم دَ اسلام نه وانهٔ وړی ۔ الله تعالیٰ دې مونږ ټولو مسلمانانو ته دَ نيکیٔ هدايت وکړی اؤ زمونږ عقلونه دې صحيح کړی۔ آمين