سیریزه

سريزه

چې مولانا عبدالله ملتانی دَ مصنفؒ دَ وږدې اؤ ګرانې مقدمې نه آسانه اؤ

مختصره کړے ده

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

الحمدُ لِله رَبِّ العٰلَمِين وَالصَّلوٰةُ والسَّلام عَلی سيّد المرسلين وَ علیٰ آلِه واصحابِه اجمعين ط” دا څرګنده ده چې دَ حضرت حکيم الامت مجدد الملة مولانا شاه اشرف علی صاحب تهانویؒ وعظونو اؤ ملفوظاتو اؤ تصنيفاتو نه عامو خلقو ته ډېره فائدہ رسیدلې ده اؤ الله تعالیٰ دَ حضرتؒ دَ اخلاص پهٔ برکت دَ هغوی کتابونه لکه بهشتی زيور وغېره ډېر مقبول کړی اؤ خلق ترې ډېره فائدہ اخلی ۔ دَ هغوی پهٔ مقبولو کتابونو کښې يو دا حيات المُسلمين هم دے۔ دَ دې اصل مقدمه کومه چې مصنف ليکلې وه ډېره مشکله ده نو ما( مولانا ملتانی) دَهغې خلاصه پهٔ آسانه ژبه کښې دَ دې کتاب سره ملګری کړه ۔ چې خلق ترې فائدہ واخستې شی۔

”کاميابی اؤ فلاح دَ الله دَ فرمانبردارو بنديانو خاصه ده“ دَ قرآن کريم پهٔ آيتونو اؤ دَ رسول اللهﷺ پهٔ حديثونو کښې دا مضمون ډېر پهٔ وضاحت سره ثابت شوے دے چې دَ دين اؤ دنيا کاميابی اؤ فلاح پهٔ هغې خلقو پورې خاص دے څوک چې دَ الله تعالیٰ اؤ دَ هغه دَ رسول اللهﷺ تابعدار اؤ فرمانبردار دی لېکن نن سبا زمونږ مسلمانان وروڼه دَ دې حقيقت نه ډېر ناخبره اؤ بې پرواه دی اؤ پهٔ ناپوهیٔ اؤ بې وقوفیٔ کښې بوخت دی نو پهٔ موجوده وخت کښې دَ دنيا پهٔ عامو مسلمانانو عام طور سره اؤ دَ هندوستان اؤ پاکستان پهٔ مسلمانانو خاص طور سره چې کوم آفتونه اؤ مصيبتونه ، سختیٔ اؤ تکليفونه راځی دَ دې اصل وجه هم دا ده چې مونږ کښې دَ الله تعالیٰ دَ احکامو نه مخ اړؤل اؤ نافرمانی عامه شوے ده ۔ دَ دې سره سره ډېره دَ غم اؤ افسوس خبره دا ده چې دَ تکليفونو دې اصل سبب طرف ته زمونږ هډو توجه نشته اؤ نهٔ ېٔ څهٔ علاج کوؤ۔ پهٔ دې وجه چې مونږ دَ خپلو مصيبتونو لرې کؤلو دپاره کوم خود ساخته تدبيرونه سوچ کوؤ اؤ کومې لارې ورته لټوو هغه اپوټه خېژی اؤ دَ کمی پهٔ ځائې زمونږ تکليفونه ورځ پهٔ ورځ زياتيږی ۔ زمونږ پهٔ علاج اؤ دَ علاج پهٔ طريقه دَ مولانا رومیؒ دا شعر پوره پوره صادق دے ۔

گفت ہر دارو کہ ایشاں کردہ اند

آں عمارت نیست ویراں کردہ اند

حکيم ورته ووئیل هر څومره دارو درمل چې دوی کړی دی هغه دَجوړه ولو دپاره نهٔ وو هغې خو نور هم ورانې کړے دے ۔ ( يعنې غلط دارو ېٔ تجويز کړی دی)

”دَ عمل اصلاح پهٔ صحيح علم موقوف ده“ دا څرګنده ده چې عمل کښې کمی اؤ غلطی دَ صحيح علم دَ نشت پهٔ سبب راځی ۔ عمل هله صحيح کيږی چې دَ نيت دَ صحت سره سره علم هم صحيح وی څهٔ خرابې اؤ کږ ليچ پکښې نهٔ وی ۔ نو ځکه دَ ذهن اصلاح دَ عمل پهٔ اصلاح وړومبیٔ ده نو دَ دې خبرې سخت ضرورت دے چې خلق دَ دې ناپوهیٔ اؤ غفلت دَ خوبه رابيدار کړې شی ۔ چې دَ مرض اصلی سبب معلوم کړې شی اؤ بيا دَ صحيح علاج يقينی طريقه پهٔ صحيح علم معلومه کړې شی چې دَ هغې علتونو دَ لرې کؤلو کوشش وشی کوم چې دَ مسلمانانو دَ تکليف اؤ خواریٔ سبب ګرځېدلې دے۔

”دَ مسلمانانو دَ ټولو مصيبتونو علاج اؤ دَ ټولو مشکلاتو هل دَ رسولِ اکرمﷺ دَ تعليم پهٔ تابعداریٔ کښې دے“۔

دَ هر قسم عقلی اؤ نقلی دليلونو اؤ تجربو نه دا خبره يقين ته رسېدلې ده چې ترقيامته پورې دَ ټولو بنيادمو دينوی اؤ اخروی کاميابی، فلاح دَ حضرت خاتم المرسلينﷺ پهٔ کامله تابعداریٔ موقوف ده ۔ لکه عارف شيرازیؒ وئیلی دی۔

ذات پاک کاملے پرُمایۂ

آفتابے درمیانِ سایۂ

ماذقش گو کو حکیم ماذق است

صادقش گو کو امین و صادق است

ترجمه” دَ حضورﷺ ذات کامل دے اؤ داسی روښانه دے لکه پهٔ سېوری کښې چې نمر وی هغه ماهر ومنه چې هغه ماهر حکيم دے اؤ هغه رښتونې ومنه چې هغه رښتونې اؤ آمين دے ۔ څوک چې دَ حضورﷺ پهٔ وينا عمل وکړی هغه به بې اختياره دا ووائی

مطلق نورِ حق و فعِ حرچ

معنی الصّبر مفتاح الفرچ

اے لقائے تو جواب ہر سوال

مشکل از تو حل شود بے قیل و قال

تر جمانِ ہر چہ مارا در دل است

دستگیر ہر کہ پائش در گل است

مرحبا يا مجتبٰے يا مرتضٰے

اِن تُغب جاء القضا ضاق القضا

انت مولی القوم من لا یشتہی

قدر دی کَلَّا لَئِن لَم يَنتَهِ

ترجمه”۱“ دَ حق نور ستا پهٔ تندی کښې جلوه ګر دے هم تهٔ دَ ټولو تکليفونو لرې کؤنکے ي دغه شان دَ الصّبر مفتاح الفرج مصداق هم تهٔ ي۔

”۲“ تهٔ زمونږ دَ زړونو ترجمان اؤ هر مصيبت کښې دَ ګرفتار بنده مددګار ي ۔

”۳“ تهٔ زمونږ دَ زړونو ترجمان اؤ هر مصيبت کښې دَ ګرفتار بنده مددګار ي۔

”۴“ تهٔ دَ هغې قوم خير خواه ي ۔ چا چې تهٔ نهٔ منلې اؤ دَ چا حق کښې چې دا آيت نازل شوے دے چې کهٔ دوی دَ مخالفت نه منع نهٔ شو نو ټول به دَ سر دَ ویښتو نه نيولې پهٔ راښکو دوزخ ته واچؤلې شی۔ کوم سړے چې دَ حضورﷺ پهٔ وينا عمل وکړی ( هغه دَ هغې پهٔ راز اؤ حکمت پوهيږی اؤ کهٔ نهٔ پوهيږی خو چې تابعدار وی) هغه به دَ حال يا قال پهٔ ژبه داسی ووائی

آنکہ از حق یا بد او وحی خطاب ہر چہ فرماید بود عین صواب

آنکہ جان بخشد اگر بکشد رواست نائب است و دستِ او دستِ خداست

ہمچو اسماعیلؑ پیش سر بنہہ شاد و خنداں پیش تیغش جاں بدِہ

تا بماند جانب خنداں تا ابد ہمچو جان پاک احمد با احد

عاشقانِ جام فرح آنگہ کشند کہ بدست خویش خوبان آں کشند

آں کے راکش چنین شاہے کشند سوئے تخت و بہترین جاہے دہد

ترجمه”۱“ پهٔ کوم ذات چې دَ الله تعالیٰ وحې نازليږی اؤ خطاب ورنه کيږی هغه چې څهٔ فرمائی هغه بالکل حق اؤ صحيح دی۔

”۲“ څوک چې روح بخښی هغه ېٔ دَ آخستو هم حقدار دے ۔ پيغمبرﷺ دَ الله تعالیٰ نائب دے دَ هغهٔ لاس دَ الله لاس دے۔

”۳“ دَ اسماعيلؑ پهٔ شان دَ هغهٔ مخکښې خپل سر کېږده پهٔ خندا خوشحالیٔ دَ هغهٔ پهٔ توره خپل ځان قربان کړه۔

”۴“ پهٔ دې قربانیٔ به ستا روح همېشه دپاره داسې خوشحاله وی لکه دَ احمد مجتبٰیﷺ روح چې دَ خپل الله نه رضا اؤ خوشحاله دے۔

”۵“ دَ الله دَ عاشقانو دَ خوشحالیٔ جام هله نصيب کيږی کله چې ېٔ محبوب حقيقی ورته پهٔ خپلو لاسو ورکړی( يعنې دَ مرګ نه پس)

”۶“ داسې سړے چې حقيقی بادشاه دَ لاسه ېٔ مرګ نصيب شی هغه مرګ نهٔ دے بلکې حقيقت کښې تاج و تخت اؤ بهترين عزت دے۔

”خلق پهٔ درے قسمه دی“ حقيقت دا دے چې رسول اللهﷺ پهٔ ډېره مينه اؤ پوره رحمت سره دَ دنيا اؤ آخرت دَ کاميابئ ټولې مسٔلې اؤ دَ ټولو پرېشانو دَ لرې کؤلو چلونه بنيادمو ته بې دريغه ښيئلی دی مخکښې بيا دَ خلقو دَ نيک بختیٔ اؤ بد بختیٔ پهٔ وجه معامله داسې جوړيږی ۔

”۱“ کوم خلق چې دَ پوخ ايمان پهٔ برکت دَ هغوی پهٔ ښودلو خبرو پوره پوره عمل کوی هغوی کامياب اؤ کامران دی ۔

”۲“ اؤ کوم خلق چې پهٔ عمل کښې سستی وکړی نو کهٔ څهٔ قدرې عقيده اؤ محبت ېٔ ورسره وی نو الله تعالیٰ هغوی دَ هغوی دَ فائدې اؤ اصلاح دپاره څهٔ مودې دپاره دَ کاميابو محرومه کړی چې دوی بيدار شی اؤ دَ خپل عمل اصلاح وکړی۔

”۳“ دريم قسم هغه بدبخته دی چې زړونه ېٔ دَ حضورﷺ سره عقيدت اؤ محبت نه خالی وی داسې خلقو ته پهٔ دنيا کښې کله کله پهٔ ظاهره ځنې کاميابیٔ ورکړی شی لېکن هغه پهٔ حقيقت کښې محرومی اؤ ناکامی وی چې پوره پته به ېٔ پهٔ آخرت کښې لګی۔ اؤ پهٔ آخرت کښې هم ۔ څوک کهٔ دَ داسې خلقو پهٔ حالاتو پوره پوره غور وکړی نو ورته به معلومه شی چې پهٔ دنيا کښې هم سره دَ دې ظاهری کاميابیٔ دَ دوی زړونه دَ اطمينان اؤ سکون نه خالی دی ۔ اصلی خوشحالی خو دا ده چې زړهٔ مطمئن اؤ پهٔ سکون وی خو دا دَ هغوی پهٔ نصيب کښې چرته ده؟ دغه مضمون پهٔ قرآن شريف کښې ډېر ځايه بيان شوے دے ۔ نو زما خوږو مسلمانانو وروڼو هر کله چې دَ هر قسم عقلې اؤ نقلې دليلونو نه دا ثابته شوه چې دَ کاميابیٔ دارو مدار دَ حضورﷺ پهٔ تابعداریٔ دے اؤ دَ هر مرض علاج اؤ دَ هر مشکل حل دَ حضورﷺ پهٔ ښيئلې نسخو باندې موقوف دے نو پهٔ داسې حالاتو کښې پهٔ مونږ فرض دی چې عمل کښې سستی اؤ پهٔ علم کښې غفلت نه ځانونه رابیدار کړو اؤ دَ هغې ضروری اؤ يقينی فائدہ منو نسخو استعمال شروع کړو پهٔ کومو چې دَ دنيا اؤ آخرت ظاهری اؤ معنوی هر قسم فلاح اؤ کاميابی حاصلېدل يقينی دی۔

”دَ عمل تاثير“ ياد لریٔ څنګه چې الله تعالیٰ پهٔ داروګانو کښې خپل خپل داسې تاثير یٔښې دے چې دَ بنيادم جسمانی رنځونه لرې کوی دغه شان الله تعالیٰ پهٔ عملونو کښې هم داسې تاثيرونه یٔښې دی چې بنيادم پرې روحانی رنځونو نه رغيږی ۔ حضرت تهانویؒ فرمائی چې پهٔ دې وخت کښې دَ مسلمانانو دَ تکليفونو اؤ پریشانو ژر لرې کؤلو دپاره ما دا فيصله کړے ده چې دَ الله تعالیٰ پهٔ احکامو کښې هغه احکام پهٔ کومو چې عمل هم آسان دے اؤ پوهېدل پرې هم آسان دی خپلو مسلمانانو وروڼو ته پیش کړم اؤ زياتې آسانئ دپاره به لږې لږې يو يو دوه دوه خبرې شائع کوم چې ټولې يوځائې شی ۔ نو يو کتاب به ترې جوړ شی هغه خبرې به دَ دې مضامينو متعلق وی، (۱) اسلام ، (۲) علم دين ، (۳) نمونځ ، (۴) روژه ، (۵) زکوٰة ، (۶) قرآن ، (۷) دَ معاملو صفائی ، (۸) حلال کسب ، (۹) اسراف نه ځان ساتل ، (۱۰) دَ وليانو قصې ، وغيره ۔ پهٔ دې خبرو کهٔ مسلمانان عمل وکړی نو پاکيزه ژوند به ېٔ نصيب شی ۔ نو ځکه دَ دې مجموعی نوم”حيات المسلمين“ ږدم ۔ اؤ هر يو جزو ته مې روح نوم ورکړے دے ځکه چې پهٔ بنيادم کښې هم مختلف روحونه موجود دی۔ لکه روح طبعی، روح حيوانی، روح انسانی ۔ دغه شان دَ عملونو هم مختلف تاثيرونه دی ۔ پهٔ دې لحاظ دوی ته هم دَ ارواحو لقب ورکېدے شی۔ پهٔ شروع کښې مضامين يو يو پهٔ ” اَلنُّور“ رساله کښې چاپ کېدل ۔ بيا ټول دَ يو مجموعې پهٔ شکل کښې پهٔ يوځائې چاپ شو۔ دَدې مجموعی نوم” حيات المسلمين“ دے ۔ الله تعالیٰ دې ورباندې مسلمانانو ته فائدہ ورسوی ۔ چې هر قسم روحانی اؤ جسمانی روحونو نه شفا بيا مومی ۔ دا مضمون حضرت اشرف علی تهانویؒ ليکلې وهٔ ما ترې مشکل الفاظ وويستل دَ اشعارو ترجمه مې ورسره زياته کړه ۔ پهٔ دې طريقه لږ آسان شو۔

مولانا عبدالله

مفتی خيرالمدارس ملتان