زُهد اؤ تقویٰ

اشاعت اول: 6 ستمبر 2021

حضرت شیخ سید شبیر احمد کاکاخیل صاحب دامت برکاتھم
خانقاہ رحمکاریہ امدادیہ راولپنڈی - مکان نمبر CB 1991/1 نزد مسجد امیر حمزہ ؓ گلی نمبر 4، اللہ آباد، ویسٹرج 3، راولپنڈی

اَلْحَمْدُ ِﷲِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنِ۔ اَلصَّلوٰۃُ وَ السَّلاَم ُ عَلیٰ خَاتَمَ النَّبِیینِ۔ اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاﷲِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ بِسْمِ اﷲالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ؕ

لِکَیْلَا تَاْسُوْا عَلٰی مَا فَاتَکُمْ وَلَا تَفْرَحُوْا بِمَآ اٰتَاکُمْ وَاللهُ لَا یُحِبُّ کُلَّ مُخْتَالٍ فَخُوْرٍ وَقَالَ اللهُ تَعَالٰی وَ تَاْکُلُوْنَ التُّرَاثَ اَکْلًا لَّمَّا وَ تُحِبُّوْنَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا وَقَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ یَدْخُلُ الْفُقَرَآءُ الْجَنَّةَ قَبْلَ الْاَغْنِیَآءِ بِخَمْسِ مِائَةِ عَامٍ نِصْفِ یَوْمٍ وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ اِبْغُوْنِیْ فِیْ ضُعَفَآئِکُمْ فَاِنَّمَا تَرْزَقُوْنَ اَوْ تُنْصَرُوْنَ بِضُعَفَآئِکُمْ وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ اِذَا رَأَیْتُمُ الْعَبْدَ یُعْطٰی زُهْدًا فِی الدُّنْیَا وَ قِلَّةَ مَنْطِقٍ فَاقْتَرِبُوْا مِنْهُ فَاِنَّهٗ یُلَقَّی الْحِکْمَةَ وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ اِزْهَدْ فِی الدُّنْیَا یُحِبُّكَ اللهُ وَازْهَدْ فِیْ مَا عِنْدَ النَّاسِ یُحِبُّكَ النَّاسُ وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ اَوَّلُ اِصْلَاحِ هٰذِہِ الْاُمَّةِ الْیَقِیْنُ وَ الزُّهْدُ وَ اَوَّلُ فَسَادِهَا الْبُخْلُ وَالْاَمَلُ وَ قَالَ سُفْیَانُ رَحْمةُ الله لَیْسَ الزُّهْدُ فِی الدُّنْیَا بِلُبْسِ الْغَلِیْظِ وَ الْخَشِنِ وَ اَکْلِ الْجَشَبِ اِنَّمَا الزُّهْدُ فِی الدُّنْیَا قَصْرُ الْاَمَلِ صَدَقَ اللّٰهُ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ وَ صَدَقَ رَسُوُلُهُ النَّبِیُّ الْكَرِیْمُ

عزتمندو میاندو، خویاندو، مشرانو، کشرانو اؤ خوږو همزولو!

یو لفظ دَ فقیر اؤ دَ زاهد دا ډېر زیات استعمالیږی زمونږ پهٔ خبرو کښې اؤ پهٔ بیانونو کښې۔ لېکن دَ دې اصلی مطلب څهٔ دے، مقصد ېٔ څهٔ دے اؤ دې کښې څهٔ څهٔ راځی؟ دَ دې پهٔ باره کښې دَ خبرو کؤلو ضرورت دے۔ اصل خبره دا ده یو انسان دے چې هغه خپل ځان محتاج ګڼی خو دَ الله تعالیٰ، دَ انسانانو نه! نو دې فقیر دے اؤ یو کس دے چې دَ هغهٔ دَ دنیا طرف ته التفات نشته دے بلکې دَ آخرت طرف ته ېٔ التفات دے۔ دَ آخرت پهٔ څیزونو باندې ېٔ نظر دے اؤ دَ دنیا پهٔ څیزونو باندې ېٔ نظر نهٔ دے۔ پهٔ دنیا کښې چې ورته څهٔ ملاؤ شو پهٔ هغې شکر کوی اؤ کهٔ څهٔ ملاؤ نهٔ شو نو پروا نهٔ کوی۔ دا کس زاهد دے۔ یو ځلې دغه شان یو فقیر دَ بادشاه دربار ته راغلو بادشاه ته ېٔ سلام وکړو وې السلام علیکم یاايها الزاهد۔ نو بادشاه ورته وې تهٔ څهٔ خبر یې دا تا څهٔ ووې؟ زهٔ څنګه زاهد یم؟ ځکه دَ زاهد خو دَ دنیا سره کار نهٔ وی اؤ زهٔ خو دنیادار یم۔ هغهٔ ورته ووې دَ زاهد لغوی معنیٰ دا ده چې زیات پرېښودل اؤ کم اخستل، پهٔ کم باندې قناعت کؤل دا زُهد دے۔ نو آخرت زیات دے اؤ کهٔ کم دے دَ دنیا پهٔ مقابله کښې؟ بس آخر هغه بادشاه پوه شو ورته ېٔ وې بالکل ټیک دې ووې۔ نو هغهٔ ورته لغوی معنیٰ بیان کړه۔ لېکن اصل کښې دا لغوی معنیٰ کښې نهٔ راځی دا پهٔ حقیقی معنیٰ کښې راځی اؤ هغه دا دے چې کوم کس یعنی دنیا هېڅ نهٔ ګڼی اؤ پهٔ آخرت باندې ېٔ نظر وی نو چونکې دنیا کمه ده نو مطلب دا دے چې دې هغې طرف ته نظر نهٔ کوی اؤ آخرت زیات دے هغې طرف ته نظر کوی دا زاهد دے۔ یعنی دې حقیقت کښې ګوری چې کوم څیز ښهٔ دے اؤ کوم څیز ښهٔ نهٔ دے۔ نو دې لحاظ سره مونږ ته دا پکار دی چې مونږه دَ آخرت تصور پهٔ ذهن کښې کښېنوؤ داسې چې هغه راسخ شی۔ ځکه چې الله تعالیٰ راته هم پهٔ قرآن پاک کښې فرمائیلی دی وَ بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ پهٔ آخرت باندې چې څوک یقین ساتی، نو دَ هغې نه پس ېٔ ورته دَ کامیابیٔ پروانه ورکړے ده۔ اٙولٰۤئِكَ عَلٰی هُدًی مِّنْ رَّبِّهِمْ وَ اُولٰۤئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ

الله جل شانهُ مونږ ته دا کوم ژوند چې راکړے دے، پهٔ دې ژوند کښې مونږ ته ېٔ څهٔ راکړی دی اؤ دا ټول چې ېٔ راکړی دی دا اصل کښې دَ آخرت دَ تیاریٔ دپاره راکړی دی۔ نو کهٔ دا څیزونه مونږه دَ آخرت دپاره استعمال کړو نو بیا خو مونږ کامیاب یُو اؤ کهٔ دَ آخرت دپاره استعمال نهٔ کړو دَ دنیا دپاره ېٔ استعمال کړو نو دنیا خو پهٔ خپله فانی ده نو دا څیزونه هم فانی شو۔ حدیث شریف کښې راځی چې کهٔ چا سره څهٔ مال وی هغه ېٔ واغوندو نو زوړ ېٔ کړو۔ چې وېٔ خوړو نو ختم ېٔ کړو اؤ چې دَ الله تعالیٰ پهٔ لار کښې ېٔ ورکړو خیرات ېٔ کړو نو دا ېٔ دَ ځان دپاره مخکښې ولېږلو۔ نو دې لحاظ سره مونږ ته پکار دی چې مونږ دَ آخرت دَ توخې بندوبست وکړو۔ پهٔ دې کښې البته دوه څیزونه راځی۔ دوه قسمه پهٔ دې کښې خلق وی، دَ هغوی سوچ وی۔ یو هغه دی چې هغوی فرض درجه پوره کوی دَ دې اؤ دَ دې دا نفلی درجې طرف ته ېٔ دومره خیال نهٔ وی۔ نو دَ هغوی دپاره هم الله پاک نصاب جوړ کړے دے۔ مثلاً یو کس دے هغه پهٔ خپل مال کښې زکوٰة ورکوی، صدقاتِ واجبه ورکوی، دَ الله تعالیٰ دَ مطالبې مطابق۔ نو دا کس آزاد دے ګناهګار نهٔ دے۔ ځکه کهٔ دا نهٔ کوی نو بیا ګناهګاریږی۔ بنیاد ېٔ صحیح دے۔ اؤ بل کس دے چې هغه صرف دا نهٔ کوی بلکې دې سره هغه نفلی صدقات هم ورکوی، دَ خلقو پکار راځی نو دا کس چې کوم دے دَ آخرت دپاره مزید ګټه کوی اؤ مقابله هم پهٔ دې کښې ده۔ نو دَ فقیر دا لفظ چې کوم دے دا دَ فقر نه دے اؤ فقر تنګدستیٔ ته اؤ پهٔ تنګدستیٔ باندې تنګدستیٔ ته وئیلې شی۔ اؤ دَ فقر پهٔ تنګدستیٔ باندې دَ قناعت حکم دے۔ اؤ دَ زُهد معنیٰ دا ده چې مال طرف ته ېٔ رغبت اؤ محبت نهٔ وی اؤ دا پهٔ خپله باندې الله پاک دَ دې امر کړے دے۔ لکه څنګه چې الله پاک ارشاد فرمائی چې تاسو دَ میراث مال ټول خوریٔ یعنی نورو مستحقینو ته نهٔ ورکویٔ اؤ دَ مال سره ډېر زیات محبت کویٔ۔ اوس ظاهره خبره ده چې دَ مال سره دومره محبت چې انسان پرې خپل کار روان کړی اؤ ضائع نهٔ شی نو دا خو پکار دے۔ لېکن دَ مال سره دومره محبت چې دَ بل چا حق بنده پکښې ادا نهٔ کړی دا چې کوم دے نو دا جُرم دے۔ نو دې لحاظ سره چې کوم کس پهٔ فقر باندې راځی وی نو هغه داسې کار نهٔ شی کؤلے اؤ چې کوم کس زاهد وی دَ هغهٔ دې طرف ته التفات هم نهٔ وی۔ حضرت موسیٰ علیه السلام چې څهٔ وخت کښې دَ مصر نه لاړو اؤ هلته نوی ځائې ته نو هلته کښې هغه کوهی باندې چې کومه واقعه وشوه اؤ دوه زنانهٔ وې هغوی ته ېٔ چې کوم دے اوبهٔ ورکړې۔ نو بیا سیوری ته لاړو ډډې ته اؤ الله پاک طرف ته متوجه شو۔ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٍ اؤ دا ېٔ ووې چې یا الله چې کوم ستا دَ طرف نه ما ته راځی زهٔ دَ هغې ډېر محتاج یم۔ اوس دا دَ الله طرف ته دَ محتاجیٔ اقرار کؤل دا ډېر لوئے نعمت دے چې الله پاک طرف ته بنده متوجه شی خپل احتیاج کښې اؤ مخلوق طرف ته چې لاس وچت کړی نو دا ډېر ګنده شے دے۔ دَ بنده نه سوال کؤل، دَ مخلوق نه طمع کؤل۔ دا ډېر لوئے مرض دے۔ نو الله پاک نه غوښتل دا خو ډېر وچت څیز دے اؤ مخلوق طرف ته نظر کؤل دا ډېر غلط کار دے۔ دَ دې نه ځان ساتل پکار دی۔ دا اشرافِ نفس اؤ سوال، دا دواړه حرام دی۔

دَ فقیرانو کوم کسان چې دَ الله دَ حکم مطابق پهٔ فقر کښې وخت تېروی دَ هغوی پهٔ باره کښې حضورﷺ فرمائی چې داسې فقیران به جنت ته دَ امیرانو نه پنځهٔ سوه کاله مخکښې داخلیږی۔ یعنې نیمه ورځ، هغه به دَ پنځهٔ سوؤ کالو برابر وی۔

اؤ حضورﷺ دا هم ارشاد فرمائیلی دی چې زما خوشحالی دَ کمزوریو خلقو زړهٔ ساتلو کښې تلاش کویٔ یعنی دَ کمزوریو خلقو زړهٔ ساتیٔ، هغوی سره مدد کویٔ، دَ هغوی خیال ساتیٔ، هغوی باندې چې کوم دے نظر ساتیٔ۔ نو دا ماشاء الله پهٔ دې باندې دَ حضورﷺ خوشحالی ملاویږی اؤ دَ الله پاک خوشحالی هم ملاویږی۔ ځکه چې دَ کمزوریو خلقو پهٔ وجه باندې تاسو ته رزق درکؤلے شی۔ اؤ دا ېٔ هم ارشاد وفرمائیل یعنی چې ستاسو مدد کؤلې شی۔ دا دَ ابو داؤد حدیث شریف حديث دے۔

اؤ دَ داسې خلقو ېٔ تعریف کړے دے لکه څنګه چې حضورﷺ فرمائیلې دی کهٔ تاسو پهٔ خپلو خلقو کښې داسې کس وګوریٔ چې دَ هغهٔ دَ دنیا سره رغبت نشته دے اؤ کم ګویه دے یعنی کمې خبرې کوی۔ نو دَ داسې خلقو سره پاتې کېږیٔ۔ ځکه چې دا حکمت اؤ پوهه داسې خلقو ته القاء کړې شی۔ نو الله جل شانهُ دَ هغوی پهٔ زړهٔ باندې حکمت القاء کړی اؤ پوهه ورباندې القاء کړی پهٔ خبرو باندې پوه شی۔

اؤ حضور پاکﷺ دا هم ارشاد فرمائیلې دی چې تهٔ دَ دنیا نه بې رغبتی اختیار کړه نو الله پاک به تا خپل دوست جوړ کړی یعنی دَ دنیا سره محبت مهٔ کوه دَ الله سره محبت کوه نو الله به دې خپل دوست کړي اؤ چې کوم خلقو سره دی دَ هغې نه زړهٔ واړوه نو خلق به تا خپل دوست جوړ کړی۔ وجه دا ده چې تهٔ دَ خلقو سره څهٔ دی پهٔ هغې باندې نظر ساتې نو یا به ستا نظر هم ورباندې لګی هغې ته به نقصان رسی یا به ترېنه څهٔ غواړې نو پهٔ هغې باندې به هم هغوی خفه کیږی۔ نو دَ دې مطلب دا دے چې دَ خلقو نه تهٔ څهٔ طمع نهٔ کوې نو بادشاه یې "الغناءُ غناءَ الْقَلْب"۔ یعنې غنیٰ چې کومه ده مالداری چې کومه ده دا پهٔ زړهٔ باندې ده دا پهٔ مال نهٔ ده۔ کوم کس چې دَ بل پهٔ مال باندې طمع نهٔ لری اؤ دَ هغهٔ طرف ته ېٔ توجه نهٔ وی هغه بادشاه دے۔ دَ هغهٔ پهٔ چا څهٔ۔ اؤ کوم کس چې طمع لری هغه کهٔ بادشاه هم وی نو غریب دے۔ دَ هغې وجه دا ده چې هغه به دَ هغهٔ طرف ته دَ احتیاج پهٔ نظر باندې ګوری یعنی مطلب دَ هغهٔ منتونه به کوی۔ نو دا اصل خبره دَ زړهٔ ده۔ چې پهٔ زړهٔ کښې دَ دنیا محبت راغلو نو مونږ دَ دنیا غلامان شو اؤ کهٔ پهٔ زړهٔ کښې مې دَ الله پاک محبت راغلو نو مونږ دَ الله پاک بندیان شو۔ اوس دَ الله پاک بندګی ښهٔ ده کهٔ دَ دنیا غلامی ښهٔ ده؟

اؤ حضور پاکﷺ ارشاد فرمائیلی دی چې دَ دې اُمت وړومبنیٔ اصلاح چې کومه ده هغه پهٔ یقین اؤ زُهد باندې ده۔ اؤ دَ دوی اول فساد چې کوم دے هغه پهٔ بُخل باندې اؤ پهٔ لوئے امیدونو باندې دے۔ دَ هغې وجه دا ده چې دَ چا پهٔ آخرت باندې یقین وی اؤ پهٔ الله باندې ېٔ یقین وی نو هغه دَ دنیا خیال نهٔ ساتی۔ لهٰذا دَ دنیا نه هغه نهٔ ویریږی اؤ نهٔ دَ دنیا خوشامندې کوی۔ چې څهٔ ورته الله پاک ورکړے وی پهٔ هغې باندې خوشحاله وی دَ الله سره مينه ساتي نو دا کس بادشاه دے۔ اؤ زُهد هم دغې ته وائی چې هغه دَ دې څیزونو طرف ته رغبت نهٔ لری۔ اؤ بخل چې کوم دے دا وړومبنے فساد دے ځکه چې دا دَ حرص سره تعلق لری انسان چې دَ مال حرص کوی نو دې بل چا ته څهٔ نهٔ شی ورکؤلے دَ دهٔ دغه خواهش وی چې ما ته دې خلق راکړی۔ دا سود خوارهٔ چې وی کنه دا سود خوارهٔ دا ډېر ظالمان وی۔ قدرتی خبره دا ده چې اوبهٔ دَ بره نه لاندې طرف ته راځی۔ نو چې چا سره پیسې ډېرې وی نو پکار ده چې دَ چا سره کمې وی دَ هغوی طرف ته راشی کنه۔ چې دَ چا سره زیاتې دی نو هغوی سره خو هسې هم زیاتې دی۔ لېکن دا سود خوارهٔ چې وی سود خور دَ دهٔ ټوله توجه دې طرف ته وی چې دا چا سره چې کوم دی کنه دا هم ما ته راشی۔ ځکه چې سود هغه کس اخلی کوم چې محتاج وی، مجبور وی۔ ځکه چې سود خلق پهٔ مجبوریٔ اخلی۔ هغه خو پهٔ خوشحالیٔ نه اخلی۔ نو دَ دې سود خورو زړهٔ ډېر سخت وی۔ غریبانانو ته سود ورکړی، پهٔ سود باندې پیسې اؤ بیا ترېنه پهٔ ډېر ظلم اخلی۔ باقاعده دوی داسې دَ ځان سره غونډه ګان ساتلې وی چې څوک ورته پیسې پهٔ وخت نهٔ ورکوی نو بیا ډېر سخت تنګوی ېٔ، وهی ېٔ، شرمیٔ ېٔ اؤ ډېر زیات نقصان ورته رسیٔ۔ دَ دې ویرې نه خلق ورکوي۔ الله تعالیٰ دې مونږ دَ دې نه وساتی۔

اسلام نظام چې کوم دے هغه پهٔ تقسیم باندې دے چې کوم مالدار خلق دی دَ هغوی مال دې غریب طرف ته راشی۔ اؤ زمونږ دا دنیاوی نظام capitalism چې کوم دے دا پهٔ دې باندې دے چې دَ غریبو سره کوم دی هغه دې مالدارو ته راشی پهٔ دې طریقه باندې۔ اؤ داسې پهٔ طریقه باندې ېٔ جوړ کړے دے ظالمانو چې خلق پهٔ دې کښې خپله فائده ګڼی۔ لکه اوس سود دے نو خلق دا وائی جوړې پهٔ دې کښې وګوره پهٔ سود باندې لس روپۍ ملاویږی دا خو زمونږ دَ ښېګړې شے شو کنه۔ حالانکې کهٔ تهٔ دا پهٔ تجارت کښې ولګوې نو پهٔ تجارت کښې الله پاک ډېر برکت اچؤلے دے اؤ پهٔ دې باندې تا ته بیا ډېر څهٔ ملاویږی۔ لېکن سود خوریٔ سره چې کوم دے انسان دغه شی یعنی سست شی کار نهٔ شی کؤلے بس صرف دَ پیسو پهٔ زور باندې پیسې ګټی۔

حضرت سفیان رحمة الله علیه فرمائی چې زُهد چې کوم دے دا دَ دنیا نه بې رغبتی یعنی غټه کپړا، سخته کپړا اغوښتل نهٔ دی اؤ نهٔ چې کوم دے نو وچه روټۍ خوړل دی بلکې اصل زُهد چې کوم دے هغه خپل هوس کمؤل دی یعنی دَ دنیا سره محبت کمؤل دی۔ کهٔ دنیا سره دې محبت نهٔ وی اؤ الله تعالیٰ درته ډېر ښهٔ درکړے وی پهٔ خپل فضل باندې نو خوریٔ ېٔ کنه۔ خوشحاله یه ورباندې اؤ شکر کوه۔ دا زُهد نهٔ دے چې دا پرېږدې۔ لکه اوس مثال پهٔ طور باندې یو کس دے چې هغهٔ ته الحمدلله حالات داسې ورکړی دی الله پاک چې ډېر دَ لذت والا ورټۍ دَ هغهٔ پهٔ مخکښې پرته ده نو اوس هغه وائی چې نه نه زهٔ دې کښې اوبهٔ اچؤم چې دا بې خونده شی۔ هله به زهٔ صحیح مسلمان یم دا ناشکری ده۔ دهٔ ناشکری وکړه۔ البته کهٔ دهٔ سره نهٔ وی اؤ دې دَ بل پهٔ دغه باندې نظر ساتی چې ما ته دې دا ملاؤ شی دهٔ ته دې ملاؤ نهٔ شی نو دا خبره ټیک نهٔ ده۔

اؤ الله جل شانهُ چې دا ارشاد فرمائیلې دی چې مونږه دا خبره یعنی هر مصیبت چې مونږه مقدر کړے دے یعنی پهٔ تقدیر کښې مو لیکلې دے دا دَ دې دپاره چې تاسو نه څهٔ څیز لاړ شی یعنی تاسو نقصان کښې راشیٔ نو پهٔ دې باندې تاسو ته تکلیف ونهٔ رسی تاسو به وائې چې دا الله پاک لیکلې وهٔ اؤ کوم څیز چې درته الله پاک درکړی نو پهٔ دې باندې تاسو فخر نهٔ کویٔ بلکې وائي چې دا زمونږ دپاره لیکلې دے۔ نو چې سترګې مو دې باندې وي چې دا الله پاک زمونږ دپاره لیکې دے دَ الله پاک فضل دے اؤ چې کوم درنه واخلی نو بس دا ليکلې وهٔ داسې به کېدل۔ پهٔ دې باندې صبر دے۔ نو تاسو دپاره به دا خبره صحیح شی اؤ کهٔ نه داسې کهٔ کویٔ نو بیا به څهٔ کویٔ؟ بیا به پهٔ مصیبت باندې ژړا اؤ فریاد کویٔ اؤ خوشحالیٔ باندې به تاسو مطلب دا دے چې دَ خپلو جامو نه ووځیٔ۔ اؤ داسې طریقې سره به کار کویٔ چې الله پاک به پرې ناراضه کیږی۔ دا دغه شان نن سبا حالت دے۔ چې تکلیف کښې راشی نو بیا ژاړی فریاد کوی اؤ وائی چې بس زهٔ الله پاک نعوذ بالله من ذالک لیدلې ووم۔ اؤ چې خوشحالی ورته ملاؤ شی۔ نو الله پاک ورته دا خوشحالی ورکړے وی اؤ پهٔ هغې کښې هغه شیطان خوشحالوی، خپل نفس خوشحالوی۔ نو دَ دې مطلب دا شو چې الله جل شانهُ دا څیزونه کوم پهٔ حکمت باندې مرتب کړی دی پهٔ هغې باندې همت باندې کار کؤل پکار وی۔

اؤ حضورﷺ پهٔ دعا کښې فرمائیلې دی چې اے الله ما پهٔ مسکینانو کښې ژوندې وساتې اؤ پهٔ مسکینیٔ کښې راته مرګ راکړې اؤ دَ مسکینانو سره زما حشر وکړې۔ څومره ښکلې دعا ده۔ مونږ دې خدائې پاک پهٔ داسې حالت کښې وساتی چې هغه دَ هغهٔ دَ رضا حالت وی اؤ دَ داسې حالت نه دې الله پاک مونږ وساتی چې دَ الله پاک دَ نارضا حالت وی۔

رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ، وَ تُبْ عَلَیْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۔

سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ۝ وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ۝ وَالْحَمْدُ لِلٰٓہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۝ بِرَحْمَتِكَ یَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِیْنَ۝

زُهد اؤ تقویٰ - وروڼو خویاندو دپاره اصلاحی بیان