دَ توبې اهميت اؤ فضيلت

خطبات حکيم الامت

حضرت شیخ سید شبیر احمد کاکاخیل صاحب دامت برکاتھم
خانقاه امداديه - خیابانِ سر سید، راولپنڈی

اَلْحَمْدُ ِﷲِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنِ۔ اَلصَّلوٰۃُ وَ السَّلاَم ُ عَلیٰ خَاتَمَ النَّبِیینِ۔ اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاﷲِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ بِسْمِ اﷲالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ؕ وَالَّذِیْنَ اِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً اَوْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ ذَکَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوْا لِذُنُوْبِهِمْ وَمَنْ یَّغْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّا اللهُ وَ لَمْ یُصِرُّوْا عَلٰی مَا فَعَلُوْا وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ. اُلٰٓئِكَ جَزَآءُهُمْ مَّغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا، وَنِعْمَ اَجْرُ الْعَامِلِیْنَ۔ وَقَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ اِنَّ الْعَبْدَ اِذَ اقْتَرَفَ ثُمَّ تَابَ تَابَ اللهُ عَلَیْهِ۔ وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ کُلُّ بَنِیْۤ اٰدَمَ خَطَّآءٌ وَّ خَیْرُ الْخَطَّآئِیْنَ التَّوَّابُوْنَ۔ وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَلسَّلَامُ اِنَّ اللهَ یَقْبَلُ تَوْبَةَ الْعَبْدِ مَالَمْ یُغَرْغِرْ۝ وَقَالَ ابْنُ مَسْعُوْدٍ قَالْ قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ اَلنَّدَمُ تَوْبَةٌ۔ وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَلسَّلَامُ وَّ التَّآئِبُ مِنَ الذَّنْۢبِ کَمَنْ لَّا ذَنْۢبَ لَهٗ۔ وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ مَنْ کَانَتْ لَهٗ مَّظْلِمَةٌ لَّاَخِیْهِ مِنْ عِرْضِهٖ اَوْ شَیْءٍ فَلْیَتَحَلَّلْهُ مِنْهُ الْیَوْمَ قَبْلَ اَنْ لَّا یَکُوْنَ دِیْنَارٌ وَّلَا دِرْهَمٌ اِنْ کَانَ لَهٗ عَمَلٌ صَالِحٌ اُخِذَ مِنْهُ بِقَدْرِ مَظْلِمَتِهٖ وَ اِنْ لَّمْ یَکُنْ لَّهٗ حَسَنَاتٌ اُخِذَ مِنْ سَیِّاٰتِ صَاحِبِهٖ فَحُمِلَ عَلَیْهِ۔ وَقَالَ اللهُ تَعَالٰی فَمَنْ تَابَ مِنْۢ بَعْدِ ظُلْمِهٖ وَاَصْلَحَ فَاِنَّ اللهَ یَتُۗوْبُ عَلَیْهِ ؕ اِنَّ اللهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ۔ صَدَقَ اللّٰهُ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ۝ وَ صَدَقَ رَسُوُلُهُ النَّبِیُّ الْكَرِیْمُ۝

عزتمندو میاندو، خویاندو، مشرانو، کشرانو اؤ خوږو همزولو! انسان کمزورے دے غلطی دَ بنده نه کېدے شی۔ غفلت پهٔ وجه باندې ګناهونه راځی اؤ بعضې وخت کښې داسې وی چې انسان پهٔ نفس باندې ډېر زیات زور وکړی هغه وخت کښې هغه کار بنده نهٔ کؤل غواړی لېکن دَ نفس پهٔ مقابله کښې دې شکست وخوری اؤ نفس ورباندې غلط کار وکړی۔ نو بیا وروستو پښېمانه شی۔ نو ظاهره خبره ده چې انسان چونکې پته ده ورته چې زهٔ کمزورے یم اؤ ما سره دا قصې شته دے اؤ الله تعالیٰ ته دَ دهٔ نه زیاته پته ده دَ دې خبرې۔ الله پاک زمونږ دپاره یو ډېره لویه وسیع لاره جوړه کړے ده۔ یعنی کهٔ غلطی دَ چا نه وشوه نو بیا دوباره دَ واپس راتلو دروازه بنده نهٔ ده تر مرګه پورې اؤ تر قیامته پورې۔ دا دروازه کولاؤ ده۔ البته دا کار دے چې شیطان چې کوم دے انسان نهٔ پرېږدی توبې ته اؤ مطلب دا دے چې پهٔ دې طریقه باندې مطلب ورته وائی چې بس تهٔ به بیا توبه وکړې اؤ فی الحال دا خو لا ډېر وخت دے اؤ دا چل دے اؤ پلانکې دا چل دے اؤ دا چل به وشی اؤ دا چل به وشی۔ نو پهٔ دې طریقه باندې ېٔ دَ توبې نه منع کوی۔ نو کهٔ دې کس کښې دومره ایمان وی چې دهٔ ته پته وی چې دا شیطان زما دښمن دے اؤ دې ما دَ حق نه منع کوی اؤ دَ توبې هغه لویه لاره چې کوم ده هغه الله تعالیٰ چې ما دپاره جوړه کړے ده هغه راباندې بندوی۔ نو زهٔ دَ دهٔ خبره ولې ومنم؟ نو دې لحاظ سره دې توبه وکړی۔ نو الله جل شانهُ دَ داسې خلقو پهٔ باره کښې ارشاد فرمائیلې دی: اؤ کوم خلق چې داسې دی چې کله ترېنه ګناه وشی اؤ داسې حالت کښې څهٔ داسې کار وکړی چې پهٔ چا باندې زیاتے وکړی اؤ پهٔ خپل ذات باندې هم دَ ګناه نقصان واچوی نو بیا دوی ته الله پاک یاد شی اؤ الله پاک یاد کړی اؤ دَ ګناهونو معافی وغواړی اؤ واقعی دَ الله تعالیٰ نه سیوا بل څوک دے چې هغه ګناهونه بخښی اؤ هغه خلق پهٔ خپل بد عمل باندې اصرار نهٔ کوی پهٔ دې حال کښې چې هغوی ته پته وی۔ ها کهٔ پته ورته نهٔ وی اؤ بیا ترې داسې وشی نو بیا بله خبره ده۔ اؤ دا خلق هغه دی چې دَ دوی جزا مغفرت دے دَ هغوی دَ رب دَ طرف نه اؤ دَ جنت داسې باغونه دی چې دَ هغې لاندې نهرونه چلیږی اؤ همېشه همېشه دپاره بہ دوی پهٔ دې کښې وی اؤ دا داسې کار کؤلو والا دپاره ډېره ښهٔ بدله ده۔ دَ دې مطلب دا دے چې ګناه چې کوم دے دا کېدے شی دا ناممکنه نهٔ ده۔ هر وخت کښې دَ دې امکان موجود دے۔ وچت نه وچت کس نه هم غلطی کېدے شی، ګناه کېدے شی۔ خو لېکن فرق پکښې دا دے چې کوم فاسق او فاجر وی نو هغه چې کوم دے هغه دا دومره وچته خبره ګڼی نه۔ مطلب دا دے چې هغه چې کوم دے نو دا ووائی چې بس ټیک ده پرېږده نو هغه دا مطلب دا دے چې دې خبرې ته خیال هډو نهٔ وی۔ نو هغه خو پهٔ ځان باندې دَ ګناهونو بوجونه نور هم زیاتوی۔ اؤ کوم کس چې الله پاک طرف ته متوجه وی اؤ غلطیٔ کښې ترې داسې کار وشی نو داسې فوراً دې طرف ته متوجه شی چې زما نه چرته کښې پهٔ دې کښې سستی ونهٔ شی اؤ فوراً توبه کوی دا خوش قسمته خلق دی۔ ځکه چې دوی چې کوم دے دَ الله پاک دَ رحمت هغه لویه دروازه چې کومه ده هغه پهٔ ځان باندې بنده نهٔ کړه اؤ ورته یاد شو۔ الله پاک پهٔ قرآن پاک کښې فرمائی لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللهِ ؕ اِنَّ اللهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًا ؕ دَ الله پاک دَ رحمت نه مهٔ مایوسه کېږیٔ بېشکه الله پاک خو ډېر زیات غفور و رحیم دے اؤ ټول ګناهونه معاف کوی۔ اِنَّ اللهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًا ما یو ځل یو عالم سره دا خبره کؤله چې مونږه خو داسې ګناهګار یو اؤ داسې ګناهګار یو۔ ما ته ېٔ ووې توبه کوے؟ ما وې اؤ۔ وې بیا الله پاک ته چې څوک توبه وباسی نو الله پاک خو وائی چې زهٔ ټول ګناهونه معاف کؤم۔ دا ټول ګناهونه چې کوم دی دا جَمِیْعًا چې کوم دے دا دَ الله پاک جَمِیْعًا دے اؤ کهٔ زما اؤ ستا جَمِیْعًا دے؟ ما ووې دا دَ الله پاک جَمِیْعًا دے۔ وې چې دَ الله پاک جَمِیْعًا دے نو دَ هغې نه څهٔ بچ کېدے شي؟ دا خبره بالکل صحیح ده۔ چې دَ الله پاک دَ جَمِیْعًا نه هېڅ څهٔ نهٔ شی بچ کېدے۔ نو کهٔ یو کس توبه وکړی نو دَ الله پاک نه دَ رحمت اُمید دې ساتی۔ اؤ الله پاک چې کوم دے نو هغه توبه قبلوی۔ څهٔ چې شوی دی هغه شوی دی بس پهٔ هغې دې توبه وباسی اؤ بیا دې نهٔ کوی۔

دَ توبې چې کوم دے درے لازمی شرطونه دی۔ هغه به خامخا پوره کوی۔ اؤ دا څلورم اضافی شرط دے چې هغه پهٔ خاصو حالاتو کښې دے۔ درے چې کوم لازمی شرطونه دی هغه یو پکښې دا دے چې دهٔ ته به پهٔ هغې باندې پښېمانی وی۔ اؤ یقیناً چې پښېمانی نهٔ وی نو بیا به توبه څنګه کوی؟ نو دَ توبې وړمبنیٔ step چې کوم دے هغه پښېمانی ده پهٔ خپل عمل باندې۔ دویمه خبره چې دې به هغه کار ودروی۔ مطلب دا دے چې دې به ېٔ بیا نهٔ کوی۔ دریمه دا چې دَ همېشه دپاره دَ نهٔ کؤلو دې به عزم کوی۔ چې زهٔ به بیا داسې نهٔ کؤم۔ دا درےکارونه لازمی دی پهٔ توبه کښې۔ دا ډېر لوئے شرطونه دی۔ نو چې دا ېٔ پوره کړل نو کهٔ فرض کړه دهٔ توبه وکړه نو هغه ټول ګناهونه ېٔ معاف شول اؤ چې ګناهونه ېٔ معاف شول نو کهٔ پنځهٔ منټه پس ترې بیا غلطی وشوه نو بس بیا دې توبه وباسی۔ نو مطلب دا دے چې دې به هغه وخت کښې دا اراده کوی چې زهٔ به دا ګناه بیا نهٔ کؤم۔ اؤ څلورم چې کوم شرط دے هغه اضافی شرط چې کوم دے هغه دا دے چې لکه دَ بعضې څیزونو قضا وی۔ لکه نمونځ دَ بنده نه پاتې شو وې نهٔ کړو نو قضا شو نو بیا دې ېٔ قضا وکړی اؤ توبه دې هم وکړی اؤ کهٔ روژې ورنه قضا شوی وی نو دَ روژې دې قضا وکړی اؤ پهٔ هغې دې توبه وکړی۔ کهٔ زکوٰة ېٔ نهٔ وی ورکړے نو زکوٰة دې ورکړی کهٔ حج ېٔ نهٔ وی کړے نو حج دې وکړی۔ اؤ کهٔ چا سره ېٔ دهوکه کړے وی نو دَ هغې تلافی دې وکړی۔ معافی دې ترېنه وغواړی۔ دَ چا غیبت ېٔ کړے وی دَ هغې معافی دې وغواړی۔ مطلب دا دے چې دَ کوم څیز تلافی کېدے شی دَ هغې تلافی دې وکړی، دَ کوم څیز چې قضا کېدے شی نو دَ هغې قضا دې وکړی۔ نو دې نه پس دې سره به دا توبه قبوله شی۔ نو څلور شرطونه شو۔ درے چې کوم دے لازمی دی اؤ یو اضافی شرط دے هغه پهٔ خاصو حالاتو کښې دے۔ نو چې کله دا څلور واړه شرطونه پوره کړل چا نو بس دَ هغهٔ توبه قبوله شوه ان شاء الله۔ هغه دې بیا پهٔ دې کښې شک نهٔ کوی چې زما توبه نهٔ قبلیږی۔ ځکه چې دا چې کوم دے نو دا دَ الله پاک دَ طرف نه دا لوئے انعام دے۔ اؤ الله پاک پهٔ خپلو وعدو کښې خلاف نهٔ کوی۔ حضورﷺ فرمائیلی دی چې بنده چې دَ خپلو ګناهونو اقرار وکړی اؤ توبه پرې وکړی نو الله پاک دَ هغهٔ توبه قبلوی۔ دَ مسلم شریف روایت دے۔ اؤ بل حدیث شریف کښې ارشاد فرمائی چې ټول بنی آدم چې کوم دی، بنی آدم، دا خطا کؤلو والا دی اؤ پهٔ دې کښې بهترین خطاکار چې کوم دے هغه توبې کؤلو والا دے۔ یعنی خطا دَ هر چا نه کېدے شی لېکن بهتر هغه دے چې څوک توبه کوی۔ لهٰذا پهٔ توبه کښې سستی نهٔ ده کؤل پکار۔ حضورﷺ دا هم ارشاد فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ دَ بنده توبه تر هغې وخته پورې قبلوی تر څو پورې چې دَ خرخرې کیفیت طاری نهٔ شی۔ خرخره دې ته وائی چې دَ مرګ پهٔ وخت کښې چې دا ساه وځی نو پهٔ ګله کښې چې خرخر شروع شی۔ دا خرخر چې کوم دے نو دې کښې انسان بالکل دَ خپل ژوند نه مایوس شی نو بیا توبه نهٔ قبلیږی۔ اؤ دَ دې نه مخکښې مخکښې چې چا ته دَ ژوند دَ بچ کېدو اُمید وی پهٔ هر حالت کښې چې وی توبه قبلیږی اؤ دغه شان دَ قیامت والا خبره ده چې دَ قیامت علامات شروع شی final نو بس بیا توبه نهٔ قبلیږی۔ حضرت عبدالله بن مسعودؓ فرمائیلی دی چې ندامت چې کوم دے دا توبه ده اؤ دَ ګناه نه دَ توبې کؤلو والا کس داسې دے چې لکه دهٔ هډو ګناه ېٔ نهٔ وی کړے۔ دا سبحان الله څومره دَ الله پاک کرم دے۔ یعنی ندامت چې کوم دے دا توبه ده اؤ دَ ګناه نه دَ توبې کؤلو والا کس داسې دے چې دهٔ هډو ګناه ېٔ نهٔ وی کړے۔ اؤ حضور پاکﷺ ارشاد فرمائیلی دی چې دَ چا پهٔ ذمه باندې دَ خپل ورور څهٔ حق دَ آبرو وغېره یعنی مطلب دا دے چې څهٔ بې عزتی ېٔ کړی وی یا څهٔ غیبت ېٔ کړی وی یا دا رنګ څهٔ داسې وی نو پکار ده چې دَ هغې نه دې اوس ځان خلاص کړی یعنی معاف دې کړی ورباندې۔ اؤ کهٔ دَ مالیاتو والا مسئله وی نو کهٔ هغه معاف کوی نه نو بیا دې ادا کوی بیا دې ېٔ ادا کړی، دَ هغې ورځې نه مخکښې چې نهٔ به ورسره درهم وی نهٔ دینار وی۔ پهٔ داسې وخت کښې یعنی دَ قیامت نه پس بیا داسې وخت کښې دا حق داسې ادا کېدے شی چې کهٔ دهٔ سره څهٔ نیک عمل وی نو دَ هغې ظالم نه به دَ مظلوم پهٔ حق کښې دَ هغې موافق هغه واخستې شی اؤ هغهٔ ته به ورکړې شی اؤ کهٔ دې ظالم سره څهٔ نیکیانې نهٔ وی نو بیا دَ هغې مظلوم ګناهونه به راخستې شی اؤ دَ هغې پهٔ مقدار باندې به پهٔ دې ظالم باندې اچؤلے شی۔ دا ډېره خطرناکه خبره ده الله پاک دې مونږ دَ دې نه وساتی۔ حضور پاکﷺ یو ځل دَ صحابه کراموؓ نه تپوس وکړو چې مفلس څهٔ ته وائی؟ نو هغوی ووې چې مفلس خو هغه وی چې کوم سره پیسې نهٔ وی۔ مطلب دا دے چې مال ورسره نهٔ وی۔ نو حضورﷺ وفرمائیل اصل مفلس هغه دے چې دَ غرونو برابر نیکیانې به دَ قیامت پهٔ ورځ باندې راؤړی خو لېکن پهٔ خلقو باندې به ېٔ ظلم کړی وی، دَ خلقو حقونه به ېٔ خوړلې وی، دَ خلقو قصورونه به ېٔ کړی وی هغوی به راشی خپله بدله به غواړی۔ الله پاک به دَ هغې بدله ورته ورکوی ځکه چې الله پاک سره خو انصاف دے۔ نو دَ هغې بدله به داسې وی چې دَ دهٔ نیکیانې به هغوی ته ورکېدے شی دَ هغوی پهٔ حق کښې۔ اؤ چې کله دَ دهٔ نیکیانې ختمې شی نو بیا به دَ هغوی ګناهونه راخستې شی پهٔ دهٔ باندې به راچؤلے شی۔ داسې حالت به راشی چې دَ دهٔ سره به نیکیانې ټولې ختمې وی اؤ دَ خلقو ګناهونه به دَ دهٔ پهٔ سر باندې پراتهٔ وی نو دهٔ به دا دومره دَ غرونو برابر نیکیانې راؤړې وی لېکن دَ خلقو دَ ګناهونو پهٔ وجه باندې به دې جهنم ته لاړ شی۔ الله جل شانهُ دې مونږ دَ دې نه وساتی۔ څومره خطرناکه خبره ده۔ حضورﷺ وړومبے پهٔ دې باندې پهٔ خپله عمل کړے وهٔ۔ داسې عمل ېٔ کړے وهٔ چې حضورﷺ پهٔ آخر کښې دا اعلان وکړو چې کهٔ ما دَ چا سره څهٔ زیاتے کړے وی نو هغه دې راشی زما نه دې بدل واخلی۔ صحابه کرامؓ ټول حیران شو چې څنګه چل دے یا رسول اللهﷺ تاسو مونږ سره زیاتے چرته کړے دے تاسو خو زمونږ سره همېشه احسان کړے دے۔ نو حضورﷺ وفرمائیل بهرحال هر څهٔ چې وی۔ یو صحابیؓ راغلو وې ېٔ تاسو ما ته یو ټپ راکړے وهٔ پهٔ ملا باندې۔ نو زهٔ بدله دَ هغې اخستل غواړم۔ صحابه کرامؓ حیران شو وې یره تهٔ بدله زمونږ نه واخله دَ حضورﷺ پهٔ ځائې باندې۔ حضورﷺ وفرمائیل چې بدله دَ دهٔ حق دے دې بدله اخستے شی۔ هغه وفرمائیل یا رسول اللهﷺ څهٔ وخت کښې چې تاسو ما له ټپ راکړے وهٔ هغه وخت کښې زما پهٔ شا باندې قمیص نهٔ وهٔ مطلب ما قمیص ویستې وهٔ۔ نو حضورﷺ خپل قمیص وویستو اؤ هغهٔ ته ېٔ وې چې اوس بدله واخله۔ هغهٔ چې مهرِ نبوت وکاتهٔ نو فوراً راغلو اؤ پهٔ هغې باندې ېٔ خُلهٔ کېښوده ښکل کؤلو ېٔ ښکل کؤلو ېٔ ښکل کؤل ېٔ۔ وې ېٔ یا رسول اللهﷺ تاسو نه به ما بدله څنګه اخسته ما خو صرف دا کار دې دپاره کړے وهٔ چې زهٔ دا مهرِ نبوت ښکل کړم۔ بهرحال دَ هغوی خو خپل محبت وهٔ۔ لېکن حضورﷺ کم از کم خپل ځان عملی طور باندې پیش کړو چې کهٔ څوک زما نه بدله اخستل غواړی هغه دې بدله واخلی۔ نو دې دپاره مونږ ته هم پکار دی چې مونږ دَ مرګ نه مخکښې مخکښې خپل ځان صفا کړو۔ الله تعالیٰ دې مونږ ته توفیق راکړی۔ الله جل شانهُ ارشاد فرمائیلی دی چې چا دَ ظلم نه پس توبه وکړه اؤ نیک عمل ېٔ وکړو نو الله تعالیٰ دَ دهٔ توبه قبلوی۔ بېشکه الله پاک غفور و رحیم دے۔ دا ډېر دَ الله پاک فضل وکرم دے۔ یعنی مثال پهٔ طور باندې اوس ظاهره خبره ده چې مونږ دپاره دا ډېر ګران کار دے چې مونږ سره څوک زیاتے وکړی نو هغه معاف کؤل ډېر ګران کار وی۔ خو الله پاک ته دا پهٔ دې وجه باندې ګران نهٔ دے ځکه الله پاک محتاج خو نهٔ دے۔ اؤ الله پاک ته زمونږ کمزوریٔ هم معلومې دی۔ اؤ الله پاک ډېر غفور ورحیم دے اؤ معاف کؤلو والا دے۔ توبه ویستل پکار دی۔ اؤ حضور پاکﷺ ارشاد فرمائیلی دی چې پهٔ قبر کښې مرده چې کوم وی دا مړے دا دَ ډوبېدونکی کس پهٔ شان فریاد کؤلو پهٔ شان وی اؤ انتظار کوی دَ دعا چې دَ پلار دَ طرف نه یا ورور دَ طرف نه یا دَ دوست دَ طرف نه راځی۔ پس چې کله دا دعا دهٔ طرف ته راورسی دَ دهٔ پهٔ نزد باندې دا دعا دَ دنیا و مافیها نه ډېره زیاته ورته خوږه وی اؤ الله پاک قبر والو باندې دَ زمکې والو دَ دعا پهٔ وجه باندې دَ غرونو برابر ثواب داخلوی۔ اؤ تحقیقی خبره دا ده چې دَ ژوندو دا هدیه دَ مړیو پهٔ حق کښې دَ هغوی دعا دَ مغفرت دے۔ سبحان الله۔ دا زمونږ دپاره ډېر لوئے سعادت دے چې مونږه دَ خپلو مړیو دپاره ایصالِ ثواب کؤلې شو، دعا کؤلې شو، دَ هغوی سره ښېګړه کؤلې شو۔ پهٔ دې وجه باندې وائی چې چا دَ مور پلار خدمت نهٔ وی کړے اؤ هغوی ترېنه ناراضه تلې وی۔ نو هغوی ته پکار دی چې اوس ورته ایصالِ ثواب کوی اؤ دَ قبر زیارت ېٔ کوی اؤ دعاګانې دې ورته کوی دومره دې ورته ایصالِ ثواب وکړی دومره دعاګانې دې وکړی چې دَ هغهٔ زړهٔ ته یقین راشی چې هغوی به زهٔ اوس معاف کړے یم۔ نو هلته کښې خو چونکې هغوی ته ایصالِ ثواب زیات پکار وی۔ هغه څهٔ چې شوی وی هغه خو هسې هم شوی وی نو هغوی معاف کوی۔ نو پهٔ دې وجه باندې چې کوم کس وفات شوی وی نو دَ هغهٔ سره دا طریقه پکار ده چې ډېر زیات چې کوم دے دا ایصالِ ثواب کؤل پکار دی۔ اؤ بیا چې کوم دے نو مطلب دا دے دَ هغوی قبر ته زیارت هم کؤل پکار دی نو دې سره به ان شاء الله کهٔ خیر وی هغوی به هغوی معاف کړی۔ اؤ پهٔ ژوند کښې چې کوم کسان دی دَ هغوی نه معافی غوښتل ډېر زیات ضروری دی ځکه چې پهٔ ژوند کښې چې کوم دے نو۔۔۔ اؤ دا یو عجیبه خبره ده مونږه نوټ کړے ده چې کوم کس معافی غواړی اؤ ځان پړ کړی نو الحمدلله چې دَ هغوی پهٔ زړونو کښې دَ چا نه چې معافی غواړی دَ هغوی پهٔ زړونو کښې الله پاک دَ هغوی دپاره معافی واچوی۔ اکثر و بيشتر کښې دا خبره ده۔ ډېر کم cases به داسې شوی وی چې هغوی به وائی چې مونږه ېٔ نهٔ معاف کوؤ۔ لهٰذا پهٔ دې کښې سستی نهٔ ده پکار۔ کهٔ چا دَ چا سره زیاتے کړے وی نو پکار ده چې دَ هغهٔ نه معافی وغواړی۔ کهٔ څهٔ پیسې ېٔ ورنه ډډې ته کړے وی پکار دی چې هغه ورته ورکړی اؤ معافی ترېنه هم وغواړی اؤ پهٔ څهٔ طریقه باندې هغه چې کوم دے رضا کړی ځکه چې دا ډېره لویه سخته لار ده اؤ پهٔ دې کښې کهٔ فرض کړه کهٔ بعضې کس داسې لاړو چې هغهٔ دَ چا نه معافی نهٔ وی غوښتې اؤ هغه حق ورباندې پاتې شو نو بیا ډېره خطرناکه خبره ده۔ هلته خو نوره معافی نشته دے۔ هلته خو بس حساب کتاب دے۔ حساب کتاب کښې خو معامله بیا ډېره خرابه ده، خطرناکه ده۔ نو پهٔ دې وجه مونږ ته دا پکار دی چې مونږه ډېر زیات چې کوم دے دَ دې کوشش کوؤ چې توبه وباسو۔ اوس هم مونږ توبه وکړو دَ ټولو ګناهونو۔۔ اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلیٰ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیٰۤ اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّییْتَ عَلیٰ اِبْرَاهِیْمَ وَ عَلیٰ اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ ۝ اَللّٰهُمَّ بَارِكْ عَلیٰ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارَکْتَ عَلیٰ اِبْرَهِیْمَ وَ عَلیٰۤ اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ ۝ اَسْتَغْفِرُ اللهَ رَبِّیْ مِنْ کُلِّ ذَنْبٍ وَّاَتُوْبُ اِلَیْہِ۔
اَسْتَغْفِرُ اللهَ رَبِّیْ مِنْ کُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتَهٗ عَمَدًا اَوْ خَطَأً سِرًّا اَوْ عَلَانِیَۃً وَّاَتُوْبُ اِلَیْہِ مِنَ الذَّنْبِ الَّذِیْۤ اَعْلَمُ وَ مِنَ الذَّنْبِ الَّذِیْ لَاۤ اَعْلَمُ اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الغُیُوْبِ وَ سَتَّارُ الْعُیُوْبِ وَ غَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ الْعَلِیِّ الْعَظِیْمِ۔ اے الله تهٔ پهٔ خپل فضل و کرم باندې مونږه معاف کړې۔ مونږه توبه کوؤ دَ ټولو عملونو نه کوم چې مونږه کړی دی۔ کهٔ څرګند دی کهٔ پټ دی کهٔ مونږ ته معلوم دی کهٔ مونږ ته معلوم نهٔ دی۔ واړهٔ دی کهٔ لوئے دی اؤ کهٔ خبر یو ترې کهٔ خبر ترې نهٔ یو۔ اے الله تهٔ پهٔ خپل فضل وکرم باندې زمونږ دا ټول ګناهونه معاف کړې۔ آئنده دپاره به ان شاء الله مونږه ګناه نهٔ کوؤ۔ اؤ کهٔ غلطیٔ سره رانه بیا هم وشوه نو فوراً به توبه کوؤ۔ اے الله مونږه صرف ستا کېدل غواړو اؤ پهٔ هر حالت کښې مونږه ستا حکم منل غواړو۔ اے الله تهٔ مونږ ته دا توفیق راکړې اؤ زمونږ دَ نفس مکمل علاج وفرمائې، دَ نفس تربیت مو وکړې اؤ یا الله بهترین نفسِ مطمئنه راته نصیب کړے اؤ یا الله قلبِ سلیم راته نصیب کړے، عقلِ فهیم راته نصیب کړے اؤ دا لوئے فضلِ عظیم راته نصیب کړے۔ افراط تفریط نه مو وساتې، خیر والا معامله مونږ سره وکړے اؤ یا الله تهٔ مونږ نه راضی شې داسې رانه راضی شې چې بیا رانه ناراضه نهٔ شې۔

اَللّٰھُمَّ اِنَّا نَسْئَلُكَ مِنْ خَیْرِ مَا سَئَلَكَ وَعَبْدُكَ وَ نَبِیُّكَ وَ حَبِیْبُكَ مُحَمَّدٌ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ وَ نَعُوْذُبِكَ مِنْ شَرِّ مَاسْتَعَاذَ عَبْدُكَ وَ نَبِیُّكَ مُحَمَّدٌ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ وَ اَنْتَ الْمُسْتَعَان وَلَا حَوْلَا وَلَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ ؕ سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ۔ وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ۔ وَالْحَمْدُ لِلٰٓہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ۔ بِرَحْمَتِكَ یَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِیْنَ

دَ توبې اهميت اؤ فضيلت - وروڼو خویاندو دپاره اصلاحی بیان