اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنِ
الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلیٰ خَاتَمَ النَّبِیِینِ۔
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ
بِسْمِ اﷲالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ؕ
وَ ذَرُوْا ظَاهِرَ الْاِثْمِ وَ بَاطِنَهٗ ؕ اِنَّ الَّذِیْنَ یَکْسِبُوْنَ الْاِثْمَ سَیُجْزَوْنَ بِمَا کَانُوْا یَقْتَرِفُوْنَ
وَقَالَ اللهُ تَعَالیٰ قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَکّٰهَا وَ قَدْ خَابَ مَنْ دَسّٰهَا
وَقَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ اِنَّ اَثْقَلَ شَیْءٍ یُّوْضَعُ فِیْ مِیْزَانِ الْمُؤْمِنِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ خُلُقٌ حَسَنٌ وَّ اِنَّ اللهَ یُبْغِضُ الْفَاحِشَ الْبَذِیّ وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلوٰةُ وَالسَّلَامُ اِنَّ الْمُؤْمِنَ لَیُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهٖ دَرَجَةَ قَآئِمِ اللَّیْلِ وَصَآئِمِ النَّهَار وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلوٰۃُ وَالسَّلَامُ اَلْمُسْلِمُ الَّذِیْ یُخَالِطُ النَّاسَ وَ یَصْبَرُ عَلٰۤی اَذَاهُمْ اَفْضَلُ مِنَ الَّذِیْ لَا یُخَالِطُ وَلَا یَصْبِرُ عَلٰۤی اَذَاهُمْ وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوۃُ والسَّلَامُ اَکْمَلُ الْمُؤْمِنِیْنَ اِیْمَانًا اَحْسَنُهُمْ خُلُقًا۔
صَدَقَ اللہُ الْعَلِی الْعَظِیْمُ وَ صَدَقَ رَسُوْلُهُ النَّبِیُّ الْکَرِیْمُ
عزتمندو میاندو، خویاندو، مشرانو، کشرانو اؤ خوږو همزولو!
الله جل شانهُ پهٔ مونږ باندې ډېر مهربانه دے اؤ الله جل شانهُ الحمدلله مونږ دَ ایمان سره پیدا کړی یُو اؤ دا دنیا چونکې دارالابتلاء ده، پهٔ دې کښې امتحان اخستے شی اؤ مستقل ژوند دپارہ تیارې وشی نو دَ هغې دپاره ېٔ زمونږه پوره راهنمائی فرمائیلې ده۔ دا اوس چې ما کوم آیتونه ولُستل اؤ ورسره مې څهٔ احادیث شریف هم ولُستل۔ نو دَ هغې څهٔ مطلب دے؟ اول دا بیانؤم اؤ دَ هغې نه پس به ان شاء الله کهٔ خیر وی پهٔ دې باندې خبره کیږی۔ نو الله جل شانهُ ارشاد فرمائیلی دی چې پرېږدیٔ ظاهری ګناهونه اؤ باطنی ګناهونه۔ بېشک چې څوک ګناه کوی عنقریب به هغوی ته دَ دې بدله ورکړې شی کوم چې کوی۔ نو دې کښې پته ولګېده چې ګناهونه ظاهری هم وی اؤ باطنی هم وی۔ ظاهری ګناهونه هغه وی چې هغه خلقو ته ښکاری اؤ خلق ېٔ لیدے شی۔ هغه ګناهونه یو لحاظ سره خو دا وی چې کم از کم بنده خیال ساتی اؤ هغه نهٔ کؤل غواړی ځکه چې خلقو ته پته لګی۔ بل طرف دا دے چې چا دا خیال پرېښو چې خیر دے چې خلق دې ګوری پرواہ نهٔ کوی نو دا فاسق شی ځکه چې دهٔ دا خپله ګناه پټه هم نهٔ کړه۔ یعنی دې ډېر زیات دې معامله کښې بې شرمه دے چې دا خپله ګناه پټوی هم نه۔ نو دې ته فاسق وئیلې شی اؤ باطنی ګناهونه هغه دی چې دَ کوم پته بل چا ته نهٔ لګی صرف الله پاک ته لګی اؤ هغه کس چې کوم ګناه کوی هغهٔ ته پته لګی۔ مثلاً څوک نمونځ کوی دَ دهٔ نیت څهٔ دے؟ آیا دې دَ الله پاک خوشحالؤلو دپاره دا نمونځ کوی اؤ کهٔ نه دې دې دپاره کوی چې خلق ورته ښهٔ سړے ووائی۔ نو کهٔ دَ خلقو دپاره ېٔ کوی نو دا ریا شوه اؤ کهٔ دَ الله دپاره ېٔ کوی نو دا اخلاص دے۔ دغه شان یو انسان کښې تکبر دے۔ نو تکبر دنننې څیز دے، باطنی شے دے اګرچې عمل سره دا ظاهرېدې شی۔ اؤ پهٔ چا کښې بخل دے۔ دَ بخل هم پته بیا لګېدے شی یعنی دَ عمل سره لېکن مطلب دا چې دا څیز خو پټ دے۔ نو داسې ډېر ګناهونه دی چې هغه دَ زړهٔ سره تعلق لری اؤ پټ وی نو یقیناً ګناه پرې وی لېکن خلقو ته ېٔ پته نهٔ لګی۔ دَ داسې قسم ګناهونو نقصان ډېر زیات وی۔ مثلاً حدیث شریف کښې راغلی دی چې ټولو کښې وړومبے جهنم به چې دَ چا پهٔ وجه ډکیږی یعنی مطلب دا دے چې ګرمیږی لکه دَ خشاک به ورته استعمالوی، الله دې مونږ معاف کړی اؤ خدائې پاک دې زمونږ نه راضی شی۔ هغه به یو عالم وی یعنی دَ علم سره به ېٔ تعلق وی، بل به هغه کس چې کوم سخاوت سره تعلق وی، بل به هغه کس وی دَ چا چې جهاد سره تعلق وی شهادت سره۔ دا ډېر وچت خلق دی درے واړه۔ لېکن الله پاک به ترېنه تپوس وکړی دَ هغې عالم نه چې ما تا ته علم درکړے وهٔ تا ورسره څهٔ وکړل؟ نو دې به وائی چې الله تعالٰی ما خو ستا دپاره دا علم روزانه ورځې اؤ شپې چې کوم دے مطلب دا خلقو ته ورکؤلو۔ الله پاک به ورته فرمائی زما دپاره نه بلکې دې دپاره چې تا ته خلق عالم ووائی اؤ فرښتې به هم پهٔ دې ګواهی ورکړی۔ نو الله پاک به ېٔ پړ مخې پهٔ جهنم کښې وغورزوی۔ دغه شان سخی ته به هم ووئیلې شی نو سخی به وائی ما خو شپه اؤ ورځ ستا دپاره مال خرچ کؤلو۔ الله پاک به ورته فرمائی ما دپاره نه بلکې دې دپاره چې خلق تا ته سخی ووائی۔ سخی درته ووئیلی شو۔ فرښتې به هم ورباندې ګواهی وکړی اؤ دې به هم وغورزؤلې شی۔ دغه شان دا شهادت والا۔ دهٔ ته به ووئیلې شی دې به وائی یا الله ما خو ستا دپاره ځان قربان کړو۔ الله پاک به فرمائی زما دپاره نه، دې دپاره چې خلق تا ته بهادر ووائی۔بس دې نه پته لګی چې دا څیز څومره زیات ضروری دے۔ نو دَ باطنی ګناهونو نه هم ځان بچ کؤل پکار دی اؤ دَ ظاهری ګناهونو نه هم ځان بچ کؤل پکار دی۔ لېکن آخر دا ګناهونه کیږی دَ څهٔ وجهې نه؟ نو یقیناً دَ دې دوه وجهې دی۔ یو نفس دے اؤ یو شیطان دے۔ شیطان خو پهٔ خپله باندې صرف وسوسه اچؤلې شی نور څهٔ نهٔ شی کؤلے۔ لېکن نفس پهٔ مونږ کښې شامل دے اؤ دَ دهٔ خواهشات، دا ختمیږی نه اؤ کوم خواهشات ېٔ چې دَ ګناه سره تعلق لری هغې باندې کهٔ چا عمل وکړو نو ګناه ترېنه وشی اؤ کهٔ نه دَ هغې مخالفت ېٔ وکړو، ونهٔ کړو نو تقویٰ ورته حاصله شی۔ نو الله پاک فرمائی قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَکّٰهَا وَ قَدْ خَابَ مَنْ دَسّٰهَا یقیناً کامیاب شو هغه کس چا چې دَ خپل نفس دا رذائل دباؤ کړل اؤ یقیناً تباه و برباد شو هغه کس چا چې دَ خپل نفس دا رذائل هم دغه شان پرېښؤل۔ نو دې نه پته دا لګی چې دَ نفس دَ وجهې نه چې کوم ګناهونه کیږی نو دَ نفس دَ اصلاح سره دا ختمېدې شی۔ بل ېٔ څهٔ طریقه نشته دے، ځکه چې کوم source وی دَ کوم څیز چې هغه ختم نهٔ شی نو تر هغې پورې چې کوم دے مطلب دا دے چې هغه دغه نهٔ شی۔ حضور پاکﷺ ارشاد فرمائی چې دَ قیامت پهٔ ورځ باندې به دَ میزان پهٔ تله کښې ټولو کښې درون څیز چې کوم وی هغه به نیک اخلاق وی اؤ بېشکه الله پاک نهٔ خوښوی څوک چې بد زبانه وی اؤ خُلهٔ خرابه خوزوی۔ دَ دې مطلب شو چې مونږ ته دَ خُلې ډېر حفاطت پکار دے چرته رانه څهٔ داسې خبره ونهٔ شی چې پهٔ هغې باندې الله ناراضه شی۔ مونږه ګورو چې بعضې خلقو دا عادت وی چې هغوی مطلب دا دے چې خُلهٔ باندې ېٔ هر وخت کښې کنځلې وی نو داسې کس چې کوم دے دَ خلقو هم بدی شی اؤ دَ الله پاک هم بدی شی اؤ ښهٔ اخلاق چې کوم دے دا ماشاء الله دَ قیامت پهٔ ورځ باندې به خلقو ته ډېره ښهٔ فائده رسوی۔ اؤ دَ دې مزید تشریح پهٔ دې راتلونکی حدیث شریف کښې ده۔ چې ارشاد فرمائی رسولِ کریمﷺ چې بېشکه مؤمن دَ ښهٔ اخلاقو پهٔ وجه باندې دَ شب بېدار اؤ دَ روژه دار یعنی دَ روژې ساتلو والا درجه حاصله کړی۔ دا ولې؟ ځکه چې روژه چې کوم ده دا پهٔ خپل نفس ښپه کښېښودل دی اؤ شب بېداری دا دَ الله پاک سره دَ تعلق یوه ذریعه ده۔ نو یو دَ زړهٔ سره تعلق لری اؤ یو چې کوم دے نو دَ نفس سره تعلق لری۔ دَ دې دواړو اصلاح چې وشی نو ښهٔ اخلاق ترېنه جوړ شی۔ نو دې لحاظ سره کوم ښهٔ اخلاق والا کس چې کوم وی هغه دا اجر حاصل کړی۔ نو دې لحاظ سره مونږه وئیلې شو چې ښهٔ اخلاقو باندې عمل کؤل پکار دے۔ یعنی ښهٔ اخلاق خپل ځان یعنی خبره ښهٔ طریقې سره کؤل پکار دی، اورېدل پهٔ صحیح طریقې سره پکار دی، کښېناستل پهٔ صحیح طریقې سره پکار دی، خلقو سره معاملات پهٔ صحیح طریقه باندې کؤل پکار دی، اؤ پهٔ هر کار کښې ښهٔ نیت کؤل پکار دی اؤ دَ الله پاک نه ویرېدل پکار دی۔ یعنی ظاهری اؤ باطنی څیزونه ټیک کؤل پکار دی۔ دا چې کوم دے نو دا خوش اخلاقی ده۔
بعضې خلق خوش اخلاقی بل څهٔ ته وائی۔ مثلاً خوږې خبرې، دې ته خوش اخلاقی وائی۔ حالانکې خوږې خبرې بعضې وخت کښې دا دَ منافقت یو علامت هم وی۔ مثلاً زړهٔ کښې چا سره چې کوم دے نو دښمنی ساتی اؤ پهٔ خُلهٔ ورسره ښې خبرې کوی۔ دا خو منافقت شو۔ نو دې لحاظ سره چې کوم دے نو مونږ ته پکار دی چې خوږې خبرې صرف نهٔ دی بلکې بعضې وخت کښې خوږې خبرې جرم وی۔ مثلاً یو زنانهٔ ده اؤ غیر محرم سره دا خوږې خبرې کوی۔ نو دې ته ګناه ملاویږی۔ ثواب ورته نهٔ ملاویږی ګناه ورته ملاویږی۔ نن سبا دَ فسق و فجور دور دے دَ امتحان زمانه ده۔ دَ فتنو دور دے۔ تاسو وګوریٔ چې پهٔ دې مارکیټونو کښې Sales Girls هغه ساتلې شی چې هغه ډېرې ښکلې وی اؤ ډېرې خوږې خبرې کوی۔ نو ظاهره خبره ده چې دوی ته پهٔ دې باندې ګناه ملاویږی۔ اؤ دغه شان ټیلی فون باندې ېٔ داسې کسان کښېښنؤلې وی چې خبرې ډېرې خوږې کوی۔ اؤ غیر محرم آواز خلقو ته ورکوی۔ نو دې سره چې کوم دے نو ګناه ورته کیږی۔ نو داسې کسانو له پکار دی چې غیر محرم سره چې کله خبره کوی نو پهٔ ترخه ژبه باندې کوی چې دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې څهٔ مرض وی چې هغه مرض زیات نهٔ شی۔
حضور پاکﷺ ارشاد فرمائی کوم مسلمان چې دَ خلقو سره ملاویږی اؤ دَ هغوی پهٔ تکلیفونو باندې صبر کوی هغه دَ هغوی نه بهتر دے کوم چې خلقو سره نهٔ ملاویږی اؤ دَ هغوی پهٔ تکلیفونو باندې صبر نهٔ کوی۔ دا څهٔ وجه ده؟ ځکه وجه دا ده چې یواځې وی نو دې حقوق نهٔ شی پوره کؤلے۔ نو دا حقوق لکه دَ پلار حقوق، دَ مور حقوق، وروڼو خویاندو حقوق، دَ اولاد حقوق، دَ پړوسیانو حقوق، دَ علماؤ حقوق۔ دا حقوق دې نهٔ شی پوره کؤلے۔ دَ حقوقو پوره کؤلو دپاره به دې پهٔ معاشره کښې حصه اخلی۔ اؤ یقیناً نیکانو خلقو ته خلق تکلیف رسوی۔ نو دا چې کوم دے ظاهره خبره ده پهٔ دې تکلیفونو چې دې صبر کوی دَ الله دپاره نو دهٔ ته پهٔ دې باندې اجر ملاویږی اؤ کهٔ نه دې ځان پټ کړی، پهٔ یو ځائې کښې دغه شی نو دې دَ جماعت دَ نمونځ نه هم پاتې شو اؤ هغه ثوابونو نه هم پاتې شو چې کوم دَ خلقو سره پهٔ ملاوېدو کښې اؤ دَ هغوی پهٔ تکلیفونو باندې صبر کؤلو سره ملاوېدې شو۔
ارشاد وفرمائیل حضور پاکﷺ چې پهٔ مؤمنانو کښې زیات کامل ایمان والا هغه کس دے چې دَ ښهٔ اخلاقو والا وی۔ هغه مخکښینی حدیث شریف کښې دَ اعمالو خبره وه چې دَ ښو اخلاقو والا کس ډېر وچت اعمال پهٔ مفتو کښې حاصل کړی۔ لکه دَ روژه دار ثواب اؤ دَ شب بېدار ثواب، اؤ دلته کښې دَ دې تعلق دَ ایمان سره دے۔ دَ هغې وجه دا ده چې ښهٔ اخلاق دَ هغه چا کېدے شی چې دَ چا ایمان مضبوط وی۔ دې پهٔ غیبو باندې یقین لری۔ اؤ هر وخت دهٔ ته دا پته وی چې زما هر څیز نوټ کیږی۔ اؤ دَ الله دَ رضا دپاره دې پهٔ تکلیفونو باندې صبر کوی اؤ دَ خپل طرف نه دَ خلقو حقوق پوره کوی۔ اؤ چې بل څوک ېٔ خیال نهٔ ساتی نو دې پهٔ هغې باندې صبر کوی۔ نو دې لحاظ سره دَ دهٔ ایمان کامل دے۔
اؤ ارشاد وفرمائیل حضور پاکﷺ چې تاسو کښې ما ته زیات یعنی زما زیات خوښ هغه کس دے دَ چا چې اخلاق ښهٔ وی۔ دا دَ بخاری شریف حدیث شریف دے۔ اوس دې نه اندازه ولګویٔ چې یو کس دے دَ حضور پاکﷺ سره محبت کؤل غواړی۔ اؤ حضور پاکﷺ ورته ډېر خوږ دے۔ نو دَ دهٔ دپاره دا حدیث شریف ډېر لوئے سبب جوړېدے شی چې دې دَ خپلو اخلاقو خیال وساتی۔ ځکه چې دَ حضورﷺ خو هغه کس خوښ دے دَ چا چې اخلاق ښهٔ وی۔ نو ظاهره خبره ده چې چونکې زمونږه اعمال دَ څلورمې پهٔ ورځ باندې اؤ دَ پنج شمبې پهٔ ورځ باندې حضورﷺ باندې پېش کیږی۔ نو چې څوک کسان دَ چا چې اخلاق ښهٔ وی نو دَ هغوی اعمال دَ حضور پاکﷺ پهٔ مخکښې پېش کیږی نو هغوی به ورباندې خوشحالیږی۔ نو دې لحاظ سره مونږ ته هر وخت دا پکار دی چې مونږه دَ خپلو اخلاقو خیال وساتو۔ اؤ دا ېٔ ارشاد وفرمائیل چې پهٔ تاسو کښې بهترین کس هغه دے چې څوک دَ اخلاق پهٔ اعتبار سره ښهٔ وی۔ اؤ صحابه اجمعین دا عرض وکړو یا رسول الله خدائې تعالیٰ چې انسان ته کوم څیزونه ورکړی دی پهٔ هغې کښې ټولو کښې ښهٔ څیز کوم یو دے؟ نو حضورﷺ ارشاد وفرمائیل ښهٔ اخلاق۔ اؤ حضورﷺ دا هم فرمائیلی دی چې زهٔ راستؤلې شوے یم دې دپاره چې زهٔ دَ ښو اخلاقو تکمیل وکړم۔
نو دا څومره خبرې چې مونږه وکتې، واؤرېدے دَ دې نه پته لګی چې اخلاق صحیح کؤل پکار دی۔ لېکن دا اخلاق څهٔ ته وائی؟ اخلاق دَ خلق جمع ده اؤ خلق دې ته وائی چې لکه زمونږه چې ظاهری اعضاء دی پهٔ هغې کښې چې تناسب وی نو هغهٔ ته مونږ ښائسته وایو۔ یو کس پوزه ډېره لویه وی اؤ سترګې ېٔ وړې وی نو دا هم ښکلې نهٔ ښکاری اؤ چې سترګې ېٔ ډېرې غټې وی اؤ پوزه ېٔ نرۍ وی دا هم نهٔ ښکاری څهٔ ښهٔ۔ اؤ هر یو څیز دَ خپل تناسب سره وی نو ډېر ښهٔ ښکاری۔ چې رنګ ېٔ تک تور وي نو بیا هم ښهٔ نهٔ ښکاری اؤ کهٔ تک سپین وی نو بیا هم ښهٔ نهٔ ښکاری خو چې غنم رنګه وی اؤ پهٔ مینځ کښې وی نو دا چې کوم دے نو دا ډېر ښهٔ لګی۔ دې ته خوبصورته وئیلې شی۔ دغه شان دَ اخلاق څلور شعبې دی پهٔ هغې کښې چې اعتدال وی نو هغې ته خوبصورته وئیلې شی۔ هغه کومې دی؟ وړومبنیٔ شعبه پهٔ دې کښې دَ شهواتو ده۔ یعنی کوم څیزونه چې مونږ خوښوؤ اؤ هغې دپاره مونږه--- نو پهٔ هغې کښې یو اعتدال وی، یو پکښې تفریط وی اؤ یو پکښې افراط وی۔ دَ دې افراط چې کوم دے هغه حرص دے۔ لکه زیات ځان دپاره راجمع کؤل، خوښؤل۔ اؤ تفریط دَ دې دا دے چې لکه ډپریشن دے چې دَ انسان څهٔ څیز ته هم زړهٔ نهٔ کیږی۔ اؤ اعتدال پهٔ دې کښې چې کوم دے نو هغه عفت دے۔ مثال پهٔ طور باندې یو کس دے هغه ډېر مال سره مینه کوی نو دا هم حرص دے اؤ یو کس دے بالکل مال ګټلو کوشش هم نهٔ کوی پهٔ خلقو بوجھ دے دا هم صحیح خبره نهٔ ده۔ اؤ دومره مال دغه کوی چې پهٔ هغې باندې خپل ځان هم ساتی نور خلق هم ساتی اؤ الله پاک پرې راضی کوی۔ نو دا یقیناً ډېر ښهٔ څیز دے۔ دغه شان لذّات دی۔ بالکل دَ لذّاتو خیال نهٔ ساتل لکه اوس مثال پهٔ طور باندې پخ کړی کښې ځان ته اوبهٔ واچوی خوند ېٔ ختم کړي۔نو دا هم ټیک نهٔ ده۔ اؤ بالکل دَ لذّاتو هر وخت پهٔ سوچ کښې وی بل څهٔ کار ېٔ نهٔ وی۔ دا مونږ چې ګورو پهٔ دې هوټلو کښې خوراکو پسې خلق ګرځې اؤ هر وخت دَ دې خبرې سوچ وی۔ نو دا هم ټیک نهٔ ده خو دا کار دے چې مطلب دا دے چې کوم دَ الله پاک نعمتونه دی چې الله پاک ېٔ ورکوی پهٔ هغې شکر ادا کؤل دی اؤ پهٔ صحیح طریقه باندې سنت طریقه باندې هغه خوړل دی۔ دغه شان نور لذّات دی اؤ دَ دې مطلب دا دے چې یعنی اعتدال۔ بعضې څیزونه داسې دی چې هغه مونږه نهٔ غواړو دَ ځان نه ېٔ لرې کؤل غواړو۔ نو پهٔ هغې کښې هم اعتدال پکار دے۔ مثال پهٔ طور باندې مونږه هغه زیات کړو نو هغې ته مونږ وایو چې ځناورتوب ورته وایو چې لکه یو کس دے هغه پهٔ غصه کښې چې کوم دے راغلو اؤ څومره چې غصه کؤل پکار وو دَ هغې نه ېٔ لس چنده زیاته وکړه۔ اؤ کس ته ېٔ ډېر نقصان ورسؤلو دا هم ټیک نهٔ ده۔ اؤ بل یو کس دے چې غصه پکار ده لکه مثال پهٔ طور باندې څوک دَ الله پهٔ شان کښې ګستاخی وکړی یا دَ حضورﷺ پهٔ شان کښې ګستاخی وکړی یا مسلمان ختمؤل غواړی۔ دغه وخت کښې دې جهاد طرف ته نهٔ تیاریږی نو دا خبره هم ټیک نهٔ ده۔ اؤ دَ دې پهٔ مینځ کښې چې کوم څیز دے نو هغه شجاعت دے۔ دغه شان علم دے۔ نو داسې علم چې هغه چې کوم دے مونږه یعنی مثال پهٔ طور باندې فضول څیزونو باندې وخت لګوؤ۔ لکه یو کس دے اخبار دَ سر نه شروع کړی اؤ تر آخره پورې ووائی نو ضروری کارونه ترېنه پاتې شی۔ نو ظاهره خبره ده چې هغه هم ټیک نهٔ دے۔ اؤ بالکل کوم فرضِ عین علم دے هغه هم څوک نهٔ حاصلوی۔ هغه هم ټیک نهٔ دے۔ اؤ دا چې څومره علم پکار دے هغه حاصلؤل دا چې کوم دے دا پهٔ صحیح طریقه پکار دے۔ نو دغې حساب سره عقل دے۔ نو یو کس دے چې هغه عقل دَ شریعت پهٔ مقابله کښې استعمالوی نو دا هم ټیک نهٔ دی۔ اؤ یو کس دے چې شریعت مطابق هم نهٔ استعمالوی هغه هم ټیک نهٔ دے۔ خو دا ده چې خپل عقل دَ الله دَ رضا دپاره دَ شریعت مطابق چې پهٔ شریعت باندې صحیح طور باندې عمل وکړې شم دا دَ دې دپاره استعمال دا ضرورت دے۔ نو دا څیزونه چې دَ چا پوره وی اؤ پهٔ اعتدال باندې وي نو دَ دې کس چې کوم دے نو اخلاق صحیح وی۔ الله جل شانهُ دې مونږ ته هم صحیح اخلاق نصیب کړی اؤ پهٔ داسې طریقه باندې مونږه دا ژوند تېر کړو چې پهٔ هغې باندې الله پاک زمونږ نه راضی شی۔
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ، وَ تُبْ عَلَیْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۔
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ وَالْحَمْدُ لِلہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ