اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنِ
الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلیٰ خَاتَمَ النَّبِیِینِ۔
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ
بِسْمِ اﷲالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ؕ
تِلْكَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِیْنَ لَا یُرِیْدُوْنَ عُلُوَّا فِی الْاَرْضِ وَلَا فَسَادًا ؕ وَ الْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ
وَقَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ مَنْ لَّبِسَ ثَوْبَ شُهْرَةٍ فِی الدُّنْیَاۤ اَلْبَسَهُ اللهُ ثَوْبَ مَذَلَّةٍ یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ۔
وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ بِحَسْبِ امْرِئٍ مِّنَ الشَّرِّ اَنْ یُّشَارَ اِلَیْهِ بِالْاَصَابِعِ فِیْ دِیْنٍ اَوْ دُنْیَا اِلَّا مَنْ عَصَمَهُ اللهُ۔
وَقَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ مَا ذِئْبَانِ جَائِعَانِ اُرْسِلَا فِیْ غَنَمٍۢ بِاَفْسَدَ لَهَا مِنْ حِرْصِ الْمَرْءِ عَلَی الْمَالِ وَالشَّرَفِ لِدِیْنِهٖ۔
وَقَالَ النَّبِیُّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ اِنَّ اللهُ یُحِبُّ الْاَبْرَارَ الْاَتْقِیَآءَ الْاَخْفِیَآءَ الَّذِیْنَ اِذَا غَابُوْا لَمْ یُتَفَقَّدُوْا وَ اِنْ حَضَرُوْا لَمْ یُدْعُوْا وَ لَمْ یُقَرَّبُوْا قُلُوْبُهُمْ مَّصَابِیْحُ الْهُدٰی یَخْرُجُوْنَ مِنْ کُلِّ غَبْرَآءَ مُظْلِمَةٍ۔ هٰذَا کُلُّهٗ اِذَا قَصَدَ الْمُرَآءَةَ لِغَرَضٍ دُنْیَوِیٍّ اَمَّآ اِذَا لَمْ یَقْصُدْهَا فَلَا یُذَمُّ۔ وَقَدْ قِیْلَ لِرَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ اَرَأَیْتَ الرَّجُلَ یَعْمَلُ الْعَمَلَ مِنَ الْخَیْرِ وَ یَحْمَدُهُ النَّاسُ عَلَیْهِ وَ فِیْ رِوَایَةٍ وَ یُحِبُّهُ النَّاسُ عَلَیْهِ قَالَ تِلْكَ عَاجِلُ بُشْرَی الْمُؤْمِنِ۔
وَقَالَ اَبُوْ هُرَیْرَةَ رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُ یَا رَسُوْلَ اللهِ بَیْنَاۤ اَنَا فِیْ بَیْتِیْ فِیْ مُصَلَّایَ اِذْ دَخَلَ عَلَیَّ رَجُلٌ فَاَعْجَبَنِی الْحَالُ الَّتِیْ رَاٰنِیْ عَلَیْهَا فَقَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ رَحِمَكَ اللهُ یَاۤ اَبَاهُرَیْرَةَ لَكَ اَجْرَانِ اَجْرُ السِّرِّ وَ اَجْرُ الْعَلَانِیَةِ۔
صَدَقَ اللہُ الْعَلِی الْعَظِیْمُ وَ صَدَقَ رَسُوْلُهُ النَّبِیُّ الْکَرِیْمُ۔
عزتمندو میاندو، خویاندو، مشرانو، کشرانو اؤ خوږو همزولو!
انسان چې عمل کوی نو پهٔ دې کښې عمومًا چې نظر راځی دَ انسان پهٔ خلقو باندې راځی۔ یعنی انسان دې ته ګوری چې ما خلق پهٔ دې کښې څهٔ ګڼی۔ یعنی ما خلق چې کوم دے نو ښهٔ ګڼی اؤ کهٔ خراب ګڼی اؤ نن سبا خو داسې حد راغلے دے چې باقاعده تعریف غواړی۔ مونږه چې پهٔ مطلب دا دے چې کله یعنی ګورو پهٔ کانفرسونو کښې چې کوم دے مطلب څهٔ بیان وکړی نو دَ هغې تپوس کوی چې ما څنګه بیان وکړو۔ مطلب دا دے زما تعریف وکړه نو دا څیزونه دَ الله پاک خوښ نهٔ دی۔ ځکه وجه دا ده چې دا ټول صفتونه چې کوم دے نو الله تعالیٰ ورکړی وی۔ یعنی کهٔ څوک حسین دے نو هغه هم الله تعالیٰ پیدا کړے دے، کهٔ څوک طاقتور دے نو طاقت ورته الله تعالیٰ ورکړے دے، کهٔ څوک ذهین دے نو ذهانت ورته الله ورکړے دے، کهٔ څوک خوش بیان دے نو الله تعالیٰ ورته خوش بیانی ورکړے ده۔ یعنی دا ټول صفات چې کوم دی دا دَ الله دَ طرف نه دی۔ نو لهٰذا چې دَ چا پهٔ الله باندې نظر وی نو هغه دَ الله شکر کوی "الحمدلله" دا وائی۔ اصل خبره دا ده چې مونږ چې دا "الحمدلله" وایو دَ دې معنیٰ څهٔ ده؟ دَ دې معنیٰ دا ده چې تعریف کهٔ دَ چا کېدے شی نو هغه الله تعالیٰ دے۔ یعنی حمد چې څهٔ ته وائی هغه اصل کښې دَ الله پاک دپاره دے۔ دَ هغې وجه دا ده چې کهٔ دَ چا هم تهٔ څهٔ تعریف وکړې اصل کښې هغه تعریف الله تعالیٰ طرف ته رسی۔ لکه مونږه چې کوم دے نو یعنی ښختې ودروؤ، سل ښختې ودروؤ نژدو نژدو۔ چې هغه یو غورزیږی نو پهٔ بله باندې غورزیږی۔ نو دغه یو ښخته چې مونږ پهٔ یو سر کښې وغورزوؤ نو دا پهٔ هغه بله باندې وغورزیږی اؤ بله پهٔ بله باندې اؤ بله پهٔ بله باندې۔ دا سل واړه ښختې چې کوم دے نو وغورزیږی۔ نو اصل خبره دا ده چې آخری ښخته چې چا وغورزؤله هغه دَ دې نه مخکښې پهٔ هغې وغورزؤله دَ هغې نه مخکښې پهٔ هغې وغورزؤله۔ نو وړومبے چې چا ډغره ورکړے ده اصل کښې دا ټولې ښختې هغهٔ غورزؤلې۔ دغې حساب سره کهٔ مونږه ګورو چې یو څیز مطلب دا دے چې د یو صفت پهٔ وجه باندې وشو نو بیا ګورو چې هغه دَ چا صفت دے اؤ بیا ګورو چې هغهٔ ته چا ورکړے دے اؤ بیا هغه ګورو چې هغهٔ ته چا، نو پهٔ آخر کښې خبره الله پاک ته رسی۔ نو لهٰذا زمونږه نظر پکار دے چې پهٔ الله پاک باندې وی۔ چې کله زمونږ نظر پهٔ الله پاک باندې وی نو بیا مونږ ته دَ شکر توفیق ملاویږی اؤ کهٔ نظر مو پهٔ خپل ځان باندې وی نو بیا مونږ ځان ته چې کوم دے نو پهٔ ښهٔ نظر باندې ګورو۔ نو حضورﷺ دا دعا کړے وه اَللّٰهُمَّ اجْعَلْنِیْ فِیْ عَیْنِیْ صَغِیْرًا وَ فِیْ اَعْیُنِ النَّاسِ کَبِیْرًا۔ اے الله ما پهٔ خپل نظر کښې وړوکے کړے اؤ دَ نورو پهٔ نظر کښې مې لوئے کړے۔ دَ دې مطلب څهٔ دے چې دَ نورو پهٔ نظر کښې مې لوئے کړې؟ دَ دې مطلب دا دے چې کهٔ فرض کړه دَ نورو پهٔ نظر کښې هم خلق وړوکے شی نو اصل کښې بیا خلق بیګار پرې شروع کړی اؤ پهٔ بد نظر ورته ګوری۔ نو دَ دې نه مطلب دا دے دَ بچ کېدو دپاره چې کوفت دے مشکلات دی نو دَ دې نه دَ بچ کېدو دپاره دعا ده۔لېکن پهٔ خپل نظر کښې چې انسان وچت وی نو هغه چې کوم دے نو کار خرابوی۔ نو لهٰذا پهٔ خپل نظر کښې پکار ده چې انسان ځان وړوکے ګڼی۔ نو دا کوم آیتونه مبارک چې ما تلاوت کړل، حدیث شریف مې تلاوت کړل نو دَ دې به زهٔ اول مفهوم بیان کړم اؤ دَ دې نه پس به ان شاء الله پهٔ دې باندې خبره کیږی۔
چې کوم آیتِ کریمه چې ما بیان کړے دے تلاوت کړے دے دَ هغې مطلب دا دے چې الله پاک ارشاد فرمائی چې دا دَ آخرت کور چې دے دا مونږ دَ هغه خلقو دپاره تیار کړے دے چې کوم پهٔ زمکه کښې نهٔ لوئے والې غواړی اؤ نهٔ فساد اؤ عاقبت خو دَ متّقینو دپاره دے۔ دَ دې مطلب دا شو چې پهٔ دې دنیا کښې وچت والې غوښتل دَ نورو پهٔ نظر کښې دا دَ الله پاک خوښ نهٔ دے اؤ پهٔ دې باندې دَ آخرت هغه کور نهٔ ملاویږی اؤ څوک چې فساد غواړی هغوی ته هم نهٔ ملاویږی اؤ اصل بچ کېدل به پهٔ تقویٰ باندې وی۔ دې لحاظ سره مونږ ته پکار دی چې مونږه دا درے واړه خبرو نه ځان وساتو۔ یعنی پهٔ مطلب دا دے چې پهٔ زمکه باندې فساد ونهٔ کړو اؤ ځان لوئے ونهٔ ګڼو اؤ تقویٰ حاصله کړو۔ دَ دې دپاره مونږ ته چې کوم اسباب دی هغه اختیارؤل پکار دی۔
دا کوم حدیث شریف چې ما لوستلې دی پهٔ دې کښې وړومبنی حدیث کښې حضورﷺ فرمائی چې چا دَ شهرت یعنی لباس پهٔ دنیا کښې واغوندلو نو الله تعالیٰ به دَ قیامت پهٔ ورځ باندې دهٔ ته دَ ذلّت لباس واچوی۔ دا حدیث شریف بیان کړے دے احمد، ابو داؤد، ابن ماجه۔ نو اصل کښې دا څهٔ شے دے دَ شهرت لباس؟ دا اصل کښې حبِ جاه ده۔ حبِ جاه څهٔ ته وائی؟ یعنی خپله مرتبه خوښؤل۔ یعنی دَ نورو خلقو پهٔ زړهٔ کښې ښهٔ کېدل، دا کوشش کؤل۔ اؤ دَ دې مطلب دا دے چې کهٔ یعنی دَ دې مذمّت چې شوے دے دَ هغې تفصیل دا دے کوم چې دَ مال پهٔ محبت کښې کوم شوے دے۔ اؤ دَ ریا مطلب دا دے چې عبادت مطلب پهٔ ذریعه باندې سړے خپل جاه حاصلوی۔ یعنی مطلب دا دے چې دَ الله دَ رضا حاصلؤلو کوشش نهٔ کوی یعنی دَ هغې طرف ته ېٔ خیال نهٔ وی لېکن دَ خلقو پهٔ نظر کښې وچت والې غواړی۔ چې لکه ما ډېر ښهٔ تقریر وکړو، ما ډېر ښهٔ نمونځ وکړو، ما ډېر ښهٔ تلاوت وکړو۔ دا ټول څیزونه ډېر خطرناک دی۔ نو دې لحاظ سره مونږ ته دَ دې نه ځان بچ کؤل پکار دی۔ نو چې چا پهٔ دې دنیا کښې قصد وکړو دَ شهرت دَ لباس دَ اچؤلو یعنی ځان دَ مشهورؤلو نو دې به الله پاک چې کوم دے نو پهٔ قیامت کښې ذلیل کړی۔ الله پاک دې مونږه وساتی۔
حضور پاکﷺ ارشاد فرمائی چې دَ یو کس دپاره دا آفت کافی دے چې دَ هغهٔ طرف ته پهٔ دین کښې یا پهٔ دنیا کښې دَ ممتاز کېدو پهٔ وجه باندې پهٔ ګوتو باندې اشارې کؤل شروع شی۔ مګر هغه کس چې الله پاک دَ دې شهرت دَ شر نه هغه بچ کړی۔ مطلب دا دے چې دَ دا څیز کوشش نه دے کؤل پکار دَ کوم پهٔ وجه باندې انسان دومره خرابیږی۔ نو ظاهره خبره ده چې پهٔ دین اؤ دنیا کښې دواړو کښې مونږ دَ ممتاز کېدو کوشش ونهٔ کړو بلکې ځان چې کوم دے نو یعنی څومره چې زمونږ نه کېدے شی چې ځان یعنی پټ کړو یعنی مطلب دا دے چې دَ خپل دغه وچت والی دغه چې کوم دے نو کوشش مونږه نهٔ کوؤ بلکې مونږ پهٔ خپل ځان کښې عاجزی راولو۔ ځکه چې عاجزی دَ الله پاک خوښه ده۔ اؤ دا تکبر اؤ دا دغه چې کوم دے عُجب دا دَ الله پاک نهٔ دی خوښ۔ اؤ دَ دې پهٔ وجه باندې ریا هم چې کوم دے راځی ځکه چې ریا چې کوم دے دَ نورو خلقو پهٔ زړهٔ کښې چې کوم دے نو وچت والې غواړی۔ نو ظاهره خبره ده چې دا هم دَ الله پاک خوښه نهٔ ده۔ نو لهٰذا مونږ ته پکار دی چې دَ دې څیز کوشش مونږه نهٔ کوؤ۔
دریم حدیث شریف چې کوم ما تلاوت کړے دے پهٔ هغې کښې حضورﷺ ارشاد فرمائی چې دوه شرمخان دغه چې کوم دے دوه لیوان چې کوم دی هغه دومره چې کوم دے دَ یعنی دَ بزو پهٔ کنډک کښې تباهی نهٔ کوی څومره چې دَ چا مطلب دَ دین پهٔ دین کښې اؤ یا پهٔ مال کښې چې کوم دے دَ لوئے والی محبت دا چې انسان تباه کوی۔ مطلب دا دے چې دَ مال محبت یعنی حبِ مال چې مونږ ورته وایو اؤ دَ لوئے والی محبت چې کوم ورته حبِ جاه وایو۔ یعنی دا دوه څیزونه چې څومره انسان تباه کوی دومره بل هېڅ څیز بنده نهٔ تباه کوی۔ کهٔ تاسو سوچ وکړیٔ نو اصل کښې دَ تباهیٔ درے څیزونه دی۔ یعنی مختلف روایاتو کښې چې راځی نو دا درے څیزونه دی۔ یو دے حبِ جاه، دا ټولو کښې سخت دے۔ بل ورپسې حبِ مال دے اؤ دریم چې کوم دے نو حبِ باه دے۔ دغه ځائې کښې دَ دې دوه څیزونو ذکر شوے دے دَ دریم ذکر نهٔ دے شوے۔ نو پهٔ دې باندې کهٔ غور وکړې شی نو یو خبره به پته ولګی چې دا حبِ جاه اؤ حبِ مال چې کوم دے دا داسې څیز دے کنه چې دا دَ انسان پهٔ مطلب پهٔ دغهٔ کښې مخکښې نه موجود وی اؤ دا دومره پهٔ آسانیٔ باندې وځی نه۔ نو پهٔ دې وجه باندې چې کوم دے نو انسان دَ دې پهٔ وجه نقصان زیات کوی۔ مثال پهٔ طور دَ مال محبت چې کوم دے تاسو وګوریٔ دا څومره معاملات چې زمونږ ګړبړ دی دا ټول دَ مال دَ محبت پهٔ وجه باندې ګړبړ دی۔ څوک کهٔ زکواة نهٔ ورکوی، څوک کهٔ رشوت اخلی، څوک کهٔ سود اخلی، څوک کهٔ چې کوم دے نو دوکه کوی څوک کهٔ دغه کوی دا منافع خوری کوی دا ټول څیزونه چې کوم دی نو مطلب دَ مال دَ محبت پهٔ وجه باندې دی۔ دا ټولې بیماریٔ دَ دې پهٔ وجه باندې راغلې۔ دغه شان کهٔ تکبر دے اؤ کهٔ عجب دے اؤ کهٔ دغه شان ریا ده اؤ کهٔ دغه شان مطلب دا دے چې خود پسندی ده۔ دا ټول څیزونه چې کوم دی نو دا دَ لوئے والی دَ محبت پهٔ وجه باندې دی۔ نو دَ دې مطلب دا شو چې دا څیزونه خو ډېر خلق تباه کوی۔ باطنی امراض دی۔ نو دَ دې باطنی امراض نه خو بچ کېدل ډېر زیات ضروری دی۔ اؤ دریم څیز چې مونږه حبِ باه۔ حبِ باه دَ لذّتونو محبت ته وائی۔ دَ لذّتونو دا محبت چې کوم دے نو دا هم خطرناک دے۔ لکه سړے چې شراب څښی اؤ دغه شان چې کوم دے نو ګنده کارونه کوی اؤ مطلب دا دے چې نشې تماشې کوی۔ نو دا ټول حبِ باه دی۔ نو دا حبِ باه چې کوم دے دا هم انسان ته نقصان ورکوی خو پهٔ دې کښې یو خاصیت دے چې کله دَ بنده نه دا کار وشی نو انسان ورباندې پښېمانه شی دا ما څهٔ وکړل۔ یعنی بنده ته ځان کم ښکاری اؤ مطلب دا دے چې ځان پهٔ دې باندې زبرګ نهٔ ګڼی۔ ځان پهٔ دې باندې وچت نهٔ ګڼی بلکې ځان پهٔ دې باندې کم ګڼی۔ نو دې لحاظ سره چې کوم دے دَ دې نه دَ توبې توفیق ډېر پهٔ آسانیٔ سره ملاؤ شی۔ لېکن دَ دې دوؤ نه دَ توبې توفیق ډېر پهٔ آسانیٔ سره نهٔ ملاویږی۔ دې دپاره به ډېر محنت پکار وی۔ یعنی اول خو انسان دې کښې ځان ګنهګار نهٔ ګڼی اؤ کهٔ ګنهګار ېٔ وګڼلو نو همت نهٔ کوی، کوشش نهٔ کوی دې نه دَ بچ کېدو دپاره اؤ کهٔ کوشش وکړی نو بیا هم ډېر محنت غواړی۔ نو دې لحاظ سره دا چې کوم دے تباهی دپاره ډېرې غټې ذریعې دی۔
ارشاد وفرمائیل حضور پاکﷺ چې بېشک الله پاک دوست ساتی هغه نیک متّقی ګمنامه خلق کهٔ دوی غائب وی نو څوک ېٔ تلاش نهٔ کوی اؤ کهٔ حاضر وی نو څوک ېٔ راغواړی نه اؤ نزدو کوی ېٔ نه اؤ دَ دوی زړهٔ دَ هدایت چراغونه دی۔ اؤ دوی یعنی دَ تېرو دَ زمکې نه راوځی۔ مطلب دا دے دَ تېرو دَ زمکې نه راوتل بعض علماءِ کرامو دا بیان کړے دے چې دا خلق آزاد وی دَ ګوشه نشین پهٔ وجه باندې دَ هر مشکل نه محفوظ وی لکه څنګه چې حافظ شیرازیؒ فرمائیلې دی،
ملک آزاد کنج و کناں کنج است
که بشمشير نشود سلطان را
یعنی دا انسان چې آزاد ګرځی اؤ قناعت ورته حاصل وی نو دا لویه خزانه ده اؤ دا سلطان ته یعنی بادشاه ته کوم دے نو پهٔ توره باندې هم نهٔ حاصلیږی۔ اؤ بعضې علماءِ کرامو دا مطلب اخستې دے چې دَ دوی ځایونه چې کوم وی مکانونه دا شکستِ حال وی اؤ تنګ و تاریک وی نو پهٔ دې وجه وائی چې
خاکسارانِ جہاں را بحقارت منگر
تو چہ دانی کہ دریں گرد سوارے باشد
یعنی دا کوم خاکساران خلق چې وی پهٔ دوی باندې دَ حقارت نظر مهٔ اچوه تا ته څهٔ پته ده چې څوک مطلب دا دے پهٔ دې ګرد کښې څوک سور دے۔ نو مطلب دا دے چې یعنی داسې کسان چې هغه ګمنامه وی نو هغوی دَ شر نه بچ وی۔ دَ دوؤ قسم شرونو نه۔ دَ دنیا دَ شر نه پهٔ دې وجه بچ وی چې خلق ورسره حسد نهٔ کوی، کینه ورسره نهٔ کوی، دشمنی ورسره نهٔ کوی۔ اؤ دغه چې کوم دے دَ آخرت دَ نقصان نه پهٔ دې وجه بچ وی چې دا ورکښې عجب اؤ تکبر اؤ دا څیزونه پکښې نهٔ راځی۔ نو دې لحاظ سره چې کوم دے نو دا خلق ډېر پهٔ فائده کښې وی۔
پنځم حدیث شریف چې ما لُوستې دے۔ نو حضور پاکﷺ مخکښې دا خبره وشوه چې دا کس پهٔ باره کښې تاسو خبر راکړیٔ چې کوم نیک کار کوی اؤ پهٔ دې باندې ېٔ خلق تعریف کوی اؤ پهٔ روایاتو اؤ یو روایت کښې دا دے چې خلق پهٔ دې وجه باندې هغه دوست ګڼی۔ نو حضور پاکﷺ وفرمائیل چې دا دَ مؤمن دپاره یعنی دَ ژر حاصلېدو والا بشارت دے۔ مقصد دا دے چې کهٔ یو کس کوشش نهٔ کوی دَ خپل وچت والی، دَ خپل تعریف اؤ دَ خپل مطلب دا دے چې دَ نظر کښې دَ وچتېدو لېکن باوجود الله پاک چې کوم دے دَ خلقو پهٔ زړونو کښې دَ هغوی عزت واچوی اؤ خلق دَ هغوی تعریف کوی اؤ هغه چې کوم دے نو خپل دوست جوړوی۔ نو دا دَ الله پاک فضل دے۔ اؤ دَ مؤمن دپاره حاضر بشارت دے۔ دا دَ مسلم شریف روایت دے۔ دَ دې مطلب دا دے چې نورو خلقو پهٔ باره کښې به مونږ دا خیال نهٔ ساتو لکه څنګه چې مشهور خلق دی بلکې هغوی دپاره خو به دا تاویل کوؤ چې کېدے شی دا داسې خلق وی دوی پهٔ خپله نهٔ غواړی لېکن الله تعالیٰ مشهور کړی دی اؤ دَ ځان دپاره به دا کار کوؤ چې هسې نه چې پهٔ دې زمونږ کار خراب شی نو مونږ به دا څیزونه نهٔ خوښوؤ۔ شپږم حدیث شریف چې ما کوم تلاوت کړے دے پهٔ هغې کښې حضرت ابوهریرهؓ عرض وکړو چې یا رسول اللهﷺ څهٔ وخت ما چې کله پهٔ کور کښې نمونځ پهٔ ځائې باندې نمونځ کؤلو نو ناڅاپه یو کس راغلو اؤ مطلب دا دے چې زهٔ ېٔ ولیدم پهٔ دې حال کښې۔ نو زهٔ پهٔ دې حال باندې خوشحاله شوم چې دهٔ پهٔ دې حالت باندې زهٔ ولیدم یعنی پهٔ نمونځ باندې ولیدم۔ نو حضورﷺ وفرمائیل چې اے ابو هریره! تا باندې دې الله پاک رحم وکړی ستا دپاره دوه اجرونه دی یو اجر پټ اؤ یو اجر اعلانیه۔ یعنی مطلب د پټ اجر درته هم ملاؤ شو یعنی تا خو چې کوم دے یواځې ځان ته نمونځ کړے وهٔ تا خو دَ خلقو دپاره نهٔ کؤلو چې خلق دې ما ووینی اؤ اعلانیه دا دے چې خلق درباندې پهٔ خپله راغلل اؤ تا خپل نمونځ پرې نهٔ ښو نو تا ته اعلانیه اجر ملاؤ شو۔ دَ دې مطلب دا دے چې دوه څیزونه درته ملاؤ شو۔ دَ دې مطلب دا دے چې څوک دَ دې کوشش نهٔ کوی اؤ بیا ېٔ هم خلقو ته پته ولګی نو دا دَ الله پاک فضل دے۔ اؤ دوه قسمه اجرونه ورته ملاؤ شی۔ نو پهٔ دې کښې چې کوم دے نو دا کوم آیت چې مونږه لوستې دے پهٔ دې کښې ارشاد فرمائی چې زما دوستانو کښې دَ زیات رشک قابل هغه مؤمن دے دَ چا چې ملا سپکه وی یعنی عیال وغېره بوجھ نهٔ لری اؤ بې فکریٔ سره، یکسوئی سره عبادت کښې مشغول وی اؤ نمونځ ېٔ نمونځ نه زیاته حصه ورته نصیب شوی وی اؤ خپل عبادت ښهٔ طریقې سره کوی اؤ دَ هغې اطاعت پهٔ خلوت اؤ جلوت کښې برابر کوی اؤ خلقو سره داسې ملاؤ وی چې هغهٔ طرف ته دَ ګوتو اشارې نهٔ کیږی۔ یعنی مطلب دا دے چې ساده کس وی، ساده طریقې سره وسی، دَ زبرګیٔ جامه ېٔ نهٔ وی اچؤلے اؤ مطلب دا دے چې خلق ېٔ هم پهٔ دې وجه باندې داسې مطلب نهٔ ګڼی لېکن دې دَ الله پهٔ نظر کښې ښهٔ وی اؤ ښهٔ طریقې سره عبادت کوی، ښهٔ طریقې سره کارونه کوی۔
حضورﷺ ارشاد فرمائیلی دی چې کله به الله پاک دَ قیامت پهٔ ورځ باندې خلق جمع کړی۔ چې دا قیامت چې دَ هغې پهٔ راتلو کښې هېڅ شک نشته نو خدائې پاک دَ طرف نه به یو آواز ورکؤلو والا آواز وکړی چې کوم کس شرک کړے دے داسې عمل کښې چې کوم دَ الله کؤلو دپاره وهٔ نو بس هغهٔ ته پکار دی چې دَ دې ثواب دے دَ غیر الله نه طلب کړی یعنی دَ هغهٔ نه دې وغواړی چا دپاره ېٔ چې کړے دے اؤ الله پاک ډېر بې پروا دے، بېزاره دے دَ شرک نه پهٔ نسبت دَ خپل ټولو شریکانو۔ یعنی مطلب دا دے چې کوم کس چې کوم کار کړے دے دَ خلقو دپاره نو الله پاک فرمائی چې چونکې زما دپاره نهٔ دے کړے نو زهٔ ورته ولې اجر ورکړم۔ دې دې دَ خلقو نه وغواړی اؤ خلق ورته پهٔ خپله څهٔ نهٔ شی کؤلے۔ یعنی مطلب دا دے چې مقام دَ حسرت به وی۔ پهٔ دې وجه باندې مونږ ته پکار دی چې مونږ کار صرف اؤ صرف دَ الله دپاره کوؤ دَ بل څهٔ دپاره نهٔ کوؤ لېکن دا څیز دومره پهٔ آسانه نهٔ حاصلیږی۔ دې دپاره پکار دی چې مونږ دَ خپل نفس، دَ خپل زړهٔ اؤ دَ خپل عقل علاج وکړو۔ دَ دې دپاره چې کوم دے نو یعنی هغه جذب و سلوک چې ورته وائی هغه مطلب حاصلؤلو غواړی۔ جذب دې دپاره چې انسان سلوک طې کړې شی۔ سلوک څهٔ دے؟ یعنی پهٔ دې کښې داسې انسان کوشش وکړی چې کومې کمزوریٔ دی هغه لرې کړی اؤ چې کومې خوبیٔ دی هغه خپلې پیدا کړی۔ کمزوریٔ مثلاً یعنی مطلب دا دے چې دې به توبه کوی دَ ټولو ګناهونو نه۔ دا مقامِ توبه دے۔ دې به دَ نیک کارونو کوشش کوی۔ دا مقامِ انابت دے۔ اؤ دې دپاره کهٔ سستی وی۔ دا سستی به لرې کوی۔ دا مقامِ ریاضت دے۔ اؤ مطلب دې دپاره به دې حرص ختموی۔ دا مقامِ قناعت دے۔ دې دپاره به دَ ګناهونو نه ځان ساتی دا مقامِ تقویٰ ده۔ اؤ دې به صبر کوی اؤ ذهد به کوی مطلب پهٔ کمو څیزونو باندې به قناعت کوی۔ دې سره به ژوند تېروی اؤ توّکل به کوی پهٔ خپل رب باندې چې هغه زما ټولو کښې وچت کارساز دے اؤ دې به دَ زړهٔ نه تسلیموی چې دَ الله پاک پهٔ هر حکم کښې خیر دے۔ اؤ بیا به دَ الله پاک نه پهٔ هر حال کښې راضی وی۔ نو "سبحان الله" الله به هم دَ دهٔ نه راضی وی۔ دې پهٔ وجه باندې به دې هر وخت کښې شکر کوی۔ الله پاک دې مونږ ټول پهٔ دې کښې راولی۔ ځکه چې پهٔ دغه باندې خلاصې دے اؤ دغه څیز ته چې کوم دے نو مشران سیر الا الله وائی۔ دا سیر الا الله دې دپاره دے چې انسان دَ نفس دَ شر نه بچ شی اؤ زړهٔ ېٔ دَ دنیا دَ محبت نه صفا شی اؤ عقل ېٔ پهٔ ایمانی خبرونو باندې یقین پیدا کړی۔ دَ دې پهٔ وجه باندې دا کار کوی۔ الله دې مونږ ته هم دا نصیب کړی۔
وَ آخِرُ دَعْوَانَا أَنِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَلَمِیْنَ۔
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ، وَ تُبْ عَلَیْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۔
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ وَالْحَمْدُ لِلٰٓہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ بِرَحْمَتِكَ یَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِیْنَ