خپل قرضه پهٔ بل چا وراچَول

دا بيان دَ جنتي کالي نه شوې دے

حضرت شیخ سید شبیر احمد کاکاخیل صاحب دامت برکاتھم
خانقاہ رحمکاریہ امدادیہ راولپنڈی - مکان نمبر CB 1991/1 نزد مسجد امیر حمزہ ؓ گلی نمبر 4، اللہ آباد، ویسٹرج 3، راولپنڈی
  1. د معاملاتو شرعي احکام زده کول اړین دي، ځکه ناپوهي عذر نه دی او انسان په ناخبرۍ کې لوی ګناهګارېدلی شي۔
  2. خپله قرضه په بل چا اړول د پور ورکوونکي، پور اخیستونکي او هغه درېیم شخص په منظورۍ پورې تړلې ده۔
  3. د پېر او پلور لپاره ټاکل شوی وکیل کوم ځانګړی شی چې ورته په ګوته شوی وي هغه د ځان لپاره نه شي اخیستلی۔
  4. د وکیل موقوف کولو واک هر وخت شته، چې له خبرېدو وروسته که هغه معامله کوي نو تاوان به یې پخپله پر غاړه وي۔
  5. د مضاربت معامله کې د سرمایې او د ګټې سلنه معلومول ضروري دي، او د ګټې په توګه د ځانګړي رقم ټاکل معامله فاسدوي۔
  6. په مضاربت کې مالي تاوان یوازې د مال د مالک پر غاړه دی او کارکوونکی د مال تاواني نه، بلکې یوازې خپله خواري بایلي۔
  7. امانت کېښودل شوی شی د امانتدار سره دی، چې یوازې د هغه د غفلت په صورت کې یې تاوان پرې راځي، نه په طبیعي افتونو کې۔
  8. د امانت پیسې لګول یا له خپلو پیسو سره ګډول امانت له منځه وړي او هغه د امانتدار پر ذمه قرض ګرځوي۔
  9. د مالک له اجازې پرته د امانت په شي کې تصرف کول جایز نه دي او په استعمالولو سره یې د زیان تاوان پرې لازمېږي۔

اَلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلَى خَاتَمِ النَّبِيِّينَ اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ۔ عزتمندو، میانو خوياندو، مشرانو، کشرانو خوږو همزولمو، اَلْحَمْدُ لِلَّهِ پهٔٔ پښتو کښې د معاملاتو پهٔ باره کښې چې کومې خبرې شروع شوې وې هغه به مخکښې چلوو۔ ځكه چې دا ډېرې اهمې خبرې دي، ځینې خلق دي هغوی پهٔ معاملاتو کښې احتیاط نهٔ كوي، دَ هغې پهٔ وجه باندې هغوی چې کوم دی نو ډېر زیات ګناهګار شي، او د هغوی نيكيانې کومې چې دَ عبادت پهٔ وجه باندې ګټلي دي هغه ټولې نيكيانې پهٔ دې کښې لاړې شي۔ نو داسې شیانو خیال ساتل پکار دي، ځینې وخت کښې د معمولي غلطۍ سره انسان پهٔ ځان باندې ډېر زیات ګناهونه راواړوي او نیت ېٔ هم نه وي۔ مطلب دا دے چې زده کول ضروري دي، لكه څنګه چې انسان پهٔ ټرافیک قوانینو کښې څهٔ غلطي وكړي نو هغه دا نهٔ شي وئيلې چې ماته خو د قانون پته نهٔ وه،حکومت ورته وائي چې تهٔ قانون پخپله زده كړه كنه د قانون نه ځان خبر كړه، تاته ولې پته نهٔ وه دا نهٔ پته لګېدل دا خو پخپله جرم دے۔ هم دغه شان کهٔ د دین علم چاته نهٔ وي هغه یو جرم دے، او کهٔ نه علم ورته وي او عمل ورباندې نهٔ كوي نو دا بل جرم دے۔

نو خبره دا ده چې مونږ کوم عنوان ته رسېدلی یو هغه دا دے چې خپله قرضه پهٔ بل چا اړول۔

نمبر۱۔ ستا پهٔ ذمه دَ خالد څهٔ قرض دے اؤ پهٔ راشد باندې ستا قرض دے خالد ستا نه تقاضه وکړه۔ تا ورته ووې چې راشد زما قرضدار دے۔ تهٔ دَ هغهٔ نه وغواړه زما نه مهٔ غواړه۔ کهٔ پهٔ هغه وخت خالد دا خبره منظوره کړه او راشد هم منظوره کړه چې ښه زهٔ بهٔ ېٔ دهٔ ته ورکړم۔ نو دَ خالد قرضه ستا نه ختم شوه۔ اوس هغه تانه غوښتې نهٔ شي، دَ راشد نه به غواړي او څومره رقم چې تا راشد ته حواله کړے وو هغه رقم اوس تهٔ دَ هغهٔ نه نهٔ شې غوښتے۔ البته کهٔ ستا قرضه پهٔ راشد دَ هغې نه زياته وه نو دَ زياتې مطالبه کولې شے۔ بيا کهٔ راشد هغه قرضه خالد ته ورکړه خو خېر او کهٔ هغهٔ ورنه کړه، پهٔ دې مينځ کښې مړ شو نو چې هغهٔ نه څهٔ مال اسباب پاتې وي هغه به خرڅولې شي او دَ خالد قرض به ورباندي ادا کيږي او کهٔ هغهٔ څهٔ مال نهٔ وي پريښې يا ژوندے وي خو دَ هغې قرضې نه منکر وي او خالد ته وائی چې پهٔ ما دَ هغهٔ هيڅ نشته او ګواهان نهٔ وي چې هغه ورباندي ثابته کړي نو پهٔ دې وخت کښې خالد بيا ستا نه تقاضه کولې شي او کهٔ خالد دَ راشد نه غوښتل منظور نهٔ کړي يا راشد هغهٔ ته ورکول منظور نهٔ کړي۔ نو پهٔ داسی وخت کښې تانه قرضه نهٔ شی بدليدے۔ نمبر۲۔کهٔ راشد ستا قرضدار نهٔ وو هسی تا خپله قرضه پهٔ هغهٔ حواله کړه او هغهٔ منظوره کړه او خالد هم منظور کړه نو اوس دغه قرض ستا نه کوز شو۔ دَ راشد پهٔ ذمه شو۔ ددې هم هغه حکم دے کوم چې مخکښې تير شو۔ خالد به دَ راشد نه تقاضا کوي او هغهٔ چې څهٔ ورکړل بيا به ېٔ ستا نه تقاضا کوي او څو پورے چې ېٔ ستا پهٔ ځائے خالد ته څهٔ ورکړي نهٔ وي ستا نه تقاضا نهٔ شي کولے۔ نمبر۳۔ او کهٔ دَ راشد سره ستا څهٔ امانت پروت وو۔ ځکه تا خپله قرضه پهٔ هغهٔ حواله کوله بيا ستا هغه امانت پهٔ څهٔ وجه برباد شو نو اوس راشد ستا ذمه وار نهٔ دے بلکه خالد به ستا نه تقاضا کوي۔ دَ راشد نه دَ هغهٔ دَ غوښتو څهٔ حق پاتې نهٔ شو۔ نمبر۴۔ پهٔ راشد باندې دَ حوالے نه پس کهٔ تا هغه قرضه پخپله اداء کړه نو هم صحيح ده خالد دا نهٔ شی وئیلې ، چې اوس ېٔ زهٔ تانه نهٔ اخلم دَ راشد نه بهٔ ېٔ غواړم۔

اوس خبره راځي د وکیل کولو، وکیل کول چې کوم دی دا پهٔ خپله باندې فقهي قوانین لري۔

نمبر۱۔ کوم کار چې څوک پخپله کولې شي پهٔ هغې کښې دا اختيار هم شته چې بل چاته اُووائې چې زما دا کار وکړه۔ لکه خرڅَول ، اَخستل، پهٔ کرايه ورکول، بيا اَخستل ،نکاح کول وغيره ۔ مثلاً بازار ته سودا دپاره نوکر استَول يا دَ نوکر پهٔ لاس څهٔ شې خرڅَول يا نوکر دَ تانګے کرايه کولو دَ پاره استول۔ پهٔ چا باندې چې کار کولې شي، هغهٔ ته پهٔ شريعت کښې ”وکيل“ وائی۔ لکه نوکر چې دې بازار ته سودا دپاره استولې دے نو هغه ستا دَ طرف نه دَ اخستو دپاره وکيل شو۔ نمبر۲۔ تا پهٔ نوکر غوښه راوغوښته هغهٔ قرض راؤړه، نو هغه قرضدار تا نه تقاضا نهٔ شی کولے۔ هغه به ېٔ دَ نوکر نه غواړي او نوکر بهٔ ېٔ ستا نه غواړي۔ دغه شان کهٔ يَو شې تا دَ نوکر پهٔ لاس خرڅ کړو نو تهٔ دَ هغه اخستونکي نه دَ رقم تقاضا نهٔ شې کولی۔ هغهٔ چې چانه څيز اَخستې دے هغهٔ ته به پيسے ورکوي ۔ البته کهٔ هغه ېٔ پخپله تاته درکړي نو دا هم جائز دي۔ خو کهٔ هغه ېٔ پخپله نهٔ درکوي نو ستا ترينه دَ غوښتو حق نشته۔ نمبر۳۔ تا پهٔ نوکر څهٔ شې را وغوښتو، هغهٔ راوړو نو هغهٔ ته اختيار دے چې څو پورې ېٔ تانه پَيسے نهٔ وي اَخستې هغه شې نهٔ درکوي۔ کهٔ هغهٔ دَ خپل ځان نه پَيسے ورکړي وي او کهٔ ېٔ نهٔ وي ورکړے۔ البته کهٔ هغهٔ دَ څو ورځو پهٔ مخ قرض راوړے وي نو هغه هومره ورځې تانه هم رقم نهٔ شی غوښتې۔ نمبر۴۔ کهٔ تا ورته دَ يَو سير غوښے وئیلی وو، هغهٔ يو نيم سير راوړه ۔ نو تا باندې ټوله اخستل ضروري نهٔ دي۔ نيم سير دې هغه خپله واخلی يا دې ېٔ واپس کړي۔ نمبر۵۔ کهٔ تا چا ته اُووې چې فلانیٔ بيزه چې دَ فلانی سړی سره ده، هغه ماته پهٔ پنځوس روپیٔ واخله۔ نو اوس هغه وکيل هغه بيزه دَ خپل ځان دپاره نهٔ شی اَخستے۔ غرض دا چې کوم شې تا ورته پهٔ ګوته کړې وي هغه شې پهٔ هغه وخت هغه دَ خپل ځان دپاره نهٔ شي اَخستې۔ کوم قيمت چې ورته تا ښودلې وي کهٔ دَ هغې نه پهٔ زيات قيمت ېٔ دَ ځان دپاره اخلی نو اَخستې شي۔ او کهٔ تا ورته څهٔ قيمت نهٔ وي ښيئلے، نو بيا ېٔ پهٔ هيڅ قيمت هم دَ ځان دپاره نهٔ شي اَخستے۔ نمبر۶۔ کهٔ تا ورته خاصه بيزه نهٔ وي ښیئلې، دومره دې ورته وئیلې وي چې ماته يوه بيزه واخله، نو اوس هغه ځان ته هم اَخستې شي او تاته هم۔ کومه بيزه چې ېٔ ځان ته خوښه کړه هغه دَ هغهٔ شوه او کومه چې ېٔ تاته خوښه کړه هغه ستا شوه۔ کهٔ دَ ځان پهٔ نيت ېٔ واخسته، نو دَ هغهٔ شوه۔ او کهٔ ستا پهٔ نيت ېٔ واخسته نو ستا شوه۔ اوکهٔ ستا پهٔ پيسو ېٔ واخسته، نو هغه ستا ده۔ پهٔ هر نيت چې ېٔ اخستې وي۔ نمبر۷۔کهٔ ستا دَ پاره ېٔ بيزه اَخستې وه بيا ېٔ تاته در رسولې نهٔ وه چې مړه شوه نو دَ هغې قيمت به تهٔ ورکوے اوکهٔ تهٔ وائې چې دا دې زما دپاره نه وه اَخستې ،ځان ته دې اَخستی وه۔ نو کهٔ تا پَيسے ورکړے وي خو هغه لاړې، تهٔ داسی نهٔ شې وئیلې چې دا دې ځان ته اَخستی وه او کهٔ پيسې دې نهٔ وي ورکړے هغه درنه اوس پيسے غواړي نو کهٔ تهٔ قَسَم خوړې شے چې دا دي زما دَپاره نهٔ وه اَخستې ، نو بيزه دَ هغهٔ لاړه۔ پهٔ تا پيسے نشته۔ او کهٔ قَسَم نهٔ شې خوړې نو دَهغهٔ دَ خبرې اعتبار به کوے بيزه ستا لاړه او هغهٔ ته به پَيسے ورکوے۔ نمبر۸۔کهٔ نوکر درته څيز ګران راوړو نو کهٔ معمولی فرق وي خو تهٔ به ېٔ اَخلے او رقم به ورکوے او کهٔ ډير فرق وو چې دومره قيمت ورباندې هيڅ څوک نهٔ شي ورکولے نو بيا پهٔ تا اخستل ضروري نهٔ دي۔ پهٔ هغهٔ به تاوان وي۔ نمبر۹۔ تا چا ته څهٔ شې خرڅَولو دپاره ورکړو نو هغهٔ ته دا جائز نهٔ دي چې هغه ېٔ پخپله واخلی او تاته قيمت درکړي۔ دغه شان کهٔ تا دَ څهٔ څيز اَخستو دپاره چاته وُوې،نو هغه درباندې خپل شې نهٔ شي خرڅَولے۔ کهٔ داسې کوي نو هغهٔ ته صفا صفا وئيل پکار دي چې دا څيز زهٔ اَخلم دومره قيمت درکوم يا زما دا څيز واخله دومره قيمت راکړه۔ بغير دَ وَينا داسې کار کول جائز نهٔ دي۔ لکه څنګه چې پهٔ هره سودا کښې باقاعده دَ بيع و شرع والا معامله کول پکار وي نمبر۱۰۔ تا کهٔ نوکر دَ نریٔ غوښے دپاره بازار ته اَستولې وو۔ هغهٔ غټه غوښه راوړه يا تا الوګانو دَ پاره استولې وواو هغهٔ بنډیٔ راؤړے ،نو پهٔ تا ېٔ اَخستل ضروري نهٔ دي۔ کهٔ تهٔ ېٔ نهٔ اَخلے نو هغهٔ به ېٔ پخپله اخلی۔ نمبر۱۱۔ کهٔ تا ورته دَ يوې روپیٔ شې وئیلی وو هغهٔ دَ دوؤ راوړو، نو تاته اختيار دے چې دَ يوې روپیٔ ترينه واخلے او زياتې پهٔ هغهٔ تاوان کړے۔ نمبر۱۲۔ کهٔ تا دَ يَو څيز پهٔ اَخستو پسې دوه کَسان واستول نو دَ اَخستو پهٔ وخت دَ هغې دواړو حاضري ضروري ده۔ کهٔ يَو سړي واخستو، نو سودا ستا پهٔ منظوریٔ موقوفه ده۔ کهٔ تا منظوره کړه نو صحيح ده کهٔ نهٔ وي نو نهٔ ده۔ نمبر۱۳۔ کهٔ تا يو سړي ته وُوې چې ماته دا شې واخله هغهٔ پخپله وانهٔ خستو پهٔ بل چا باندې ېٔ واخستو نو تاته اختيار دے چې هغه شې اخلے او کهٔ نهٔ ېٔ اخلے۔ البته کهٔ هغهٔ پخپله اخستې وي نو بيا به ېٔ تهٔ خامخا اخلے۔ دا بیا واورئ که تا یو سړي ته وویل چې ماته دا شی واخله یعنې تا وکیل کړو۔ هغهٔ پخپله وانهٔ خستو پهٔ بل چا باندې ېٔ واخستو يعني پخپله باندې ېٔ بل څوک وکيل کړو ۔نو تاته اختيار دے چې هغه شې اخلے او کهٔ نهٔ ېٔ اخلے۔ البته کهٔ هغهٔ پخپله اخستې وي نو بيا به ېٔ تهٔ خامخا اخلے۔ مطلب دا دے چې تا هغه وکيل کړو هغهٔ بل څوک وکيل کړو، نو هغه بل څوک وکيل نهٔ شي کولې ستا دَ اجازت نه بغير البته دا چې هغهٔ څيز واخېستو پهٔ بل چا باندې نو تا ته اختيار دے چې هغه اخلې يا نهٔ اخلې البته کهٔ پخپله ېٔ اخستې وي نو بيا به ېٔ خامخا اخلې۔

د وکیل ماتول۔

دَ وکيل دَ موقوف کولو او لرې کولو تا ته هر وخت اِختيار دے۔ مثلاً تا چا ته وئیلې وو چې ماته دَ يوې غوا ضرورت دے، کهٔ چرته درباندي پيښه شوه نو ماته واخله او بيا دې منع کړو چې اوس مهٔ اخله نو اوس هغهٔ ته دَ اَخستو اختيار نشته۔ اوس کهٔ هغهٔ واخسته نو پهٔ هغهٔ به تاوان وي پهٔ تا ېٔ اَخستل ضروري نهٔ دي۔ کهٔ پهٔ خپله دې نهٔ وي منعَ کړے خط دې ورته استولې وي يا سړے دې وراستولې وي چې اوس مهٔ اخله نو اوس هغه نهٔ شي اخستے، او کهٔ تا پخپله خبر نهٔ وي ورکړے، بل چا ورته دَ ځان نه اُووې، چې فلانی ته اوس ضرورت نشته دَ هغهٔ دپاره مهٔ اَخله نو کهٔ دوه کسه وو يا يَو کس ښهٔ دَ شريعت پابند او نيک سړے وو نو هغه دَ وکالت نه مات شو او کهٔ هغه اَخلی نو پهٔ تا ېٔ اَخستل ضروري نهٔ دي۔

مطلب دا دی چې یعنې هغې دپاره د ګواښانو ضرورت دی که یو نېک کس وي یا دوه کسان وي نو بیا به یې نه مني۔

د مضاربت احکام۔

نمبر۱۔ کهٔ تا چاته روپیٔ ورکړے چې پهٔ دې سودا ګري کوه پهٔ نفعَ کښې به دواړه شريک يُو۔ دې ته ”مُضَارَبَت“ وئیلې شي۔ دا جائز دي۔ کهٔ نه وي نو فاسد او ناجائز دی۔ اول دا چې څومره روپیٔ دَ مضاربت دَ پاره ورکولې شي هغه دې څرګندې او متعينه وي او چې ټول رقم پهٔ هغه موقع ورکړے شي۔ کهٔ روپیٔ ېٔ دَ ځان سره وُساتلې ، نو دا معامله صحيح نهٔ ده۔ دويئم دَ نفعِ دَ تقسيم شکل څرګندول ضروري دي چې تهٔ به څومره حصه پهٔ نفع کښې اَخلې او هغه کار کوونکي ته به څومره ورکوے۔ کهٔ دا ظاهره نهٔ شوه صرف دومره اووئیلې شو چې نفع به مونږ دواړه تقسيموؤ نو دا معامله فاسده ده۔ دريئم دَ نفعې تقسيم پهٔ دې طريقه نهٔ دې پکار چې مثلاً څومره نفع چې وشوه لس روپیٔ زما او نورې ستا يا لس ستا او نورې زما خاص رقم مقرر کول جائز نهٔ دي بلکه پهٔ دې طريقه پکار ده چې څومره نفع وشوه نيمه ستا نيمه زما يا يوه حصه ستا او دوه حصے زما يا څلورمه حصه ستا درې حصے زما۔ غرض دا چې دَ نفعِ تقسيم دَ حصو پهٔ اعتبار کول پکار دي دَ مقرّر رقم پهٔ حساب نهٔ دي پکار۔ کهٔ چرې څهٔ نفع وشوه، نو هغهٔ ته به خپله حصه ورکړے شي او کهٔ نفعَ ونهٔ شوه نو کار کوونکي به هيڅ نهٔ اخلي۔ کهٔ چا داسي وکړل چې کهٔ نفع وشوه خپله حصه به واخلي اوکهٔ نقصان وشو زهٔ به دَ خپل ځان نه دومره رقم درکړم نو دا معامله فاسده ده۔ هم دغه شان کهٔ دا شرط چا کيښودو چې کهٔ نقصان وشو نو هغه به ټول دَ کار والا پهٔ ذمه وي، يا به هغه هم دَ دواړو شريک وي دا هم فاسد دي بلکه کهٔ نقصان وشو هغه به دَ مالک پهٔ ذمه وي، دَ چا چې رقم دے دَ کار کؤنکي پهٔ ذمه نقصان نشته۔ دَ هغهٔ محنت لاړو، ددهٔ مال لاړو۔ نمبر۲۔ څو پورې چې کار کوونکي سره رقم موجود وي يا ېٔ ورباندي مال نهٔ وي اَخستې تر هغې پورې تهٔ هغه معطل کولې شے او روپیٔ ترينه واپس اَخستې شے او چې کله هغهٔ مال واخستو کار ېٔ شورو کړو بيا ېٔ نهٔ شے معطّل کولې څو پوري چې دا مال خرڅ شوې نهٔ وي۔ نمبر۳۔ کهٔ دا شرط ېٔ کيښودو چې زهٔ به هم درسره کار کوم يا به زما سړے فلانے درسره کار کوي نو دا معامله فاسده ده۔ نمبر۴۔ دَ مضاربت حکم دا دے چې کهٔ معامله پهٔ دې شرطونو باندې شوې وي او څهٔ خراب شرط ورکښی نهٔ وي لګيدلې نو پهٔ نفع کښې به دواړه شريک وي او چې څنګه ېٔ معامله کړے وي پهٔ هغې طريقه به نفعَ تقسيموي او کهٔ څهٔ نفعَ ونهٔ شوه يا نقصان وشو نو هغه سړي ته به هيڅ نهٔ شي ورکيدې او نهٔ به ترينه دَ نقصان تاوان اخستې شي او کهٔ معامله دَ څهٔ وجې نه فاسده شوې وه نو هغه کار کوونکې پهٔ نفعَ کښې شريک نهٔ دے دَ هغهٔ مثال دَ نوکر دے اؤ چې دَ هغهٔ دَ لياقت نوکر ته عامه څومره تنخواه ورکيدې شي دَهغي تنخواه حقدار به وي۔ کهٔ نفعَ وشوه هم، او کهٔ اونهٔ شوه هُم۔ نفعَ به ټوله دَ مالک وي البته کهٔ دَ هغهٔ تنخواه ډيره جوړيده او دَ هغهٔ پهٔ حصه کښې چې کومه نفعَ رسيده ، هغه کمه ده نو پهٔ داسې وخت کښې به تنخواه نهٔ شي ورکولي هغه به دَ نفعِ حصه اَخلی۔

پهٔ دې کښې یو تنبيه ده۔ چونکه دَ دې قسم مسٔلے کمی پيښيږی پهٔ دې وجه مونږ زياتې اونهٔ ليکلې کهٔ چاته ضرورت وو نودَ پوهه کَسانو نه دې تپوس کوي چې پهٔ ګُناه کښې رانهٔ شي۔ دا خبرې ډېرې اهمې دي۔

د امانت حكمونه۔

نمبر۱۔کهٔ تاسره چا يو څيز امانت کيښودو، نو اوس ېٔ پهٔ تاباندې حفاظت کول واجب شو۔ کهٔ پهٔ حفاظت کښې دې غفلت وکړو او هغهٔ شې برباد شو نو دَ هغې تاوان پهٔ تا دے۔ البته کهٔ پهٔ حفاظت کښې ېٔ کمې نهٔ وو شوې بلکه دَ څهٔ وجهې نه هغه شے برباد شو لکه چا پټ کړو، يا پهٔ کور اور ولګيدو، اوسو، نو بيا ېٔ توان نشته۔ بله دَ کيښودو پهٔ وخت کښې کهٔ ېٔ دا اقرار کړي وو۔ چې کهٔ برباد شو، زهٔ به تاوان درکړم بيا هم هغهٔ ته دَ تاوان اخستو حق نشته۔ کهٔ څوک پخپله خوښه ورکوي دا بيله خبره ده۔ نمبر۲۔ کهٔ چا درته ووې چې زهٔ پهٔ څهٔ کار پسې ځم زما دا څيز درسره کيږده او تا ورته ووې چې ښه يا تا څهٔ نهٔ وو وئیلې او هغهٔ څيز کيښودو لاړو، نو دا امانت شو۔ البته کهٔ تا ورته صفا اُووې چې زهٔ ېٔ نهٔ شم کيښودې بل چا سره ېٔ کيږده او بيا هم هغهٔ پريښودو نو دا څيز امانت نهٔ دے۔ البته کهٔ دَ هغهٔ دَ تلو نه پس تا راواخستو سمبال دې کړو، نو اوس تا سره امانت شو۔ نمبر۳۔ کهٔ څو کسان ناست وو دَ هغوي ټولو مخکښې ېٔ کيښودو، لاړو، نو پهٔ هغې ټولو دَ هغې څيز حفاظت واجب دے او کهٔ هغه نقصان شو نو ټول به ېٔ پهٔ شريکه تاوان ورکوي او کهٔ هغه ټول کسان پهٔ يو ځاېٔ نهٔ وو پاسيدلې يو يو پاسيدلې وو نو چې څوک دَ ټولو نه وروستو پاتې وو حفاظت ېٔ دَ هغهٔ پهٔ ذمه پاتې شو۔ کهٔ هغه هم ترينه پاسيدو او څيز ېٔ دَغسې پريښودو او هغه نقصانی شو نو تاوان پهٔ دغه کس دے۔ نمبر۴۔ دَ چا سره چې څهٔ شې ايښې شوې وي، نو هغهٔ ته حق دے چې خپله ېٔ حفاظت سره کيږدي يا کهٔ بل چا خپل اعتباري کس سره ېٔ کيږدي څوک چې دهٔ سره پهٔ کور کښې اوسی۔ لکه مور، خور ورور وغيره دَ چا سره چې دې دَ ضرورت پهٔ وخت خپل شې هم کيږدي۔ کهٔ اعتباري نهٔ وي نو بيا ورسره کيښودل جائز نهٔ دي۔ کهٔ سره دَ پوهې ېٔ دَ بې اعتباره کَس سره کيښودو نو کهٔ برباد شو نو دَ تاوان ېٔ دې ذمه دار دے او دَ داسې خپلوانو نه علاوه کوم چې دَ دهٔ سره پهٔ کور کښې اوسي بل چاته اَمانت سپارل دَ مالک دَ اِجازت نه بغير جائز نهٔ دي۔ هغه کس کهٔ بالکل غير وي او کهٔ رشته دار وي(خو پهٔ يو کور کښې نهٔ اوسی) کهٔ دَ َبل چاسره ېٔ کيښودو او هغه برباد شو نو تاوان ېٔ پهٔ دهٔ دے۔ البته کهٔ هغه بل سړے داسې وي چې دې ورسره خپل څيزونه هم امانت کيږدي۔ نو خېر دے۔ نمبر۵۔ کهٔ چا درسره څهٔ شې ايښې وو ستا هير شو هم دغسي راپاسيدې هغه دې پهٔ هغه ځاېٔ پريښودو، نو کهٔ ورک شو تاوان به ېٔ ورکوے يا دَ کوټے يا صندوق وَر دې لرې پريښودو کوم کښې چې امانت پروت دے او هلته ګډ وَډ خلق ناست وو او هغه څيز داسې وو چې بغير جندرې ېٔ دَ ورکيدو خطره وه نو کهٔ ورک شو، تاوان ېٔ پهٔ تا دے۔ نمبر۶۔ کهٔ پهٔ کور اور ولګيدو نو پهٔ داسې وخت کښې امانت پردي سړي ته هم حواله کولې شے۔ خو بيا به ېٔ ترينه زر واپس اخلے۔ کهٔ پهٔ واپس اَخستو کښې دې سُستی وُکړه او هغه شے برباد شو نو تاوان بهٔ ېٔ ورکوے۔ هم دغه شان دَ مرګ پهٔ وخت کښې کهٔ خپلوان موجود نهٔ وو نو ګاونډي ته امانت حواله کَولې شے۔ نمبر۷۔ کهٔ چا درسره څهٔ روپیٔ پَيسے امانت کيښودې نو هم دَهغې روپو پيسو حفاظت به کوے۔ نهٔ ېٔ خپل مال سره ګَډولې شے، او نهٔ ېٔ لګَول جائز دی۔ دا خيال مهٔ کوه چې روپیٔ پَيسے ټولې يو شان دي دا به وُلګوم، هغهٔ ته به نورې ورکړم۔ البته کهٔ هغهٔ ېٔ دَ لګولو اجازت درکړے وو نو بيا خېر دے خو دَ هغې هم دا حکم دے چې کهٔ هم هغه رقم دې ساتلی وو خو هغه درسره امانت دے کهٔ پهٔ څهٔ وجه برباد شو نو تاوان ېٔ نشته او کهٔ تا وُلګولې نو اوس امانت نهٔ دے ستا پهٔ ذمه قرض شو۔ کهٔ دَ خرڅ نه پس تا بيا هغه هومره رقم دَ هغهٔ پهٔ نوم بيلې کيښودے نو دا امانت نهٔ دے۔ هم ستا رقم دے کهٔ پهٔ څهٔ وجه برباد شو، نو هغه ستا لاړو۔ هغهٔ ته به نورې ورکوے۔ غرض دا چې دَ لګولو نه پس څو پورې چې هغهٔ ته ورکړې شوې نهٔ وي، هغه ستا پهٔ ذمه قرض دے امانت نهٔ دے۔ نمبر۸۔ چا تا سره سل روپیٔ امانت کيښودې دَ هغې نه تا پنځوس روپیٔ دَ هغهٔ پهٔ اجازت وُلګولې نو پنځوس ستا پهٔ ذمه قرض شوے او هغه باقی پنځوس امانت دے۔ اوس تاسره کهٔ څهٔ پيسے راغلې نو هغه پنځوس دَدې پنځوس سره مهٔ ګَډوه دا به هم دَ امانت نه ووځی اؤ دا سل واړه به ستا پهٔ ذمه قرض شي۔ کهٔ بربادې شوے نو ستا لاړے ځکه چې دَ امانت روپو سره چې خپلي روپیٔ ګډے شي نو هغه امانت پاتې نهٔ شي، بلکه قرض شي۔ نمبر۹۔ کهٔ تا دَ هغهٔ پهٔ اجازت دَ امانت سل روپیٔ دَ خپلو سلو روپو سره يو ځاېٔ کيښودې نو دا ټولی روپیٔ دَ دواړو شريکې شوے۔ کهٔ دَدې نه څهٔ لاړے نو دَ دواړو شريکې به ځی نيمې دَ يو نيمې دَ بل او کهٔ سل دَ يو وے دوه سوه دَ بل دي نو تاوان به ېٔ پهٔ هغه حساب راځی۔ مثلاً شپيتهٔ روپیٔ ترې ورکې شوے نو شل دَ يو لاړے او څلوريښت دَ بل۔ دا هله کهٔ دَ هغهٔ پهٔ اجازت دې ايښې وي او کهٔ بې اجازته دې ايښې وے نو دَ هغې هم هغه حکم دے چې اوس امانت نهٔ دے ستا پهٔ ذمه قرض شوے او کهٔ دَ هغې نه څهٔ ورکې شوے نو ستا ورکې شوے امانت واله ته به خپل مال پوره ورکوے۔ نمبر۱۰۔ کهٔ چا غوا، بيزه امانت کړه۔ نو دَ هغې پیٔ څښل يا بل څهٔ کار ترې اخستل جائز نهٔ دي۔ بې اجازته کهٔ ېٔ ترې څومره پیٔ څښلې وي دَ هغي به قيمت ورکوي۔ البته کهٔ مالک ېٔ اجازت ورکړے وي نو خېر دے۔ نمبر۱۱۔ کهٔ چا جامې ، کالے،کټ يا بل څهٔ سامان دَ چاسره امانت ايښې وو نو دَ هغې استعمال بې اجازته جائز نهٔ دے۔ کهٔ هغهٔ بې اجازته استعمالولو، پهٔ هغه وخت کښې هغه شې مات ګُډ شو يا برباد شو نو تاوان به ېٔ ورکوي او کهٔ توبه ېٔ اوويسته او بيا ېٔ پهٔ خپل ځاېٔ محفوظ کړو او دَ هغي نه پس برباد شو۔ نو تاوان پرې نشته۔ نمبر۱۲۔ کهٔ دَ صندوق نه ېٔ دَ امانت کپړه راوويسته چې ماښام به ېٔ اغوندم او هغه دَ اغوستو نه مخکښې ورکه شوه۔ نو تاوان به ېٔ ورکوي۔ نمبر۱۳۔ کهٔ دَ امانت غوا بيزه ناجوړه شوه۔ تا دارو ورکړل پهٔ هغې دارو هغه مړه شوه نو تاوان به ېٔ ورکوے اوکهٔ بې دارو مړه شوه نو تاوان پرې نشته۔ نمبر۱۴۔ کهٔ چا دَ کېښودو دپاره روپیٔ درکړے تا پهٔ بټوه کښې واچولې او جيب کښې دې کېښوې، بټوه دَ جيب پهٔ ځاېٔ کوزه پريوته خو ستا دا خيال وو چې پهٔ جيب کښې ده هغه روپیٔ ورکې شوے نو هيڅ تاوان ېٔ نشته۔ نمبر۱۵۔ څهٔ وخت چې څوک خپل امانت وُغواړی پهٔ هغه وخت ېٔ ورکول واجب دي او کهٔ چا درنه خپل امانت اوغوښتو تا ورته اُووې چې اوس مې لاس اوزګار نهٔ دے۔ بيا راشه هغه پهٔ خپله خوښه لاړو۔ خو خېر دے او کهٔ هغه خفه لاړو نو دا څيز امانت نهٔ دے۔ کهٔ دَدي نه پس برباد شو،نو تهٔ به ېٔ تاوان ورکوے۔ نمبر۱۶۔ کهٔ چا پهٔ خپل امانت پسې څوک سړے راوستولو نو تاته د احق دے چې ورته اوواے چې خپله دې راشي۔ ۔ زهٔ ېٔ بل چا ته نهٔ ورکؤم اوکهٔ تا هغه سړے رښتونے وُګنړلو، شې دې ورکړو، بيا مالک اُووې چې ما خو نهٔ وو دراستولې تا ولې ورکولو۔ نو هغه ستا نه خپل شې غوښتې شي۔ تهٔ به ېٔ دَ هغه سړي نه غواړے او کهٔ دَ هغهٔ نه هغه شې برباد شوې وي نو تهٔ دَ هغهٔ نه تاوان نهٔ شې اخستې او مالک ېٔ ستا نه غوښتې شي۔

رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ۔