طهارت اؤ پاکی

اصل تاریخ: 12 جون 2005، 4 جمادی الاول 1426ھ

حضرت شیخ سید شبیر احمد کاکاخیل صاحب دامت برکاتھم
خانقاہ رحمکاریہ امدادیہ راولپنڈی - مکان نمبر CB 1991/1 نزد مسجد امیر حمزہ ؓ گلی نمبر 4، اللہ آباد، ویسٹرج 3، راولپنڈی

ؕ لَمَسْجِدٌ اُسِّسَ عَلَی التَّقْوٰی مِنْ اَوَّلِ یَوْمٍ اَحَقُّ اَنْ تَقُوْمَ فِیْهِ ؕ فِیْهِ رِجَالٌ یُّحِبُّوْنَ اَنْ یَّتَطَهَّرُوْا ؕ وَاللهُ یُحِبُّ الْمُطَّهِّرِیْنَ۝ وَ قَالَ عَلَیْهِ الصَّلوٰةُ وَالسَّلَامُ الطُّهُوْرُ شَطْرُ الْاِیْمَانِ ۝ وَ قَالَ عَلَیْهِ الصَّلوٰةُ وَالسَّلَامُ اِنَّ اُمَّتِیْ یُدْعَوْنَ یَوْمَ الْقِیَامَةِ غُرًّا مُّحَجَّلِیْنَ مِنْ اٰثَارِ الْوُضُوْٓءِ فَمَنِ اسْتَطَاعَ مِنْکُمْ اَنْ یُّطِیْلَ غُرَّتَهٗ فَلْیَفْعَلْ ۝ وَ قَالَ عَلَیْهِ الصَّلوٰةُ وَالسَّلَامُ تَبْلُغُ الْحِلْیَةُ مِنَ الْمُؤْمِنِ حَیْثُ یَبْلُغُ الْوُضُوْٓءُ ۝ وَ قَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ مِفْتَاحُ الْجَنَّةِ الصَّلٰوةُ وَ مِفْتَاحُ الصَّلٰوةِ الطُّهُوْرُ ۝ وَ قَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ مَنْ تَرَكَ مَوْضِعَ شَعْرَةٍ مِّنْ جَنَابَةٍ لَّمْ یَغْسِلْهَا فُعِلَ بِهَا کَذَا وَکَذَا مِنَ النَّارِ۝ وَ قَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ حِیْنَ مَرَّ بِقَبْرَیْنِ اِنَّهُمَا لَیُعَذَّبَانِ وَمَا یُعْذَّبَانِ فِیْ کَبِیْرٍ اَمَّآ اَحَدُ هُمَا فَکَانَ لَا یَسْتَتِرُ مِنَ الْبَوْلِ وَ اَمَّا الْاٰخَرُ فَکَانَ یَمْشِیْ بِالنَّمِیْمَةِ وَ فِیْ رَوَایَۃٍ لَا یَسْتَنْزِهُ مِنَ البَوْلِ ۝ وَ قَالَ عَلَیْهِ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ اِذَاۤ اَتَیْتُمُ الْغَآئِطَ فَلَا تَسْتَغْبِلُوا الْقِبْلَةَ وَلَا تَسْتَدْبِرُوْهَا۝ صدق الله العلی العظیم و صدق الرسول النبی الکریم

عزتمندو میاندو ، خویانو ، مشرانو ، کشرانو!

ما ستاسو پهٔ مخکښې یو آیتِ کریمه اؤ څو احادیث شریف تلاوت کړل۔ کوم آیتِ کریمه چې ما تلاوت کړے دے دَ هغې مفهوم دا دے چې پهٔ دې جومات کښې يعني مسجد ضرار چې به ېٔ ورته وې پهٔ هغې کښې نمونځ مهٔ کویٔ اؤ کوم جومات چې جوړ شوے دے دَ تقویٰ پهٔ بنیاد سره دَ اولې ورځې نه هغه بهتر دے ستا دپاره چې تهٔ پکښې نمونځ وکړې ۔ اؤ پهٔ دې کښې داسې کسان دی چې هغوی محبت کوی دَ پاکیٔ سره اؤ الله جل شانهُ دَ پاکو خلقو سره محبت کوی ۔

دا یو جومات وهٔ چې منافقینو جوړ کړے وهٔ هغې ته به ېٔ مسجدِ ضرار وې۔ دَ هغې وجه دا وه چې هغوی پهٔ دې کښې سازش کړے وهٔ چې خپله وسله ېٔ پهٔ دې کښې یښې وه ۔ یعنی دَ مسلمانانو دپاره ېٔ پکښې ډېر لوئے فساد جوړ کړے وو۔ اؤ هغوی دَ سازش دپاره چې څهٔ خلق پهٔ دې پوهه نهٔ شی نو حضورﷺ ته ېٔ دا درخواست وکړو چې تاسو پهٔ دې کښې نمونځ وکړیٔ چې دا برکتی شی ۔ لېکن چونکې الله تعالیٰ ته دا پته وه نو الله تعالیٰ دَ وحې پهٔ ذریعه باندې حضورﷺ ته دا اطلاع وفرمائیله چې پهٔ دې جومات کښې ونهٔ درېږې اؤ کوم جومات چې دَ تقویٰ پهٔ بنیاد سره جوړ شوے دے یعنی مسجد قبا ، پهٔ هغې کښې چې کوم دے نو تهٔ نمونځ کوه اؤ دې کښې داسې خلق دی چې هغوی پاکیٔ سره محبت کوی اؤ الله تعالیٰ دَ پاکو خلقو سره محبت کوی ۔ دې کښې نوره خبره چې کوم ده هغه خو تاریخی ده اؤ دَ هغه وخت دَ جنګي معیار مطابق خبره ده۔ لېکن زمونږ دپاره اوس پکښې کومه خبره دَ نن موضوع دپاره چې ده هغه دا ده چې الله تعالیٰ پهٔ دې کښې دَ بعضې خلقو دَ خوښیٔ اعلان کړے دے چې هغه زما خوښ دی اؤ دَ هغوی پهٔ باره کښې دا فرمائی چې هغوی پاکی خوښیٔ ۔ نو حضور اکرمﷺ دَ مسجدِ قبا والا کسان راوغوښتل اؤ ورنه ېٔ تپوس وکړو چې دا څهٔ چل دے تاسو څهٔ کار کویٔ چې الله تعالیٰ یعنی ستاسو تعریف کړے دے پهٔ قرآن پاک کښې۔ نو هغوی دا ووې چې یا رسول اللهﷺ مونږه کله چې اودس مات کړو وړوکے ، نو مونږه اول چې کوم دے نو یعنی پهٔ لُټه باندې اودس وچ کړو اؤ بیا دَ هغې نه پس مونږه اوبهٔ استعمال کړو دَ استنجاء دپاره ۔ نو حضورﷺ وفرمائیل چې اؤ دا کار قابلِ تعریف دے۔ دې مطلب دا دے چې الله جل شانهُ پاکو خلقو سره ډېره مینه لری۔ وجه دا ده چې زمونږ دا ژوندون چې کوم دے دا یو فطری ژوند دے پهٔ دې کښې ټول کارونه چې کوم دی نو هغه فطری دی۔ اؤ کوم څیزونه چې دَ انسان هسې هم خوښېدے شی دَ چا چې مزاج صحیح وی، بیمار نهٔ وی۔ دَ چا روحانی بیماری وی دَ چا جسمانی بیماری وی۔ چې بیمار نهٔ وی نو هغه به هغه څیزونه ضرور خوښوی چې کوم کښې دَ انسان خیر وی۔ مثلًا چې کوم بیمار نهٔ وی نو هغه به دَ بدبو سره نفرت کوی دَ بدبو نه به نفرت کوی خوشبوئی به خوښوی ، رڼا سره به محبت کوی دَ تیارهٔ نه به نفرت کوی ۔ اؤ دَ ګندګیٔ نه به نفرت کوی دَ پاکیٔ سره به محبت کوی ۔ دا دَ هر انسان خاصه ده ۔ نو الله جل شانهُ پهٔ دې اسلام کښې هغه څیزونه راستؤلی دی چې پهٔ هغې کښې چې کوم دے نو دَ ګندګیٔ نه دَ بچ کېدو دپاره حکم دے اؤ ډېر زیات دَ پاکیٔ دپاره چې کوم دے نو یعنی پکښې حکم راضی اؤ دَ پاکیٔ دَ ښهٔ کېدو تعلیم دے پکښې ۔ مثلًا مونږه چې نمونځ کوؤ نو نمونځ کښې مونږه اول اودس چار اندام کوؤ۔ اودس چار اندام کښې استنجاء هم راغله اؤ باقی اودس هم پکښې راغلو۔ دا چې کوم دے مونږ دا مخ وینځو اؤ کله چې مونږه لاس اؤ ښپې وینځو، دا پهٔ سر باندې مسح کوؤ۔ نو زمونږ دَ جسم سستی چې کومه وی اؤ دَ هغې چې کوم مطلب ستړې والې چې کوم وی هغه ټول پهٔ دې سره ووځی اؤ زمونږه دا جسم چې کوم دے پاک شی ، صفا شی اؤ صحیح شی هغه دروندوالې ترېنه ختم شی۔ دغې حساب سره چې کوم دے نو یعنی پهٔ اسلام کښې دَ کپړې دَ پاکیٔ هم حکم دے ۔ کله چې مونږه نمونځ کوؤ نو دَ هغې دپاره ځائې هم پاک پکار دے ، دَ هغې دپاره کپړه هم پاکه پکار ده چې کومې کپړې باندې چې مونږه نمونځ کوؤ اؤ کومې کپړې مونږه اچؤلی وی ۔ اؤ دَ هغې دپاره چې کوم دے نو جسم هم پاک پکار دے ۔ پهٔ جسم باندې هم ګندګی نهٔ ده پکار بیا دَ هغې خپل حدود دی ۔ چې پهٔ جسم باندې دا ګندګی لګېدلې وی کهٔ هغه دَ یو درهم نه یعنی کم وی نو دَ دې هغې وینځل سنت دی اؤ کهٔ زیات وی نو بیا فرض دی۔ اؤ کهٔ نه بالکل ګندګی نهٔ وی اؤ صرف استنجاء کوی دَ اودس سره نو دا بیا مستحب دی۔ مطلب دا شو پهٔ دې کښې دَ پاکیٔ دَ ښهٔ کؤلو چې زیات تاکید شوے دے ۔ اؤ چونکې الله تعالیٰ فرمائی نه حضورﷺ فرمائی دا کسان چې کوم دی اودس چې کوی نو دوی چې کوم دے نو رڼا ځی دَ دې ځایونو نه اؤ زهٔ به خپل اُمتیان چې کوم دے نو پهٔ دې باندې پوهېژنم چې کوم دَ اودس ځایونه دی دَ هغې نه به رڼا خیژی ۔ نو زهٔ به چې کوم دے پهٔ هغې خپل اُمتیان پوهېژنمه۔ نو حضورﷺ وفرمائیل چې څوک خپله رڼا زیاتؤل غواړی نو خپله رڼا دې زیاته کړی۔ اؤ بل حدیث شریف پکښې دا راغلے دے چې دَ انسان زیور پهٔ جنت کښې به دومره پورې وی څومره پورې چې دَ اودس اثار ېٔ تلې دي۔ مطلب دا شو چې هغه ځایونه الله پاک ډېر زیات خوښوی پهٔ کوم ځایونو باندې چې دَ اودس اوبهٔ ګرځی ۔ اؤ دا ېٔ پکښې فرمائیلی دی چې بعض وخت کښې چې کوم دے نو یعنی لامبېدل چې چونکې فرض وی نو هغه وخت کښې کهٔ دَ یو ویښتهٔ برابر ځائې هم وچ پاتې شو نو ، پکښې فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ به ورته داسې عذاب ورکړی ، داسې عذاب ورکړی ۔ اؤ بعضې کښې فرمائیلی دی چې پهٔ دوؤ قبرونو باندې دَ حضورﷺ تلل وشو نو حضورﷺ وفرمائیل چې پهٔ دې دواړو قبرونو باندې عذاب کیږی ۔ اؤ بیا دا ېٔ وفرمائیل چې دا عذاب هم ورباندې پهٔ ډېره لویه وجه باندې نهٔ کیږی بلکې پهٔ دې کښې یو چې کوم دے هغهٔ به خپل ځان ، خپل جسم چې کوم دے دَ متیازو دَ قطرو نه نهٔ بچ کؤ۔ اؤ دَ بل پهٔ باره کښې دا فرمائی چې دهٔ به چغلیانې کؤلې۔ اؤ بل روایت کښې راځی چې دهٔ به هم دَ متیازو دَ قطرو نه ځان نهٔ بچ کؤلو ۔ دَ دې مطلب دا شو چې څومره دَ ګندګۍ خبرې دی پهٔ هغې باندې عذاب دے۔ اؤ پهٔ هغې باندې دَ الله تعالیٰ ناراضګي ده۔ اؤ څومره چې دَ پاکیٔ خبرې دی پهٔ هغې باندې دَ الله خوشحالی ده۔ اؤ پهٔ هغې باندې شاباش دے اؤ پهٔ هغې باندې چې کوم دے ترقیٔ ته تلل دی ۔ دَ دې مطلب دا دے چې دا مذهب چې کوم دے نو دا پاکی خوښوی اؤ دې کښې چې کوم دے نو ناپاکی نهٔ خوښیږی ۔ بلکې وړومبی حدیث کښې دغه فرمائیلی شوی دی چې حضورﷺ وفرمائیل چې دا پاکی چې کومه ده دا نیم ایمان دے۔ پهٔ دې باندې به بعضې کسان حیرانیږی چې دَ متیازو دَ قطرو نه دَ نهٔ بچ کېدو پهٔ وجه باندې عذابِ قبر زیاتیږی نو هغوی حيران شوې دي چې دا څهٔ وجه ده؟ دَ هغې وجه دا ده چې څنګه پهٔ دې حدیث شریف کښې ولستل چې دا پاکی چې کوم دے دا نیم ایمان دے ۔ دَ دې مطلب دا شو چې دا پاکی اصل کښې زمونږ دَ یو خاص دَ ذهنی کیفیت اؤ دَ قلبی کیفیت یعنې پته لګیٔ چې مونږ ته دا پته لګی چې یعنی کوم کس چې پاکی خوښوی نو اصل کښې دَ هغوی ایمان مضبوط وی ۔ یعنی دَ هغوی ایمان چې کوم دے نو محفوظ وی ۔ نو ظاهره خبره دا ده چې دَ چا پاکی نهٔ وی خوښه نو دَ هغهٔ ایمان به مضبوط نهٔ وی هغه ایمان به نهٔ وی مکمل ۔ دَ هغې پهٔ وجه به هغهٔ ته عذابِ قبر کیږی ۔ لهٰذا کوشش کؤل پکار دی چې ځان دَ دې څیزونو نه بچ کؤل پکار دی ۔ ما مخکښې هم یو ځل خبره کړے وه چې ښځې اکثر پهٔ دې معامله کښې مبتلا وی ۔ اؤ هغوی چې کوم دی هغوی یعنی پاکی پهٔ صحیح طریقه باندې نهٔ کوی ۔ مثلًا هغوی داسې کار وکړی چې هغوی چې کوم دے نو متیازې ورباندې واړهٔ وکړی نو هغوی پهٔ هغې باندې لاس لاکاږی اؤ خپل خیال کښې دا وګڼی چې یعنی دا ځائې صفا شو حالانکې دا ځائې پاک شوے نهٔ بلکې دا نور هم زیات پلیت شو ځکه چې اوبهٔ یو ګنده څیز سره ولګی نو هغه اوبهٔ ناپاکه شی نو هغه اوبهٔ چې کوم کوم ځائې ته رسی نو هغه ناپاکه کیږی۔ دغې حساب سره لوند لاس باندې دا ناپاکی نوره هم خوره کیږی ۔ اؤ دا کپړې چې کوم دے نو بالکل ناپاکه کېدل دی دَ دې پاکول بالکل لازمی وی ۔ دَ دې دپاره کوشش کؤل پکار دے چې دَ ماشومانو والا ښځې چې کوم دی نو هغوی داسې یو جوړه ساتلې وی چې هغه ویزانده وی چې دا نمونځ دپاره ده ۔ اؤ چې کله هغوی نمونځ کوی نو پهٔ هغه جوړه باندې کوی اؤ چې کله دَ کور کار کوی یا ماشومان ورسره وی نو هغه جُدا جوړه وی۔ چې پهٔ هغې باندې ماشومانو متیازی وکړی نو پهٔ هغې باندې دَ نمونځ کؤلو ضرورت نهٔ راضی بلکې هغې دپاره جُدا کپړه هغې سره موجود وی۔ بل اکثر ما پنجاب کښې وکتل چې دا خبره مې ولیده چې خلق دې څیز ته هم خیال نهٔ کوی ۔ بعضې داسې خلق دی چې هغوی یعنی پهٔ باتھ روم کښې اودس چاردام وکړی اؤ بیا پهٔ لوندو ښپو باندې راشی اؤ پهٔ مصله باندې ودریږی ۔ دا خو ډېر زیات غلط کار دے ځکه چې دا کومه لاره باندې چې څوک پهٔ څپلو سره ګرځی نو هغه ناپاکه وی۔ نو کهٔ دا ناپاکه وی نو کهٔ پهٔ وچو ښپو باندې پرې څوک لاړ شی اؤ هغه زمکه هم وچه وی نو خیر دے۔ ځکه چې دَ هغې سره هغه ګندګی مسلسل نهٔ لګی بلکې څنګه بنده پاک ځائې ته لاړ شی نو هغه ښپې دې وسنډی نو بس خبره ختم ۔ لېکن کله چې دا ښپې لوندې وی یا هغه ځائې لوند وی ناپاکه ۔ نو ظاهره خبره ده چې پهٔ هغې څوک ګرځی نو هغه به ناپاکه کیږی ۔ دغه لوندوالې چې جامو سره لګی یا جانماز سره لګی یا دَ جرابو سره لګی نو هغه ناپاکه شی۔دا بیله خبره ده چې پهٔ اسلام کښې یقینی پاکی پکار ده خو شک چې کوم دے نو دا نهٔ دے پکار۔ شک جُدا څیز دے دَ شک نه چې کوم دے نو ځان بچ کؤل پکار دی۔چا ته چې مسئلے معلومې وي نو دَ هغې پهٔ مطابق کهٔ يقيني طور باندې ناپاکي راغله پکار دے چې هغه پاکه کړي ليکن بعضې کسان هغوي اصل کښې دَ شک پهٔ وجه باندې ځان ناپاکه ګڼي۔ دوي دپاره فقهاؤ آساني راویستې ده هغوي دا فرمائی چې دَ يو کس دا خيال وي چې دَ متيازو قطرے چې دې زما پرتوګ پليتئ نو هغې ځائې باندې دې دَ اوبو ترمکيا وکړي چې کله دهٔ ته دا خيال راشي چې دا دَ متيازو قطرے دي نو دې دې زړهٔ ته ووائی چې دا خو ما پخپله لوند کړے دے۔ نو داسې وخت کښې فقهاء دا خلقو سره دَ اسانئ معامله کوي ليکن هغه خبره چې الطهور شطر الايمان چې پاکي شطر الايمان دے نو بيا پکاره ده چې انسان دې باره کښې احتياط وکړي۔ نو پکار دي چې مونږ خپل جسم هم پاک ساتو، دغه شان خپلې کپړے هم پاکې ساتو اؤ خپل ځائے يعني څهٔ قالين دے هغه هم پاک ساتو۔ اکثر زمونږ خلق دَ څپلو سره پهٔ قالين باندې ګرځي اؤ لوند ځائے باندې هم لاړ شي اؤ بيان قالين باندې هم څپلو سره راشي۔ نو پهٔ داسې قالين باندې نمونځ نهٔ دې پکار بلکه پهٔ هغې باندې دې جائے نماز واچوي بيا دې پرې نمونځ کوي۔ دغه شان ماشومان هم پهٔ لوند ځائے باندې وګرځي بيا پهٔ قالين راشي۔ بعضې خلق دَ دې خيال نهٔ ساتي اؤ وائی چې دا خو ماشومان دي۔ کوشش پکار دے چې يو کس خپل جسم هم پاک ساتي، خپلې کپړے هم پاکې ساتي اؤ خپل ځائے هم پاک ساتي۔پهٔ دې باندې ډيره زياته روحاني ترقي ملاويږي اؤ دې باندې روحاني رڼا ملاويږي اؤ ګندګي چې ده هغه دَ الله پاک ډيره زياته ناخوښه ده اؤ څنګه چې جسماني زندګي وي دغه شان روحاني زندګي هم وي۔يو حديث شريف کښې راځي چې یو کس چې دروغ ووائی نو دَ دروغو دَ خراب بوئی دَ وجې نه فرښتې لرې لرې پورے لاړے شي اؤ شيطانان پرې خوشحاليږي۔ اؤ دغه شان شيطانان پهٔ ګندګۍ سره خوشحاليږي۔ لکه څنګه چې مچ پهٔ ګنده ځائے باندې کښيني دغه شان شيطانان دَ ګندګۍ پهٔ ځائے باندې کښيني۔ لکه څنګه چې انسان ګندګي راجمع کړي نو دغه شان شيطانان اؤ جنات وغيره دَغې ځائے تہ راجمع شی۔کومو ځايونو کښې چې ګندګي زياته وي هغې ځايونو کښې شيطانان زيات وه پهٔ دې وجه چې داسې دَ ګندګۍ ځائے تہ انسان ورځي نو يو دعا ده هغه دې وائی اللہم اني اعوذبک من الخبث والخبائث۔ نو دې سره به دَ هغې ګنده ځائے دَ شيطانانو نه حفاظت وشي۔ اؤ بل دا ده چې پهٔ غسل خانه کښې متيازې نهٔ دي کول پکار دَ هغې وجه دا ده چې کهٔ غسل خانه کښې متيازې وشي نو پهٔ هغې باندې اوبه راځي اؤ هغه متيازې خورې شي اؤ بيا ورله شيطانان راځي اؤ کهٔ پهٔ غسل خانه کښې دَ اودس ماتي دپاره جُدا ځائے وی نو هلته دې کوي ليکن اصل کښې دا زمونږ پهٔ رواج کښې نشته۔ پکار داسې نهٔ ده۔ دَ اودس ماتي ځائے پهٔ غسل خانه کښې نهٔ دې پکار دا جُدا پکار دے۔ خو نن سبا پهٔ غسل خانو کښې دَ اودس ماتي ځائے هم وي اؤ هلته خلق چار اندام هم کوي۔بله خبره دا ده چې کله اودس ماتې کوئ نو نهٔ قبلے طرف ته مخ کوئ اؤ نهٔ ورته شا کوئ۔دا خبره هم ډيره ضروري ده۔ کله چې انسان اودس ماتې کوي اؤ قبلے طرف ته ېٔ مخ شو نو دا خبره ټيک نهٔ ده ځکه چې قبله الله تعاليٰ دَ ياد دپاره ده اؤ دې طرف ته مخ کول دَ الله تعاليٰ دَ ذکر دپاره دي نو بيا څنګه مونږ دَ ناپاکۍ حالت کښې دې طرف ته مخ کولے شو۔ دا ډير غلط کار دے۔ بعضې خلق دَ دې احتياط نهٔ کوي۔ نو مونږ ته احتياط کول پکار دي چې زمونږ نه داسې غلطې ونهٔ شي۔ بل دا چې دَ الله تعاليٰ مسواک سره ډيره مينه ده څوک چې مسواک کوي پهٔ اودس کښې او بيا پهٔ هغې سره نمونځ کوي نو دَ هغوي دا نمونځ پهٔ اويا چنده زيات شي۔ دَ مسواک پهٔ باره کښې دا فرمائی چې دَ دې ټولو کښې زياته فائدہ دا دہ چې آخر وقت کښې ورته کلمه نصيب شي اؤ ټولو نه کم نه کم فائدہ دا دہ چې دَ انسان دَ غاښونو صفائی کوی۔اؤ ظاهره خبره ده چې زمونږ دپاره ډير لوئے سعادت دے چې دَ مرګ پهٔ وخت راته کلمه نصيب شي نو دا دَ مسواک پهٔ برکت الله تعاليٰ ورکوي۔ اؤ يو روايت کښې راځي چې دَ جنت خوشبو چې ده هغه مشک دے اؤ مشک چې کوم دے هغه مسواک دے۔ نو چې پنځه واړه وخته چې انسان اودس کوي هغې کښې دې مسواک کوي نو دې سره ماشاء الله مخ هم تر و تازه شي اؤ ثواب هم ډير ملاؤ شي۔ نو مونږ له پکار دي چې مونږ خپل جسم پاک څاک ساتو، خپل کورونه پاک ساتو اؤ دې سره دَ الله تعاليٰ تعلق مونږ ته نصيب شي۔ مونږ چې دعا کوو دَ اودس نه پس نو هغې کښې هم دا دعا راځي چې اللهم اجعلنا من التوابين واجعلنا من المتطهرين يا الله مونږ دَ توبه کونکيو نه کړے اؤ مونږ دَ پاکو خلقو نه کړے۔ پاکئ سره مونږ ته جسماني راحت هم ملاويږي اؤ روحاني راحت هم ملاويږي۔ الله تعاليٰ دې مونږ ته پاک ژوند تيرولو توفيق راکړي۔

اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلیٰ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیٰۤ اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّییْتَ عَلیٰ اِبْرَاهِیْمَ وَ عَلیٰ اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ ۝ اَللّٰهُمَّ بَارِكْ عَلیٰ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارَکْتَ عَلیٰ اِبْرَهِیْمَ وَ عَلیٰۤ اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ ۝

اَللّٰهُمَّ اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۙ صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦغَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠ ،

یَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِی عَلٰی دِینِکَ ، یَا مُصَرِّفَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِی عَلٰی طَاعَتِک ، رَبَّنَا عْفِرْلَنَا ذُنُوْبَنَا وَ کَفِّرْ عَنَّا سَیِّئَاتِنَا وَ تَوَفَّنَا مَعَ الْاَبْرَارِ۔ اللهم انا نسئلک من خیر ما سئلک منہ نبییک وحبیبک محمد صلي الله عليه وسلم ونعوذبک من شر مااستعاذ منه عبدک ونبيک محمد صلي الله عليه وسلم انت المستعان ولا حول ولا قوة الا بک۔ سبحان ربک رب العزت عما يصفون۰ وسلام علي المرسلين والحمد لله رب العلمين برحمتک يا الرحم الراحمين


طهارت اؤ پاکی - وروڼو خویاندو دپاره اصلاحی بیان