اَلْحَمْدُ ِﷲِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنِ اَلصَّلوٰۃُ وَ السَّلاَم ُ عَلیٰ خَاتَمَ النَّبِیینِ۔
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاﷲِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ،
بِسْمِ اﷲالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ؕ
اِنَّ الدِّیْنَ عِنْدَ اللهِ الْاِسْلَامُ ؕ
وَ قَالَ عَلَیْهِ السَّلَاةُ و السَّلَام اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِنِّیَّاتْ ؕ
عزتمندو میاندو ، خویاندو ، مشرانو ، کشرانو!
دوه هفتې پس تقریبًا حاضری وشوه۔ ما چې کوم آیت کریمه تلاوت کړو دَ هغې مفهوم دا دے چې الله جل شانهُ ته صرف اسلام قبول دے بطورِ دین اؤ دَ دې نه علاوه بل دین ورته قبول نهٔ دے ۔ حضور پاکﷺ فرمائیلی دی چې خپل نیت خالص ساتل ، دَ ټولو اعمالو دارو مدار پهٔ نیت باندې دے ۔ یو کس دَ حضورﷺ نه تپوس وکړو چې ایمان څهٔ ته وائی؟ هغوی ورته وفرمائیل چې دَ نیت خالص ساتل۔ مطلب دا دے چې څهٔ کار مونږه کوؤ نو چې هغه دَ خدائې تعالیٰ دپاره کوؤ۔ اؤ حضورﷺ فرمائیلی دی ، دَ ټولو کارونو دارو مدار پهٔ نیت باندې دے ۔ لهٰذا کهٔ دَ چا نیت ښهٔ وی نو ثواب به ورته ملاویږی اؤ کهٔ دَ چا نیت خراب وی نو عذاب به ورته ملاویږی ۔ زمونږ کلمه ده لا اله الا الله محمد الرسول الله ۔ پهٔ دې کښې لا اله الا الله کښې مونږه دا وایو چې نشته دے لائق دَ عبادت څوک مګر یو الله اؤ محمد الرسول الله کښې مونږه دا وایو چې حضورﷺ دَ الله راستؤلے پېغمبر دے ۔ نو مونږ چې هر څهٔ کوؤ هغه به دَ خدائې دپاره کوؤ کهٔ عبادت وی کۂ۔۔۔، اصل کښې الله پاک فرمائیلی دی چې ما نهٔ دی پیدا کړی انسانان اؤ جنّات مګر دَ خپل عبادت دپاره ۔ دَ دې مطلب دا شو چې زمونږه ټول ژوند دَ عبادت دپاره دے ۔ بیا دَ عبادت برقرار ساتلو دپاره دا نور کارونه زمونږه دپاره جائز شوی دی ۔ روټۍ خوړل ، ودهٔ کېدل ، خوب کؤل ، دا څومره څیزونه چې دی دا صرف دَ دې دپاره چې مونږه عبادت وکړې شو ۔ یعنې زمونږ بنیادی کار دَ الله تعالیٰ عبادت دے ۔ اؤ پهٔ دې کښې نیت خالص ساتل پکار دی ۔ عبادت صرف اؤ صرف دَ الله تعالیٰ دپاره کؤل پکار دی یعنی ټول هر څهٔ دَ خدائې تعالیٰ دپاره کؤل پکار دی۔ اؤ حضور پاکﷺ چونکې دَ الله تعالیٰ راستؤلے پېغمبر دے اؤ الله پاک فرمائیلی دی چې حضورﷺ هېڅ یو کار هم دَ خپل ځان دَ طرفه نهٔ کوی مګر هغه کوی چې کوم ورته وحی کيږی۔ لهٰذا دَ حضورﷺ پهٔ طریقه به مونږ ته کار کؤل پکار وی ، خالص دَ خدائې تعالیٰ دَ رضا دپاره ۔ پهٔ دې کښې دا پته ولګېده چې مونږ ته دَ دوؤ څیزونو ډېر ضرورت دے۔ یو دا چې طریقه دَ حضورﷺ وی اؤ دویم دا چې هغه وی دَ خدائې تعالیٰ دپاره ۔ بعضې وخت کښې داسې کار کېدے شی چې یو څیز وی هغه وی خالص دَ خدائې تعالیٰ دپاره، نیت خالص وی لېکن طریقه دَ پېغمبر پکښې نهٔ وی نو بیا به هغه نهٔ قبلیږی۔ لکه مثال پهٔ طور باندې یو کس دے هغه نمونځ کښې دَ دوؤ سجدو پهٔ ځائې باندې درے سجدې وکړی نو اګرچې هغه دَ خدائې تعالیٰ دپاره کوی لېکن طریقه دَ پېغمبر پکښې ختمه شوه لهٰذا هغه نمونځ نهٔ قبلیږی۔ دویم صورت کښې دا کار دے چې هغهٔ نمونځ خو ډېر پهٔ طریقه باندې وکړو دَ حضور اکرمﷺ پهٔ طریقه باندې وکړو لېکن دې دپاره چې خلق ما ته ښهٔ نمونځ ګذار ووائی چې ګوره دا څنګه ښائسته نمونځ کوی۔ نو بیا هغه نمونځ قبول نهٔ شو ځکه چې دا نمونځ دَ خدائې دپاره نهٔ شو۔ نو دا دواړه څیزونه به مونږ ته کؤل پکار وی۔ دَ دې دپاره به محنت اؤ مشقت کوؤ۔ زمونږه دا طریقت اؤ تصوف چې کوم دے دا بنیادی دَ دې دپاره دے چې زمونږ هر څهٔ دَ حضورﷺ پهٔ طریقه شی اؤ وی دَ الله تعالیٰ دپاره، صرف دَ الله تعالیٰ دپاره ۔ فرمائی رسول کریمﷺ چې کوم کس دَ دې دپاره کار وکړی چې خلقو کښې دَ هغهٔ پهٔ باره کښې دا مشهوره شی چې دا ښهٔ سړے دے نو الله تعالیٰ به دَ قیامت پهٔ ورځ باندې دَ هغهٔ هغه عیبونه به ورته راولی۔ اؤ کوم کس چې دَ ښودنې دپاره کار کوی نو الله تعالیٰ به دَ هغهٔ عیوب هغهٔ ته دَ قیامت پهٔ ورځ باندې وښائی۔ اؤ فرمائی رسولِ کریمﷺ چې لږه غوندې ښودنه یعنی دَ دې دپاره چې زما دا کار دې خلق ووینی نو دا هم یو قسم شرک دے ۔ رسولِ کریمﷺ وفرمائیل چې کوم وخت کښې زما پهٔ اُمت کښې زما دَ اُمت پهٔ دین کښې براییٔ راشی یعنی صحیح پاتې نهٔ شی ۔ هغه وخت کښې کوم یو کس چې زما طریقه ونیسی نو هغهٔ ته به دَ سلو شهیدانو ثواب ملاویږی۔ اؤ حضورﷺ وفرمائیل چې زهٔ پهٔ تاسو کښې دوه څیزونه ، داسې څیزونه پرېږدمه کهٔ هغه تاسو مضبوطیٔ سره ونیؤل نو تاسو به کله هم ګمراه نهٔ شیٔ۔ یو دَ الله تعالیٰ کتاب دے یعنی قرآن اؤ دویم زما سنّت یعنی حدیث۔ دَ دې مطلب دا دے چې مونږ ته دَ دې دوؤ څیزونو ډېر خیال ساتل پکار دے ۔ قرآن دَ الله تعالیٰ کتاب دے اؤ الله تعالیٰ پکښې پهٔ خپل مرضیٔ څهٔ چې مطلب مونږ ته کؤل پکار دی هغه راستؤلی دی۔ اؤ چې څهٔ نه بچ کېدل پکار دی هغه ېٔ هم پکښې راستؤلی دی اؤ حضورﷺ چونکې دَ هغې تشریح کړے ده، لهٰذا دا احادیث شریف دَ دې دپاره مونږ ته کتل پکار دی چې حضورﷺ پهٔ طریقه باندې یعنی تلل پکار دی۔ حضورﷺ وفرمائیل یو کس داسې کار وکړو چې هغه نیک وی اؤ دَ هغې پهٔ وجه باندې خلق پهٔ هغې باندې روان شو نو دې کس ته به ، څومره خلقو چې پهٔ دې باندې عمل کړے وی ، نو دې کس ته به دَ هغې ثواب ملاویږی۔ مثلاً یو کس دے هغهٔ چې کوم دے نو یوه لاره جوړه کړه اؤ پهٔ هغې باندې خلق ځی اؤ خلقو ته پرې فائده ده۔ لهٰذا دَ دې ثواب به مستقل هغهٔ ته ملاویږی ۔ یا یو کس داسې کار وکړو چې لکه زکواة خلق دلته نهٔ ورکوی اؤ دهٔ دَ دې کوشش وکړو چې پهٔ خلقو کښې ېٔ دَ زکواة شوق پیدا کړو اؤ خلق چې کوم دے نو زکاتونه ورکوی دا لاره چې دهٔ وویسته نو ظاهره خبره ده چې دهٔ ته به ثواب ملاویږی ۔ څومره خلق چې پهٔ دې لاره روان وی اؤ زکواتونه ورکوی نو دَ دې ثواب به دهٔ ته ملاویږی ۔ اؤ دَ ټولو برابر ثواب به دهٔ ته ملاویږی ۔ څومره خلقو چې پهٔ دې باندې عمل کړے دے هغه به دهٔ ته ملاویږی اؤ دَ نورو خلقو پهٔ ثواب کښې به څهٔ کمے نهٔ راځی۔ اؤ کوم کس چې یوه خرابه لاره وویسته نو چې پهٔ هغې باندې چې څوک روان وی نو چې څومره ګناه نورو ته رسی هغه ګناه به دهٔ ته هم رسی ، هغه هومره ګناه۔ لکه یو کس سینما جوړه کړه نو چې څومره خلق پکښې فلمونه ګوری نو دَ هغې ګناه به بیا دهٔ ته رسی ۔ لکه یو کس ټیلی وژن راؤړو نو چې څومره خلق ېٔ ګوری نو دَ دې ټولو ګناه به چې کوم دے نو دهٔ ته رسی ۔ مثلاً یو کس دَ خپل اولاد پهٔ وادهٔ کښې خپل رسمونه یعنی ختم کړل نو دغه وخت کښې کهٔ نورو خلقو هم دَ دهٔ یعنی نقل وکړو اؤ دا رسمونه ېٔ ختم کړل نو دَ ټولو خلقو برابر ثواب به دهٔ ته ملاویږی ۔
حضورﷺ وفرمائیل چې دَ کوم کس سره الله تعالیٰ ښهٔ کؤل غواړی نو هغهٔ ته دَ دین پوهه ورکړی۔ یعنی دَ مسئلو مسائلو پهٔ تلاش کښې چې هغه ګرځی اؤ دَ هغې سوچ ورته مطلب حاصل شی نو پوه شه چې الله تعالیٰ چې کوم دے نو دهٔ سره دَ نیکیٔ اراده وکړه ځکه ېٔ پهٔ دې باندې روان کړو۔ حضورﷺ وفرمائیل چې دَ چا نه دَ دین پهٔ باره کښې ، دَ دین دَ خبرې پهٔ باره کښې تپوس وشی اؤ هغهٔ پټ کړو نو دَ قیامت پهٔ ورځ باندې به هغهٔ ته دَ اور لګام اچولې شی ۔ اؤ کهٔ تاسو نه پهٔ دې وجه باندې چې زمونږ نه یا تاسو نه څوک تپوس وکړی څهٔ مسئله وی تاسو ته معلومه وی یا مونږ ته معلومه وی نو مونږ ته پکار دی چې صحیح مسئله ورتہ انسان وښیٔ۔ حضور اکرمﷺ وفرمائیل چې څومره علم چا ته حاصل وی نو هغه کوم کس چې عالم وی نو پهٔ هغهٔ باندې ذمه داری وی اګرچې هغه کس دَ هغې مطابق عمل نهٔ کوي۔ مطلب دا دے چې یو کس ته دَ یوې ښې خبرې پته وی اؤ دَ دې پهٔ وجه باندې پهٔ هغې عمل نهٔ کوی چې خلق به څهٔ وائی نو پهٔ دې کښې چې کوم دے نو دا مسئله راځی چې خلق ورباندې خبر دی پهٔ یوه مسئله باندې اؤ بیا پرې هم عمل نهٔ کوی صرف دَ دې دپاره چې خلق ناراضه نهٔ شی اؤ دې ته ېٔ نهٔ کتل چې خدائې تعالیٰ رانه ناراضه نهٔ شی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې دَ متیازو نه ښهٔ احتیاط کویٔ ځکه چې اکثر دَ قبر عذاب دَ دې نه جوړیږی۔ بعضې وخت کښې دَ خپلو متیازو نه خلق احتیاط نهٔ کوی بعضې وخت کښې دَ ماشومانو دَ متیازو نه خلق احتیاط نهٔ کوی اؤ ښځو کښې خو دا مسئله ډېره زیاته وی نو پهٔ دې وجه باندې ډېر زیات احتیاط پکار دے ۔ بلکې بعضې ښځو کښې خو دا مسئله مشهوره ده چې هغوی چرته کهٔ دَ ماشوم متیازې وی نو هغې باندې لوند لاس راکاږی اؤ وائی دا پاک شو ۔ هغه لوند لاس چې ېٔ لاکاږهٔ نو هغه نور هم ناپاک شو ۔ ځکه چې هغه اوبهٔ چې کوم دے هغه پلیتې شوې اؤ هغې ځائې باندې خورې شوې ۔ نو دَ دې وینځل باقاعده پکار وی اؤ وینځل ېٔ دا وی چې دوه ځله یعنی عام طور باندې اوبهٔ ورباندې واچویٔ اؤ نچوړ ېٔ کړی اؤ پهٔ دریم ځل ورباندې اوبهٔ وربادنې واچویٔ اؤ ښهٔ ېٔ نچوړ کړی ۔ دا چې کوم دے نو دَ پاکېدو طریقه ده ۔ دَ دې نه علاوه بله طریقه نشته دے ۔ نو مطلب دا دے چې چرته کښې متیازې پهٔ کپړو باندې راغلې دَ ماشوم یا خپلې نو هغه به پهٔ صحیح طریقه صفا کؤل پکار وی ځکه چې دَ قبر عذاب چې کوم دے نو دَ دې نه وی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې کله انسان ته پهٔ دې باندې عمل کؤل مشکل شی چې اودس وکړی نو کهٔ هغه مشکل وخت دهٔ ډېر پهٔ ښهٔ طریقه باندې اودس وکړو نو هغې سره ګناهونه بیا مطلب ختمیږی ۔ پهٔ دې وجه باندې سستی پهٔ دې کښې نهٔ ده پکار اؤ صحیح طریقې سره اودس کؤل پکار دی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې دوه رکعتونه دَ مسواک سره اودس کوی نو پهٔ هغې باندې یعنی نمونځ وکړی نو هغه دَ وویا (۷۰) رکعتونه چې کوم دے نو دَ هغې نه افضل دے۔ حضورﷺ وفرمائیل ، بعضې خلق ېٔ وکتل هغوی اودس کړے دے لېکن دَ هغوی پوندې وچې پاتې شوے نو حضورﷺ وفرمائیل چې دې پوندو دپاره دَ اور عذاب دے۔ دغسې بعضې کسانو ګوتې اچؤلے وی یا پېزوان ېٔ اچؤلے وی یا مېخکے وی یا مطلب دا چې داسې یا غوږونو کښې چې کوم دے دغه وی نو دا کله چې هغوی کوم دے نو دا پکار دی چې اوبهٔ پهٔ هغه طریقه باندې ور ورسوی چې اوبهٔ پهٔ هغې باندې واچوی اؤ هغه څیز پکښې وګرځوی راوګرځوی چې هغه اوبه دننه هم لاړې شی۔ ځکه چې دې سره بیا ګناه راځی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې دَ ښځو دپاره دَ ټولو نه ښهٔ ځائې دَ نمونځ دپاره دَ هغوی کور دے ۔ یعنی دوی له دَ نمونځ دپاره بهر نهٔ دی وتل پکار ۔ نن سبا چونکه دَ فتنے دور راغلے دے نو پهٔ دې هم خلق فیشن راولی ۔ نو بعضې ښارونو کښې دَ نمونځ دپاره ځائې جوړ کړے وی دَ جمعې نمونځ دپاره ځائې جوړ کړے وی دَ ښځو دپاره۔ نو دَ دې پهٔ باره کښې دا خبره ده چې جمعه پهٔ ښځو باندې فرض نهٔ ده۔ اؤ دَ ښځو دپاره نمونځ پهٔ کور کښې زيات بهتر دے۔ لهٰذا پهٔ خپلو کورونو کښې نمونځ پکار دے دې دپاره وتل نهٔ دی پکار ۔ نو چې دَ نمونځ دپاره وتل دومره خراب شو ، چې څومره ښهٔ نهٔ دی نو بیا دې نورو څیزونو دپاره وتل به څنګه وی؟ دَ فضولیاتو دپاره چې خلق وځی ۔ حضور اکرمﷺ وفرمائیل چې دَ پنځو نمونځونو مثال داسې دے چې لکه څنګه چې دَ چا دروازې مخکښې ته پنځهٔ نهرونه وی اؤ پهٔ هغې کښې خلق لامبی ۔ نو دغې حساب سره کهٔ دا پنځهٔ واړه نمونځونه کوؤ نو زمونږ دا ګناهونه به داسې ختموی۔ حضورﷺ وفرمائیل چې پهٔ اول وخت کښې نمونځ کؤلو سره الله تعالیٰ ډېر خوشحالیږی۔ زمونږه دَ سړیو خو چونکې دَ جمعې نمونځ وی نو دَ هغې دپاره مونږ دَ جمعې دَ نمونځ خیال ساتو ۔ چې څهٔ دَ جومات وخت وی نو هغې باندې مونږه نمونځ کوؤ ۔ لېکن ښځو باندې خو دا پابندې نشته ۔ نو بس هغوی ولې انتظار کوی خو چې څنګه وخت داخلیږی ، نن سبا دَ دې نقشې ملاویږی ۔ چې څنګه وخت داخلیږی نو نمونځ دې کوی ۔ ځکه دَ دې پهٔ وجه باندې بعضې ښځو نه نمونځ لیټ شی دومره لیټ شی چې هغه آخری وخت ته ورسی ۔ نو پکار ده ښځو ته چې پهٔ اول وخت کښې نمونځ کوی۔ چې دَ کار وخت ورته ملاویږی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې کوم کس بې وخته نمونځ کوی اؤ اودس هم ښهٔ ونهٔ کړی اؤ ښهٔ پهٔ طریقه سره هغه نمونځ ونهٔ کړی رکوع اؤ سجده پکښې یعنی صحیح طریقې سره ونهٔ کړی نو هغه نمونځ تور وی اؤ بې نوره وی اؤ دا ښېرې کوی چې خدائې تعالیٰ دې تا داسې برباد کړی څنګه چې تا زهٔ برباد کړمه ۔ تر دې پورې چې خپل خاص ځائې ته ورسی تر څو پورې چې الله تعالیٰ ته منظوره وی نو بیا دغه نمونځ دَ زړې کپړې پهٔ شان باندې راتاؤ کړې شی اؤ دَ دې نمونځ ګذار پهٔ مخ باندې چې کوم دے نو هغه راواچؤلے شی۔ دې دپاره دا نمونځ چې کوم دے نو ډېر پهٔ ښهٔ طریقه باندې پکار دے چرته مونږ ته دَ نمونځ دا سزا رانهٔ کړې شی۔ الله پاک دې زمونږ حفاظت وکړی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې پهٔ نمونځ کښې تاسو بره مهٔ ګوریٔ ۔ هسې نه چرته ستاسو دا نظر ختم نهٔ شی۔ اؤ حضورﷺ وفرمائیل چې کوم کس پهٔ نمونځ کښې ولاړ وی اؤ یو خوا بل خوا ګوری نو الله تعالیٰ دَ هغهٔ نمونځ پهٔ هغهٔ باندې واپس راوولی یعنی قبول به ېٔ نهٔ کړی ۔ اؤ حضورﷺ وفرمائیل چې دَ نمونځ ګذار مخې ته دَ تېرېدو دَ ګناه کهٔ خلقو ته پته وې نو څلویښت کاله به پهٔ هغه ځائې ولاړ وهٔ لېکن دَ نمونځ ګذار مخې ته به نهٔ وهٔ تېر شوے ۔ البته نمونځ ګذار ته پکار دی چې نمونځ کوی نو تقریباً یو نیم فټ برابر څیز دې چې کوم دے نو مخې ته ودروی نو بیا خیر دے کهٔ دَ هغې شا ته څوک تیریږی نو پهٔ هغې باندې څهٔ فرق نهٔ پرېوځی ۔ دې ته سُتره وائی ۔ کوشش کؤل پکار دی چې خلقو ته اسانی پیدا کړی یا دې داسې ځائې کښې ودریږی چې مخې ته ورته خلق نهٔ شی تلې اؤ یا دې څهٔ مخې ته چې کوم دے نو څهٔ څیز کیږدی چې خلق تېریږی چې هغوی ته تکلیف نهٔ وی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې کوم کس نمونځ پرېږدی پهٔ قس باندې نو الله تعالیٰ مخې ته به دې داسې حالت کښې راځی چې الله تعالیٰ به ورباندې غضبناک وی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې پهٔ شبِ معراج کښې دَ جنت پهٔ دروازه باندې لیکلی وو ، دَ جنت پهٔ دروازه باندې لیکل ولیدل چې دَ خیرات ثواب لس چنده ملاویږی اؤ دَ قرض ورکؤلو ثواب اتلس (۱۸) ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې کله پورې دَ قرض ادا کؤلو وخت نهٔ وی راغلے نو هغه وخت کښې چې دهٔ ته مهلت ورکوی نو روزانه به ورته داسې ثواب وی لکه څومره چې دې دومره پیسې خیرات کوی ۔ اؤ چې کله وخت راشی اؤ بیا ېٔ ورته مهلت ورکړو نو هره ورځ به ورته دومره ثواب ملاویږی لګه څومره چې لکه یعنی دَ دې پهٔ دوچند باندې روزانه خیرات کړی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې کوم کس دَ قرآن پاک یو حرف وائی نو هغهٔ ته پهٔ یو حرف باندې یوه نیکی میلاویږی اؤ دَ نیکیٔ اندازه دا ده چې دَ هغې لس ګنا ملاویږی لس چنده ۔ اؤ ”الم“ دَ دې یو حرف نهٔ وایمه بلکې الف یو دے اؤ لام بل اؤ میم بل دے ۔ دې حساب سره پهٔ ”الم“ باندې دیرش(۳۰) نیکیٔ ملاویږی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې نهٔ خو خپل ځان ته بد دعا کویٔ اؤ نهٔ خپل اولاد ته اؤ نهٔ خپل خدمتګار ته اؤ نهٔ خپل مال و متاع ته ۔ چرته داسې نهٔ وی چې ستاسو دا ښیرې پهٔ داسې وخت کښې وشی چې هغه دَ قبولیت وخت وی اؤ بیا وروستو تاسو پهٔ دې باندې خفه ییٔ ۔ ځکه چې بعضې وخت کښې داسې دَ قبولیت وخت راشی چې څهٔ وغواړی هغه پوره شی ۔ داسې بعضې ښځو سره کیږی ۔ اکثر دا ښځې ښېرې ډېرې کوی۔ پته نه لګي چې څهٔ مسئله ده ورسره؟ نو دوی پهٔ نهٔ څهٔ خبره باندې ښېرې شروع کړی اؤ هغه ښېرې بعضې وخت کښې ووینی چې هغه ولګی اؤ بیا ورپسې وروستو ژاړی۔ نو کوشش کؤل پکار وی چې بنده برداشت کړی پهٔ هغې باندې دَ الله تعالیٰ اجر ورکوی پهٔ صبر باندې ۔ پهٔ ښېرو باندې ترې الله تعالیٰ هم خفه اؤ نقصان هم ورته ورسی ۔ نبی کریمﷺ وفرمائیل چې کومه غوښه اؤ وینه دَ حرام مال پهٔ وجه باندې زیاته کیږی ۔ نو هغه کس به جنت ته نهٔ ځی ۔ دې دَ دوزخ لائق دے ۔ یعنی دا غوښه اؤ دا وینه دَ دوزخ لائقه ده ۔ اؤ حضورﷺ وفرمائیلی دی چې کوم یو کس لس درهمه باندې کپړه اخلی اؤ هغې کښې یو درهم حرام وی نو تر څو پورې چې هغه کپړا دَ هغهٔ پهٔ بدن باندې وی نو الله تعالیٰ به دَ هغهٔ نمونځ نهٔ قبلوی ۔ حضورﷺ وفرمائیل کوم کس چې مونږ سره دوکه وکړی هغه زمونږه نه نهٔ دے ۔ پهٔ دې وجه باندې دَ دوکې کؤلو نه ځان ډېر ساتل پکار دی ۔ پهٔ کاروبار کښې پهٔ دغه کښې دا څیز ډېر زیات وی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې یو کس مړ شی اؤ دَ هغهٔ پهٔ ذمه باندې یو درهم یا دینار قرض شوے وی نو هغه به دَ هغهٔ دَ نیکیانو نه پوره کیږی اؤ چې کله هغه ځائې کښې چې کوم ځائې کښې نهٔ دینار وی نهٔ درهم وی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې قرض پهٔ دوه طریقه ادا کیږی ۔ یو کس چې مړ شی اؤ دَ هغهٔ نیت دَ ادا کؤلو وی نو الله تعالیٰ فرمائی چې زهٔ به پهٔ دَدهٔ قرض اداء کړم اؤ کوم کس چې مړ شی اؤ دَ هغهٔ نیت دَ ادا کؤلو نهٔ وی نو دا څیز به دَ هغهٔ دَ نیکیانو نه اخستے شی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې دَ چا وس رسی اؤ دَ چا حق ورباندې وی نو هغه یعنی کهٔ پهٔ بل وخت باندې هغه پرېږدی ۔ نو دا ظلم دے ۔ بعضې کسان وی چې پهٔ چا باندې قرض وی هغه قرض نهٔ ادا کوی یا دَ چا مزدوری ورباندې وی هغه مزدوری ورته نهٔ ورکوی اؤ خامخا دَ دروغو وعدې ورسره کوی چې سبا راشه ، بله ورځ راشه ۔ نو دا ډېر خطرناک حالت دے ۔ الله تعالیٰ دې زمونږ حفاظت وکړی ۔ حضورﷺ وفرمائیل چې لعنت دې وی پهٔ سود اخستو والا باندې اؤ سود ورکؤلو والا باندې اؤ حضورﷺ وفرمائیل چې کوم یو کس زمکه دَ یو لیش برابر دَ چا نه دباؤ کړه نو دَ هغهٔ پهٔ غاړه کښې به هغه هومره زمکه دَ اووهٔ واړو زمکو برابر طوق به هغهٔ ته اچولې شی اؤ حضورﷺ وفرمائیل چې مزدور ته دَ هغهٔ دَ خؤلو وچېدو نه مخکښې مزدوری ورکویٔ ۔ الله تعالیٰ فرمائی چې پهٔ درے سړیو باندې به زهٔ خپله دعویٰ کؤم ۔ پهٔ هغې کښې يو هغه کس هم دے چې څوک پهٔ مزدوریٔ ولګوی اؤ کار ترې واخلی اؤ بیا مزدوری نهٔ ورکوی۔ اؤ حضورﷺ وفرمائیل چې کهٔ ښځه سړے مسلمان وی اؤ دَ هغوی درے ماشومان مړهٔ شی نو الله تعالیٰ به دوی پهٔ خپل فضل و رحمت پهٔ جنت کښې داخلوی ۔ اؤ بعضو تپوس وکړو دَ رسول اللهﷺ نه چې دوه کهٔ وی نو هغوی وفرمائیل پهٔ دوؤ کښې هم دا ثواب دے ۔ اؤ بیا ېٔ دَ یُو تپوس وکړو نو حضورﷺ پهٔ یو کښې هم دا خبره وکړه ۔ اؤ حضورﷺ وفرمائیل زهٔ قسم خورم دَ الله پاک پهٔ ذات باندې دَ چا پهٔ لاس کښې چې زما ساه ده ۔ کهٔ دَ چا ماشوم دَ پیدا کېدو نه مخکښې یعنی ختم شوے وی نو هغه به هم خپله مور یعنی نوم چې ورسره وی نو دَ هغې نه به ېٔ ونیسی اؤ ځان سره به ېٔ جنت ته بوځی ۔ چې مور ېٔ پهٔ دې باندې صابره وی ۔ اؤ حضورﷺ فرمائیلی دی چې کومه ښځه عطر ولګوی اؤ دَ غیر محرم سړیو مخې ته تېره شی نو هغه دَ بدکاره پشان ده ۔ اؤ غیر محرم چې کوم دے نو یواځې دَ بهر خلق نهٔ دی بلکې لیور یا اخښے یا ترهٔ ځامن ، ترور ځامن وغېره دا ټول غیر محرم دی ۔ یا دَ دوی مخکښې عطر لګؤلو سره تېر شی، دا ټولې خبرې پکښې راځی ۔ اؤ حضورﷺ وفرمائیل چې بعضې ښځې صرف برائے نام جامې اچؤلے وی پهٔ حقیقت کښې هغوی بربنډې وی ۔ داسې ښځې به جنت ته نهٔ ځی اؤ نهٔ به دَ جنت خوشبوئی یعنی محسوسوی ۔ اؤ حضورﷺ وفرمائیل چې ، حضورﷺ پهٔ هغه ښځه باندې لعنت کړے دے چا چې دَ سړیو پشان باندې جامې واچولې۔ دا څیزونه حرام دی ۔ اؤ دغه شان دَ شان خودلو دپاره چې کومه کپړه اچؤلے وی یعنی کپړې اچولې شی دا هم ډېر خطرناکه دی ۔ لهٰذا حضورﷺ فرمائی چې څوک پهٔ دنیا کښې دَ نام و نمود دپاره کپړه واغوندی نو الله به دَ قیامت پهٔ ورځ باندې دهٔ ته دَ ذلت جامې واچوی اؤ بیا به ېٔ پهٔ دوزخ کښې واچوی ۔ الله تعالیٰ دې زمونږه مل شی اؤ زمونږ دې دَ غلطو کارونو نه حفاظت وفرمائی ۔
اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلیٰ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیٰۤ اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّییْتَ عَلیٰ اِبْرَاهِیْمَ وَ عَلیٰ اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ اَللّٰهُمَّ بَارِكْ عَلیٰ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارَکْتَ عَلیٰ اِبْرَهِیْمَ وَ عَلیٰۤ اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ
اَللّٰهُمَّ اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۙ صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦغَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠ ،
یَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِی عَلٰی دِینِکَ ، یَا مُصَرِّفَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِی عَلٰی طَاعَتِک ،
رَبَّنَا عْفِرْلَنَا ذُنُوْبَنَا وَ کَفِّرْ عَنَّا سَیِّئَاتِنَا وَ تَوَفَّنَا مَعَ الْاَبْرَارِ
اللهم انا نسئلک من خیر ما سئلک منہ نبییک وحبیبک محمد صلي الله عليه وسلم ونعوذبک من شر مااستعاذ منه عبدک ونبيک محمد صلي الله عليه وسلم انت المستعان ولا حول ولا قوة الا بک
سبحان ربک رب العزت عما يصفون۰ وسلام علي المرسلين والحمد لله رب العلمين برحمتک يا الرحم الراحمين