پوره دین څه دے (دویمه برخه)

یہ بیان 2 اپریل 2005 کے پشتو بیان سے لیا گیا ہے

حضرت شیخ سید شبیر احمد کاکاخیل صاحب دامت برکاتھم
خانقاہ رحمکاریہ امدادیہ راولپنڈی - مکان نمبر CB 1991/1 نزد مسجد امیر حمزہ ؓ گلی نمبر 4، اللہ آباد، ویسٹرج 3، راولپنڈی


اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنِ

الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلیٰ خَاتَمَ النَّبِیِینِ۔

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ

عزتمندو میاندو ، خویاندو ، مشرانو ، کشرانو!

دا زمونږه مشاهده ده چې پهٔ کوم کورونو کښې دَ سړی اؤ دَ ښځې پهٔ مینځ کښې نهٔ لګی نو هغه کور جهنم جوړ شی۔ هغې کښې بیا څوک دَ آرام ژوند نهٔ شی تېرؤلے اؤ دَ دنیا دَ خندا شی۔ ټول خلق ورپورې خاندی اؤ خلق ورباندې هم خوند واخلی۔ پهٔ سړی باندې هم خوند واخلی اؤ پهٔ ښځې باندې هم خوند واخلی اؤ دغه شان دوی پهٔ نقصان کښې چې کوم دے نو پاتې کیږی۔ الله تعالیٰ دې مونږ دَ دې نقصاناتو نه وساتی ۔ دې دپاره پکار دی چې هره ښځه دَ خپل حالت مطابق دې وګوری چې زما سړے پهٔ څهٔ باندې خوشحالیږی پهٔ هغې خبرو باندې نو پکار دے چې هغسې وکړی ، بغیر دَ مطالبې نه۔ دَ مطالبې خبره پهٔ دې وجه کومه چې دا دَ انسان خاصه ده چې هغهٔ له دې یو کار وکړو اؤ فوراً دې مطالبه وکړه نو دَ هغې هغه خوږوالې ختم شی۔ بیا ترېنه دَ دوکانداریٔ کار جوړه شی۔ مطلب دا چې خلق وائی اوه تا خو ما سره دوکانداری وکړه۔لېکن کله چې تا ورته خپل زړهٔ باندې ډېر ښهٔ څیز ورکړو نو ظاهره خبره ده چې هغه به شائد چې دَ هغې نه ډېر وچت څيز درکړی ۔ لېکن هغه خوندوالې به ېٔ پاتې وی۔ دَ هغې وجه دا ده چې دَ هغهٔ زړهٔ به پهٔ هغې باندې خوشحاله وی چې وګوره دومره زیاته مینه ېٔ ما سره وکړه۔ دغې حساب سره خود دَ مطالبې کوشش نه دے پکار ځکه چې دَ دې نه شر جوړیږی ۔ لېکن پهٔ خپل کوشش باندې هوښیارتیا سره معلومات کول پکار دی چې دا سړی چې زمونږ نه څهٔ غواړی نو پهٔ دې کښې جائز څهٔ دی۔ هغه جائز به زهٔ پخپله دَ هغهٔ دَ وینا نه پوره کړم۔ مثلاً یو سړے دے هغه دَ ددفتر نه راغلو سټرې دے۔ دغه وخت کښې دا ښځه چې کومه ده دا ورته پهٔ انتظار باندې وی اؤ چې څنګه دې راشی فورًا سپلۍ یو طرف ته کېږدی ، دغه شان چې کوم دے نو اوبهٔ ېٔ ورته برابر کړے وی ښه، نو کهٔ هغه لامبل غواړی نو ولامبی دغه شان چې کوم دے نور دې ورته دا کړے وی ۔ اؤ دَ راحت څیزونه چې کوم دے نو هغه ېٔ ورته دغه کړے وی لکه پهٔ دغه کښې چې کوم دے څهٔ ورته وائی ۔۔۔ دَ چا چې څهٔ وس وی نو پهٔ ګرمۍ کښې لکه شربت ېٔ ورته یښې وی یا څهٔ بل څهٔ داسې وی۔ دا ټول څیزونه داسې دی چې هغه سړے پخپله هم کؤلے شی۔ هغه پخپله هم کؤلے شی، یعنی کهٔ پخپله ېٔ کول غواړی نو ولې نه شی کؤلے لېکن نه چې ښځه ېٔ ورته وکړی نو دا ډېر زبردست کار دے ۔ پهٔ دې باندې دَ هغهٔ زړهٔ ته دومره لوئے راحت ورسی چې هغه به خپله خبره ورو ورو پخپله باندې بدلول شروع کړی کهٔ دَ هغهٔ اراده بل څهٔ وی یعنی دَ مثال پهٔ طور باندې پهٔ زړهٔ کښې ېٔ هغه نهٔ وی خوښه نو ورو ورو پخپله باندې به ېٔ خوښه شی۔ دَ دې دپاره پکار ده چې ښځې چې کوم دے نو اول دَ سړی مزاج ته وګوری چې دَ هغهٔ مزاج څهٔ دے۔ دویم حالاتو ته وګوری، خپلو حالاتو ته وګوری اؤ دریم دا چې دَ سړی تقاضا څهٔ ده، جائز پکښې څهٔ دی۔ بس چې جائز وی اؤ دَ سړی خوښ وی اؤ حالات موجود وی نو بس بیا دې پرې عمل وکړی نو پخپله باندې به انشاء الله ورو ورو دَ خیر کار شروع شي۔

دویمه خبره دا چې دَ سړي پهٔ اولاد باندې ډېر ښهٔ نظر وی۔ دَ هغوی دَ تربیت پوره کوشش کوی۔ دَ هغوی دَ ټولو څیزونو خیال ساتی۔ دا نه چې پهٔ هغوی باندې چغې وهی یا ورته ښېرې کوی یا ورته غصې کوی۔ داسې نهٔ وي لېکن کهٔ بچو ته ېٔ ښېرې کیږی نو پهٔ هغې باندې غصه کیږی نو هغه ورو ورو هغه خبره جمع کیږی جمع کیږی نو آخر کښې ترې جوړه شی خبره۔ نو دا خبره ده چې دَدې کوشش پکار دے چې پهٔ ښهٔ خوشحالیٔ سره چې کوم دے دَ بچو خدمت وکړی ۔ دریم دا کار دے چې یعنی کتل پکار دی چې کوم صحیح څیزونه جائز دی اؤ زمونږ حالات وی حالات مطلب دا دے چې لکه کور زمونږه ځائې پکښې وی اؤ یو کس راغلو پهٔ خوشحالیٔ باندې دَ سړی کور کوم کسان چې کوم دی هغه راغلل اؤ مونږه کوشش وکړو چې مونږه هغوی سره پهٔ ښهٔ طریقې سره پخیر راغلې وکړو اؤ دغه مو ورسره وکړو یا پهٔ تلو کښې دَ خپل حیثیت مطابق تحفه ورکؤل یا څهٔ نور داسې دغه وی نو هغه دَ خدائې دَ رضا دپاره ، دَ دغهٔ دپاره نه ، دَ څهٔ بدلې دپاره نه ځکه چې دا بدلې والا خبره ما تاسو ته مخکښې نه وکړه چې دا مسئله جوړیٔ نو ورور ورو دا بدله چې کوم دے نو دا ذهن جوړیٔ اؤ بله دا دَ سړو خپل دغه وی جُدا دا هغوی ته خبره کؤم ، لېکن ښځو ته چې کوم دے پکار دی دا چې دوی پهٔ خپلې طریقې باندې غور شروع وکړی۔ دَ ښځو اکثر دا عادت وی چې دَ خاوند ناشکری کوی ، ناشکری مطلب دا دے چې کهٔ هغه هر څهٔ کور ته راؤړی کنه نو دا به پکښې څهٔ نه څهٔ راؤباسی۔ اوه دا خو دا چل دے دا خو دا چل دے ۔ هسې هم چې کوم دے پهٔ یو څیز کښې عیب ، لکه څنګه چې پهٔ سړی کښې دا نه ده پکار چې هغه دې ووائی چې ښځې روټۍ څنګه پخه کړے ده۔ هغه دې پکښې عیب نه راوباسی۔ داسې ښځو له پکار دی چې هغه څهٔ راوړی دَ بهر نه سړی راځی څهٔ راؤړی نو دا دې پکښې عیب نهٔ راولی بلکې دا دې ووائی چې دا خو ډېر ښهٔ دغه وشو ، دا خو داسې دے دا خو داسې دے ۔ مطلب کوشش دې کوی چې دَ هغې ښهٔ والې دے بیان کړی۔ اؤ کهٔ دَ خاوند دَ رشته دارانو دَ طرف نه څهٔ دَ خوراک مراک څیز راغلو نو پهٔ شکر سره دې کوم دے نو قبلول پکار وی کهٔ هغه لږ هم وی اؤ ظاهره خبره ده چې دا شکر هله حاصلیږی چې انسان خپل ځان دَ دې قابل نه ګڼی۔ ناشکری هله کیږی چې کله انسان ځان زیات قابل ګڼی اؤ هغه معمولی څیز ورته کم ښکاری۔خبره خو دا ده چې مونږ دَ هېڅ قابل نهٔ یو۔ مونږه دَ هېڅ هم قابل نهٔ یو دا الله پاک پهٔ مونږ فضل کړے دے چې مونږ ته ېٔ ژوند راکړے دے اؤ دا دومره ښهٔ څیزونه مونږ ته الله تعالیٰ راکړے دی۔ لهٰذا کوشش پکار دے۔ بل دا سړی سره پهٔ رابطه کښې چې کومه مجاهده راځی یو خو پهٔ هغې باندې آخرت جوړیږی اؤ دویم دا چې دا پهٔ دې دنیا کښې دَ دې دَ فوری بدلې اراده نهٔ وی چې ما ته دې فوراً پهٔ دې دنیا کښې دَ دې بدله ملاؤ شی نو بیا پهٔ دې کښې اخلاص راځی۔ اؤ کهٔ نه زما دا اراده وی چې ما ته دې فوراً پهٔ دې دنیا کښې دا بدله ملاؤ شی نو بیا دا تجارت جور شو ۔ پهٔ تجارت کښې بیا خلوص نه وی ۔ مثلاً زهٔ یو departmental سټور ته لاړمه اؤ زهٔ چې ورننوتم نو ما ووې السلام علیکم اؤ اتفاق سره هغوی ټولو ووې وعلیکم السلام۔اؤ زهٔ وګرزېدم اؤ زما څهٔ څیز خوښ نهٔ شو اؤ چې دَ هغې نه بهر وځم بغیر دَ څهٔ سودا نه اؤ زهٔ بیا ووایم چې السلام علیکم نو هغه خلق ډېر پهٔ کمزوری آواز ووائی وعلیکم السلام اؤ پهٔ زړهٔ کښې وائی چې زهٔ وروکېږه خامخا دې مونږ ته وخت خراب کړو۔ نو دا چې کوم دے نو دا اوس دوکانداری شوه کنه۔ دې کښې خو اخلاق پاتې نهٔ شو کنه۔ نو کله چې مونږه دا کوشش اؤ مجاهده چې کوؤ دا صرف دَ الله دَ رضا دپاره وي چې الله رانه رضا شی اؤ آخرت کښې به مونږ ته دَ دې اجر راکوی نو بیا دا بنده کولے شی، بیا خو پهٔ دې باندې عمل کېدے شی اؤ کهٔ نه دنیا کښې مونږ دَ دې بدله غواړو چې وګوره ما سره دې دې اوس دا کار وکړي نو ظاهره خبره ده دا خو بیا دوکانداری شوه اؤ پهٔ دوکانداریٔ کښې بیا خلوص نهٔ وی۔کهٔ دا دَ سړی دَ طرف نه وی دَ هغهٔ قصور دے اؤ کهٔ دَ ښځې دَ طرف نه وی نو دَ هغې قصور دے۔ یعنی دَ دې نه ځان بچ کؤل پکار دی دَ دې دنیاداریٔ دَ دې څیزونو نه۔ اګرچې دنیاداری هم پهٔ دې منحصره ده۔ دنیاداری هله پهٔ صحیح طریقې کیږی چې کله اخلاص وی۔ خو دا اخلاص دَ دنیا پهٔ وجه نه راځی دا دَ آخرت پهٔ وجه راځی۔ دې کښې چې کوم دے کوشش کول پکار دی۔

دغه شان دَ سکون دپاره یو زيات اهم دَ کور یو کس چې کوم دے هغه خواښې وی یا دَ خواښې دپاره اینګور وی شیطان پهٔ دې کښې ډېر کوشش کوی چې دا خواښې چې کوم دے هغه دَ اینګور پهٔ نظر کښې خرابه کړی اؤ اینګور دَ خواښې پهٔ نظر کښې خرابه کړی اؤ دا خو مستقل چې کوم دے دا خبره کیږی به دغه شان۔ خواښې دَ اینګور پهٔ نظر کښې خرابه وی اؤ اینګور دَ خواښې پهٔ نظر کښې خرابه وی دَ هغې وجه څهٔ ده؟ دَ هغې وجه دا ده چې خپلو حقوقو طرف ته خیال اؤ خپلو فرائضو طرف ته خیال نه۔ دَ دې وجې نه۔ مثلاً یوه ښځه اینګور ده دَ دې پهٔ ذهن کښې دا خبره وی چې ما خپل کور پرېښودو، هر څهٔ مې پريښول، هغوی سره مې رابطه کټ ده، هلته کښې نه ځم ټول هر څهٔ مې دَ دوی طرف شو ۔ اوس پکار ده چې ټول حقوق دلته ما ته حاصل شی اؤ پکار دی چې زهٔ دلته دَ ملکې پهٔ شان وخت تېر کړمه اؤ دا چې کوم دے دا نور پکښې لا څهٔ دی۔ اؤ خواښې وائی چې ګوره دا ځوئے ما پهٔ ښهٔ طریقې سره لوئے کړلو څومره مينه مې ورسره وکړه، څومره تکليفونه مې ورسره تير کړل، اؤ ټول هر څهٔ مې ورسره وکړل اؤ اوس چې کله وخت راغلو نو اوس پکښې دا راغله نو دا پکښې چې کوم دے دا دا خبرې کوی۔ نو هم دغه اینګور چې کله بیا خواښې شی نو بیا هم دغه خبرې کوی کومې چې دَ دې خواښې کؤلے ۔۔۔ هنه ۔۔۔کنه ۔۔۔ یعنی کوم څیز ته چې به ېٔ بد وې نو هغه چې کوم دے هغه اوس دَ دې دپاره بالکل جائز دے۔ نو دَ دې مثال هم دغه شان دے لکه څنګه چې دَ یو بس نه بهر یو سړے ولاړ وی اؤ بس راروان وی اؤ بس ته لاس ورکړی نو کهٔ هغه بس ونهٔ درېدو نو دې به ډېر زیات غصه شی پهٔ دې ډرائیور باندې دا څهٔ مصیبت دے وګوره ما ته ېٔ هډو ونهٔ درؤلو۔ زهٔ ېٔ ولیدم اؤ تېر شو وېٔ نه درؤلو۔ اؤ کهٔ یو کس پهٔ بس کښې ناست وی اؤ دا ډائیور پهٔ چا باندې رحم وکړی اؤ ورته ېٔ بس ودرؤلو نو دا ټولې سورلۍ ورته پهٔ غصه غصه پهٔ نظر باندې ګوری چې تا بس ولې ودرؤلو زمونږه وخت ېٔ خراب کړو۔ دَ دې مطلب دا شو چې انسان دَ خپل حیثیت مطابق یوه خبره کوی دَ خپل حالت مطابق ، دَ حق مطابق خبره نهٔ کوی۔ بس دومره اصل پهٔ ټولو کښې پکار دے چې دَ حق مطابق خبره وکړی۔ زمونږه حاجی فاروق صاحبؒ هغهٔ یوه خبره کړے وه چې کله ما وادهٔ وکړو نو زما مور چې کوم دے هغه ډېره هوښیاره ښځه وه۔ هغې پخپله باندې سامان راجمع کؤل شروع کړل۔ ما ورته وې مورې دا څهٔ کوے؟ وې دا زهٔ تاسو ته چې کوم دے نو جُدا کور برابروم کنه مطلب خپل جُدا انتظام ېٔ ورته شروع کړو۔ دا جُدا کور درته برابرومه۔ ما ورته وې مورې مونږ خو درته نهٔ دی وئیلې چې مطلب مونږه جُدا کیږو۔ وې نه نه تاسو خو نهٔ جُدا کېږیٔ لېکن دا ستاسو حق دے پکار دے چې تاسو پهٔ هر څهٔ کښې جُدا کړمه چې ورستو پکښې مسئله نه راځی۔ نوے تور سرے راغلې ده نو زهٔ چې کوم دے دا جُدا کړمه نو دا مسئله به پکښې نهٔ راځی اؤ کهٔ نه اصل کښې څهٔ جګړې مګړې راغلې اؤ بیا جُدا شیٔ نو زهٔ دَ هغې نه مخکښې مخکښې چې کوم دے مونږ پهٔ ښهٔ طريقه جُدا شو۔ نو څومره هوښياره ښځه وه مطلب دې ته ېٔ خیال ورسېدو نو لهٰذا هغه خوږوالې باقي پاتې شو۔ دغه حساب سره کهٔ انسان دا تسلیم کړی یعنی دَ سړی ښځه چې کوم ده هغه دا تسلیم کړی چې دَ دهٔ مور چې کومه ده هغې ډېر تکلیفونه تېر کړی دی اؤ اوس دا ېٔ سهارا ده لهٰذا دَ هغې دا سهارا څنګه کټ کړم۔ دَ دې چې کوم حق دے هغه به زهٔ نهٔ ختموم اؤ سړی ته وائی چې ګورې دَ خپلې مور اؤ دَ خویاندو خیال ساته نو دا چې کوم دے دا خو دَ دې اوچت والے دے اؤ دَ خواښې اوچت والے دا دے چې هغه وائی چې دا اینګور چې کومه ده ماشومه ده اؤ راغله اؤ دا دے ټول کور ېٔ سنمبال کړو اوس پکار دی چې یعنی زهٔ ورسره تعاون وکړمه اؤ دَ سړی پهٔ نظر کښې ېٔ زهٔ وچته کړمه چې دَ دې چې کوم دے پهٔ زړهٔ کښې دا خیال رانهٔ شی چې ګوره زهٔ دَ بل کور یمه اؤ داسې خبرې کول شروع کړی۔ نو ظاهره خبره ده چې کوم څیز دے هغه به هسې هم وی یعنی سړے چې کوم دے هغه داسې نهٔ شی کؤلےچې څومره هغه دَ ښځې دپاره وی دومره دَ مور دپاره هم شی۔ دا خو نهٔ شی کېدے پهٔ مینځ کښې تقسیمیږی ضرور۔ څهٔ نه څهٔ حصه به ېٔ مور ته ځی اؤ څهٔ نه څهٔ حصه به ېٔ ښځې ته ځی۔ دې دَ یو نه هم خلاصېدے نهٔ شی۔ نو ظاهره خبره ده چې پهٔ دې باندې هغه صحیح طریقه سره کومې خبرې دی دَ شریعت باندې دواړه راځی شوې نو دواړه به خوشحالیږی اؤ دَ دواړو فائده به وی ۔ دواړه به پهٔ صحیح طریقه خوشحاله وی اؤ کهٔ نه دا وي چې هر یوه ښځه وائی چې مور ته دې بالکل څهٔ نهٔ ورکوی اؤ مور دا وائی چې ښځې ته دې بالکل څهٔ نهٔ ورکوی نو دا غیر فطری مطالبه ده دَ دواړو۔ نو لهٰذا دواړو ته سزا پهٔ دې دنیا کښې دا ملاویږی چې دوی به دغه شان پهٔ اور باندې سوزی دَ حسد پهٔ اور کښې، اؤ دغه چې کوم دے خوشحالی به ورته نهٔ ملاویږی اؤ کهٔ نه دواړو دا خبره تسلیم کړه نو سبحان الله دَ الله تعالیٰ دَ حکم منلو پهٔ وجه باندې به دوی ته کامل ایمان نصیب کړی اؤ الله پاک به دَ دوی پهٔ رزق کښې برکت واچوی۔ نو کوشش پکار دے چې ښځې چې کوم دے دَ دې څیزونو ډېر خیال وساتی۔

دغه شان البته یو څیز دے۔ الله اکبر۔ هغې باندې دَ بنده زړهٔ ډېر سوزی خو څهٔ وکړی هغه خبره پهٔ کومه طریقه باندې بنده وکړی؟ یعنی مصیبت دا دے کهٔ مونږ روغه کؤل غواړو کنه روغه نو مونږه قربانی دَ څهٔ ورکوؤ ؟ دَ دین ورکوؤ۔ پکار دے چې زمونږ دا روغه پهٔ مینځ کښې چې کوم دے دا روغه دا دَ خير دپاره وی، دَ دین دپاره وی۔ دا نه چې مونږه روغه کوؤ نو دَ دین داپاره، مثال پهٔ طور باندې مطلب دا دے چې روغه به پهٔ دې باندې کوؤ چې دَ نمونځ به ما ته نه وایٔی۔ پهٔ دې باندې به روغه کیږی۔ هغهٔ ته به چرته دَ صحیح کار کولو نه وایٔے ، نصیحت به ورته نهٔ کوے۔ پهٔ دې به روغه کیږی۔ نه ، نه دا خبره غلطه ده۔ روغه به پهٔ دې باندې وی چې صحیح طریقه باندې به عمل کیږی۔ هغه دا کار دے چې نن سبا زمونږ پهٔ دې خاندانونو کښې دا پرده چې کومه ده پرده عموماً رواجی پرده ده پهٔ پښتنو کښې چې کومه پرده ده دا رواجی پرده ده۔ دا شرعی پرده نهٔ ده۔ شرعی پرده دا وی چې کوم کس سره دَ ښځې وادهٔ کېدے شی نو دَ هغهٔ نه چې کوم دے نو پرده وی۔ دَ هغهٔ نه پرده وی۔ نو ظاهره خبره ده چې دَ لیور نه هم پرده کیږی ، دَ ترور ، ترهٔ ځوی نه، دَ ماما ځوی نه، دغه شان چې کوم دے نو دَ خالو نه، دَ ټولو نه پرده کیږی۔ نو اکثر خلق دا نهٔ وائی اؤ دا چې کوم ده ، دې دومره اوچت شو دې داسې خبرې کوی اؤ دا فلانکۍ اؤ ډینګرۍ ده اؤ ځان نه ېٔ ملاګوټې جوړ کړو اؤ دا خبرې کوی اؤ دا خبرې کوی۔ دې باندې چې کوم دے خلق مخالفت شروع کړی ۔ حالانکې دا خبرې خو داسې وی چې دا پهٔ یو ځائې باندې کېدے شی۔ مثلاً زهٔ مردان ته تلې ومه هلته حکيم باچا صاحب ورته وائی هلته دَ هغهٔ کور وهٔ وړوکے غوندې کور وهٔ څهٔ ډېر لوئے کور نه وهٔ اؤ درے واړه پکښې چې کوم دے مفتیان دی درے واړه وروڼه مفتیان دی الحمدلله اؤ ځوانان دی ماشاء الله نو چې ودونه ېٔ وکړل نو دَ هغوی پهٔ مینځ کښې شرعی پرده ده شرعی پرده هغوی پهٔ څهٔ طریقه باندې کوی؟ هغه پهٔ دې طریقه باندې کوی چې پهٔ کور کښې درے کمرې دی اؤ یو صحن دے اؤ برنډه ده۔ نو چې کله هر یو ورور چې ورځی نو هغه چې کوم دے نو ټلۍ ووهی نو آواز وکړی چې څوک دے؟ نو هغه خپله ښځه ورته راشی۔ چې خپله ښځه ورته راشی نو دا باقی چې کوم دے نو خپلو کوټو ته ننوځی اؤ دا سړے چې کوم دے نو نېغ لاړ شی خپلې کمرې ته۔ بس بيا خپلې کمرے دروازه کونډه کړی بیا خپله ښځه به ورتلې شی نور څوک نهٔ شی ورتلې۔ نورې ښځې داسې بهر راوځی صحن کښې کار کوی نو بالکل کار کیږی۔ تر څو پورې چې هغه کس دَ بهر راوتو دغه نه کوی نو تر هغې ور ورپسې بند وی۔ خپله کمره کښې به ناست وی هر څهٔ چې کوی۔ کله چې هغه راوځی نو هغه ښځه به ېٔ اول راوځی یا به هغوي ته ووائی نو هغه به راشی هغه نورو ته ووائی نو هغوی به لاړې شی یا به دننه شی هر څهٔ چې کوی۔ نو پهٔ ښهٔ طریقه سره هغوی ژوند تېروی اؤ هېڅ مشکلات پکښې نشته دے۔ اوس ظاهره خبره ده چې پهٔ یو ځائې باندې ناست اؤ ګپ شپ لګؤلو دا خو څهٔ ضروری خبره خو نهٔ ده۔ دا خو دَ دنیا ښځې دی چې هغوی سره مونږ ګپ شپ نهٔ شو لګؤلے مطلب دا چې پرده وی ورسره۔ نو دغه شان دوي سره هم پرده ومنلې شی نو بس ټیک ده مونږ ګپ شپ نهٔ شو لګؤلے،دَ ضرورت خبره ورسره کيدې شي پهٔ پرده کښې لېکن بې ضرورته خبره اؤ ګپ شپ دا ورسره نهٔ شی کېدے نو دَ دې نه بس دا پرده وشوه۔ دا څهٔ مشکل کار نهٔ دے۔ نو پهٔ دې کښې دا کوشش پکار دے چې مونږ دَ یو بل سره ښهٔ تعلق ساتو نو دَ دې دپاره دا نه چې مونږ دین قربان کړو بلکې پکار دی چې مونږ پهٔ دین باندې دَ عمل کولو کوشش وکړو اؤ دین باندې عمل کولو کوشش دا دے چې مونږ دَ شریعت مونږ زده کړو اؤ دَ شریعت علم چې کله مونږ زده کړو نو بیا چې کوم دے پهٔ هغې باندې به مونږ عمل کوؤ لېکن یوه خبره کوم چې دا خبرې چې چا واؤرېدے نو دَ عمل کؤلو اراده خو دے ورباندې وکړی لېکن دَ عمل کؤلو دپاره کار څومره پکار دے دَ هغې دپاره دې مشوره کوی۔ دَ دې مطلب دا دے هسې نه چې لاړ شی اؤ وائی زهٔ خو به دا کؤم زهٔ خو به دا کؤم۔ نه داسې خو نه کنه پهٔ طریقه باندې۔ یو ښهٔ کار چې بې طریقې وشی نو هغه خراب شی لکه روټۍ خوړل ښهٔ کار دے خو کهٔ پهٔ پوزه ېٔ څوک وخوری نو بیا خو خراب شی هر څهٔ۔ دغې حساب سره چې کوم دے نو دا کار هم چې کول پکار دی نو ښهٔ طریقې سره پهٔ مشوره کول پکار دی ښهٔ پهٔ اطمینان سره اؤ دې دپاره به لاره جوړؤل پکار وی اؤ دې دپاره به محنت کول پکار وی اؤ محنت باندې اجر دے۔ کوم کار دَ سنت پهٔ طور وشی پهٔ معاشره کښې هغه مړ شوی وی ختم شوی وی نو کهٔ هغه سنت چا ژوندے کړو نو سلو شهیدانو اجر ورته ملاویږی نو پرده خو فرض ده نو پهٔ دې باندې به دَ څومره شهیدونو ثواب ملاویږی چې چا راژوندیٔ کړه۔ نو پهٔ دې کوشش خو پکار دے ډېر زیات لېکن دا پهٔ طریقه باندې پکار دے اؤ څوک چې پهٔ دې کښې سټرے والے قبول کړی اؤ کوشش اؤ محنت کوی اؤ دَ دې دپاره تکلیفونه برداشت کوی نو الله پاک به دَ هغوی دپاره ډېر زیات اجر ورکوی الله پاک دې مونږ ټؤلو ته سمجھ هم نصیب کړی اؤ دَ عمل توفیق دې راته راکړی ۔

اللهم صل علي سيدنا  محمد و علیٰ آل سيدنا محمد وبارک وسلم 

اللهم اهدنا صراط المستقيم صراط الذين انعمت عليهم غيرالمغضوب عليهم ولاالضالين 

ربنا ظلمنا انفسنا وان لم تغفرلنا وترحمنا لنکونن من الخسرين 

يامقلب القلوب ثبت قلوبنا علي دين يا مصرف القلوب صرف قلونبنا علي طاعتک

ربنا اغفرلنا ذنوبنا وکفر عنا سياتناوتوفنا مع الابرار

اے الله! مونږ چې څهٔ ووې پهٔ هغې دَ پوهېدو توفيق راکړې اؤ يا الله پهٔ هغې دَ عمل کؤلو توفيق راکړې اے الله پهٔ کومو کارونو چې تهٔ راضي کېږې اے الله! هغه زمونږ پهٔ زړهٔ کښې واچوې  اؤ يا الله پهٔ هغې راته دَ عمل کؤلو توفيق راکړې ۔ اے الله! مونږ قبول کړې اؤ اے الله! پهٔ کومو څيزونو چې تهٔ مونږ نه  ناراضه کېږې يا الله! دَ هغې نه مونږه وساتې۔ يا الله! تهٔ زمونږ سره خپل امداد شامل حال کړې ۔ اے الله! زمونږ څومره يا الله پهٔ کورونو کښې چې زمونږ  مشکلات دی ،فسادات دي  تکليفونه دی، يا الله!هغه ټول ختم کړې۔ اے الله! څوک چې پهٔ څهٔ مشکل کښې دی ، پهٔ تکليف کښې دی۔يا الله تکليفونه ورته ختم کړې۔ يا الله مونږ سره دَ اسانیٔ ، دَ راحت اؤ دَ کرم والا معامله وفرمائے ۔ اے الله! دا دنيا مو هم ښائسته کړې اؤ هغه دنيا مو هم ښائسته کړې، يا الله! دَ حضور پاک صلی الله عليه وسلم پهٔ طريقو مو آسانیٔ سره روان کړې۔ دَ حضور پاک صلی الله عليه وسلم معيت مو پهٔ دواړه جهانه کښې  نصيب کړې۔ دَ حضور پاک صلی الله عليه وسلم پهٔ معيت کښې مو يا الله خپل ديدار پاک نصيب کړې۔ اؤ يا الله چې کله تهٔ وفرمائے چې زهٔ تاسو نه راضی شوم بيا به نهٔ ناراضه کېږم ستاسو نه ، يا الله هغه خوش نصيبه خلقو کښې مونږه هم راولې۔ يا الله اعمال نامه راته پهٔ ښی لاس باندې راکړې۔ يا الله آخره خاتمه زمونږه ښهٔ کړې اؤ يا الله دَ مرګ دَ سختیٔ نه مو وساتې ، قبر دَ عذاب نه مو وساتې ۔ اے الله! دَ آخرت دَ رسواییٔ نه مو وساتې اؤ يا الله دَ جهنم دَ اور اؤ دَ لوګی نه مو وساتې ۔ يا الله! ته زمونږه دَ ټولو مل شې ۔

ربنا تقبل منا انک انت السميع العليم وتب علينا انک انت التواب الرحيم   

اللهم انا نسئلک من خیر ما سئلک منہ نبییک وحبیبک  محمد صلي الله عليه وسلم ونعوذبک من شر مااستعاذ منه عبدک ونبيک محمد صلي الله عليه وسلم  انت المستعان ولا حول ولا قوة الا بک 

سبحان ربک رب العزت عما يصفون۰ وسلام علي المرسلين والحمد لله رب العلمين برحمتک يا الرحم الراحمين


پوره دین څه دے (دویمه برخه) - د ښځو لپاره اصلاحي بیان