توبه

یہ بیان 26 فروری 2005 کے پشتو بیان سے لیا گیا ہے

حضرت شیخ سید شبیر احمد کاکاخیل صاحب دامت برکاتھم
خانقاہ رحمکاریہ امدادیہ راولپنڈی - مکان نمبر CB 1991/1 نزد مسجد امیر حمزہ ؓ گلی نمبر 4، اللہ آباد، ویسٹرج 3، راولپنڈی

په دې بیان کې د توبې پر اهمیت، فضیلت او سمې طریقې باندې خبرې شوي دي. د سورة آل عمران په رڼا کې ویل شوي چې کله له انسان څخه ګناه وشي، باېد سمدستي الله تعالیٰ رایاد کړي او په رښتینې پښېمانۍ سره بښنه وغواړي. بیان کوونکی د پیرانو یا نورو وسیلو له لارې د بښنې غوښتلو پر غلط تصور نه کوي بلکه په مستقیمه توګه الله ته پر رجوع کولو ټینګار کوي. د توبې لپاره درې شرطونه اړین دي: له ګناه لاس اخیستل، په خپل کړي عمل پښېماني، او د بیا نه کولو کلک عزم لرل. همدارنګه د حقوق الله (لکه قضا لمونځ) او حقوق العباد (د چا حق ورکول یا بښنه غوښتل) ترمنځه فرق هم بیان شوی دی. په پای کې، د مرګ د ناڅاپي راتګ له امله، په توبه کې د ځنډ نه کولو سخت تاکید شوی، ځکه الله تعالیٰ د خپل توبه کوونکي بنده په توبه ډېر زیات خوشحالیږي.


اَلْحَمْدُ ِﷲِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنِ۔اَلصَّلوٰۃُ وَ السَّلاَم ُ عَلیٰ خَاتَمَ النَّبِیینِ۔

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاﷲِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ بِسْمِ اﷲالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

﴿وَالَّذِیْنَ اِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً اَوْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللّٰهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوْبِهِمْ وَ مَنْ یَّغْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّا اللّٰهُ وَ لَمْ یُصِرُّوْا عَلٰی مَا فَعَلُوْا وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ﴾۱۳۵

اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ مَّغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَ نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ۱۳۶

قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ١ۙ فَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ۱۳۷

هٰذَا بَیَانٌ لِّلنَّاسِ وَ هُدًی وَّ مَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ۱۳۸

صدق الله العلی العظیم

وَ الَّذِیْنَ اِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً اَوْ ظَلَمُوْۤا اؤ هغه خلق چې کله کولاؤ ګناه وکړی یا څهٔ خراب کار وکړی اَوْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ دَ خپل حق باره کښې یعنې پهٔ خپل ځان باندې ظلم وکړی ذَكَرُوا اللّٰهَ نو هغوی الله پاک ياد کړی فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوْبِهِمْ اؤ بخښنه غواړی دَ خپلو ګناهونو وَ مَنْ یَّغْفِرُ الذُّنُوْبَ اؤ څوک دی چې هغه ګناه معاف کؤلو واله دے ، اِلَّا اللّٰهُ مګر الله پاک ، یعنی صرف الله تعالیٰ دے چې هغه ګناهونه معاف کوی ، وَ لَمْ یُصِرُّوْا عَلٰی مَا فَعَلُوْا وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ اؤ پهٔ خپلو ګناهونو باندې هغوی قائم نهٔ پاتې کیږی اؤ یعنی هغوی پهٔ دې باندې خبر دی ، اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ مَّغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ هم دغه خلق دی چې دَ هغوی دپاره بخښنه ده دَ خپل رب دَ طرف نه وَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ اؤ باغونه دی دَ هغې لاندې مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا١ؕ نهرونه بهیږی ، همېشه دپاره به دا خلق هغې کښې وی ، وَ نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَؕ اؤ څهٔ ښهٔ مزدوری ده دَ ښهٔ کار کولو والو دپاره ۔

صدق الله العلی العظیم و صدق رسوله النبی الکریم

عزتمندو مشرانو کشرانو، خویاندو، میاندو!

ما دَ سورۃ آل عمران څو آیتونه ستاسو پۀ مخکښې تلاوت کړل۔ پهٔ هغې کښې الله جل شانه دَ هغه خلقو دپاره یو ډېر لوے زیری ، مونږ ته راکړے دے کوم خلق چې پۀ خپل ځان ظلم وکړی يعنی څۀ ګناه داسې وکړی چې پۀ هغې باندې خپل رب ناراضه کړی ۔ (الله تعالیٰ دې مونږ دَ داسې اعمالو نه وساتی) ۔ کله چې هغوی څهٔ داسې کار وکړی اؤ دَ هغوی الله تعالیٰ سره تعلق جوړ وی نو دَ هغې تعلق پۀ وجه باندې هغوی ته الله تعالیٰ یاد شی ۔ چې الله تعالیٰ ورته یاد شی نو خود بخود دَ هغوی دې طرف ته فکر شی چې الله پاک راضی کؤل پکار دی.نو دَ خپلو ګناهونو بخښنه دَ الله نه مسلسل غوښتل شروع کړی۔ اؤ الله پاک چونکې ډېر غفور و رحیم دے الله پاک بخښنه ورکؤلو والہ دے بخښلو واله دے.اؤ الله تعالیٰ فرمائی وَ مَنْ یَّغْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّا اللّٰهُ۔ اؤ څوک دی چې هغوی دَ ګناهونو بخښنه ورکوی ، یو الله تعالیٰ دے۔ عیسایانو کښې دا مسئله نن سبا ډېره شوے ده۔ چې هغوی کله ګناهونه وکړی ، نو دَ هغوی دوه عقیدې دی ۔ یوه عقیده ېٔ دا ده چې هغوی وائی چې ټول خلق ګناهګاران پیدا کیږی اؤ عیسٰی عليه سلام راغلو اؤ خپل ځان (نعوذ بالله) ېٔ سولۍ ته ورسؤلو اؤ خپل ځان ېٔ قربانی کړو نو دا ټول ګناهونه پهٔ هغې باندې معاف شو ۔ اؤ بیا چې کله هغوی ګناه وکړی ، هغه ګناهونه کومو ته چې هغوی ګناه وائی ، بعضې ته خو هغوی ګناه هم نه وائی. بلکې کومو څيزونو ته چې هغوی ګناه وائی نو لاړ شی خپل پادری ته ټوله خبره رښتیا رښتیا وکړی ۔ هغه پادری ورباندې هم پرده واچوی بل چا ته نهٔ وائی اؤ بس فتویٰ ورکړی چې تهٔ چې کوم ئے نو معاف شوے۔ دا عقیده چې کوم دے دا ورته شیطان دا چل ښئيلې دے چې بهیٔ پادری چې کوم دے نو هغه بخښنه ورکؤلو والا دے ۔ نو دې دپاره چې کوم دے هغوی څهٔ خاص پروا نه ساتی۔ ځکه چې دا خبره ډېره آسانه دہ چې هر قسم ګناه کهٔ ېٔ وکړه نو لاړ به شی اؤ پادری ته به ووائی اؤ پادری به ېٔ معاف کړی ۔ اؤ دَ پادری پهٔ دې باندې څهٔ؟ ظاهره خبره ده چې هغهٔ ته پیسې ملاویږی پیسې اخلی اؤ دَ هغهٔ دَ چا پهٔ ګناه باندې څهٔ؟ هغهٔ څهٔ وکړل اؤ چا ته څهٔ نقصان ورسېدو یا څهٔ فائدہ ورسېده؟ دَ هغهٔ پهٔ دې کار نهٔ وی ۔ لهٰذا هغوی ورته هم سرټیفیکیټ ورکړی ۔ هم دغه څیز ته کهٔ تاسو وګوریٔ نو څهٔ لږ ډېر مسلمانانو کښې هم راغلے دے ۔ یو خو ېٔ دَ شفاعت concept ډېر غلط اخستې دے چې مونږ به هر څهٔ کوؤ اؤ حضورﷺ به زمونږ شفاعت کوی اؤ زمونږ به سفارش کوی اؤ دویم دا کار دے چې کله ګناه وکړی نو دَ هغوی دا خیال وی چې بس خپل پیران ېٔ ساتلې وی اؤ خپل لیډران چې دَ هغوی کوم دغه وی نو بس هغوی ته لاړ شی اؤ دَ هغوی پهٔ ښپو کښې ورغړی را ورغړی اؤ بس هغوی ورته زیرې ورکړی چې بس ټيک ده ستاسو نه هر څهٔ ختم شو۔ نو دا خبرې بالکل هم تقریبًا هغه شان دَ عیسایانو خبرې دی چې هغوی به پهٔ کومو طریقه باندې کول نو دا طریقې اوس پهٔ مسلمانانو کښې هم راغلی دی ۔ حالانکې دا خبره ډېره زیاته غلطه خبره ده ۔ یو خو دا خبره چې الله تعالیٰ پهٔ خپل در باندې دربان نهٔ دے ودرؤلے ۔ الله جل شانه پهٔ خپله باندې قادرې مطلق دے اؤ دَ هر څهٔ نه خبر دے اؤ څوک هم کهٔ دَ الله تعالیٰ نه معافی غواړی نو هغې دپاره نهٔ څهٔ خاص ځائې ته تلل دی اؤ نهٔ چې کوم دے څهٔ خاص دغه کول دی یعنی بس دا کار دے چې هغه طریقه کول پکار دی چې هغې باندې الله تعالیٰ ډېر خوشحالیږی هغه څهٔ دی؟ مثلاً دوه رکعته صلاة توبه دې وکړی ۔ چې دوه رکعته صلاة التوبه ېٔ وکړل نو دَ هغې نه پس دې الله پاک نه بخښنه وغواړی ډېر دے ډېر زیات دې وژاړی چې ”الله پاکه ما ډېر غلط کار کړے دے الله پاک تهٔ بخښنو والا ئے تهٔ زما دا ګناه معاف کړه“ نو الله تعالیٰ به دَ هغهٔ هغه ګناه معاف کړی ۔ خو دَ ګناه معاف کؤلو دوه څیزونه چې کوم دی هغه ډېر زیات یاد ساتل پکار دی ۔ دَ ګناهونو دوه قسمونه دی یو هغه ګناهونه دی چې کوم دَ حقوق الله سره تعلق لری یعنی الله جل شانه هغه څیز پهٔ خلقو باندې مقرر کړے دے اؤ الله تعالیٰ ته دَ هغې پته لګی اؤ بل چا سره دَ هغې هېڅ تعلق نشته لکه زمونږ نمونځ شو ، زمونږ روژه شوه اؤ زمونږه زکوٰة شو زمونږه حج شو دغه شان کوم دے کوم څیزونه چې الله تعالیٰ پهٔ مونږ باندې لازم کړی دی پهٔ خپل حکم باندې دَ خپل ځان دپاره ، هغه چې کوم دے کهٔ هغې کښې چا نه څهٔ غلطې وشی نو دَ هغې تلافی به څنګه کیږی ۔ نو پهٔ هغې کښې بیا دا خبره ده چې هغې هم دوه خبرې دی ۔ یو دا چې دَ هغې قضا وی مثلاً دَ هغې به توبه هم وباسی اؤ قضا به ېٔ هم کوی مثلاً نموځونه چا نه قضا شو نو اول به هغه توبه وباسی پهٔ هغه ګناهونو باندې چې کوم ګناهونو باندې دَ نمونځونه نه پاتې کیږی نو پهٔ هغې به توبه کوی اؤ بيا دپاره به دَ هغې خيال ساتي نو کله چې چا توبه وویسته دَ زړهٔ دَ اخلاصه نو الله جل شانه پهٔ دې ډېر زپات خوشحالیږی اؤ دا زمونږ دپاره دَ ډېرې خوشحالیٔ خبره ده چې دَ دغې خلقو به توبه باندې الله پاک دا دومره ډېر اجر بیان کړے دے ځکه فرمائی اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ مَّغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ دا خلق دی چې دَ هغې جزا چې کوم دے دَ هغې انعام چې کوم دے هغه بخشش دے دَ هغوی دَ رب دَ طرف نه ، وَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ اؤ جنتونه به ورته ملاویږی اؤ هغې لاندې به نهرونه وی خٰلِدِیْنَ فِیْهَا اؤ همېشه دپاره به دا خلق پهٔ هغې کښې وی وَ نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَؕ اؤ څهٔ ښهٔ اجر دے دَ ښهٔ کار کولو والو دپاره ۔ نو الله جل شانه به نهٔ صرف دَ دوی ګناه به معاف کړی بلکې الله جل شانه به ورته جنتونه ورکړی اؤ الله پاک به ډېر زیات انعامونه ورکړی هلته کښې ، نو پهٔ دې باندې الله پاک ډېر زیات خوشحالیږی ۔ الله جل شانه پهٔ خپلو بندیانو باندې ډېر زیات مهربانه دے ۔ تاسو به چرته کتلې وی چې کله مور دَ چا نه خفه شی نو اکثر مونږ دا وینو چې ، اګرچې پهٔ ضد کښې راشی نو خبرې خو کوی لېکن پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دا وی چې څوک ېٔ راولی ما ته اؤ مطلب دا چې ما نه معافی وغواړی اؤ زهٔ ېٔ معاف کړم ځکه چې مینه خو ېٔ ورسره وی نو پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دا وی چې څوک ېٔ راولی البته پهٔ خُلهٔ باندې ېٔ نه وائی ، بعضې وخت ېٔ پهٔ خلهٔ وائی اؤ بعضې وخت ېٔ پهٔ خلهٔ نهٔ وائی ۔ نو چې کله ېٔ راولی نو دَ زړهٔ خبره وکړی اؤ معاف ېٔ کړی اؤ هغې کس نه هم ډېره خوشحاله شی چا چې راوستی وی نو ظاهره خبره ده چې پهٔ دې خو ډېره خوشحالی وکړی ۔ نو الله جل شانه چې کوم دے دَ اویا (۷۰) میاندو نه زیات محبت لری دَ خلقو سره ۔ لهٰذا الله تعالیٰ خو به پهٔ دې باندې ډېر خوشحالیږی چې کله څوک الله سره ملاؤ کړې اؤ معافی وغواړې دَ الله تعالیٰ نه اؤ توبه وباسی نو دَ هغه کس نه هم ډېر خوشحاله شی چا چې راوستی وی اؤ هغې کس ته هم معافی ورکړی چې توبه وباسی ۔ بلکې الله تعالیٰ پهٔ هغوی باندې فخر کوی لکه څنګه چې مونږه پهٔ چا باندې فخر کوؤ دغسې الله تعالیٰ پهٔ هغې کس فخر کوی چې ګوره دې کس ته دا پته ده چې څوک شته چې هغه معاف کؤل کوی دې پهٔ دې وجه چې کوم دے نو ما نه بخښنه غواړی اؤ حدیث شریف کښې یو مثال راغلے دے چې حضور پاکﷺ فرمائیلی دی چې کله چې ، مثلاً یو کس دے هغه پهٔ صحرا کښې روان دے ورسره یو اوښ دے اؤ پهٔ اوښ باندې ډېر سامان پروت دے ډک دے دَ سامان نه پهٔ هغې اوبهٔ هم دی پهٔ هغې کښې خوراک هم دے اؤ دا اوښ دَ دهٔ نه ورک شو ۔ دا اوښ چې دَ دهٔ نه ورک شو نو دا داسې لاړهٔ چې ، صحرا کښې چې چا نه څهٔ ورک شی یا لار چا نه ورکه شی نو بیا هغه بس دَ مرګ برابر وی ځکه چې هغې نه وتل ډېر ګران کار دے ۔ نو دا کس پهٔ منډه منډه تلو خو هغه اوښ ېٔ ونه موندو ۔ اخر چې کوم دے دې ستړې شو اؤ مایوس شو اؤ دَ مرګ پهٔ تیاریٔ باندې دې چرته کښېناستو نو پهٔ دې کښې ورله خوب ورغلو نو چې دې راپاسېدو نو وېٔ کتل چې هغه اوښ پهٔ خپل ځائې باندې ولاړ دے اؤ ورباندې سامان هم پروت دے نو ډېر زیات خوشحاله شو اؤ وئیل ېٔ دا غوښتل چې یا الله تهٔ زما رب ئے اؤ زهٔ ستا بنده یم نو دَ ډېرې خوشحالیٔ نه ېٔ دَ خلې نه دا ووتل چې یا الله زهٔ ستا رب یم اؤ تهٔ زما بنده ئے ۔ نو دَ دې نه دا پته لګی چې الله جل شانه پهٔ توبه باندې ډېر خوشحالیږی نو څوک هم چې توبه کول غواړی نو پهٔ دې کښې سستی نه دی کول پکار ځکه چې دَ مرګ څهٔ پته نه لګی ۔ کهٔ دوه کسان وی دَ شپیتو کالو وی اؤ یو کس نن توبه وویسته اؤ پهٔ سبا مړ شو اؤ بل چې کوم دے توبه ونه ویسته ۔ یو سره به دَ شپیتو کالو حساب کیږی اؤ بل سره به دَ یو ورځې حساب کیږی یو ورځې حساب کیږی ۔ څومره فرق راغلو؟ پهٔ دې وجه باندې کوشش کول پکار دی چې بنده توبه ژر تر ژره وباسی اؤ پهٔ دې کښې یو خبره دا هم کتل پکار دی چې عمومی طور باندې دَ توبې درے شرطونه دی یو دا چې کوم کار چې ګناه ترېنه شوی وی هغه به غلط ګڼی ، دویم دا چې دَ هغې نه ودریږی منع به شی ، اؤ دریم دا چې دَ نهٔ کؤلو عزم به ېٔ کوی ۔ بیا به دا کتلې شی چې آیا دا ګناه دَ حقوق الله نه ده کهٔ حقوق العباد نه ده ۔ کهٔ حقوق الله نه وی نو کهٔ قضا وی نو قضا به کوی اؤ کهٔ قضا نهٔ وی نو دغه شان به ېٔ الله معاف کړی ۔ اؤ کهٔ نه حقوق العباد سره تعلق لری نو دَ چا چې ورباندې حق وی هغه حق به هغهٔ ته رسیٔ کهٔ هغهٔ معاف کړو نو خیر دے اؤ یا دې هغهٔ ته حق ورسیٔ نو بیا به ېٔ الله پاک هم معاف کړی ۔ دې وجه باندې پهٔ توبه کښې خو سستی بالکل نهٔ دی کول پکار ځکه چې دَ مرګ خو څهٔ پته نهٔ لګی۔ الله تعالیٰ دې مونږ ته توبې توفیق راکړی الله جل شانه دې مونږ ټول دَ ګناهونو نه بچ کړی ځکه چې دَ ګناهونو مثال چې کوم دے نو هغه دَ اور دے ۔ دې کهٔ بنده پرېوتو نو کهٔ دَ راوتو طاقت ورته ملاؤ شو نو ښه ده ګنی بیا خو سوزېدل دی ۔ الله پاک دې مونږ ټول دَ جهنم دَ اور نه بچ کړی ۔

وما علینا الا البلاغ


توبه - د ښځو لپاره اصلاحي بیان