پوره دين څهٔ دے۔(اوله برخه)

یہ بیان 2 اپریل 2005 کے پشتو بیان سے لیا گیا ہے

حضرت شیخ سید شبیر احمد کاکاخیل صاحب دامت برکاتھم
خانقاہ رحمکاریہ امدادیہ راولپنڈی - مکان نمبر CB 1991/1 نزد مسجد امیر حمزہ ؓ گلی نمبر 4، اللہ آباد، ویسٹرج 3، راولپنڈی

الله تعالي د انسانيت د هدايت دپاره دوه عظيمي سلسلي راليږلي دي، يوه د انبيايی کرامو سلسله ده او بله د اسماني کتابونو سلسله ده، اس ظاهره خبره ده چي په دين باندي چليدو دپاره د علم او په دي باندي د عمل کولو ضرورت دے، په دين باندي عمل کولو کي رکاوټ نفس دے نو پکارده چي د نفس اصلاح دي اوکړے شي،دين کي اول عبادات دي بيا معاملات دي او بيا معاشرت او اخلاقيات دي په دي بيان کښي د عباداتو ،معاملاتو او بيا د معاشرت په او باره کښي په معاشرت کي خصوصا د خزي او د خاوند چه په يو بل باندي څه څه ذمه دارياني دي،په هغه ذمه دارو باندي زورنه ورکړي شي ده، نو پکار ده چي خزي او سړي دي خپلي خپلي ذمه دارياني اوپيجني او په هغي دي عمل اوکړے شي ، الله تعالي به هم راضي شي ،کور او معاشره به هم اباده اوساتلے شي۔


الحمد لله رب العلمين الصلاة والسلام علي خاتم النبېٔن اما بعد فاعوذبالله من الشیطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

واطيعوا الله واطيعوا الرسول صدق الله العلي العظيم۔

عزتمندو ،مياندو ،خوياندو،مشرانو ،کشرانو !

ستاسو پهٔ مخکښې ما دَ يو آيت کريمه وړه غوندې ټوکړه تلاوت کړه۔ لېکن پهٔ هغې کښې دَ علم سمندر دے۔ الله جل شانهُ فرمائی چې تاسو زما اطاعت کویٔ اؤ دَ حضور صلی الله عليه وسلم اطاعت کویٔ ۔ الله جل شانه زمونږ هدايت دپاره دوه عظيمې سلسلې شورو کړی دی۔ يوه سلسله دَ انبياؤ کرامو ده۔ هغه دَ آدم عليه السلام نه واخله اؤ تر دَ حضور صلی الله عليه وسلم پورې دا سلسه جاری وه اؤ بله سلسله دَ الله پاک دَ کتابونو ده۔ چې هغه پهٔ قرآن پاک باندې ختمه شوه۔ الله جل شانه ډېر مهربان دے اؤ غواړی چې دَ هغهٔ مخلوق انسان هغه پهٔ هدايت باندې روان شی۔ اؤ چې څهٔ دَ هغهٔ دپاره مفيد وی هغه څيز هغه واخلی ۔ مونږه هم دا غواړو چې مونږه دې ښهٔ څيزونه حاصل کړو اؤ خرابو څيزونو نه دې ځان بچ کړو ۔ لېکن پهٔ دې کښې مسئله دا وی چې داسې مونږ ته دَ ښهٔ څيز پته بروقت ونه لګی يعنې دَ علم کمے وی اؤ يا هغه علم باندې دَ عمل کؤلو طاقت مونږه نهٔ لرو۔ ځکه چې هغې دپاره رکاوټ وی۔ يعنی زمونږه نفس هغه څيز نهٔ منی، دَ نفس مثال لکهٔ دَ ځناور دے ۔ ځناور ډېر مفید شے دے کهٔ پهٔ ښهٔ طريقه سره هغهٔ ته تربيت ورکړې شی نو ډېر کارونه پهٔ دې ځناور باندې مونږه کوؤ۔ لېکن کهٔ دَ هغهٔ پهٔٔ طريقې سره کهٔ تربيت ونه شو نو هم دغه ځناور پهٔ خپل مالک باندې ظلم وکړی۔ دغې حساب سره زمونږ دا نفس چې کوم دے کهٔ دَ دې تربيت وشو نو دا زمونږ دپاره ډېره ښه سورلی ده ۔ اؤ پهٔ دې باندې مونږه ډېر کارونه کؤلے شو ۔ لېکن کهٔ تربيت ېٔ ونه شو نو دغه نفس مونږه تباه کؤلے شی ۔ دَ دې دپاره د نفس تربيت پکار وی ځکه چې کهٔ مونږ دَ نفس تربيت ونه کړو نو باوجود دَ علم نه به مونږه ګمراهان شو۔ شېطان ډېر لوئے عالم وهٔ۔ دا يهوديان چې کوم دی دا هم کافی عالمان وو۔اوس هم پهٔ عيسايانو کښې چې کوم دَ دوی عالمان دی هغوی پهٔ هرڅهٔ باندې پوهيږی۔لېکن وجه څهٔ ده؟ وجه صرف دَ هغوی دنياوی څيزونو سره د محبت پهٔ وجه باندې دَ آخرت څيزونه هغوی پریښې دی اؤ هغه لږو ورځو ژوندون باندې ئې قناعت کړے دے۔ يو بادشاه پهٔ محل کښې يو بزرګ ورننه وتو۔ اؤ هغهٔ ته ېٔ ووې السلام عليکم يا ايها الزاهد ۔ يعنی پهٔ تا باندې دې سلام وی اے زاهده! هغه بادشاه ورته ووې چې تا ماته زاهد ووې دا دې څنګه ووې؟ زهٔ خو زاهد نهٔ يمه۔ځکه چې پهٔ عرف عام کښې زاهد هغه چاته وئيلې شی چا چې دنيا پریښې وی۔ هغه بزرګ هغه بادشاه ته ووې چې دَ زاهد څهٔ تعريف دے؟ هغه باشاه ورته ووې چې پهٔ لږه باندې ګوزاره کوی۔وې ښه دا راته ووايه چې دَ دنيا دا نعمتونه زيات دی کهٔ د آخرت؟ هغه بادشاه پوه شو وائی دَ آخرت۔وائی ښه تا پهٔ لږه باندې قناعت کړے دے کهٔ ډېر طرف ته چې کوم دے روان ئے؟ هغه بادشاه پوه شو پهٔ خبره باندې اؤ سوچ ېٔ ورته وکړو چې دا خو تا ډېره وچته خبره وکړه ۔ دغې حساب سره زموږه کار دے کهٔ مونږه دَ نفس تربيت ونهٔ کړو نو مونږه چې کوم فوراً څيز وی هغه به واخلو لېکن دَ هغې نه پس چې هغه لوئے نقصان ورسره راروان وی پهٔ هغې باندې به مو نظرنهٔ وی اؤ کهٔ دا فوری څيز مونږه لږ مؤخر کړو اؤ وروستو ورپسې ډېر خير راروان دے نو هغه خير ته زمونږ خيال نهٔ وی ۔ دغه قصه الله تعالیٰ پهٔ قرآن کښې هم کړے ده ۔ ” کلا بل تحبون العاجلة وتزرون الاخرة “۔ هرګز نه مګر تاسو چې کوم فوری څيز دے پهٔ هغې باندې تاسو ځان مړ کویٔ اؤ کوم چې وروستو راروان دے هغه پرېږدیٔ۔دا خبره هم دې ته ځی۔ لهٰذا کهٔ پهٔ دې نفس باندې مونږه محنت ونهٔ کړو اؤ دَ دې تربيت مو ونهٔ کړو نو دا به هم مونږ ته دغه شان کارونه ګوری اؤ مونږه به باوجود دَ دې چې راسره به علم وی ګمراهان کيږو به۔ لهٰذا دَ دوؤ څيزونو ضرورت دے۔ يو دَ علم نافع ضرورت دے يعنی هغه علم چې کوم فائده رسیٔ اؤ يو دَ قلب سليم ضرورت دے يعنې هغه زړهٔ چې هغه پهٔ صحيح څيز باندې مطمئن کيږی۔ يعنې يو دا دننه والا رڼا ده اؤ يو بهر والا رڼا ده چې دا دوړه رڼاګانې چې يوځائې شی نو انسان ښهٔ اؤ بد وپېژنی۔

دا دومره لوئے تمهيد ما دَ دې دپاره استعمال کړو چې زهٔ پهٔ کومې څيز باندې اوس خبرې کؤلو کوشش کول دا وخت غواړمه هغه هم دغسې مضمون دے۔ چې پهٔ هغې کښې هر يو کس ځان پهٔ حقه کڼی۔حالانکې حق هغه دے چې الله تعالیٰ ورته حق وئیلې وی۔حق هغه دے چې حضور صلی الله عليه وآله وسلم هغه حق منلې دے ۔ لهٰذا مونږ ته خپل خپل ځان ، مطلب پهٔ دې باندې پوهؤل غواړی چې کوم څيز قرآن اؤ حديث بيان کړے دے هغه صحيح دے اؤ کوم څيز نه دے هغه غلط دے ۔دا لوئے مضمون دے۔ مونږ به پهٔ دې باندې يقين وساتو اول چې الله تعاليٰ کومه خبره کړے ده، حضور صلی الله عليه واله وسلم کومه خبره کړے ده هغه خو صحيح ده اؤ زما دا خبره چې کومه ده دا غلطه ده۔ ځکه چې زما دا خبره زما دَ نفس پهٔ وجه باندې مطلب دا غلطه کېدے شی ځکه چې زما نفس چې کوم دے هغه دَ ماشوم مثال دے۔ ماشوم چې څنګه هغهٔ سره چې ډېر قيمتی شے وی اؤ يو بل کس ورته يو ټافی ورکړی نو هغه قيمتی څيز به هغه ماشوم پرېږدی او ټافی به واخلی ځکه چې هغهٔ ته دَ ټافۍ قيمت معلوم دے چې دا فوراً پهٔ خولهٔ کښې خوږوالې پيدا کوی اؤ دا قيمتی څيز قيمت هغهٔ ته نهٔ دے معلوم چې هغه وروستو ډېر زيات پکاریږی چې پهٔ هغې باندې پهٔ قسمونو ټافيانې راتلې شی۔ نو دغه حساب سره زمونږ دا خوهشات چې کوم دی دا يو طرف ته دی اؤ دَ الله تعاليٰ حکم بل طرف ته دے ۔ نو مونږ به دا خپل خوهشات دَ الله دَ حکم تابع کوؤ۔دغې ته دين وئیلې شی۔دَ اسلام مطلب څهٔ دے؟ دَ اسلام مطلب دا دے چې خپل خواهشات دَ الله تعاليٰ حکم ته ټيټؤل ، دَ الله تعاليٰ حکم مخکښې دَ هغې نهٔ منل۔ دا چې کوم دے دا اسلام دے دغه دين دے۔

کله چې انسان پهٔ اسلام کښې داخل شی اؤ ايمان راوړی نو پهٔ هغهٔ باندې دَ اسلام ټولې تقاضې فرض شی۔ هغه به بيا هغه کوی۔ لکهٔ نمونځ ورباندې فرض شو، روژه ورباندې فرض شوه، زکوٰة ورباندې فرض شو، کهٔ مال ورسره وی اؤ حج ورباندې فرض شو کهٔ مال ورسره دَ هغې برابر وی۔ دې ته عبادات وئیلې شی۔ دَ دې نه علاوه معاملات هم ورباندې لازم شی اؤ معاملات دا دی چې الله تعالیٰ زمونږ دپاره دَ ورکړې راکړې ټولې طریقې راستولې دی پهٔ دې طریقې باندې کؤلے شو اؤ پهٔ دې طريقه باندې نه شو کؤلے۔ هر يو څيز ېٔ مونږ ته ښودلې دے۔ لهٰذا هغه هم پهٔ مونږ باندې لازم شو۔ پهٔ هغه طريقه باندې کوؤ به ېٔ۔ دغه شان الله جل شانه مونږ ته دَ معاشرت يعنی خپلو کورونو کښې يا پهٔ محلّو کښې وسېدل يا بازارونه والا معاملات۔دې ټولو څيزونو کښې مونږ ته الله تعالیٰ خپل دين راستولے دے۔ هغه طريقه باندې به مونږ ژوند تېروؤ اؤ دې نه علاوه طريقه باندې به ژوند نهٔ تېروؤ۔ کوم قسم کپړے اغوستل پکار دی، کوم قسم مطلب دا دے چې پهٔ کور کښې پهٔ کومې طريقه وسېدل پکار دی۔ اؤ دغه شان پهٔ بازار کښې چې دا څومره طریقې دی اؤ مطلب دا دے دَ يو بل سره دَ ملاوېدو څهٔ طریقې دی، دې ته معاشرت وائی۔ نو پهٔ دې وجه باندې هغه خبرې چې کومې غټې غټې دی اؤ پهٔ هغې باندې زمونږه ټول ژوند تېريږی دَ هغې زده کؤل ضروری دی۔

دَ ښځو دپاره ټولو کښې وچت څيز چې کوم دے هغه دا دے چې خپل کور سمبال کړی۔نورڅيزونه دَ هغې نه وروستو دی۔دا خپل کور سمبالؤل هغې دپاره ټولو کښې اول کار دے۔ دا دومره وچت څيز دے ۔ چې دپاره الله پاک پهٔ دې باندې جهاد ، پهٔ دې باندې دَ جمع نمونځ دَ جماعت والا اؤ دغه شان نور غټ غټ کارونه ورباندې الله تعالیٰ وروستو کړی دی اؤ دا ېٔ ورته وئیلی دی چې دا قرب چې کوم دے دا وکړه۔لهٰذا خپل کور سمبالؤل چې کوم دے دا دَ ښځې دپاره ډېر لوئے کار دے۔

الله جل شانه دَ دې ژوند دَ تېرؤلو دپاره مسلمانانو ته ډېر ښکلې دين ورکړے دے چې پهٔ دې کښې دَ سړیو خپلې ډيوټيانې دی اؤ دَ ښځو خپلې ډيوټيانې دی۔سړی کهٔ ځان سړی ومنی اؤ دَ سړیو ډيوټيانې هغوی راواخلی اؤ ښځې ځان ښځې ومنی اؤ دَ ښځو کار شورو کړی، نو دا ژوند به ډېر ښائسته شی۔ کهٔ چرې سړی دَ ښځو کارونه شورو کړی اؤ ښځې دَ سړیو کارونه شورو کړی نو دا ژوند به ډېر مصيبت شی۔ ډېره غټه خبره ده لېکن دا دَ خلقو پهٔ سمجھ کښې نهٔ راځی۔ دا خبره پهٔ سمجھ کښې دَ خلقو راځی چې زمونږه څپلۍ چې کومې دی پهٔ هغې کښې دَ ښیٔ څپلۍ دی اؤ دَ ګسې څپلۍ دی ۔ چې ښیٔ مونږ پهٔ ګسه کښې واچوؤ اؤ ګسه مونږ پهٔ ښیٔ کښې واچوؤ نو څنګه دا څپليانې به مونږه پهٔ صحيح طريقه باندې استعمال کړې شو۔ پهٔٔ صيحيح طريقه باندې به نهٔ شو استعمالؤلے۔ دَ هغې وجه دا ده چې زمونږه ښپې به دَ هغې خلاف بغاوت وکړ چې دا څنګه چل دے۔ دَ دې مطلب دا دے چې دَ ښیٔ دپاره چې کومه څپلۍ جوړه شوے ده هغه دَ ښیٔ دپاره ښهٔ ده اؤ چې دَ ګسې دپاره چې کومه څپلۍ جوړه شوے ده هغه دَ ګسې دپاره ښهٔ ده ۔ پهٔ دې کښې فرق نشته۔ دغه حساب سره ښځو ته چې کوم کار حواله کړے الله پاک هغه دَ ښځو دپاره ښهٔ دے اؤ کوم چې سړیو دپاره حواله کړے دے هغه دَ سړیو دپاره ښهٔ دے ۔ نن سبا دَ شیطان کار شورو شوے دے ۔ شیطان محنت کوی پهٔٔ انسان باندې چې هغه دَ خپل خدائې نه روګردانه کړی اؤ ښځو ته پهٔ غوږ کښې دا قيصه ورکوی چې بوائے کټ وېښتهٔ ساتل اؤ دَ ګيټو نه وچت پرتوګ مطلب جوړؤل، اؤ دغه شان دَ لوپټې سره مذاق ورته شورو کړے دے اؤ بعضې ځايونو کښې بالکل لوپټه ختمه شوے ده اؤ دا ټول څيزونه چې کوم دی دا دَ شیطان هغه ايجنډه شورو کؤلو والا څيزونه دی۔ اؤ دَ سړیو دپاره ېٔ دا وئیلی دی چې ګورې تهٔ ږيره ونهٔ ساتې اؤ دغه شان چې کوم دے نو مطلب دَ ګيټو نه لاندې پرتوګ پکار دے۔ حالانکې کهٔ دا لاندې ښهٔ دے نو پکار ده چې ښځو هم لاندې کؤلے اؤ چې بره ښهٔ دے نو پکار ده چې سړیو هم داسې کولے ليکن سړیو ته يو څهٔ وائی اؤ ښځو ته بل څهٔ وائی۔ دې مطلب دا شو چې شیطان پهٔ مونږ کښې تصرف کوی اصل څيز چې کوم دے هغه يو څيز دے ليکن شيطان پهٔ مونږ کښې دا تصرف کوی۔ دغه حساب سره مونږ ته پکار دی چې مونږ خپلې ډيوټيانې وپيژنو اؤ دَ يوبل حقوق وپيژنو۔ دَ سړیو چې کم حق دے پکار ده چې هغه ښځې وپيژنی ،اؤ دَ ښځو چې کوم حقوق دی پکار ده چې سړی وپيژنی۔نن سبا مسئله دا ده چې سړیو ته دَ ښځو حقوق نهٔ دی معلوم خپل حقوق ورته معلوم دی اؤ ښځو ته دَ سړیو حقوق نهٔ دی معلوم خپل حقوق ورته معلوم دی۔دَدې نه خو جګړه جوړيږی۔دَ اسلام طريقه دا ده چې غريب ته وائی چې خبردار دَ مالدار پهٔ جيب باندې نظر ونهٔ ساتې دا اشرافِ نفس دے اؤ سوال حرام دے۔ غريب ته خو دا وائی۔ اؤ مالدار ته دا وائی چې ستا نه يو کس څنګه پهٔ پړوس کښې وږې ودهٔ شو اؤ تهٔ هغهٔ پسې پخپله ولې لانړې ۔ تا دَ هغهٔ ضروريات پخپله باندې ولې معلوم نهٔ کړل۔مالدار ته وائی چې تهٔ به خپل مال غريب ته ورکوې پهٔ دې به درنه الله راضی کيږی اؤ غريب ته وائی چې پهٔ دې به درنه راضی کېږم چې ګورې مالدار نه ونهٔ غواړې۔ پهٔ مالدار به نظر نه ساتې ۔ پهٔ ما به نظر ساتې۔هں دغه حساب دے۔ پهٔ دغه حساب کښې الله جل شانه ښځو ته دا وئیلی دی چې تاسو به دَ سړیو حقوق پوره کویٔ۔خپلو حقوقو ته به نهٔ ګوریٔ اؤ سړیو ته ېٔ وئیلی دی چې تاسو به خپلو حقوقو ته نهٔ ګوریٔ تاسو به دَ ښځو حقوق پوره کویٔ۔ نو چې دواړه دَ يو بل حقوق پوره کوی نو دواړه کاره وشو کنه۔ ځکه دَ سړیو چې کوم حقوق دی هغه دَ ښځو فرائض دی۔ چې کوم دَ ښځو حقوق دی هغه دَ سړیو فرائض دی۔ دې لحاظ سره دواړه خپل فرائض هم پوره کوی اؤ دَ دواړو حقوق به هم پوره شی۔ دې لحاظ سره دا کتاب چونکې دَ زنانو دپاره ليکلې شوے دے دا کتاب چونکې دَ زنانو دپاره ليکلې شوے دے۔ بهشتی زيور(پښتو کښې ددې کتاب نوم جنتي کالے دے)۔لهٰذا پهٔ دې کښې حضرت تهانوی رحمة الله عليه هغه څيزونه بيان کړی دی کوم چې ښځو ته يعنې کتل پکار دی۔ دَ سړیو دپاره ېٔ جدا حصه جوړه کړے ده اؤ نور کتابونه ېٔ ورته ليکلی دی۔ مطلب دا دے چې سړی به هغه کتابونه ګوری اؤ ښځې به دا کتاب ګوری۔ شیطان به دا هم تاسو ته وائی چې مولانا تهانوی رحمة الله عليه سړے وهٔ اؤ دَ ښځو حقوق ېٔ نهٔ دی ليکلی اؤ دَ سړیو دپاره چې کوم دے نو هغه ېٔ ليکلی دی۔ دا خو دَ شیطان وسوسه ده۔ ځکه چې دا کتابونه شته کنه سړیو ته ېٔ ليکلی دی۔ هغه چې کوم دے نو هغه تاسو کتے شیٔ۔ليکن پهٔ هغه مسائلو به تاسو خپل وخت ضائع کویٔ ځکه چې هغه ستاسو کار نهٔ دے۔ هغه مونږ ته کتل پکار دی ۔ هغه چې کوم دے نو هغه کتابونه شته نو هغه مونږ ته کتل پکار دی اؤ مونږ دَ سړیو پهٔ مجلس کښې هم دغه خبره کوؤ چې تاسو ته پکار دی چې تاسو دَ ښځو حقوق زده کړیٔ اؤ دَ ښځو حقوق پوره کویٔ۔ خو دَ ښځو پهٔ مجلس کښې مونږ کله خبره کوؤ نو هغې کښې مونږ دا خبره کوؤ چې تاسو دَ سړیو حقوق زده کړیٔ اؤ ځکه چې ستاسو کورونه پهٔ دې باندې جوړيږی۔تاسو سوچ وکړیٔ چې پهٔ کور کښې کله دَ سړی اؤ دَ ښځې اختلاف راشی دَ هغه ژوند نه عذاب جوړ شی، جهنم جوړ شی۔ ځکه چې پهٔ کور کښې چې سړے راشی اؤ ښځه ورسره مخالف وی نو دَ هغهٔ دَ آرام هغه کوم وخت چې کوم دے هغه خو ټول تباه شو۔ هر څهٔ دَ هغهٔ ختم شو اؤ کهٔ سړے دَ ښځې سره ټيک نهٔ وی نو دَ ښځې ژوند تباه شو۔ دَ هغې وجه دا ده چې دا پهٔ خپله باندې به تر کومې پورې منډه وهی۔ ډېر څيزونه داسې وی چې هغه صرف سړی کؤلے شی۔ لهٰذا دا به پهٔ دې کښې ډېره پريشانی وی۔ دَ دې مطلب دا دے چې دواړه طرف ته به ډېره پريشانی وی اؤ کهٔ دَ دې نتيجه خدائې دې نه کړی هغه راووته کومه چې شیطان راوستل غواړی نو دَ ښځې دَ سړی پهٔ مينځ کښې جدائی هغه بيا ډېر لوئے مسائل دی۔ دَ سړیو دپاره هم اؤ دَ ښځو دپاره هم اؤ زيات نه زيات دَ اولاد دپاره چې اولاد غريبانان پهٔ مفتو کښې چې کوم دے نو سزا خوری۔ لهٰذا کوشش کؤل پکار دی چې مونږ دَ شريعت احکامات ډېر پهٔ ښه طريقې سره زده کړو اؤ پهٔ هغې باندې دَ عمل کؤلو کوشش کوؤ۔ دَ سړی فرمانبرداری چې کوم ده دا پهٔ ښځه باندې واجب ده۔ اؤ پهٔ حديث شريف کښې دَ دې دومره تاکيد راغلے دے چې حضور صلي الله عليه وآله وسلم ارشاد وفرمائيل کهٔ ما يو انسان ته دَ سجدې کؤلو حکم ورکؤلے نو ما به ښځې ته دا حکم ورکړے وهٔ چې خپل خاوند ته دې سجده وکړی۔ دَ دې مطلب څهٔ شو؟ دَ دې مطلب دا شو چې دَ الله نه پس دَ ښځې دپاره پهٔ دې ژوند کښې بهترين ژوند دے چې دا به دَ خاوند دَ خوشحالیٔ کوشش کوی۔ دَ جائزې خوشحالیٔ دَ ناجائزې نه۔ دَ جائزې خوشحالیٔ کوشش به کوی چې دې ورنه خوشحاله وی نو الله تعالیٰ به ورنه پهٔ هغې خوشحاله وی ۔ اوس چې زمونږ پهٔ مذهب کښې دَ الله نه علاوه بل چاته سجده حرامه ده۔ لهٰذا دَ دې اجازت حضور صلی الله عليه وآله وسلم ورنهٔ کړو۔ لېکن دَ دې نه دومره پته خو دا ولګېده چې دَ سړی حق څومره دے ۔ اؤ کومه ښځه چې دَ سړی حق نهٔ اداء کوی نافرمانه وی اؤ سړے ترېنه ناراضه وی۔ هغه ښځه دَ الله تعاليٰ دَ رحمت نه لرې وی۔ تر دې پورې چې هغه سړے دَ هغې نه راضی شی۔ کهٔ يوه ښځه دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم باندې عمل کوی مثلّا صدقه کوی اؤ سړے ورنه پهٔ دې وجه ناراضه وی نو داحکم دې نهٔ منی ځکه چې حضور پاک صلی الله عليه وآله وسلم فرمائیلی دی ”لاطاعة لمخلوق فی معصيت الخالق“ دَ مخلوق هغه اطاعت پهٔ کوم چې الله ناراضه کيږی جائز نهٔ دے ۔ دا دَدې دپاره صرف يو مسئله تاسو ته بيان کړې شوه باقی پهٔ دې باندې پوهېدل پکار دی۔ ظاهره خبره ده چې دې دپاره پوره علم زده کؤل پکار دی۔چې ښځې ته دا پته وی چې سړے زما نه دا کومه مطالبه کوی دا جائزه ده اؤ کهٔ جائزه نهٔ ده۔کهٔ جائزه وی صرف جائزه دا نه چې پهٔ ما فرض ده کهٔ فرض نهٔ ده۔ فرضيت کهٔ خبره لاړه بيا پکښې مسئله نوره جوړيږی۔ جائز کتل پکار دي چې جائزه وی کهٔ صرف جائزه وی نو داسې سړے غواړی نو بيا ېٔ پکار دی چې وېٔ کړی۔ ځکه چې دَ ښځې کاميابی دَ الله پهٔ نزد هغه ده چې سړے ورباندې خوشحاله وی ۔

يو شعر دے شیخ سعدی رحمة الله عليه پهٔ بوستان کښې وئیلې دے ۔

زن خوب فرمانبر پارسا کند مرد درویش را پادشا

ښځه چې کله دَ خاوند فرمانبرداره وی اؤ نيکه وی نو دا يو غريب سړي نه بادشاه جوړوی۔ کهٔ پهٔ ښځو کښې دا صفات موجود وی نو ظاهر خبره ده چې الله تعالیٰ به ترېنه څومره خوشحاله وی اؤ کهٔ يو ښځه دَ سړی نافرمانه وی، شر مزاجه وي، پهٔ هره خبر کښې جګړې لټوي نو دَ هغې دپاره هم بيا سعؔدیؒ خبره کړے ده۔

زنِ بد در سرایِ مرد نکو هم در این عالم است دوزخِ او


چې کومه خرابه ښځه وی هغه دَ سړیو دپاره پهٔ دې دنيا کښې دوزخ وی ۔

ظاهره خبره ده چې مونږ ته کوشش پکار دے چې کومې صحيح خبرې دی هغه مونږ راجمع کړو اؤ چې کومې غلطې خبرې دی دَ هغې نه مونږ ځان وساتو۔ الله پاک به هغوی ته ډېر زيات اجر ورکړی۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته اجر هم نصيب کړی اؤ دَ عمل کؤلو توفيق دې راته راکړی۔

اللهم صل علي سيدنا محمد و علیٰ آل سيدنا محمد وبارک وسلم

اللهم اهدنا صراط المستقيم صراط الذين انعمت عليهم غيرالمغضوب عليهم ولاالضالين

ربنا ظلمنا انفسنا وان لم تغفرلنا وترحمنا لنکونن من الخسرين

يامقلب القلوب ثبت قلوبنا علي دين يا مصرف القلوب صرف قلونبنا علي طاعتک

ربنا اغفرلنا ذنوبنا وکفر عنا سياتناوتوفنا مع الابرار

اے الله! مونږ چې څهٔ ووې پهٔ هغې دَ پوهېدو توفيق راکړې اؤ يا الله پهٔ هغې دَ عمل کؤلو توفيق راکړې اے الله پهٔ کومو کارونو چې تهٔ راضي کېږې اے الله! هغه زمونږ پهٔ زړهٔ کښې واچوې اؤ يا الله پهٔ هغې راته دَ عمل کؤلو توفيق راکړې ۔ اے الله! مونږ قبول کړې اؤ اے الله! پهٔ کومو څيزونو چې تهٔ مونږ نه ناراضه کېږې يا الله! دَ هغې نه مونږه وساتې۔ يا الله! تهٔ زمونږ سره خپل امداد شامل حال کړې ۔ اے الله! زمونږ څومره يا الله پهٔ کورونو کښې چې زمونږ مشکلات دی ،فسادات دي تکليفونه دی، يا الله!هغه ټول ختم کړې۔ اے الله! څوک چې پهٔ څهٔ مشکل کښې دی ، پهٔ تکليف کښې دی۔يا الله تکليفونه ورته ختم کړې۔ يا الله مونږ سره دَ اسانیٔ ، دَ راحت اؤ دَ کرم والا معامله وفرمائے ۔ اے الله! دا دنيا مو هم ښائسته کړې اؤ هغه دنيا مو هم ښائسته کړې، يا الله! دَ حضور پاک صلی الله عليه وسلم پهٔ طريقو مو آسانیٔ سره روان کړې۔ دَ حضور پاک صلی الله عليه وسلم معيت مو پهٔ دواړه جهانه کښې نصيب کړې۔ دَ حضور پاک صلی الله عليه وسلم پهٔ معيت کښې مو يا الله خپل ديدار پاک نصيب کړې۔ اؤ يا الله چې کله تهٔ وفرمائے چې زهٔ تاسو نه راضی شوم بيا به نهٔ ناراضه کېږم ستاسو نه ، يا الله هغه خوش نصيبه خلقو کښې مونږه هم راولے۔ يا الله اعمال نامه راته پهٔ ښی لاس باندې راکړے۔ يا الله آخره خاتمه زمونږه ښهٔ کړې اؤ يا الله دَ مرګ دَ سختیٔ نه مو وساتې ، قبر دَ عذاب نه مو وساتې ۔ اے الله! دَ آخرت دَ رسواییٔ نه مو وساتې اؤ يا الله دَ جهنم دَ اور اؤ دَ لوګی نه مو وساتې ۔ يا الله! ته زمونږه دَ ټولو مل شې ۔

ربنا تقبل منا انک انت السميع العليم وتب علينا انک انت التواب الرحيم

اللهم انا نسئلک من خیر ما سئلک منہ نبییک وحبیبک محمد صلي الله عليه وسلم ونعوذبک من شر مااستعاذ منه عبدک ونبيک محمد صلي الله عليه وسلم انت المستعان ولا حول ولا قوة الا بک

سبحان ربک رب العزت عما يصفون۰ وسلام علي المرسلين والحمد لله رب العلمين برحمتک يا الرحم الراحمين


پوره دين څهٔ دے۔(اوله برخه) - د ښځو لپاره اصلاحي بیان